د پاکستان پۀ ابادۍ کښې د تېرو څو لسېزو څخه چې کومه زياتونه را روانه ده، دغه هر ژوندي ساه پۀ حېرت کښې اچولې ده. د مسئلې دروندوالي ته پۀ کتلو سره د پاکستان د سترې محکمې (سپريم کورټ) مشر ثاقب نثار (ثاقب صاحب اوس پۀ جنورۍ کښې ريټائرډ شو) پۀ اسلام اباد کښې “پۀ زياته ابادۍ د پاملرنې” تر سر ليک لاندې د يو سيمينار اهتمام کړی ؤ چې د عمران خان نه علاوه د عدليې حاضر او تقاعد (Retired) شوي څارنوالان، ايالتي مشران وزيران (Chief Ministers) وفاقي وزيران، علماء کرام، ايالتي وزيران او نورو ډېرو خلقو ګډون وکړو. ښاغلي ثاقب نثار د سيمينار پۀ حقله ناستوخلقو ته ووئيل چې پۀ پاکستان کښې پۀ پوره شپېتو کالو کښې د نفوسو پۀ کنټرول هېڅ توجه نۀ ده شوې او پرمخ روانې چټکې ابادۍ اوس د يوې مسئلې بڼه غوره کړې ده چې دا د يو ناورين څخه کمه نۀ ده. دۀ پۀ پاې کښې پۀ ناستو خلقو زور واچولو چې د ابادۍ يا د نفوسو مخنيوی زمونږ د ټولو ذمه واري ده او دغه ستره ذمه واري بايد تر سره کړو او پۀ دغه لړکښې خپلې غاړې بايد خلاصې کړو. عمران خان پۀ خپل تقرير کښې دا ووئيل چې زمونږ د فېملي پلاننګ پاليسي پۀ پوره توګه ناکامه شوې ده، مونږ ته پکار دي چې د ناوړې ابادۍ د قابو کولو لپاره پۀ عاجله توګه کار وکړو او د تعليم پۀ ذريعه ( صوبو ته پکار ده) چې د زياتو نفوسو د کنټرول مهم وچلوي او پۀ دغه لړکښې راځئ چې قانون سازي وکړو. د دغه حقيقت څخه سترګې پټولې نۀ شو چې پۀ پاکستان کښې ناکاره او زياتې ابادۍ زمونږ پۀ مسائلو کښې اضافه کړې ده. د پاکستان د جوړېدو پۀ وخت کښې د هېواد نفوس څلور کروړه وو لېکن د نولسم سوه نهه اتيايم د سر شمېرنې څخه دغه شمېره څوارلس کروړه ته ورسېده. مګر پۀ شلوکلونو کښې د پاکستان نفوسي ابادي تر شلو کروړو هم واوښتله. دغه رنګه پۀ شپږو لسيزو کښې د پينځۀ چنده اضافې سره پاکستان د نفوسو پۀ لحاظ د نړۍ شپږم هېواد جوړ شو. کۀ چرې پۀ ابادۍ کښې پۀ هم دا تناسب سره زياتوب روان ؤ نو پۀ 2050ز کښې به د پاکستان ابادي دېرش کروړه ته ورسي. نړۍ دا وخت د زياتو نفوسو د کشالې سره مخ ده. پۀ سن 1800 ميلادي يعنې د نولسمې ميلادي پېړۍ پۀ سر کښې د نړۍ ابادي ټول ټال پۀ يو ارب ( سل کروړه) باندې اډاڼه درلوده چې پۀ يو سل دېرش کلونو کښې دوه اربه ته ورسېد. او بيا پۀ دېرشو کلونوکښې درې اربه شوله. دغه رنګه هر کال پۀ لس او دولس کلونو کښې د يو ارب خلقو يا نفوسو زياتونه کېږي. نن د نړۍ ابادي اووۀ نيم اربو نفوسو ته رسېدلې ده لېکن افسوس صد افسوس چې پۀ دغه کښې يو ارب خلق شپه پۀ لوږه تېروي. پۀ نړۍ کښې د نفوسو پۀ لحاظ تر ټولو غټ ملک چين دی چې ابادي ئې يو ارب يو څلوېښت کروړه ده. پۀ دوېم نمبر باندې هندوستان دی چې يو ارب شپږدېرش کروړه دي، پۀ درېم نمبر امريکا ده چې دوه دېرش کروړه ده، پۀ څلورم نمبر باندې انډونيزيا ده چې شپږويشت کروړه ده، پۀ پينځم نمبر باندې برازيل دی چې يوويشت کروړه دي او پاکستان د شلو کروړو سره پۀ شپږم نمبر باندې ځای لري.
د سيمې د نورو هېوادونو پۀ پرتله پۀ پاکستان کښې د ابادۍ شرح 2.4 سلنه ده، هند 1.3 سلنه يا فيصده، ايران 1.2، سري لنکا1.1 سلنه پۀ بنګله دېش کښې يو فيصد. دغه رنګه پۀ ګاونډي هېواد افغانستان کښې د ابادۍ شرح د پاکستان څخه زياته يعني 2.5 سلنه ده. کۀ د پاکستان د ابادۍ رفتار پۀ هم دغه اندازه مخ پۀ وده پاتې شو نو ډېر زر به پاکستان د نفوسو پۀ لحاظ د نړۍ پينځم هېواد جوړ شي.
جنرال ايوب خان د ابادۍ د منصوبه بندۍ لپاره “لږ کچنيان خوشحاله کور” رنګه مهم پېل کړی ؤ. پۀ دغه پروګرام باندې د مذهبي ډلو لۀ خوا سخت مخالفت وشو. وروسته د ابادۍ د مخنيوي پۀ خاطر پاکستان کښې ” د محکمه بهبود ابادي” وزارت جوړ شو. دغه څانګې يا محکمې به وئيل “بچيان دوه ښۀ دي”. دغه شعار هم پۀ رېډيو او ټي وي باندې ډېر تشهير وشو. پۀ دغه تش پۀ نوم ميډيا مهم کښې هم پرته لۀ دې چې پېسه او وخت ضائع شو، هېڅ لاس ته رانۀ غلل.
بنګله دېش غوندې ملک چې پۀ 1971ز کښې ئې ابادي تر مغربي پاکستان څخه زياته وه، د ابادۍ د قابو کولو لپاره د مسجد او علماء څخه کار واخست چې ډېرې ښې پايلې لاسو ته ورغلې او بنګله دېش د ابادۍ پۀ مخنيوي کښې بريالی شو.
پۀ نړۍ کښې د زيات نفوس لرونکی هېواد چين بېلګه زمونږ مخې ته ده چرې چې د فېملي پلاننګ (دا هغه عمل دی چې پلار او مور يا عام اولس دې ته تيار وي چې کم بچيان پېدا کړئ او بيا ئې ښۀ وروزئ) مخکښې يعنې تر 1970ز پورې تقريباً يوه کورنۍ پۀ پينځۀ کوچنيانو باندې مشتمله وه مګر د 1971ز د فېملي پلاننګ پۀ پايله کښې د پېدايښت پۀ شرح کښې ډېر کمی راغلو. پۀ اوسني وخت کښې د زياتې ابادۍ پۀ مقابله کښې د هنره ډک، لوستي او روغتيا څخه برخمنه ابادي د معاشي پرمختګ راز بلل کېږې. ډېره ابادي چې د هنر او پوهنې څخه لرې وي، صحت ضده نۀ وي . هغه د هېواد او ټولنې پۀ ترقۍ کښې د کردار ادا کولو پۀ ځای د بوج سبب جوړېږي. حکومت ته پکار ده چې د زياتې ابادۍ د مخنيوي لپاره پۀ هنګامي او جنګي بنيادونو باندې خپلې پاليسۍ ته بېرته کتنه وکړي او پۀ دغه لړکښې دوي بايد علماء ته مراجعه وکړي او د دوي خدمات واخلي او داسې څۀ وکړي “چې هم مار مړ شي هم لرګی بچ شي.” حکومت بايد دغه کورنيو سره مالي امداد د پېدايښت پۀ شرح کښې د کمي سره مشروط کړي. يعني چې څوک لږ بچيان پېدا کوي او بيا ئې ښه روزنه او پالنه کوي، د هغه کورنۍ مشر ته به ښۀ مراعات او روزګار ورکړل کيږى. کۀ چرې پۀ ابادۍ باندې قابو پېدا نۀ کړل شو او د هېواد نفوس هم داسې مخ پۀ وده روان ؤ نو پۀ راتلونکې کښې به هېواد کښې د معاشي او سماجي مسئلو سره سره د غربت او بې روزګارۍ لۀ و جې بد امني او ترهګري نوره هم زياته شي.
پۀ ابادۍ باندې د نړيوالې ادارې راپور:-
د ملګرو ملتونو (U.N.O) ذيلي ادارې يونيسف پۀ نوي کال باندې د ابادۍ پۀ حوالې سره پۀ تېرو ورځو کښې يو علمي راپور خپور کړو. دغه څېړنې زما پۀ شمول هر پاکستانی پۀ تشويش اخته کړی چې د کوم مطابق د يکم جنورۍ دوه زره نولسم پۀ ورځ پۀ ټوله نړۍ کښې درې لکهه پينځۀ نوي زره دوه اويا بچيان وزېږېدل چې پۀ دغه کښې څلور سلنه يعنې څلور فېصده يوکم پينځلس زره کچنيان صرف پۀ پاکستان کښې پېدا شول. پۀ خبرپاڼه کښې مخکښې وښودل شول چې پۀ نړۍ کښې د نيم څخه زيات ماشومان پۀ نهو هېوادونو کښې پېدا شول. پۀ هندوستان کښې يوکم اويا زره اويا، پۀ امريکا کښې لس زره نهه سوه، پۀ کانګو کښې نهه زره څلور سوه، پۀ ايتهوپيا افريقا کښې نهه زره شل او پۀ بنګله ديش کښې اتۀ زر درې سوه اويا کچنيان پېدا شوي دي.
چين او هندوستان د نفوسو پۀ لحاظ د نړۍ د سر ملکونه دي چې ابادي ئې دوه اربه اويا کروړو څخه زياته ده. کۀ د دغه ابادۍ د تناسب سره سم د پېدا کېدونکو ماشومانو جاج واخستل شي نو پۀ پاکستان د بچيانو شرح پېدائش د دغه پورتني هېوادونو څخه زياته ده. د حېرت وړ خبره خو دا ده چې د ابادۍ پۀ لحاظ غټ اسلامي هېواد انډونېزيا چې ابادي ئې 26 کروړه نفوسه ده، هلته هم د نوي کال پۀ وړومبۍ ورځ يوولس زره کودکان پېدا شول. د نمر غوندې روښانه خبره ده چې د تېر کال د مردم شمارۍ مطابق د پاکستان پۀ ابادۍ کښې 2.4 سلنه کلني زياتوب را روان دی چې د خطې د نورو هېوادونو څخه زيات دی. ما چې کله د يونيسف پۀ خبرپاڼه څېړنه کوله نو دا حقيقت مخې ته راغلو چې ذکر شوي راپور د پاکستان د بېلا بېلو ښارونو د روغتونونو (Hospitals) د اعداد و شمار څخه لاس ته راغلي دي. پۀ دغه رپورټ کښې د پاکستان کليوالې علاقې او کلي چرې چې د ملکي ابادۍ شپېتۀ سلنه (60%) خلق اوسي او هلته نن هم ښځې پۀ خپلو کورونو کښې (بې لۀ څۀ اسانتيا) خپل بچيان زېږوي (پۀ دغه راپور کښې دغه د لرې پرتو سيمو کودکان نه دي حساب شوي) يا دغه بچيان نۀ دي پۀ کښې شامله. کۀ مونږ د يونيسف د راپور پۀ شمېره کښې دغه کليوال بچيان هم واچوو نو پۀ پاکستان کښې به د پينځلس زره پۀ ځای دېرش زره شمېره يا حساب مخې ته راشي. د دغه حساب سره به پۀ پاکستان کښې هر کال يو کروړ اتۀ لکهه بچيان پېدا کېږي. کۀ پۀ ابادۍ کښې پۀ هم دغه رفتار سره زياتوب وشي نو پۀ راتلونکو شلو کلونوکښې د پاکستان ابادي دوه برابره شي.
پۀ دغه اړينه سکالر باندې ما مخکښې هم کالمونه ليکلي وو چې د لوستونکو يو غټ تعداد زما زيار ستائيلی هم ؤ او دوي زما څخه غوښتنه کړې وه چې پۀ دغه موضوع باندې نور هم زيات کار وکړم. مګر پۀ دغه لړ کښې څۀ لوستونکو پۀ ما باندې زيات انتقاد هم کړی ؤ. د دوي پۀ رايه کښې نفوس يا ابادۍ باندې د مخنيوي خبرې د الله پۀ کار کښې مداخلت او د هغۀ د ستر نعمت ناشکري ده چې پۀ شرعي اعتبار صحيح نۀ ده. مګر زۀ وايم چې لږ کچنيان د مور د صحت، د پلار د اقتصاد لپاره ضروري دي. پکار ده چې مونږ (پۀ حېث د مسلمان قام) دومره کچنيان وزېږوو چې د هغوي روزنه وکړو، تعليم يافته ئې کړو، پۀ کپړه ئې پټ کړو، ښۀ خوراک، څښاک او بهتره درملنه ورکړو او بيا ئې د ټولنې پۀ ښۀ ورولو او داسې نور. اوسني حکومت ته پکار دي چې هسې اشتهاري مهم د محکمه بهبود ابادۍ لۀ لارې ونۀ چلوي چې “بچيان دوه ښۀ دي” يا “دوه بچيان خوشحاله کور” غوندې وخت ضائع نۀ کړي او پېسې برباد کړي. سرکار ته پکار ده چې پۀ دغه باره کښې يوه زوروره قانون سازي وکړي او پۀ خبره پوهه علماء پۀ اعتماد کښې واخلي او د بنګله دېش رنګه ماډل اختيار کړي چرته چې پۀ زياته ابادۍ باندې د کنټرول لپاره د علماء او ماجتونو کار واخستل شو. د وسائلو مطابق بچيان پېدا کول د فاميل (Family) او د هېواد پۀ ګټه دي او دا غېر اسلامي عمل نۀ دی. حکومت ته ښائي چې داسې غونډې راوبلي چې پۀ هغې کښې علماء حق شرکت وکړي. پۀ داسې لويو سيمينارونو کښې د بنګله دېش او انډونېزيا ماهرين هم راوبلل شي او د دوي د نفوسو د مخنيوي د تجربو څخه بايد ګټه تر لاسه شي. دا خبره هم د يادونې وړ ده چې پۀ تېر ماضي کښې د هېواد پاکستان علماء ځانمرګي يا فدائي مرګونه هم حرام بللي وو او د دغه ناروا عمل ئې هم سخته غندنه کړې وه. هيله لرم چې علماء حق پۀ وژنه کارونو يا پۀ دغسې سختو مسائلو کښې ښې ديني او قراني پرېکړې او قام يا سيمې ته به خېر ورسوي. پۀ نړۍ کښې د نورو ډېرو مسئلو سره دغه د ابادۍ مسئله يوه درنه مسئله ده. پۀ ځانګړي ډول د پاکستان پۀ شان ملک کښې چرته چې بنيادي اسانتياوې هم پۀ نيشت حساب دي، د زياتې ابادۍ د مخنيوي (د اصولو سره سم) د وخت اړتيا ده.
د يونيسف د جنورۍ د وړومبۍ نېټې راپور زمونږ د ټولو لپاره د خطر زنګ دی. دغه د خطرو زنګ ته پکار ده چې مونږه ټوله توجو سره پۀ ابادۍ باندې د کنټرول سنجيده پاملرنه د وخت اړتيا ومنو. ژوندي او باشعوره ملتونه خپله ابادي پۀ کنټرول کښې ساتي. پۀ دغه مسئله کښې کۀ چرې مونږ باشعوره نۀ شولو او زمونږ پۀ هېواد کښې ابادي پۀ هم دغه اندازه مخې ته لاړه نو پۀ مستقبل کښې د خوراک، اوبو او د توانايۍ مسئله پېدا کېدلې شي او زمونږ پۀ غربت او بې روزګارۍ کښې اضافه ممکنه ده چې وشي او پۀ هېواد کښې بد امنۍ او ترهګرۍ پۀ شان پايلې هم زمونږ لاس ته راتلې شي. راځئ چې نور پۀ رڼو سترګو ژوند وکړو. راځئ داسې ژوند وکړو چې هم مار مړ شي هم لرګی بچ شي. زۀ دا منم چې خدای هرڅۀ کوي خو زۀ دا هم منم چې کۀ زمونږ وسائل زمونږ د شمېر سره سم پاتې شي، دا به زمونږ لپاره ډېره ښه د خېر خبره وي.