مونږ چې پۀ کومه ټولنه کښې ژوند کوو، دا د خانۍ ملکۍ او مذهب پرستۍ نه ډکه ده او هم دغې درې قوتونو پۀ لاسو کښې کلکه نيولې او قابو کړې ده، خو ددې ټولنې پۀ خېټه کښې نرے نرے درد دے. دا ټولنه د ډاکټر او حکيم پۀ تلاش کښې لېواله او سرګردانه ګرځي چې ورته خپل مرضونه وښائي او دغه ډاکټر طبيب څۀ دارو درمل ورکړي.
ددې ټولنې پۀ خېټه کښې د غريبۍ چينجي دي. دا ټولنه د جنسي مرضونو او ذاتي خواهشاتو د ظلم زور او ستم نه ډکه ده. د دې بيمارو د پېدا کېدو وارثان د پيرانو، مليانو او خانانو شکلونو کښې ليدے شي. خانان د پېسو نه کار اخلي، مليان د دم تعويز پۀ شکل او پيران د دعا او عقيدت پۀ ذريعه د خپلې خانقاه وړه کوټه د دې نېک جنسي کار د پاره استعمالوي.
د دې ټولنې ځوانان او ځلمي پۀ کتابونو او نصاب کښې څۀ د کار درس او سبق نۀ لري، ولې د بدلون خبرې ئې د بحثونو موضوع او ياران جوړول د دوي فطري عادت جوړ شوے دے. د دې پۀ شا وقتي خوشحالي، د غربت وجود او د جناح صاحب نوټ ډېر ښۀ پۀ کار راولي. بيا هم د سياست وختونه د جبر د حالاتو پته هم کله کله مېدان ته ګزاره کړي. دا پته کۀ کار ونۀ کړي ولې مېدان لږ لږ تود کړي.
د غربت سپېړه ډېره ترخه وي او دا سپېړه همېشه د خوارانو او غريبانو پۀ مخ پرته وي او د دغې خوارانو سره د صبر، زغم، ناکام او د خداے د قدرت او دعاګانو نه علاوه نور څۀ نۀ وي، ولې خېټه پۀ دعا نۀ مړېږي او وجود پۀ دم نۀ پټېږي ـــ خېټه ډوډۍ، بدن کالي او پښې پېزار غواړي. دا ضرورتونه پۀ څۀ نه څۀ شکل کښي پوره کول ضروري او لازمي وي. د غريبې ټولنې خواران، غريبان ښکلي هلکان او جينکۍ د جسماني مشقت پۀ ځاے د جنسي مشقت نه کار اخلي.
پۀ ټولنه کښې دوه قسمه ډاکټران وجود لري؛ يو ډاکټر د انساني مرضونو علاج کوي او بل ډاکټر د ټولنې د مرضونو علاج او دوا ګوري. څومره چې انساني مرضونه ډېرېږي دومره دومره د هر مرض خپل جدا جدا ډاکټر سپېشلسټ پېدا کېږي. کوم سرجن چې د مريض اپرېشن کوي نو د هغۀ نه دستخط واخلي، ولې بلې خوا د ټولنې ماهران او ډاکټران هم شته، د هغو ګوتې د ټولنې پۀ نبض پرتې وي او د ټولنې مرض پۀ ګوته کوي. زمونږ پۀ دې ټولنه کښې هم لکه د انسانانو ډېر مرضونه شته. دلته يو لوے مرض د نرګسيت، شهرت ورسره سمه د احساس کمترۍ مرض او هوس پرستۍ مرض پۀ کثرت خور دے. دلته پۀ دې ټولنه کښې ذهني مرض او جنسي لېونتوب پۀ زور کښې دے. دلته د پېسو د خاوندانو نه علاوه د خپلو ګناهونو او کردارونو د پټولو د پاره د مذهب پۀ نقابونو، ږيرو، تسبو او تبليغونو نه کار اخلي. مذهبي عناصر لکه د فرشتو هر وخت د خلقو پۀ اوږو، زړونو او سرونو سوارۀ وي.
تشخيص د پاره هم د ټولنې ډاکټران شته. وختونه چې دلته سياسي پته مېدان ته ارتاوه کړي نو څوک نه څوک پېدا شي او دغه پاڼه اوچته کړي. پۀ دغه پتې يا پاڼه کښې د ټولنې مرضونه او علاج ليکلي وي.
زما پۀ لاس کښې د “چيندرو” کتاب دے. د دې کتاب ليکوال ډاکټر همدرد يوسفزے دے. دا ليکوال زما ډېر خوښ دے. د دۀ نظم او نثر دواړه ليکونه لکه ددۀ پۀ ما خواږۀ لګي. د ډاکټر صاحب پۀ دې کتاب کښې د نېلسن منډېلا ذکر هم شته. نېلسن منډېلا ئې لکه د باچا خان ډېر خوښ دے. د دې کتاب شروع هم د هغۀ د يو روايت نه وکړم. هغۀ د جېل نه خپلو ملګرو ته ليکلي وو،
“د خپل فکر د خورولو د پاره جېلونو ته لاړ شئ، د ازادۍ د پاره د دار رسۍ ښکول کړئ، د پارټۍ د جنډې او تحريک د چلولو د پاره موټرونه، جائېدادونه او کورونه خرڅ کړئ خو خپل فکرونه او قامي ازادي مۀ خرڅوئ. ځان له داسې رهبر وټاکئ چې تاسو او خپل تاريخ او ضمير خرڅ نۀ کړي. دا رهبر کۀ مړ هم شي خو قام ، ګوند او ستاسو تحريک به ژوندے پاتې شي.”
زۀ د ډاکټر همدرد يوسفزي پۀ کتاب چيندرو سريزه نۀ ليکم، دغه کار نامتو ليکوالو او منورينو کړے دے، زۀ ددې کتاب د مخکتنې تابيا کوم نو ځکه کۀ ددې کتاب پۀ دې افسانو او د ليکوال پۀ موضوعاتو ليکل ونۀ کړم نو بيا “ملا مړ او مال تالا” مثال بۀ ترې جوړ شي. د کتاب حسن او ليک د جادو اثر، د ليکوال خپل ځانګړے اسلوب دے. هم دغه اسلوب او سټائېل د ليکوال پۀ ليک کښې يو ښۀ مقام جوړوي.
د همدرد صاحب دا افسانې د لنډو داستانونو پۀ شکل کښې د ترخو حقيقتونو عکاسي کوي خو لنډې افسانې پۀ خپله څۀ خاص شاهکار نۀ دے، خو لنډې افسانې خپل هدف د لنډو او جامع ټکو او لفظونو پۀ اساس د خپل اسلوب پۀ واسطه د ښې افسانې او د ښۀ ليکوال عکاسي کوي. يوه لنډه افسانه ما هم چرته ليکلې ده.
“اے تا تا وايم.
مور مې راته ووې.
کاسيرې، مټيزې وروڼه دې وژني پښې وباسه!
نو اے تا ته وايم
ځې راسره کنه؟
ما خو ګورې د زهرو پوڼۍ د پرتوګ پۀ جېب کښې راوړې ده.”
خو دا افسانه دومره قوي نۀ ده. د ډاکټر همدرد د افسانو دا وړوکے کتاب د ډېرو ژورو علمي، معاشي، معاشرتي، جنسي، مذهبي کردارونو مجموعه ده. پۀ دې کتاب کښې د ادم نه واخله تر دې دمه د ډېرو ترخو او ډېر ناپاکو خلقو مخونه او کردارونه ښکاره کړے شوي دي. ډاکټر پۀ دې خپل کتاب کښې د ليک د پاره ښۀ موضوعات خوښ کړي دي. دا کتاب علمي ګلدسته ده خو د دې ليکوال بې رحمه جراح دے، پۀ وختونو او ټولنه او کردارونو ئې کلک چکونه او تېرۀ چوړکۍ چلولې ده. چرته چې رګ کښې وينه وه، بهر ته ئې توې کړې او چې پۀ کوم رګ کښې وينه نۀ وه نو يا شنه مټوقه شوې او يا ئې تور رنګ د مودو پرېښودلے دے.
د ليکوال د سترګو نظر ډېر تېز وي. يواځې سترګو، شونډو او اننګو ته نۀ ګوري، د غرض پۀ ځاے ئې هم نظر ژور پروت وي. زر زر ئې د فنپارې پۀ توګه خلقو ته څرګند کړي. همدرد هم د ژوند دغه تراخۀ ځايونه او حقيقتونه پۀ ګوته کړي دي. غريبي پۀ خلقو لوبې کوي، ډېرې دروازې د خېر د پاره ګوري. د خېر کورونه ډېر کم او د نيشت کورونه زيات دي، ولې د خېر پۀ کورونو کښې د عزت جامې د غربت پۀ وجه پۀ لټکي کښې پرتې وي چې خارو پوهېږي نو پرتوګ او بچے ئې دواړه بائیللي وي.
د پښتنو پۀ ټولنه کښې موروثي عادتونه، رواجونه، کلتور لا تر اوسه پۀ څۀ نا څۀ شکل کښې شته، ولې پښتنو کښې دا قدر مشترک لا وجود لري چې بد عادتونه او رواجونه نۀ پرېږدي او ښو عادتونو خپلولو ته تيار نۀ دي. بدل او پۀ غېرت مرګ کول د پښتنو ازلي فطري برخه ده. د زوي پۀ خوښه د بل د کور منتونه او ننواتې کوي خو چې لور د چا خوښه شي نو دا جرګې منت او ننواتي منل او لور ورکول ورته ګناه او کفر ښکاري. بدل اخستل ورته د پلار او نيکۀ ميراث او وصيت ښکاري. يا به مري او يا به بدل اخلي. نۀ ګوري چې د مړينې وجه څۀ ده خو بس لګيا دے وائي مرګ ئې رانه کړے، بدل مې ورپورې دے.
د ډاکټر همدرد صاحب افسانې “مختورنه” او “ګل اندامه” افسانې د دې ښۀ مثالونه دي.
مسئلې پۀ دې وطن کښې د واک چار خاوندان او د ملکيت او دولت لرونکي پېدا کوي، غريبي د مسئلو ځېله او غربت ددې پېداوار دے. د پښتو مشهور متل دے “لغړ د لار جاروځي ولې اوږے د لار نه نۀ جاروزي”.
د غريبۍ خاتمه ضروري ده خو د واک چار خاوندان جنت پۀ خېراتونو ګټي، ثواب پۀ زکاتونو ګټي. دا غريبي پۀ تور ماښام د غريبۍ تور ښامار چيچلې پېغله پۀ يو غټ محل ورننوځي. پۀ لوے کټ پالنګ کښې د نواب صاحب پۀ خوا کښې کښېني. نواب صاحب ورته لږ ښکته پورته وګوري، د شرابو ګلاس ته لاس کړي او ګوټ ترې وکړي. بيا هغې ته وائي، ګوټ وکړه! نو هغۀ ورته وائي، “نه نه نواب صاحب! ګناه ده، زۀ شراب نۀ څښکم”. چې نشه د نواب صاحب سر ته وخېژي نو پېغلې نه لوږه د ګناه شرم وتروړي. سم لۀ سحره به د وخته فاروقے تا کور ته ورسوي. پېغله پۀ غلي اواز کښې ووائي، نواب صاحب! پېسې؟ مړې ډډه شه! لا خو شپه پرته ده، چې سحر ځې نو خپله دياړي به واخلې، فکر مۀ کوه.
د ملګري همدرد يوسفزي پۀ خپل کتاب کښې د “عزت” افسانه د دې ترخو واقعاتو نه پردې پورته کوي.
چرته چې معاشي پسماندګي وي هلته ذهني پسماندګي هم وي. د دغې ټولنو د خوارانو، غريبانو پۀ يوه اوږه خان لکه د فرشتو ناست وي نو ځکه خواران پۀ دغه ټولنو کښې د صبر او جبر ښکار وي. د پښتنو پۀ خاوره شپږ ويشت زره لویې او وړې مدرسې وجود لري. د دې وطن ټول مور مړي پلار مړي او پۀ کوڅو کښې ارتاؤ شوي ماشومانو نه دا مدرسې ډکې دي. پۀ دې مدرسو کښې د استاذانو او مهتممنانو جدا جدا کمرې وي او ماشون لکه د جېل د بېرکونو شريک پراتۀ وي. د استاذانو د چاپۍ مشقت نه د چندې ټولولو چل او د جهادونو د پاره د بهرتۍ هنر نه د جنتونو د ټکټونو ایجنټۍ پورې ئې هر څۀ زده کړي وي. پۀ شنه شونډه زلمي د جنت پۀ نوم د اور خشاک کړي او د دغه زلمو ځوانې جانې مېندې او کوچینۍ خوېندې بیا پۀ بازار کښې سوالونه کوي. د لوږې قیمتونه ورکوي.
همدرد صاحب پۀ ګڼو افسانو دې قبيح عملونو ته اشارې کړې دي. د تودې سيکې افسانه دغه د بې ايمانۍ داستانونه او واقعې پۀ ګوته کوي.
ما پۀ يوه بله خپله افسانه “ايمان او يقين” پۀ نوم د يو کردار ذکر کړے دے. نظام الدين ځان د اجمير شريف نه راغلے بيانوي. سپينه وړه ټوپۍ پۀ سر او پۀ لاسونو کښې اوږدې تسبې، پۀ اوږد قميص کښې ښي او ګس طرف ته جېبونه، د دوکان پۀ يوه دړه ناست ورته د خوارانو غريبانو يو لوے قطار ولاړ او هر چا ته لس لس روپۍ پۀ زکات خېرات کښې ورکوي او بل اړخ ته ددۀ زوے فضل هلته پۀ لفافو کښې بند يو يو کلو تور چاے خرڅوي. هغۀ ته هم د ګاهک يو لوے قطار ولاړ دے. ماښام د دوکان دنده د سوتلۍ پۀ بوجۍ کښې وتړي، پلار او زوے کور ته روان شي. يوه ورځ د ډوډۍ نه پس ماسخوتن د فضل الله مور تور پوخ کړے چاے د پلار او زوي مخې ته کېښودو. د نظام الدين چې پۀ چاے سترګې ولګېدې نو ښځې ته ئې ووې،
“لګخې! دا خو د خرڅ چاے دي، رنګ شوې دي. د کور پۀ پاڼو کښې چاے پوخ کړه.”
پۀ فضل الله د لوے الله نه زيات فضل د فضل الله دے او کنه؟ خبره د ايمان او د يقين ده، دا مکر او دا بې ايمانۍ ډاکټر همدرد ښې پۀ ګوته کړې دي.
زړۀ او دماغ جدا شېطان او جدا کارونه کوي. د زړۀ کار د بدن نګراني، د وينې ترسيل او د ژوند اساسه ده، د دماغو کار فکر او سوچ او ټولنه پۀ وړاندې تلو د پاره د نوي فکر پېدا کول او خورول وي، خو لۀ بده مرغه پۀ پښتنو کښې د زړۀ کار د جذباتو، احساساتو او د جنګونو ذخيره ده. پښتنو کښې نۀ مازغۀ شته او کۀ دي نو د هغې نه کار اخستل ورته کفر او ګناه ښکاري. پۀ دې منطقه کښې دا جنګونه قتلونه او د دې واضح ثبوتونه دي. دلته د دې ټولنې دوه خود سره عناصر پۀ عروج کښې دي ـــ يو ملا دے او بل خان دے. ملايان لګيا دي د ښځو نه پۀ دمونو تعويزونو پېريان وباسي ولې د خوارانو د اوږو نه خانان نۀ وباسي، او خانان هم ملايان د جومات د ممبر نه نۀ کوزوي. دواړه يو بل ته ښۀ پۀ مينه ښۀ چارې وائي.
زمونږ ټولنه د ډېرو مرضونو جرړه، د ډېرو مصيبتونو وجود او د ډېرو ظلمونو ښکار ده. همدرد يوسفزي صاحب پۀ ډېرو ساده خوږو او جامع ټکو کښې دا ټولنه بربنډه کړې ده.
د وهمونو او مذهبونو تړلې ټولنه کښې دومره پۀ جرأت افسانې ليکل او چاپ کول اسان کار نۀ دے. د جرأت يوه افسانه تاسو ته پۀ ګوته کوم چې اجمل او اکمل دواړه دوستان او د کالج ملګري وو. پۀ کالج کښې رومان د سُور کلي د استاذ لور هم ده. اجمل پۀ رومان مئېن ؤ او رومان ئې ورله پۀ خپله ایښودے ؤ. د کالج د راتلو نه مخکښې به اجمل د استقبال د پاره ولاړ ؤ او د تلو پۀ وخت کښې به د خداے پۀ امان اواز د هغۀ عادت ؤ. ډېرو مس کالونو او اېس اېم اېس رومان تر سپېږمو راوستو. يوه ورځ اجمل پۀ فټ پاتهـ ولاړ د خداے پۀ امان ټکے ئې د خولې ووتو نو رومان ئې خوا ته ودرېده، اکمل هم ورسره ولاړ ؤ. رومان ووې، زۀ پلار کالج ته سبق وئېلو له رالېږلې يم، يارانو کولو له ئې نۀ يم رالېږلې، سم شه! کنه د سمولو چل ما له راځي چې سم دې کړم، او لاړه.
اکمل اجمل ته ووې يخ شوې کنه؟
د ډاکټر همدرد پۀ کتاب کښې يو کمے محسوسوم او هغه دا چې پۀ نصاب ئې افسانه نۀ ده ليکلې. زما يقين دے چې د افسانو دوېم کتاب ليکي نو ددې سرخط به نصاب وي. زۀ ډېر خوشحاله يم چې ډاکټر همدرد پۀ ساده او سوچه ټکو کښې کتاب ليکلے دے. ما هم پۀ ساده او سوچه ټکو کښې تعبير تشريح او سرڅڼه وکړه. خداے دې وکړي چې د ډاکټر دا انداز او اسلوب وده ومومي.