د برطانيې بې مهاره ير غلګر فوج چې لۀ برطانيې څخه راوتلو نو پۀ مخه را روان ؤ او نړۍ ئې قبضه کوله- عن تر دې چې د دغه وخت د لوے اسلامي طاقت “د ترکي د خلافت عثمانيه” بنيادونه ئې هم ولړزول ـ د هندوستان تر څنګ ئې خليج او نور براعظمونه هم د ملکې پۀ تاج کښې را ونغښتل او دومره ئې ځان پراخه کړو چې د نمر ختل او پرېوتل دواړه پۀ برطانيه دننه شول ـ د نړۍ پۀ مخ داسې قوت نۀ ؤ چې د دغه بې مهاره يرغلګرو مخې ته ولاړ وے ـ چې کله د دېوبند مشرانو فېصله وکړه چې د مرستې لپاره خلافت عثمانيه او افغانستان ته وفدونه ولېږي نو خلافت عثمانيه ته چې د شېخ الهند مولانا محمود الحسن مشرۍ کښې کوم وفد لاړو، هغۀ ته د خلافت عثمانيه “غالب پاشا” خپله عاجزي ښکاره کړه او د مرستې نه ئې انکار وکړو خو افغانستان يواځينے هېواد ؤ چې امير حبيب الله خان د مرستې ژمنه ورسره وکړه. پۀ افغانستان کښې ئې ورله دفترې ورکړې او د هند يو مؤقتي حکومت ئې د راجه مهندر پرتاپ پۀ مشرۍ کښې پۀ انګرېز د پرېشر غورځولو لپاره جوړ کړو ـ دې مؤقتي حکومت کښې مولانا عبېدالله سندهي د داخله امورو وزير ؤ. مولانا برکت الله د دغه حکومت وزير اعظم، مولوي بشير د دفاع وزير او چمپکارن پيلالي د خارجه امورو وزير ؤ. دغه فېصلې د انګرېز سترګې افغانستان ته خړې کړې او پۀ افغانستان ئې د حملې کولو لپاره پلانونه جوړ کړل ـ برطانوي حکومت غوښتل چې يو خو د افغانستان خاتمه د مخې نه وشي چې کوم داسې قوت پۀ خطه کښې پاتې نۀ شي چې د برطانوي حکومت غرور مات کړي او دوېم مقصد ئې د افغانستان پۀ نيولو کښې دا هم ؤ چې افغانستان قبضه کړي او پۀ افغانستان خپل يو داسې ګوډاګے حکومت جوړ کړي چې د دوي د حکم منلو سره سره پرې د دغه وخت د دوېم لوے طاقت “روس مخه هم ونيسي ـ روس هم د برطانيې خلاف مختلفې دسيسې جوړولې ـ د روس او برطانيې د حکومت ترمېنځه دغه د شطرنج لوبه پۀ تاريخ کښې د “ګرېټ ګېم” پۀ نامه ياده شوې ده ـ خان عبدالولي خان دغه جنګ ته د “نظرياتي سرحد” جنګ وئيلےدے چې اوس هم روان دے ـ
دغه موضوع ځان ته يو اوږد بحث دے خو مونږ راځو او دلته يواځې پۀ “دوېم افغان-اېنګلو” جګړې باندې سر سري رڼا اچوو چې د دغه تاريخ پۀ رڼا کښې د مېوند ملالې کردار پۀ ډاګه کړو ـ
پۀ 1878ز کښې روس يو سفارتي مشن افغانستان ته د رالېږلو اراده څرګنده کړه ـ د افغانستان د هغه وخت بادشاه امير شېر علي خان څوک چې د امير دوست محمد خان زوے ؤ، د وفد قبلولو نه انکار وکړو خو ولې د روس سفير پۀ 22جولائي کابل ته راورسېدلو ـ د دغه پۀ ردعمل کښې برطانوي حکومت هم پۀ 14اګست د امير شېرعلي خان نه غوښته وکړه چې برطانوي سفارتي مشن دې قبول کړي خو ولې امير شېر علي خان نۀ يواځې د “نيول باؤلس چېمبر لېن” د مشرۍ تر لاندې د دغه مشن قبلولو نه انکار وکړو بلکې دا دهمکي ئې هم ورکړه چې دغه مشن به پۀ زور واپس کولے شي ـ لارډ لېټن چې د دغه وخت د برطانوي هند وائسرائے ؤ، پۀ ستمبر 1878ز کښې سفارتي مشن ته کابل ته د تلو حکم ورکړو ـ سفارتي مشن چې کله د خېبر دروازې ته ورسېدو نو د امير شېر علي خان پۀ حکم دغه مشن واپس کړے شو ـ
دغه کار برطانوي حکومت پۀ غصه کښې راوستلو او د افغانستان او برطانوي حکومت تر مېنځ ئې “دوېم- اېنګلو افغان” جنګ ته لار هواره کړه ـ پۀ نومبر 1978ز کښې د برطانوي حکومت 50000فوج پۀ درې مختلفو ډلو کښې افغانستان ته داخل شو ـ د علي مسجد او پير کوتل پۀ مقاماتو باندې ئې د افغانستان فوج ته ماتې ورکړه او مخ پۀ وړاندې د کابل پۀ لور روان ؤ ـ دغه پرمختګ امير شېر علي خان پۀ ويره کښې راوستلو او د روس نه ئې د برطانوي حکومت خلاف مرسته وغوښتله خو روس ورته انکار وکړو او د برطانوي سامراج د فوج پۀ وړاندې ئې ورته د تسليمېدو ووئيل ـ امير شېر علي خان د روس نه زړۀ چاودے راوپس شو او پۀ 21فروري 1879 پۀ مزار شريف کښې مړ شو ـ
د امير شېر علي خان د مرګ نه پس د هغۀ زوے امير يعقوب خان د کابل پۀ تخت کښېناستو ـ امير يعقوب خان چې وليدل چې د ملک زياتره حصې د برطانوي حکومت پۀ قبضه کښې دي نو د ويرې نه ئې برطانوي حکومت ته د خبرو اترو درخواست وکړو او د برطانوي حکومت سره ئې پۀ مۍ 1879ز کښې يوه معاهده لاس ليک کړه چې د “ګندمک تړون” پۀ نامه يادېږي ـ د دغه تړون تر مخه امير يعقوب خان ،د ژوب، پشين، لورالائي، خېبر او کرم نه لاس ووينځلو او دغه علاقې ئې د افغانستان نه وشوکولې او برطانوي حکومت ته ئې حواله کړې ـ د دغه تر څنګ ئې ورسره د خارجه امورو د برطانيې د حکومت پۀ خوښه ترسره کولو خبره هم ومنله ـ پۀ کابل او نورو مقاماتو باندې د برطانوي حکومت نمائندګان کښېنول شول او د دغه پۀ بدل کښې ورته برطانوي حکومت د معاوضې باور ورکړو ـ
دغه پرېکړې د افغانستان اولس پۀ غصه کښې راوستلو او ځاے پۀ ځاے بغاوتونه شروع شو ـ پۀ درېم ستمبر 1879ز پۀ کابل کښې د برطانوي حکومت نمائنده سر لوئس کیواګنري سره د خپلو محافظانواو عملې ووژل شول ـ د دغه پېښې نه پس پۀ مختلفو ځايونو کښې د افغانستان د فوج او برطانوي فوج ترمېنځ جګړې شروع شوې ـ پۀ جولائي 1880ز کښې غازي ايوب خان (چې پۀ تاريخ کښې د فاتح مېوند پۀ نامه بالۀ شي، د امير يعقوب خان کشر ورور ؤ او يو ازاد سړے ؤ، د برطانوي حکومت سخت خلاف ؤ) د قندهار نه د هرات د نيولو پۀ اراده راروان شو ـ پۀ لاره ورسره مختلفې قبيلې هم ملګرې شوې ـ چې کله د مېوند مقام ته راورسېدو نو پۀ دغه ځاے ئې د برطانوي فوج سره پۀ 27 جولائي جګړه ونښته چې د مېوند پۀ جګړه يادېږي ـ
ټکڼه غرمه وه،د برطانوي سامراج لوے فوج پۀ هر قسم وسلو باندې سمبال ؤ ـ د دې پۀ مقابله کښې د غازي ايوب خان لښکر ډېر کمزورے ؤ ـ اوبۀ هم د دښمن پۀ قبضه کښې وې او سخته ګرمي هم وه ـ د غازي ايوب خان فوځ ډېر زيات کمزورے شو ـ د غازي ايوب خان د لښکر بېرغچي هم پۀ دغه وخت کښې ټپي شو او بېرغ ئې د لاسو نه پرېوتلو ـ دغه واقعې د انګرېز فوج زړور کړو او ډېر زور ئې اومندلو ـ لۀ بلې خوا د غازي ايوب خان لښکر ډېر بد حاله شو او پۀ شا روان شو ـ پۀ دغه وخت کښې يوه دنګه پښتنه پېغله چې “ملاله” نومېده، مېدان ته راغله، بېرغ ئې پۀ لاس کښې واخستو او دغه ټپې ئې ووئيلې ـ
کۀ پۀ مېوند کښې شهيد نۀ شوې
ګرانه لاليه بې ننګۍ له دې ساتينه
خال به د يار د وينو کېږدم
چې شينکي باغ کښې ګل ګلاب وشرموينه
دغه ټپو د پښتنو پۀ لښکر کښې يو جوش او جذبه راپېدا کړه او پۀ برطانوي فوج ئې زوروره حمله وکړه ـ د برطانوي سامراج دولس زره فوځ د پښتنو لښکر ووژلو او نور پۀ تېښته بريالي شول او دغسې دغه جګړه پښتنو وګټله ـ د چا پۀ مرسته؟ د ملالې ـ د ملالې ذکر مختلفو ليکوالانو هم دغسې پۀ لږ ډېر توپير سره مختلف کړے دے ـ
ويکيپيډيا پۀ دې اړه ليکي چې ـ
” يو خوا د پېرنګي فوځونه د مېوند پر دښته پراتۀ، پۀ هر ډول وسلو او وسيلو سمبال وو، بله خوا افغانان پۀ تش لاس، خو د ايمان او عقيدې پۀ وسله سمبال د هغوي مقابلې ته راوتلي وو او په دې نيت او تکل وو چې دغه کفري لښکر له خپلې خاورې څخه وباسي او هېواد د دوي له منګولو څخه ازاد کړي ـ لۀ افغانانو سره پۀ دغه جګړه کښي افغانې پېغلې او مېرمنې هم شاملې وې چې ځينو ئې غازيانو ته خواړۀ، اوبۀ او بارود ور رسول او ځينې له خپلو پلرونو، وروڼو او مېړونو سره اوګه پۀ اوګه د دښمن مقابلې ته ولاړې وې ـ يوه لۀ دغو نوميالو څخه ملالۍ نورزۍ وه ـ ټکڼه غرمه وه ـ ملالۍ وليدل چې لۀ يوې خوا د دښمن د فوځونو شمېر زيات او پۀ ډول ډول وسلو او وسيلو سمبال دي او لۀ بلې خوا د هغوي پۀ وړاندې د افغاني غازيانو شمېر ډېر لږ ؤ او نزدې وه چې لۀ ډېرې ګرمۍ، تندې او ستړيا څخه لۀ ماتې سره مخامخ شوي وې ـ نو يو هسک ځاے ته وختله او د زړۀ له ځوښه ئې افغانانو غازيانو ته دا لنډۍ ووئيله ـ
کۀ پۀ مېوند کښې شهيد نۀ شوې
ګرانه لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه
د ملالې نورزۍ د لنډۍ هر تورے لکه غشے د غازيانو پۀ زړونو کښې ولګېدو، وينې ئې پۀ ځوښ راغلې، مات زړونه ئې راژوندي شول او د الله اکبر پۀ کفر څپونکي غږ پر دښمن ورغلل ـ سره ورځ ئې پرې جوړه کړه ـ څۀ شېبه وروسته ملاله يو ځل بيا پر لوړ ځاے ودرېدله او دا لۀ جذبې ډکه نعره ئې وکړه ـ
خال به د يار لۀ وينو کېږدم
چې شينکي باغ کښې ګل ګلاب وشرموينه
د دښمن پر فوځونو ماته ګډه شوه او ډېره زياته مرګ ژوبله پۀ کښې وشوه ـ د “د افغانستان درمسيز تاريخ” ليکوال د هغه وخت د يو نوميالي مورخ ميرزا يعقوب علي خوافي د کتاب پۀ حواله ليکي چې پۀ دغه جګړه کښې لۀ دولس زره انګرېز فوځ، عسکرو او صاحب منصبانو څخه يواځې 25 تنه ژوندي د جګړې لۀ ډګر څخه پۀ تېښته بريالي شول ـ مېوند فتح شو ـ چا فتح کړو؟ ننګيالۍ او توريالۍ ملالې “ـ
محمد ولي زلمے پۀ خپل کتاب “زمونږ غازيان” کښې د “نفتولا خالفين” د کتاب “شېپور های پيروزی ميوند” د 453 مخ پۀ حواله ليکي۔
“کله چې د زياتې مرګ ژوبلې پۀ نتيجه کښي مېوند فتح شو او افغاني غازيان د خپلو شهيدانو د ښخولو پۀ تکل کښې وو، غازي سردار ايوب خان پوښتنه وکړه چې دغه نجلۍ څوک ده چې پۀ داسې نازک حالت کښې ئې پۀ خپلو ملي لنډيو افغاني لښکر پۀ ننګ او غورځنګ راوست ـ ځواب ورکړل شو چې دا “ملاله” د يو چوپان لور او د مېوند “کشک نخود” اوسېدونکې ده ـ بل ورته ووئيل چې دا ډېره زړۀ وره وه، د غازيانو تر څنګ ئې بايد ښخه کړو ـ ايوب خان ووئيل “ښۀ واياست ـ ملايانو او ملي مجاهدينو د بخښنې دعا ورته وکړه او هم هلته ئې خاورو ته وسپارله” ـ
د دغه پورته څرګندونو نه معلومېږي چې ملاله هم پۀ دغه جګړه کښې پۀ 27 جولائي 1880ز شهيده شوې ده ـ د ملالې قبر د مېوند د شهيدانو پۀ هديره کښې معلوم دے او ډېر خلک زيارت له ورځي ـ
پۀ ويب پاڼه (www.benawa.com/web_stuff/malalay.php#ixzz6PzPIVmfw) خپره شوې يوه ليکنه کښې پۀ دغه اړه د “پۀ ۱۸۸۰م د مېوند پۀ جګړه کښې د انګليسي لښکر ماتې” تر عنوان لاندې ليکل شوي دي ـ
” د ځواني پېغلې ملالۍ دغه ملي لنډۍ پۀ وئيلو سره چې دښمن ئې د ماتې سره مخ کړو او افغان غازيانو ته ئې د مقاومت زېرے ورکوو او ملي بېرغ ئې پۀ لاس کښې ؤ ـ افغاني جنګيالي ئې پۀ غېرت کښې راوستل، د هغوي پۀ رګونو کښې د غېرت وينه داسې پۀ خوټېدو راغله چې بې لۀ مرګ د ډاره د خپلو مورچلونو څخه راووتل او د دښمن پر لښکرو ئې هجوم وروړو ـ پۀ داسې حال کښې چې افغاني غازيان چي د دښمن د توپو پۀ شليک سره د جګړې پۀ ډګر کښې لکه د ونې پاڼې داسې رژېدل، بيا هم د دښمن تېري کونکي قواوي لۀ خپلو مورچلو څخه تېښتې ته اړيستلې او برے د افغانانو پۀ نصيب شو ـ
د مېوند پۀ دغه بريالۍ جګړه کښې د دښمن (۱۲۰۰۰) عسکر د افغانانو لۀ تېغ څخه تېر شول ـ پۀ دې ترتيب پېغله ملاله مېوندۍ، د جګړې د مېدان محرکه، د هېواد د شمال غرب لور ته پۀ ۵۰ کلومېټره کښې خپل نوم د افغانستان د مباريزينو پۀ تاريخ کښې پۀ زرين ليک وليکلو ـ روح دې ښاد وي”
مرحوم استاد رشاد صاحب پۀ “مېوند مجله” کښې پۀ يوه مرکه کښې وئيلي دي چې “د مېوند ملالۍ کورنۍ تر اوسه پۀ مېوند کښې موجود ده” ـ
د مېوند دغه جګړې د برطانوي حکومت بنيادونه ولړزول او برطانوي سامراج ته ئې دا ثابته کړه چې پۀ نړۍ کښې داسې څوک هم شته چې د برطانوي سامراج، هغه سلطنت چې نمر پۀ کښې نۀ ډوبېږي، د هغۀ غرور د خاورو سره خاورې کولے شي ـ
د دغه جګړې نه پس ډېر زر يو ځل بيا د غازي ايوب خان سره پۀ قندهار کښې د برطانوي فوځ لۀ خوا بله جګړه وشوه چې غازي ايوب خان پۀ کښې ماته وخوړله او ايران ته لاړو ـ
غازي ايوب خان د دغه نه پس ګمنامۍ ته لاړو ـ پۀ کال 1914ز کښې پۀ لاهور کښې مړ شو چې مړے ئې بيا پېښور ته راوړل شو او پۀ وزير باغ کښې پۀ دراني قبرستان کښې د شېخ حبيب د مزار پۀ خوا کښې ښخ کړے شو ـ
استفاده
www.benawa.com/web_stuff/malalay.php#ixzz6PzPIVmfw
https://wasiweb.com/%d9%85%d9%84%d8%a7%d9%84%db%8d-%da%85%d9%88%da%a9-%d9%88%d9%87%d8%9f/
https://en.wikipedia.org/wiki/Second_Anglo-Afghan_War