د نوې شاعرۍ حقیقت – سمیع الدین ارمان

 

 

نوې شاعرۍ خپل فلسفیانه اساس هغه وخت بیاموندو چې کله نه د لسانیاتي سائنس عملداري پۀ واضحه توګه را]رګنده شوه. د ژبې ساخت، پۀ هغې کښې موجود نظم و ضبط، د نورو ژبو سره تعامل کښې د رد و قبول د پېمانو وضعیت، د ټکو او معنو خپل منځ کښې د نسبت تنوع او تحدید سره سره د راجح او مرجوح اصولو او د ژبې خپل هغه دروني نامیاتي سفر چې د حرکیاتو زاویې ئې اوس تر ډېره حده معلومې دي؛ منظوم او منثور اظهاري تشکیل ته نوي جهانونه پرانستل. ژبه چې پۀ خپل عمومي استعمال کښې د ابلاغ تر ټولو لویه ذریعه جوړېږي او ویونکو اورېدونکو ته د ترسیل پۀ وخت ورپکښې هېڅ قسمه خنډ مخې ته نۀ راځي نو دا ځکه چې دلته د ټکو پۀ مدلول (معنو،سګنفائیډ) باندې توجه مرتکز وي، حدفِ محض یعني ابلاغ مستحضر وي او د ټکو (تورو، سګنیفائر) وجود یو قسمه د پردې شا ته لاړ وي. دا تعامل مونږ پۀ خپل سماجي ژوند کښې هم برقرار ساتو چې د حادثاتو او سانحو نه پس هم مونږ د ژوند پۀ یون کښې جوت کوي. پۀ دې بحث کېدے شي چې دا سماجي تعامل د لساني تعامل ورکړه ده او کۀ د دې برعکس ده خو د ټېری ایګلټن دا ادراک ډېر رسا دے چې د نظم ژبه کښې دغه پورته پېمانه اپوټه شي؛ یعني مدلول ته چې کوم حېثیت حاصل دے هغه دال ته حاصل شي او دا رنګ هدف کښې د ابلاغ سره شعریات پۀ یو قطار کښې ودرېږي. اوس د نظم د دې ژبې د کامل ترسیل مراجعت د بېرون پۀ ځاے پۀ درون کښې دے او د دې درون وسعت، کنارې، ارض و سماء، موسم، مزاج او اٰب و هوا هم دا نظم پۀ خپله پۀ ګوته کوي. د جدید نظم د دې ادا پۀ وجه لوستونکي د معنې نه وړاندې د مجموعي هیئت، لهجه، رموز و اوقاف، خالي ځایونو، اشاراتو، صوتیاتو او لساني نسبتونو سره اشنا کېږي، ګویا د معنې هدف سرکولو نه اول نظم خپل وجود پۀ خپله یوه خاموشه او ځانګړې ژبه شته کوي. لکه څنګه چې د هر ساه اخستونکي یوه جسماني خاموشه ژبه وي، جسم سره د لمس پۀ وخت ئې دواړه جسمونه محسوسوي او عجیبه خبره دا ده چې د دې ژبې د پکارونې لپاره د جنس اشتراک هم ضروري نۀ دے ــــ اونې بوټي، ځناور، حشرات، چرند پرند او عن تر دې چې جماداتو کښې ئې هم واضح څرکونه پۀ ګوته کېدے شي. د دې ژبې کوم لغت نۀ وي بلکه دې د پاره د متعلقه وجود سره یو د شدت وابستګي مطلوب وي. اوس چې مونږ ژبې او بیا فن پارې ته دا حېثیت ورکړو نو نظم بیا د خپل منفرد وجود اثبات ډېر پۀ اسانۍ سره رامنځ ته کړي. دلته یوه ډېره منطقي پوښتنه دا کېدې شي چې دا د تعامل امتیاز صرف د جدید نظم سره ولې تړلے کېږي؟ پۀ نورو اصنافو یا ټولو متنونو ئې ولې نۀ منطبق کوو؟ د دې جواب تمهیدي کلماتو کښې موجود دے خو دلته ئې بیا تکراروم او هغه دا چې د لسانیاتي سائنس د ترویج او تنفیذ نه بعد د متنوع اظهار د تعین لپاره بېلې بېلې پېمانې وضع شوې دي. د دې پېمانو وجود او مرام د یوې فنپارې روح ته د کوزېدلو سفر کښې زیاتې نه زیاتې اسانتیاوې او ژورې نه ژورې تهې راسپړدل وي. د نورې ډېرې اسانتیا لپاره به یو بل مثال دا راوړم چې د فکشن جهان د ‘کرکشن’ پۀ ژبه/پېمانه د پوهېدو نه به بله کومه ژوره، موزونه او رسا ذریعه وي.

د نوې شاعرۍ پۀ تعینِ قدر کښې زما پۀ نزد زمان/مکان او هیئت دواړو نه زیات اهم عنصر نوے جمالیت او نوے شعري روح دے. کۀ چرې د یوې ژبې/ادب اجتماعي جمالیاتي اثاثه کښې یوه فنپاره اضافه یا د اضافې باعث ګرځي خو دا نوې/جدید شاعرۍ کښې شمېرل پکار دي ګنې د روایت تسلسل. ما پۀ یو بل مضمون کښې دا خبره پۀ عمومي لحاظ داسې هم لیکلې ده چې ‘پۀ نوې شاعرۍ کښې کۀ ازادي/نجات/حریت د موضوع، ژبې او اظهار پۀ درې واړه سطحاتو کښې پۀ زورور انداز موجود نۀ وي نو هم د دغه کموت پۀ مقدار و معیار به د دې نوے والے متاثره کېږي.’ اکثر داسې کېږي چې هیئت خو نوے شي او مواد پکښې روایتي وي، یا مواد نوي وي خو هیئت روایتي وي. دې دواړو صورتونو کښې هم نوے والے ثابتېږي او قبلېږي؛ خو ظاهره ده چې هیئت او مواد دواړه پۀ ادبې پېمانه نوي وي نو کامل صورت هم دا دے.

د تنقید مېدان کښې د دې کاملیت یوه معتبره نامه د فېصل فاران ده. د نظم پۀ حواله د ‘لاکلام’ نه بعد د نظمونو دا مختصر مجموعه هم د هغۀ د ادبي تشخص تعینِ قدر کښې مهمې نکتې پۀ ګوته کوي. مجموعي او حتمي رایې خو منځ ته دا مهال راتلل به قبل از وقت ځکه وي چې د ښاغلي ټوله شاعري لا نۀ ده شائع شوې، البته دومره خبره واضحه او څرګنده ده چې زما د تړلي تمهید پۀ اساس هغه د ګوتو پۀ شمار جدید ادیبانو کښې یو دے.

بدقسمتۍ نه د پښتو جدید نظم پۀ حواله چې د تحقیقي او تنقیدي کار جائزه مونږ مخې ته ږدو نو تر ټولو غټ/ ښکاره نومونه د مولانا عبدالقادر، نواز طائر، سلمٰي شاهین او راج ولي شاه خټک راځي. دوي ټولو د پښتو جدید نظم پۀ هیئت او موضوع کښې د اردو ورکړه ګڼلې ده او د دې دوېم ماخذ ئې انګرېزي ګڼلې ده. زما پۀ اند دا تحقیقي رایې د تامل وړ ده. نن چې د جدید نظم کوم اصناف مروج دي، ولې د دې اصنافو شکل و صورت )هیئت( پۀ لږ ډېر بدلون سره د پښتو پۀ شفاهي/ روهي/ فولکلوري اثاثه کښې موجود نۀ دي؟ ټپه مختصر ازاد نظم نۀ دے؟ چاربېته، بدله، نیمکۍ، بګتۍ، غاړې، اتڼي نعرې، د ماشومانو اکوبکو سر سیندکو، منظومې خطبې، منظوم متلونه، ګاتونه، ویدونه، اشلوکونه او منترې، دمونه، لرغونې رزمیې د دې هیئتونو/ سانچو نه پۀ جوهري سطح بدل دي کوم چې پۀ فارسي، اردو، عربي، انګرېزي، فرنچ او نورو نړیوالو ژبو کښې د جدید نظم لپاره مسلم او رائج دي؟ 

د هیئت پۀ لحاظ د جدید نظم تمامي صورتونه )ازاد، پابند، معريٰ، نثري نظم وغېره( پۀ پښتو کښې د خپلې لرغونې اثاثې نه ماخوذ دي؛ البته د سامراجیت او نوو نوابادیاتو د علمي حرامیتوبونو اثر ؤ او اوس هم دے چې مونږ د اردو پۀ شان مصنوعي او اٰله کار ژبه خپل ماخذ ګرځوو. اوس پکار ده چې پښتانۀ لیکونکي او لوستونکي پۀ دې مکارۍ ورسي چې سپین هاتي او تور هاتي د پښتون وجود انفرادي او اجتماعي اثاثه تر پښو لاندې کولو لپاره یو شان سائنس پکاروي.

بل دا یاد مشران او د دوي پلویان چې کله د نظم د جدیدیت پۀ باب له خبره رانیسي نو وخت، مشخص نوم او روایتي اٰوټ ډېټډ پېمانې پکاروي. دوي وائي چې پلانے د جدید نظم پلار دے او پلانکۍ ئې مور ده. دې خاورې ته چې انګرېز راغلو پس د هغې نه زمونږ ادبي سرمایه کښې نوې اضافه وشوه؛ څنګه وشوه؟ جي هغوي به انګرېزي وئیله کنه! د حاکم ژبه عوام حاکمه ګڼي، اٰیا د دوي دا دلیل هم داسې استدلال نه دے؟ اوس دلته دا مفروضه هم پۀ تاریخیت سره ثابتېږي چې ‘نوي نوابادیات د مقامي منتخب اشتراک نه بغېر نۀ قائمېږي’. د سر سید غوندې مغرب زده سړے د اورئینټل پوهنتون پۀ قیام سوال پورته کوي او خلاف عادت پۀ انګرېز تنقید کوي! انګرېز چې دلته حکومت کوۀ، هغۀ د دې ځاے زمکه پۀ جاګیرداري نظام قابو کړې وه او پۀ تعلیمي ادارو کښې به ئې د خپل نظام لپاره پرزې تیارولې. دا رنګ ئې د عوامي او تعلیم یافته دواړو طبقو نه د مزاحمت لشې ویستې. د انګرېز د راتګ نه وړاندې د دې خطې د خلقو علمي، تعلیمي، اخلاقي او معاشي حالات د انګرېزانو نه ډېر بالا وو. د ‘نقشِ حیات’ یوه برخه “انګرېز سامراج نے همین کیسے لوټا؟” کښې د انګرېز د راتګ نه اول د دې خطې پۀ دغه یادو حالاتونو تحقیقي مواد ډېر هوش ربا دي خو دا ټول د نوابادیاتي نظام جادو دے چې مونږ خپله خاوره، خپله سرمایه او خپل تاریخ ډېر پۀ اسانه د پښو لاندې کوو.

پۀ کومه موده کښې چې انګرېز دې خطې ته راننوتے دے، بلکې د هر نوابادیاتي نظام اٰقا پۀ خپلو نوابادیاتو کښې د قدامت، مذهبیت، جاګیردارۍ او طبقاتي نظام لپاره جرړې پخې کړې دي ګنې نو دغه دور کښې پۀ یورپ او فرانس کښې د قدامت، مذهبیت او جاګیردارۍ جنازه وتې وه. اوس دې صورت کښې به جدیدیت د دوي ورکړه وي کۀ د دوي پۀ ردعمل کښې پورته شوي اقدامات به جدیدیت ګڼو؟

درېم تیندک دغه یادو مشرانو دا خوړلے دے چې جدیدیت او معاصرت ئې یو ګڼلے دے او دوي پسې د دوي پلویانو او شاګردانو هم پۀ دغه قدم باندې کلک قدم ایښودے دے. “پښتو نظم د نائن الېون نه پس” د ډاکټر مظهر احمد د پي اېچ ډي د مقالې یوه برخه ده چې اوس اوس پۀ کتابي بڼه کښ هم چاپ شوے دے او درې نورو ډاکټرانو پرې د علمي توثیق مهرونه هم وهلي دي. د دې یو نیم سل پاڼو خلاصه دا ده چې نهه ویشت شاعران ئې راخستي دي او د هغوي دوه دوه درې کلامونه ئې راوړي دي، صرف پۀ دې بنیاد چې پکښې د جنګ یا امن ذکر دے او هغه ئې د نائن الېون نتیجه ګرځولې ده. اکثر کلامونو باندې ئې یوه رایې د دیباچه نګار رانقل کړې ده او دوېمه ئې ورسره خپله ګائیډ نویسي تشریح ورکړې ده چې پۀ شعري متن هېڅ قسمه اضافه نۀ کوي. د جدید نظم د تنقید و تنقیح یوه پېمانه یوه تهیوري او یوه نړیواله کوټلې طریقه ئې هم نۀ ده منطبق کړې.

پروفېسر ډاکټر سلمٰي شاهین خپلې د پي اېچ ډي مقاله کښې چې کتابي شکل کښې پۀ دوېم ځل پښتو اکېډمۍ پۀ دوه زره دولسم کښې چاپ کړې ده، پۀ شلم مخ لیکي چې “جدیدیت پۀ هره زمانه کښې پېدا کېږي، د هر دور جدیدیت پۀ راتلونکي وخت کښې کلاسیکي شي او د هر کلاسیک خلاف د یو نوي جدیدیت ظهور کېږي’.

دې نه پۀ اسانه اندازه لګي چې “جدیدیت” ته پۀ کومه عامیانه چشمه کتلے شوي دي؟ 

د انګرېزۍ، لاطینۍ، سنسکرت او فرنچ د “جدیدیت/ماډرن عصر” خو پۀ سوونو کلونه وشو، دا به اوس مونږ کلاسیک ګڼو؟ هغوي ئې اوس خپل کلاسیک ګڼي؟ کۀ داسې نۀ وي نو منطقي نتیجه ئې دا راوځي چې د لیکوال د جدیدیت سره سره د کلاسیک تصور هم بې بنیاده دے.

د خوشحال او رحمان پۀ دور کښې به پۀ پښتنو کښې پۀ زرګونو شاعران وو، دا ټول ولې پۀ کلاسیک کښې بیا نۀ شمارېږي؟ 

د نن دور پۀ ګلوبل پېمانو ‘د مابعد جدید دور’ یادېږي، نن چې پۀ پښتنو کښې څومره شاعران دي، دا به ټول مابعد جدید شاعران ګڼو؟ 

معاصرت د عصر پۀ اشتراک قائم وي، د نظم شیئت او حسیت کښې موجود تفریق د معاصرت پۀ پېمانو نۀ رامنځ ته کېږي، معاصر نظم ګو د یو عصر لیدلي کتلي او منلي پېژنګلو خیالات او احساسات راوړي. دے د عصر مطابق مروجه اخلاقي پېمانې پکاروي. تعقل او ترقي پسندي پکښې هم وي خو د دې سطحې نۀ وي چې د دوراندېشۍ مظاهره پرې وشي. جدید شاعر هغه دے چې د قدامت او روایت د غلبې نه ازاد وي، د ارتکاز د معیار پېمانې ئې دروني وي، تخلیقي دانش ئې د دوراندېشۍ لپاره لوړه وسیله وي. دے ژوند د یوې کُلي اکایۍ پۀ طور ادراک کوي چې دې لړ کښې ئې د مدار ارتکاز پۀ حال او مستقبل باندې وي. دے د ګناه پۀ تقدس او د شر د وجود پۀ لزوم باندې باخبره وي، د ژوند پۀ یون کښې د ‘ضدینو’ د اهمیت نه خبر وي؛ د اشیاء، حوادثو، مظاهرو او واقعاتو قدر و قیمت د معاصرو پېمانو پۀ شان لکه د “کمودټي” نۀ کوي. دلته نه د معاصر شاعر اثر رسوخ چې صرف پۀ ښکاره جاره سیاسي، سماجي او معاشي ضرورت باندې تکیه لګوي، د جدید شاعر نه ډېر وروستو پاتې شي. هغه د یاد قدرونو پۀ قیمت کښې د اجتماعي لاشعور او مجموعي انساني ذات ټول تاریخیت راچاڼ کوي. دا رنګ دلته د دې نوې شاعرۍ حقیقت کښې د تفکر او تعقل سره سره د تخلیقي دانش او استعاراتي منطق جمالیات هم جوت ځاے ونیسي. د بېروني جهت تعین کښې کۀ هغه سیاسي وي او کۀ سماجي، یا دا رنګ نور کرښه راکښل ممکن وي. دلته تور او سپین، شپه او ورځ جدا کېږي خو دروني انساني جهان کښې دا کرښه راکښل ډېر ګران دي. د دروني کېفیت، تجربې، احساس، جذبې چې د زمان او مکان نه ماوريٰ وي، نو د ژبې د ترسیل پۀ ولقه کښې به څنګه پوره پوره منتقل کېږي؟ دلته د جدید شاعر خیال او کرافټ دواړه د نیمګړتیا یو داسې مستقل او مضطرب اساس سره رشته بیامومي چې د دۀ )شاعراو فن دواړو( د فعالیت او تحریک یوه معتبره منبع وي. د حتمیت پۀ ځاے د تعطل او التواء یو سلسله جریان ومومي، د تعبیر نوې نوې لارې پرانستل پېل شي ـــ هم دا عناصر د نوې شاعرۍ پۀ حقله دا مفروضه پۀ سائنسي بنیادونو راوړاندې کړي چې دا شاعري د مخکښې نه د موجود حقیقت انعکاس نۀ کوي بلکې د یوې نوې حقیقي زاویې انکشاف کوي. ځکه د دا قسمه شاعرۍ لپاره به محض دروني او بېروني استشهاد کافي نۀ وي بلکې د دې پۀ حقیقت رسنه کښې به د نظم خپل ساخت او د نظم خپله هغه خاموشه ژبه چې پۀ تمهید کښې ئې ذکر شوے دے، اولني وسائل وي.

هر عصر کښې نوې/جدید شاعري بالکل هم نۀ تخلیق کېږي، نوې شاعري صرف پۀ هغه عصر کښې رامنځ ته کېږي چې ورپکښې پۀ مزاج کښې نوے والې راشي، دا نوے والې تخلیقکار ته د یو نوي حرکت تحریک ورکوي چې پۀ نتیجه کښې ئې هغه د ذهني او احساسي افق یو جدا جهان سره مخ کېږي. روحِ عصر د انساني ژوند پۀ همه جهت زاویو ولاړ وي. د نن روح چې څومره وسیع، ژور او پېچیده دے انساني تاریخ کښې دومره نۀ ؤ. نوې شاعري د دې صورتحال نه مخ هېڅ کله نۀ شي اړولے نو پۀ متن کښې ئې هم دغه وسعت، ژورتیا او پېچیدګي راڅرګندېږي. نظم به د نورو اصنافو نه نسبتاً اسان صنف ګڼلے کېدو، اوس خبره داسې نۀ ده پاتې بلکې اوس هم د تخلیق پۀ حواله او هم د تفهیم پۀ حواله نظم تر ټولو ګران صنف ګرځېدلے دے.

دلته زۀ د نوو هیئتي تجربو د ابتکار او د هغې تاریخ نه پۀ دې وجه لاس اخلم چې زما بل تکړه ملګري پۀ دې بحث کړے دے او د پورته وېنا پۀ رڼا کښې اوس دا هغه مقام دے چې زۀ ووام چې فاران د ګوتو پۀ شمېر شاعرانو کښې یو جدید شاعر دے. پۀ دې مجموعه کښې ئې هم د څۀ نظمونو برخه د نن نه لس کاله اګاهو تخلیق شوې ده. د نثري نظم پۀ حقله چې تر ننه پښتو ادب کوم سفر کړے دے، دې مجموعه کښې د دغه ټول سفر قبله درسته شوې ده. نثري نظم کښې د نظم ګواهۍ او د تخلیقي امکاناتو یو ویړ جهان ځان متعارف کړے دے )اګر کۀ دې مجموعه کښې د نثري نظم برخه ډېره لږه هم ده(. بل زما پۀ نزد مختصر ازاد نظم کښې دلته ډېرې ناویاته او نادره تجربې شوې دي. د امریکني شاعرۍ روایت کښې د مختصر او مختصر ترین نظمونو روایت ډېر مالداره او مقبول دے. پښتو کښې د دې پۀ حقله ذخیره ډېره کمه ده. وجه ئې زما پۀ خیال د ټپې شتون دے. د فاران هم د ټپې سره د جنون تر حده وابستګي شاید د دې کامیابې تجربې پۀ شا فعال محرک وي.

ټوله فضا شوه د هوس پۀ خوشبویۍ کښې خوشته

چرته کښې ګل د شهوت وټکېدو

د ګنهګاره پېغلتوب ګمله کښې

دا رنګ د ‘بنیادم’ پۀ عنوان یو بل نظم دے چې 

د پرښتو اندېښنه

د خداے یقین

د ځان ګمان

دا او داسې ډېر نمونې ئې د هیئت او مواد دواړو نوے والے لري.

‘الوداع’ نومې نظم چې کاسترو ته لیکلے شوے دے، ما ته ئې د مجاور احمد زیار نظم رایاد کړو چې هغۀ نېلسن منډېلا ته لیکلے دے او دا رنګ یو نظم قلندر مومند د ‘دانیال’ پۀ نوم لیکلے دے. درې واړه نظمونو کښې اشتراکات هم شته او امتیازي تفردات هم. لوستونکي لپاره دې درې نظمونو کښې د جهاني ادب او سیاست یوه ډېره د قدر وړ برخه محفوظ ده.

پۀ دومره مختصر مجموعه کښې د ‘کاسترو، هوچي من، چي ګوېرا، نیرودا، نجیب، سکندر، بسوس، شیرک، دېوجانس، کارل مارکس، اېنګلز، سټالن، ټراتسکي، لېنن، ماوزي تنګ، ګرامچي او ګرانټ’ پۀ شان نور ډېر د قدر وړ رجال او قامونه نۀ صرف یاد شوي دي بلکې د هغوي د ژوند او زیار مرکزي نکتې ته پکښې اشارت سره سره پرې د اضافې هڅې هم شوې دي. دا یقیناً د پښتو ادب پرمختګ کښې د ډېر غټ کنټریبیوشن اغاز دے.

نوې شاعرۍ کښې د شاعرۍ راوي/ متکلم/ تخلیقکار یو فرد نۀ دے بلکې متنوع ادبي کردارونه دي. پۀ دې باب له هم د فاران نظم ‘یوه مشوره فېصل فاران نومې شاعر ته’ ډېر قابلِ تقلید اقدام دے. روایتي موضوعاتو باندې نوے اپروچ هم پکښې پۀ موجونو دے. لکه ‘اورنګ شاهي، ایمان، انا، تنهائي، غربت او زړۀ” باندې شامل نظمونه ئې ښې نمونې ګڼلې شو.

د نوې تجربې د روایت اخستلو تاریخیت کښې د ذهانت، قابلیت او انفرادیت نه زیات د عمومي رجحاناتو عمل دخل زیات وي خو دې کښې هم هېڅ شک نشته چې دا قسمه تجربات د ادب پۀ حق کښې معتبر ګرځي.

یادګیرنه:

د نوې شاعرۍ پۀ حقله زما دوه نور طویل مضامین د شاه نواز باقر پۀ کتاب ‘پینځم موسم’ او د نسیم ایثار پۀ کتاب ‘د حواسو د شپږمې دروازې نه’ کۀ د دې مضمون سره پېوست ولوستے شي او ورسره د جمالیاتي فلسفې پۀ باب له زما یو بل مضمون ‘حسن معجزه ده’ هم ملګرے شي نو زما خیال دے چې زما مجموعي زیار به ځاے ونیسي.

 

دا هم ولولئ

کرونا وائرس تمامي نړۍ د پاره د بدلون يوه پېلامه ده – سميع الدين ارمان

د بېکټېریا او وائرس نومونه به تقریباً هر خوانده اورېدلي وي – بېکټېریا د یوې …