باچاخان او د امير امان الله خان پۀ خپلو کښې تعلقات؛ يوه تاريخي جايزه – ډاکټر سيدوقارعلي شاه کاکاخېل

د جلال اباد خاوره څومره بختوره ده چې د پښتنو د ازادۍ د مبارزې دوه ستوري پۀ کښې پراتۀ دي. تر کال ١٩٨٨ پورې دې خاورې امان الله خان ته ځاے ورکړے ؤ، ولې د ٢٢ جنوري کال ١٩٨٨ نه را پۀ دېخوا دا ځمکه اوس پۀ دې ډېر وياړ کوي چې پۀ کښې باچاخان هم پروت دے. د پښتنو د ازادۍ د جنګ دا دوه لارښودان پۀ يو بل ډېر زيات مئين وو. امان الله خان چې تر څو ژوندے ؤ، د باچاخان سره ئې تعلق لرلو. دا تعلق ډېر زوړ ؤ او باچاخان هم د امان الله خان سره د خپلې مينې ثبوت پۀ داسې شان ورکړو چې څومره ستائنه ئې وشي، هغه به کمه وي. باچاخان چې کله هم د پاکستان نه افغانستان ته تللے دے هغه د کابل نه زيات پۀ جلال اباد کښې خوشحاله ؤ. زما پۀ خيال د دې دوه وجوهات وو. يو خو لکه څۀ رنګه چې وليکلے شو هغه دلته د امان الله خان سره نزدې وو او بل دا چې دلته هغه ته د خپلو پښتنو مشرانو او کشرانو سره پۀ رابطو ساتلو کښې اساني وه.

پۀ دې خپل ليک کښې به د امان الله خان سره د باچاخان د تعلق د تفصيلاتو سره سره د هغه واقعاتو يوه جايزه اخلم د کومو پۀ سبب چې امان الله خان مليانو کافر کړو او د خپل وطن پۀ پرېښودو ئې مجبور کړو. هسې خو پۀ دې ډېر څۀ ليکلے شوي دي خو زما ماخذونه به زيات د “پښتون” رسالې هغه مضمونونه وي، کوم چې پۀ دې وخت کښې چاپ شوي وو. د کوزو پښتنو نۀ صرف دا چې د افغانستان پۀ سياسي حالاتو يو ژور نظر ؤ، بلکې دوي د هغې د اثراتو نه ډېر زيات اثر اخستے دے. د افغانستان د شخړې پۀ باره کښې د دې ځاے د خلکو څۀ تاثرات وو، کوم چې پۀ “پښتون” کښې چاپ شوي دي. د هغې پۀ رڼا کښې به د دې ځاے د خلکو د خپلو بره پښتنو وروڼو سره د کمک او مرستې څۀ کارونه چې کړي دي هغه به هم ورکوم. د افغانستان پۀ باره کښې د باچاخان پۀ خيالاتو او پۀ دې لړ کښې چې هغۀ کوم کوششونه کړي دي، د هغې به هم جايزه اخستې کېږي.

امان الله خان پښتنو خپل يو مثالي باچا ګڼلو. هغه د خپل شهزاده توب د زمانې راسې دلته پۀ کوزو پښتنو کښې د برطانوي امپيرياليزم پۀ ضد شهرت لرلو. د کال ١٩١٥ د ستمبر پۀ مياشت کښې چې کوم ترکيان او جرمنيان کابل ته راغلي وو او د هندوستان ځينې انقلابيان هم ورسره وو، د هغوي دا مقصد ؤ چې دا وخت پېرنګے پۀ يورپ کښې پۀ رانجو ګېر دے او دا ډېره ښۀ موقعه ده چې دلته د هغې پۀ ضد جهاد اعلان وشي او افغانستان د ترکي او جرمني سره ملګرے شي، ولې امير حبيب الله خان چې د امان الله خان پلار ؤ، هغه د پېرنګي ملګرے ؤ. هغۀ دا نۀ غوښتل چې د پېرنګي پۀ مقابله کښې ودرېږي نو هغه وخت راسې امان الله خان پۀ څرګنده د پېرنګي غندنه کوله او غالباً چې دا د هغۀ د مشهورتيا يو ډېر غټ سبب ؤ. هغه به پۀ دې ډېر زيات خفه ؤ چې مونږ ولې د پېرنګي پۀ غلامۍ کښې يو. دلته دا خبره يقيناً کول غواړم چې دکال ١٨٧٩ د ګندمک د لوظنامې د لاندې د افغانستان خارجه پاليسي د پېرنګي پۀ لاس کښې وه. پۀ کال ١٨٨٠ کښې د امان الله خان نيکۀ امير عبدالرحمان او بيا د هغۀ د مرګ نه پس امير حبيب الله دا خبره منلې ګڼلې وه خو امان الله خان دا نۀ شوه زغملې چې ټول عمر دې افغانستان د پېرنګي پۀ خوښه چلېږي. ځکه خو چې کله امان الله خان د پلار د مرګ نه پس د باچايۍ واګې پۀ لاس کښې واخستې نو د ټولو نه اول ئې دې ته پاملرنه وکړه چې پۀ هره طريقه چې وي خپل وطن ته هغه بائيللے د عزت مقام بيا پېدا کړي. هغۀ د برطانيې حکومت ضد د جهاد اعلان وکړو. دا جنګ چې د تاريخ پۀ پاڼو کښې د درېم اېنګلو افغان جنګ پۀ نوم يادېږي، د مۍ کال ١٩١٩ پۀ مياشت کښې وشو. جنګ د تاوان پۀ لحاظ دومره زيات نقصاني نۀ ؤ، ولې اثرات ئې ډېر ولرل. هم د دې پۀ پاې کښې افغانستان خپله ازادي واخسته او پۀ باقاعده ډول پۀ راولپنډۍ کښې پۀ ٢ اګست کال ١٩١٩ کښې يوه لوظنامه وشوه چې پۀ کښې حکومت هند او پېرنګي دواړو د افغانستان خپلواکي ومنله.(١) يقيناً چې امان الله خان خپل لوظ ترسره کړو او د افغانستان بائيللے عزت ئې دوباره پۀ ځاے کړو.

کوزه پښتونخوا کښې د امان الله خان پۀ حق کښې خلکو خپلو کښې ډېرې جرګې مرکې وکړې. اپريدو، شينوارو او مومندو خو د افغانستان پۀ حق کښې د پېرنګي خلاف وسله پورته کړه. هم دې ګټې د امان الله خان مقام نور هم وچت کړو او ټولو پښتنو هغۀ ته پۀ ډېره درنه سترګه کتل شروع کړل او د غازي لقب ئې هم ورکړو. هندوستان کښې کال ١٩١٩ د نور ډېر اړي ګړي لپاره هم ډېر يادولے شي. د پنجاب پۀ امرتسر نومي ښار کښې پېرنګي پۀ اپرېل کښې ډېر بې ګناه خلک ووژل. جهاني جنګ خلاص شو. د دې جنګ پۀ دوران کښې د هندوستان خلکو د جرمني پۀ ضد د پېرنګي کمک او مرسته کړې وه. دوي پۀ طمعه وو چې د جنګ پۀ خاتمه به ورته د برطانيې حکومت څۀ انعام ورکوي. هغه “انعام” ورته د رولټ اېکټ پۀ شکل کښې ورکړے شو. د دې خلاف هم پۀ هندوستان کښې قام پرستو تحريک شروع کړو. د هندوستان مسلمانان او ځنې هندوان هم ورسره شول. هم پۀ دې کال کښې د ترکو پۀ مرسته کښې يو منظم تحريک د خلافت د تحريک پۀ نوم شروع کړو، خو کاميابه پۀ کښې نۀ شو. هم دې ورځو کښې د هندوستان ځنې علماؤ چې پۀ کښې مولانا ابوالکلام ازاد او مولانا عبدالباري پېرنګي محل لکهنؤ شامل وو. د هندوستان پرېښودو فتوې ورکړې. د دوي پۀ خيال پۀ هندوستان کښې اسلام ته خطره پېښه ده. دې لپاره اوس مسلمانانو ته د دې وطن نه هجرت کول پکار دي خو کله چې امير امان الله خان د هندوستان د دې حالاتو نه خبر شو او بيا پۀ تېره تېره د علماؤ د فتوو ورته هم پته ولګېده نو هغۀ د هندوستان مسلمانانو ته بلنه ورکړه چې د دوي سره به افغانستان هر قسم کمک او ملاتړ کوي خو يو ځل دې دوي د دې تورې کرښې نه را پورې وځي.

پۀ ډېر ګڼ شمېر کښې مسلمانانو هجرت وکړو. د يوې اندازې مطابق د دوي شمېر د شپېتو زرو نه اوړېدلے ؤ.(٢)

 د هجرت پۀ دې تحريک کښې د پښتونخوا ډېر قام پرست افغانستان ته لاړل. پۀ دوي کښې باچاخان هم شامل ؤ. هغۀ د خپل هجرت تفصيلات پۀ خپل ژوند ليک کښې ليکلي دي او وائي چې څنګه هغه پۀ وړومبي ځل د امان الله خان سره متعارف شو او هغۀ دا وليده چې پۀ افغانستان کښې چې پۀ بهرنۍ نړۍ کښې د پښتنو د وطن پۀ حېث پېژندلے کېږي، د پښتو پۀ ځاے فارسۍ (دري) ته ډېره توجه ورکړلې شوه. باچاخان د امان الله خان نه دا غوښتنه وکړه چې د افغانستان پېژندګلو پۀ پښتو ده نو دا يقيناً ډېره بده خبره ده چې پښتو دې هسې پۀ نوم د افغانستان سرکاري ژبه وي او حکومت ورته هغه ځاے ور نۀ کړي د کومې چې دا حقداره ده.(٣)

هجرت ناکامه شو. دا ځان له يو لوے داستان دے چې د ناکامۍ وجوهات ئې څۀ وو. باچاخان او د هغۀ ځنې ملګري واپس وطن ته راغلل. هغه لوے لوے ملايان او عالمان چې د هجرت د پاره ئې ډېرې اوږدې فتوې ورکړې وې، دوي کښې هېڅوک د خپل قرار ژوند قربانۍ ورکولو ته تيار نۀ شو او پۀ زرګونو خلکو خپل مال او دولت قربان کړل. دا نور څۀ نه بلکې پښتانۀ وو. نقصانونه ئې ډېر وموندل خو د هجرت د ناکامې تجربې نه ئې دا سبق واخستو چې دوي ته پکار دي چې خپل ځان منظم کړي او پۀ نورو قومونو دومره زيات انحصار او دارومدار نۀ کوي.

امان الله خان د کوزو پښتنو سره ډېره زياته مينه لرله. دوي هم هغه خپل يو زړۀ پورې مشر ګڼلو، کله چې هغۀ اراده وکړه چې د افغانستان نه يو مثالي مملکت جوړ کړي او د نړۍ د نورو هېوادونو سره ئې سيال کړي نو د دې وطن پښتانۀ به د خوشحالۍ نه پۀ جامو کښې نۀ ځائيدل. دومره پۀ افغانستان مئين وو چې تۀ به وائي ګنې دوي د ترقۍ پۀ سفر روان شوي دي.

د دوي پۀ خيال د امان الله خان روښانفکري، د قامولۍ مينه او د رجعت پسندۍ نه کرکه او د هغۀ پۀ جار د برطانوي امپيرياليزم غندنه د هغۀ دښمنان هم سېوا کړل او دا حقيقت هم ؤ چې پېرنګي د استقلال پۀ جګړه کښې خپله بې عزتي هېڅ کله نه هېروله. دوي هېڅ داسې موقعه د لاسه ورکولو ته تيار نۀ وو چې امان الله خان ته پرې نقصان ورسوي.

باچاخان او د هغۀ ملګرو چې کله “پښتون” رساله جاري کړه، چې رساله کښې به ئې د افغانستان متعلق ډېر څۀ چاپ کول نو دوي پۀ دې پوهېدل چې د افغانستان ترقي هم د پښتنو ترقي ده. بيا دا هم وه چې دوي هم د امان الله خان نه طمعه لرله چې کېدے شي چې د دوي د ازادۍ پۀ لاره کښې هغه د دوي سره کمک وکړي. نو ځکه خو دا هر څۀ پۀ پېرنګي بد لګېدل او هغوي امان الله خان د خپلو سترګو ازغے ګڼلو. د امان الله خان د اصلاحاتو چې تفصيلات ئې دلته نۀ شي ورکړے دے، پۀ مخالفت کښې پېرنګيان د ټولو نه وړاندې وو. بلخوا “پښتون” کښې وخت پۀ وخت د امان الله د اصلاحاتو پۀ مرسته کښې مضمونونه چاپ شوي دي. دلته به د هغۀ د يورپ د سفر چې د دسمبر کال ١٩٢٧ نه واخله تر جولايي ١٩٢٨ پورې ئې کړے دے، پۀ هغې د هغۀ د مخالفينو څۀ رايه وه او دلته باچاخان او د هغۀ نورو خدائي خدمتګارو پرې څۀ تاثرات لرل. د هغې به يو لنډ شان جاج اخلم. د دې سره سره د هغۀ د افغانستان تخت پرېښودل او د هندوستان پۀ لاره اټلي ته د تللو تفصيلات چې ورکښې پۀ څۀ نا څۀ حواله خدائي خدمتګار او باچاخان راځي، هغه هم ورکول غواړم. د دې ليکلو لپاره ما د “پښتون” رسالې نه زيات مدد اخستے دے. د هغې مضمونونو ذکر هم کول غواړم، کوم چې دې دوران کښې پۀ “پښتون” کښې چاپ شوي دي.

د “پښتون” پۀ وړومبنۍ ګڼه کښې د پېښور د مشن کالج يو طالب علم د عبدالمجيد افغاني مضمون” د افغانستان ملکه او د يورپ لباس” د سر خط لاندې چاپ شوے ؤ. پۀ دې اوږد مضمون کښې ليکوال د امان الله خان د يورپ د دورې تفصيلات بيانوي او د هغه عزت او درناوي ذکر کوي چې کوم د يورپ باچاهانو امان الله خان ته ورکړے ؤ. ليکوال وائي چې د امان الله خان د ازادۍ سره مينه او د خپلې خاورې عزت دۀ ته پۀ نړۍ کښې هغه مقام ورکړو چې د افغانستان د نورو باچاهانو پۀ خوب او خاطر کښې هم نۀ شو راتلے. امان الله خان هم دا ثابته کړه چې د هغۀ قام پښتون جاهل او وحشي نۀ دے، پۀ دې پېرنګي دې بهر ملکونو کښې پېژندلے دے. بلکې د دنيا د نورو مهذبو قامونو پۀ شان د دنيا پۀ ژوند او ژواک پوهېږي.

عبدالمجيد ليکي چې “زمونږ بادشاه يورپ پۀ خوب کښې هم نۀ ؤ ليدلے، مګر کوم وخت چې هغه د يورپ ځمکې ته ورسېدو هم هغه وخت نۀ دے مشرقي بادشاه ؤ نۀ هغه امير ؤ چې يو څو ورځې وړاندې د مومندو پۀ جرګه کښې ولاړ ؤ، خبرې ئې کولې او يو خوارکي مومند ورته ووئيل “امير صېب بل چا له هم وار ورکوئ کۀ نۀ؟ ډېر مۀ ګړېږه چې زۀ هم خبره وکړم” او دۀ ورته ووې” ډېره ښۀ ده نۀ به ګړېږم”. بلکې دلته داسې معلومېده چې دے هم د يورپ بادشاه دے او هم پۀ دې اب و هوا کښې پېدا شوے لوے شوے دے او دومره خوددار معلومېږي لکه چې تمام يورپ د دۀ زېر فرمان دے. دا ټول سفر د دۀ پۀ خلاصېدو دے. د يورپ تمام متعصب اخبارات پۀ دې انتظار کښې دي چې کله به د امير صېب نه څۀ غلطي کېږي او دوي به پرې اعتراض کوي او سپک به ئې کړي. مګر هېڅ عېب ورته ښکاره کېږي نۀ. د هغۀ پۀ خوددارۍ کښې څۀ عېب نۀ مومي نۀ پۀ لباس کښې نۀ پۀ خبرو کښې څۀ نقصان او نۀ د يورپ د تهذيب نه خلاف څۀ کمے شته. نۀ د هغو کارخانو د دنيا د تباهۍ سامان دريابي بېړې پۀ دۀ باندې دهشت پېدا شۀ. تمام يورپ حېران دے چې دا څۀ رنګه سړے راغلے دے.(٤)

د ملکه ثريا پۀ هکله ليکي چې “هم دا رنګ د افغانستان ملکې چې کوم وخت د مغرب پۀ ځمکه قدم ايښے دے. دا نۀ معلومېږي چې دا هغه مادر وطن ده چې د کابل پۀ کوڅو کښې به پۀ جينکو پسې ګرځېده او پۀ يو څو ورځو کښې ئې اتۀ (٨) سوه جينکۍ پۀ مدرسه کښې داخلې کړې او د هغوي د تعليم انتظام ئې وکړو. بلکې داسې معلومېږي چې د يورپ يوه ملکه ده او تمام عمر ئې پۀ يورپ کښې تېر کړے دے. نۀ د يورپ قومونه د هغې پۀ وضع اعتراض کولے شي، نۀ پۀ ګفتګو باندې. نۀ پۀ لباس باندې او نۀ د هغې پۀ شاهانه خوددارۍ باندې. د يورپ تمامې ملکې د هغې هرې ادا ته ګوري او حېرانېږي چې د کابل پۀ غرونو کښې دې څرنګ دا تهذيب زده کړے دے او تمامه تبديلي د شاه افغانستان پۀ حکم او اجازت سره ده.

هغۀ ته دا معلومه ده چې دا ټول تصويرونه به افغانستان او هندوستان ته ځي. هغۀ ته خپل قومي غېرت معلوم دے، هغۀ ته دا هم معلومه ده چې پښتون ته پۀ ښځه څومره غېرت ورځي. هغه د دې نه هم خبر دے چې دښمنان به پۀ دې بهانه پۀ افغانستان کښې د فساد پېدا کولو کوشش کوي او د هغو خلکو د پاره چې د زمانې د رنګ نه نااشنا دي دا يو لوے سند دے. دا هر څۀ غازي امان الله خان ته معلوم دي مګر بيا هم دے هېڅ پروا نۀ لري”.(٥)

ليکوال دا هم وائي چې دا کومه پرده چې دلته پۀ هندوستان کښې رائجه ده او د کومې مطابق چې ملکه ثريا “بې پردګي” کوي دا نۀ خو پۀ اسلام کښې شته او نۀ پۀ پښتو کښې. ليکي چې:

“د کوم قام چې د ګلونو پۀ شان جينکۍ غرونو ته ځي او پۀ خپلو سرونو لرګي راوړي، پۀ شاړو مېرو کښې لوونه کوي، د جنګ پۀ مېدان کښې پۀ مخکښې روانې وي او خاوندانو د دوي پۀ اوږه باندې ټوپکونه ايښي وي، دښمن ولي او دوي پۀ سرو لمبو کښې ولاړې وي. د داسې قام ملکه به څۀ پرده وکړي، نۀ ورلره پرده کول مناسب دي”(٦)

پۀ دې مضمون باندې هم پۀ دې ګڼه کښې يو خدائي خدمتګار ميا احمدشاه د خپلې رايې اظهار داسې کړے دے:

“د ګونګوسې نه داسې معلومېږي چې د بعضو روح مړو، ړوند زړو خلکو پۀ سترګو کښې د افغانستان ازادي او ترقي غړېږي او دا خيرن مخ کوشش کوي چې پۀ څۀ چل سره زمونږ د سر ګل، زمونږ د زړۀ ارام، زمونږ د حجرې مشر، زمونږ د کنډک شپون، زمونږ د محفل شمع غازي شاه امان الله خان پۀ خلکو کښې بدنام کړي. پۀ خپله خو مو دا ايمان دے چې عزت د دۀ کېږي او د خوشحالۍ نه مونږ باغ باغ کېږو”(٧)

پۀ جولايۍ کښې امان الله خان د يورپ د دورې نه واپس راغلو. هم د جولايۍ کال ١٩٢٨ پۀ ګڼه کښې د ميا احمدشاه يو بل مضمون “د افغانستان ملکه او بادشاه ته هرکلے” د سر خط لاند چاپ شو. ليکوال د امان الله خان د دورې ستائنه کوي او ليکي چې د دې برکته پښتانۀ هم لکه د نورو قومونو پۀ خارجي هېوادونو کښې پۀ ښۀ شان وپېژندلے شو. ولې د دې سره سره امان الله خان ته خبردارے هم ورکوي چې:

“اګر کۀ مشرق هم نن ورځې د ترقۍ مېدان ته راکوز شوے دے، ولې لا پۀ خړپوسو دے. کوشش کوي چې ډېر زر ګرځېدۀ او د منډو شي. پښتانۀ هم پۀ ننګيالۍ او سيالۍ شوي دي. دا سيالي ئې مبارک شه. خو ګورې د سردارۍ تاج ستا پۀ سر دے، هسې نۀ چې قدم دې خطا نۀ شي او دا خپلې قام قبيلې درته بلا نۀ شي او دا غېرتمند ننګيالے قام د چا د خندا نۀ شي”(٨)

ميا احمدشاه، امان الله خان ته خبردارے ورکوي چې پۀ هره طريقه چې وي ځان او خپل هېواد دې د جنګ نه وساتي، ځکه چې جنګونه د ځان سره تباهي او بربادي راوړي، ليکي چې:

” جنګ پۀ حقيقت کښې يو ډېر لوے مصيبت دے. کله کاروبار ګډوډ شي، اګر کۀ نن ورځ داسې ډېر مهذب قومونه شته چې جنګ ئې خپل کسب ګرځولے دے، ولې چې د بل بربادي د ځان وداني ګڼي، لېکن دا انصاف ته قريبه خبره نۀ ده. پۀ خپلو خپلو نصيبونو صبرېدل باعث د ارام او د امن ګرځي. پاتې شو افغانستان تر ډېرو کلونو پورې افغانستان له پۀ څۀ جنګ کښې حصه اخستل پۀ کار نۀ دي، کۀ چرې پۀ جنګ کولو باندې مجبور نۀ کړے شي. ولې چې مجبوري لويه بلا ده. بېشکه د ژرندې پلونه د افغانستان نه يو خوا او بل خوا پراتۀ دي او اوازه ده چې پۀ ګرځېدو دي. هسې نه چې افغانستان دل نۀ کړي، ولې چې افغانستان ته امن امان پۀ کار دے. اول د کور وداني ده چې رښتيني ځوانمردي ده. د هر ممکن کوشش نه کار اخستل پۀ کار دي چې د ملک مالي حالت ښۀ شي او پس د هغې نه چې څومره کېدے شي پۀ پوځي او تعليمي کارونو باندې د حد نه زياتې روپۍ خرڅ کول پۀ کار دي”(٩)

هم پۀ دې ګڼه کښې هغه سپاسنامه هم ورکړې شوې ده کوم چې پۀ لندن (انګلستان) کښې پښتنو طالب علمانو بادشاه ته تياره کړې وه خو پۀ څۀ وجه امان الله خان ته پۀ موقعه پېش نه کړې شوه. د ستړي مۀ شي نه پس ليکي:” چې هم ستاسو پۀ سعې اوکوشش سره پښتون قام نن ورځ پۀ دنيا کښې لکه د نمر هسې ښکاره شۀ. مونږ د سرحد پښتنو کښې هم د يو نوي ژوندون روح پېداشو. ستاسو قومي او ملي کوششو نه دې همېشه کامياب وي.

مونږ د سرحد پښتانۀ اګر کۀ پۀ ظاهره بېل ښکارو، ولې زمونږ او زمونږ د نورو وروڼو خواه کۀ هغه پۀ افغانستان کښې دي يا پۀ علاقه غېر کښې د ټولو زړونه يو تر بله سره ګنډلي دي. ظاهري بېلتون مونږ نۀ شي بېلولے. نسل، قوميت، ژبه، عادتونه، خويونه زمونږ د ټولو يو دي. بېشکه نن ورځ تاسو ازاد يئ. مونږ درته ګورو او زهيرېږو، ولې بيا هم پۀ (لا تقنطو من رحمة الله) باندې پوره پوره ايمان لرو. نن که پۀ مونږ غم دے دا به تېر شي”. دوي دا هم زياته کړه چې:

” بل زمونږ دا عرض دے چې د قوميت بنياد پۀ غېر متزلزله عصبيت ايښودل پکار دي او دا دواړه د يو صحيح قومي تعليم چې هم د قام پۀ خپله ژبه کښې وي پۀ موجودګۍ کښې به وجود کښې راتلے شي. پښتنو له پۀ خپله ژبه کښې تعليم ورکول پکار دي. د هرې ژبې ترقي د هغې پۀ ويونکيو باندې موقوف وي. دابه څۀ رنګ ښۀ وي چې د پښتو طرف ته دې خاص توجه ورکړے شي. دلته پۀ انګلستان کښې او پۀ نورو مغربي ملکونو کښې خپلې خپلې ژبې رائجې دي. علم او هنر او اخبارات او رسالې کۀ پۀ قومي ژبه کښې جاري دي. کۀ اسانتيا پۀ کور پېدا شي نو به ډېره ښۀ وي”.(١٠)

لکه چې ليکلے شوي دې پېرنګيانو پۀ هېڅ وجه خپله هغه بې عزتي نۀ هېروله کومه چې هغوي د امان الله خان د لاسه پۀ کال ١٩١٩ کښې ليدلې وه. هغوي هېڅ داسې موقعه د لاسه ورکول نۀ غوښتل چې امان الله خان ته پرې نقصان ورسوي. کله چې پېرنګي دا وليدل چې پۀ خارجي دنيا کښې خو هم د امان الله خان ډېر زيات عزت پېدا شو نو نور هم پرې اور ولګېدو. د امان الله خان پۀ ضد ئې د “دين ستنه” (ملايان) ترلاسه کړل او پۀ ډېره منظمه طريقه ئې د امان الله پۀ ضد کار شروع کړو.

د اګست کال ١٩٢٨ پۀ “پښتون” کښې يو مضمون د “شاه افغانستان پۀ خلاف سازش، د پېرنګيانو د شر نه ډک کارونه” د سر خط لاندې چاپ شو. پۀ دې مضمون کښې امان الله خان ته خبردارے ورکړلے شوے دے چې ځان د پېرنګي د سازشونو نه بچ ساته، ځکه چې هغوي لګيا دي ستا خلاف د خپلو ” تنخواه خورو مليانو” پۀ ذريعه ” پۀ خلکو کښې د شر او فساد پېدا کولو کوشش کوي. دا د دين ستنې مليان د دې ناوړه کار د پوره کولو د پاره د بادشاه د ښځې ملکه ثريا هغه څېرې چې کومې هغې پۀ ولايتي جامو کښې ايستلې دي پۀ خلکو کښې خوروي او دا رنګ خلک ترې نه اړوي. اګر کۀ دا خبره تر اوسه پورې هسې مشهوره وه، ولې اوس رښتيا شوه او دا پټه خبره څرګنده شوه چې پېرنګيانو پۀ پېسو باندې مليان ساتلي دي او دا مليان د دين پۀ جامو کښې د پېرنګيانو د پاره د افغانستان د مسلمان بادشاه پۀ خلاف دا خبره خوروي چې د بادشاه اراده ده چې د افغانستان ټوله ځمکه او جماعتونه د خلکو نه واخلي او د ټول قام ملکيت ئې کړي او بله دا چې پۀ مدرسو کښې د مذهبي تعليم پۀ ځاے څۀ بل تعليم شروع کړے شي”. (١١)

د نومبر کال ١٩٢٩ پۀ “پښتون” کښې د باچاخان مضمون “د عربستان بې تاج بادشاه پۀ افغانستان کښې” سر خط لاندې چاپ شوے دے. پۀ دې مضمون کښې باچاخان د بمبۍ د يو انګرېزۍ ورځپاڼې “ټايمز اف انډيا” پۀ حواله خبر ورکوي (دا خبر دې اخبار پۀ ٢٨ اکتوبر چاپ کړے دے) چې کرنل لارنس چې عربو ورته د ډېرې مينې نه د خپل “بې تاج بادشاه” خطاب ورکړے دے او چا چې د ترکو پۀ ضد عرب راپورته کړي وو او پۀ کاميابۍ سره ئې دا بغاوت ترسره رسولے ؤ،  اوس پۀ افغانستان کښې د انګرېزانو د پاره د افغانانو د ژوند د مطالعې کولو لپاره دېره دے. د دې نه علاوه د هغۀ د کار يوه اهمه برخه دا هم ده چې وګوري چې امان الله خان د يورپ نه پۀ واپسۍ کوم اصلاحات پۀ افغانستان کښې نافذ کوي او د دې پۀ خلکو څۀ اثرات پرېوځي. باچاخان وائي چې:

” مونږ ته د کرنل لارنس يا د “بې تاج شاه لارنس” ناپاک کارونه او کارنامې معلومې دي. خداے دې خېر کړي چې زمونږ خوش اعتقاده او ساده پښتانۀ وروڼه به ئې کوم کوم ځنې د ځان نه زيرک جوړ کړے وي او خپل مطلب به وباسي” (١٢)

د “پښتون” د دسمبر کال ١٩٢٨ پۀ ګڼه کښې ميا احمدشاه د “افغانستان” د سر خط لاندې يو اوږد مضمون چاپ کړے دے. ليکوال د غازي امان الله ستاينه کوي او ليکي چې د امان الله خان پۀ برکت نن پښتانۀ د نړۍ پۀ ګوټ ګوټ کښې وپېژندلے شو، ليکي چې دا نن ورځې چې پۀ امان الله خان کوم تورونه لګي چې هغه جوماتونه ورانوي او د ښځو د پردې خلاف دے، دا هر څۀ ځکه چې هغه د افغانستان ترقي او پرمختګ غواړي. بس هغۀ د شينوارو نه ماليه وغوښته، کوم چې هغوي د تېرو څو کالو راهسې نۀ ورکوي نو پۀ دې کښې څۀ بده خبره ده. د دې ماليې د غوښتلو سره سم پۀ هغۀ باندې د کافر ملحد او بې دين تورونه ولګېدل. ولې پۀ نورو ملکونو کښې خلک ماليه نۀ ورکوي څۀ. ليکي چې “غېر غماز” ته هم ډېره ښه موقعه پۀ لاس ورغلې ده، کوشش کوي چې د بادشاه امان الله خان ټول کوششونه چې د قام د پاره پۀ ډېر اخلاص او نېک نيتۍ سره کوي تباه او برباد شي. زۀ وايم کۀ چرې پښتانۀ د امان الله خان غوندې مخلص بادشاه د لاندې ترقي ونۀ کړي نو بيا هېچرې څۀ اميد کېدے نۀ شي” (١٣)

 ليکوال د هغې خلکو او پۀ خاصه توګه د هغه ملايانو ډېره سخته غندنه کوي، کوم چې د امان الله خان پۀ ضد ولاړ دي او وائي چې:

” پاتې شو مليان- تر اوسه پورې چې پۀ غرۀ او سمه دا ټول پښتانۀ بغېر د څۀ پردې نه بهر ګرځي راګرځي او خپل کاروبار کوي نو مليان دوي ته نۀ وائي چې تاسو پرده ولې نۀ کوئ؟ زۀ تپوس کوم چې د ملا صېب د کور خلک ولې پرده نۀ کوي”(١٤)

او دا چې “لور پۀ لور جوارۍ، زنا، قتل، لارې شوکېدل، د دروغو ګواهۍ کول جاري دي. مليان چرې هم پۀ دې بدو خلکو پسې شوي دي او يا ئې د يو بدکار سړي جنازه پرېښې ده؟ د دروغو ګواهي پسې چا ملا تړلې ده؟ د مخبرۍ پۀ کار کښې څوک وړاندې وړاندې دي؟ ما ته پۀ خپله معلومه ده چې کوم مليان ډېر ډېر پېش دي هغه ټول مخبران دي باقاعده تنخواه ګانې خوري” (١٥)

 ليکوال د امان الله خان د تقريرونو نه اقتباسات راخيستي دي او دا ثابتول غواړي چې امان الله خان د خپل قام او وطن ښېګړه غواړي. هغه پۀ بيا بيا دا وېنا کوي چې “اے پښتنو وروڼو! راغونډ شئ او د خپل وطن دې ودانۍ ته ملا کلکه وتړۍ، زۀ ستاسو ورور يم، څۀ خدمت چې پۀ ما اچوئ هغې ته تيار يم خو ګورئ چې د چا پۀ لمسه پسې لاړ نۀ شئ، ګنې نو بيا به ارمان کوئ او وخت به تېر وي” (١٦)

پۀ دې ورځو کښې د امان الله خان خلاف بغاوت شروع شو. پۀ “پښتون” کښې داسې مضمونونه چاپ کېدل شروع شو چې خلکو ته نصيحت وکړي چې د خپل وطن پۀ بربادۍ کښې برخه مۀ اخلئ. د دې سره سره دوي د امان الله خان د نوي اصلاحاتو ستائينه شروع کړه. د “پښتون” دا خيال ؤ چې خلکو ته دا ووائي چې امان الله خان دا کارونه د ذاتي ښېګړې د پاره نۀ دي کړي، بلکې د افغان اولس او د خپل وطن د پرمختګ لپاره ئې کړي دي.

ميا جعفر شاه د جنوري کال نولس سوه نهه ويشت (١٩٢٩) پۀ ګڼه کښې يو مضمون “پۀ افغانستان کښې د تعليمي ترقۍ دور” د سر خط لاندې چاپ کړو. پۀ دې اوږد مضمون کښې ليکوال د امان الله خان پۀ وخت کښې د افغانستان د تعليمي ترقۍ تفصيلات بيانوي او ليکي چې:

” اوس لکه چې د اعلي حضرت دا خيال دے چې تعليم جبري شي نو کۀ عمل پرې شروع شي نو توقع دا ده چې د افغانستان به د سلو نه سل تعليميافته يعنې ټول خلک به ليکونکي او لوستونکي شي او پۀ مخکښې لس کاله کښې افغان قام به پۀ مقابله د هندوستاني قام چې يو نيم سل کاله د دې تش پۀ نوم تهذيب دعوېدار او د علم علمبردار حکومت د لاندې اوسېدلے دے، ډېر زيات ترقي وکړي، پۀ شرط د دې کۀ د دښمنانو د شېطانۍ او د جبر نه بچ پاتې شو”(١٧)

هم پۀ دې ګڼه کښې د راحت زاخېلي مضمون “د شينوارو غوبل او د سپين مخو مراد بل” پۀ نوم چاپ شوے دے. پۀ دې مضمون کښې ښاغلے ليکوال د مشرق د مسلمانانو پۀ ساده توب او د دوي د دښمن پۀ مکارتوب رڼا اچوي، ليکي چې:

” له پېړيو راهسې د مغرب د سپين مخو قامونو يو ټولي د اسلامي ملکونو د بربادولو دپاره ملاتړلې ده او دې مار پۀ دنيا کښې پۀ ډېرو دروغو باندې د مسلمانانو دښمنان پېدا کوي او زياتوي. دې خوا د مشرق بې علم وهميان پۀ رسمونو، رواجونو کښې بوخت او وېشلي قامونه پۀ دې دروغو داسې يقين کوي او داسې د دښمنانو مراد ترسره کوي چې هغو ته لا خوند ورکوي، ځکه ورځ تر ورځ د دې دروغو مزے اوږدوي او اوږد ئې کړ”(١٨)

ليکوال دا هم وائي چې ځيني يورپي قامونه چې اول ئې رنګ پۀ رنګ ترکيان بدنام کړل اوس ئې د افغانستان د بدنامۍ لپاره بډې راښکلې دي، دوي خپل پوره کوشش کوي چې څنګه چې هم وي چې پۀ څۀ طريقه د افغانستان د ترقۍ او پرمختګ مخنيوے وکړي، وائي چې:

“د افغانستان پۀ باب کله دا شتۍ ويشتے شي چې درې انجڼان ئې راغوښتي دي، پۀ هغې کښې به مړي سوزوي، کله وائي چې سيکانو او مسلمانانو نه ئې پۀ زور ږيرې او سرونه وخرئيل، کله وائي چې ښځې ئې بهر ته وويستې، کله وائي چې ټولو ته ئې د پېرنګيانو ټوپۍ پۀ سرکړي دي، کله وائي مليان ئې توپو کښې والوزول او کله وائي جماعتونه ئې وران کړل. د مسلمانانو پۀ عقل هم کاڼے پرېوتے دے چې پۀ دې خبرو باور کوي. شکيان خلک خو به دا وائي چې هسې څوک چا پسې خبرې نۀ کوي، څۀ تور سپين خو به وي، ولې زۀ وايم چې کومه خولۀ پۀ دروغو عادته وي، د هغې رښتيا سره څۀ دي؟. پښتو کښې متل دے چې”رښتيا راځي نو دروغو کلي وران کړي وي، ولې اوس دا متل هم جوړ د پښتنو نه هېر دے”(١٩)

راحت زاخېلي پۀ دې ډېر حېران دے چې کله هم چې پۀ افغانستان کښې داسې قسم اور لګي نو “هغه پۀ داسې سيمه کښې لګي چې د هندوستان سرحد ته نزدې پرتې دي. د افغانستان پۀ بادشاهۍ کښې چرته بلې ډډې ته هيچرې داسې اړے ګړے جوړ نۀ شو چې خلک پرې مجلسونه ګرم کړي. دا انتظامي خبرې هر څومره چې جاري شي نو د قندهار، هرات، ترکستان او د کابل خلک ئې پۀ چپه خولۀ مني، لېکن د سوېل ډډې خلک چې د هندوستان د سرحد نه پورې اوسېږي دوي پۀ هغه خبرو ياغيان شي. دې خرابو کارونو د لرې کولو او ښو کارونو شروع کولو باندې ټول افغانستان کښې هېڅوک څۀ نۀ وائي خو کۀ مرچکے لګي نو د هغه ګېرچاپېر شنوارو باندې چې د سرحد نه پورې راپورې پراتۀ دي؟ هر سړي نه خپل عقل تپوس کوي چې اے پۀ ټول افغانستان کښې نور هېڅ چرته مليان زبرګان او پۀ دين باندې مئين خلک نشته خو بس کۀ د دين دنيا ټېکېداران دي نو دا د سرحد کرښې خواؤ شا خلک دي چې د هندوستان وږم وروسي؟ چې دې خبرو ته بنده وګوري نو سمدستي ئې دا شک پۀ زړۀ کښې پرېوځي چې د مغرب او مشرق خبره جوړ پېښه ده او پۀ دې غاړه باندې ضرور داسې پيلاتيان شته دي چې هغوي تل پۀ دې فکر او سودا کښې لګيا دي کوششونه کوي چې د خلکو زړونه خپل بادشاه نه وټکوي. دا لوې وړې خبرې چې بنده ځان ته مخکښې کړي او فکر پۀ کښې وکړي چې اے دا کوم قامونه چې تل خپل بادشاه پسې ټوپک را اخلي د هندوستان سرحد ته نزدې پراتۀ دي او هغه قامونو سره ئې تلۀ راتلۀ دي چې کوم د هندوستان لکۍ پورې نښتي دي نو خامخا به دا خيال د هغۀ مغزو کښې وګرځي چې خداے مې دې غاړه نۀ نيسي، دا قامونه پورته کول او همېشه ئې پۀ خپل بادشاه وراچول د غېر غماز لمسون دے”(٢٠)

ليکوال پۀ دې باندې هم د حېرانتيا اظهار کوي چې کله هم داسې غوبل راپاڅي نو دا د پښتنو د سيمې نۀ وي. وائي چې هر چا ته پکار دي چې خپل دوست دشمن وپېژني او نېک خواه او بدخواه بېل کړي، ځکه چې امان الله خان هم دا غواړي چې پښتانۀ د هر چا د سيالۍ شوے.

پۀ افغانستان کښې حالت ورځ پۀ ورځ خرابېدو، د پېرنګي پۀ لمبه چې د امان الله خان پۀ ضد کوم غوبل شروع شوے ؤ، هغه پۀ زياتېدو ؤ. امان الله خان ته خپلو صلاح کارانو پۀ څو څو ځله دا رايې ورکړه چې د خپل پوځ د استعمالېدو دا موقعه ده. پکار ده چې دا بغاوت دې پۀ زور ختم کړے شي. ولې امان الله خان د خپل ځان او د تخت د پاره د پښتنو د وينو تويولو نه انکار وکړو. هغۀ به هر وخت هم دا وئيل چې زما قام ډېر ناپوهه دے. دا هر څۀ چې کوي د دشمن پۀ لمسه ئې کوي. اخر پۀ جنوري کال نولس سوه نهه ويشت(١٩٢٩) کښې امان الله خان د کابل تخت پرېښو، خپله لاړو پۀ قندهار کښې استوګن شو. پۀ کابل د يو شوکمار د سقاؤ د زوي باچاهي شوه.

د امان الله خان پۀ تخت پرېښودو پۀ پښتونخوا کښې يوه غوغا جوړه شوه. د انجمن اصلاح الافاغنه غړي د باچاخان پۀ مشرۍ کښې پۀ څو څو واره راغونډ شول او پۀ داسې طور طريقه ئې بحث وکړو چې پۀ دې سخت وخت کښې د امان الله خان سره پۀ کومه طريقه مرسته وکړو، ځکه چې دې خلکو دا ګڼله چې د پښتنو باچاهي ګډه وډه شوله.

د فروري کال نولس سوه نهه ويشت(١٩٢٩) پۀ ګڼه کښې د پښتونخوا د يو لوے ولي حضرت کاکاصاحب اولاد له خپله خوا يو مضمون “د افغانستان پښتنو ته د کاکاخېلو سوال او زاري” پۀ نوم چاپ کړو. د کاکا صاحب اولاد چې پۀ کاکاخېلو بللے شي، هغوي خپلو مريدانو ته چې پۀ کښې اپريدي، اورکزي، مومند، شينواري، خوګياڼي، وزير، محسود او اتمان خېل شامل وو دوي ته ئې سوال او زاري وکړه چې د امان الله خان مرسته وکړي او “پۀ خپل کور کښې خپل ځانونه پۀ خپله مۀ وژنئ او دا خپل کور پۀ خپل لاس مۀ تالا کوئ او پۀ خپل لاس د خپل ملک باچاهي اغيارو ته مۀ ورکوئ او ټول پۀ اتفاق خواږۀ وروڼه شئ.

“دوېم دا سوال کوو چې مونږ خپل شرعي تحقيق پۀ ښۀ شان سره کړے دے او دې نتيجې ته رسېدلي يو چې غازي امان الله خان ډېر ښۀ مسلمان دے او د اسلام د پاره او د ټولو پښتنو د پاره، بلکې د ټولو اېشيائي قامونو د پاره د دۀ پۀ شان بهتر او اوالعزم انسان مونږ پۀ موجوده زمانه کښې بل نۀ وينو. د ټولو پښتنو د اتحاد او ترقۍ د پاره او د ټولو مسلمانانو د اتحاد او ترقۍ د پاره او د ټولو اېشيائي قامونو د اتحاد او ترقۍ د پاره غازي امان الله خان ملا تړلې ده او د خپل قام او د اسلام او د مشرق د خدمت د پاره ئې خپل ځان او مال وقف کړے دے. د دې د پاره مونږ کاکاخېل ټولو مسلمانانو ته او پۀ خاصه توګه ټولو پښتنو ته او د کاکاصاحب رحمة الله علېه مريدانو ته پۀ خاصه توګه اپرېدو ته، اورکزو، مومندو، شينوارو، خوګياڼو، وزيرو، محسودو او اتمان خېلو او نورو قامونو دا کاغذ د جرګې پۀ توګه ورلېږو، هر چا ته چې دا کاغذ ورسېږي نو هغوي دې داسې وګڼي چې د کاکا صاحب ټول نمسي راغلي دي او زما پۀ در او زما پۀ کوڅه کښې ناست دي او دا سوال رانه کوي چې پاڅئ او ملا وتړئ او تر هغې پورې پۀ قلار مۀ کښېنئ چې تر څو پورې مو غازي امان الله خان بيا د کابل پۀ تخت نۀ وي کښېنولے”(٢١)

هم پۀ دې ګڼه کښې د انجمن اصلاح الافاغنه د هغې سمدستي جلسې هم تفصيلات ورکړے شوي دي، کوم چې پۀ درويشتمه جنورۍ کال نولس سوه نهه ويشت(٢٣ جنوري ١٩٢٩) پۀ اتمانزو کښې وشوه. پۀ دې موقعه دا تجويزونه پاس شو.

١. ” د مصلحتي مجلس دا جلسه پۀ حېثيت د اسلام او د قام د برطانيې حکومت ته دا صلاح ورکوي چې هغه د دې انګتې نه بالکل غېر جانبدار وي او د هندوستان حکومت ته هم دا خبردارے ورکوي چې دې خبره کښې مداخلت کول ټولو مسلمانانو ته او بيا پۀ تېره تېره د پښتنو قامونو ته يو قسم چېلنج دے چې پۀ دې خبره به د برطانيې او د پښتنو پۀ راشه درشه کښې خامخا د فرق پېدا کېدو وېره وي او د دې ټوله ذمه واري به د سرکار پۀ سر وي.

د مصلحتي مجلس دا جلسه د افغانستان هغه مشرانو، مليانو او پيرانو او نورو دښمنانو ته چې د افغانستان د بربادۍ سبب دي، د کرکې پۀ سترګه ګوري…”(٢٢)

پۀ دې ورځو کښې امان الله خان پۀ قندهار کښې ؤ، د انجمن غړو دا فېصله وکړه چې پۀ دې سخت وخت کښې د امان الله خان د مرستې د پاره يو طبي وفد هلته لېږل پکار دي. د دې وفد مشري د باچاخان مشر ورور ډاکټر خان صېب ته ور پۀ غاړه کړې شوه. د هغۀ سره د مرستې لپاره پنځۀ دېرش (٣٥) نور کسان چې اکثريت پکښې د ځوانانو ؤ وټاکلے شو چې پکښې څۀ ډاکټران وو او نور د هغوي د مرستې لپاره خلک وو. عبدالغني خان د باچاخان مشر زوے پۀ دې ورځو کښې پۀ جامعه مليه ډيلي کښې سبق وئيلو، باچاخان هغه هم را وغوښتلو او ورته ئې ووئيل چې د مشن سره لاړ شي او پۀ دې سخته کښې د افغانستان د خلکو مرسته وکړئ. پېرنګيانو طبي وفد ته اجازت ور نۀ کړو، هغوي د انجمن غړو ته ووئيل چې حکومت به دوي هله پرېږدي چې کله دوي سره د امان الله خان بلنه شامله وي. باچاخان او ميا جعفر شاه صېب ته دا ذمه واري ورپغاړه کړې شوه چې دوي دې لاړ شي او د قندهار نه دې د امير صېب نه بلنه راواخلي. دوي دواړو پوره وس وکړو، ولې حکومت دوي بلوچستان ته هم ورننوتو ته نۀ پرېښودل. د دې ټول تفصيلات پۀ “پښتون” کښې وخت پۀ وخت چاپ شوي دي.

د مارچ کال نولس سوه نهه ويشت (١٩٢٩) پۀ ګڼه کښې د ميا احمدشاه يو اوږد مضمون د “غازي بادشاه امان الله خان اسلام او کفر” د سرخط لاندې چاپ شو، ښاغلي ليکوال پۀ جار جار دا وېنا وکړه:

” خداے خرڅوونکيو، رسول خرڅوونکيو، دين او ايمان خرڅوونکيو خپل ازاد وطن عزت، حيا او پښتو خروڅونکيو د اسلام پۀ جامه کښې د دين د دښمنانو پۀ لمسون او وېنا سره يو مومن مسلمان بادشاه امان الله خان ته د کفر نسبت وکړو. غرض ئې دا ؤ چې عام ناپوهه خلک د هغۀ نه وګرځي او بدمعاشانو او دښمنانو ته د ازاد افغانستان د بربادولو موقعه پۀ لاس ورشي. هم هغه شان وشوه. ولې چې ورځ د قيامت شي او خداے پاک کل مخلوقات د حساپ د پاره راؤبلي او زمونږ رسول الله صلى الله علېه وسلم قران پۀ ترخ کښې د خداے پاک پۀ مخکښې حاضر شي نو پۀ هغه لوے مېدان د حساب کښې پۀ حقه سره خداے منونکے، رسول الله(ص) باندې قربانېدونکے او د خپل وطن پۀ خاوره باندې د خپل بال بچ سره ځارېدونکے بادشاه امان الله خان به د خلکو نه راجدا شي او پۀ لوے اواز سره به کلمه طيبه درسته کړي او بيا د زړۀ د درده به يوه کريکه وباسي او د هغو ټاس پۀ سرو، ګز ږيرو، زرتسبيحو، د مکر قبا پوشو مليانو ګرېوان ته به لاس واچوي او خداے پاک ته به ئې پېش کړي او پۀ ژړا به شي چې اے لويه خدايه دا هغه عزت ورکي، ملک خرڅوونکي، قام شرموونکي خلک دي چې د يو څو روپو د پاره ئې پۀ ما باندې د کفر فتوي ورکړې ده او حال دا ؤ چې ما ستا رسول، ستا قران، ستا کعبه پۀ حقه سره منل او خپل عمر مې ستاسو د يو لوے مخلوق د پاره چې پښتانۀ بللے شو وقف کړے ؤ او خپل سرو مال مې ترې نه ځارولے. مکارو د کفارو پۀ لمسون سره پۀ ما باندې د دروغو تورونه پورې کړل او خپل ازاد وطن ئې لوټې لوټې کړو”(٢٣)

وړاندې زياتوي چې “يو خوا بادشاه امان الله خان ؤ چې د پښتنو د ترقۍ لپاره ئې مدرسې، کارخانې، سړکونه، ابادۍ شروع کړې وې او خپل قام ته ئې پۀ حکومت کښې واک او اختيار ورکړے ؤ او قام ته ئې پۀ لوے اواز سره بلنه کوله چې راشئ چې دا خپل وطن پۀ جمع سره سمبال کړو. پۀ افغانستان کښې بادشاه پۀ خپله خلک رابلي او ورته وائي چې راځئ چې د وطن د ساتنې او ترقۍ د پاره ښې ښې لارې را وباسو، بلخوا يو بدمعاش، لوچه، جوارګر، بنګي، چرسي، غل ډاکو سړے لکه بچه سقاؤ(د مشکي زوي) چې د پېښور نه د بدمعاشو پۀ سبب د پوليس د وېرې نه تښتېدلے دے، د افغانستان د ازادۍ دښمنانو پۀ کابل کښې کښېنولے دے او پۀ ټول جهان کښې ئې پښتانۀ رسوا کړل او کوم ظلمونه چې هغه پۀ ښځو او سړو کوي، هغه هر چاته معلوم دي. د نېکو پاکو مومنانو، مسلمانانو ښځو سره پۀ جار باندې او د هغه پۀ حکم سره بد عملي کېږي او عام مسلمان قتلېږي او بيا هم دغې شيطان ته دا ګز ږيري، تور زړي پيران او مليان مسلمان وائي او تعريف ئې کوي او د بادشاه امان الله خان پۀ ځاے ئې کښېنولے دے. اصله خبره دا ده چې روپو د مليانو د بچه سقاؤ،د شينوارو او د خوګياڼو سترګې ړندې کړې دي او د سپي مچان ترې نه جوړ شوي دي”(٢٤)

د اپرېل کال نولس سوه نهه ويشت (١٩٢٩) پۀ پښتون کښې د باچاخان دا مضمون چاپ شو: “د افغانستان د بغاوت پۀ هکله دنيا څۀ وائي، روس، فرانس او نور ملکونه پۀ چا ملامتيا وائي، ايا د کرنل لارنس(د يو پېرنګي نوم دے) پۀ دې کښې لاس شته؟” پۀ دې اوږد مضمون کښې باچاخان د ولايت او د نور يورپ د ځنې اخبارونو نه خبرونه ورکړي دي او دا ثابتوي چې د افغانستان پۀ بغاوت کښې د رسوايې زمانه کرنل لارنس لاس شته. لارنس د ترکانو پۀ ضد د عربو پورته کولو نه پس افغانستان ته رالېږلے شوے ؤ او پۀ “صوبه سرحد کښې پۀ يو خاص کار باندې مقرر ؤ”. باچاخان ليکي چې برطانيه دا کوششونه پۀ بيا بيا کوي چې پۀ افغانستان کښې يو ځلې بيا د انګرېزانو هغه زوړ اثر و رسوخ پېدا شي، کوم چې پۀ کال نولس سوه نولس (١٩١٩) کښې امان الله ختم کړے ؤ، ځکه چې حکومت برطانيه هم دا غواړي چې د هندوستان پۀ ګاونډ کښې دې خلک کمزوري او د هغوي تابعدار وي.(٢٥)

هم پۀ دې ګڼه کښې د باچاخان بل مضمون”د جليل ملا چيټۍ: د هک دک کېدو خبرې” پۀ نوم چاپ شوے دے. باچاخان وائي چې دا هغۀ د مولانا ظفرعلي خان د اخبار”زميندار” نه ترجمه کړے دے. دا ملا جليل چې پۀ اخونزاده هم مشهور ؤ، د هډي مولوي صېب پۀ خپلوۍ کښې راتلو، د شور بازار ملا د کشر ورور پۀ لاس ئې بېعت کړے ؤ، ليکي چې ” د دې نه زما مطلب دا نۀ دے چې ټول پېران او مليان بدنام کړم، زما خو اوس هم پۀ ځنې مليانو او زبرګانو داسې عقيده ده چې د هغو پۀ اشارت اور ته دانګم، ولې له داسې بد ذاته او کم اصلو مليانو او زبرګانو نه مې کرکه وشوه چې د خپلو نفسونو غټولو لپاره پۀ قام او ملک کښې تربګنۍ اچوي. د شر فساد اور تازه کوي. د پښتنو بادشاهي ټوکړې ټوکړې کوي او د افغانستان دښمنانو سره يارانې ساتي. نو د داسې زبرګانو لۀ ټګۍ برګۍ نه مسلمان بچ کول زۀ خپل فرض ګڼم” ملا جليل پۀ خپله دې چيټۍ کښې د خپل يو بل “پيربهايي” کرم علي شاه ذکر کړے دے چا چې لکه د دۀ د کشر حضرت شور بازار نه لاسنيوه کړې ده. وائي چې دا “کرم علي شاه پۀ شکل څېره بدلولو کښې ډېر بد دے چې ساعت کښې ئې ګورې نو ښۀ پرهېزګار عالم به وي، د تسپو لوے ګړيال به ئې لاس کښې وي او د زبرګۍ او د کرامتونو خبرې به کوي، پۀ ساعت کښې به ئې ږيره او برېت سره د وريځو ټول خرئيلي وي او د بهنګو کوتک به ئې پۀ اوږه ايښے وي او د قلندرۍ خبرې به کوي. ماښام به د کاټياواړ پۀ جامه کښې د وړوکي حضرت صېب پۀ شېخانو کښې ناست وي، ذکر به کوي. ماسخوتن به د يو پښتون ملا پۀ جامه کښې پۀ لمانځۀ ولاړ وي. سحر به ئې بله نمونه جوړه کړې وي. لنډه دا چې پۀ څېره بدلولو کښې داسې مړنے دے چې د امکان خبره نه ده” وړاندې بيانوي چې د حضرت صېب پۀ وېنا دوي افغانستان ته لاړل. د سرحد پۀ اکثرو چاؤڼيو کښې وګرځېدو او بيا ازادې سيمې ته واؤړېدل. وړومبے دوي لاړل د شينوارو ملک ته چې د شوربازار د ملا ډېر اخلاص مند مريدان وو. شينوارو د دوي ډېره درنه مېلمستيا وکړه، کرم علي شاه دلته خپل دوه کرامتونه وښودل: پنځۀ ويشت د پاسه اووۀ سوه (٧٢٥) ولايتي ټوپکې او شپږ د پاسه سل (١٠٦) بکسونه د کارتوسو د يو غار نه د شينوارو ملک بيا وموندل. بله دا چې څو زره د سرو زرو اشرفۍ د جمات نه بهر ځمکه وکنستې شوه او د شينوارو ملک ته ورکړلې شوې. پۀ دې باندې کرم علي شاه ډېر زيات مشهور شو او د خپلو “کراماتو” پۀ سبب پۀ ياغستان کښې بې تکليفه ګرځېدو.

دې چې به هر چرته لاړو د ملايانو پۀ مجلس کښې به شامل شو او د ملکه ثريا د تصوير قيصه به ئې را واچوله او د خلکو پۀ غم و غصه کښې به ئې اضافه وکړه. ملا جليل دا هم ليکي چې دوي کوه دامان ته هم لاړو او د بچه سقاؤ سره ئې ملاقات وکړو او هلته ئې د “جاهلو ملايانو” نه د امان الله خان خلاف قسم قسم فتوې واخستې.(٢٦)

هم پۀ دې ګڼه کښې د مولوي جليل الرحمان يو مضمون “د افغانستان اور” د سرخط لاندې چاپ شوے دے. ليکي چې:

“د غېر قامونو نمک حلالو غلامانو، شاباس ستاسو منډې ترړې، ستاسو تقريرونه، تحريرونه، ستاسو محنت سختۍ مېوه راؤړه، مبارک شه، مبارک شه، دغه دے افغانستان وران شو، خزانې لوټ شوې، مېګزينونه تالا والا، تباه او برباد شو، بنګلې قلاګانې ورانې شوې، بادشاه بې کوره شو، جرنېلان او کرنېلان در پۀ در شو، د زړو او وړو ځيګرونه څيري شو، ځمکه د ماشومانو پۀ وينو سره شوه، ښځې کونډې شولې، واړۀ يتيمان شو، پرده پوشې زنانه بې حرمته شوې، واه! د دې نه زياته فتح ستاسو کله کېدے شي”(٢٧)

د مۍ کال نولس سوه نهه ويشت (١٩٢٩) پۀ “پښتون” کښې د امان لله خان له خوا د ځنې اعتراضونو چې پۀ هغۀ باندې شوي دي، د دې ځواب داسې ورکوي:

” دا خو د دښمن ټولې بانې او چالاکۍ دي چې زما ساده قام له ئې پۀ دې دوکه ورکړه او خپل ملک ئې پرې باندې تباه او برباد کړو او د دښمن زړۀ ئې يخ کړو.(٢٨)

باچاخان هم د خپل قام نه دا غوښتنه کوي چې: “اے زما پښتنو وروڼو! دا څۀ الزامات او فتوې چې پۀ غازي امان الله خان باندې لګېدلې دي، د دې څۀ حقيقت نشته دے او دروغ دي. د خداے د پاره دوست او دښمن وپېژنئ او د الله پۀ خاطر نور خپل ملک د خود غرضو او نفس پرستو خلکو پۀ لمسه مۀ ورانوئ”(٢٩)

د جون کال نولس سوه نهه ويشت (١٩٢٩) پۀ ګڼه کښې د باچاخان د خوا ليکلې شوې “اداريه” دا ده:

” د ټول پښتون قام صرف يو بادشاه دے او هغه غازي امان الله خان دے، زمونږ فرض دي چې د هغۀ د فايدې او بهبود حفاظت مونږه داسې وکړو، لکه چې څرنګ چې د خپل سکه ورور کوو. د خداے د پاره لږ خو نورو قامونو ته وګورئ چې هغوي څرنګ د خپل بادشاه پۀ وېنا باندې ځان، مال، ځامن ا و خپلوان قربانوي. د هر قام د اتفاق د يووالي او د منظم کېدو دپاره دا ضروري ده چې د هغې قام سړي د خپل مشر او بادشاه، جونګړه خپله جونګړه او د هغۀ تکليف خپل تکليف وګڼي او هېڅ چرې داسې خبره ونۀ کړي چې د هغې پۀ وجه د قام پۀ يوه ډله او بله ډله کښې فساد، دښمني او جنګ وشي”(٣٠)

هم پۀ دې ګڼه کښې د “طبي وفد او پښتانۀ” د سر خط لاندې د باچاخان يو بل مضمون هم چاپ شوے دے چې پۀ کښې پۀ تفصيل سره هغه حالات بيانوي، کوم چې دوي ته د طبي وفد پۀ لېږلو کښې ورپېښ شوي دي. دا هم ليکي چې حکومت پۀ هېڅ حال کښې دوي ته د قندهار د تلو اجازت ورکولو ته تيار نۀ دے او نۀ دا غواړي چې دوي د کابل او خواؤ شاؤ سيمو ځپلي شوي خلکو سره څۀ مرسته او کومک وکړي. دا هم زياتوي چې د هغۀ د معلوماتو مطابق بادشاه ته چې کله دا معلومه شوه چې قامونه خپلو کښې پۀ جنګ شوي دي او د دې بنيادي سبب هغه دے نو فوراً ئې اراده وکړه چې د تخت نه کوز شي، ځکه چې هسې نه د هغې د پاره پښتانۀ پۀ خپلو کښې د يو بل وينې توې کړي.(٣١).

د “پښتون” د جولايي کال نولس سوه نهه ويشت (١٩٢٩) پۀ ګڼه کښې باچاخان د امان الله خان سره د خپل ملاقات تفصيلات ورکړي دي، ليکي چې د ملګرو پۀ وېنا بمبۍ ته لاړم او امان الله خان سره مې د بمبۍ پۀ تاج هوټل کښې ملاقات وکړو. باچاخان ترې نه پۀ دې موقعه دا تپوس وکړو چې تاسو ولې جنګ نۀ کوئ؟ امان الله خان ورته پۀ ځواب کښې ووئيل چې “ګوره اصل کښې بادشاه خو يو څوکيدار وي او د دې حق خلکو ته حاصل ؤ کۀ ما ته؟ ايا دا به ښۀ وي چې د يو کلي څوکيدار کوتک راواخلي او پۀ زور خلکو ته وائي چې ما خپل څوکيدار يا کښې کړئ، کۀ چرې د خلکو د رضا برخلاف زور جايز وي نو بيا ما له هم پکار وو چې جنګ مې کړے وے”(٣٢)

پۀ دې موقعه باچاخان امان الله خان ته ووئيل:”نن پۀ افغانستان کښې خانه جنګي ده، پۀ کار دي چې هلته ستاسو د پاره تبليغ وشي او ستاسو خوبۍ خلکو ته وښودلے شي چې خلک بيا ستاسو طرف ته رجوع وکړي”. د دې پۀ ځواب کښې ئې دا ووې:

” بس زما کار ختم شو. ما لس کاله د دې قام خدمت وکړو. پۀ دې لس کاله کښې ما پۀ وخت ډوډۍ نۀ ده خوړلې، د سحر نه مې ماښام پورې کار کړے دے. د خپلې ښځې، ځامنو نه خبر نۀ وم. د شپې به بيا هم د دې قام پۀ فکر کښې وم چې دوي څنګه ترقي وکړي. د دې پۀ صله کښې زۀ قام قاديانے او کافر کړم. زۀ خپل ځان د پاره هېڅ قسمه پروپېګنډه او تبليغ نۀ غواړم، نۀ چاته وايم چې زما د پاره دې وکړي، زۀ تا ته رښتيا وايم چې د هغې بادشاهۍ نه اوس ډېر پۀ ارام يم. زمينداري به کوم او خپله ګوزاره به کوم. خداے رازق دے”(٢٣)

د اګست کال نولس سوه نهه ويشت (١٩٢٩) پۀ ګڼه کښې د باچاخان مضمون” واه پښتونه!” د سر خط لاندې چاپ کړو، پۀ دې مضمون کښې باچاخان پښتنو ته قسم قسم غېرتونه ورکوي او ورته وائي د چا پۀ لمسه مو دا څۀ وکړل. د امان الله خان غوندې پۀ قام مئين بادشاه مو وطن پرېښودو باندې مجبور کړو. دښمن خطا کړئ او تاسو هم دې طرفته هېڅ فکر ونۀ کړو چې د دۀ نه پس به ستاسو څۀ حال وي، ليکي:

” اے پښتنو! لږ خو فکر وکړئ، مونږ به د لږ ساعت دپاره فرض کړو چې امان الله خان خراب ؤ، د دې د پاره د هغه برخلاف پۀ افغانستان کښې جنګ شروع شو لېکن اوس خو دوه مياشتې وشوې هغه خراب سړے د افغانستان نه بهر شو او افغانستان خو ئې خلکو ته پرېښودو نو بيا ولې کور پۀ کور جنګ دے….؟

” سړو چې مونږ به تاسو ته نعرې وهلې چې ګورئ دوي د دښمن پۀ لمسه د پښتون قام تباهي کوي او د هغۀ وطن بربادوي نو تاسو به پۀ کښې شک او شبې کولې، اوس خو هېڅ شک او شبه پاتې نۀ شوه.

“د خداے د پاره اے پښتنو وروڼو! سترګې وغړوئ، تباه شوئ، برباد شوئ، دښمن ستاسو د تخت پۀ ورکېدو پسې دے او ستاسو پۀ تخت د ماشکي زوي چې هغه پښتون نۀ دے، کښېنوي، ستاسو بادشاه ورکوي، ستاسو د يو ځاے جمع کېدو ځاے ورانوي، ستاسو د دماغو نه د بادشاهۍ خيال وباسي، تاسو نا اميده کوي، لکه څنګه چې نن ورځې زمونږ ډېر خلک ماته مايوسه او نا امېده معلومېږي. مايوسي د بې همته خلکو کار دے، پاڅئ د الله پاک او د هغۀ د پاک رسول (ص) پۀ خاطر د خپل قام د خدمت د پاره پۀ اتفاق سره او پۀ جمع سره ملا وتړئ، ذاتيات او پرې جنبې پرېږدئ، د چا نه چې پۀ مال کېږي، هغه دې پۀ مال او د چا نه چې پۀ ځان کېږي، هغه دې پۀ ځان صرفه ونۀ کړي، تر هغې وخته پورې يو پښتون له ارام کول نۀ دي پکار تر کومه وخته پورې چې مونږ دا خپل تخت، دا خپله بادشاهي واپس د ماشکي د زوي نه اخستې نۀ ده او پۀ هغې مو يو پښتون نۀ دے کښېنولے.

“او کۀ دې وخت کښې مو څۀ قدرې ځان او مال ته وکتل اومستي مو وکړه نو امېد نشته چې زمونږ هستي د دنيا پۀ مخ پاتې شي” (٣٤)

د امان الله خان پۀ وطن پرېښودو تر مودو مودو پورې پښتانۀ پۀ ځاے نۀ وو راغلي او داسې به ورته ښکارېدو لکه چې د دوي نه څۀ ډېر نزدې څيز بې درکه شوے دے.

ماخذونه:

  1. “پښتون” دسمبر کال ١٩٢٨- ص: ١٠
  2. پښتون” دسمبر کال ١٩٢٨- ص: ١٠-١١
  3. پښتون” دسمبر کال ١٩٢٨- ص: ١٥
  4. پښتون” جنوري کال ١٩٢٩- ص:١١-١٣
  5. پښتون” جنوري کال ١٩٢٩- ص:٣٤
  6. پښتون” جنوري کال ١٩٢٩- ص:٤٥
  7. پښتون” جنوري کال ١٩٢٩- ص:٤٧
  8. پښتون” فروري کال ١٩٢٩- ص:٤٧-٤٨
  9. پښتون” فروري کال ١٩٢٩- ص:٤٩
  10. پښتون” مارچ کال ١٩٢٩- ص:٥-٦
  11. پښتون” مارچ کال ١٩٢٩- ص:٦-٧
  12. پښتون” اپرېل کال ١٩٢٩- ص:٥-١٠
  13. پښتون” اپرېل کال ١٩٢٩- ص:١١-١٨
  14. پښتون” اپرېل کال ١٩٢٩- ص:٣٦
  15. پښتون” مې کال ١٩٢٩- ص:٥
  16. پښتون” مې کال ١٩٢٩- ص:١٠
  17. پښتون” جون کال ١٩٢٩- ص:٩-١٠
  18. پښتون” جون کال ١٩٢٩- ص:٣٩-٤٠
  19. پښتون” جولائي کال ١٩٢٩- ص:١٢
  20. پښتون” جولائي کال ١٩٢٩- ص:١٤-١٥
  21. پښتون” اګست کال ١٩٢٩- ص:١٣-١٤