مونږ ليکوالانو يو وخت پۀ يوه ستره او درنه ادبي غونډه کښې د ځانګړي مېلمه پۀ حېث تحصيل ناظم ارواښاد جلال الدين خان اڅکزي رابللے ؤ. دغه د ادبي کتابونو د مخ کتنې پۀ وياړلې دستوره کښې جلال الدين خان ووئيل، نړۍ او نړېوالو ته لمړى شعور راغلى اوبيا پېسه ورته راغله خو مونږ د دغه سېمې هغه بدبخته وګړي يو چې لۀ يوې او بلې لارې ښۀ پرېمانه پېسه اواقتصاد راته راغلي لېکن شعور لا تر اوسه نۀ دے راته راغلے. دۀ زياته کړه چې ځکه نو زمونږ سره روپۍ يا پېسه خو شته خو د دغه اقتصاد )وټه( يا د دولت د خرڅېدو يا ګارېدو شعور لا تر اوسه را سره نشته.
نو دغه پورتني عبارت ته پۀ کتلو سره به زۀ هم دا ووايم چې تاسو پۀ خپله غور وکړئ چې يو داسې ښار يا محيط چرې چې مال دولت خو ډېر وي لېکن شعور بياهم نيستي وي، پۀ دغسې وطن او چاپېريال کښې لمړى ذوالقرنين غوندې خواري کښ ځوان پېدا کېږي. دغه ځوان د خپلې پوهې سره سم د اولس پۀ ګټه معياري شعرونه کاږي، د درد او لۀ خونده ډکه غزل ليکي– ويرژن او لۀ احساسه برخمن نظمونه رامنځ ته کوي او داسې نور- يا ئې لۀ ځانه هغه څومره جوړوي چې انسان ئې انځور د شاعر پۀ دغه لاندينو شعرونوکښې لټولي شي لکه شاعر چې وائي :
بلها خلق ښېرې کړي د دعا خلق يو څو دي
هئ ! کوم دي تري تم دي مسيحا خلق يو څو دي
ناړامو تخريب کارو ځکه ټوله کړه ګلګونه
کرګر د سروګلونو د ښکلا خلق يو څو دي
شاید چې ئې خلوص وي پۀ زړګي کښې زيرمه شوى
مېدان چې وړي لۀ ښاره دبيديا خلق يو څو دي
بل اړخ ته پۀ هم دغه سيمه او لۀ شعوره شا ته پاتې ښار کښې يو بل هم داسې تاند پر پښتو ژبه، پښتني ژواک (ثقافت) تاريخ او پښتونخوا وطن سره ورکوونکى سرښندونکى ځوان د محمد عيسٰي غريب پۀ نامه پېدا کېږي څوک چې راوړاندې کېږي او د ذوالقرانين څخه د هغۀ ناچاپه شعري اثر اخلي او بيا د هغۀ سره د دغه تولګې د چاپ کېدو ژمنه کوي څوک چې خپله ناچاپه اثر شا ته غورځوي او اوليت د باچا ناچاپه شعري مجموعې ته ورکوي. څومره چې پۀ دغه ځان ځانه ماحول کښې د ځاني ټولګې پۀ ځاے نه د يو پردي چا پۀ ټولګه اولس ته پۀ خواست خولۀ کږوي نو تاسو وواياست کۀ دغه پورتنى عمل يو ستر اعجاز نۀ وي نو بيا دا څۀ دي؟ دلته شاعر مونږ ته څومره ښه خبره کوي لکه چې وائي:
دستار او د پېکار او هم د کار سړي معلوم دي
برى وړي لۀ دښمنه څو د شمار سړي معلوم دي
دا زمکه خو لا لرې ده اسمان نه هم سوال نۀ کړي
بې ننګه زمانه کښې هم خود دار سړي معلوم دي
چې خاورې پۀ منګول کړي ترې د زرو طمع کېږي
دى ښارکۀ ناپرسانه خو د ښارسړي معلوم دى
اوس راځم د ذوالقرنېن باچا د ښکلې جذبې او زړۀ وړونکي فني شاعرۍ خوا ته. د ټولو لويو فنکارانو د فن پۀ حقله يو تصور وي. يوه واضحه نظريه وي او پۀ فنکارانوکښې شاعر او دانشور خو ډېر پۀ صراحت سره خپله نظريه د لفظونو پۀ ذريعه څرګندوي. ښاغلى اشرف مفتون چې د فن پۀ حقله يو واضحه تصور لري، د فن د تعريف پۀ لړکښې د خپل کتاب “څړيکې“ پۀ سرېزه کښې د فن تر سرليک لاندې کاږي:
“شاعرۍ پۀ ښائسته عنوانوکښې يو فن دے. د انساني تجربې اظهار ته فن وئيل کېږي. د فن لويه خوبي دا ده چې د انسان پۀ زړۀ کښې دمېنې جذبه پېدا کړي، د يو چا جمالي حسن بېدار کړي او د دۀ خيالي دنيا رنګينه کړي، د دۀ د ژوند رويه روښانه کړي، نۀ چې د ژوندون نه ئې کرکه پېدا کړي،. مستقبل ورته تور کړي او د زندګۍ د خوند او رنګ نه ئې محرومه وساتي.“
خېرکۀ ښه شاعرۍ پۀ ښائسته فنونو کښې يو فن دے نو بيا پۀ دغه فن کښې پۀ دغه ستر هنر کښې غزل څۀ حېثيت لري؟ پېژند (تعريف) ئې څۀ دے ؟ او داسې نور نور.
د ارواښاد حمزه بابا د غزل د عمومي مزاج پۀ حقله تقويم الحق کاکاخيل ليکي “د مینې هر تصور هرخيال هراړخ پۀ مئين چې څۀ تېريږي، حسن چې څۀ کوي او څۀ نۀ کوي، د دې ټولو صحيح تصوير او ريښتوني اواز ته غزل وائي د ځان سره مينه،د انسان سره مينه، د قام سره مينه د خيال سره مينه دغه ټولې مينې د يوې پوره غزل سکالووې وي او بس .
د ځوان شاعر ښاغلي انورشاه ذوالقرنېن شاعري هم تقريباً ټوله کۀ څۀ هم موصوف پۀ غزل کښې هم ښه طبع ازمائي کړې ده لېکن بيا ئې هم د شاعرۍ هره برخه پرې نوې معاصره غزل اډاڼه لري. تقويم الحق کاکا خېل صاحب مخکښې ليکي د غزل سکالو(موضوع) پۀ ظاهره ډېره تنګه ښکاري خو پۀ اصل کښې دغه لنډه تنګه موضوع دانسان پۀ ټول ژوند خوره ده د ذوالقرنېن غزل هم پۀ خپله پراخه لمن کښې هرڅۀ راخلي. دۀ پۀ غزل کښې هرڅۀ سره رايوځاے کړي دي.
باچا نۀ يواځې دا چې د جانان محبوب او نازولې ليلا مېنې لکه ناوې ژړولي دي لکه پۀ خپله ښېرازه او جاذبه شاعرۍ کښې د جهان غم هم ډېر زيات کړے دے اوس غواړم چې ستاسو سره د باچا د څو هغو شعرونو نمونې شريکې کړم چې پۀ کښې د جانان يا د ا هو چشمې ليلٰي يا پې مخي محبوب تذکره پۀ ډېره خونده وره او جالبه طريقه سره کړې ده- ذوالقرنېن يو ځاے وائي :
څنګه لا نه ورپۀ يادېږمه کلونه تېر شول
زما پۀ زړۀ د بېلتانۀ درانۀ غمونه تېر شول
لکه يعقوب سترګې مې شوې پسې ړندې عالمه!
پۀ ګران يوسف جانان مې څۀ ستړي وختونه تېر شول
لکه يتيم دېوال ته کښېناستم بې وسه ومه
چې ستا پۀ خوا د رقيبانو کاروانونه تېر شول
هغه پۀ تا ګران ذوالقرنېن اوس د کوڅو ملنګ دے
پۀ غريب ډېرې مجبورۍ او زحمتونه تېر شول
هسې خو پۀ رېښتني مئين د جانان هرڅۀ ګران وي، د جانان څڼې، د جانان سپين سپين اننګي، د جانان تکې سرې اناري شونډې او پۀ مخ پېدا شوى نوے خط او داسې نور نور څۀ، لېکن د جانان تورې او بورې بادامي سترګې خو بيا هغه څۀ دي چې هرمئين شاعر پۀ خپله شاعرۍ کښې يادې کړي دي. دغه جمالياتي پانګه باچا هم څۀ پۀ داسې زرينو ټکو کښې ستائي لکه چې وائي:
ما چې ليدلې دي ستا تورې سترګې
خيال ته مې نۀ راځي اوس نورې سترګې
د بېلتانۀ روژې ډېر ستړے کړمه
اوس د وصال اذان ته ګوري سترګې
يا دا چې
شاعرنۀ ومه شاعر کړمه ستا سترګو
لۀ جهانه مرور کړمه ستا سترګو
ذوالقرنېن پۀ هر چا ګران ستاپۀ خاطر شوم
زۀ خوکاڼے وم سرۀ زرکړمه ستا سترګو
د ښاغلي ذوالقرنين پۀ زړۀ کښې شاعرۍ کښې د خپل خوږ محبوب د انتظار خبرې هم خورا زياتې دي يوځاے خپل جانان ته پۀ انتظار ناست دے او وائي
لکه ستوري چې تمامه شپه سبا ته انتظار وي
داسې زما هم يو بې لوظه بې وفا ته انتظار وي
داسې خلق خو لا هم شته چې د ډېرې غريبۍ نه
مرګ پۀ دعا خدايه غواړي بس هم دا ته انتظار
ذوالقرنېن پۀ خپله شاعرۍ کښې يو ډېر لوے مئين انسان ښکاري
روڼې روڼې اوښکې ترګرېوان لاسونه وکاږي
هر ارمان مې ولې تر جانان لاسونه وکاږي
کله چې خبر شي ذوالقرنېن مې يار دے نۀ راځي
هېڅ ئې پۀ وس نۀ وي تر ګرېوان لاسونه وکاږي
يا ئې پۀ غور دغه شعرونه هم ولولئ چې پۀ خپله هم پوهه شئ چې موصوف پۀ خپله پاکه مينه کښې څومره رېښتنے دے. يوځاے پۀ خپله شعري مجموعه کښې داسې ليکي :
تږے يم اوبۀ مې کړه باران راباندې راوله
وه خدايه! بې ياره يم جانان راباندې راوله
خدايه! لمر شوه کړې چې د شپې ست راته وکړي يار
نن مې دلې پاتې کړه ماښام راباندې راوله
هره مور بې زويه شوه او هره خور بې وروره شوه
ربه تۀ نور امن و امان راباندې راوله
او بيا جانان ته بلکې پۀ زړۀ ناترسه لکه ډبره داسې سخت محبوب ته د شعر پۀ ژبه داسې نصيحت او سپارښتنه هم کوي :
مۀ کوه جانانه ليونيان د خياله مۀ باسه
زما غوندې مجبوره انسانان د خياله مۀ باسه
ګوره ذوالقرنېن و تا ته خپله ځواني خاورې کړه
تۀ ئې هم تڼۍ تڼۍ ګرېوان د خياله مۀ باسه
يا دغه د سوزه لۀ نازه لۀ حقېقت لۀ خونده ډک اشعار ئې هم حافظو کښې کښېنوئ،
ستړے يم هوسا شم چې تا ووينم
ورک يمه پېدا شم چې تا ووينم
زۀ ستا پۀ لېدو باندې سجده وکړم
شېخ شمه ملا شم چې تا ووينم
دا دې څۀ بلا کړې پۀ ما باندې؟
ياره وارخطا شم چې تا ووينم
ذوالقرنېن ليکي چې اے خوږه اشنا! دغه ستا مينه زما خزانه ده. د مينې پۀ حقله اشعار ئې هم ولولئ:
زما د فکر خزانه ده دا ستا مينه
هم خوږه ده هم ترخه ده دا ستامينه
هرقدم پۀ بسم الله ورسره اخلم
قدرمنه مېلمنه ده دا ستا مينه
پۀ “ائيني“ کتاب کښې حنيف خليل پۀ مخ 29 باندې د غزل پۀ حقله ليکي ښۀ غزل ګو شاعر هغه دے چې دحسن نازک نه نازک انداز او د عشق نازک نه نازک احساس ئې د نظر نه پټ پاتې نۀ شي. د ذوالقرنېن پۀ غزلوکښې هم ځاے پۀ ځاے داسې اشعار شته چې هېڅ ئې د نظر څخه پټ نۀ دي پاتې شوي د بېلګې پۀ ډول
ياره رېږدوي مې لکه پاڼه ستا ظالم هجران
کېږي مې ساړۀ پۀ دولسمه جولايۍ باندې
يا لکه دغه شعر :
لکه طالب پۀ لمر لوېدو باندې درګاه ټکوي
هغه د خپل حسن ځيره پۀ بدمعاشۍ ټولوي
يا لکه داشعرونه هم :
اے د نمرود د نظريې ملګرو!
ستاسو د لاسه سرۀ انګار ته راځم
تلاشي کېږمه تر سل ځايه ډېر
چې لۀ کوږکه کندهار ته راځم
پۀ پښتو نثر نومې کتاب کښې د غزل پۀ حقله محترم تقويم الحق کاکاخيل ليکي، د غزل پۀ حېثيت ډېرې پابندۍ دي – ټول مفهوم پۀ شعر کښې ادا کول غواړي. پۀ غزل کښې د رديف او قافيې پابنديانې هم شته. ډېر کم شاعران داسې دي چې سره د ټولو پابنديو خپل پوره احساس څرګندولے شي او داسې نور نور وګورئ چې د ذوالقرنېن پۀ غزل کښې څومره کاميابه شاعري ده:
د چينار سيوري ته ناسته د جانان سندرې وائي
نور ئې هېڅ نۀ راځي لاس ته د ارمان سندرې وائي
د خپل ستړي بخت ته ژاړي چې پۀ لاس به کله راشي
زولنۍ زلفې خورې کړي د زندان سندرې وائي
د پخوا پۀ شانې نۀ راځي ملګرو ذوالقرنېن له
اوس هغه خپله شاعره شوه د ځان سندرې وائي
پۀ ښاغلي ذوالقرنين خپل هېواد هم ډېر ګران دے د وطن مينه د ايمان جز دے. هر چا ته خپل وطن ښکلے ښکاري ځکه خو چې موصوف مهاجر شوے دے نو دغه د وطن څخه د مهاجرکېدو ذکر بار بار کوي.
يو وطن او بل وطن ته وړمه کډه
بې لۀ جنګه مهاجرکړمه ستا سترګو
مسافر يم مهاجر يم پۀ پردي وطن کښې اوسم
اوس د خداے و درته کښېنه ستا پېزوان راباندې بوج دے
يا لکه دا اشعار هم ولولئ :
وينې پۀ وينو باندې وينځي ورورولي راولي
خپله غلام دے خو پۀ نورو ازادي راولي
دلته يو څو وګړي شته داسې تيارۀ خو نۀ ده
پر دې وطن يو وارې بيا باچاخاني راولي
مجبورۍ نه مو پنجاب کښې کډې واړولې
ارمان ارمان چې د کابل خانه جنګي مې نۀ وے
زړۀ مې کابل دے امن نۀ کښې راځي
لکه مرمۍ ورباندې ووري سترګې
او بيا يو حقيقت ښکاره کوي چې پردے وطن دے اوس به هره ستړې پۀ زړۀ تېروو- زۀ وايم چې ذوالقرنېن اوس هم پۀ پنجاب يا پۀ سندهـ کښې کډوال نۀ دے، لکه د دۀ کور دا وخت پۀ لويه تاريخي پښتونخوا کښې دے. زۀ وايم چې پښتونخوا او افغانستان د يوې ويني، يوې مينې، يو رنګ او يوغرور دوه ټاټوبي دي. باچا وائي :
پردے وطن دے هره ستړې به پۀ زړۀ تېروو
اوس مجبوري ده چې دا غم پۀ پټه خولۀ تېروو
خداے خبر ستا پۀ تصور کښې به راځو اوکۀ نۀ
مونږ لېوني دې تش تصوير ته ټوله شپه تېروو
خېر ذوالقرنين چې کډوال دے نو يو ځاے د ځان څخه هم ډېره ګيله کوي او وائي چې “اجازه راکړه مونږ پۀ دغه لاره خپله جنازه تېره کړو”
د کلي خانه مهاجر يو هديره نۀ لرو
کۀ اجازه راکړې پۀ دې لار جنازه تېروو
دغه د مهاجر يا کډوال شعر ئې يوځل بيا ولولئ چې خوند ورباندې واخلي:
مسافر يم مهاجر يم پۀ پردي وطن کښې اوسم
چرې زۀ او چرې مينه د داستان راباندې بوج دے
محترم ذوالقرنېن د وطن د ياد څخه وروسته ګودر او بنګړيو ته هم ښۀ شعرونه کاږي:
نمر لا ولاړ وي دوي روانې شي ګودر خالي کړي
چې ذوالقرنېن شي ورښکاره پېغلې منګي ټولوي
يا لکه دا شعرونه هم ولولئ :
پۀ ځان مئين دے د پرهر پۀ ژبه څۀ پوهېږي
دا ځنې لخق نو د دارپۀ ژبه څۀ پوهېږي
اے د بنګړيو سوداګره دلته څۀ له راتلې؟
بې وروره خوېندې د سينګار پۀ ژبه څۀ پوهېږي
شاعرۍ کښې ئې ګودر او بنګړيو وروسته د شهيد تذکره هم کړې ده:
يو قېدي يم بې رېباره د زندان پۀ غېږ کښې پروت يم
يوشهيد يم بې کفنه ،د بيابان پۀ غېږ کښې پروت يم
د شهيد هغه پېغله لور چې د دۀ د شهادت څخه وروسته پېغله شوې ده او وادۀ ته رابلل شوې ده، څومره پۀ ښۀ انداز يادوي :
د شهيد آ پېغله لور ئې هم وادۀ لره راغوښتې
ځي په ورا ژاړي د خپل ګران باباجان سندرې وائي
د شاعر تذکره هم ډېر پۀ خوند او رنګ کوي لکه چې وائي:
ستړے شاعر د ستړي ژوند ستړې ټپه وليکي
د سپين کاغذ مخ کړي ور تور ستړې قېصه وليکي
ستړے ئې بخت ستړ ے جانان ستړے رقيب شي پرې پېښ
دښمن ئې هم ژاړي چې خپله خاطره وليکي
د ذوالقرنېن پۀ شاعرۍ کښې څۀ فني نيمګړتياوې هم شته خو د هغۀ شعري توان او د شعري. موضوعاتو پرېوانه بهېر ته پۀ کتلو مونږ هيله کولې شو چې هغه به پۀ فکري او فني اړخ نوره هم خواري کوي او دغه نيمګړتياوې به لۀ منځه وړي.
زۀ هغۀ ته پۀ دې شعري ټولګه خپريدو مبارکي وايم. دې مبارکۍ کښې محمد عيسٰي غريب او “ فخرافغان باچا خان پښتوادبى ټولنه“ د خصوصي مننې حق لري. محمدعيسٰي غريب د ښاغلي ذوالقرنېن د دې اثر د چاپ زيار باسلو نه وړاندې هم خپله يوه شعري ټولګه اود “شهيدخان“ خان جېلاني خان په حواله يو نثري کتاب هم چاپ کړے ؤ. زۀ ورته دعا کوم چې خداے نو توان هم ورکړي او د خپلې مورنۍ ژبې، ادب او قام نورخدمت هم وکړے شي.