پير روښان او د پښتون قام نن – مولانا خانزېب

د روښان قبر پۀ خپل وطن کښې ورک دے

پير بابا ته د کعبې غوندې سجدې شي

د پښتنو تاريخ د خپل تېر وخت پۀ څېړنه کښې د خپلو سپېځلو اتلانو پۀ ستائېلو سره ډېر روښانه دے او پښتانۀ د نړۍ پۀ هغه قامونو کښې چې زرګونه کاله تاريخ لري د خپلې خاورې او د دې سره د هروخت د تړل شوي تاريخي ارزښتونو پۀ اساس ډېر موړ او ښېرازه دے. د بده مرغه پۀ هر دور کښې د پښتنو پۀ خاوره د هر لور نه زورواکي راختلي او پښتانۀ د خپلې خاورې د ژغورلو لپاره پۀ هر وخت کښې د زورور سره ښکر پۀ ښکر پۀ ډغره پاتې شوي. کله هم چې يو ټولنه بدلون خوري او يا ځان د دې جوګه کوي چې دا دې بدلون ته او خپل سرنوشت سمولو ته تياره کړې شي نو دا د يو کس کار نۀ وي بلکې بحېثيت مجموع به د دغه ټولنې وګړي ځان د بدلون جوګه کوي. د قام هر وګړے به خپل صلاحیتونه پۀ ډاګه کوي او د قام د تلې چابړي به درنوي. چې کله د يو ټولنې ګډ زور يو شي، شريک شي پۀ خپل ځان ئې باور جوړ شي نو بيا خامخا د قام او اولس مخې ته رهبر هم پېدا کېږي او اتل هم څرګندېږي چې دغه اتل څۀ اسمان نه نازل کړے شوے کومه ملائيکه نۀ بلکې د دغه قام د نوغي نه جوړ شوے تېغ وي نو هله هغه اولس د خپل بدحالت نه د ځان د ژغورلو توان پېدا کوي. خو چې کله هم يوانساني ټولنه د کوم اتل پۀ امېد کښې ډډه ووهي او يا تش پۀ مړه ګېډه د خپل نجات خوبونه ويني چې يره څوک هادي مهدي به راځي او مونږ به خلاصوي نو پۀ داسې حال کښې بيا دغه ټولنه چرې هم د خپل ځان د ژغورلو توان نۀ شي پېدا کولے بلکې نور به هم د بربادو پۀ کنده کښې پۀ سرکونډو کېږي. دا ولې؟ ځکه چې ددغه خلقو پۀ خپل اجتماعي مټ او برکت باور نشته او چې باور پۀ خپل ځان نه وي نو پۀ خارج کښې به دغه ډاډ نتيجه څنګه ورکوي، د وخت د بلاګانو او شرمخانو نه به ځان څنګه ساتي؟ شاه ولي الله دهلوي وائي چې د اسبابو د تاثير نه انکار د خداے د خدايۍ نه انکار دے. د رنځ پۀ وخت کښې درملنه نۀ کول خودکشي ده. تقدير د خداے کار دے خو د انسان کار تدبير کول دي او د تقدير پۀ عقيده تدبير پرېښودل تقدير نۀ منل دي. د يوې ټولنې ګډ او شريک حرکت هم دغه د سبب پۀ درجه کښې دي ځکه خو پښتانۀ وائي! د اولس زور د خداے زور دے يا وائي د اولس خولې د خداے نغاره وي. پېغمبر خدا وائي د خداے زور د اولس سره وي هم دغه وجه ده چې باچاخان وائي چې کله زۀ پۀ کال ۱۹۲۶ز کښې د حج نه پس بيت المقدس ته لاړم، د هغۀ ځاے د عربو حال مې وليد نو ډېر خفه شوم چې کوم ښائسته ځاے به ؤ باغ يا پارک به ؤ نو هغه به د یهودو ؤ د يهودو هوټل به صفا ستهره ؤ د عربو هوټل به د ګندونو نه ډک ؤ کله به مې چې د يو عربي نه د دې حال پوښتنه وکړه چې دا تاسو څه کوئ ولې نۀ بېدارېږئ نو جواب به ئې دا راکړو چې دا اخري پېړۍ ده امام مهدي به راځي او دا هرڅۀ به بيا زمونږ وي، جوړوي به ئې يهود خو پاتې کېږي به مونږ ته. د يو انساني ټولنې بدبختي کله هم ناڅاپه نۀ وي د هغې شاته د اولسونو کمزوري خامخا وي، دغه کمزورو ته د خداے د رضا نوم ورکول خپلو کمزورو له جواز کتل وي. باچاخان وائي چې زما دا خيال ؤ چې ځان له پښتانۀ مليانو صاحبانو د امام مهدي پۀ طمعه کښېنولي خو اوس راته پته ولګېده چې عرب وروڼه هم زمونږ نه څۀ کم نۀ دي. د پښتنو پۀ ټولنه کښې کۀ مونږ اتلان ستايو نو ددې لپاره نه چې نن هم مونږ د يو اتل پۀ ارمان کښېنو او نوره ټولنه شل کړو بلکې کښې د اتل ستائنه د خپل تاريخ د سم اړخ سره ځان تړل، د اولس اودۀ شوي احساسات پارول او بېدارول دي. پير روښان چې پۀ شپاړسمه پېړۍ کښې پۀ داسې وخت کښې قامي پاڅون کړے ؤ چې پښتانۀ د هغه وخت د زورواکي مغل د جبر او تسلط لاندې ګېر وو. کله هم چې يو قام پۀ بهرني ښکېلاک کښې ښکېل شي نو پۀ دغه زمانه کښې پۀ دغه قامي پړاؤ کښې خامخا داسې وخت راځي چې اولس ملي پاڅون ته اماده کېږي او چاپېریال هم بدلون قبلولو ته اماده وي. اوس دا د اولس ددغه وخت د قامي سیاسي مبارزينو او پوهانو ازمېښت وي چې دوي د دغه وخت د غوښتنو نه څومره قامي ګټه اخستې شي.

پير روښان او د هغۀ غورځنګ د پښتنو پۀ ټولنه کښې ډېر اړخونه لري چې پۀ دغه اړه ډېر علمي زيار هم شوے دے او د دغه ستر قامي غورځنګ نه تر پوره حده د تاریخ دوړې څنډل شوې خو دغه علمي زيار نور هم روڼ کول غواړي. پير روښان او د روښانيانو يو اړخ د قامي مبارزې پۀ رڼا کښې سیاسي قامي اړخ دے. دوېم اړخ د پښتو ژبې پۀ اړه علمي او ادبي اړخ دے او درېم د تصوف او د شریعت د تعبير پۀ اساس روحاني او باطني اړخ هم دے. دا درې واړه اړخونه پۀ خپل ځاے ډېر د تفصيل وړ کار دے خو زما پۀ فکر د روښاني غورځنګ د پښتنو پۀ ننني پېښ چاپېريال کښې د ټولو نه مهم اړخ د قامي سیاسي نهضت او قامي بېداري ده. دغه د روښانيانو قامي پاڅون سل کاله ژوندے پاتې کېدل يو ډېر د تعجب کار دے لکه څنګه چې دغه سل کلن وجود د روښانيانو نه پس د باچاخان د فکري غورځنګ پۀ برخه دے. دومره اوږد مهاله ژوندۍ مبارزه مونږ ددې غورځنګونو د کمال دليل هم ګڼو دا ځکه چې پښتانۀ کله هم څوک ډېر نه زغمي او ډېر زر ئې زړۀ مړېږي او تنګېږي ځکه چې دوي زیاتره پخپل ټاټوبي کښې ازاد پاتې شوي. خو روښاني غورځنګ او خدائي خدمتګاري چې دومره اوږده زمانه پۀ دې ټولنه او خاوره ژوندۍ پاتې کېږي نو لامل ئې هم دا دے چې دوي پۀ ټولنه کښې نېغ پۀ نېغه د شعور خورولو لپاره هڅې کړي. د قام سره پۀ هره توده سړه کښې پۀ مېدان پاتې شوي. خدائي خدمتګاري تراوسه ځکه منظم ده چې دا مفکوره د نړۍ سره د تللو پۀ اساس پۀ جدید منظم تنظيمي وجود باندې تر نن پورې کلکه ودرول شوې ده. خو کۀ د مغلوالۍ پۀ ضد پینځۀ سوه کاله پخوا فکري سياسي روزنې ته د پښتنو ټولنې اړتیا لرله نو نن پۀ يويشتمه پېړۍ کښې د هغې نه هم ډېره لري ځکه چې د مغلوالي پۀ نسبت پښتانۀ نن پۀ ډېره بده ورځ کښې اړو پړ ښکېل پراتۀ دي . پرون مغل ؤ، څۀ وخت مخکښې پېرنګے ؤ او اوس مهال د نړيوالو او د خؤا شا هېوادونو نۀ ختمېدونکې دفاعي دسيسې.. پښتنه ټولنه نن هم د زمانو پۀ قبائلي ساخت ولاړه ده او د بدلون ارتقا ډېره سړه ده خو بلخوا مخامخ د جديد مترقي نړۍ سره مخ دي. د ننني جهاني تګلارې او د پرمختګ پۀ ډګر د نړۍ سره سيالي کول دي. دا پرمخ تللې نړۍ څوک پۀ وروستو پاتې کېدو او ساده توب نۀ معاف کوي چې ترڅو ترې ځان پخپل قامي مټ، همت او سیاسي دماغو ونۀ ژغوري، نو نۀ امريکا نۀ روس ،چين او نۀ پاکستان ستا پۀ غم دړمند دي او نۀ کېږي.

کۀ د پير روښان پۀ مذهبي اړخ خبره وکړو نو د هغه وخت مذهبي چاپېریال او اوسنۍ زمانه کوم ډېر توپير نۀ لري ځکه چې پۀ پير روښان هم د مخالفينو لۀ خوا د کفر فتوې لګول کېدې، دۀ ته ګمراه وئيل کېدو ددې لپاره چې دے مغل ته سرکوزے شي او تر نن پورې هم پۀ هر قامي غږ د مذهب پۀ جامه کښې ددغه مورچل نه ډز کېږي، وخت خو بدل دے خو مورچه او نسخه ازموده هم هغه زړه ده. مذهب دلته ځکه کارول شي چې پښتانۀ پۀ حېث د قام د اسلام د سپېځلي دين منونکي دي خو بلخوا د اسلام د بنيادي لټرېچر کره کتنه پۀ خلقو کښې ډېره کمه ده خو چې بس چا د کومې خبرې سره د اسلام نامه ياده کړه نو بيا څوک کوم ځان نۀ پوهه کوي، بيا کاڼۀ ړاندۀ او ګونګيان وي . د پښتنو هم د دغه کمزورۍ نه پۀ هروخت کښې د قام دښمنان ګټه اخلي او کوشش کوي چې د مذهب پۀ نامه دغه قامي غورځنګ بدنام کړي او پۀ ټولنه کښې ئې د خورېدو مخ نيوے وکړي . پير روښان هم پۀ دغه خبره ډېرښه پوهه ؤ نو ځکه هغۀ پۀ ځاے د دې چې د مذهب سره پۀ ډغره ورغلے وے ځان ئې ورته پۀ پوره توګه مذهبي کړو او د خپلو منونکو يو لویه ډله ئې د مريدانو پۀ نامه را غونډوله. کۀ بلخوا ته هغه د دغه تورونو هغه شان مقابله نۀ ده کړې ځکه چې مخالفينو ته ئې د هغه وخت د ریاست هرډول مرسته حاصل وه خو بيا هم پير روښان د مذهب د لارې هم د قامي فکر روزلو لپاره کار کولو. پۀ نن وخت کښې هم بايد چې د پير روښان پۀ لار د پښتنو ملت پال خلق عمل وکړي چې د مذهب استعمال د دوي خلاف کېږي نو د مذهب د لارې دې لکه د پير روښان مخالفینو لۀ راشي ځکه چې دا کار باچاخان هم کړے چې هغه د وخت د علماء حق سره مربوط پاتې شوے او د قامي عالمانو ملګرے او پلوے پاتې شوے. بايزيد روښان د خپل عصر پۀ هغو صوفي فلسفيانو کښې شامل دے چې پۀ دغه لار کښې ډېر ياد پاتې شوے. د بايزيد موخه د پښتنو يو سیاسي اجتماعي ټولنځاے جوړول وو خو د چاپېريال د تاثيراتو لۀ وجې د حکمت غوښتنه دا وه چې پۀ روحاني لار پښتانۀ پۀ يو تار کښې وپېلي او خپل سیاسي موخې هم ددغه لارې ترسره کړي. پښتانۀ پۀ قامي غږ پۀ اسانه غوږ نۀ ګروي، زر نۀ راپاڅېږي خو پۀ مذهبي چغو ډېر زر غوږونه بوڅ کوي. پينځۀ کاله بايزيد او پينځۀ کاله ئې زوي امارت يا باچاهي کړې وه خو روښاني مسلک پۀ يو سل شل کلونو کښې پۀ مستقله توګه د پښتنو پۀ دې غريزه سيمه کښې پوره نفوذ لرلے دے چې نن سبا هم د نړيوالو د جنګ مېدان دے. پير روښان د خپل وخت يو حق پرست ؤ او چې کله کابل ته مرزا کامران وغوښتو او خپل قاضي ته ئې ورمخامخ کړو نو هغۀ چې کومې پوښتنې وکړې او پير روښان کوم جوابونه ورکړل د هغې نه قاضي هم مطمئن شو او مرزا کامران ئې هم مطمئن کړو. پۀ نړۍ كښې ستر بدلونونه او انقلابونه د هغو كسانو لۀ خوا رامنځته شول چې د محروميت دردونه ئې پۀ خپله ليدلي او زغملي پۀ همدې اساس چې روښاني غورځنګ د پرديو زبېښاكګرو قوتونو پۀ ضد د پښتنو پۀ قامي تاريخ کښې هغه مترقي غورځنګ دے چې پۀ شعوري توګه پېل شوے ؤ چې د مغل ريښې لۀ بېخه وباسي چې د دغه مترقي غورځنګ پۀ سر كښې پخپله پير روښان ولاړ ؤ.

د مغل خلاف د روښانيانو دغه تحريك د پښتنو پۀ تاريخ او ادب كښې د (روښاني غورځنګ) پۀ نامه دتل لپاره ياد کړے شو. دغه غورځنګ لۀ يوې خوا پۀ پښتنو کښې سياسي شعور را ژوندے كړو نو لۀ بلې خوا ئې دوي د خپلې خاورې د اّزادولو لپاره د مغلو پۀ ضد مبارزې ته هم وهڅول .

د اعجاز الحق قدوسي د وېنا تر مخه پير روښان پۀ تاريخ کښې ميا روښان، بايزيد انصاري، او بايزيد مسكين باندې مشهور ؤ. انصاري قبيله نۀ ده بلکې دا نوم د ابراهيم لودهي د واک نه د لوېدو نه پس ډېرو پښتنو د ځان ژغورنې لپاره پۀ ځان ايښے ؤ. د دۀ مخالفينو چې پير بابا، ملا زنګي، او اخون دروېزه پکښې ډېر ياد دي دوي پۀ پير تاريک ياد کړے. پير بابا چې نوم ئې سيد علي ترمذي ؤ د سيد قمبر علي زوے ؤ د بابر د پوځ سره پۀ پاني پت کښې ملګرے ؤ. د پير تاريک دغه غلط نسبت ته د مغلو پۀ مرسته ډېر شهرت ورکړے شوے او د پير روښان قامي کردار د مذهب لۀ علامتونو لۀ لوري پۀ تيارو کښې ورک کړے شوے چې تر نن پورې دغه د پير تاريک نوم ژوندے ساتل شوے ځکه ډېر پښتانۀ اوس هم د خپل درست تاريخ نه د ناخبرۍ پۀ وجه د پير روښان د روښانيت نه نابلد دي. پير بابا او دهغۀ شاګرد مغلو د پښتنو وطن د سیاسي غرضونو لپاره را لګولي وو ځکه چې دغه خلقو د اکبر کله هم مخالفت نۀ کولو چې د دين الهي پۀ نامه ئې يو ملغوبه جوړه کړې وه. دغه مشرک ددې پۀ نزد د خداے سورے او حق پرست بايزيدګمراه او مرتد ؤ. مغلو چې کله پۀ پاني پت کښې پښتون ابراهيم لودي له پۀ کال 1526 کښې ماتې ورکړه نو تر د 1857 پورې دپښتنو سره همېش د دښمن سلوک کړے . شېخ سراج الحق بايزيد د عبدالله زوے ؤ. د شېخ محمد نمسے ؤ چې پۀ (931ل) (1525ز) كال د پنجاب پۀ (جلندر) د اورمړو د كلي (بركي) پۀ يوې متوسطې كورنۍ كښې دې نړۍ ته سترګې پرانستې دي. ډاکټر اختر خان د بايزيد د زېږون نېټه، 1522، ښائي دغه كورنۍ پۀ (اورمړو) کښې تر اوسه پورې د وزيرستان پۀ (كني ګرم) كښې استوګنه لري. لیکواله صفیه حلیم وائي چې “کني” پۀ وزیرۍ کښې هغه زمکې ته وئيلے شي چې چا لۀ د نېکۍ پۀ وجه د اولس له خوا ورکړے شي چې پښتانۀ ورته “سېرۍ” هم وائي. دغه زمکې د شېخ ملي پۀ وېش کښې هم استانه دارو ته ورکول شوې، او ګرام ځاے ته وائي، دغه خلق پۀ اورمړي ژبه خبرې كوي چې پښتو ته ورته ده، يو شمېر خلق ئې د لوګر ولايت پۀ (بركي برک) كښې ژوند كوي او ژبه ئې هم اورمړي ده.

بايزيد د خپل ترۀ شېخ خدا داد او خپلې مور سره پۀ (1530ز كال) لۀ هندوستان نه (كني ګرم) ته راغے او پۀ دې سيمه كښې ئې ژوند اختيار كړو. بايزيد د خپل كوچنيوالي زياته موده خپل ترۀ خداداد سره تېره كړې ده.

پير روښان خپلې لومړنۍ زده كړې لۀ خپل پلار او د هغۀ د شاګردانو خليفه ملا پاينده او ملا سلېمان كالنجري پۀ مرسته سر ته رسولې دي او نورې زده كړې ئې د كورنيو ستونزو له كبله سر ته ونۀ شوې رسولې او هم داسې بې استاذه پاتي شو. ولې بيا هم د روحانيت او پوهې پۀ چاپېريال كښې وروزل شو.

دځوانۍ پۀ وخت كښې هم له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوے ؤ. پۀ يو وخت کښې ئې د اسونو پۀ خرڅولو او رانيولو لاس پورې كړو او هم پۀ دې خاطر ئې ډېر عمر پۀ سمرقند كښې تېر كړے او لۀ هغه ځايه بيا بېرته پنجاب ته راغے. پۀ هم دې وخت كښې ئې د ملا سلېمان سره هم ليدنه كړې چې دغې ليدنې ورباندې پوره اغېزه وكړه او پۀ راتلونكي كښې ئې د روښانيانو تحريک ته د دۀ پوره پاملرنه راګرځولې وه.

كله چې بايزيد د خپل تربور خواجه اسماعيل نه لاس نيوه وكړه نو پلار ئې د خپل زوي پۀ دغه عمل خوښ نه ؤ دا ځكه چې پلار ئې پۀ نظر کښې لرل چې بايزيد د شېخ بهاوالدين زكريا مريد شي خو بايزيد د خپلې ارادې نه وانۀ وښت.

كله چې بايزيد د تصوف د مرحلو نه د قربت او وصلت درجې ته رسېدلے ؤ نو خپل پلار او ورور (يعقوب) ئې له قاضيتوب او رشوت نه منع كول نو هم دغه وخت ؤ چې د دۀ او د كورنۍ تر مېنځ فكري تضاد او مخالفت لا پسې ښکاره شو.

كله چې بايزيد د خپلې مېرمنې او وړوکي زوي (عمر) سره خپل كلي (كني ګرم) ته راستون شو نو د خپل پلار او خپلوانو سره ئې پۀ مناقشو لاس پورې كړو.

بايزيد هم دغه وخت خپل تبليغ لۀ خپل كلي څخه پېل كړو خو د مخالفتونو سره مخامخ شو، بيا دې ته مجبور شو چې له خپل كلي ننګرهار ته راغے او د سلطان احمد مومند كره دېره شو او د خپل مسلك پۀ حقله ئې پښتنو ته تبليغ كولو.

پير روښان (تيراه) د خپل غورځنګ مركز وټاكله او پۀ لږه موده كښې ئې ډېر زيات د خپل نظر پلويان وموندل. كله چې پير روښان خپل دريځ او نفوذ پۀ ټولنه كښې خور كړو نو بيا ئې د مغلو پۀ ضد د خپلې خاورې د خپلواكۍ پۀ ډاګه اعلان وکړو. د بايزيد پۀ تحريک پښتانۀ قبايل پۀ دومره لوے شمېر كښې شامل شول چې عبدالاكبرخان اكبر ليكي:

نظام الدين احمد به له ډېره قهره د مېږيو لښكر بالۀ.

دا د ملخانو او مېږيانو استعاره څۀ نوې نۀ ده.

كله چې سلطان بهلول لودهي پۀ هندوستان كښې باچاهي قائمه كړه نو پښتانۀ ئې له خپل وطن نه راوبلل چې دوه تاريخونه

تاريخ داودي د عبدالله او تاريخ شيرشاهي د عباس سرواني ليكي چې پښتانۀ لكه د مېږيانو او ملخانو ور مات شول. دا هغه وخت ؤ چې جلال الدين اكبر پۀ هند او كابل كښې داسې لارې چارې لټولې چې لۀ يوې خوا خپل قدرت ټينګ كړي او لۀ بلې خوا پښتانه داسې سره پخپل منځ كښې ونښلوي چې هېڅكله د يو والي او ازادۍ فكر ورته پېدا نۀ شي، اكبر دغه هدف ته د رسيدو پۀ خاطر (زر، زور او مذهب) د ځان ملګري كړل. چې پير بابا او اخون دروېزه ئې کلک پلويان وو.

د تاريخ کتنه او پۀ ځانګړې توګه د پښتون قامي تحريک نه ځان خبرول او د دغه تحريکونو علمي څېړنه د وخت ضرورت دے. د ماضي نه به سبق اخلو د خپل حال دپاره او د مستقبل دپاره د هغې پۀ رڼا کښې تګ لاره جوړوو. ماضي پرست به نۀ جوړيږو او نۀ به د خپل ماضي پۀ نرګسیت کښې خواږۀ خوبونه وينو بلکې خپل ښو ته ښۀ او بدو ته به بد وئيل وي. تاريخي حقائق کۀ تراخۀ ولې نۀ وي سترګې به ترې نۀ پټوؤ نو هله به د دې قام چپه بېړۍ پۀ سمه لار کېږي. د پير روښان او پۀ اوسني وخت کښې د پښتنې سیمې چاپېريال اوس هم ډېر نه دي بدل، ډېر مناسبتونه شته د دې وجې د دې غورځنګ څېړنه او نتائج راويستل پۀ دې وخت کښې د پښتنو د راتلونکي د پاره ډېر اړين دي. د پير روښان د غورځنګ درې اړخه دي. مذهبې، تصوفي، ادبي فرهنګي، او سیاسي. د پير روښان ذات او د هغۀ غورځنګ پښتو ادب ته ډېره لويه پنګه ورکړې. د پیر روښان د پښتو اول کتاب “خير البيان” او ورسره نور پينځۀ کتابونه يو ستر کار دے.

خیرالبيان ډېره زمانه لا درکه ؤ چې پۀ ۱۹۵۹ء کښې مولانا عبدالقادر د لوېديځ جرمني پۀ يو کتابتون کښې پېدا کړو.

خېرالبیان: چې پۀ څلور ژبو (پښتو/دري/عربي/پنجابي) لیکل شوے ددې نامتوعارف تر ټولو مهم کتاب دے.

حالنامه : پۀ دري ژبه لیکل شوې ده چې د نورو حال تر څنګ د حکومتي ملېشو د ظلم حکایتونه لري.

صراط التوحید : پۀ عربي او فارسي ژبه تالیف شوې ده.

مقصودالمومنین : پۀ عربي ژبه کښې ليکل شوے دے.

فخرالطالبین : دا کتاب هم پۀ عربي او مکتوبات او پښتو رسم الخط را مېنځ ته شوے دے. او ورسره د بايزيد پير روښان مکتوبات سرودونه، د پښتو رسم الخط هم ذکر شوے دے.

خو دهند د جواهرلال نهرو پوهنتون د پښتوڅانګې استاد ښاغلے پروفېسر عبدالخالق رشید د نوې څېړنې پۀ پایله کښې د دې ستر عرفاني او صوفی لیکوال او مبارز یو بل کتاب هم راڅرګند کړو چې عریان الغیب نومېږي.دغه شان دې غورځنګ پښتو ادب ته ډېرستر سیاسي فرهنګي او ادبي شخصيات ورکړل.چې پکښې ملا ارزانې، دولت لواڼے، مرزا خان انصاري، علي محمد مخلص، واصل روښاني، کريم داد روښاني، قادر داد اورکزے وغېره.

دغه شان دوست محمد کامل، ملا ارزاني، د شېخ عیسی مشواني نه پس پۀ پښتو کښې اول مستند شاعر ګڼي. پير روښان د تصوف د وحدت الوجود کلک عقیدت مند ؤ. دغه خپلې تصوفي لارې مقامات هم د دۀ تصوفي تګ لاره وه. د پيرروښان دغه اتۀ مقامات ملا ارزاني داسې بیانوي:

شریعت دے، طريـقــت دے

حقیقت ئې مــــــــــعرفت دے

هر چې دا څلور ئې خپل کړل

د بابا ادم پـــــــــــــر پـــــت دے

بل قربت ، بل ئې وصلت دے

بل وحدت، بل سکــونت دے

پۀ اول کښې ډېر متشدد ؤ خو روستو ئې پۀ مزاج کښې اعتدال راغلےؤ.د پرېشان خټک د وېنا ترمخه دے د وړوکوالي نه د مغلو خلاف ؤ او د دغه مخالفت دپاره د مذهب تګ لاره يو ارادي کار ؤ.

دغه رنګ پير روښان د پښتو موسیقۍ سره هم ډېره مينه لرله . پۀ کانيګرم کښې به ئې پۀ هلکوالۍ کښې د کلي پۀ ښادو کښې د تورې سره اتڼ هم کولو. دغه رنګ د رباب څلور راګه ئې هم اختراع کړي وو.

ډاکټريار محمد مغموم پۀ دې اړه وائي : بايزيد روښان پۀ هلکوانۍ کښې د سرود سره ډېره جذباتي مينه لرله او چرته به چې ټنګ ټکور مجلس ؤ نو هغه به د مستۍ نه وردنګل. بايزيد د پښتو موسيقۍ پۀ اصلاح کښې ډېره ونډه لرله .د حالنامې د وېنا ترمخه د دۀ خليفه مير فضل الله ولي د حاجي محمد پۀ رباب کښې د نوو تارونو اضافه وکړه او د بايزيد د هداياتو پۀ رڼا کښې موسيقارانو د ګډا نوي راګونه جوړ کړل . ساز غږونکو دا ساز سم نه شو غږولے نو بايزيد پۀ خپله د هغوي د وزن او اهنګ اصلاح وکړه او دهغۀ د رهنمائۍ پۀ وجه موسيقار د سرود سلوک د خوشحالۍ راګونو او د نور شپږ راګونو پۀ غږولو پوهه شو دغه راګونه. پنج دره، چارپره، سهه دره، پرده جنګ ،او مقام شهادت وو.

د مذهب پۀ حواله پير روښان روايتي خشکي ماته کړې او د ټولنې د اصلاح دپاره ئې ډېر مؤثر تګ لاره پۀ دلائيلو او ليک سمباله اختيار کړې وه او هم دغه وجه وه چې د مذهب له اړخه ئې د هغه وخت د علامتونو کلک مخالفت هم څرګند کړو. پير روښان د مغل استعمار خلاف پاڅون د پښتنو اولنے منظم اجتماعي ملي پاڅون دے .د پير روښان پۀ دور کښې دا غورځنګ نيم سیاسي مذهبي ؤ ولې د جلاله پۀ وخت کښې دا پۀ يو مکمل سیاسي قامي پاڅون باندې بدل شو.

پير روښان چې کله مړ شو نو د دۀ قبر تر اوسه نامعلوم دے خو د دۀ د مرګ نه پس د دۀ زوي شېخ عمر اتۀ کاله د مغل خلاف مقاومت جاري وساتلو.چې کله شېخ عمر د ايسپزو له خوا ووژل شو نو د دۀ بل زوي جلال الدين جلاله د هندوستان نه د پير روښان مريدانو د خپلې مشرۍ دپاره را وتښتولو او هغه بیا ډېر پۀ مړانه دغه مقاومت ته دوام ورکړو .د جلاله د مرګ نه پس ،احداد ابن عمر ابن بايزيد دغه مقاومت جاري وساتو.شیخ احداد چې کله پۀ ،لواغر، کوهاټ کښې ووژل شو نو بیا ددۀ ښځې الائي بي بي او د دۀ زوي عبدالقادر لږ وخت مزاحمت وکړو خو د بده مرغه څۀ وخت پس عبدالقادر مغلو ته سر ښکته کړو ، دا د ۱۶۳۷ کال ؤ د مغل شهنشاه ،شاه جهان ،دور ؤ او هم دا شان دا تاريخي غورځنګ ختم شو.

د پير روښان پۀ اړه د اولف کېرو نه علاوه د ټولو پښتنو مؤرخينو پۀ دې اتفاق دے چې دا يو ،سپېڅلے غورځنګ ؤ . پيرروښان يو ستر مذهبي مشر، قامي او سیاسي رهبر او د حق دلارې بېرغوال ؤ.

د خوشحال خټک د مغلو خلاف مقاومت، بيا پۀ ۱۷۴۷ کښې د ستراحمد شاه بابا باچائي او د باچاخان قامي غورځنګ او مقاومت هم د دې تحريک تسلسل اثرات او برکات دي .

د پيرروښان د غورځنګ پۀ اړه د بده مرغه هغه څېړنې تر اوسه نۀ دي شوې چې کومې پکار وې . بايد چې زمونږ ادبي پوهان او قام پاله سیاسي مشران د دې غورځنګ پۀ اړه ډېر کار وکړي او هم دا شان مونږ نوي کهول ته د تاريخ پۀ رڼا کښې د خپلو سیمو دکړکېچونو او ستونزو پۀ اړه واضحه تګ لاره وښايو .

دغه شان خوشحال خان خټک د روښانيت د کړۀ وړۀ نه متاثره دے او پۀ ځينې اشعارو کښې دغه حرکت ستائيلے هم دے خو بيا هم چې خوشحال خټک د هر چا پۀ باره کښې څنګه سپينه وېنا کړې ده نو د پير روښان د ستړو پۀ اړه ئې هغه شان څۀ نۀ دي وئيلي، بنيادي سبب څۀ دے، بايد چې د دې تاريخي څېړنه وشي.

د روښانېانو د ځينې شاعرانو وېنا:

کۀ توفيق مې حق نصيب که

زۀ به کښم د حق وېنا

يو ديوان پۀ پښتو ژبې

پۀ دېرش حرفه کړم بنا

(دولت لواڼے)

دګمان خمار مې لرې شه له سره

چې ساقي شه میا روښان غمخوار زما

(علي محمد مخلص)

اے واصله د ګمان له اصله مشه

د پيالې ګمان به وبخښي غفور دے

(واصل روښاني)

د وحدت ونه يوه ده يو ئې اصل

پۀ کثرت باندې خوره شوه يو څو ښاخه

(کريمداد)

دا هم ولولئ

پښتنه ټولنه او عدم تشدد

پښتانۀ سیاسي فعالان د قامي سياست پۀ اړه خپل يو حقيقي نظر لري، پۀ دلیل …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *