غزل پۀ مومندو کښې (دوېمه برخه) – شباب مومند

څنګه چې ما مخکښې ذکر کړے ؤ چې د مومندو خاوره د شاعرۍ او د غزل پۀ باب له ډېره زرخېزه ده نو کۀ پۀ غور وکتلے شي نو ورځ تر ورځه د مومندو پۀ سیمه ښۀ ښۀ شاعران پېدا کېږي او نن سبا دا ټول اهم کردار مومند ادبي ټولنه د يو اکېډيمۍ پۀ طور کردار لوبوي او ښۀ لیکوالان، شاعران، ادیبان پېدا کوي.او دغه شان مومند ادبي ټولنه خپل کار ته پوره پوره پام لري. هم دې ټولنې دا سې ښۀ غزل ګو شاعران پېدا کړل چې ورسره دیني علوم هم حاصلوي او د دیني علوم سره سره د پښتو پۀ شاعرۍ هم خپله تنده ماتوي او د خپلې ژبې خدمت ته تقویت ورکوي. نو پۀ دې شاعرانو کښې د مفتي رب نواز غزل نوم د هېرولو نۀ دے چې ځان د پاره ئې غزل تخلص هم غوره ګرځولے دے او پۀ غزل لیکلو او وئيلو ځان ته د خلقو پام ئې هم راګرځولے د ے. غزل مومند د يو ښۀ عالم دین سره سره يو ښۀ شاعر ادیب دے چې راروان وخت به غزل مومند د شاعرۍ پۀ زور خپل هنر خلقو ته ښکاره کړي چې د هغۀ شاعري خلق څومره خوښوي او د هغۀ پۀ شاعرۍ کښې څومره زور ښکاري.غزل مومند زیات تر غزل لیکي ولې چې د مومند زیات تر شاعرانو توجو پۀ غزل ورکړې ده نو مونږ د مفتي غزل مومند شاعرۍ نه څو شعرونه ستاسو پۀ وړاندې راوړو خو لا تر اوسه ئې کوم يو کتاب چاپ نشته.

سترګې به جېب ته کړم پۀ لاسو به بيا وګرځمه

زۀ د نازکو پۀ هــــــــــجوم کښې لۀ چا وګرځمه

ښه! پۀ دې شپه دې اوس لۀ کوم اندامه اور واخلمه

زۀ لېونے ســـړے پۀ کومـــه صـــــــــحرا وګرځمه

غزل مومند زما پۀ خيال پۀ ځوانانو شاعرانو کښې ډېر سنجيده شاعر دے چې د هغۀ د شاعرۍ نه دا خبره ښکاره برېښي چې هغه پۀ خپل ملت او پۀ انسانیت مئين شاعر دے.غزل مومند د ځوان کول تکړه زيرک شاعر دے چې هر شعر او غزل ئې پۀ وئيلو او کتلو ارزښت لري. دلته د هغۀ پوره غزل ستاسو پۀ وړاندې د مثال پۀ توګه راوړم.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

کۀ زۀ حســـين يم نو دنيا نېزه نېزه ولې ده؟

زما له ژونده چاته دومـــــــــره الميه ولې ده؟

وئيل ئې ستا دا يوه پښه پلاسـټکي ولې ده ؟

وئيل مې ســتاسو د بارودو کارخانه ولې ده ؟

پۀ يو نظر ولې د ښـــــکلو مـــــزاج وپېژنم؟

زما پۀ ځنې ځنې باب کښې تجربه ولې ده ؟

له بوسې وروسته مې دا سوال ذهن ته ولې راشې؟

ستا پۀ وجود کښې د انګــورو ذائقه ولې ده ؟

کۀ دا رښتيا وي چې زۀ ستا پۀ مينه نۀ پايمه

غــــــــزله ياره نو بيا تاسره مې شپه ولې ده ؟

دلته به زۀ دا خبره زیاته کړم چې د مومندو پۀ خاوره ځوانان شاعران فطري او فکري شاعري دواړه کوي ولې چې د اوسني دور فکري شاعرۍ ته هم ضرورت دے چې شاعر پۀ کښې د خپل وطن حال راڅرګند کړي. او شاعر له هم پکار وي چې د خپل اولس دړدېړلے حال پۀ شعرونو کښې مخې ته راوړي.

دغه شان د مومندو سیمې یو بل ځوان شاعر ګل بشر شيراز چې د پښتو ادب کښې د اېم فل ډګري هم تر لاسه کړې او د شاعرۍ مجموعه“هڅه“ ئې هم چاپ ده چې زیات تره شاعري ئې پۀ غزلونو مشتمله ده. د مثال پۀ طور د غزل نه دا دوه شعرونه انتخاب دي.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

وعده شوه نن خو لاړمه سبا له به راځم

چې څومره لرې وځمه ستا خواله به راځم

هر څوک کۀ ستا لمبه لمبه رخسار یمه سېزلے

پتنګ اتش پرست یمه رڼا له به راځم

دغه شان دلته د یو بل شاعر امتیاز تنها ذکر هم د غزل پۀ حواله ضرور ګڼم چې تر ننه پورې د شاعرۍ ډېره پنګه د قلم پۀ ذریعه ساتلې خو لا کوم یو کتاب ئې چاپ نۀ دے چې د هغۀ د شاعرۍ نه پوره غزل ستاسو پۀ وړاندې دے چې د بابړې شهیدانو ته ئې خپلې پېرزونې وړاندې کړې دي:

زۀ هره ګناه اخلمه ګویان یمه عســـــــــــــکره

ما وسپړه د پښو نه اوېزان یمه عســـــــــــکره

اے ماسره پۀ جېب کښې افغانۍ وې او لونګ وو

تۀ وګوره پۀ کوم کېس کښې چالان یمه عسکره

نه نه زما د چا سره هېڅ قســــــــــــم بدي نشته

قاتل يې هــــــم پۀ تا باندې تاوان یمه عســــکره

زما خو بس هـــــــم دغه مختصر پېژندګلو ده

افغان یمه افغان یمه افغان یمه عســــــــــــکره

زما پۀ کور کښې څۀ دي پۀ بارودو باندې سوے

تالا یمه تالا یمه ویران یمه عســـــــــــــــــکره

هم ستا د توپو شور مې دے تر اوسه پۀ مغزو کښې

زۀ اوس هم ستا د لاسه سرګردان یمه عسکره

ما ټول عمر تنـــــــــها د تشدد مخـــــه نیولې

قایل د فلســــــــــفې د باچاخان يمه عسکره

کۀ وګورو نو پۀ اوسنۍ زمانه کښې د شاعرۍ مېدانونه ګرم دي او پۀ دغه مېدان کښې مومند شاعرانو د شاعرۍ مهار کلک نیولے او د خپل منزل پله روان دي. او د انټرنېټ د سهولت له کبله او کتاب ته د رسائۍ لارې هم ورته کولاو دي او دغه شان ځوانان شاعران پۀ جدید تقاضو پوره شاعري کوي. نو پۀ دې شاعرانو کښې ځوان شاعر فخرِافغان نوم د هېرولو نۀ دے چې نن سبا داسلامیه یونیورسټۍ د اېل اېل بي طالب العلم هم دے او ورسره د پښتو ادب خدمت هم د شعر پۀ ژبه کوي. کۀ زۀ دا ووايم چې فخرِ افغان به راروان وخت کښې ښۀ شاعر ومنلے شي نو دا به غلطه نۀ وي ولې چې د هغه پۀ شعر کښې د ژبې خوږ والے د فصاحت و بلاغت سره سره روانګي هم ښکاره پۀ نظر راځي. د هغۀ پوره غزل ستاسو مخې ته ږدم.

شـــم بــه مـــؤذن د امــن لمــونـځ تــه امـام نـۀ لـرم

مينــه ام‍ــن صــلـح غــواړم بــل څــۀ پېغـام نـۀ لـرم

جنګ پۀ جنګ کښې داسې زۀ د ملا پۀ تير وهـلے يـم

پـرېـوتــم مـــزل څـخـــه و تــوان د بـل ګـام نـۀ لـرم

زۀ پۀ قام مئين يم خو چې دا وطن مې وران غواړي

بيـــا تـــرې مبـــرا يمـــه پــــروا مــې د قــام نـۀ لـرم

بس خو شراب خور ضميـر فـروش د وطـن بـد وائي

دے ضـميــر آزاد زمــا و لاســو کـښــې جـام نـۀ لـرم

فـکـــر مـې څــراغ کــړلـــو رڼــا کــوم روان بــه يــم

سپيـنـــه نـظـريـــه لـــرمــه ډار لـــۀ مـاښـام نـۀ لـرم

دا لـونـګ لـونــګ ښـکـلـي ټـوټـې مـې د ځيـګـر ګڼـم

پــايمـــه پـــۀ مـينـــه ځـکـــه غـــم د طـعـام نـۀ لـرم

حـق تـه بـه حـق وايمـه کـۀ خـلـک خفـه کېږي پـرې

زۀ فـخــرافـغــان دې د چــا زړۀ کښـې مقـام نـۀ لـرم

ولې چې فخر افغان لا هلک دے خو بیا ئې هم شاعرۍ کښې ډېره سنجیدګي ښکاره پۀ نظر راځي او کۀ هغه پۀ خپله شاعرۍ باندې نوره توجو ورکړي نو لا زیاته به بهتره شي ولې چې شاعري تخيل سره سره فکري مطالعه هم ضرور غواړي نو د فخر افغان به دننه بلها ټکي رازرغون شي او د شعر پۀ ژبه به ئې اولس ته ښکاره کړي. د فخر افغان بل کلام هم ستاسو پۀ وړاندې دے…

ستا د وادۀ پۀ شپه د زړۀ نه مې ټپې کولې

خپل مړ ارمان ته تر سحره مې نوحې کولې

هغه موسی شوم اوس پۀ در دې خېراتونه غواړم

هاغه موسی وم چې پۀ سپېن به مې حملې کولې

زما لمونځونه به سېوا د سجدو څخه وي

ما پۀ يو اوداسۀ څو څو جنازې کولې

دلته د مينې او د حق پلويان نۀ دي پاتې

منصور پۀ دار ختو دې خلکو تماشې کولې

ما عبادت او مينه دواړه پۀ يو تار به پېرل

د زلفو تار کښې او خالونو مې تسبې کولې

مونږه د مينې نشه کړې تر قيامته مست يو

څو لېونيو نن د بنګ انګور نشې کولې

پس لۀ خطا توبه مزه فخر افغانه لري

ښکلے مې ښکل کړو بيا مې ټوله شپه توبې کولې

دلته د یو بل صاحب کتاب اجملي خان ارماني ذکر کوم ولې چې د هغۀ دوه د شاعرۍ کتابونه“ د صباون د رڼا زېرے شومه“ او بل کتاب “امن پۀ لمبو کښې“هم چاپ دي چې د هغۀ د کتاب نه دا دوه شعرونه د مثال پۀ طور راوړم:

کۀ د نقاب نه دې سپينه خولۀ غنچه را اوځي

دا به زما د ارمانونو نتيجه را اوځي

لکه شبنم وهلے ګل د پسرلي د موسم

چې د ګودر پۀ غاړه سمه شي لمده را اوځي

دغه شان د مومندو پۀ سیمه حبیب سېد همدرد هم د هېرېدولو نۀ دے ولې چې د مومند ادبي ټولنې پۀ بانيانو کښې شمېر کېدلے شي او د مومند ادبي ټولنې لۀ خوا ئې کتاب هم چاپ دے نو د هغۀ د کتاب “احساسات “نه څۀ شعرونه د مثال پۀ طور وړاندې کوم:

پۀ نظر کښې کۀ د خلقو خوار خراب یم

ګنج د عشق چې پۀ زړۀ لرم نواب یم

درد وغم پکښې موندے شي نور څۀ نۀ وي

فکر وړے زۀ د مینې پۀ دې باب یم

مونږ پۀ مومندو کښې د غزل پۀ حواله تر خپله وسه هڅه وکړه چې د مومندو پۀ سیمه هغه شاعران ادیبان کوم چې د پښتو ادب خدمت بې لالچه کوي او پښتو ادب ته دوام ورکوي نو بیا د اولس سره سره پښتو کلچر ډېپارټمنټ او ورسره حکومت د “ادبی ټولنو“ سره مالی مرسته وکړي او د پښتو ادب ته ئې چمتو کړي. ولې چې شاعر خپل ګېډې د پاره او بچو پاللو سره سره د خپلې ژبې خدمت هم کوي او دغه خدمت او هلې ځلې د خوشحال خان نه تر اوسه پورې جاري ساتلې دي. خپلې خبرې د ریاض تسنیم پۀ دې شعر راټولوم

زیان مو لېدۀ خو بيا مو هم دا عاشقي کوله

خلقو پېسې ګټلې مونږه شاعري کوله

د پښتو او پښتون د غوره سباون پۀ نوم.