حضرت باچا خان – لوے خدائي خدمتګار، لوے سياست مدار – شباب مومند

زما لپاره دا د فخر او وياړ خبره ده چې د حضرت باچا خان بابا د عدم تشدد پېرو کار او ادنٰي کارکن يم. دا هم اعزاز ګڼم چې پۀ حضرت باچا خان بابا باندې د څلور دېرشتم تلين پۀ مناسبت سره خپلې يو څو کرښې ستاسو پۀ وړاندې کړم او تاسو سره ئې شريکې کړم ولې چې د حضرت باچاخان بابا ډېر ګڼ اړخونه دي چې څوک ورته پۀ کوم نظر ګوري نو هم پۀ هغه نظر ورته راځي. دلته د باچا خان پۀ اړه د رحمان بابا دا شعر ډېر صادق راځي.

وه هر چاته پۀ خپل شکل څرګندېږم

ائينه غـوندې بې رويه بې ريـا يم!!!!!!

د ټولو نه اول به د پاچا خان بابا د يو استاد پۀ حېث ذکر ضرور وګڼم چې هغۀ د ليک لوست پۀ ذريعه څومر د ګټې کارونه کړي دي او ليک لوست ته ئې څومره دوام ورکړے دے؟ دغه شان باچا خان بابا يو بهترين معمار قوم، بهترين استاد پېژندل شي، چې د هغۀ دا کوشش ؤ چې پښتانۀ پوهه او ځيرک قوم دے خو د علم د ناپوهۍ پۀ وجه پۀ دنيا کښې وروستو پاتې دي. او پۀ شعوري توګه پښتانۀ د تعليم نه ناخبره ساتلي دي، چې دا خبره به باچا خان د مرګ پورې کوله. هغۀ د پښتنو د پاره د ازاد سکولونو پرانسته پۀ دې خاطر کړې وه چې پښتانۀ پوهه شي. د تعليم او د سکول پۀ باره کښې باچاخان بابا پۀ خپل کتاب “زما ژوند او جدوجهد” کښې پۀ اتيايمه صفحه داسې ليکي:

“ما غوښتل چې د پښتنو بچو د تعليم لپاره پۀ ملک کښې د اسلامي مدرسو جوړولو کوشش وکړم او خپل ژوند پۀ دې خدمت کښې تېرکړم. پۀ ۱۹۱۰ کښې ما او مولوي عبدالعزيز يوه مدرسه پۀ اتمانزو کښې جوړه کړه، او د نورو مدرسو د پاره مو د نورو علاقو دورې شروع کړې. د پښتنو توجو مو مدرسو ته کړه او پۀ لږ وخت کښې مو ډېرې مدرسې جوړې کړې”.

(صفحه ۸۱) کښې ليکي چې زۀ لاړم خلق مې راټول کړل، د علم فائدو باره کښې مې ورته خبرې کولې چې دې کښې يو ملا راغے چترالے مولا به ئې ورته وئيل، دۀ سره ټوپک هم ؤ او کتابونه هم ورسره وو، هغۀ وئيل چې زۀ دا تعليم نۀ منم کوم چې عبدالغفار شروع کړے دے ولې چې دا کوم کتابونه مدرسو کښې ښودلے شي نو پۀ هغې کښې دا دي چې(ايک کتا بھونکتا ہے) يعني يو سپے غاپي او بل کتاب کښې ليکلي چې(A big fig) يعنې يو غټ اينځر دا څۀ دي؟ دا علم دے؟

نو باچا خان بابا سره ئې دا خبره وکړه چې زۀ درسره پۀ کتاب فېصله کوم کۀ پۀ ټوپک؟ باچا خان ورته ووئيل چې زۀ د ټوپک کار نۀ کوم او کۀ د ټوپک کار کوې نو زما يو تربور دے، محمد خان نوم ئې دے هغۀ ته د ټوپک نوم واخله چې تۀ څومره سړے يې”.

المختصر چې باچاخان بابا د يو استاد پۀ حېث د خپل قوم د پوهه کولو د پاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي چې لا تر اوسه بعضې پښتانۀ د پردو پۀ خلۀ لکه د چترالي مولا پۀ شان د باچاخان منلو ته تيار نۀ دي. دغه شان د باچاخان د روښانه فکر پۀ وجه چې کله پۀ ٢٠٠٨ کښې د پښتنو حکومت پۀ پښتونخوا کښې راغلو نو هم دغه فکر ته ئې دوام ورکړو او د پښتنو د پاره ئې د کالجونو او د يونيورسټيو جالونه خوارۀ کړل چې پۀ هغه “عبدالولي خان يونيورسټي” او“ باچا خان يونيورسټي” چې پښتانۀ او د پښتنو نه غېر هم پۀ کښې زرګونه محصلين زدکړه کوي او دغه شان هم دا پښتانۀ به د پښتنو د بېدارولو د پاره نور کوششونه هم کوي. هم نن د باچا خان د روښانه فکر سل کلونه پوره کېږي او د هغۀ د فکر ډيوه لا هغه شان دوامداره ده او د هغۀ پېروکارو د هغۀ د فکر مزي کلک نيولي او د منزل پله روان دي. دا خبره ښکاره ده چې د باچاخان او د باچاخان پېروکارو د پښتون قوم دپاره د ګټې سوچ کړے خو بعضې پښتانۀ لا پۀ دې نۀ دي پوهه چې ولې؟

باچا خان يو عالمګير شخصيت ؤ چې هغه يوازې د پښتون د پاره نه بلکې د هر انسان د پاره خېر خوا ؤ خو هغۀ به دا وئيل چې پښتانۀ د نورو قامونو نه د تعليم پۀ مېدان کښې وروستو دي نو اول زما دا ذمه واري ده چې پښتانۀ پوهه کړم.

نو دغه شان باچا خان بابا د ليک لوست پۀ ذريعه هم د پښتنو د بېدارولو کوشش کړے او پۀ خپله ئې هم ليک لوست کړے او زدکړه ئې کړې ده. هغۀ پۀ خپل کتاب “زما ژوند او جدوجهد” کښې پۀ (صفحه ۲۳۲)“ کښې ليکي: “مونږ به پۀ جېل کښې د قران مجيد درس شروع کړو او د سحر مانځۀ نه پس به هم دوه درې ګېنټې د قران شريف تلاوت کښې مشغول وو. څلور کسان وو او مونږه سره څلور قسمه تفسيرونه وو.

زمونږ دغه حال ؤ چې د قران سره او د مطالعې سره مو مينه زياتېده او چې قران به مو ختم کړو نو بيا به مو د سره کړو. د اسلام د تعليم نه خبردار شو، پۀ قران کښې چې څومره پوهه او لطف دے نو زۀ د هغې بيان نۀ شم کولے. د درس نه علاوه اغا صفدر صېب پۀ مختلفو مضمونونو څۀ نوټونه ليکل چې هغه به هم کتل او بيا به مې پۀ خپل نوټ بک کښې ځان سره نقل کول”. دا هغه ضروري خبرې وې چې د باچاخان د کتاب مو تاسو سره شريکې کړې ولې چې د حضرت باچا خان بابا کتاب بار بار کتلو باندې ارزښت لري او هر چاله پکار دي چې د “زما ژوند او جدوجهد“ کتاب واخلي او بار بار ئې ولولي نو دا به د طالب علم پۀ علم کښې د زدکړې سبب وګرځي.

دغه شان باچا خان د پښتون د اواز پورته کولو د پاره لوے د ګټې کار د “پښتون” رسالې پۀ شکل کښې کړے چې دا رساله پۀ نولس سوه اته ويشتم کښې راپۀ دېخوا د پښتون قوم لوے اواز دے. باچا خان بابا پۀ کتاب “زما ژوند او جدوجهد کښې” پۀ صفحه(۲۷۹) کښې ليکي.

“پۀ جېل خانو کښې ما د پښتون قوم پۀ حالاتو پۀ ښۀ شان غور کړے ؤ، زۀ پۀ دې نتيجه ورسېدم چې پۀ دنيا کښې هېڅ قوم بغېر د خپلې ژبې نه ترقي نۀ شي کولے، نو ما اراده وکړه چې ضرور به يوه رساله پۀ پښتو کښې د خپل قوم د پوهولو د پاره جاري کوم او د دې کوشش به هم کوم چې انجمن پۀ خپله ژبه کښې د بچو د پاره د ابتدائي تعليم انتظام وکړي. حقيقت دا دے چې پښتو ژبه کښې هېڅ نۀ وو او نۀ پښتو ژبه د چا ياده وه. پښتانۀ دومره ناپوهه او نادانه وو چې خپله ژبه ورته سپکه ښکارېده او چې د کوم قوم ژبه سپکه شي نو هغه سپک شي. د ډېرو ستونزو نه پس ما پۀ خپله دې کار ته نولس سوه اووه ويشتم کښې ملا وتړله او دا کار مې پۀ خپل لاس کښې واخستو. د اجازت نامې نه پس مې پۀ ۱۹۲۸ کښې د پښتون پۀ نوم يوه رساله پۀ پښتو ژبه کښې د اتمانزو نه جاري کړه. افسوس پۀ دې چې د پښتنو پۀ ژبه کښې نۀ رساله شته او نۀ يو اخبار. دا د پښتو ژبې اولنۍ رساله وه چې د پښتنو پۀ ملک کښې جاري شوه“.

د باچا خان بابا خپله مطالعه هم ډېره زياته وه چې د قران او د تفسير مطالعه کولو سره به ئې ځان د ملکي حالاتو نه هم خبر ساتو نو هغه به د مولانا ابوالکلام اخبار “الهلال“ چې ډېر عالمانه اخبار ؤ چې هر مضمون د علم ډک او د ازادۍ او حريت علمبردار ؤ. بل “زميندار” اخبار د مولانا ظفر علي خان اخبار، بل “مدينه بجنور اخبار” بل د انګرېزۍ اخبار “سول اېنډ ملټري”او دغه شان د باچا خان دا حال ؤ چې هغۀ به د ديني کتابونو هم ډېره زياته مطالعه کوله.

د استاد سره سره باچاخان يو ښۀ سياست دان هم ؤ چې د جنګ ازادۍ نه راپۀ دېخوا د خپل قوم لپاره ډېر تکلېفونه ئې تېر کړي او تقريباً اتۀ دېرش کاله ئې د خپل قوم د ازادۍ د پاره پۀ جېل کښې تېر کړي دي. او کۀ زۀ دا خبره زياته کړم چې باچا خان بابا د سياست يو اکېډيمي وه او تر ټولو زيات ئې پۀ سياسياتو علم او پوهه سره د حکمت لرله، باچا خان سياست د خدمت پۀ توګه کړے او خدمت ئې خپل مرام ګڼلے خو ځنې داسې پښتانۀ هم وو چې د باچا خان خلاف ئې پښتانۀ پۀ غلطه طريقه پوهه کړي او د باچا خان خلاف ئې استعمال کړي او لا تر اوسه د بل پۀ خلۀ د باچا خان پورې د پردو د پاره ملنډې کوي. خو باچا خان کله هم پۀ دغه شان خلقو څۀ پرواه نۀ ده لرلې او خپل سياسي خدمت ئې پۀ مړانه کړے دے. د باچا خان کۀ هر اړخ ته ګورې کۀ خدمت دے او کۀ سياست نو دواړه ئې پۀ فراخه سينه کړي او کله ئې هم ستړے والے نۀ دے محسوس کړے. باچا خان حق ته حق وئيلي او د حق پۀ لار ئې تګ کړے دے. دغه شان د بابا د سياست او د خدمات پۀ اړه د هغۀ پۀ خپل کتاب “زما ژوند او جدو جهد” کښې پۀ صفحه (۱۲۷) کښې ليکي:

“د يورپ جنګ چې ونښتو نو زما پۀ زړۀ کښې دا خيال پېدا شو چې سړے کابل ته لاړ شي او د افغانستان د حکومت پۀ امداد د پېرنګيانو خلاف جدوجهد شروع کړي. دا د اميرالله خان زمانه وه او د افغانستان باره کښې زما دا عقيده وه چې دا يو ازاد او زورور حکومت دے نو کۀ چرې وغواړي نو د پېرنګيانو خلاف زمونږ مرسته کولے شي. زۀ افغانستان ته لاړ نۀ شوم او دا کار پاتې شو. جنګ څلور کاله پس ختم شو. پۀ دې دوران کښې به کله نا کله د پېرنګيانو او ازاد قبائيلو تر مېنځ جنګونه کېدل، خو ټول قبائيل پۀ يو صلاح او منظمه طريقه نۀ وو نو ځکه پېرنګيانو ته نقصان نۀ رسېدو. چې پېرنګيانو به پۀ مومندو حمله وکړه نو وزير مسيد به ورسره مرسته نۀ کوله او مومندو به هغو سره نۀ کوله. پۀ کار خو دا وه چې ټول قبائيل پۀ يو تحريک کښې منظم شوے وے او تربيت ئې ورکړے وے”.

باچا خان بابا پۀ خپل کتاب “زما ژوند او جدوجهد“ کښې د خپل سياست د هلو ځلو پۀ باره کښې پۀ (صفحه ۵۵۶) کښې داسې ليکي:

(د ائېن ساز اسمبلۍ ممبران)

“اوس د دستور سازې ( قانون سازې) اسمبلۍ د پاره د انتخاب مسئله رامخکښې شوه. د هغې پۀ باره کښې دا فېصله وشوه چې د هرې صوبې څومره ممبران پۀ حصه کښې رسي نو هغه به د صوبائي اسمبليو د ممبرانو پۀ ووټ جوړېږي. زمونږ درې ممبران ورسېدل؛ يو زۀ شوم يو مولانا ابوالکلام ازاد مقرر کړو، مسلم ليګ د هندوستان د مسلمانانو دومره ذهنونه بدل کړي وو چې د دۀ پۀ شان باعمله عالم مسلمان او د قربانۍ مړنے سياستدان پۀ ټول هندوستان کښې چا ورله ځاے ورنۀ کړو،

غرض مې دا ؤ چې کۀ مسلم ليګ زما خبره منلے وے نو نۀ به پنجاب تقسيم شوے وے او نۀ به بلوچستان خو څوک چې پۀ مسلم ليګ کښې نۀ وو نو هغوي به ئې د سره مسلمان نۀ ګڼلو”.

( منظم سياسي جدوجهد ــــــــــــ لاهور کښې د کانګرس جلسه)

پۀ کتاب “زما ژوند او جدو جهد” کښې پۀ (صفحه۲۹۵) کښې ليکي “پۀ دسمبر ۱۹۲۹ز کښې پۀ لاهور کښې د کانګرس سالانه اجلاس ؤ او چونکې لاهور صوبه سرحد ته نزدې ؤ نو زۀ او د ازاد سکول هېډ ماسټر جلسې له لاړو چې جلسې پۀ مونږ ښۀ اثر وکړو او چې جينکو او هلکانو د ازادۍ د پاره ملا تړلې وه نو جلسه ختمه شوه او واپس راغلو نو پۀ اتمانزو کښې مو لويه جلسه وکړه. ما پۀ جلسه کښې ووې چې تاسو خو اودۀ يئ او د هندوانو ښځې هم راپاڅېدلې دي او جدوجهد کوي. راپاڅئ ويښ شئ او خپل قوم د غلامۍ نه خلاص کړئ.

باچا خان بابا کله هم دا نۀ دي کړي چې ځان د پاره ګټه او بل د پاره ئې د تاوان سوچ کړے دے نو مونږ هر يو له دا پکار دي چې کۀ مونږ سياست زده کوو يا خدمت نو د باچا خان کتاب زما ژوند او جدوجهد دې لازم ولولي.

باچا خان بابا د قبائيلو سره هم تعلق لرلو چې د هغۀ د کتاب نه دا ښکاره معلومېږي چې هغۀ پۀ خپله هم د قبائيلو دورې کړې دي او خاص کر مومندو سره د پولې د جخت والي پۀ وجه ورسره ډېره تعلق پاتې شوے. دلته د باچا خان بابا کتاب زما ژوند او جدوجهد کښې داسې ليکي.(صفحه ۱۱۹.) “د بونېر نه مومندو ته د حاجي صاحب پۀ تللو او دېره کېدلو مونږ ته يوه فائده وشوه چې مونږ ته رانزدې شو او د حاله ئې زر زر خبرېدلو ځکه چې مومند اکثر دوه کوره لري. يو کور ئې پاس پۀ غرۀ کښې او بل ئې دلته مونږ سره هشتنغر کښې وي. روزانه خلق ځي راځي. او د هغه ځاے د ماتو ګوډو نه مونږ خبروي او زمونږ د ماتو ګوډونه هغوي خبروي. بونېر خو لرې ؤ د خلقو تګ راتګ ورته کم ؤ.“

باچا خان بابا ټول عمر د سياست او خدمت کښې پۀ دې خاطر تېر کړے چې پښتانۀ پوهه شي. باچاخان بابا به وئيل چې پښتانۀ انګرېزانو او پنجابيانو غلط ګائيډ کړي او دوي ته ئې خپل مشر د روپو او د لقبونو پۀ لالچ سپک کړے. هغۀ د پښتون د پوهه کولو لپاره د خپل اخري ژونده پورې کوشش کړے چې پښتانۀ يو شي او يو موټے شي.

باچاخان بابا پۀ خپلو لاسو باندې د کار کولو کښې هېڅ قسمه شرم نۀ دے محسوس کړے او نورو ته ئې هم د دغه خبرې تلقين ورکړے او دا به ئې وئيل چې جناب رسول الله صلي الله واله وسلم هم پۀ خپلو لاسو کار کړے او شرم ئې نۀ دے محسوس کړے.

باچاخان بابا د خپل دور يو لوے مبارز، لوے سياست دان او عظيم رهنما ؤ او دې سره سره هغه يو بهترين استاد هم ؤ. باچا خان د هر چا لپاره يو ښۀ رهنما، ښۀ ليډر کېدے شي چې څوک هم باجاخان بابا د نزدې نه وګوري او هغه مطالعه کړي. کۀ زۀ هر څومره خبرې وکړم نو د باچاخان بابا حق به پوره نۀ کړے شم او نۀ به پوره شي. زما ټول انسانيت ته او خاص کر پښتون ته درخواست دے چې د خپل حقيقي رهبر پۀ لاره روان شي.

(د پښتون د غوره سباون پۀ نامه)