غازي امان الله خان د افغانستان د ازادۍ سرخېل – ډ. سید وقار علي شاه کاکاخېل

 

 

 

د افغانستان د ازادۍ او د استقلال د جنګ سل کاله پوره شو. دا ازادي د پېرنګي نه غازي امان الله خان ګټلې وه. د امان الله خان دور حکومت لس کاله ؤ. دا لس کاله د افغانستان پۀ تاريخ کښې لکه د يو ځلند ستوري پۀ شان پړقېږي. پۀ دې لاندې څو پاڼو کښې به د امان الله خان د دور حکومت لوي اصلاحي کارونه، د خپل وطن د پر مختګ د پاره چې کومې هلې ځلې ئې کړې دي، د هغې ذکر او پۀ ځاے د ستائینې او د صفت او ثناء د يوې خاصې طبقې پۀ ذريعه د هغې اصلاحاتو د مخنيوي او غندنې د بيان سره سره د هغې واقعاتو مختصر ذکر به کول غواړم چې د کومو پۀ وجه امان الله خان د خپل خوږ وطن پۀ پرېښودو مجبوره کړے شو او تر مرګه پورې بيا خپل وطن ته راستون نۀ شو. د دې ټولو واقعاتو یوه جائزه به اخستلې کېږي چې راروان نسلونه هم د دې کړاوونو نه خبر شي کوم چې دې لوے پښتون د خپل اولس او هېواد د پاره کړي دي او د بده مرغه د افغانستان پۀ تاريخ کښي ورته هغه ځاے نۀ دے ورکړے شوے چې د کوم دے حقدار ؤ.

امان الله خان پۀ کال 1892ز کښې د امير حبيب الله خان کره زېږدلے ؤ. د دۀ مور ‘عليا حضرت’ بارکزۍ وه او د حبيب الله پۀ کور کښې ئې اهم ځاے لرلو. د حبيب الله دوه نور زامن عنايت الله او حيات الله هم وو خو د دوي مياندې پښتنې نۀ وې. د امان الله تربيت مور بي بي پۀ خپله کولو. د ابتدائي تعليم د پاره ئې ‘مدرسه حربيه سراجيه’ ته واستولو. پۀ دوو څيزونو کښې د امان الله دلچسپي د ورکوټوالي نه زياته وه؛ هغۀ ځان پۀ بهرنيو چارو پوهول غوښتل. د دې سره سره پۀ حکومتي چارو کښې ئې خاص دلچسپي اخسته. د شروع نه پرې پېرنګيان بد لګيدل. کله چې د خپل سخر ‘محمود طرزي’ پۀ صحبت کښېناستو نو لۀ پېرنګيانو ئې دا کرکه نوره هم سېوا شوه. پۀ ورکوټوالي کښې ئې دوه وودونه کړي وو. کله چې شپاړس کلن ؤ نو پلار ورته وادۀ وکړو خو دغه وادۀ د څو ورځو نه پس مات شو. دوېم وادۀ ئې د اتلسو کالو پۀ عمر کښې وکړو. د دې ميرمنې نوم ئې ‘شهزاد خانم’ ؤ او دا د هغۀ د يواځيني زوي هدايت الله مور وه. د زوي د زېږېدو پۀ وخت دا هم پۀ حق ورسېده. درېم وادۀ ئې د محمود طرزي لور ‘ثريا خانم’ سره وکړو. د دې اثرات د دۀ پۀ ټول ژوند ښکاره وو او دا مېرمنه ئې تر مرګه پورې د ژوند ملګرې وه.

امير حبيب الله چې به کله هم د کابل نه بهر تللو نو پۀ خپل ځاے به ئې امان الله خان د کابل واکمن ټاکلو. پۀ فروري کال 1919ز کښې چې کله حبيب الله د جلال اباد سره نزدې پۀ ‘قلعه ګوش’ کښې ووژلے شو نو هغه وخت هم امان الله خان د کابل واکمن ؤ. هغۀ چې کله د پلار د مرګ واورېدل نو دستي ئې خزانه او د فوځ انتقام سنبال کړو. جلال اباد کښې د حبيب الله پۀ مړينه د هغۀ د کشر ورور نصرالله د امارت اعلان وکړے شولو. پۀ کابل کښې امان الله خان پۀ تخت کښېناستو. پۀ 21-22 فروري کال 1919ز د امان الله خان د باچاهۍ باقاعده اعلان وشو. بارکزو کښې هم هغۀ شهرت لرلو، د پوځ هم خوښ ؤ او د پښتو قبائيلو سره ئې هم رابطې ښې ساتلې وې – ټولو فوراً د امان الله خان اعلان وکړو. ډېر زر د جلال اباد خلقو هم د دۀ د ملاتړ اعلان وکړو او نصر الله خان ئي د امارت نۀ لرې کړو. امان الله خان هغه پۀ بند کښې واچولو او د هغۀ مرګ پۀ بنديوانۍ کښې وشو.

امان الله خان د باچاهۍ پۀ مسند د کښېناستو سره خپل اولس ته ووئيل چې زمونږ خوږ وطن د مودو راهسې د پېرنګي پۀ پنجو کښې پروت دے، لکه د نورو ډېرو ګڼو افغانانو غوندې دا زما د زړۀ ارمان دے چې خپل هېواد او اولس د اغيارو د پنجې خلاص کړم. هغۀ فوراً د افغانستان د ازادۍ ګټلو د پاره د پېرنګي پۀ ضد د جنګ اعلان وکړو. د خلقو پۀ زړونو کښې هم دا پراتۀ وو. هغۀ لکه چې د خلقو د زړونو خبره وکړه. د ازادۍ بېرغونه جګ شو. د پښتنو قبائيلو لۀ خوا هم د افغانستان د باچا د کلک ملاتړ اعلان وکړے شو. دا جنګ د مۍ کال 1919ز پۀ مياشت کښې وشو. جنګ ډېر اوږد شو ولې اثرات ئي ډېر زيات وو او ډېري اهمې نتيجې ترې نه راوختې.

پۀ هندوستان کښې هم پۀ دې ورځو کښې سخت اړے ګړے روان ؤ. د هند اولس پۀ ګڼ شمېر کښې د پېرنګي پۀ ضد راپورته شوے ؤ. د پنجاب د امرتسر د ښار د ‘جليانواله باغ’ خونړۍ پېښه وشوه. پۀ دیارلسم اپرېل پۀ جليانواله باغ کښې ګڼ شمېر بې وسلې او بې ګناه خلق ووژلے شو. د دې سره سره نوي قوانين پۀ هندوستان کښې رائج کړے شو چې د اولس پۀ ضد وو. پۀ عامو خلقو کښې ډېره غټه بې چېني روانه وه. هر خوا مايوسي خوره وه. د دې سره سره وړومبني جهاني جنګ نه ستړي شوي پوځيان واپس را روان وو. ټول عالم د اوږد خونړي جنګ نه ستړے شوے ؤ. پېرنګي پوځ بيا دومره زر د افغانستان غوندې د لرې او سخت وطن پۀ اوچو غرونو کښې د بيا جنګ کولو توان نۀ لرلو. دا ټولې پښې او واقعات د امان الله خان د پاره ډېر سود مند ثابت شول.

افغان پوځ لۀ دې خوا پۀ هندوستان حمله وکړه. عبد القدوس د جلال اباد لۀ خوا بريد وکړو، صالح محمد د کوئټې لۀ خوا تابيا وکړه او نادر خان پۀ کرمه کښې راننوتو او د ټل قلعه ئې رالاندې کړه. پۀ اتۀ ویشتم مۍ د ډز بندۍ اعلان وشو او څو هفتو نه پس پۀ اتلسم اګست کال 1919ز د راولپنډۍ پۀ مقام يوه لويه غونډه وشوه او پۀ دې موقع دا افغانستان د ازادۍ اعلان وکړے شو. دا خبره د يادګيرنې د پاره کول غوارم چې پۀ شلمه مۍ کال 1879ز باندې د افغانستان او پېرنګيانو تر منځ ‘معاهده ګندمک’ شوې وه؛ د دې معاهدې د لاندې د افغانستان ازادې لاړه وه. د افغانستان خارجه پاليسي پېرنګي پۀ خپله قبضه کښې اخستې وه. دا معاهده پېرنګيانو د امير يعقوب خان سره کړې وه. د نوې معاهدې تر لاندې اوس افغانستان دا حق پۀ بېرته واخستو چې خپل ملګري او دښمنان پۀ خپله وټاکي – افغانستان اوس د نړۍ د يو ازاد مملکت پۀ حېث دنيا پېژندل شروع کړل.

د امان الله خان خارجه پاليسي:

لکه چې ووئيلے شو، افغانستان اوس يو خود مختاره حکومت ؤ او ډېره موده پس ئې دا حق پۀ بېرته واخستو چې ځان ته خپل ملګري ولټوي. درې هېوادونو سم د لاسه د افغانستان ازادي او خپلواکي ومنله او پۀ پراخ تندي ئې افغانستان ته د ازادو ملکونو پۀ ټولي کښې تود هرکلے ووئيلو. پۀ دې ملکونو کښې روس، ترکي او جرمني شامل وو. پۀ جرمن او ترکي ډېر سخت وخت ؤ. دوي پۀ جهاني جنګ کښې ماتې خوړلې وه او د برطانوي سامراج او د امريکې او د فرانس وغېره پۀ رحم او کرم پراتۀ وو. هغوي پرې خپل خپل مټونه کتل خو ولې چې د افغانستان د ازادۍ ئې واورېدل نو فوراً ئې دا منظور کړو. د روس حالات بدل وو؛ هلته د لېنن پۀ مشرۍ کښې ډېر لوے بدلون راغلے ؤ. د زار روس پۀ ځاے اوس هلته د بالشويکو حکومت ؤ. پۀ دې ورځو کښې لېنن خپله ژوندے ؤ او د ټول واک او اختيار خاوند ؤ – هغۀ پۀ ډېره ګرم جوشۍ سره د افغانستان ازادي ومنله.

امان الله خان د خپل نور حکومت خارجه پالېسي د درې اصولو تابع کړه. هغه ټاکلي شوي اصول دا وو:

  1. روس سره ډېر ښۀ سفارتي تعلقات جوړول او ساتل.
  2. د حکومت برطانيه سره هم خپل تعلقات پۀ ورو ورو ښۀ کول.
  3. د اسلامي نړۍ د اتفاق او يو والي د پاره هلې ځلې کول.
  4. پۀ اووم اپرېل کال 1919ز امان الله خان دوه خطونه د روس حکومت ته ولېږل. وړومبے خط د بهرنيو چارو د وزير محمود طرزي د طرف نه د روس وزارت خارجه ته ليکلے شوے ؤ. محمود طرزي د امان الله خان سخر هم ؤ او هغۀ د پاره يو ډېر ستر لارښود هم ؤ. هغۀ پۀ دې خط کښې د روس قدرمند مشر لېنن ته د افغانستان د ازادۍ اطلاع ورکړې وه. دوېم خط د امان الله خان ذاتي خط ؤ چې هم لېنن ته ليکلے شوے ؤ او هغه ئې پۀ ډېره ښه طريقه د خپل وطن د ازادۍ نه خبر کړے ؤ. پۀ دوېمه مۍ د لېنن ځواب راغلو. هغۀ امير امان الله ته پۀ خصوصي توګه او د افغانستان مېړني اولس ته پۀ مجموعي طور سره مبارکي راستولي وه. هغۀ د افغانستان سره ډېر زر د سفارتي تعلقاتو غوښتنه کړې وه. هم پۀ دې دوران کښې د افغانستان لۀ خوا یو سفارتي وفد د مشهور هندوستاني انقلابي مولانا برکت الله بهوپالي د مشرۍ لاندې روس ته واستولے شو. هغو ورځو کښې کابل د انقلابيانو مرکز ؤ. دوي دلته نه پۀ اسانه د هندوستان نورو انقلابيانو سره خپلې رابطې ساتلې. امان الله خان د هندوستان د انقلابیانو ډېر زيات مرستیال ؤ او هغوي ته ئې پۀ هر څۀ کښې خاص اهميت ورکړے ؤ. روسيانو دې افغاني وفد ته تود هرکلے ووئيلو او د دوي د مشاورت پۀ نتيجه کښې ډېر زر د دواړو هېوادونو پۀ منځ کښې پۀ دیارلسم دسمبر کال 1920ز کښې يوه معاهده وشوه چې هغه د اګست کال 1921ز نه پخه معاهده وګڼلې شوه. افغانستان د پاره دا ډېره ګټوره معاهده ثابته شوه. روس ورته پۀ خپله خاوره بغېر د څۀ رهدارۍ د مال راوړو اجازت ورکړو. د دې سره سره روس افغان معاهده کښې دا هم ووئيلے شو چې اوس به هر کال افغانستان ته لس لکهه د سرو زرو روبل )اشرفۍ( امداد ورکوي چې د افغانستان مالي حالت مستحکم شي. افغانستان د روس سره دا لوظ وکړو چې دوي به د روس پۀ ضد هېڅ قسم دفاعي او اقتصادي معاهدې نۀ کوي او نۀ به پۀ خپله خاوره د روس دښمنان پرېږدي. روسيانو ته دا هم جازت ورکړے شو چې دوي دې افغانستان کښې پینځۀ قونصلګرۍ پرانیزي. افغانستان ته د روس لۀ خوا يو رېډيو سټېشن هم پۀ ډالۍ کښې ورکړے شو. روسیانو دا هم لوظونه وکړل چې دوي به د لارې او پولونو جوړولو د پاره روسي ماهرين او انجينئیران افغانستان ته رالېږي.
  5. پۀ راولپنډۍ کښې دستخط شوې معاهده د کال 1919ز واله څۀ مستقل معاهده نۀ شوه ګڼلې. د دواړو حکومتونو لۀ خوا پۀ دې لړ کښې نورې خبرې اترې وشوې. د برطانيه لۀ خوا د سر هنري ډوبس (Sir Henry Dobbs) پۀ مشرۍ کښې يو وفد کابل ته واستولے شو. د دې وفد کار ډېر زيات ګران ځکه هم ؤ چې هغه وخت پۀ کابل کښې د برطانوي حکومت نه کرکه کوونکي ډېر قوتونه موجود وو چې پکښې مشهور جرنېل د ترکي جمال پاشا هغه وخت د باچا سره ډېر نزدې تعلق لرلو. د هندوستاني انقلابيانو موجودګي هم پۀ کابل کښې برطانوي حکومت د پاره د پرېشانۍ سبب ؤ. د وفد غړو دا ګران کار اسانول غوښتل. دوي پۀ يوه معاهده کار وکړو او نتيجه ئې پۀ دوه ویشتم نومبر کال 1921ز د برطانوي حکومت او د افغانستان يوه معاهده وه چې پکښې د دواړو حکومتونو تر منځ د سفارتي تعلقاتو پرانستلو باندې اتفاق وشو. برطانيې د افغانان سره دا لوظ وکړو چې د ملک د ترقۍ او پرمختګ د پاره کۀ چرې افغانستان خپل مال د برطانوي هند پۀ لاره راغواړي، پۀ دې به هېڅ قسم ټېکس او راهداري نۀ وي. افغانستان لۀ خپله اړخه دا لوظ وکړو چې دوي به پۀ مشرقي افغانستان کښې د روس قونصل خانه نۀ پرانیزي. افغاني سرکاري مجلې ‘اتحاد مشرقي’ د اتلسم جون کال 1922ز پۀ ګنه کښې د افغان حکومت خارجه پاليسي داسې واضحه کړه چې “زمونږ خارجه پاليسي د ګاونډيانو سره ښۀ تعلقات ساتل دي.”
  6. پۀ وړومبو څو کالو کښې امان الله خان د ‘پان اسلامزم’ )د مسلمانانو يو والي او اتحاد( طرف ته ډېر رجحان لرلو. پۀ دې وخت کښې د ډېرو اسلامي ملکونو سترګې افغانستان خوا ته وې. بل څوک هم دومره شهرت يافته نۀ وو. عن چې اتاترک هم پۀ خپل عسکري کارونو کښې بوخت ؤ او د اتاترک پۀ حېث ئې شهرت نۀ لرو. پۀ کال 1920ز کښې امان الله خان د هدنوستان مسلمانانو ته د افغاني حکومت پاليسي واضحه کړه او دا ئې ورته ووئيل، “افغانستان ستاسو خپل کور دے، راشئ دلته به ځان د پېرنګي سره د مبارزې د پاره تيار کړئ؛ افغان حکومت به درته هر قسم کومک او مرسته درکوي.” هم پۀ دې وختونو کښې پۀ وسطي اېشيا کښې د بالشويکو پۀ ضد مسلمانان را پورته شوي وو. د دوي مشرې پۀ اوله اوله کښې د ‘بخارا’ امير سيد عالم جان کوله. د امان الله خان لۀ خوا امير بخارا ته د هر قسم کومک او امداد ډاډګيرنه ورکړې شوه. د امان الله خان مور عليا حضرت امير بخارا خپل زوے ګڼلو. د هغې لۀ خوا امان الله خان ته ووئيلے شو چې د امير بخارا امداد ته دې مټې وتړي. پۀ اکتوبر کال 1919ز د افغانستان لۀ خوا امير بخارا ته ملي امداد سره سره افغاني عسکر هم واستولے شو او دا خبره ډېره عجيبه وه چې کله روسي پوځيان د بخارې پۀ طرف لاړل نو د بخارې خپل عسکر وتښتېدل او د امير بخارا د محل پۀ حفاظت افغاني پوځ تر اخره پورې ولاړ ؤ. د امير امان الله خان د هغه وخت تقريرونه او بيانونه ټول د عالم اسلام پۀ يووالي زور ورکوي. هغۀ د انور پاشا سره هم خط و کتابت کولو. دا مشهورِ زمانه ترکے لېنن راوغوښتو. هغۀ د انور پاشا نوم او خدمات د مسلمانانو پۀ ضد بالشويکو د پاره استعمالول غوښتل خو انور پاشا چې کله دې وطن ته راغلو او د حالاتو جائزه ئې پۀ خپله واخسته نو ډېر زر د مسلمانانو مشرۍ ته ئې تابيا وتړله او دنيا حېرانه شوه چې کله ئې انور پاشا د بالشويکو پۀ ضد د وسطي اېشياء د مسلمانانو د لارښود پۀ حېث وليدلو. هغه د بالشویکو پۀ ضد د وسله وال جدوجهد کوونکو مشر شو او پۀ کال 1922ز کښې هم پۀ دې حالت کښې شهيد شو.

امان الله خان ډېره موده پورې د امير بخارا او نورو جهادي مسلمانانو سره دا تعلق ونۀ ساتلے شو، ځکه چې اقتصادي طور سره افغانستان دومره تکړه نۀ ؤ چې د روسیانو پۀ ضد د بخارا د مسلمانانو امدادونه ئې ټول عمر کړي وے. بله غټه وجه دا هم وه چې هغه پۀ دې پوهېدو چې روسيانو سره د مسلمانانو جنګ روان دے، دوي به هېڅ کله تر اوږد وخت پوري دا ونۀ مني چې افغانستان د دوي دښمنانو سره مرسته کوي او پۀ خپله خاوره د دوي د روس پۀ ضد استعمالولو د پاره اجازت ورکوي. امان الله خان خپلو مشيرانو پۀ دې هم پوهه کړو چې کۀ چرې روسيان وغواړي نو پۀ شمالي افغانستان او خاص کر پۀ مزار شريف کښې د امان الله خان پۀ ضد تحريکونه راپورته کولے شي. ښه به دا وي چې امان الله خان د وسطي اېشياء د جهادي مسلمانانو دا مرسته پرېږدي ګنې د دې نتيجه به د افغانستان د پاره ښه نۀ وي. هغۀ پۀ دې مشوره عمل وکړو او د جمهوري تنظيمونو د مالي مرستې نه ئې لاس واخستو.

د محمود طرزي پۀ وېنا امان الله خان نورو ملکونو ته هم افغاني وفدونه د سفارتي تعلقاتو جوړولو د پاره واستول. پۀ دې لړ کښې افغاني وفدونه امريکا، فرانس، اټلي، ترکي، جرمني او ايران ته واستلے شول چې نتيجه ئې ډېره ښه ووتله. ډېرو ملکونو سره ډېر زر د افغانستان سفارتي تعلقات جوړ شو.

د امان الله خان اصلاحات:

د افغانستان پۀ تاريخ کښې د امان الله خان هومره اصلاحات چا نۀ دي کړي. هغه چې خپل لس کلن دور حکومت کښې کوم بدلون پۀ خپل وطن کښې راوستے ؤ، هغه د بل چا پۀ خيال او خاطر کښې هم نۀ دے راغلے. ځکه چې وړاندې ووئيلے شو، د امان الله خان د ژوند غټ ارمان او مقصد هم دا ؤ چې خپل اولس او خپل خوږ وطن افغانستان د دنيا د نورو قومونو سره سيال کړي او د ترقۍ پۀ لار ئې دوي سره څنګ تر څنګ ودروي. دې د پاره هغۀ د هر هغه قدم پورته کولو ته تيار ؤ کوم چې د هغۀ پۀ خيال دې لوے مرام ته رسولو کښې مرسته کولې شوه. د فروري کال 1919ز پۀ مياشت کښې پۀ تخت د کښېناستو سره هغۀ دا خبره واضحه کړه چې ” د الله تعالٰي پۀ لوے فضل او حکم زما حکومت به پۀ دې وطن کښې د اصلاحاتو نافذ کولو پوره پوره کوشش کوي. دا اصلاحات به د دې وطن د اوسېدونکو د ښېګړې د پاره وي. مونږ غواړو چې دا خوار و زار پاتې شوے افغان اولس د نړۍ د ترقي يافته قامونو سره سيال کړو. مونږ به خپله خواري او کړاوونه کوو او نور به ئې پۀ لوے خداے پرېږدو چې هغه راباندې خپل خصوصي رحم او کرم وکړي. زمونږ چې څومره وس وي، هغه به کوو او برکت اچولو د پاره به لوے خداے ته سوال او زاري کوو. زۀ د الله تعالٰي نه د مسلمانانو د يو والي او اتفاق د پاره هم سوال او زاري کوم او د ټول انسانيت د بخښنې د پاره ترې نه سوال کوم. د الله تعاليٰ رهنمائي غواړو او دا دعا کوو چې زما دا ارمانونه دې الله تعالٰي پۀ ښۀ شان سره پوره کړي.”

تعليمي اصلاحات:

د امان الله خان تعليم ډېر زيات خوښ ؤ. دا د هغۀ بنيادي اصلاحات دي. هغۀ دا غوښتل چې تعليم دې عام کړي، ځکه چې اخوا دې خوا به ئې وکتل نو خپل ځان او خپل هېواد او اولس به ورته ډېر کمزورے ښکاره شو. پۀ تعليمي مېدان کښې افغانستان ډېر وروستو پاتې ؤ. د نړۍ د نورو هېوادونو سره ئې هېڅ مقابله نۀ وه. امان الله خان پرې پوهېدو چې د افغانستان خپل خلق چې فرسوده او د زاړۀ ذهن مالکان دي، دوي خو پۀ دې لړ کښې پۀ خپل ځان کښې هېڅ بدلون راوستو ته تيار نۀ دي نو دا فېصله ئې وکړه چې د خارج نه تعليمي ماهرين راوغواړي او د هغوي پۀ لارښوونه باندې پۀ افغانستان کښې بدلون راولي. هغۀ د ترکيه او مصر نه شروع وکړه، ماهرينِ تعليم او تجربه کار استاذان ئې راوستل او دوي ته ئې غټه ذمه واري ورپۀ غاړه کړه چې د افغاني ماهرینِ تعليم لارښودنه وکړي. د دوي سره امان الله خان اروپائي ماهرين تعليم هم افغانستان ته راوبلل. د فرانس نه ئې الفريډ فوشر نومې يو ماهر تعليم راوغوښتو او ورته ئې خواست وکړو چې د فرانس پۀ طرز د افغانانو تربيه هم وکړي. د جرمني نه ئې هم ډېر زيات ماهرين تعليم راوغوښتل او ورته ئې ذمه وارۍ ورپۀ غاړه کړې.

دې ماهرينو د خپلو هېوادونو پۀ طرز دلته هم سکولونه او ښوونځي پرانستل. داسي اروپائي نظام تعليم پۀ افغانستان کښې متعارف کړے شو. دا خبره بيا واضحه کول غواړم چې امان الله خان دا خپل اصلاحات د پلار غوندې صرف د کابل د پاره نۀ کول، هغۀ غوښتل چې د دې تعليم او نورو اصلاحاتو نه دې ټول افغانان او پۀ خصوصي توګه پۀ کلو کښې اوسېدونکي خلق استفاده وکړي. پۀ دې لړ کښې د هغوي د وطنونو غوندې سکولونه پۀ کابل کښې پرانستے شو چې استاذان هم پۀ کښې د هغه هېوادونو وو او د تعلیم ذريعه هم د هغوي پۀ ژبه وه. وړومبنے سکول پۀ دې حساب کښې د فرانس د نظام تعليم غوندې پرانستے شو او نامه ئې ‘ليسه امانيه’ وه. دا پۀ کال 1922ز کښې پرانستے شو. د امان الله خان د تخت پرېښودو نه پس د دۀ نوم بدل کړے شو او ‘لیسه استقلال’ شو. پینځۀ فرانسوي پروفېسران او دولس افغاني استاذان پۀ دې سکول کښې وو او لکه چې ووئيلے شو چې فرانسوي ژبه پۀ درس ورکولے شو. دوېم د ‘اماني’ پۀ نوم پۀ کال 1923 کښې پرانستے شو او د جرمن نظام تعليم پۀ طرز ؤ. د دې زيات استاذان جرمنيان وو او د زدکړې د پاره ژبه هم جرمن وه. د امان الله خان د تګ نه پس د دې نوے نوم ‘لیسه نجات’ شو. درېم سکول د انګرېزانو پۀ طرز د تعليم ؤ. دا سکول د ‘غازي’ پۀ نام پۀ کال 1928ز کښې قائم شو. د دې د زدکړې ژبه انګرېزي وه.

امان الله خان د تعليم فائده هر چا ته رسول غوښتل. هغۀ پۀ ټول افغانستان کښې د سکولونو جال جوړ کړو. هغه پۀ دې پوهېدو چې تر څو پورې د علم دا رڼا هر خوا ته نۀ وي خوره شوې او هر چا ترې فائده نۀ وي اوچته کړې، افغانان د علم پۀ خوږو نۀ شي پوهېدے او هېڅ قسم بدلون ئې پۀ سماجي او مادي ژوند کښې نۀ شي راتلے. هغۀ تعليم لازمي کړو، يعني د علم زدکړه ئې پۀ هر چا فرض کړه. تعليم مفت ؤ، هر افغاني ماشوم چې د شپږو کالو نه واخلې تر يوولس کالو ؤ، پۀ هغۀ دا تعليم لازمي ؤ. د دې غټ مقصد هم دا ؤ چې دا خپل هېواد او اولس د جهالت د تور تيارو نه راوباسي او د علم پۀ رڼا ئې ولړي. هم داسې به دوي د نړۍ د ترقي يافته قومونو سره سيالي کولې شي.

د امان الله خان دوه غټ مقصدونه وو. هغه پۀ دې پوهېدو چې د اصلاحاتو د نافذ کولو د پاره يوه روش فکره او تعليم يافته ټولنه/ معاشره/ ټولے پکار دي. هغه صرف او صرف د تعليم د حصول پۀ لاره ممکنه ده. هغۀ پۀ خپل وطن کښې بدلون راوستل غوښتل او دا بدلون هله ممکن ؤ چې د هېواد هر وګړے پۀ دې پوهه شي چې پۀ دې کښې د باچا څۀ خپل ذاتي غرض نشته؛ لکه دا د دوي د پرمختګ او ښېګړي د پاره کوي. يقيناً چې بې عمله خلق به بې سواده وي او پرې به نۀ پوهېږي. د امان لله دوېم غټ مقصد دا ؤ چې د هغۀ د حکومت چلولو د پاره مخلص، روش فکره او جديد تعليم سره خلق پکار وو. د هغۀ پۀ وطن مئين زلمي پکار وو. پۀ هغۀ دا اعتراض هم دے چې هغۀ ولې د زور نه کار اخستے ؤ او خلق ئې پرې مجبورول چې دوي دې تعليم حاصل کړي؟ کۀ د هغه وخت د افغاني ټولنې پۀ غور سره جائزه واخستې شي نو د غربت د لاسه خلقو خپل زامن خپل ملاتړ ګڼل او دوي دا غوښتل چې دوي سره دې خپل زامن د کور د پاره ګټورو کارونو کښې برخه واخلي چې د دوي پۀ اوږو دا بوج سپک شي. دوي دې اقتصادو ته خو کتل، ولې د ماشوم ژوند چې تباه کېدو، پۀ هغې ئې څۀ کار نۀ ؤ. باچا دا غوښتل چې دوي ماشومانو ته د جديد تعليم کالي واغوندي، بيا يقيناً چې ځوانان شي نو هم د خپلو ټبردارو کورنيو به پۀ ښۀ شان مرسته او ملاتړ کولے شي. دې طبقې دا غوښتل چې ژوند دې هم داسې روان وي او پۀ دې کښې بدلون را وستل دوي ته د مرګ نه کم نۀ ښکارېدل.

امان الله خان چې دا وليدل چې دوي خو پۀ امن دې خبرې ته تن نۀ ږدي نو هغۀ بيا څۀ سخت قدمونه پورته کړل او سرکاري ملازمينو ته ئې پۀ جار ووئيل چې کۀ تاسو خپل بچي سکولونو ته نۀ استوئ نو بيا تاسو هم پۀ کور کښېنئ او د نوکرو نه ځان برخاست وګڼئ. د امان الله خان پۀ وخت کښې د جينکو پۀ تعليم خاص توجه ورکړې شوې وه. د جينکو د پاره ځان له هم پۀ کال 1921ز کښې د ‘عصمت’ پۀ نوم يو سکول پرانستے شو. د امان الله خان د تګ نه پس د دې نوم هم بدل شو او ‘لیسه ملالۍ’ ترې جوړه شوه. د دې سکول انتظام د امان الله د ښځې ملکه ثريا پۀ خپل لاس کښې ؤ. د هغې سره د هغې مور هم د هغې مرستياله وه. د دوي مقاصد هم دا وو چې افغاني ټولنه کښې د جينکو د تعليم افاديت ورپۀ ګوته کړي. دوي خپل مقصد کښې کاميابي ځکه وموندله چې ډېر زر د جينکو شمېر د سوونو نه واوړېدو.

امان الله خان دا فېصله هم وکړه چې پۀ ګڼ شمېر دې افغانان طالب علمان د اعليٰ تعليم د پاره بهر واستوي. پۀ دې لړ کښې پۀ کال 1921ز کښې پینځۀ څلوېښت زلمي فرانس ته د تعليم د پاره پۀ سرکاري خرچه واستولے شو. پۀ کال 1922ز کښې څلوېښت هلکان نور جرمني ته واستلے شو. حکومت باقاعده هر کال د اعليٰ تعليم د پاره هلکان انګلستان، سوېټزرلېنډ، ترکي او ايران ته استول. امان الله خان باندې چې به چا اعتراض وکړو چې ولې دا ځوانان دومره لرې هېوادونو ته استوې، هغۀ به ورته پۀ ځواب کښې د رسول الله صلي الله علېه وسلم د دې حديث شريف حواله ورکړه چې دا زمونږ خوږ پېغمبر رسول الله صلي الله علېه وسلم وئيلي دي چې کۀ د علم پۀ تلاش کښې ايمان دارو چين ته هم تګ درپېښ شي نو ځئ )تللے شئ(.

پۀ امان الله خان پۀ وروسته دور کښې ملايانو دا اعترض هم کولو چې دۀ مسلماني پرېښودې وه او پۀ هر وخت او موقع به ئې د مذهب او دين سپکاوے کولو. زۀ دلته دا ښکاره کول غواړم چې دا پروپېګنډې د امان الله خان پۀ ضد کېدې خو حقيقت دا دے چې کله به دا ځوانان د تعليم د پاره بهر استولے کېدل نو دوي نه به لوظ )خلف نامه( واخستې شوه چې دوي به دا کوي او دا به نۀ کوي. دوي ته دا واضحه کړې شوه چې دوي به د مذهب پابندي کوي، د روژې پۀ مياشت کښې به خپلې روژې نيسي او د هغې سره سره چې څومره زبرګې ورځې دي، د هغې به احترام کوي. د قران شريف تلاوت به پۀ باقاعدګۍ سره کوي چې د دوي ايمان محکم وي. دوي ته به ښکاره ووئيلے شو چې د شريعت مطابق به د حرامو او حلالو خيال ساتي. هېڅ قسم کلبونو او شرابونو محفلونو کښې به شرکت نۀ کوي . د اخلاقياتو نه غورځېدلي کارونه به نۀ کوي. د هغه وطن چې کوم کښې دوي مېشته وي، د پېغلو او ښځو سره به هېڅ قسم ناجائز تعلقات نۀ ساتي. پۀ خوارک څښاک به ډېر زيات احتياط کوي او کوم څيزونه چې پۀ قران شريف کښې منع شوي دي، هغو ته به نزدې هم نۀ ورځي. کوشش به دا کوي چې د قران پۀ احکاماتو پوره پوره عمل کوي. کۀ چرې دا ثابته شوه چې دوي پۀ دې عمل نۀ دے کړے او د افغان حکومت لۀ خوا د جاري شوو څیزونو خيال ئې نۀ دے ساتلے نو د دوي وظيفه به بنده کړې شي او دوي به فوراً وطن ته بېرته را وبللے شي. د دې هر څۀ کتو نه پس کۀ بيا هم څوک وائي چې امان الله خان سوچه مسلمان نۀ ؤ او د مذهب پابندي ئې نۀ ده کړې او د مذهبي احکامات پۀ ضد ئې کارونه کول نو دوي يقيناً چې د جهالت پۀ تور تيارو کښې پراتۀ دي او د دوي نه د جهل دا پړدې لرې کېدل ګرانه ده.

د امان الله خان پۀ حوصله افزايۍ د هغۀ مېرمن ملکه ثريا پۀ کال 1921ز کښې خاص د مېرمنو د پاره وړومبۍ مجله د ‘ارشاد نسوان” پۀ نوم جاري کړه. پۀ دې کښې به د زنانو د دلچسپۍ د پاره سودمند مضامين چاپ کېدل. دې سره سره زنانو ته ئې د کور کور دارۍ چلونه هم ښودل. د ښځو سره لګېدلي معاشرتي مسائل هم پکښې د لیک لاندې راغلي دي. ډېر زر زنانو پکښې د اسلامي تاريخ نه اخستے شوي د ښځو پۀ تورزتۍ او مېړانې باندې مضمونونه هم چاپ کړل. د افغانستان د ازادۍ او ترقۍ د پاره د ښځو هلې ځلې هم پکښې پۀ ښۀ شان چاپ کېدې. د ترکيانو د ښځو حال احوال پکښې چاپ شوي دي. د دې سره سره افغاني مېرمنو ته هم ووئيلے شو چې دوي ته هم پکار ده چې پۀ ښۀ کارونو کښې د اروپائي او ترکيه ښځو تقليد وکړي. دوي دې د کور د چار ديوارۍ نه بهر راوځي او خپلو نارينو سره دې اوږه پۀ اوږه لکه د يو ښۀ ژوند ملګري مرستيالې شي، د هغوي بوجونه دې سپک کړي ځکه چې صرف پخلي کولو او د کور دننه ماشومان لويولو باندې ملک چرته هم پرمختګ نۀ شي کولے، نۀ د هېواد او اولس مسئلے حل کېدے شي. امان الله خان خپله هم پۀ دې کښې ذاتي دلچسپي اخسته. هغه څو څو ځله د ښځو خاص ټولي ته تللے دے او هغوي سره ئې پۀ دې او نورو ډېرو اهمو او زړۀ پورې موضوعاتو باندې ګټور بحثونه کړي دي. پۀ دې ورځو کښې دوه اهمې پېښې داسې وشوې چې د ښځو قدر و قيمت ئې نور هم سېوا کړو. پۀ کال 1928ز کښې ‘انيس’ مجله کښې د ښځو د پاره يو ځاے مختص کړے شو او پۀ هغه ځاے کښې به د ښځو معاشرتي مسئلو باندې بحثونه هم کېدل او مضمونونه به هم چاپ کېدل. بغېر د څۀ وېرې او شرم د وادۀ کړو کورنيو مسئلې او د هغې حل باندې مضمونونه به چاپ کېدل. د هغې وخت سره دا خبره ډېره زياته لويه خبره وه ځکه چې پۀ افغاني ټولنه کښې د ښځو پۀ معاشرتي او نورو داسې لګېدلي معاملو باندې بحث کول ناممکنه خبره وه. د دې سره سره دوېم غټ کار دا وشو چې ملکه ثريا دا خواهش ښکاره کړو چې دوي ته دې هم الوتکه کښې چکر ورکړے شي. امان الله خان خبره فوراً ومنله او د شلو خواوشا ښځې پۀ الوتکه کښې د کابل پۀ اسمانو کښې وګرځېدې. پۀ دې خبره ملايانو يو شور او غوغا جوړه کړه او ډېر نور درانۀ درانۀ مشران هم ورسره پۀ دې کښې د امان الله خان پۀ غندنه کښې شريک شول. دا خبره لويه ګناه وګڼلې شوه چې ښځې د سړو د سرونو د پاڅه سورېږي. امان الله خان د دې پروپېګنډې هېڅ خيال نۀ ساتلو او خندېدو به – هغۀ وکتل چې دنيا ته وګورئ کوم ځاے ته ورسېده او مونږ پۀ افغانستان کښې د دې نه تاوېږو چې زمونږه مېرمنې دې ولې زمونږ سره سیالې شي.

افغان پرېس:

د افغانستان نوموړے اخبار ‘سراج الخبار’ د نوي نوم ‘امان افغان’ سره د اکتوبر کال 1919ز د کابل نه چاپ کېدل شروع شو. پۀ فروري کال 1920ز کښې د ننګرهار )جلال اباد( نه د ‘اتحاد مشرقي’ پۀ نوم بله مجله شروع شوه. هم پۀ دې کال هرات نه دوه اخبارونه ‘فرياد’ او ‘اتفاق اسلام’ شروع شول. دا ټول اخبارونه پۀ فارسۍ ژبه کښې وو او ګاه نه ګاه به پکښې چرته د پښتو مضمون لیک ښکاره شو. هم پۀ دې کال د مزار شريف نه دوه اخبارونه د ‘بېدار’ او ‘اتحاد اسلام’ پۀ نوم شروع شول. ‘اتحاد بغلان’ پۀ کال 1921ز کښې د بغلان نه چاپ کېدل شروع شو او پۀ کال 1922ز کښې د کتغان نه ‘اتحاد خان اباد’ او د قندهار نه ‘طلوع افغان’، د کوهستان نه ‘ستاره افغان’ او د کابل نه پۀکال 1923ز کښې ‘حقيقت’ چاپ کېدل شروع شو. څلور کاله پس ‘انیس’ هم د کابل نه شروع شو خو دا اخبار مکمل پۀ پښتو ژبه کښې ؤ. هم داسې د امان الله خان پۀ وېنا مختلفو وزارتونو خپل خپل اخبارونه شروع کړل. محکمه تعليم ‘ائينه عرفان’، د وزارت ماليات د طرف نه مجله ‘ثروت’، د وزارت حربي لۀ خوا ‘عسکريه’ چاپ کېدل شروع شو.

لکه چې ووئيلے شو، د دې مجلو او اخبارونو پۀ چاپ کېدو کښې امان الله ذاتي دلچسپي اخسته. هغۀ پۀ خپل وطن کښې بدلون راوستل غوښتل او دا بدلون د تعليم نه بغېر ناممکن ؤ. د دې سره سره هغۀ دا هم غوښتل چې افغانان دې د ازادۍ پۀ قدر و قيمت هم پوهه شي. هغۀ غوښتل چې د خپلې خاورې سره د مينې سره سره دې خلق د جديد اصلاحاتو او تعليم نه هم استفاده وکړي. پۀ دې رسالو او اخبارنو کښې به ډېر پۀ زړۀ پورې مضمونونه چاپ کېدل او خلقو به پۀ کښې خپله د لچسپي ښکاره کوله.

صحت او مواصلات:

لکه د نورو ډېرو اهمو اقداماتو سره سره امان الله خان پۀ دې لړ کښې هم ډېر کار کړے دے. هغۀ د خپل اولس د صحت متلعق ډېر فکرمند ؤ. هغۀ به ليدل چې څنګه نا پوهه او بې عمله خلقو د حکمت پۀ نوم د مودو مودو راهسې دهوکه خوړلې ده. د حکمت پۀ نوم ډېرو خلقو يو سود مند کاروبار شروع کړے دے او د افغان اولس د ژوندونو سره لوبې کوي. امان الله خان دوي قتل کول غوښتل. د حکومت لۀ خوا پۀ بازارانو کښې داسې قسم حکيمانو او د هغوي پۀ حکمت بندېز ولګېدو. پوهه او قابل حکيمانو ته باقاعده د حکومت لۀ خوا اجازه ورکړې شوه چا چې به څۀ قسم نقصان د حکمت پۀ نوم چا ته ورسولو، فوراً به د هغۀ اجازت نامه منسوخ کړې شوه. امان الله خان يو لوے ګام پۀ دې لړ کښې دا هم واخستو چې د حبيب الله خان ماڼۍ ئې د ټي بي )لوے رنځ( مريضانو د پاره وقف کړه. پۀ کال 1923ز جرمنيانو افغانستان کښې دوه هسپتالونه چالو کړل. پۀ دې کښې به دوايۍ هم ورکولې شوې او نور علاج به هم ویړیا کېدو. دا يو د نارينو او بل د زنانو د پاره روغنتون ؤ. پۀ عمومي توګه د ډاکټرانو کمے محسوسېدو او امان الله خان پۀ دې لړ کښې ډېر کړاوونه وکړل چې ډاکټر د ضرورت مطابق پېدا کړي خو ډېره کاميابي به ئې نۀ وه موندلې.

د مواصلاتو پۀ لړ کښې امان الله خان ډېر انقلابي ګامونه پورته کړل. هغۀ پۀ ټول هېواد کښې د سړکونو جال خورول غوښتل، کابل او پېښور او کابل او قندهار او کابل او هرات تر منځه ئې سړک ډېر پۀ ښۀ شان جوړ کړو، د دې لوے ښارونو ئې خپلو کښې رابطې برابر کړې. پۀ کال 1925ز کښې روسيانو کابل کښې يو رېډيوسټېشن هم جوړ کړو. د روس لۀ خوا افغانستان ته پينځۀ الوتکې هم ډالۍ کړې شوې. روسي هوابازانو دا الوتکې کابل ته راوستې. پینځویشت (25) زلمي د هوابازۍ د تربيت د پاره روسيه ته واستول شول. پۀ کال 1928ز کښې ئې د وسطي اېشياء سره هوائي رابطې جوړې کړې. هم پۀ دې کال د کابل او قندهار تر منځه الوتکې والوځولې شوې. پۀ قندهار، جلال اباد او هرات کښې د بېن الاقوامي سټېنډرډ مطابق هوټلونه جوړ کړے شول، ځکه چې امان الله خان غوښتل چې کوم سېلانيان چې د خارج نه راځي نو باید هغوي ته د هر قسم سهولتونه مهيا وي، ځکه چې دا خلق به د افغانستان پۀ اقتصاد کښې ډېر اهم کردار ادا کوي.

د دې سره سره د کابل د زوړ ښار د تنګو او ترشو کوڅو نه چې د صفایۍ څۀ خاص انتظام به نۀ ؤ او د باران نه پس به خټې او اوبۀ تر مودو پورې ولاړې وې، د هغو د صفایۍ خاص انتظامات ئې وکړل. هغۀ دا هم فېصله وکړه چې دکابل پۀ خوا کښې به د ‘دار الامان’ پۀ نوم يو نوے ښار جوړ کړي چې پۀ کښې د حفظان صحت د اصولو پوره پوره خيال ساتلے کېږي. د غرونو د لمن نه به پاتې اوبۀ راځي او د ویالو او چينو پۀ شکل کښې به پۀ ټول ښار کښې ګرځي. ګلۍ کوڅې به هوا دارې وي، د نمر او د رڼا به پۀ کښې خاص خيال ساتلے کېږي. هلته ئې د ځان د پاره او د خپلو ملازمينو د پاره دفترې جوړول هم شروع کړل. دې نوي ښار کښې د اوسېدو ارمان د امان الله خان پوره نۀ شو. تر ډېرې مودې پورې پۀ ‘دار الامان’ کښې شاهي محل او دا نور دفترونه موجود وو خو د افغانستان د اوسنيو خونړو پېښو د پس ته چې کله نا کله څوک پۀ امان الله خان مئين هلته لاړ شي نو زړۀ ئې د خفګان نه پړق وچوي. دا محلات او دفترونه د جګړو د لاسه اوس خالي کنډرې پاتې دي. امان الله خان پرې څومره خواري کړې وه او د هغې اوس څۀ حالات دي؟ ]یاده دې وي چې د ‘دار الامان’ د بیا ودانۍ پروژه پۀ توندۍ سره روانه ده او هیله چې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې پۀ ویاړ سږکال دغه وداني سر ته ورسي. د جنګ ځپلي او زبېښلي افغانستان لۀ خوا دا وداني سر ته رسول به ثابت کړي چې افغانستان کښې تاریخي او سیاسي شعور پرمختګ کړے دے او دا چې اوس به ډېره ګرانه شي چې کوم غېر جمهوري ځواک بیا افغانستان ونیسي. ‘پښتون'[

انتظامي او قانوني اصلاحات:

د نورو اهمو څيزونو سره سره امان الله خان د انتظامي امورو او قانوني اصلاحاتو طرف ته هم خاص پاملرنه کړې ده. پۀ هغه وخت کښې پۀ افغانستان کښې اقربا پروري او رشوت ډېر زيات وو، غلاګانې هم د سرکاري نوکرانو پۀ جرړو کښې ننوتې وې. د کار خلق پۀ شمېر وو. امان الله پۀ تخت د کښېناسو سره پۀ دې پوهه شو چې رشوت او غلا د ملک بېخ او بنياد وباسي؛ هم پۀ دې لړ کښې ئې ځینې انقلابي اقدامات وکړل. دغه ټول امیدونه د ځوانانو سره تړلي وو. پۀ ګڼ شمېر کښې ئې دوي د تربيت د پاره خارجي هېوادونو ته واستول. ډېر زيات تعداد پۀ کښې روس ته واستولے شو. د ‘مکتبه حبيبیه’ د فارغ التحصيل طالب علمانو سره د امان الله ډېره زياته دلچسپي وه او هغۀ غوښتل چې دوي ته صحيح تربيتي ټرېننګ ورکړے شي ځکه چې دوي د افغانستان مستقبل دے. هغۀ دوي ته دا ښکاره کړه چې د نوي وخت د تقاضو سره ځان هم اهنګ کړئ او دا خپل وطن د ترقۍ پۀ لار روان کړئ. امان الله غوښتل چې سرکاري نوکران د رشوتونو او بډو نه ځان وساتي. پۀ دې لړ کښې حکومت دا اعلان وکړو چې دوي دې خپلې اثاثې او جائيدادونه څرګند کړي. د قانون احترام ئې پۀ هر چا لازم وګرځولو. دا اعلان ئې وکړو چې د خلقو د مال او ځان حفاظت هم پۀ حکومت فرض دے. وئيل به ئې چې پۀ کومه علاقه کښې چې شوکه يا داړه وشي، د هغې علاقې خواوشا کلو خلق به د دې ذمه وار وي او دا تاوان به هم دوي ورکوي. د ميونسپل کمېټیو اجراء ئې وکړه او پۀ ټولو لويو ښاريو کښې ئې ميونسپل کمېټۍ جوړې کړې. افغانستان ئې د انتظامي امورو د پاره پۀ پینځو برخو کښې وويشلو – يو پۀ کښې د کابل ښار ؤ او نور قندهار، افغاني ترکستان، هرات او بدخشان شامل وو. دا برخې بيا نورې پۀ ضلعو ووېشلې شوې. د قانون پۀ محکمه کښې ئې هم ډېرې تبديلۍ راوستې. د خلقو نه ئې قاضيان او ججان واخستل. دوي ته به سرکاري تنخواه ورکېدې شوه. باچا د اپيل د پاره اخري حد ؤ او اخري فېصله به باچا کوله. پۀ وړومبو څو کالو کښې دا ټول څيزونه ډېر پۀ منظمه توګه روان کړے شول. د جرائمو بېخ بنياد وويستے شو. بيا هم جرايم پۀ درې برخو کښې ووېشل شو – غټ جرم چې پۀ کښې زنا، شراب څښکل، غلا، شوکې او ډاکې شاملې وې. د هغې د پاره د شريعت مطابق سزا ورکېدې شوه او دا جرمونه ټول د حدودو لاندې وګڼل شو. دوېمه درجه کښې د انسان وژل، چا ته بدني نقصان رسول وغېره د قصاص د لاندې به فېصله کېدل او د درېمې درجې جرمونه به د تعزیر د لاندې فېصله کېدل. قاضيانو ته پۀ بار بار دا وئيلے شوي وو چې بغېر د څۀ وېرې او ترهې فېصله کوي، تر ډېره حده پورې جرمونه خلاص شوي وو.

پۀ هېواد کښې ئې پۀ بیګار باندې پابندي ولګوله. جواري، د ځناورو جنګول، پۀ ځناورو د هغوي د وس نه زیات بوج اچول وغېره هم بند کړے شو. هر قسم نشې باندې پابندي ولګېده. پۀ شرابو څښکلو خو پابندې د اول ورځې نه وه، بيا ورسره ورسره د چرسو پۀ څښکلو او د افيمو پۀ خوړلو هم بندېز ولګېدو. د لختيو پۀ ګډاګانو هم بندېز ولګېدو. کوم خارجيان چې پۀ افغانستان کښې مېشته وو، هغوي ته دا ښکاره ووئيل شو چې تاسو به د دې وطن قانون احترام کوئ. امان الله خان پۀ څۀ طريقه اسلامي شريعت او پښتنولي يو ځاے کول.

پۀ کال 1922ز کښې پۀ وړومبي ځل سرکاري بجټ څرګند شو چې پۀ کښې د سرکاري اخراجاتو او د بادشاه د ذاتي خرچې تقسيم شوے ؤ.

پۀ کال 1923ز کښې افغانستان ته وړومبے ائين ورکړے شو. د دې نوم نظام نامه ئې ‘اساسِ دولت عاليه افغانستان’ ؤ. دا پۀ درې اویا (73) برخو وېشلے شوے ؤ. پۀ دې کښې د يو پارليماني وزارتي طرز حکومت منظوري ورکړې شوې وه. پۀ وړومبي ځل پۀ ښکاره طور سره ووئيلے شو چې د افغانستان سرکاري مذهب به اسلام وي. هندوانو او يهودو ته او نورو مذهبي اقليونو ته پوره پوره مذهبي ازادي ورکړې شوې وه. دا هم فېصله وشوه چې امير صاحب ته به ‘خادمِ دين’ وئيلے شي او د هغۀ نوم به پۀ باقاعده طور سره فېصلو کښې اخستے کېږي.

د ائين لاندې کونسل پۀ اووۀ برخو کښې تقسيم ؤ – دربار شاهي چې پۀ کښې ملکانان او ګڼ شمېر درانيان وو او خوانين ملکي چې د خلقو نمائندګي به ئې کوله. دربار شاهي غړي به پۀ خانداني وراثت باندې راتلل او د باچا پۀ خوښه به ئې وخت تېرولو. خوانين ملکي به باچا هم ټاکل او څۀ به لۀ خلقو لۀ اړخه ټاکل کېدل. پۀ ائين کښې د قامي شخړو د حل کېدو د پاره د لویې جرګې هم خپل ځاے او اهميت موجود ؤ.

عسکري او مالي اصلاحات:

د امان الله خان پۀ مغزو کښې د خپلو عسکرو د تربيت او پرمختګ د پاره لويه خاکه جوړه وه. د هغۀ د پاره د جرمن او ترکيانو پوځ يو مثالي پوځ ؤ. هغۀ غوښتل چې د افغانستان پوځ هم د هغوي پۀ شان منظم او تربيه وي. پۀ دې سلسله کښې هغۀ د خارج نه الوتکې او نوې جديد وسله راوغوښتله. د مېلان )اټلي( نه ئې پوځي ټرکونه هم راوغوښتل. اطالويانو ته ووئيل شو چې راشئ او افغاني پوځ تربيه کړئ. دوي نه علاوه فرانسوي، جرمني او روس ته ئې ډېر ځوانان د عسکري تربیت د پاره ولېږل خو د پوځ ټوله اصلي مشري د ترکيانو پۀ لاس کښې وه.

د افغانستان اقتصادي حالت ښۀ کېدو د پاره هغۀ د فابريکو ضروروت محسوسولو. هغۀ دا د ژوند لوے مقصد وګرځولو چې خارجي هېوادونو ته خواست وکړي چې راشئ دلته پۀ لږ أجرت باندې کار کېدے شي، کارخانې جوړول ستاسو پۀ ګټه هم دي او د افغان اولس د پاره هم سودمند دي. دوي ته به پۀ ارزانه ګټه مزدور پۀ لاس ورشي او افغان اولس ته به پۀ کلي کور کښې ملازمت پۀ لاس ورشي. پۀ ځينې څيزونو ئې ټېکس هم ولګولو خو دا څيزونه د عوامو د استعمال د پاره دومره زيات نۀ شو پکار راتلے. دا د دولت مندو خلقو د پاره د ‘عياشۍ’ سامانونه وو چې پۀ کښې تماکو، سیګرټ، قيمتي کاڼي، تصويرونه او چيني شامل وو. پۀ بوټانو، د خاورو تېلو او چايو باندې ئې هم څۀ معمولي غوندې ټېکس لګولے ؤ. مطلب ئې دا ؤ چې دا خلق د دې نظام سره متعارف شي. د بده مرغه چې کله د خارج دورې نه واپس راغلو، پۀ ځاے د دې چې خپل وخت او توانائي ئې پۀ دې اصلاحاتو باندې لګولي وے، دومره لانجو ته ور مخامخ شو چې ټول وخت ئې هغې واخستو. د پېرنګي پۀ لمسه چې کوم شورش او شور و غوغا پۀ وطن کښې شروع وه نو هغه ټول قوت د هغې معامعلاتو ورکولو واخستو چې کامياب هم نۀ شو پکښې، او داسې دا اصلاحات پۀ ځاے پاتې شول.

د خوست بغاوت )کال (1924:

امان الله خان خپل اصلاحات پۀ تېزۍ سره نافذول غوښتل. د هغې د پاره ئې هم لارې هوارولې او هم ئې پۀ لاره کښې پراتۀ خنډونه لرې کول. د دې نه ناخبره ؤ چې د چا د پاره چې هغه دا هر څۀ کوي، هغه ناپوهه خلق د دښمن پۀ لمسه پۀ خپلو ښو او بدو کښې فرق نۀ شي کولے. هاغه اصلاحات کوم چې هغۀ د هېواد او د اولس د ښېګړې د پاره کول، هم هغه اصلاحات د دې خلقو خوښ نۀ وو. د پېرنګي پۀ لمسه او د ملايانو پۀ ملاتړ د خوست منګلو د امان الله خان د اصلاحاتو پۀ ضد بغاوت وکړو. دوي د جينکو د تعليم پۀ حق کښې نۀ وو – د پېرنګي پۀ پټه ملګرتيا او د ملايانو پۀ لمسه هغه اصلاحات چې زنانو ته ئې سماجي حقوق او د تعليم حق ورکولو، دوي پۀ ضد ودرېدل. دوي دې ته تيار نۀ وو چې د دوي زنانه د دوي سره سيالې شي. دا بغاوت نهه مياشتې جاري ؤ. نتيجه ئې څۀ ډېره ښه نۀ وه. دوو زرو نه زيات کسان پۀ کښې ووژلے شو او د درې نيم زره نه زيات ټپيان شو. بغاوت خو رفع دفع کړے شو خو امان الله خان پرې خوشحاله نۀ ؤ. هغۀ دا توقع نۀ لرله چې دومره زياته مرګ ژوبله به پکښې کېږي. دې دوران د افغاني عسکرو کمزوري هم را مخامخ شوه او امان الله خان قبائيلو ته د کومک خواست وکړو. مومند، شينواري، اپريدي، وزير او ځيني هزاره د باچا د امداد د پاره راغلل او د افغاني عسکرو سره څنګه پۀ څنګ د بغاوت پۀ ختمولو کښې ودرېدل خو دې دومره غټ مرګ ژوبله باندې د امير امان الله زړۀ ډېر بد ؤ.

د بغاوت پۀ رفع کولو کښې ډېرې زياتي پېسې ولګېدې او دې د پاره ځنې اصلاحات شا ته د څۀ مودې د پاره وغزولے شو. پۀ دې دوران امان الله خان ته د افغاني عسکرو کمزوري هم ښکاره شوه. هغۀ دا پخه اراده وکړه چې پۀ کښې به بدلون راولي. زاړۀ پوځيان ئې د اهمو عهدو نۀ لرې کړل او ځوانان ئې راوړاندې کړل. هغۀ نوي کهول ته دا ذمه واري ور پۀ غاړه کړه. هم دې بغاوت کښې يو ځل بيا باچا پۀ قبائيلو دارومدار ښکاره کړو. روسيانو د امان الله خان امداد وکړو او پېرنګيانو پۀ پټه د امان الله خان پۀ ضد راپورته شوي خلقو سره کومک وکړو.

د امان الله خان د بهرنو ملکونو لويه دوره )دسمبر کال 1927- جولائي کال (1928:

پۀ افغانستان کښې د امن قائمولو نه پس امان الله خان اراده وکړه چې هغه پۀ خپله د خارجي هېوادونو يوه دوره وکړي. هغۀ د دې ضرورت د ډېري مودې راهسې محسوسولو او غوښتل ئې چې پۀ خپله ذاتي مشاهده وکړي چې دې قومونو څنګه ترقي وکړله او د افغانستان غوندې هېوادونه ولې د دې مزل نه دومره وروستو پاتې دي. هغۀ دا هم غوښتل چې د دې تجرې پۀ رڼا کښې هغه بيا د خپل هېواد اولس د پرمختګ د پاره لارې وټاکي. هغۀ سره پۀ دې دورې کښې ملکه ثريا هم ملګرې وه. د دې نه علاوه د بهرنيو چارو وزير، وزير ماليات )خزانه(، د کابل والي، د افغان پارلېمنټ صدر او پینځۀ نور تجربه کار لوي سرکاري افسران شامل وو. د امان الله خان د وېنا مطابق د خارج ملکونو دا دوره هغۀ د سېل د پاره يا د عياشۍ د پاره نۀ کوي بلکې هغه دا دوره د زدکړې او نوې څېړنې د پاره کوي. د دې پۀ نتيجه کښې به هغه د خپل ګران وطن د پاره هغه ټول ښۀ څيزونه زده کوي د کومې پۀ نتيجه کښې چې دې هېوادنو ترقي کړې ده. هغۀ دا هم غوښتل چې اروپائي قامونو ته او نورې نړۍ ته دا هم وښائي چې افغانستان هم يو تهذيب يافته هېواد دے او د نړۍ د نورو قامونو سره څنګ پۀ څنګ اوسېدل غواړي. افغانستان غواړي چې د دوي سره دې سيال شي. دا هر څۀ هغۀ پۀ کتابونو کښې خو لوستي وو، اوس ورته الله تعالٰي موقع پۀ لاس ورکړه. هغۀ غوښتل چې ذاتي مشاهده وکړي او د دې قامونو د ترقۍ لار باندې دوي هم روان شي.

هغۀ دا دوره د هندوستان نه شروع کړه. هغۀ پۀ دې وطن کښې د کال 1920ز نه لوے نوم لرلو. د هجرت د ورځو راهسې خلقو ورته ډېر عزت او احترام لرلو. هغۀ دلته د اسلامي نړۍ د يو والي خبره وکړه. د هندوستان نه پس هغه مصر ته لاړو. د ‘جامعه الازهر’ عالمانو سره ئې هم ملاقاتونه وکړل. د مصر باچا شاه فواد هغه د سامراج پۀ ضد يو کلک سنګر وګڼلو. د مصر نه پس هغه اټلي ته لاړو. د اټلي د هغې وخت باچا وېکټر ایمانویل هغۀ ته ډېر تود هرکلے ووئيلو او د اټلي لوے اعزاز ‘کالر اٰف اېننزيټا” (Collar of Annunziata)ئې ورکړو. هلته نه امان الله خان روم ته لاړو. د عيسايانو مذهبي مشر پاپاے روم سره ئې ملاقات وکړو. پوپ پۀ دې موقع امان الله سره د خيالاتو تبادله وکړه. هغۀ د امان الله خان پۀ روش فکرۍ او د دۀ پۀ پوهه حق حېران شو او د امان الله خان نه متاثره شو. د عيسايانو لوے اعزاز “اٰرډر اٰف دي ګولډن سپر” (Order of the Golden Spur) ئې ورته ورکړو. پۀ فرانس او جرمني کښې ئې هم تود هرکلے وشو. پۀ برلن کښې خو د امان الله خان د راتلو پۀ خوشحالۍ کښې ماشومانو ته چهټي ورکړې شوه چې دا د جرمن پۀ تاريخ کښې پۀ ډېرو کمو موقعو شوي دي. پۀ پېرس او برلن دواړو ښاريو کښې ورسره د هغه ملکونو باچايانو ملاقاتونه وکړل. د برلن يونيورسټۍ لۀ خوا ورته اعزازي دکتوري هم ورکړې شوه. د دې نه پس هغه انګلستان ته لاړو. هلته ئې ډېر عزت او مدار وشو. برطانوي باچا جارج پینځم ورته هم د هغه ملک يو لوے اعزاز ‘کالر اٰف دي رائل وېکټورین اٰرډر’ (Collar of the Royal Victorian Order) ورکړو. اکسفورډ پوهنتن ورته هم اعزازي دکتوري پۀ ‘سول لاء’ کښې ورکړه. دا خبره د ياد لرلو ده چې هغه د جمعې پۀ ورځ پۀ 23 مارچ کال 1928 اکسفورډ ته راغلے ؤ. د اکسفورډ پۀ براډ سټریټ کښې د امان الله خان او ملکه ثريا هغه عکسونه اخستے شوي وو کوم چې بيا د ‘لارنس اٰف عربيه’ پۀ ذريعه د پښتنو پۀ سيمه کښې خوارۀ کړے شو. د دې پروپېګنډې سره چې “اے پښتنو! دا وګورئ! ستاسو ملکه او باچا د پېرنګيانو پۀ جامه کښې ولاړ دي. ستاسو هغه غېرت او پښتو څۀ شوه؟ د ملکې لباس وګورئ! دا د پښتنو جامه ده؟ دا خو نيمه لغړه ده. پۀ خارجه کښې ستاسو ملکه داسې بې باکه او بې حيا جامو کښې ګرځي! لږ ورته غور شئ!”

ما چې کله پۀ اکسفورډ کښې پي اېچ ډي کوله نو د کور نه چې به لائبرېرۍ ته تلم نو هم پۀ دې لاره به تلم. هر وخت به مې سترګو ته د امان الله خان او ملکې دا تصويرونه وړاندې وړاندې کېدل او زړۀ به مې د ډېر خفګان نه پۀ موټي کښې ونيولو چې دا هغه ځاے دے چې د دې پۀ سبب امان الله خان مجبور کړے شو چې تخت پرېږدي او د خپل وطن نه هجرت وکړي!!! دې لارې پۀ هغه واقعه کښې ډېره اهم برخه ادا کړې ده.

د اکسفورډ پوهنتون وائس چانسلر پۀ خپله استقباليه خطبه کښې دوي ته د مشرق لۀ خوا راوتے نمر او سپوږمۍ وئیل کوم چې د لرې وطن نه راغلي دي او د خپل علم او پوهې پلوشې خوروي. د اکسفورډ نه پس دوي مانسچټر، لېور پول او شيفيلډ ته لاړل او هلته ئې فابريکې وکتلې او ځان ئې پۀ ډېرو څيزونو پوهه کړو. د انګلستان نه پس امان الله خان روس ته لاړو. پۀ ماسکو کښې د هغۀ استقبال د حکومت ټولو لويو غړو چې پۀ کښې لېنن، چيچرين، واروشلوف، لوما چارسکي او نورو نوموړو وکړو. د ماسکو نه پس ‘لېنن ګراډ’ ته لاړو، بيا يوکرائن او کريميا ته هم لاړو. د روس نه پس ايران ته او بيا پۀ اخره کښې ترکي ته لاړو. پۀ نورلسمه مۍ کال 1928 کښې هغه پۀ استنبول کښې ؤ. پۀ ترکي کښې هغۀ د مصطفٰي کمال اتاترک سره تفصيلي ملاقات وکړو. اتاترک ورته پۀ پراخ تندي تود هرکلے ووئيلو. هغۀ د افغان د تور زنۍ او مېړانې ډېرې قصې اورېدلې وې، دا امان الله خان پۀ کتو ډېر خوشحاله شو او د افغانانو ستائينه ئې وکړه. وئيلے کېږي چې پۀ دې موقع امان الله خان هم ډېر زيات جذباتي شوے ؤ. هغۀ اتاترک ته د لارښودنې او نصيحت خواست وکړو. هغۀ ترې نه تپوس دا هم وکړو چې ترکيانو څنګه دومره زر ترقي وکړه؟ اتا ترک ورته پۀ دې موقع د نورو نصيحتونو سره سره دا مشوره هم ورکړه چې پۀ افغانانو او ترکانو کښې ډېر فرق دے. ترکان د مودو راهسې د اروپا سره پۀ رابطه کښې دي او د اروپائي قومونو عروج او زوال ئې ډېر د نزدې نه کتلے دے؛ ولې افغانستان د غرونو پۀ لمن کښې پروت يو داسې هېواد دے چې د اروپائي قومونو سره ئې نېغه واسطه نۀ ده راغلې. دوي ته پکار ده چې اول تعليم حاصل کړي، د تعليم نه پس به دوي کښې بيا ورو ورو بدلون راځي. هم پۀ دې موقع ئې امان الله خان ته دا هم ووئيل چې ډېر پۀ احتياط سره پۀ ورو ورو قدم اخله ځکه چې افغانان روايتي خلق دي او هسې نۀ چرته ئې تېز تېز بوځې او هغوي درته چرته پۀ منځ لاره کښې اړ نۀ شي. بل نصيحت ئې ورته دا هم وکړو چې د ځينې اصلاحاتو د نافذ کولو د پاره تا ته د وفادار پوځ هم ضرورت دے. هم د پوځ پۀ زور به تۀ دا اصلاحات نافذوې. هغۀ د امان الله خان سره دا لوظ وکړو چې ترکيه به ستاسو هر وخت هر قسم امداد کولو ته تيار وي. امان الله خان اتاترک سره ډېر ښۀ وخت تېر کړو او ډېر پۀ خوشحالۍ ترې نه راپاڅېدو.

د امان الله خان دا دوره د هغۀ پۀ خيال ډېره کاميابه ثابته شوه ځکه چې چرته چرته هغه لاړو، هغو هېوادو نو ورسره د افغانستان د پاره د کومک او امداد لوظونه کړي دي. ډېرو ملکونو ورته عسکري امداد ورکړو او ډېرو ورته د ماهرينو پۀ شکل کښې د امداد ورکولو رضا مندي ښکاره کړه. دې دوران کښې ډېرې معاهدې هم دستخط کړې شوې او الوتکې او ټرېکټرې او يو رولس رائس موټر د باچا د ذاتي استعمال د پاره ډالۍ کړے شو. جرمني، اټلي، فرانس او روس ورته د مواصلاتو نظام ښۀ کولو د پاره د انجينئیرانو او ماهرينو پۀ استولو هم خپله رضامندي ظاهره کړه.

د امان الله خان د اصلاحاتو دوېمه دوره:

امان الله خان پۀ جولائي کال 1928 کښې بېرته وطن ته واپس راغلو. هغۀ کښې ډېره غټه تبديلي راغلې وه. هغه د مغربي هېوادونو د ترقۍ د مزل نه ډېر زيات متاثره شوے ؤ او غوښتل ئې چې لکه د دې قامونو هغه هم خپل هېواد د ترقۍ پۀ لار ګامزن کړي. هغۀ اوس دا اصلاحات پۀ زور او خوښې دواړو باندې نافذول غوښتل. هغۀ به هر وخت دا ګڼل چې ما سره وخت ډېر کم دے او مزل ډېر اوږد دے، چې څۀ کول دي هغه فوراً کول دي؛ ځکه چې وخت د هېڅ چا انتظار نۀ کوي. هغۀ د هغه قوتونو سخته غندنه وکړه کوم چې د اصلاحاتو پۀ لار کښې خنډونه اچوي او نۀ غواړي چې پۀ دې وطن کښې دې څۀ تبديلي راشي. هغۀ پۀ کابل کښې لويه جرګه راوغوښته او پۀ دې موقع ئې خپل هېواد او اولس ته خواستونه وکړل چې د اصلاحاتو پۀ نفاذ کښې د دۀ سره مرسته وکړي. پۀ دې موقع هغۀ ووئيل،

“اے زما خوږه قامه! زما د پاره ډېره ګرانه ده چې زۀ د هغه احساساتو ترجماني وکړم کوم چې زما پۀ زړۀ کښې د دې خاورې د پاره دي او ستاسو د پاره دي. ما د اروپا لويه برخه وکته او تاسو به يقيناً پۀ دې ډېر خوشحاله شئ چې د دې نه خبر شئ چې چرته هم زۀ تللے يم نوما ته خلقو تود هرکلے وئيلے دے. دا زما د ذات څۀ کمال نۀ ؤ چې دې قامونو ما ته دومره لوے عزت راکړو او قدر مې ئې وکړو؛ دا پوره پوره د افغان اولس عزت ؤ چې دې خلقو راکړے دے. زما دې هېوادونو ته د تللو غټ مقصد هم دا ؤ چې زۀ پۀ خپلو سترګو د دوي د ترقۍ دا رفتار وګورم او د دې پۀ راز باندې ځان پوهه کړم او بيا د دې پۀ رڼا کښې د خپلې سوکالۍ او ترقۍ لار وټاکم. زما پۀ زړۀ کښې د خپل وطن د ترقۍ او سوکالۍ ډېر زيات ارمان دے. د ترقۍ پۀ دې لاره د کاميابۍ راز صرف او صرف خپل زامن او لوڼه د موجوده تعليم پۀ کالي اراسته کول دي. زۀ پۀ دې مجبور يم چې دا ووايم چې زمونږ د ترقۍ لار به خپله دوام وکړي کله چې مونږ دا فرسوده او زوړ خوړلے شوے نظام وغورځوو، ځکه چې مونږ ته د وخت سره تلل پکار دي او هم پۀ دې کښې زمونږ کاميابي ده. دا ياد لرئ چې د دې وطن پۀ مونږ باندې قرض دے چې د دې وطن پۀ تعليم او ترقۍ کښې مونږ پوره پوره برخه واخلو. پۀ حقيقت کښې زمونږ د وطن د سوکالۍ او بربادۍ دواړو دارومدار زمونږ پۀ دې نسل باندې انحصار کوي. دا پۀ هر چا قرض دے چې د خپلو بچو ښۀ شان تعليم او تربيت وکړي او د نوي تهذيب سره سره دې د جديد تعليم پۀ کالي اراسته کړي.

د دې د پاره زۀ تاسو ته سوال او منت او زاري کوم او دا خواست مې هم دے چې نن راسره کلک لوظ وکړئ چې تاسو به لۀ خپلې خوا د تعليم پۀ لړ کښې زما پوره پوره ملاتړ کوئ چې مونږ پۀ ټول افغانستان کښې جديد طرز تعليم رائج کړو. داسې به مونږ پۀ دې طريقه د نړۍ نورو قامونو ته دا پېغام پۀ ښه طريقه ورسوو چې مونږ اوس د جاهليت پۀ تور تيارو کښې هغه پراتۀ خلق نۀ يو او دا مو پخه اراده کړې ده چې بغېر د نورو د امداد نه به اوس پۀ خپلو پښو باندې ودرېږو.”

(Vartan Gregorian, The Emergence of Modern Afghanistan, California, 1969, pp.258-259)

د زرو نه زيات مشران پۀ دې لويه جرګه کښې ناست وو. پینځۀ ورځې د دې لویې جرګې کاروائي روانه وه. امان الله خان دا غړي د خپلې دورې نه خبر کړل او پۀ بار بار ئې ورته دا ووئيل چې د ترکو او د مصر د خلقو د ترقۍ راز پۀ جديد تعليم کښې دے. هغۀ ورته دا هم ښکاره کړه چې کۀ چرې تاسو پۀ دې وطن کښې بدلون را وستل غواړئ، د هغې د پاره به ډېر کار پکار وي. هغۀ ورته دا هم ووئيل چې د راتلونکو نسلونو د ښېګړې د پاره هغه د څلورو ټولیو نه امیدونه لري چې دوي به پۀ وطن کښې اصلاحات نافذ کولو کښې امداد کوي. دوي کښې طالب علمان، د پوځ زلميان، حکومتي غړي او عام اولس – کۀ چرې دا خلق پۀ راستۍ سره کار وکړي نو هغه وخت لرې نۀ دے چې افغانستان به د ترقۍ پۀ لار ګامزن وي او د نورو ترقي يافته هېوادونو سره به اوږه پۀ اوږه ودرېږي.

نوي اصلاحاتو کښې هغۀ پۀ ډېرو خلقو ګزارونه وکړل. روايتي مشران، خوانين او ملکانان پرې خفه وو؛ ځکه چې د دوي مشروټي ئې خلاصه کړه. هغۀ د پارلېماني طرز حکومت اعلان وکړو چې پۀ کښې به وزيراعظم او د هغۀ مشيران انتظامي مشري کوي. هغۀ دا هم اعلان وکړو چې د خوانين، ملکي او دربار شاهي ضرورت نشته. پۀ پوځي نظام کښې ئې هم بدلون راوستل غوښتل. د لازمي عسکري تربيت دوران ئې د دوو کالو پۀ ځاے درې کاله کړو، عمر ئې د اتلسو کالو نه اوولسو کالو ته راکوز کړو. د عسکري افسرانو نه ئې يوه مياشت تنخواه واخسته ځکه چې خرچه د حکومت ډېره زياته شوې وه او اوس هغه کمے پوره کېدل ضروري وو.

امان الله خان د تعليمي اصلاحاتو متعلق هم پۀ تفصيل سره خبرې وکړې. هغۀ خپله اراده يو ځل بيا ښکاره کړه چې هر افغان وګړے کۀ هلک دے کۀ جينۍ ده، هغه تعليم يافته کېدل غواړم. حکومت کۀ چرې د زور ضرورت وګڼي، هم به ئې استعمالوي خو تعليم به ضرور وي. د رشوت ختمولو اعلان هم وشو. سرکاري ملازمينو ته ووئيلے شو چې ځان پۀ هر قيمت د رشوتو او بډو نه ساتئ.

لویې جرګې اقدامات ومنل او د ځینو ئې سخته غندنه وکړه. د باچا ستائينه ئې هم وکړه. پوځي اصلاحات ئې ډېر پۀ نۀ زړۀ ومنل. معاشرتي اصلاحات ئې بالکل منظور نۀ کړل او د ځينو خو ئې ډېره سخته غندنه وکړه. د جرګې غړي د جينکو د تعليم پۀ حق کښې نۀ وو. دوي د باچا د جينکو د بهر استولو هم مخالفت وکړو . د باچا د پړدې ختمولو خبرو باندې هم دوي خفګان ښکاره کړو. د ودونو د پاره د عمر د ټاکلو خبره ئې هم ونۀ منله. د مذهب پۀ نوم چې امان الله خان کوم اصلاحات کول غوښتل، هغه ئې هم ورسره ونۀ منل. د جرګې د مشرانو خبرې بهر راووتې، ملايانو هم قسم قسم تورونه پۀ امان الله خان ولګول او دوي دا د پېرنګي پۀ لمسه کول او د دې هر څۀ مشر ملا شور بازار ؤ. د امان الله خان نوي اصلاحاتو سره د دوي د مذهب پۀ نوم دکانداري ختمېده. د امان الله خان پۀ ضد پروپېګنډه شروع شوه او د دۀ د پوپ سره ملاقات، ايران ته تلل او د ترکيانو سره رابطې او ملګرتيار زياتېدل پۀ دې هر څۀ مليانو اعتراضونه شروع کړل. د امير پۀ هر قدم د هغوي اعتراضات زياتېدل. د ملکه ثريا پۀ پردو هېوادونو کښې د سړو سره پۀ يوه ځاے کښېناستل، ډوډۍ خوړل او بې پړدې ګرځېدل پۀ هر څۀ اعتراضونه شروع وو. کله چې امان الله د دې قسم پروپېګنډو د پاره د مخ نيوي کولو اراده وکړه نو دا خبره مشهوره شوه چې امان الله خان پۀ شور بازار ملا ګزار کوونکے دے. عام اولس کښې دې پراپېګنډې ځاے ونيولو او هغوي هم پۀ باچا اعتراضونه شروع کړل.

پۀ دوېم اکتوبر کال 1928ز د کابل خلق د امان الله خان خلاف راووتل خو دا اړے ګړے اوږد نۀ شو. د امان الله خان پۀ ضد پۀ پښتنو سيمو کښې يو غوبل شروع شو. شينواري، اپريدي، مومند، ځاځي، خوګياڼي او ځدراڼ د باچا پۀ ضد راووتل. د امان الله خان واليانو د هغۀ نه پۀ بار بار اجاز ت وغوښتو چې د باغيانو خلاف د پوځ استعمالولو اجازه ورکړي او دوي دومره توان لرلو چې دا ئې پۀ اسانه رفع دفع کړے وے خو امان الله خان ورته پۀ څو څو ځله ښکاره کړه چې زما د ذات د پاره زۀ د يو افغان بچي وينه تويول نۀ غواړم. هغۀ ورته د طاقت د استعمال اجازه نۀ ورکوله او دا ئې ورته ووئيل چې دا ناپوهه خلق دي، د ملايانو او د پېرنګي پۀ لمسه دا هر څۀ کوي؛ دوي د دې نه نا خبره دي چې دوي خپل کور او کلي ته تاوان رسوي.

امان الله خان پۀ دې پوهېدو چې دا خلق د نوي اصلاحاتو خلاف دي – هغۀ يو کوشش وکړو چې ځينې اصلاحات د خلقو د خواهش مطابق نافذ نۀ کړي خو د پېرنګي پۀ لمسه دا خلق دې ته تيار نۀ وو. هلته پۀ کابل کښې رشوتيانو او نور د امان الله نه خفه سرکاري ملازمينو د يو شوکمار کوه داماني چې تاریخ ئې د بچه سقا پۀ نوم پېژني، سره ساز باز وکړل او ورسره ئې لوظ وکړو چې تۀ راشه پۀ کابل حمله وکړو، مونږ به درسره يو. امان الله خان پۀ دې هر څۀ ډېر زيات زړۀ بدے ؤ. هغه د هر څۀ نه خبر ؤ او اخر پۀ څوارلسمه جنورۍ کال 1929ز ئې د تخت پرېښودو اراده وکړه. هغۀ د باچاهۍ نه استعفٰي ورکړه او د خپلو بچو سره د کندهار پۀ لور روان شو. پۀ اپرېل کال 1929ز کښې ئې خپل خوږ وطن افغانستان د همېشه د پاره پرېښودو؛ راغلو ممبۍ ته او بيا د ممبۍ نه اټلي ته لاړو.

هغه چې ممبۍ کښې ؤ نو باچا خان ورسره ملاقات ته لاړو. د دې ملاقات ټول تفصيلات باچا خان پۀ خپل يو مضمون کښې چې سر خط ئې د ‘شاه امان الله خان سره ملاقات’ ؤ، کړے دے او دا مضمون د ‘پښتون’ د جولائي کال 1929ز پۀ ګڼه کښې شائع شوے دے. باچا خان د امان الله خان نه تپوس وکړو چې دے ولې خپل وطن پرېښودو باندې مجبوره شو، وې ووئيل:

“نن پۀ افغانستان کښې خانه جنګي ده. پۀ کار ده چې هلته ستاسو لۀ پاره تبلیغ وشي او ستاسو خوبۍ خلقو ته وښودلې شي چې خلق بيا ستاسو طرف ته رجوع وکړي.”

امان الله خان ورته پۀ جواب کښې ووئيل:

“بس زما کار ختم شو. ما لس کاله د دې قام خدمت وکړو – پۀ دې لس کالو کښې ما پۀ وخت ډوډۍ نۀ ده خوړلې. د سحر نه تر ماښام پورې ما کار کړے دے. د خپلې ښځې زامنو نه خبر نۀ شوم. د شپې به بيا هم د دې قام پۀ فکر کښې وم چې دوي به څنګه ترقي وکړي. د دې پۀ صله کښې زۀ قوم قاديانے او کافر کړم. زۀ د خپل ځان د پاره هېڅ قسم پروپېګنډه او تبلیغ نۀ غوارم؛ نۀ ئې پۀ خپله کوم او نۀ چا ته وايم چې زما د پاره دې وکړي. زۀ به رښتيا وايم چې د هغې بادشاهۍ نه اوس ډېر پۀ ارام يم – زمينداري به کوم او خپله ګزاره به کوم، خداے رازق دے.”

‘پښتون’، جولائي 1929، مخونه 43-44

هغه پۀ خپل ژوند بيا افغانستان ته نۀ دے راغلے. دا لوے ملي قهرمان پۀ سوئټزرلېنډ کښې پۀ شپږ ویشتم اپرېل کال 1940 پۀ حق ورسېدو. پۀ مجموعي طور سره هغۀ اووۀ دېرش (37) کاله پۀ شاهي کورنۍ او باچاهۍ کښې تېر کړل او یو دېرش (31) کاله ئې پۀ غريبۍ کښې پۀ اټلي کښې تېر کړل. دا یو دېرش کاله ځان له يو جدا داستان دے. دا ډېر دردناک تاريخ دے – هغه بنده چې ټول عمر ئې پۀ شاهي ماڼۍ کښې تېر کړے وي، پۀ هغۀ چې کله د ژوند سختې راغلې نو بيا ئې هم خپله پښتو او افغان غېرت نۀ دے پرېښودے؛ چا ته ئې د حاجت مندۍ لاس نۀ دے وړاندې کړے، خپله کر کرونده ئې کوله او کله چې به ئې مېرمنې ژوبل لاسونو ته وکتل او د سترګو نه به ئې بې واره اوښکې روانې شوې نو امان الله خان به ورته ووئيل چې زما پۀ ګران هېواد افغانستان کښې پۀ زرګونو دهقانان او بزرګران داسې ژوند تېروي نو زه ئې ولې نۀ شم تېرولے. پۀ خپله پۀ نره باندې خپلو بچو ته پۀ دهقانۍ کښې روزي پېدا کوم، ولې چا ته منت او زاري وکړم؟

يقناً چې افغانانو د دې لوے قهرمان قدر ونۀ کړو. هغۀ پۀ ځان د ارام ژوند د خپل هېواد او اولس د پاره حرام کړے ؤ او دوي د هغۀ هېڅ قدر ونۀ کړو.

نن چې پۀ افغانستان کښې د استقلال د جنګ د ګټلو او ازادۍ اخستو سلمه کلیزه نمانځلې کېږي نو دا هر څۀ د مېړني امان الله خان برکت دے. د هغۀ کۀ هر څومره ستائينه وکړې شي، هغه لږه ده. هم د هغۀ پۀ برکت افغانستان سل کاله وړاندې ازادي تر لاسه کړه. د هغۀ د قربانیو او د هلو ځلو حق يقيناً چې نۀ دے ادا شوے خو کم از کم دومره وړوکے غوندې کوشش مې وکړو چې د امیر امان الله خان حق ادا کړم.

 

دا هم ولولئ

پاکستان ګروتهـ رېټ 2020 د اېشین ډولپمنټ بېنک لۀ خواراتلونکي کال د پاره پېشن ګوئي – لطیف اورکزے

  پاکستان، بې د څۀ مبالغې، دا وخت د خپل تاریخ پۀ یو داسې پړاو …