حمزه شینواري، باچاخان او قومیت – فېصل فاران

‘نقشِ حیات’ د حمزه شینواري خپل لیکلے ژوندلیک دے چې یو ناویاته اثر دے. پۀ دې کتاب کښې نابغه لیکوال ځاے پۀ ځاے د قوم، ژبې او ریاست پۀ حقله د بصیرت نه ډکې خبرې کړې دي ـــ لکه د قوم پۀ بابله دا اقتباس وګورئ،

‘د پاکستان ځینې دانشوران تر اوسه دا چغې وهي چې مونږ مسلمانان یو او یو قومیت یو، خو اوس دا خبره صفا شوې ده چې پۀ دغه نعرو هغوي د پښتنو ځبېښاک جاري ساتل غواړي، ځکه پۀ دې لړ کښې ما یوه مقاله د ‘اسلام او قامیت’ پۀ سرلیک کړې وه چې پۀ څو ټوکونو کښې ‘شهباز’ پېښور کښې خپره شوې ده. دې مقاله کښې ما دې محترمو دانشورانو ته وئیلي وو چې تاسو هسې خو د اسلام اسلام چغې وهئ او وایئ مونږ ټول مسلمانان یو، یو قومیت سره تعلق لرو خو دا خبره تر دې پورې سمه ده چې مونږ مسلمانان یو؛ نوره خبره د قران عقل و نقل لۀ رویه غلطه ده چې مونږ یو قومیت یو ـــ ځکهه چې اسلام بېلابېېل قامونه د خپلې ځانګړتیا سره ژوندي ساتلي دي.’

‘دې کتاب ‘نوے پښتون’ کښې پښتنو ته د نوي سره د یو کېدو بلنه ورکړې شوې وه او دغه شے زمونږ برادرانِ وطن نۀ شي زغملے، ځکه چې د دوي خیال دے چې کۀ پښتون ملت یو شو نو حکومت به واخلي، یا به د سرحد پښتانۀ د دوي (پنجاب) د استحصالي پنجې نه خپله مرۍ خلاصه کړي.’

‘زمونږ برادرانِ وطن د اسلام تر شا د پښتون قومیت بنیادونه راوباسي او ټول پاکستانیانو ته یو قوم وائي چې بیخي د فطرت خلاف خبره ده. د اسلام قومیت سره هېڅ تړون نشته. اسلام یو حزب (ډله) ده لکه څنګه چې مولانا مودودي هم خپل کتاب ‘ریاست’ کښې لیکلي دي چې قوم صرف د نسل، ژبه، وینه او جغرافیائي حالات نتیجه وي او حزب کښې د هرې ژبې او قوم انسانان وي.’ مخ 140

‘پۀ قومیت تود بحث روان ؤ چې پاک سپېشنل ټرېن اټک نه اکوړي ته راورسېدو. زۀ ودرېدم. پۀ جنوب باندې مې سلامي وکړه او الحمد مې ووې. چا تپوس وکړو چې دا څۀ کوې؟ ما ورته وې دلته نه درې میله د غرۀ لمن کښې زمونږ د اتل خوشحال بابا مزار دے چې د هغۀ د وصیت مطابق داسې ځاے کښې دے چې د ‘اسپو’ د سمونو دوړه پرې نۀ پرېوځي؛ ځکه ورته سلام کوم. د اردو لیکوالانو تندي غوټې شو.’

‘لاره کښې به زیاتر لیکوالانو د قومیت مسئله چېړله او د پښتونستان مخالفت به ئې کولو خو زۀ هم د قومیت پۀ مسئله باندې ټینګ ولاړ وم. دوي زیات د قراني تعلیم نه بې خبره وو ځکه ما معذوره ګڼل. ما به ورته وې، ستاسو اقوالو کښې تضاد دے؛ یو خوا وایئ چې اسلام کښې قومیت نشته، بل خوا پاکستان ته یو قوم وایئ.’ مخ 244

‘زۀ پۀ دې حېران یم چې اوس هم زمونږ دانشورانو دغه ضد نیولے دے چې مونږ ټول مسلمانان یو او پۀ دغه نامه پاتې قومونه ئې تیارۀ کښې ساتلي، ځبېښاک ئې کوي.’

‘ایوب حکومت چې زما دوه کتابونه ‘نوې څپې’ او ‘نوے پښتون’ ضبط کړل نو د دې خلاف پنجاب ورځپاڼو خصوصاً د راولپنډۍ یوې ورځپاڼې ‘کوهستان’ زښته بده خولۀ خوځوله چې نسیم حجازي پکښې تر ټولو مخکښې ؤ چې وروستو ورباندې پښتنو لیکوالانو ‘جهېز نسیمي’ او ‘نسیم جهازي’ نامه کېښودله. دۀ لیکلي وو چې حمزه افغان ته ‘ملت’ وائي او اسلام ملت نۀ مني. پښتنو لیکوالانو کښې ورله نواز خټک مسکت ځواب ورکړے.’

‘زما ملګرو ته معلومه ده چې زۀ بنیادي توګه مسلم لیګي یمه او د نولس سوه شپږ شپېتم نه مخکښې زما باچاخان سره لیدۀ کاتۀ هم نۀ وو شوي، خو میر صاحب دلته زما د قومیتت حس سره لوبې کولې (چې باچاخان ته ئې غدار وئیل) غصې نه ګډ وډ شوم.’

د دې ټولو اقتباساتو نه دا خبره جوتېږي چې حمزه شینواري د قومیت او ملت پۀ مسئله او د اسلام او دو قومي نظریې تر شا د قومونو پۀ ځبېښاک پوهه ؤ او هغۀ قومیت پښتون او ملت افغان منلو او اسلام ته ئې د یوې عقیدې او دین پۀ نظر کتل.

‘د بحث دوران هغۀ (جنرل اعظم خان) هم د قومیت خلاف خبره وکړه. وئیل ئې چې نه! مونږ ټول مسلمانان یو. ما ورته وې چې بیا دې ولې خپل پي اے او ملازم پښتون خوښ کړے، کراچۍ کښې خو غېر پښتانۀ ملاوېدے شي؟’ مخ 244

‘ما ته ئې وې زۀ تا خبرداروم چې حکومت د افغانستان حمایت نۀ شي زغملے. ما ورته وې ما خو حمایت نۀ دے کړے، څۀ واقعات مې بیان کړي دي او کۀ تاسو خفه کېږئ، دړکې راکوئ نو طورخم سره جوخت پاتې کېږم، یو څو ګامه به نور واخلم، کرښې نه به اخوا لاړم شم ـــ نو سړے (پولټیکل اېجنت) وترهېدۀ چې نه نه! زما مطلب دا نۀ دے، زۀ ستا مالي مرسته کول غواړم. نو ما ورته وې، بسم الله کړه، یو پنځوس زرو روپیو پرمت راکړه!!! نو وئیل ئې، ته وړومبے کار خو وکړه کنه.ه مخ 260

کابل کښې یوه ورځ د پاکستان سفیر اسلم خټک سره لیدو ته لاړم. هغۀ راته دړکه راکړه چې تۀ دلته خطرناک تقریرونه کوې، د دې نتیجه به ستا حق کۀ ښه نۀ راوځي. ما ورته وې، ستا مخبران خو هر ځاے زما غوږ څارنه کوي، ما خو د پاکستان خلاف داسې کوم تقریر نۀ دے کړے. نو اسلم خټک وئيل، تۀ خپلو وېناګانو کښې پۀ افغان اتحاد ډېر زور اچوې. ما ورته وې، پښتو او پښتون ولي زما د ادبي پالیسۍ مهمې برخې دي، زۀ د یو قوم هم د افتراق و تشت منونکے نۀ یمه، د هر قوم فطري حق دے چې یو ځاے غونډ پاتې شي او یو قوم پۀ برخو وېشل نۀ یواځې د فطرت سره د ډغرې برابر ده، ولې د نن سبا د ملل متحده د قانون هم خلاف ورزي ده.’ مخ 224

‘کۀ برادرانِ وطن ته د باچاخان د پښتونستان نعرې سره اختلاف دے نو پۀ تعمیري طریقه دې مخالفت وکړي، اخر دې ټولو پښتنو څۀ داسې ګناه کړې ده؟’ مخ 233

‘ملک سیدا خان د ‘سرحد’ پۀ سرلیک اردو کښې یو کتاب لیکلے چې سراسر د انګرېزانو د پالیسۍ خلاف دے. دې کښې مرحوم هغه لوظ نامه او شرطونه هم لیکلي دي چې د ازادو قبائلو او د انګرېزانو ترمنځه د ډیورنډ لائن د تعین پس ته لیکل شوے ؤ او د امیر عبدالرحمان او د وائسراے هند خطونه ئې هم شائع کړي وو چې دې خطونو کښې امیر عبدالرحمان بیا بیا انګرېز ته استدعا کوي چې قبائل د دۀ خپل قوم دے، یو مذهب یو نسل یوه ژبه ئې ده، ځکه دوي دې افغانستان نه بېل نۀ کړے شي. دا به خلافِ فطرت اقدام وي کۀ د کابل امیر د انګرېز دوست وي نو قبائل به هم د انګرېز ملګري وي. خو انګرېز د امیر عبدالرحمان پۀ خبره غوږ نۀ ګرولو او اوچ پۀ زوره ئې د ډیورنډ کرښه راکښله. دا حقیقت دے چې داسې غېر فطري وېش هېڅ کله هم نۀ کامیابېږي. دا دے اوس چین ‘مېکموهن’ لائن ختم کړو او د هندوستان پوځ ئې وباسلو.’ مخ 175

‘کال نولس سوه درې ېرشم کښې حضرت علامه اقبال د امریکې یو اخبار ته پۀ دې مقاله لیکلې ده چې انګرېز امیر عبدالرحمان نه د سرحد علاقه اخستې ده او ډیورنډ کرښه ئې جوړه کړې وه او د امیر د احتجاج باوجود ئې پرې زبردستي قبضه کړې ده نو د هغه وخت نه افغان ملت دننه د سرحدي علاقه اخستلو د پاره خوځښت پېل شوے ؤ چې د امیر حبیب الله وخت کښې سوړ شوے ؤ. خو انګرېز د غازي امان الله خان پۀ اکر پوهه شو چې دا خوځښت یو ځل بیا زور شور سره پېل کېږي نو د دۀ خلاف ئې سازش باندې بغاوت پورته کړو.’ مخ 176

‘اګست نولس سوه شپږ شپېتم کښې کابل ته لاړم. هلته سردار داود وغوښتم. ما ته ئې پۀ جوش کښې ووې چې والله بالله نۀ یواځې پښتون بلکې مسلمان هم یم؛ چې وخت راشي پښتونستان به جوړوم او د یو سپاهي پۀ څیر به ئې جنګ کښې لمړي قطار کښې ولاړ یم ـــ بیا چې کله د محمد ظاهر شاه حکومت ړنګ کړو نو ما د نولس سوه شپږ شپېتم روزنامچه وکتله نو هم دغه خبره پکښې من و عن لیک وه.’ مخ 177

حمزه شینواري پرته لۀ دې چې سر اقبال خوښوي، لیکي چې ‘اقبال د خوشحال چربه ساز ؤ. علامه اقبال د خان علیین مکان خوشحال خان نه د باز و شاهین تصور پۀ پور اخستے دے او بیا د خودي تصور هم دې نه راوتے دے. ما د رائټرز ګلډ اجلاس کښې ‘پشتو ادب اور اس کے مسائل’ باندې خپل تقریر کښې دې ته اشاره کړې ده چې پکښې جاوېد اقبال هم ناست ؤ. دې تقریر کښې ما د پاکستاني ادیبانو او قلمکارانو حضراتو سخته څنډنه د دوي پۀ متعصبانه رویه باندې کړې وه چې دوي ادبي جریدو او قیصو کهانیانو کښې د پښتنو خلاف لیک کوي. دوي چې پښتانۀ پۀ کوم رنګ کښې وړاندې کوي، د دې پایله ډېره بوږنوونکې او د پاکستان حق کښې ښه نۀ ده. کۀ دوي خپل خوي بدل نۀ کړو نو نزدې راتلونکي سبا کښې د سختې خانه جنګۍ احتمال دے.’ مخ 233

‘میر صاحب وپوښتل چې عبدالغفار چرته دے؟ ما ته ئې اکر نه اندازه شوه چې دے به اوس باچاخان ته سپکې سپورې کوي. ما ورته وې چې کابل کښې دے. وئیل ئې هلته څۀ کوي؟ ما ورته وئیل چې هغه هم د هغۀ خپل ملک دے؛ نو وئیل ئې، هغه خو غټ غدار دے’. مخ234

‘کۀ یو بې جانبه بنیادم د پښتون پنجابي قومونو د وګړو جائزه واخلي نو معلومه به شي چې پښتون د قام پۀ حېث کله هم د جارحانه جذبېې لاندې کار نۀ دے کړے. اوس هم پۀ سوونو پنجابیان قبائیلي سیمه کښې ښۀ خوشحاله ژوند کوي بلکې پښتنو ورسره خپلوي هم کړې ده او پښتون ئې مسلمان ورور ګڼي خو د پنجابیانو د دې (متعصبانه) نفسیات وجې دا معلومېږي چې پنجاب همېشه محکوم پاتې شوے دے، بیا پنجاب یو قوم نۀ دے؛ مختلفو قومونه دي چې بس پۀ یوه ژبه پنجابۍ باندې متحد شوے دے. دغه غلامانه ذهنیت لۀ کبله پنجاب څو واره هندوستان باندې لوټمارۍ د پاره یرغل کوونکو ته لاره ورکړې ده.’ مخ 258

‘عبدالغفار خان کۀ پښتونستان غوښتنه کوي نو د دې مطلب دا نۀ دے چې هغه صوبه سرحد افغانستان سره یو کول غواړي، ولې هغه صوبه سرحد د انګرېزانو ورکړې نامه ګڼي چې هېڅ مطلب ئې نشته ځکه چې داسې د پاکستان هره صوبه سرحدي صوبه ده ـــ د هغۀ غوښتنه ده چې دې سیمه کښې پښتانۀ اوسي، ځکه د دې نامه ‘پښتونستان’ پکار ده لکه چې د پنجابیانو وطن ته پنجاب وائي.’ مخ 234

‘د ګپ شپ دوران ئې راته ووئيل، تا ته به یاد وي چې صدر اعظم کېدو سره ما اعلان کړے ؤ، زۀ به پښتونستان جوړوم، کۀ ناکامه شوم نو استعفٰي به ورکوم ځکه ما د وعدې لۀ مخه استعفٰي ورکړه. ما محسوسه کړه چې ظاهر شاه یواځې زباني توګه د پښتونستان غوښتنه کوي، حقیقت کښې د پښتونستان مخالف دے. زۀ حېران شوم چې دا لا څنګه؟ وئیل ئې، او بیا افغانستان کښې مسلمانانو بادشاه ظلِ الٰهي وي. دغه ظلِ الٰهي تصور افغانستان پسمانده ساتلے دے او ظل الٰهي پۀ ټول امدن قابض دے، ټول ملک زر خرید ګڼي، د عوام خیال نۀ ساتي. کۀ پښتونستان جوړ شو نو دا د ظل الٰهي د پاره خطره ده ځکه چې پښتونستاني وروڼه مونږ نه ډېر مخکښې دي او جمهوریت خوښي دي.’ مخ 177

نتیجه:

دې ټولو اقتباساتو ته ځیر شئ ـــ دې کښې مونږ ته هغه حمزه شینواري نۀ ښکاري چې د مسلم لیګ عهدېدار دے؛ د هندوستان د وېش خوځښت کښې ئې پۀ جذباتي توګه برخه اخستې وه لکه څنګه چې دا کار ارباب سکندر خان خلیل او دوست محمد خان کامل هم کړے ؤ خو وروستو پۀ دې عمل پښېمانه وو. ارباب سکندر خلیل نېپ کښې پۀ جدوجهد او کامل صاحب هم د ولي خان پۀ ملګرتیا او پۀ هغۀ د نظم لیکلو پۀ صورت د خپل مسلم لیګیت نه د ستنېدو عمل مونږ ته ښائي. هم دغسې د دې اقتباساتو لۀ رویه د حمزه شینواري دریځ هم د پښتونستان پۀ حواله بیخي روڼ شفاف راوځي؛ هغه داسې چې:

  1. د پښتونستان پۀ حواله هغه د باچاخان هاغه دریځ وړاندې کوي چې کله هغۀ د پاکستان اسمبلۍ کښې د وېش نه پس وړومبۍ وېنا کښې وئیلي وو چې وېش نه مخکښې ما د هندوستان د تقسیم مخالفت کړے ؤ، خو اوس زۀ دا وایم چې د پاکستان دننه وېشلي پښتانۀ دې یو ځاے کړے شي، دې ته دې د پښتونستان نامه ورکړې شي ـــ زما د پښتونستان نه اوس مطلب هم دغه دے.

حمزه صاحب هم دغه دریځ د باچاخان پۀ حواله وړاندې کوي.

  1. د پښتونستان پۀ حواله دوېم تصور د یو خپلواک پښتونستان دے چې هغه د سردار داود او د نورو مبارزینو لکه ایوب خان اڅکزي، خان شهید او هاشم غلزئ هم ؤ. دا پښتونستان د پاکستان او افغانستان دواړو نه د بېل ریاست تصور ؤ. پۀ وړومبي ځل د نولس سوه شپږم خواوشا د ترکي خلافت شېخ الاسلام د دغه ریاست فتويٰ د پټهانستان پۀ صورت کښې ورکړې وه ـــ د ماڼکۍ کلي تحصیل لاهور ډاکټر اورنګ شاه فقیرخېل د دې تصور باني مباني منلے کېږي ځکه چې د هغۀ ملګري لکه د ماڼکۍ مبارک شاه استاذ خلافت تحریک کښې خپله عثماني پوځ کښې کپتان او د خلیفه معتمد او ترجمان پاتې شوے ؤ.

حمزه شینواري د دې خپلواک ریاست پښتونستان پۀ حواله لیکي چې سردار داود او بهټو وخت کښې چې دواړو حکومتونو د یو بل خلاف پرچار بند کړو نو د هغې وجه دا وه چې شاه ایران د دواړو مفاهمت کړے ؤ (دې دوره کښې بهټو سره خان شهید هم ایران ته تلے ؤ) او دا مفاهمت پۀ دې ؤ چې پښتونستان او د پښتونستان داخلي خودمختاري پکښې شرط وي.

حمزه شینواري د دې خپلواک پښتونستان پۀ حواله د سردار داود دا خبره هم لیکي چې،

‘نولس سوه اووۀ پنځوسم کښې سردار داود خان د افغانستان صدر اعظم ؤ نو زما ورسره ملاقات شوے ؤ نو د پښتونستان پۀ بابله ئې ووئیل چې د پاکستاني حاکمانو دا وهم دے چې زۀ پښتونستان افغانستان کښې شاملوم؛ زۀ ستا وړاندې وایم چې دا زما منشاء هېڅ کله هم نۀ ده ځکه چې زما ملک پسمانده او غریب دے، پښتونستان نۀ شي چلولے.’

د بابړې د ظالمانه ټول وژنې پۀ حقله هغۀ لیکلي دي،

‘مونږ خپلو پاسپورټونو د پاره میا جعفرشاه وزیر سره لاړو او مونږ لا خبرې کولې چې بابړه کښې د ګولۍ ورولو اطلاع راغله. میا جعفرشاه وئیل، افسوس دے چې باچاخان زمونږ وړاندیز ونۀ منلو چې پاکستان جوړ شو نو د ډاکټر خان وزارت ؤ، قائداعظم (جناح صاحب) پېشکش وکړو چې مسلم لیګ کښې شامل شئ نو د ډاکټر خان وزارت به پۀ ځاے پاتې شي. ډاکټر خان صاحب پۀ دې رضامند ؤ خو باچاخان ئې شدید مخالفت وکړو او وزارت مات شو. (د ډاکټر صاحب پۀ حقله خبره درسته ده ځکه چې هغه وروستو هم ريپبلکن مسلم لیګ کښې وزیر اعليٰ شو او باچاخان ئې جېل ته ولېږلو). د بابړې پۀ حقله ذاتي معلومات نۀ لرمه خو د اشنغر د خلقو وېنا ده چې جلوس امن داره ؤ؛ پکښې ښځې هم ډېرې وې او ماشومان بچي هم پکښې ؤ نو قیوم وزارت ته هېڅ جواز نۀ ؤ چې پۀ جلوس ئې مرمۍ ورولې وې، خو مرمۍ وورولې شوې او دومره ډېرې زیاتې لکه چې پۀ حلمه اٰور دښمنانو ورول کېږي. پۀ سلګونو پښتانۀ مرګ ژوبلې سره مخ شو. د لیدونکو کسانو خبره ده چې پوځ او پولیس پۀ موقع باندې ټول لاشونه قبضه کړل او پۀ نامعلومه ځایونو کښې ئې ښخ کړل. مخ 162

د دې اوږد اقتباس نه څرګندېږي چې حمزه شینواري د بابړې پۀ حواله هم هغه د یو سوچه قوم پرست دریځ لري او قیوم پۀ هره حواله قصور وار مني. څومره چې د میا جعفرشاه خبره ده، هغه درسته ده. باچاخان هم ځاے پۀ ځاے د دې سپیناوے کړے دے خو مسلم لیګ کښې د ګډون فېصله د باچاخان نۀ وه، خدائي خدمتګارو مسترد کړې وه ځکه چې هغه وخت د U-turn فضائل پۀ سیاست کښې نۀ ؤ رائج شوي.

د ‘نقشِ حیات’ دا مطالعه پۀ مونږ دا خبره جوتوي چې ذهني توګه باندې دا نابغه لیکوال سوچه قام دوست ؤ خو مذهبي رویه وه چې باوجود ئې د قامیت قامولۍ فکر نېغ پۀ نېغه د مذهب سره تړي. بیا دا بېله خبره چې د هغۀ مذهبیت کښې خداے پاک هم د پښتون پۀ صورت متشکل کېږي،

تۀ پښتو او اسلام دوه ګڼه، زۀ وایم

خداے هم کۀ انسان وے نو پښتون به وے

د حمزه شینواري دا جرأت هم د ستائینې وړ دے چې کله ټول پښتون قامي مشرتابه د قیوم خانۍ لیاقت خانۍ ښکار پۀ کلونو جېل کښې بندیوانه وه، پښتون لفظ د غدارۍ او دلالۍ مترادف ګڼل کېدو، هغۀ دا ټوله ریاستي بیانیه پۀ یو شعر باندې داسې لۀ منځه یوړه، وائي اغیار چې د دوزخ ژبه ده

زۀ به جنت ته د پښتو سره ځم

اوس دې جرأت ته کتل پکار دي چې د کوم موضوع روایت لۀ رویه پښتو ته د دوزخ ژبه وئیلې شوې وي، دا روایت د یو حدیث پۀ حواله د پښتون تاریخ هم پخه حواله ګرځولې شوې ده او نبي پاک صلي الله علېه وسلم سره ئې تړون بې شک و شبه ښودلے کېږي!!!

هم دغسې هغه یو بل مشهور شعر کښې ‘یثربي باده افغاني پېمانه’ کښې غواړي؛ ګویا د پښتون افغان هغه تفریق کوم چې اولف کېرو او د هغۀ همنوا پاکستاني درباري سرکاري دانشوران تر اوسه پۀ شد و مد خوروي، لۀ منځه وړي. منو چې د اسلام او پښتو دا مفکوره د پان اسلامزم لۀ مخه د ډرمنډ وولف د دانشورۍ مظهر او خاصه ده، خو دا هم کتل پکار دي چې د پښتو قومي تحریک مشرتابه هم پخوا د دې مغالطې ښکار پاتې شوې ده، ځکه چې دا پۀ ښکاره رومان انګېزه مغالطه وه؛ ځکه پۀ دې بابله باباے غزل هم یو ډول معذور ګڼل پکار دي.

ــــــــــــ

یادګیرنه:

د ښاغلي فېصل فاران دغه لیکنه د ارواښاد حمزه شینواري د ژوندلیک ‘نقشِ حیات’ د لوست نه د هغۀ مأخذات دي. دې لړ کښې پۀ ډېرو سنجیده موضوعاتو د ارواښاد حمزه شینواري دریځ راخستے شوے دے او د قامي تحریک تاریخ او دریځ سره ئې د پرتله کولو هڅه شوې ده.

د پښتون وطن او پښتون قامي تحریک د تاریخ مندرجاتو کښې د ارواښاد حمزه شینواري ځینې قائمې شوې رایې د هغۀ د شخصي مشاهدو پۀ نتیجه ولاړې دي؛ د دغه رایو پۀ حقله نور تاریخي شهادتونه او پس منظرونه هم شته چې دغه رایو سره مونږ سل پۀ سله د اتفاق کولو نه رانیسي. ‘پښتون’ د دغه اختلاف واضح ساتلو د پاره دا یادګیرنه لیکل اړین وګڼل ــــ مننه.

 

دا هم ولولئ

لټون او تپاس د غني ارټ؛ بنيادي نکته – فېصل فاران

هر کله چې د غني خان د شاعرۍ ټولئيزه توکنه کوو او لنډه جائزه ئې …