د دستار نامې وړومبے هنر – فضل مومند

د ستر خوشحال خان خټک سحر انګېز شخصیت ته چې سړے وګوري نو حېران پاتې شي، یو شخص د دومره زياتو خوبیو مالک څنګه کېدے شي. سړے به د خوشحال خان خټک کوم کوم اړخ راخلي او لیکل به پرې کوي ، زما تر نظره به بل داسې یو شخصیت هم پۀ پښتنو کښې نۀ تېر شوے وي او نۀ به مستقبل کښې راشي. دغه نابغه، نوموړے او تاریخي شخصیت پۀ يو وخت شاعر، ادیب، عالم، فقیهه، عارف، طبیب، مشر، معلم، او مدرس، ننګیالے او فرهنګیالے ؤ.

مونږ کۀ د خوشحال بابا پۀ ژوند نظر واچوو نو د وړکوالي نه تر مرګه د هغوي ژوند ټول د حادثو نه ډک دے. سړے ورته حېران ګوته پۀ خُلۀ پاتې شي چې یو کس پۀ یو وخت د قوم مشري هم کوي، د حاکم وخت سره د منصب دارۍ لاج هم ساتي. دومره ښځې او بچي چې د اوياؤ نه پۀ تعداد کښې زیات دي پام لرنه او خصانه هم کوي، جنګونه هم کوي، ښکار هم کوي، سېلګري هم کوي او بيا ورسره ورسره تر ټولو زیات او ګران کار شعر و شاعري هم کوي، نظم لیکي نثر لیکي.

د دې هر څۀ نه علاوه خوشحال خان بابا پۀ ورکوټوالي کښې د خپلې زمانې مروج علوم ټول وئېلي وو. د دۀ لۀ کلامه ښۀ ښکاره کېږي چې د اسلامي علومو لکه فقه، حدیث، تفسیر او نور عقلي او فلسفي علوم لکه منطق، حکمت، او ادبي علمونه او د فصاحت او بلاغت اوصول لکه معانې، بیان، عروض، قافیه او نور ټول علمونه وئيلي او زده کړی وو.

لکه څنګه چې زما د لیک عنوان دے د دستارنامې اول هنر او د خوشحال خان شخصیت؛ د خوشحال بابا کتاب دستارنامه چې پۀ شلو هنرونو او شلو خصلتونو لیکلے شوے یو معروف کتاب دے، دغه کتاب چې خوشحال بابا د زندان د وخت لیکلے کتاب دے. ولې چې خوشحال بابا پۀ خپله د دغه کتاب پۀ يوه قطعه کښې د ابجدو پۀ حساب سره چې کوم تاریخ درج کړے تر دغه وخته پورې د خوشحال بابا دوه کاله د هند پۀ رنتمبور قلعه کښې پوره شوي وو.

قطعه:

دا کتاب چې پۀ پښتو خوشحال انشا کړ

پخوا نۀ دے انشا کړے پښتانۀ

کۀ تاریخ ئې د انشا لۀ مانه غواړې

وايم دا ” بس دے محنت د بېلتانۀ ” (۱۰۷۶ هـ ق) ۱

اوس دلته چې خبره د خوشحال بابا د زندان راغله نو لږ به د تاریخ پاڼو کښې شاته لاړ شو او د خوشحال خان خټک د لنډې پېژندګلو سره سره به د سردارۍ او د مغلو د منصبدارۍ او ګرفتارۍ او وفات پۀ لړ کښې خبره وکړو.

پۀ يوولسمه پېړۍ کښې د مغل بادشاه نورالدین جهانګیر پۀ دور کښې د ربیع الثاني پۀ میاشت ۱۰۲۲ هـ ق کال چې د ۱۶۱۳ ء کال سره سمون خوري، د ملک اکوړ پۀ کورنۍ کښې د هغۀ کړوسے او د يحېٰ خان لمَسے او د شهباز خان زوے پېدا شو چې دنیا ئې د خوشحال خان خټک پۀ نامه پېژني، خوشحال خان د خپلې زېږېدنې کال داسې بيانوي…

د هجرت زر دوه ویشت سن ؤ

چې زۀ راغلم پۀ جهان ـ ۲

خوشحال خان خپل او د پلار نیکۀ پېژندنه داسې کوي:

زۀ خوشحال د شهباز خان یم

چې تورزن یم کان پۀ کان

شهباز خان د يحيیٰ خان ؤ

چې نۀ ؤ هسې ځوان

يحيٰ خان د اکوړي ؤ

چې پۀ تُوره شو سلطان ـ ۳

پۀ ۱۰۵۰ هـ ق کښې د شهباز خان د مرګ نه پس خوشحال خان خټک ته د خپل قام مشري او د مغلو لۀ طرفه منصبداري دواړه ورپۀ غاړه شول. د مشرۍ پۀ حقله خوشحال خان بابا وائي چې پلار مې شهباز خان وفات شو نو زۀ پۀ صلاح د اولس خان شوم ـ ۴

د خوشحال بابا د مشرۍ قیصه روانه وه چې هم پۀ دې کښې د مغل بادشاه شاهجهان د طرف نه هم د منصبدارۍ فرمان راغے، پۀ دې حقله خوشحال بابا وائي:

هغه کال پوره پنځوس ؤ

چې شهید شو شهباز خان

د هغه دور بادشاه ؤ

قدر دان ؤ شاهجهان

د پلار ځاے و ما راکړ

پۀ اولس شوم حکمران ـ ۵

د تاریخي سندونو دا جوتېږي چې د خوشحال بابا د اتویشت نیم ( ۲۸ نیم) کاله پۀ عمر کښې د مشرۍ دستار پۀ سر تړلے ؤ. د ۱۰۵۰ هـ ق نه تر ۱۰۷۴ هـ ق پورې خوشحال خان بابا د مغلو د پاره د خپلې وفادارۍ تورې وهلې، هغه کۀ مغل بادشاه شاهجهان ؤ یا اورنګزېب عالمګیر. خوشحال بابا دا خپله فریضه ګڼله لکه چې هغه پۀ خپله وائي…

لکه زۀ وم پۀ راستۍ پۀ درستۍ کښې

د مـغـل پۀ خدمت نۀ ؤ بل افـغـــــان – ۶ –

یقینا چې د خوشحال بابا پۀ وفادارۍ کښې هېڅ څۀ کمے نۀ ؤ راغلے خو لوبه هله خرابه شوه چې کله د کابل او پېښور صوبېدار مهابت خان پۀ ځاے صوبېدار امیرخان او د دۀ نائب صوبېدار مرزا عبدالرحیم وټاکلي شول.

۱۰۷۴ هـ ق هغه کال ؤ چې د خوشحال خان د ترونو د مغل واکمن لۀ خوا ټاکلے شوي صوبېدار امیر خان او نائب صوبېدار مرزا عبدالرحیم پۀ مشاورت خوشحال بابا د قېد وبند مصیبتنو سره مخ شو. ۷

د خوشحال بابا د زندان او د نظر بندۍ ټوله ټاله موده د ۱۰۷۴ هـ نه تر ۱۰۷۹ هـ ق پورې ، څلور کاله او لس میاشتې جوړېږي. اوس چې مونږ وګورو نو د ۱۰۵۰ هـ نه تر ۱۰۷۴ هـ ق پورې خوشحال بابا څلورویشت کاله د مغلو منصبدار پاتې شوے ؤ او د مغلو د پاره ئې د سلو نه تر زیاتو جنګونو کښې برخه اخستې ده ـ کله چې پۀ ۱۰۷۹ هـ ق کښې د زندان نه راخلاص شو او د افغان پۀ ننګ ئې توره وتړله نو دغه باقي یويشت کاله عمر ئې ۱۰۷۹ نا تر وفات ۱۱۰۰ هـ ق پورې د مغلو پر خلاف پۀ مبارزه کښې تېر کړل ـ د دغه ستر شخصیت مرګ ډېر د بې وسۍ مرګ ؤ، د خپل کور او د خپل خاندان نه لرې د ادم خېلو پۀ غرونو کښې د جناکوړ سره نزدې د موسی درې او پستنوي تر مېنځه د ډمبرې نومې غر پۀ يوه ګاره يا غار کښې ئې ساه ورکړې وه چې د خاندان هېڅ یو کس ورسره موجود نۀ ؤ. دلته زۀ د يوې خبرې وضاحت کوم چې د خوشحال بابا د وفات ځاے يا د ډمبرې غر زیات پوهانو ملګریو تیراه لیکلے دے، تاسو کۀ د خوشحال بابا ویکیپېډیا پۀ ګوګل کښې چېک کړئ نو هم به درته د وفات ځاے تیراه ښائي چې غلط دے.

د دستار نامې موضوع ته واپس راګرځم:

اوس چې مونږ وګورو نو خوشحال خان بابا د ۱۰۷۴ هـ ق نه تر ۱۰۷۹ هـ ق پورې د خپل هیواد نه لرې د هندوستان پۀ خاوره د مغل بادشاه اورنګزېب پۀ قېد و بند کښې ؤ ـ زما د دې لیک اصل موضوع هم د دستارنامې اول هنر ؛ د ځان پېژندنه د اسلام پۀ رڼا کښې؛ ده ـ ما پۀ سر کښې وئيلي وو چې دستارنامه هم د قېد و بند پۀ زمانه کښې پۀ ۱۰۷۶هـ ق کال کښې لیکلے شوے کتاب دے.

چې دستار تړي هزار دي

د دستار سړي پۀ شمار دي

خوشحال بابا د دستارنامې پۀ اول مخ لیکي چې دا شعر پۀ ” فراق نامه ” کښې وارد شوے دے، پۀ طریق د واردات دوه بحره، دوه قافیه لري ، ذوالقافيتېن واقع شوے دے، تفسیر و تفصیل ډېر لري پۀ خاطر فاطر ورسېدل چې يوه معجزه مختصره رساله؛ پښتو کړم انشاء چې عبارت ئې روان وي، قریب الفهم وي، دستارنامه ئې نام کړم ـ ۸

د دستار نامې د انداز او اسلوب نه داسې برېښي چې خوشحال بابا د دستار نامې ټول اقتباسات د ملوكانو دپاره ليكلي دي. د خوشحال بابا دا تمنا او ارزو وه چې د دغه دور بادشاهان او ملوكانو او اميران دې دستارنامه خامخا ولولي او پۀ دې كښې چې كوم هنرونه او خصلتونه دي هغه دې خپل كړي نو د سياست او د رياست امور په احسن طريقې سره تر سره كړي. د دې هنرونو او خصلتونو د خپلولو سره بايد چې دا ملوكان اميران او بادشاهان د دستار سړي شي ـ د دستارنامې د ليكدود او د اسلوب او انداز نه دا خبره هم په ډاګه كېږي چې خوشحال بابا د يو داسې رياست نقشه پۀ خپل ذهن كښې لرله چې د هغې د بادشاه او امير د پاره ئې د يو ائين او دستور پۀ توګه دستارنامه تحرير كړه ، دستار نامه دخپل ګران قدر قيمت له كبله يواځې پۀ پښتو ادب كښې يو ځانګړے مقام نۀ لري بلكې د ختيز سيمه پۀ كلاسيكي اۤثرونو كښې هم خپل ثاني او جوړه نۀ لري. كۀ د دستار نامې د نثر پۀ اسلوب، پۀ انداز بيان او كۀ دغه شان د دې پۀ معنوي اړخونو غور وكړے شي نو دا پۀ پښتو ادب كښې يو داسې مقام او خصوصيت لري چې پۀ راتلونكي دورونو كښې ئې د ساري جوړېدو هېڅ امكان نشته بلكې مونږ پۀ لنډو ټكو كښې داسې وئيلے شو چې دستار نامه د ټولنيز ژوند او ژواک دپاره د يو اۤئين او دستور حېثيت لري او دې سره سره كوم خلق چې امارت او بادشاهت پۀ مسندونو ناست وي د هغو ټولو دپاره پۀ كښې ډېر غوره او رهنما اصول قلم بند كړے شوي دي. هر كله چې مونږ د خوشحال بابا دې زيار ته ځير شو نو د بابا دا دعوى چې: كۀ د نثر كۀ د نظم كۀ د خط دے پۀ پښتو ژبه مې حق دے بې مثاله پۀ خپل ځاے بالكل درسته ده او بابا پۀ دې كښې د هېڅ قسمه مبالغې نه كار نۀ دے اخستے.

د دستار نامې اول هنر د ځان پېژندګلي ده، د ځان د پېژندګلۍ مطلب دا نۀ دے چې ګني خوشحال بابا د خپل ځان پېژندګلي کړې ده ـ دلته خوشحال بابا د انسان پېژندګلي کړې او د دستار نامې د وړومبي هنر اغاز ئې هم د عربۍ د يو قول نه کړے.

مَن عَرَفَ نَفّسَهُ فَقَد عَرَفَ رَبّهُ.

یعنی د هر چا چې د ځان شناخت وشو بس پۀ تحقیق چې هغوي خپل پروردګار وپېژندۀ.۹

د خوشحال خان خټک پۀ نظر د اولاد تربيت د هغه وخت نه پېل کېږي چې اولاد د مور پۀ نس کښې پېدا کېږى. دا داسىې تربيه ده چې د ماشوم مور ته ځنې دستورونه او هدايتونه ورکوي چې د هغى پۀ عمل کولو سره اولاد روغ او جوړ وزېږي. پۀ هغه زمانه کښې چې طبي علومو دومره پرمختګ نۀ ؤ کړے. د خوشحال خان دا هدايتونه ډېر مهم او د قدر وړ ځکه دي چې د اوسنۍ زمانې د ډاکترانو او د طب او طبابت د پوهاندو لخوا هم تائيد شوي دي. خوشحال خان خټک د مور پۀ نس کښې د اولاد د روزنې پۀ اړه کښې داسې وايي :

اولاد يا زوے وي يا لور، خو چې عورتينه پۀ فرزند ډکه شي، نور ئې تربيت لازم شي، حامله عورتينه دې دروند بار نۀ اخلي، تر لوړه دې نه تر پلي ، بادګين طعام دې نۀ خوري. مار ، مزَرے ، مهيب څيز دې پۀ سترګو نۀ ګوري، چې زړۀ ئې ورته وشي هغه څيز دې زر وخوري. غم عصه ، جنګ ژړا دې نۀ کا، چې پۀ دا څيزونو کښې مسطور شول کۀ بر عکس ئې وکا د فرزند زيان کولو ډار دے. ۱۰

خوشحال بابا د دغه وړومبي هنر څۀ عبارت د قران پاک د هغه ایاتونو تفسیر راخستے کوم چې د انسان د خلقت موضوع څرګندونه کوي.

الله پاک پۀ سُوۡرَةُ المؤمنون ایات نمبر ،۱۴، ۱۲،۱۳ کښې فرمائي –

وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسٰنَ مِن سلٰلَةٍ مِّن طِينٍ ـ ¹²

بېشکه، موږ انسان له خالصي نرۍ خټي څخه جوړ کړ؛

ثُمَّ جَعَلْنٰهُ نُطْفَةً فِى قَرَارٍ مَّكِينٍ ـ ¹³

بيا مو هغه پۀ يو محفوظ ځاے (رحم) کښي پۀ څڅېدلي څاڅكي (نطفې) تبديل کړ؛

ثُمَّ خَلَقْنَا النُّطْفَةَ عَلَقَةً فَخَلَقْنَا الْعَلَقَةَ مُضْغَةً فَخَلَقْنَا الْمُضْغَةَ عِظٰمًا فَكَسَوْنَا الْعِظٰمَ لَحْمًا ثُمَّ أَنشَأْنٰهُ خَلْقًا ءَاخَرَ ۚ فَتَبَارَكَ اللَّهُ أَحْسَنُ الْخٰلِقِينَ – ¹⁴

بيا مو هغه څاڅكي (نطفه) ته د برغنډ (تړلې ویني) بڼه ورکړه. بيا مو برغنډ د غوښي بوټۍ وګرځوله، بيا مو بوټۍ هډوكي جوړ کړل، بيا مو هډوکو ته غوښه ور واغوستله؛ بيا مو هغه يو بل مخلوق جوړ کړ. نو الله ډېر زيات بركتناك او تر ټولو پېدا كوونكو ښۀ پېدا كوونكے دے ـ ۱۱

او بېا د سُوۡرَةُ التين ایات لمبر ۴ کښې فرمائي.

لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسٰنَ فِىٓ أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ ـ

په حقیقت کښې مونږ انسان پۀ ډېره ښۀ بڼه پېدا کړو – ۱۲

او خوشحال بابا د دستارنامې پۀ وړومبي هنر کښې د ماشوم د زېږنې پۀ اړه داسې لیکې:

لکه چې وائي پۀ رحم کښې هغه نطفه ځاے کا ـ پس له څلوېښتو ورځو وینه چم شي غوښې او رګ وپے استخوان پکښې جوړ کا ـ سر پښې لاس تمام وجود، سترګې، پوزه، خُلۀ، غوږ، مخ، وروځې ، باڼۀ دُرست ئې مرتب کا ـ لویوي ئې لویوي ئې تر څلورو مېاشتو پورې ، بيا روح پۀ کښې ننه باسي، غذا ئې هغه د حېض مردارې وینې کا، چې تنومند شي، تر شپږمې مېاشتې پورې ئې قابل د زوولو کا، پۀ نهمه میاشت وزېږي هم پۀ هغه لار چه هغه قطره څاڅکے ننه وتلي وي یو هسې څیز ورځنی راوباسی چې پۀ حسن د مهتاب سره برابري کا، خو چه راوځي طلب د خوراک وکا ـ مور ورته تے و نیسي، تے پۀ هسې شان پۀ خوله ونیسي پر حواله شي، چې وائي کنه، همېشه ئې تے رودلے ؤ. ۱۳

کله چې ماشوم پېدا شي ، د وړومبۍ ورځې نه واخله تر څلور کالو پورې ماشوم ته ډېره پام لرنه پکار ده چې بايد پۀ ډېره اهمه توګه تر پام لرنې او روزنې لاندى ونيول شي. پکار ده چې پۀ وړومبي سر کښې ماشوم ته شرعي احکام ور وښودلې شي، او بيا وروستو ماشوم ته د خوراک د ورکولو پروګرام او د ساتنې وسائل جوړ شي، ماشوم بايد نۀ ډير ګرم ځاے کښې وساتل شي او نۀ پۀ ډېر يخ ځاے کښې، د کوټې هوا بايد معتدله وي او د ماشوم جامې هم نۀ ډېرې ګرمې وي او نۀ ډېرې نرۍ وي، دا ټول هدايتونه پۀ دستار نامه کښې پۀ واضح ډول بيان شوي دي، پۀ دستار نامه کښې د اولاد د روزنې پۀ برخه کښې د اولاد د زېږېدو نه وروستو د هغۀ پۀ باره کښې وائي چې:

ناف دې پۀ هوښياره عورتينه پرې کا، اول حال دې يوه عورتينه يا څوک محرم د هلک په غوږ کښې بانګ نماز ووايي، کۀ بانګ نماز نۀ وايي يو بل نوم د حق تعالى دې د دۀ پۀ غوږ کښې ورواوروي. ۱۴ –

د دستارنامې پۀ وړومبي هنر کښې خوشحال بابا د ځناورو پۀ اړه هم خپل قلم پورته کړے او د چرند پرند هر قسمه ځناورو باره کښې ئې مونږ ته دا ښودلي چې دغه مخلوق هم خپل اولاد سره مینه لري، پردۍ غوښې راوړي او خپل بچي پرې لویوي، خو بيا دا هم لیکي چې دغه ځناور کله لوے شي نو تتر بتر شي او د يو بل نه جدا شي.

لکه چې وائي نور ځناور وګوره لکه لېوګان، بازان، مزري، وغېره چې خپل فرزندانو سره مینه لري، د نورو غوښې راوړي او خپلو فرزندانو له ئې ورکوي، ساتي ئې،خو چې لوے شي نو تار پۀ تار و بله درومي. مرغونه، مارونه، ماهي وغېره تر مور، تر ملخ پۀ خپل نتاج دا حال لري. ۱۵

الله پاک چې انسان له څومره بدني نعمتونه عطا کړي دي هغه کۀ سترګې دي، پوزه ده، لاس او پښې دي، يا هغه نعمتونه لکه مال دولت، ښۀ اغوستل، او ښې ښځې، ځامن او لوڼه وغېره وغېره.

الله تعالی د قران کریم پۀ سُوۡرَةُ النّحل ایات نمبر ۷۸ کښې فرمائ.

وَاللَّهُ أَخْرَجَكُم مِّنۢ بُطُونِ أُمَّهٰتِكُمْ لَا تَعْلَمُونَ شَيْـًٔا وَجَعَلَ لَكُمُ السَّمْعَ وَالْأَبْصٰرَ وَالْأَفْـِٔدَةَ ۙ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ.

الله تاسو، ستاسو د مېندو له ګېډو څخه پۀ داسي حالت کښي را وويستلئ چي تاسو پۀ هيڅ نۀ پوهېدلئ، هغۀ تاسو ته غوږونه درکړل، سترګې ئې درکړې، او باخبره زړونه ئې درکړل، د دې لپاره چي تاسو شكر ايستونكي شئ. ۱۶

او بیا پۀ سُوۡرَةُ العَلق دویم ایات کښې فرمائي.

خَلَقَ الْإِنسٰنَ مِنْ عَلَقٍ ـ

انسان د كلكې شوې وينې له يوې ټوټې څخه جوړ شوے.۱۷

اوس د وینې د دغه ټوټې یا لوتړې د جوړېدو اسباب څۀ دي؟ هم د دغه سوال، ځواب خوشحال بابا ډېر پۀ صفا ټکېو کښې بیان کړے او هغه اسباب ئې مونږ ته ښودلي د کومو اسبابو خبره چې لوے لوے علماء هم صرف پۀ اشارو کنايو سره کوي، د انسانانو د نر او ښځې تر ميانه د مینې محبت قیصه بيانوي او وايي چې څنګه يو نر او ښځه بې حجابه بې پردې شي يو د لاندې ورته پرېوځي او بل پرې د پاسه غېږه نیولې شي، بيا يوه قطره مني بې نمازه بدرنګې اوبۀ، يو څاڅکے د مرد انت نه جدا شي او د ښځې رحم ته ور پرېوځي.