اتلسم ائیني ترمیم او د ملک د دېوالیه کېدو بګتۍ – نهار خان تنګیوال

د ‘اتلسم ائیني ترمیم’ کرېډټ کۀ هر ګوند/ ګوندونه د اخستو دعويٰ کوي، پۀ دې خبره کول ضروري نۀ ګڼو؛ البته دا خبره پۀ ډېره ډاګه او غرور سره کوو چې د عوامي نېشنل پارټۍ نه پرته پۀ فکري، نظریاتي او عملي طور کله هم دا د کوم ګوند مطالبه نۀ ده پاتې شوې. د پراخه جمهوري سیناریو تخلیق کولو د پاره پۀ جزوي توګه دې ته د ‘وفاقیت’ نمائنده ګوندونو منشورونو کښې هم ځاے ورکړے دے خو د اختیار لاس ته راتلو سره ئې دغه خبرې لکه د اوسني حکومت د ‘تبدیلۍ’ د دعوې پۀ بډه وهلې دي.

اتلسم ائیني ترمیم د عوامي نېشنل پارټۍ د نعرې ‘خپله خاوره خپل اختیار’ معنون کښې څرګنده ښکاري. د دغه ترمیم د پاره پاکستان دوه ځایه کول روا شوي وو خو دغه اختیار نۀ ؤ منلے شوے. عوامي نېشنل پارټۍ هم د دې نعرې دومره زور وزغمۀ چې د دولس سوه شهیدانو جنازې ئې پورته کړې. نن هم پۀ هره حواله عوامي نېشنل پارټي محاصره کښې ده – د ریاستي او غېر ریاستي عناصرو خواګانې سړې نۀ دي. د اتلسم ائیني ترمیم د راتلو نه پس یوه اوږده موده ژوره ساه راکښلې شوې وه. سازشونه وبڼل شول، واګې راکش کړې شوې، غوږونه تاو کړے شول خو سیاسي ګوندونو پۀ داسې متفقه ائیني جمهوري ترمیم کښې بدلون د پاره د تاریخ مجرمان کېدو ته غاړه کښېنښوده. بیا یوه ګنګوسه د ‘باجوه ډاکټرین’ پۀ نوم وشوشنېدله. دې پسې میډیا، احتساب او ډېمونو والا چیف جسټس یو ځاے شول او پارلېمان ته ئې لنګتۍ کېښوده. د وزیرانو مشیرانو د وزیر اعليٰ پورې پۀ یو بل د کرپشن د کېسونو اٰن دي رېکارډ الزامونو نه ټاک شوز کښې د یو بل ګرېوانونو ته لاس اچولو پورې، د بي اٰر ټي، حیات اباد فلائي اوور، بلین ټري سونامي، خېبر بېنک، پانامه، پارټي فنډز اٰډټ، چندې، پۀ شل کروړه د سوېمنګ فول جوړولو او ‘ټېریان خان’ پورې مالي او اخلاقي کېسونو کښې ګرفتار ‘تبدیلي خېل’ قومِ یوتهـ ته لۀ هره کرپشنه، لۀ هرې ګڼکپۍ او لۀ هرې ټګۍ استثنٰي ورکړې شوه – د نورو ګوندونو نه د احتساب او نېب پۀ لاټۍ او د ‘بوټ’ د لتې پۀ دهمکۍ مرغۍ تحریک انصاف ته هاو کړې شوې – میډیا ائیر ټائم ورته واخستے شو، د مانیټرنګ ایجنسیو رپورټونه ئې حق کښې راوړے شول او اخره کښې د سیاسي انجینئیرنګ پۀ نتیجه کښې د پراخه بې شرمۍ سره دهاندلي وکړې شوه او حکومت تحریک انصاف ته وسپارلے شو.

مونږ ډېر احتیاط سره دې لیکنې د پاره د لفظونو انتخاب کوو او د هر لفظ د ذمه وارۍ د احساس سره استعمالوو.

د دې هر څۀ نتیجه هغه تېره ورځ د یوې بګتۍ صورت کښې مخې ته راغله کله چې نا اهله، نا حلفه، د دهشتګردۍ، نا اهلۍ ټرېډ مارک او پۀ هره حواله پۀ ارټیکل کاټ باټ (Article 61/62) پوره پوره ختونکي عمران خان ووئیل،

اٹھارویں ترمیم کے بعد وفاق دیوالیہ ہو گیا ہے۔

اتلسم ترمیم کښې داسې څۀ دي چې وفاق پۀ دې سره دیوالیه شو؟ دا څو نکتې دلته د لوستونکو پام ته ږدو.

د دې ترمیم سره د 1973 ائین کښې درې اتیا ارټیکلونه بدل شوي دي چې ورسره د جنرل ضیاء د اتم ترمیم او د جنرل مشرف اوولسم ترمیم هم د ډېره حده پورې د منځ نه وړے شوے دے.

مونږ پښتنو ته زمونږ د خاورې د شناخت د اوږدې مطالبې صورت کښې ‘خېبر پښتونخوا’ نوم راکړے شو. دا مطالبه د ‘پښتونخوا’ وه خو چا چې ‘پښتونخوا نۀ زغملو، هغوي ورسره د خپل سوخت سړولو د پاره د ‘خېبر’ نوم اضافي ولګولو. عوامي نېشنل پارټۍ دغه نوم بې د څۀ غږ غوږه ومنلو. ‘خېبر’ یو علامت ؤ – دې ثابتوله چې د ‘خېبر’ پښتونخوا نه انتظامي بېلتون غېر فطري دے او بیا مونږ ولیدل چې اتۀ کاله پس د وفاق زېرِ انتظام ‘خېبر’ پۀ انتظامي توګه د پښتونخوا برخه شوه. لا خو هلته بوټان دي، زر ده چې ائین به هلته هم لاګو شي – د پینځو نه تر د شپاړس کلونو عمر پورې ماشومانو ته لازمي او مفت تعلیم ورکول، دا تعلیم مورنۍ ژبه کښې ورکول )یاده دې وي چې د عوامي نېشنل پارټۍ دور کښې د څۀ تعصب یا د شاونزم نه قطع نظر، پښتو سره نورو ځائي ژبو هندکو، کهوار، سرائیکۍ او کوهستانۍ ته هم د قامي ژبو حېثیت ورکړے ؤ او دې لړ کښې ‘خېبر پښتونخوا ریجنل لېنګوېجز اتهارټي’ هم جوړه کړې شوې وه. څۀ وشو کۀ تبدیلي خېلو پرې د خاورو اړولې کوشش کړے دے، بیا به سور بېرغ نۀ خېژي څۀ( –

د وفاق د مختلفو اکایو )صوبو( تر منځ د وسائلو منصفانه تقسیم یوه بله لاس ته راوړنه ده. د صوبې پۀ امدن کښې د صوبې برخه وټاکلې شوه او صوبه تر یوۀ حده مالي خپلواکۍ پله لاړه. دا ټولو صوبو د پاره شوې فېصله وه – د مالیاتو او سیاسیاتو پوهان دا هم وائي چې د تحریک انصاف حکومت صوبې ته راوستلو د پاره یو مقصد دا هم ؤ چې خېبر پښتونخوا کښې پۀ یو اېړ غېر ترقیاتي منصوبې د مرکز او بهرني بېنکونو نه قرضو باندې روانې کړي او صوبه مالي استقامت ته پرې نۀ ږدي. د شپږ ویشت اربه روپیو د دعوې نه شروع شوې، اتۀ څلوېښت اربو ته رسولې شوې او اوس شپږ شلې اربه ته خېژولې شوې بي اٰر ټي ئې یوه نمونه ده. بیا پۀ صوبه کښې ټولې منصوبې فوجي کمپنیو ته سپارل چې د احتساب محتساب واله چوڼ ونۀ کړے شي، هم د دغه ګمان یقین ته رسولو د پاره یوه نخښه ده.

د دې تر څنګه چې جنرل ضیاء د اسمبلۍ ماتولو د پاره د 58(2B) لاندې اختیارات صدر ته ورکړي وو، هغه ختمېدو نه پس مشرف جرنېل بیا بحال کړي وو؛ اتلسم ائیني ترمیم کښې ورله بیخي سر وچقولے شو. اوس د پارلېمان واګې د وفاق د علامت ګوتو کښې نۀ وي. هاغه مشرف چې هغه ورځ به ئې سوکونه څنډل، خبریالان وائي چې اوس چونچاڼۍ کښې خوئېدلے، خوار د پاکستان خود مختاره (!) عدالت ته پېشۍ له راتلو نه بیا پرېوتے دے. راتلل خو ئې څۀ کوې چې هغه پي اېس اېل مېچونو کښې څنګه خوار خوار ناست ؤ. الله!

دې ترمیم سره صوبې یو شمېر امورو کښې خپلواکه کړې شوې او هغه مختلفې محکمې او ادارې چې اصولاً د صوبو اختیار کښې پکار وې، د مرکز د داړو نه خلاصې کړې شوې. د بجلۍ د پېداوار اختیار پۀ مکمله توګه صوبو ته ورکړے شو. صوبائي قرضې، د اېمرجنسي د نفاذ اختیار )دا کار مخکښې ګورنر او صدر کولے شو، اوس به ئې د صوبې چیف اېګزېکټیو کوي(، مختلفو مدونو کښې قانون سازۍ، د قدرتي زیرمو او قدرتي ګېس او قومي فنانس کمېشن اختیار صوبو تر لاسه کړو.

صدر یواځې د وفاق علامت نۀ ؤ، دۀ سره نورې هم ډېرې ګوتې وې. لغاري د بېنظیرې انکل ؤ، غلام اسحاق د نواز شریف ؤ. بیا چې هغه اس کے پیچهے کله وقهرېدل نو دواړو انکلانو دوه غوټې پارلېمان او جمهوریت له ورکړې وې – اتلسم ترمیم صدر نه دغه ګوتې غوڅې کړې. مخکښې به وزیر اعظم د کابینې فېصلو نه صدر خبرولو او کۀ صدر ته به ‘دغو’ اپروول ورنۀ کړو نو هم صدر دا اختیار لرلو چې دغه قانون نظر ثانۍ د پاره ستون کړي یا ئې غوټ ختم کړي؛ اوس به دغه فېصله د پارلېمان مشترکه اجلاس کوي.

دا چې ډنګډونګے غږېږي چې ‘ اٹھارویں ترمیم کے بعد وفاق دیوالیہ ہو گیا ہے ‘، نو د دې پۀ شا چې مو بلې نه خبر کړو – شپږ ارټیکل – مخکښې به کوم جرنېل تندے کور بوټ کړو او مات به ئې منتخب حکومت کړو، بیا به ورته د ډېمونو د چندو واله غوندې کوم ججان ناست وو، ایسته به ئې د ‘نظریۀِ ضرورت’ تر مخه د مارشل لاء توثیق وکړو – اوس دې وکړي!!! اوس دا سنګین ترینه غداري ده او سزا ئې نېغ پۀ نېغه مرګ دے. دا ټوپک واله فوجیان خواران خو څۀ نه خبر نۀ دي، د دوي خو تربیت دغه ووله او مۀ ووله وي، دغه مشران چې ئې توبه خدایه توبه! بیا خو ئې زور دغه وي چې دوبۍ ته د ملا د دړد پۀ بهانه لاړ شي، هلته ډسکو میسکو کښې ګډ شي او چې د پېشۍ سمن پسې جاري شي نو چنچاڼۍ کښې درز وخوري!!!

اوس نو راځو دې له چې واقعي ملک دیوالیه شوے دے؟

اتلسم ترمیم دې ‘مملکتِ خداداد’ کښې جمهوریت له تحفظ ورکړے دے، د اولس رایې ته ئې حېثیت ورکړے دے، د مارشل لاګانو مخه ئې نیولې ده، صوبو ته ئې اختیار ورکړے دے، د اولس د ټېکسونو پۀ اولس لګولو د پاره ئې اختیار ورکړے دے، د اولس منتخب کړو نمائندګانو ته ئې د قانون سازۍ حق ورکړے دے، پۀ صوبائي وسائلو ئې اولس ته حق ورکړے دے، قامیتونو ته ئې د هغوي پېژندګلو ورکړې ده.

وفاق اتلسم ائیني ترمیم نۀ دے دیوالیه کړے، ټول قام د جنګي اقتصاد عیاشۍ او خود سرۍ دیوالیه کړے دے. پاکستان د اتلسم ائیني ترمیم پۀ وجه ‘ګرے لسټ’ کښې دے؟ دا بي اٰر ټي د اتلسم ائیني ترمیم پۀ وجه نۀ پوره کېږي؟ دا ملک اتلسم ائیني ترمیم دوه نیم زره اربه روپۍ دې څو میاشتو کښې قرضدارے کړو؟ دا قرضې به د عوامو بېنجو نه نۀ وځي؟ دا افغانستان سره د تجارت لارې اتلسم ائیني ترمیم بندې کړې دي؟ دا نوو ضلعو کښې د اساسي قانون د نفاذ لاره کښې اتلسم ائیني ترمیم خنډ دے؟ دا جهانګیر ترین عالمي ادارو او ملکي محکمو کښې سر براهي د اتلسم ائیني ترمیم پۀ وجه کوي؟ هغه ډېمونو واله فنډ اتلسم ائیني ترمیم ته لاړو؟ د ګاونډي ملکونو سره دا تعلقات د اتلسم ائیني ترمیم پۀ وجه خراب دي؟ دا د پي ټي اٰئي د عمران خان، جهانګیر ترین، علیم خان، علیمه خان، زلفې او پروېز خټک وغېره خلاف 43 کرپشن کېسونه اتلسم ائیني ترمیم جوړ کړي دي؟ دا د عمران خان لُور ټیریان او زامن د خپل پلار خوا له راتلو نه اتلسم ائیني ترمیم نیولي دي؟

مړه نو خو نو خو!!!!

دوي ته به سړے څۀ ووائي؟

 

دا هم ولولئ

اینٹ سے اینٹ بج رہا ہے نیا پاکستان – نهار خان تنګیوال

    یو ځل بیا نوے پاکستان جوړ شو او دا ځل څۀ بل شان …