تېر کال (2019) د فرورۍ د “پښتون” پۀ ګڼه کښې زما يوه ليکنه د خوشحال خان خټک د اېتهيکل کنټريبيوشن (Ethical Contribution) پۀ حوالې سره چاپ شوې وه، پۀ کومه کښې چې مونږ د هغۀ د اېتهکس يا د اېتهيکل کنټريبيوشن پۀ حقله د شوي کار تنقيدي جائزه اخستې وه. پۀ هغه ليکنه کښې مونږ د اېتهکس عمومي تعارف سره سره د فلسفې پۀ دې برخه کښې د خوشحال ارزښت پۀ ګوته کړے ؤ او هم داسې د بېلابېلو پوهانو کړي کار ته مو نظر کړے ؤ. د هغه ليک خوشبينه اړخ دا ؤ چې مونږ ته ئې لږ تر لږه دا پۀ ګوته کړل چې د خوشحال خټک دا اړخ کله هم د پامه نۀ دے غورځول شوے، خو ولې دې بل اړخ ته پۀ کښې تشويش دا څرګند کړے شوے ؤ چې پۀ دې لړ کښې منظم کار ته لا اړتيا شته. زما د هغه ليک نه چې چا هر څۀ مطلب اخستے وي، وي به، خو زما يواځېنے هدف هم دغه تشويش پۀ ګوته کول وو، څو د خوشحال پۀ دې اړخ يو څۀ منظم کار وشي. زما دا ليکنه اوس هم د دې هدف د ترلاسه کولو دوېمه هڅه ده چې حرف اخر به کله هم نۀ وي.
د خوشحال خټک د اېتهيکل کنټريبيوشن د را برڅېره کولو د پاره بايد مونږ “دستار نامه” د اساسي سرچينې پۀ توګه واخلو او د هغۀ شاعري پۀ دې لړ کښې د هم دې سرچينې مرستندويه وګڼو، د کومې چې به هرګز دا مطلب نۀ وي چې مونږ ګنې د هغۀ شاعري د دستار نامې پۀ مقابله کښې ثانوي ګڼو. د خوشحال ټول تخليق د خوشحال تخليق دے؛ پۀ دې کښې پاس کوز نشته، البته د تنقيدي پېمانو تر مخه يو څۀ داسې امتيازي رويه ممکنه ده. دلته د داسې کولو پۀ شا زما غرض فقط هم دا دے چې خوشحال خټک چې پۀ خپلې شاعرۍ کښې ئې پۀ بېلابېلو نورو موضوعاتو هم ليکل کړي دي، خو ولې “دستار نامه” مونږ ته پۀ بشپړه توګه د هغۀ اېتهيکل کنټريبيوشن را پېژني. پۀ دې لړ کښې يوه بله نکته هم بايد زمونږ پۀ پام کښې وي چې د خوشحال خټک اېتهکس د پښتونولۍ او اسلامي اېتهکس غوندې د دوو کوډونو يو شريک امتزاج دے او بيا کۀ “پښتونولي” ده او کۀ اسلامي اېتهکس، د خوشحال پۀ زمانه کښې خپل عروج ته رسيدلي وو؛ پښتونولۍ د “پښتون نېشنلزم” پۀ وجه خپله قبائلي بڼه بائيلله او د پښتنو يو اجتماعي کوډ شکل ئې خپلولو نو بل خوا اسلام هم خپلې علمي زرينې دورې نه ډېر څۀ خپلې لمنې ته راټول کړي وو او پۀ دې هر څۀ نۀ يواځې دا چې خوشحال خبر ؤ بلکې پۀ دې کښې ئې يو کليدي رول هم لوبولو. دې سره تړلې يوه بله نکته دا هم بايد زمونږ پۀ پام کښې وي چې پښتونولي چې د سوکاله باهمي ژوند د کولو لارې چارې، نرخونه او قدرونه دي چې قامي اجتماعي تجربو نه ورځ تر ورځې بشپړه کېږي او اسلامي اېتهکس چې د مسلمانانو متکلمينو او فلسفيانو بحثونو لا شته کړے ؤ، چرته چې د قران او حديث تر څنګ يوناني فلسفيانه اېتهکس خصوصاً د پلېټو (Plato) او د ارسټوټل (Aristotle) اغېزې هم پۀ خپل رنګ کښې اخستے ؤ؛ تر دې چې د غزالي اېتهکس هم يو ډول پلېټونک (Platonic) ]د روح درجې او اړخونه[ بڼه لري، نو داسې د قامي اجتماعي تجربو، قران، حديث او يوناني فلسفيانه اېتهکس پۀ خوشحال هم ژوره اغېزه وه او د هغۀ اېتهکل کنټريبيوشن د څېړلو پۀ لړ کښې دې بايد دا درې واړه نکتې زمونږ پۀ پام کښې وي.
د اېتهکس د منظمې مطالعې تر مخه چې مونږ دستار نامې ته ګورو نو د خوشحال خټک د اېتهکل کنټريبيوشن بحث پۀ دوه ډوله مخې ته وړلے شو: يو ډول د Meta-Ethics بحث دے چې دا سوالونه به ځوابوي چې د خوشحال د پاره اېتهيکل معيارونه څۀ څۀ وو او دا معيارونه د څۀ د پاره وو؟ او بيا د دې معيارونو د اېتهکس تر مخه نوعيت څۀ کېدے شي؟ هم داسې دوېم ډول د Normative Ethics بحث دے چې دا سوال به ځوابوي چې د خوشحال اخلاقي معيارونو کومه بڼه لرله؟ يا پۀ مجموعي ډول د هغۀ اېتهيکل کنټريبيوشن څنګه ؤ؟
Meta-Ethics چې د اېتهکس يوه نوې څانګه ده، خو ولې د مباحثو جرړې ئې تر لرغوني اېتهيکل مباحثو رسېږي؛ د مثال پۀ توګه د سوکراټيز د پاره “علم لويه ښېګړه وه” (Knowledge is Virtue) – چرته چې د ښېګړې دا نوعيت زېر بحث راوړل د Meta-Ethical د مباحثو څخه يوه مباحثه ده، لکه چې بيا څنګه پلېټو او ارسټوټل ئې پۀ خپل خپل ډول تعبيرات وکړل يا د هډنسټانو (Hedonists) د پاره د “خوښۍ” (Pleasure) ژوند کول او د اندېښنو او دردونو (Pain) نه نجات د ژوند مهم “قدر” (Value) دے، دا مهم قدر ګرځېدل يوه Meta-Ethical مباحثه ده نو دا ډول مونږ کولے شو چې د خوشحال د دستار نامې هم Meta-Ethical بڼه وګورو. پۀ دې لړ کښې د ټولو نه اول به مونږ دا ګورو چې ايا د خوشحال خټک د پاره اېتهکس يا ښېګړه او بدي شتون لري او کۀ نۀ؟ نو دې سوال ته ځواب د دستار نامې تر مخه مثبت دے؛ مثبت پۀ دې معنٰي چې د دستار نامې اېتهيکل معيارونه اصل کښې دي د دې د پاره چې يو بشپړه سړے راپېدا کړي کوم چې به هم ځان او هم ټولنه پۀ ښۀ ډول ليډ (Lead) کوي – يعني د بدۍ نه به د ښېګړې پۀ طرف ځي او خوشحال خټک د داسې بشپړه سړي د پاره شل هنرونه او شل خصلتونه ټاکلي دي چې يو پۀ يو دا شل هنرونه:
.1 د ځان معرفت، .2علم، .3 ليک، .4 شعر، .5 تير اندازي، .6 اٰب بازي، .7 اسپ تازي، .8 ښکار، .9 شجاعت،
.10 سخاوت، .11 د ښځو معاشرت، .12 د اولاد تربيت، .13 د خادمانو تاديب، .14 د معاشيت اسباب ، .15 زراعت،
.16 تجارت، .17 د نسب تحقيق، .18 موسيقي، .19 شطرنج او .20 نقاشي دي.
(خټک, دستار نامه, مۍ 2005, پاڼې 11-12)
هم داسې شل خصلتونه:
.1 مشورت، .2 عزيمت، .3 خاموشي، .4 راستي، .5 شرم او حيا، .6 خوش خوئي، .7 مروت، .8 عفو،کرم، .9 تميز،
.10 انصاف، .11 توکل، .12 شرم د خپل نوازش، .13 خوف او رجا، .14 د ملک انتظام، .15 همت، .16 حلم، .17 غېرت،
.18 احتياط، .19 اطاعت او .20 استغفار دي.
(خټک, دستار نامه, مۍ 2005, پاڼې 12-13)
او بيا د شلو هنرونو او شلو خصلتونو پۀ لړ کښې دې لوستونکو ته دا هم پته وي چې خوشحال خټک دا ياد کړي هنرونه او خصلتونه د بشپړه سړي د پاره اساسي ګرځولي دي خو ولې هغه دا ګڼي چې هنرونه او خصلتونه ډېر دي او د بېل بېل نوعيت دي، خو دا ياد شل هنرونه او شل خصلتونه داسې دي چې ډېر مهم دي او نورو هنرونو او خصلتونو پۀ را خپلولو کښې د بشپړه سړي مرسته کوي. خوشحال خټک پۀ دستار نامه کښې ليکي چې “هنرونه، کسبونه، فنونه، حرفتونه، صنعتونه، خصلتونه، خويونه ډېر دي، تر شماره تېر دي، کۀ پۀ واړو پسې څوک ځغلي، عمر د نوح بويه چې پۀ تعليم ئې حاصل کا. اما څو چې پۀ تحصيل د هغو قابل بالۀ شي، هغه هومره لا بس دي چې حاصل کا او کۀ نه پۀ عدم د هغو به قابل بالۀ نۀ شي، د ستار لائق به وايۀ نۀ شي” (خټک, دستار نامه, مۍ 2005, پاڼې 9-10) … “خصائل حميده ډېر دي، کۀ دا هومره چې وکښل شول، واړه ونيسي لکه سترګې چې د چا د سواد وشي نور کتاب پۀ خپله لولي، پۀ دا خصائل به هغه و نور خصلتونه هم بيامومي” (خټک, دستار نامه, مۍ 2005, پاڼہ 13). نو د خوشحال د دې بيان تر مخه مونږ وئيلے شو چې دا ياد شل هنرونه او شل خصلتونه پۀ اصل کښې د دستار وړ سړے )بشپړ سړے( جوړېدو د پاره يو ډول الف بې دي او د ستار نامه ئې قاعده ده.
د Meta-Ethics اولني سوال سره سم دا نکته پۀ تسلسل سره يو بل سوال هم د دې څانګې ځوابوي او هغه سوال دے چې دا اخلاقي معيارونه انسان سره پۀ څۀ ډول تړلي دي؟ دا د انسان پۀ خټه کښې د اوله نه شتون لري کۀ نه د انسان پۀ تربيت اډاڼه لري؟ او دې سوال ته د دستار نامې تر مخه ځواب داسې وئيل شوے دے چې انسان غبرګ فطرت لري؛ د هغۀ پۀ خټه کښې ښېګړه د اوله نه موجوده وي خو ولې د دې ښېګړې د فعاليت د پاره ورته تربيت لازم وي او بيا کۀ وکتے شي نو دا شل خصلتونه مونږ ته هم دا راښائي چې ښېګړه د انسان پۀ خټه کښې وي او شل هنرونه راښائي چې پۀ دا ډول دا سوچه ښېګړه (Absolute Virtue) د فعاليت د پاره اماده کولې شو او بيا برعکس د اول سوال ځواب چې مونږ ئې د دستارنامې نه پۀ خپله اخذ کولے شو، خو ولې د دې دوېم سوال ځواب د خوشحال پۀ خپله وېنا کښې هم موجود دے. د دوېم هنر چې د “علم” دے، د دې پۀ بحث کښې خوشحال خټک د فولاد، تورې او اهنګر پۀ analogy سره را ښائي چې د انسان پۀ خټه کښې ښېګره، د انسان د دې ښېګړې تر لاسه کول او د دې د تر لاسه کولو د پاره تربيت لازم ملزوم دي؛ لکه د ښۀ فولادو نه يواځې ښۀ اهنګر ښه توره جوړولې شي نو داسې پۀ خټه کښې ښېګړه لرونکي انسان نه يو ښۀ انسان د يو ښۀ استاذ پۀ تربيت جوړېدے شي – کۀ چرته فولاد ښۀ نۀ وي يا اهنګر ماهر نۀ وي نو ښه توره جوړېدل ممکن نۀ دي، نو داسې حال د انسان خټې او د تربيت هم دے (خټک, دستار نامه, مۍ 2005, پاڼې 25-27).
دلته د لوستونکو پام دې نکتې ته هم را ګرځول غواړم چې پۀ تېره ليکنه کښې چې مونږ د علامه عبدالحئ حبيبي او دوست محمد کامل مومند سره اختلاف کړے ؤ، شايد ځينې لوستونکو ته هغه اختلاف د خوشحال د غبرګ انساني فطرت تر مخه ښکارېدلے وي، خو ولې پۀ اصل کښې د هغه اختلاف وجه د خوشحال د دې فکر پۀ بنياد نۀ وه بلکې د هغوي دې ته کړي اپروچ سره اختلاف ؤ، ځکه چې دا يوه داسې مابعدالطبيعاتي (Metaphysical) مسئله نۀ ده لکه چې د دوست محمد کامل مومند بيان ؤ )او بيا کۀ وه هم، نو هغه به د مابعدالطبيعات مسئله وه نۀ چې د اېتهکس(، او هم داسې علامه حبيبي هم دې خوا اشاره کړې وه خو هغۀ يو خوا دا مسئله سائيکالوجۍ (Psychology) خوا ته وغزوله نو بل خوا ئې ټول پۀ ټوله قراني بحث ته راټوله کړې وه، کوم چې کم از کم ما ته د خوشحال د اېتهيکل کنټريبيوشن بشپړ کېس نۀ ښکاري.
د Meta-Ethics پۀ دې برخه کښې يو بل سوال هم مونږ پۀ پام کښې لرلے شو؛ هغه د دې شل هنرونو او شل خصلتونو پۀ حېثت د قدرونو (Values) د بڼې ده؛ يعني دا ياد هنرونه او خصلتونه د Ethical Values تر مخه کومه بڼه لري؟ د دې سوال د ځوابولو پۀ لړ کښې بايد مونږ اول Ethical Values ته پاملرنه وکړو – Ethical Values پۀ دوه ډوله دي: يو ډول Intrinsic Values دي چې سوچه قدورنه ورته وئيلے شو، بل ډول Extrinsic/Instrumental Values دي چې سوچه قدرونو ته لارې باسي، د مثال پۀ توګه د يوټليټېرئينو (utilitarian) تر مخه اصل ښېګړه هغه ده چې د نورو انسانانو پۀ خېر تماميږي. د دوي تر مخه د نورو انسانانو خېر کښې ښېګړه Intrinsic Value ده او د دې د حصول د پاره نورې ټولې هڅې Extrinsic Values دي. پۀ اسان لفظونو کښې مونږ وئيلے شو چې يو څوک سياستمدار چې سياست کښې پۀ خپله هم برخه لري او نور خلق هم دې عمل ته اماده کوي، څو چې د انسانانو انساني حقونه ټولو ته ورکړے شي، نو داسې د دې دا عمل پۀ دواړه ډوله قدرونو مشتمل دے؛ پۀ دې لار کښې د انسانانو انساني حقونه ګټل يو سوچه قدر (Intrinsic Value) دے او پۀ خپله هم سياست کول او نور هم سياست ته اماده کول سوچه قدر ته د لارې ويستلو قدرونه (Extrinsic Values) دي. د خوشحال خټک غوره کړي شل هنرونه او شل خصلتونه د دستار د تړلو وړ سړي )بشپړ سړي( د را منځ ته کېدولو د پاره پۀ يو ډول Extrinsic Values دي او بشپړه سړے را منځ ته کېدل يوه Intrinsic Value ده او بيا شايد کۀ يو څوک دا ګڼي چې بشپړه سړے د ټولنې د ليډ کولو د پاره رامنځ کيږي، لکه چې ما ورته اشاره کړې وه – نو ايا داسې د ټولنې ليډ کول به Intrinsic Value نۀ وي؟ نو پۀ دې لړ کښې زۀ دا فکر کوم چې دا ټولنه به هم دا “صاحبِ دستار” يا “بشپړ سړے” ليډ کوي نو داسې هم دا ډېره سمه ده چې د خوشحال Intrinsic Value د بشپړه سړي را منځ ته کول او بيا کۀ وکتے شي نو د دستار نامې مرکزي theme هم دا دے.
هم داسې يوه بله پوښتنه هم دلته ځوابېدے شي او هغه د Individual’s Ethics او Ethics of the State/Rulers پۀ حوالې سره ده، چرته چې د انسان د فرد پۀ توګه ځانګړي اخلاقيات Individual’s Ethics دي او بيا پۀ حېثيت د واکمن، مشر يا ليډر اخلاقيات Ethics of the State/Rulers دي – پۀ دې لړ کښې سوال داسې ممکن دے چې لکه د پلېټو او ارسټوټل ايا خوشحال هم دواړه ډوله اېتهکس پۀ پام کښې لرلي دي کۀ نه کوم يو مخصوص ډول اخلاقيات؟ نو د دې سوال د پاره کۀ مونږ دې شل هنرونو او خصلتونو ته نظر وکړو نو و به پوهېږو چې دا ټول هم پۀ ځانګړي اخلاقياتو کښې شامل دي او هم سياسي او بيا څوارلسم خصلت چې د “انتظام يا د ملک د انتظام” دے نو داسې دا لا ښکاره کوي چې دا اخلاقيات هم پۀ انسان پۀ حېثيت د يو فرد او هم پۀ حېثيت د يو واکمن برابر لاګو کېږي بلکې “دستار نامه” خو غواړي دا چې د دستار تړلو وړ واکمن پېدا کړي چې دستار ئې محض زړوکے نۀ وي او واکمني ئې مسخره نۀ وي.
دا بره تر دې ځايه بحث مونږ ته نۀ يواځې پۀ Meta-Ethics کښې د خوشحال برخه را پۀ ګوته کوي بلکې د هغۀ د اېتهيکل کنټريبيوشن بنيادي خاکه هم مونږ ته راښائي. پۀ دې خاکې وړاندې مزل کولو د پاره به مونږ د اېتهکس يوې بلې مهمې څانګې Normative Ethics ته رجوع کوو.
لکه چې بره وئيل شوي وو چې Normative Ethics کښې به مونږ ګورو چې د خوشحال خټک اخلاقي معيارونه کومه بڼه لري؟ يا پۀ مجموعي ډول د هغۀ اېتهيکل کنټريبيوشن څنګه ؤ؟ نو د دې سوالونو ځوابولو ته به مونږ اول د Normative Ethics مهمې نظريې پۀ پام کښې نيسو. پۀ Normative Ethics کښې پۀ مجموعي توګه Ethical Theories پۀ دوه ډولونو کښې وېشل شوې دي: يو ډول ته Teleological/Consequential Theories وائي چې ترې مراد هغه نظريې دي چې د انساني کړۀ وړۀ پۀ نتائجو زور راوړي او وړانديز لري چې هر هغه عمل ښۀ دے چې نتائج ئې ښۀ وي – پۀ اسان لفظونو کښې وئيلے شو چې د دې ډلې اخلاقيات دا راښائي چې “د اعمالو دارومدار دې پۀ نتائجو وي”؛ دې ډول نظريو کښې Hedonism, Ethical Egoism او Utilitarianism غوندې نظريې شاملې دي. دوېم ډول Deontological/Non-Consequential Theories وائي چې ترې نه مطلب د اخلاقياتو هغه نظريې دي چې اخلاقي اقدار فرض ګڼي او د نتيجو پرواه ئې نۀ کوي، پۀ دې کښې د پلېټو اېتهيکل نظريه او د کانټ اېتهيکل نظريه (Categorical Imperatives) شامل دي، د Deontological نظريو دارومدار پۀ Reason وي. اوس چې د خوشحال اېتهيکل کنټريبيوشن ته وګورو او خصوصاً پۀ “دستار نامه” کښې ياد خصلتونو ته نو مونږ وئيلے شو چې د هغۀ اېتهيکل کنټريبيوشن Teleological/Consequential بڼه لري، او دا ځکه هم چې ياد شل هنرونه او شل خصلتونه د يوې نتيجې د پاره دي او د دې ټولو عملونو دارومدار فقط پۀ يوه نتيجه دے او هغه د دستار وړ سړے يا بشپړ سړے را پېدا کول دي او بيا د دې نتيجې د پاره د خوشحال دومره ښکاره موقف دے چې هغه دا ګڼي چې هنرونه او خصلتونه خو ډېر دي خو دا ياد شل هنرونه او خصلتونه د دې دپاره دي چې رسا نتيجه راوړي او پۀ دې لړ کښې هم پۀ خپله خوشحال پۀ دستار نامه کښې ليکي چې “نمړۍ پۀ مقدار د خولې ښه وي، کۀ د زمري نمړۍ پيشو و ته روغه کړې، دا عقل نۀ دے” (خټک, دستار نامه, مۍ 2005, پاڼہ 13).
تر دې ځايه مونږ د اېتهکس د منظمې مطالعې د مهمو معيارونو تر مخه د خوشحال د اېتهيکل کنټريبيوشن څېړنه وکړه او داسې مونږ وليدل چې “دستار نامه” پۀ دې لړ کښې د ډېر ارزښت وړ ده او مونږ نه به نورې څېړنې هم غواړي. پۀ دې لړ کښې دوه نور مهم اړخونه چې زما پۀ پام کښې دي، هغه د دې کنټريبيوشن د نورو فلسفيانو سره پرتليزه جائزه او پۀ خپله د دې معيارونو او خصلتونو تنقيدي جاج دے چې ليکل به پرې کول غواړي – خو پۀ دې ليکنه کښې هغه ځاے کول به نۀ يواځې دا چې دا ليکنه ډېره وغزوي بلکې شايد د دې د دې مهمو اړخونو حق هم ادا نۀ شي نو ځکه هغه به راتلونکي وخت ته پرېږدو – خو ولې بيا هم دا ټول بحث )د تېرې ليکنې سره پۀ تسلسل کښې چې د 2019 د فرورۍ پۀ “پښتون” کښې چاپ ده(، مونږ دې نتيجې ته ضرور را رسوي چې خوشحال خټک د اېتهيکل کنټريبيوشن پۀ حوالې سره نۀ يواځې د افغان فلسفيانه روايت پۀ برخه کښې بلکې د نړيوال کچ اېتهيکل مباحثو کښې هم د ډېر ارزښت وړ دے. د هغۀ دستار نامه چې د شل هنرونو او شل خصلتونو قاعده ده، ټولنې ته يو داسې بشپړه سړے ورکوي کوم چې به ټولنه ليډ کوي – پۀ دې هر څۀ کښې د خوشحال زور پۀ دې خبره دے چې د نا اهلو واکمني د “جاه” پۀ ځاے “چاه” وي او واکمن چې خپله ټوله واکمني هم ورپسې وي، نو پۀ خپله ناپوهۍ ئې د ځان سره يو ژور کوهي ته ور ديکه کړي.
هر احمق چې پۀ دنيا خاوند د جاه شي
نور وتلے ځنې نۀ شي جاه ئې چاه شي
(خټک, ارمغان خوشحال, 2009, پاڼہ 99).
کتابيات
خټک, خ. خ. (2009). ارمغان خوشحال (دريم ایډیشن). (س. ر. رسا, ایډیټر) پېښور: يونيورسټي بک اېجنسي.
خټک, خ. خ. (مۍ 2005). دستار نامه. (پ. ډ. مغموم, ایډیټر) پېښور: يونيورسټي بک اېجنسي.