- September 5
International Day of Charity
د خېر ښېګړې کارونو د پاره د نغدې مرستې نړیواله ورځ د ‘مدر ټریستا’ د مړینې پۀ یاد نمانځلې شي چې تر خپل مرګه )پینځم ستمبر 1997ز( ئې کلکته کښې د لوږې، نېستۍ، بې وزلۍ او بېلابېلو ناروغیو پۀ ضد نۀ ستړېدونکې مبارزه کړې ده. نولس سوه نهه اویایم (1979) کښې نوموړې ته نوبل جائزه هم ورکړې شوې وه.
دا یو ډېر پیاوړے اقدام دے چې شتمن خلق د لوږې، نېستۍ، بې وزلۍ او بېلابېلو ناروغیو پۀ ضد ‘پۀ خپله خوښه’ مالي مرستې کوي – خو لۀ ده مرغه، دې ملک کښې دغه مرستې هم د یو ډول ریاستي ګوتې بڼه اخستې ده. هندوستان نه راتلونکو ‘مهاجرین’ د پاره چندې نه د فساد کولو د پاره د جهاد پۀ نامه چندو پورې. چې د کشمیر د روایت تقلید کښې پرې د بوسنیا، فلسطین، افغانستان او برما پورې مختلفو شکلونو کښې چندې جمع کېدې او لا اوس هم جمع کېږي. د “قرض اتارو ملک سنوارو” نه د علیمه خان جېب ته تلونکو پېسو پورې او دا اوس اوس د “ډېم فنډ” پورې – دا هر څۀ نۀ احتسابېږي او نۀ حسابېږي. څلور اوسني مثالونه به ئې پینځۀ کرښو کښې وکړو:
- ‘برما’ د پاره اوس اوس شوې چندې څۀ حساب لري؟
- د ‘ختم نبوت’ دهرنا کښې ورکړې شوې “لفافې” لۀ کومه وې؟
- “اېف اے ټي اېف” کښې د Charity لاس شته؟
- د پخواني چیف جسټس ثاقب نثار او اوسني “وزیر” عمران خان لۀ خوا د جاري کړي “ډېم فنډ” شماریات څۀ وائي؟
پاکستان کښې د پینځم ستمبر د ورځ نمانځلو کوم سرکاري روایت ځکه نشته چې کۀ د خلقو دې ته پام شي نو ممکنه ده تپوس وکړي چې زمونږ نه پۀ ویړ شوو کټونو، خورو کړو دسمالونو او موبائل مسېجونو شوې چندې چرته تلې دي؟ پام کښې دې وي چې دغه پۀ اربونو روپۍ د Utitlity bills مد کښې پۀ چیو بسکټو دوړه شوې دي.
- September 8
International Literacy Day
د زدکړې او لیک لوست نړیواله ورځ نمانځلو ته پۀ وړومبي ځل تهران کښې شوې یوه نړیواله غونډه کښې پۀ اتم ستمبر 1965 پام اوړېدلے ؤ. د دې غونډې اعلامیه کښې وئیل شوي وو چې نړۍ کښې پۀ ملیونو نالوستي وګړي تر دې ساه شته چې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو سرګرمیو کښې د نالوستۍ لۀ کبله رول لوبولے نۀ شي؛ دا نو زمونږ ذمه واري ده چې نالوستي ماشومان، ښځې نر او لوي واړۀ د لوست او زدکړې پله راولو.
د لوست د پاره تر ټولو مهمه او بنسټیزه خبره مورنۍ ژبه کښې د زدکړو اسانتیا ورکول دي چې د ملل متحد پۀ چارټر کښې دا د هر انسان بنیادي حق دے. پاکستان کښې د وړومبۍ ورځ نه اردو ته قومي ژبه وئیلې شوې ده او انګرېزي دفترونو کښې د پېرنګي بادار د مقدسې نخښې پۀ توګه ساتلې شوې ده. دې منځ کښې بیا عربۍ ته د مذهبيت د نفسیاتو ژوندي ساتلو د پاره هم ځاے ورکړے شوے دے – مورنۍ ژبې اګرچې د پاکستان د غېر فطري “قومیت” جوړولو د پاره وژل ضروري وو نو ځکه یوې مورنۍ ژبې ته هم لاره ورنۀ کړې شوه. د یوې اوږدې او ستړې سیاسي مبارزې نه پس د اتلسم ائیني ترمیم تر مخه مورنیو ژبو کښې د تعلیم حق ومنلے شو خو ورپسې د فوج د ګوډاګي حکومت لۀ خوا عملاً دغه ائیني حق تروړلے شوے دے او د “یکسان نظامِ تعلیم” پۀ نعره د ملل متحد قرارداد او د ملک ائین باندې پښې ایښودې شوې دي. د مختلفو ادارو د سروے راپورونو تر مخه، سرکاري ادارو کښې د حکومت لۀ خوا د لویو لویو لاپو پۀ ځاے د تعلیم شرح ورځ تر ورځ پرېوځي. حکومت د یو سستیماتیک پروسې لاندې د سرکاري ښونځو پۀ ځاے پرائیوېټ سېکټر ته زیات ځاے ورکوي او دا د یوې داسې مرحلې پله خاموش تګ دے چې بیا به د غریب د بچي نه بیخي د تعلیم حق واخستلے شي.
- September 10
World Suicide Prevention Day
دا ورځ د ځانمرګۍ د مخنیوي د ورځ پۀ توګه د یو نړیوال تنظیم (IASP) لۀ خوا نمانځلې کېږي چې د روغتیا د نړیوال جوړښت (WHO) ئې پۀ ملاتړ ولاړ دے. دوي ګڼي چې کۀ کار پرې وکړے شي نو د ځانمرګۍ مخه نیول امکان لري.
یو خوا د نړیوالې تجارتي انارکۍ لۀ خوا د ډالر پۀ زور د نورو هېوادونو معیشتونه کنټرول کېږي او بل خوا پۀ مختلفو حوالو د وړو قامونو د وسائلو تالان هم کوي. دې منځ کښې د حالاتو نه د تنګ شوو د ځان-وژنې مخنیوي نه زیات خطرناک صورت د ځان-مرګي بریدونو کوونکو دے.
- September 15
International Day of Democracy
د اولسواکۍ/ جمهوریت نړیواله ورځ نمانځل د دې احساس ورکولو یو کوشش دے چې یوې )انتخابي( سیمه کښې ژوند کوونکي اولس، ښځې نر، شل ګوډ، ړوند چاړا؛ هر چا د پاره ضروري ده چې پۀ خپل ځان د حکمرانۍ حق استعمالولو سره یوې خاص مودې د پاره واکمن وټاکي – یا کولے شي چې خپله انتخاباتو کښې ودرېږي.
د انساني حقوقو نړیوال ډکلېرېشن وائي:
د حکومت د اختیار بنیاد د عوامو پۀ رایې ولاړ پکار دے. باید چې د عوامو دغه رایې پۀ ټاکل شوو وختونو/ مودو کښې ووینو چې خلق د خپلې خوښې او مرضۍ پۀ بنیاد پۀ “اصلي” ټاکنو حکومت وټاکي. دې لړ کښې خلقو ته د ووټ/ رایې ازادي ورکول چې یقیني وي.
مونږ د جمهوریت د روایتي تعریفونو لکه “د اولس، د اولس پۀ ذریعه او اولس د پاره” نه چې راتېر شو نو وینو چې پاکستان کښې کله هم جمهوریت ته لاره نۀ ده ورکړې شوې. څنګه چې دلته امن د دوو حادثاتو تر منځ وقفې ته وئیلے شي، دغسې جمهوریت هم پۀ پانچ سو پچپن بیټریانو چلېدونکي ګوډاګي ته وئیل کېږي.
د فاطمه جناح د ورور نه د علیمه خان د ورور پورې – پۀ توقل ورکړې شوې فتوې، وچ زور نه جوړ شوي قوانین، د مخالف غږ نۀ اورېدل، مخالف جېل ته لېږل، یرغمال شوې عدلیه او د بلېک مېلنګ tool پۀ توګه استعمالېدونکے احتساب – یوه نخښه به پۀ دې کښې څوک د جمهوریت وښائي؟
دا ورځ هم نۀ نمانځلې کېږي او وجه ئې سره د نتیجو څرګنده ده. دا وګورئ چې د ووټونو د پولنګ شرح څومره ده؟ دا ووینئ چې پۀ دې دور کښې هم پۀ شپږ شلې ووټ خرڅېږي!!! دا به کوم قوم ومني چې د څلور لکهه مسلح فوجیانو “نګرانۍ” کښې انتخابات کېږي؟ دا به څوک ومني چې فارم 45 نۀ وي؟
یو ډېر ساده مثال ئې دا اوس د خېبر پښتونخوا پۀ نوو ضلعو کښې شوي انتخابات دي. د ریاست پۀ زور جوړه شوې پارټي، “باپ”، چې انتخاباتو کښې ئې یو امیدوار د جنډې لاندې نۀ ؤ، د انتخاباتو نه پس ئې صوبائي اسمبلۍ کښې “درې+یو” کالتوس راغلل او یو شین ناسور سېنټ کښې هم کنفرم شو!!!
بېن الاقوام کښې لوي طاقتونه نۀ صرف پاکستان کښې بلکې د نړۍ نورو هېوادونو کښې هم پۀ قدرتي وسائلو قبضې، یا د دغه وسائلو پۀ لوټ تالان یا کمه بیعه تر لاسه کولو، د هغه ځاے د فطري جغرافیې خپلو فوجي، غېر فوجي او اقتصادي ګټو د پاره د استعمالولو پۀ ترڅ کښې هلته د جمهوري قوتونو پۀ ضد د غېر جمهوري ادارو پټې څرګندې مرستې کوي. دې لړ کښې لۀ هر څۀ زیات کومک پۀ غېر جنګي سرګرمیو مثلاً میډیا کنټرول، ادارتي انارکي او د غېر ریاستي عناصرو د ملاتړ تر لارې تر سره کېږي. د جمهوریت پۀ اولس کښې جرړې نۀ نیولو د پاره هلته پۀ سیاسي خلقو، سیاسي عمل او سیاسي نتیجو همېشه اولس شکمن ساتلو د پاره کار کېږي. پۀ دوه اویا کلن تاریخ کښې ئې یو ښکاره جاره اثر دا دے چې تر اوسه د ورکړے شوو ووټونو شرح د نیمې پۀ نیمه وي. هسې خو چې کله نه دلته انتخابات شوي دي نو د هغې ورځ نه انجینئیرډ الېکشنز کېږي خو پۀ پینځویشتمه جولایۍ 2018 شوو انتخاباتو نور ټول تورونه تت کړل. د دې سره پاکستان پۀ “ګرے لسټ” کښې هم شامل دے چې تېرو ورځو کښې ئې د بلېک لسټ کېدو افواه هم خوره شوې وه – د دې باوجود دنیا پاکستان سره کومک کوي او دا کومک د یو غېر جمهوري (Selected) حکومت د جسټیفائي کولو د پاره کېږي. دې کومک سره دا تاثر ورکړل کېږي چې ګنې جمهوري (!) حکومت داسې پالیسۍ لري چې نړیواله ورورولي ورسره مرسته کوي. حالانکې دا ډېره ښکاره خبره ده چې د چین نه سعودي عرب او امریکې نه د اېشین ډوېلپمنټ بېنک پورې دا ټول پاکستان له مدد نۀ ورکوي، د پاکستان سره تجارت کوي – پاکستان د دې تجارت بدل کښې د ملک لارې، اډې، وسیلې او جغرافیې خرڅوي. کشمیر ئې بیخي اوسنۍ بېلګه ده.
- September 16
International Day for the Preservation of Ozone Layer
د ‘اوزون’ د تهې خوندي کولو ورځ پۀ دې نیت نمانځلې کېږي چې د کاربن لرونکو مختلفو کېمیکلو پۀ وجه ‘اوزون’ ته کومه خطره پېښه ده، د هغې پۀ اړه خلقو کښې شعور پېدا کړے شي او دغه تهه خوندي شي. پۀ وړومبي ځل پۀ دې اړه دوه ویشتم مارچ 1985 کښې پۀ ویانا کښې یو کنونشن کښې اتۀ ویشت هېوادونو دا لاسلیک کړه. بیا دې معاهدې د ‘مونټریال پروټوکول’ (Montreal Protocol) نامه واخسته او پۀ شپاړسم ستمبر 2009 د نړۍ ټول ملکونه د دې برخه شول.
پاکستان کښې اوزون لکه د نورو ډېرو مهمو څیزونو څوک پۀ شړق هم نۀ وولي. د خپلې لکۍ لاندې ځاے نۀ څنډي نو پۀ اسمان کښې د یوې تهې به څۀ غم وخوري. د حکومت لۀ خوا هم د داسې کارونو د پاره د اٰن-ډیوټي او رېټائرډ فوجیانو او ججانو ښځو او لوڼو ادارې پرانستې وي، څاربۀ څاربۀ فنډونه پرې اخلي او بې ډرقي ئې هضموي. د فوج سیاسي ونګ ‘پي ټي اٰئي’ د ‘بلیون ټري سونامي’ پۀ نامه پراجېکټ پرانستو چې پکښې لکه د دوي د نورو پراجېکټونو د بدعنوانۍ او غبن د سونامۍ نشاندهۍ وشوې. هر څو د دوي د پراجېکټونو ټهېکې د فوج سره وي نو سوال نۀ پېدا کېدو چې اٰډټ یا محاسبه ئې وشي. پښتونخوا کښې چې کومو دولس ځنګلونو کښې د بلیون ټري دعويٰ شوې وه، هلته ځنګلونو ته اور ورته کړے شو. د پلاسټکي ګوتیو خلاف چې کوم اعلانونه شوي دي، هغه پۀ خپل ځاے پاتې دي. د اورېدو خبره ده چې ‘زورور’ د یوې خاص مارکې سره خپلې عادي د پلاسټک ګوتې بازار ته راوړي چې د دعوې مطابق ‘کال کښې دننه به خپله ختمېږي’ خو دغه فیلډ سره تړلي خلق وائي ‘دغه مارکه هسې ډګوسله ده او منځ کښې هېڅ نشته’.
- September 21
International Day for Peace
د امن نړیواله ورځ پۀ وړومبي ځل 1981 کښې د ملل متحد لویې جرګې منځ ته راوړه. دا بیخي هاغه موده وه چې افغانستان کښې فساد ته د جهاد پۀ نامه لاره پرانستې شوې وې او پاکستان کښې د دې جهاد اقتصاد د پاره پنجاب کښې ټرېننګ سنټرونه او اکاونټونه پرانستے شوي وو. پخوانۍ ‘فاټا’ د فساد لانچنګ پېډ ؤ چې د مذهب پۀ نامه ترې د امریکې جنګ له جنګیالي لېږلے کېدل.
پاکستان کښې ‘اسلام ته خطره’ وه نو ځکه د الباکستان مارکه امیر المؤمنین ضیاء الله افغانستان کښې جهاد سره ولاړ ؤ. هاغه وخت صرف عوامي نېشنل پارټي چې وه دغه جنګ ته ئې د روس او امریکې جنګ وئیلو )نن خو ورته د پاکستان ډیفېکټو حکمران جنرل باجوه هم پۀ خولۀ ‘فساد’ وائي(.
پاکستان همېشه د دې جنګ نه پۀ ډډه پاتې شوے دے. دې جنګ کښې د کابل سره پېښور او کوئټه یو شان سوزېدلي دي. پاکستان چې کله دې جنګ کښې د خپل تاوان خبره کوي نو د بېنظیر بهټو شهیدې نامه هم اخلي – بیا خو د جنرل ضیاء نامه هم ورته اخستل پکار دي.
پۀ اٰرمي پبلک سکول د شوې حملې شا ته د فوج او اٰئي اېس اٰئي پۀ وېنا اسلام اباد کښې د پي ټي اٰئي د کېدونکې دهرنې شوشه او یوه کنسپائرېسي هم شته، خو دغه واقعه اګر کۀ پۀ “اٰرمي” پبلک سکول وه نو ځکه ئې د زیات شدت احساس خلقو ته ‘ورکړے’ شو. د دې نه پس د “نېشنل اېکشن پلان” پۀ نامه یو شل نکاتي پروګرام مخې ته کېښودے شو چې د ترهګرۍ پۀ ضد روان جنګ ختم کړي. نن مونږ د نېشنل اېکشن پلان پۀ مړي ولاړ یو. پروسکال چې د جي اېچ کیو لۀ خوا د مختلفو “جهادي” ډلو او تنظیمونو مشرانو ته د اٰئي اېس پي اٰر لۀ خوا د وزیرستان “چکر” ورکړے شو نو د نېشنل اېکشن پلان پۀ مړي خاورې هم واړولې شوې. اوس چې پخوانۍ “فاټا” کښې د اوږدو څڼو جنګیالي ارتې تڼۍ ګرځي، جوماتونو کښې چندې کېږي او افغانستان کښې د امن د پاره د روانو مذاکراتو پۀ حواله کومې بګتۍ مخې ته راځي، دې نه یوه خبره څرګندېږي او هغه د ملګري افتخار ساحل پۀ دې شعر کښې ده چې:
د چا چې ګټې پۀ جنګونو کښې دي
امن د ۀاغه خلقو لاسو کښې دے
دنیا خپلو کورونو کښې امن غواړي، پاکستان کشمیر کښې امن “غواړي”؛ د افغانانو لۀ غمه څوک هم بې خوبه نۀ دي. د افغانانو پۀ کور کښې امن د پاره باید افغانان سره یو غږ یو ګام شي.
- September 23
International Day of “Sign Languages”
دا ورځ پۀ درې ویشتم ستمبر 1951 د نړۍ د کڼو د فیډرېشن جوړېدو پۀ یاد کښې نمانځلې شي. دا ورځ د 1958 نه د دغه فیډرېشن پۀ غړو هېوادونو کښې نمانځلې کېده او پروسکال (2018) نه پۀ نړیوال کچ نمانځلې کېږي.
پاکستان کښې د اشارو ژبو نمانځل داسې دي لکه کاڼۀ چې د ړندو پۀ ښار کښې د لاسونو پۀ اشارو احتجاج کوي. دلته د زرګونو کلونو نه شته قامي ژبې د اردو ژبې پۀ چاړۀ غوڅې کړې شوې او د ملل متحد د چارټر اٰف هیومن رائټس او د پاکستان د خپل ائین ورکړے شوي حق نه انکار کېږي.
- September 26
International Day fot toal Elimination of Nuclear Weapons
پۀ 1945 کښې د امریکا لۀ خوا د جاپان دوه ښارونه ناګاساکي او هېروشیما باندې اېټمي بمونو 213,000 خلق پۀ یو څپه کښې وژلي وو. پۀ ورپسې کال جنرل اسمبلۍ کښې د نړۍ اېټمي وسلو نه پاکولو د پاره وړومبے وړاندیز مخې ته راغلو او اوس د ملل متحد د جنرل اسمبلۍ لۀ خوا شپږویشتم ستمبر د اېټمي وسلو د نړۍ د پاکولو د ورځ پۀ توګه پۀ 2013 کښې اعلان شوې ده.
نړۍ ولې غوښتنه کوي چې د اېټمي وسلو نه پاکه شي؟ دا یوه ساده وجه لري – خو مونږ دې نۀ هېروو چې دنیا کښې د وېرې کومه څپه خوره ده، د اېټمي وسلو وېرې خوره کړې ده. هر ملک دا هڅه کوي چې اېټمي وسله تر لاسه کړي. پاکستان کښې دننه د اېټمي وسلو موجودګي د دنیا یو لوے تشویش دے او پۀ حقه دے خو؛ اٰیا د نورو هېوادونو سره دا تشویش خبره نۀ ده؟ امریکا خو دا وسله استعمال کړې هم ده – پۀ جاپان خو استعمال شوې هم ده.
د دې وسلې د لرلو پۀ شا نفسیات ډېر خطرناک دي. دا اوس چې د هند او پاکستان تر منځه حالات ترینګلي شول، پاکستان کښې د اېټمي وسلې پۀ وړه پېمانه د استعمال ګنګوسې روانې دي. دا خو مونږ ته پته ده چې د هند او پاکستان تر منځه کله هم جنګ نۀ شي کېدے؛ هند د یو اقتصادي طاقت جوړېدو پله روان دے او چې څوک اقتصاد لري نو جنګونه نۀ کوي. دا هم مونږ ته پته ده چې د پاکستان “عالمِ اسلام” ټول د هند سره ولاړ دے. دغه خوب د مغالطۀ پاکستان پۀ نصابونو کښې پروت دے، عملاً نشته.
بیا هم، باید نړۍ د خونړیو اېټمي وسلو نه پاکه شي او د انسانیت پۀ سر ځوړنده دغه وېره ورکه کړې شي.
- September 26
World Maritime Day
د سمندر تر لارې د سامانونو د نقل و حرکت دا ورځ یو مهم تجارتي صنعت ته پام راړولو د پاره نمانځلې شي.
د پاکستان د تجارت پښې د کراچۍ پۀ پورټ ټینګې دي او اوس د ګوادر بندرګاه ممکنه وه چې دغه لړ کښې کردار ادا کړي. لۀ بده مرغه د “گرم پانی” پۀ نامه پاکستان خپل دواړه پورټونه جوړوي او چلوي هم خو د هغې نه زیات ملک تاواني کوي.
د پورټونو اجازتنامو نه دلته تر د کېدونکو تجارتي ټرانزېکشنو پۀ هر څۀ د سیکورټۍ زور خور دے. اختیاراتو کښې د ځائي اولس برخه پۀ نیشت ده. د “روس گرم مانگتا هے” بیانیه ګوادر د پاره هم استعمالېږي چې یوه نتیجه ئې د ایران د چار بهار صورت کښې مخې ته راغلې ده. د تودو اوبو لار روس هم غوښتله او چین هم وا خستله. کنسپائرېسۍ ئې ملک د یو جنګ څپې نه راتېر کړو او بله څپه ئې شروع کېدونکې ده.
کۀ پښتون وطن کښې امن راغلو، ګوادر به د پښتنو او بلوچو پۀ اقتصاد کښې مثبت کردار ولوبوي او د نړۍ نه شلېدلې دا برخه به د نړۍ سره کونېکټ کړي.
- September 27
World Tourism Day
د سېلګرۍ نړیواله ورځ ملل متحد پۀ وړومبي ځل پۀ اووۀ ویشتم ستمبر 1980 کښې ونمانځله. کال 2017 هم د سېلګرۍ پۀ نامه ؤ.
د دې ورځې د نمانځلو پۀ شا د نړۍ د فطري منظرونو د سماجي، کلتوري، سیاسي او اقتصادي ارزښت مخې ته راوړل دي. د نړۍ یوه لویه برخه سېلګري پۀ حېث د یو صنعت لري.
پاکستان کښې د ریاست د پراکسي جنګ خونخوارې بلا اویایمه لسیزه کښې پۀ پښتنه خاوره پۀ سېلګرۍ کښې سیخ ټومبلے ؤ. دې نه زیات “دوه پاکستانان” څۀ کېدے شي چې “مَري” کښې دا پمفلټونه پۀ هوټلونو او رستورانو کښې وېشلے کېدل چې تاسو سوات او دیر ته مۀ ځئ، هلته بد امني ده؛ دلته راځئ چې مونږ درته اسانتیاوې درکوو؟
د سېلګرۍ د ودې پۀ نامه یو شمېر ځایونه چې پۀ نخښه شوي وو، هلته د سېلګرۍ پۀ نامه د ځائي خلقو زمکې لېلام کړې شوې او د نورو سیمو نه کاروباریانو ته هلته ځاے ورکړے شو. د تحریک انصاف د حکومت پۀ شا کۀ فوج ولاړ نۀ ؤ، صرف د مالم جبې د سېلګرۍ د ځاے کرپشن سکېنډل کافي ؤ چې د ډېرو مخونو نه ئې هغه نقاب لرې کړے ؤ چې عدالت او احتساب لاس نۀ ور وړي.
دنیا د 2030 پورې د سېلګرۍ د پاره یو جامع پلان لري. کۀ پښتون وطن ته پاملرنه وکړې شوه او دلته د امن د پاره سنجیدګي وښودلې شوه؛ دا سیمه به د خپل تاریخي، سماجي او کلتوري رنګونو سره د نړۍ سېلګرو د پاره وړومبۍ ترجیح وي.
- September 28
International Day for Universal Access to Information
نړۍ دوه زره شپاړس نه معلوماتو ته د لاس-رسي دغه ورځ نمانځي او د 2030 نړیوال پلان کښې دې ته مهم نظر کېږي. د دې تر مخه، دا د یو ریاست ذمه واري ده چې هغه معلوماتو د لاس-رسي حق ومني او د هغوي بنیادي حقونه د ځائي ائین او نړیوالو معاهدو نتیجه کښې خوندي کړي.
د یادونې وړ ده چې اتلسم ائیني ترمیم کښې Right to Information د اولس د بنیادي حق پۀ توګه منل شوے دے. د تحریک انصاف پۀ تېره دوره کښې دغه ائیني بنیادي حق پسې ملنډې وکړې شوې او دې کښې پۀ مختلفو وجوهاتو مختلفو معلوماتو ته اسثنٰي ګانې ورکړې شوې. د ترهګرۍ پۀ ضد مبینه “جنګ” کښې زرګونه خلق، سیاسي کارکنان او مدني فعالین ورک کړے شوي او دا قانون د هغې پۀ حقله ځکه غلے دے چې ګڼي “ملک خطرے مین هے اور یه حساس معلومات نهین دئیے جا سکتے”. اوس خو پۀ هر څۀ دومره سنسر دے چې د انتخاباتو پۀ ورځو کښې به پۀ هر سکرین د بشريٰ مانیکا انټریوګانې او د هغې متعلق خبرونه چلېدل، نن سبا ئې پته هم نۀ لګي چې پۀ کوم رنګ مصله ناسته کومه وظیفه کوي او پاکستان د اٰئي اېم اېف او کشمیر د هند نه خلاصوي. دې حالاتو کښې به مونږ اٰئي اېم اېف سره د شوي ډیل، د عرب ملکونو نه د اخستے شوي “امداد” او داخله خارجه امورو پۀ حقله کومو معلوماتو ته د رسایۍ غوښتنه وکړو.
- September 28
World Rabies Day
د رېبیز مخنیوي د پاره دا نړیواله ورځ د نوموړي فرانسوي کېمسټ او مائیکرو بائيولوجسټ لوئس پاستیور د تلین پۀ یاد نمانځلې کېږي چې پۀ وړومبي ځل ئې د رېبیز وېکسین جوړ کړي وو.
زمونږ خو اوس پېښور کښې د یو تور سرې لۀ خوا د کوڅه ډپ سپو د پاره د ساتنې ځان له ځاے پۀ نظر راغلو. میډیا باندې راغلي راپور نه څرګندېږي چې زر به دا هم یوه اېن جي او شي او مونږ به دغه سپي بیا لارو کوڅو کښې وینو. د دې وجه دا ده چې د حکومت ذمه وارۍ د فنډ رېزنګ د پاره افراد پۀ خپله غاړه واخلي او بیا چې کله فنډ رېزنګ وشي نو اېن جي او هم ختمه شي. اېن جي اوز باندې زیاته خبره دلته ځکه نۀ کېږي چې پۀ اولسي کچه دا غېر سرکاري ادارې دومره بد نامې کړې شوې دي چې د دوي مرسته اخستو د پاره خو قطارونو کښې پۀ ګېنټو ودرېږي خو ځان کښې ئې جرړه نۀ پرېږدي.
د رېبیز خبرې نه یو اړخ ته، دلته خو “د انسانانو بچو” د پاره شلټر هاوسز صرف کاغذونو کښې وي، لا “د انسانانو بچو” د پاره جوړ شوي وېکسینونه “کافران” دي نو رېبیز ته خبره رسېدو کښې به لا زمانې لګي. دا اوس اوس چې د پولیو وېکسینېشن پۀ اړه کوم راپور راغلے دے، څومره بد ترین دے.
- September 30
International Traslation Day
دا ورځ پۀ دېرشم ستمبر 420ز د مړ شوي سېنټ جیروم (St. Jerome) د تلین پۀ ورځ نمانځلې شي. جیروم د انجیل مقدس نوې عهدنامه د یونانۍ نه لاطیني ته ژباړلې وه. د کال 2005 نه ملل متحد تسلسل سره پۀ دې ورځ عربۍ، چینۍ، انګرېزۍ، فرانسوۍ، روسۍ، سپېنش او جرمن ژبو کښې د ژباړو مقابله کوي.
ژباړه د یوې ژبې نه بلې ژبې ته د یو قام د ژوند، کلتور، نفسیاتو، تاریخ، اقتصاد او د هغوي د عقیدو او وهمونو د نقل کولو لاره ده چې ډېر ارزښت لري. دا د نړۍ پۀ مختلفو براعظمونو کښې د مېشته خلقو تر منځ د مشترک قدرونو مخې ته راوړلو او د انسانانو تر منځ د کلتوري فاصلې ختمولو یوه اغېزمنه لاره ده.
پښتو کښې لۀ بده مرغه د علمونو او فکرونو د نورو ژبو نه د نقل روایت زیاتره د اردو ژبې تر لاره وي )اوسمهال پکښې ډېره اضافه شوې ده(. د دې لوے زیان دا دے چې اردو د خپل تفهیم، خپلې محاورې او خپلې روزمرې تر مخه دغه ژباړه کړې وي او بیا چې پښتو ته راځي نو تر منځه ئې دغه اردو کوره تفهیم، محاوره او روزمره هم حائل شي.
زۀ خو ګڼم چې اردو نه هډو پښتو ته ژباړه پکار نۀ ده، البته کۀ د پښتو نه اردو ته کېږي نو ښه خبره ده.
]”پښتون” ښاغلي نهار خان تنګیوال ته خواست کوي چې دا لړۍ دې نۀ ودروي او د هرې میاشت نړیوالې ورځې دې د پاکستان پۀ شالید کښې دغسې مخې ته راوړي.
دې سره به د دغه نړیوالو ورځو تاریخ هم لوستونکو ته برڅېره شي او پاکستان کښې د روانو حالاتو سره د دې د تقابلي لوست اساني به هم پېدا شي.[