زۀ چې کله هم د خپل کار روزګار یا روانو ناخوالو لۀ وجې د زړۀ تنګون احساس وکړم او پۀ کوم لوري د سفر او چکر فکر کوم، نو تر ټولو لومړے مې پر ذهن د “ننګرهار” تصویر خپور شي.
د دې میلان سبب یوازې د ننګرهار ښکلا او شینوالے نۀ دے، ځکه کۀ داسې وي، نو خوست او د دغه هېواد ډېرې نورې سیمې هم ښکلې، شنې او زړۀ راښکونکې دي؛ بلکې هلته (ننګرهار کښې) څۀ نور کششونه هم دي، چې انسان د ځان پۀ لور ورکاږي.
ننګرهار د ښکلا او پراخۍ ترڅنګ د علم او ادب زانګو هم بلل شوې او دا ځکه چې دې خاورې ډېر لوئې عالمان او ادیبان پۀ خپله غېږه کښې روزلي؛ دا د ارواښاد استاد الفت، استاد رښتین، موسي شفیق، نجم الدین اخونزاده او ډېرو نورو لویو تللیو او شتۀ عالمانو سیمه ده… دې خاورې پۀ خپله سینه د هېواد د ازادۍ اتل ارواښاد غازي امان الله خان ته ځاے ورکړے… او لنډه دا چې دا هغه خاوره ده، چې د پښتون قوم د بېدارۍ مخکښې او د خدائي خدمتګارۍ بنسټګر فخر افغان باچاخان هم د خپل وصیت لۀ مخې خپل تن همدلته خاورو ته سپارلے.
ځکه خو ما یو ځل بیا لۀ خوسته تر کابله او له کابله تر ننګرهاره د سفر موزې پۀ پښو کړي او د دې خاورې او پکښې هستیو سلام او احترام ته راغلے یم، خو دا ځل سفر مې کۀ څه هم د روانو ناخوالو له ځینو اندېښنو سره مل دے، ولې دوه د خوښۍ شېبې هم لري او هغه دا چې د دوو وروستیو یادو شوو شخصیتونو (غازي امان الله خان او باچاخان) مقبرې پۀ نوې او ښکلې بڼه ګورم.
زۀ د دغو دواړو مقبرو پۀ یو ځاے جوړېدو لۀ دې امله خوښ یم، چې پښتون قوم ته د سربازۍ او ازادۍ اخستو ترڅنګ د سرساتنې او بېدارۍ د پېغام رسونې اړتیا لا هم شته او یا د دواړه شخصیتونه د همدې دوو ارزښتونو (ازادۍ او بېدارۍ) سرلاري ګڼل کېږي.
د غازي امان الله خان لۀ اخستې ازادۍ یوه پېړۍ (سل کاله) تېرېږي، خو لا هم افغان او پښتون پۀ پوره توګه د ازادۍ پر مفهوم نۀ دے پوهېدلے او پۀ دې لاره کښې ئې د روانو سرشیندنو حاصل او برخلیک ته غټ سوال ایښے!
باچاخان او د هغۀ لخوا پېل شوې هڅې (خدائي خدمتګاري) هم د همدغې زمانې همزولے دے، چې لا هم د هغۀ ارمان یو ارمان دے او پلویان ئې تر ننه د خپل قوم د ویښولو پۀ کوششونو لګیا دي.
خو د اندېښنو لۀ دې ګردابونو د وتو هیلې هم ژوندۍ دي او هغه دا چې د یادو دواړو هستیو قوم څۀ نا څۀ شعور پېدا کړے، دا کۀ ډېر د جګړې لۀ امله دے، لکه چې وائي (کۀ کور وسوزېدو، دیوالونه ئې پاخۀ شو) او کۀ د دنیا نورو قومونو ته د کتو لۀ امله دے. د دې ادعا لپاره مونږ کم تر کمه هم دا مزارونه هم وړاندې کولے شو، چې پۀ دې وروستیو کښې ئې هم مهاله (یو وخت) کارونه پۀ بشپړېدو دي.
ما تر دې ځایه ځکه دواړه شخصیتونه جوړه یاد کړل، چې لۀ یوې خوا دوي پۀ یو وخت کښې د خپل قوم مشران پاتې شوي،لۀ بلې خوا د دوي پۀ یو او بل اثرات هم څرګند او د تاریخ پۀ پاڼو کښې خوندي دي.
دوی دواړو لۀ یو بل سره کتلي دي، د یو ارمان لپاره ئې خپلې مشورې او همکارۍ سره شریکې کړې دي، د خدائي خدمتګارانو د هجرت پۀ موضوع کښې غازي امان الله خان د خپل وس مطابق مرسته کړې. د غازي لښکرو د درملنې لپاره باچاخان د غني خان پۀ ګډون د روغتیائي مرستندویانو یوه ډله رالېږلې او ان د غازي امان الله خان د پښتو ژبې پۀ زده کړه کښې هم د باچاخان رول څرګند څرګند یادېږي.
خو دا چې زمونږ دا لیکنه تر ډېره د خدائي خدمتګار باچاخان د مقبرې پۀ کارونو او اغېزو راڅرخي، نو د پاتې برخې تمرکز به ئې پر همدې اړخ وکړو؛ خو وړاندې لۀ دې چې د دغې سترې هستۍ د مقبرې او زیارت موضوع ته لاړ شو، دا یادونه اړینه بولو، چې باچاخان کۀ څۀ هم د نورو انسانانو پۀ شان یو تن او یو وجود ؤ، خو فکر ئې د خپل قوم کلي پۀ کلي خور ؤ، هغۀ پۀ هر حالت کښې غوښتل، چې ځان هېر او خپل قوم ته د فکري او شعوري بېدارۍ رڼا ورسوي.
دلته ئې د ژوند یوه خاطره د ارواښاد ډاکټر خالق زیار لۀ خولې رانقلوو:
“يو ځل مونږ خبر شو چې باچاخان راپرېوتے دے او د ډونګې يا ورون هډوکي ئې دړه کړې ده او کابل ته ئې وړے دے. زمونږ سره غم شو چې پۀ دې عمر کښې د هډوکي بيا جوړېدل خو به ډېر ګران وي.
هفته نيمه پس خبر راغے چې باچاخان بېرته جلال اباد ته راغلے دے. مونږ شپږ اتۀ ملګري ئې تپوس له ورغلو. لس اتۀ کسان ورسره نور هم ناست وو. باچاخان تکيه ته ډډه وهلې وه او خبرې ئې کولې. ما ترې لږ ساعت پس تپوس وکړۀ چې بابا دا ستاسو د پښې څۀ مسئله وه او اوس څنګه محسوسوئ باچاخان “ووئېل دا بس هسې دلته څۀ معمولي غوندې” او بيا به ئې خپله سياسي خبره شروع کړه، ډېر ساعت وروستو ما بيا موقعه ومونده او پۀ دوېري مې ترې تپوس وکړۀ. باچا خان ووئيل ” چې دا دلته پۀ دې قالين کښې مې پښه ونښته او پرېوتم“ او بيا ئې د پښتنو پۀ قامي او ټولنيزو مسئلو د خپل خيال اظهار له ادامه ورکړه. مونږ تر ډېره وخته د هغۀ سره ناست وو خو پۀ دې پوي نۀ شو چې دا څۀ چل شوے ؤ، تکليف څۀ ؤ او اوس څنګه دے. البته پۀ دې پوي شُو چې قام ته ډېووټېډ سړے هم داسې سړي ته وائي. کوم چې نن زمونږ مخې ته ناست دے، ځان ترې هېر دے او قام د خولې نه نۀ غورځوي.” (۱)
لۀ همدې یوې خاطرې معلومېږي، چې خداے بخښلے باچاخان تر دې حده د خپل قوم او خلقو پۀ غم کښې ورک ؤ، چې خپل صحت ته ئې هم چندان خیال نۀ کولو، بیا ئې چې کله د مرګ شپې او ورځې رالنډې شوې، نو دغه لوے انسان دا سوچ وکړو، چې قبر ئې باید پۀ داسې ځاے وي، چې خپل قوم ئې له مرګه پس هم پرې راټول وي او دا ځاے ئې د ننګرهار مرکز وټاکۀ.
“د نۀ تاوتريخوالي “عدم تشدد” سرلاري خان عبدالغفار خان پۀ ۱۹۸۸ زېږدیز کال کښې د رنځورۍ پۀ کټ پۀ پېښور کښې ومړ. پۀ داسې شپو ورځو کښې چې افغانستان کښې د مجاهدينو او ډاکټر نجيب الله د حکومت ترمنځ سختې جګړې وې، د هغۀ د غوښتنې سره سم د افغانستان پۀ ختيځ ښار جلال اباد کښې خاورو ته وسپارل شو. هماغه وخت د مزار د ګُنبد او ودانۍ چارې پېل شوې، خو کورنيو جګړو ئې مخه ونيوله. تېرو دوو لسيزو کښې د مقبرې، کمپلېکس او د موزيم د جوړېدو چارې څو ځلې پېل او وځنډېدې او پۀ وروستيو لسو کلونو کښې ئې کورنۍ جوړېدو ته را وړاندې شوه، خو دا ټول کارونه همداسې نيم ودانه پاتې او چارې ئې ټکنۍ وې.” (۲)
خو د محمد اشرف غني پۀ مشرۍ نوي افغان حکومت، چې پۀ جریان کښې ئې د افغانستان د ازادۍ سل کاله هم پوره شول، د افغانستان د یو شمېر تاریخي ودانیو پۀ ډله کښې د خدائي خدمتګار باچاخان زیارت ته هم ۵۶ میلیونه افغانۍ بېلې کړې او دا مقبره ئې پۀ ښۀ شان ورغوله.
د دغه زیارت چارې، چې له تېرو نهو میاشتو راهسې د بنايي پۀ نوم یو حکومتي شرکت لخوا ترسره کېږي، اوس بشپړېدو ته نېږدې دي او وئیل کېږي، چې پۀ لنډه موده کښې به د افغان اولسمشر محمد اشرف غني لۀ لوري پرانستل شي.
د چارو د پېل پۀ وخت د ننګرهار ځايي چارواکو وئیلي وو، چې پۀ دې کمپليکس کښې پۀ مزار د ګنبدې او منارو تر څنګ جومات، کتابتون، هاسټل، پارکنګ او موزیم جوړول هم شامل دي.
د ننګرهار مخکښني والي شاه محمود مياخېل هغه مهال رسنیو ته وئیلي وو: “د جلالتماب جمهور رئيس محمد اشرف غني نه خاصه مننه کوو چې دې مقبرې ته ئې توجه وکړه او د خپلې ځانګړې بودیجې نه ئې درې پنځوس اعشاریه اتۀ ميلیونه افغانۍ تخصیص کړې.” د شاه محمود میاخېل پۀ وېنا: “دا به یو ګنبد او څلور منارونه ولري چې هر منار به څلوېښت متره جګوالے ولري.” (۳)
خو د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رحیم الله خوږیاڼے وائي، چې د ځینو کارونو لپاره پۀ یادې بودیجې دوه میلیونه نورې هم ورزیاتې شوې او اوس د زیارت چارې د ۵۶ میلیونه افغانیو پۀ لګښت بشپړې شوې دي.
د دغې دنګې ښکلې ودانۍ پۀ لیدو د انسان ذهن ته د خدائي خدمتګار د بنسټګر باچاخان دنګ فکر مخې ته ضرور درېږي، خو چې کله د ودانۍ پۀ زینو کښې هغه خاموش دهلېز ته سړے کوزېږي، چېرې چې د دغې سترې هستۍ وجود دفن دے، نو د خپل خاموش اکثریت ډېرې ناخوالې ئې مخې ته تېرېږي، چې لا هم پۀ خپل ځاے او د دغه ستر انسان ناترسره ارمانونه دي.
د خداے بخښلي باچاخان د قبر پۀ سر د ښیښې یوه شناخته لګیدلې، چې د نوموړي د ژوند او مرګ په اړه ئې لنډ څۀ پکښې لیکلي، مونږ دلته د دغې شناختې لیک کټ مټ ځکه رانقل کړو، چې له یوې خوا د باچاخان پۀ پېژندنه کښې اضافه وشي او لۀ بلې خوا دا شناخته هم پۀ لیکلې توګه خوندي شي:
“د فخر افغان باچا خان د ۲۸م تلین پۀ مناسبت (۱۸۹۰ – ۱۹۸۸)
د لوي افغان ویاړ، د پښتون افغان د تهذیبي بدلون باني، د امن پیامبر، د تحریک ازادۍ سالار، بېن المللي قهرمان خدائي خدمتګار خان عبدالغفار خان باچا خان چې پۀ شپږم فروري ۱۸۹۰ کښې پۀ چارسده پښتونخوا کښې زېږېدلے دے او پۀ ۲۰ جنوري ۱۹۸۸ کښې د دې جهان نه رخصت شوے دے، چې د خپل پلارګني افغان وطن تاریخي ښار شیشم باغ جلال اباد (ننګرهار) کښې خاورو ته سپارل شوے دے (پۀ ګور ئې نور شه)
حضرت باچا خان د پښتون جرګې نه د خپلې پاکې او سپېځلې نظریې د عملي کولو مبارزه پېل کړې وه چې بیا تحریک اصلاح الافاغنه پورې راورسېده، چې دغه تحریک وروستو پۀ خدائي خدممتګار تحریک کښې بدل شو. باچا خان بابا د پېرنګي پۀ خلاف نۀ ستړےکېدونکے مبارز پاتې دے او د وطن د ازادۍ پۀ ګناه کښې سرکار ۳۶ کاله پورې دا مېړنے اولسي رهبر پۀ بند کښې ساتلے دے، خو د باچاخان پۀ فکر کښې یوه ذره هم څۀ بدلون نۀ دے راغلے او ښۀ پۀ مړانه ئې د وطن د ازادۍ او پښتنو د ژوند د بدلېدو کار او زیار باسلے دے. باچا خان د ازادې مدرسې پۀ شکل کښې پۀ پښتنو کښې د تعلیم عام کولو تابیا کړې ده او د “پښتون” مجلې پۀ کوشش ئې نه یوازې چې پۀ پښتنو کښې د لیک لوست رواج راوستو، بلکې د دې مجلې پۀ ذریعه ئې پښتنو کښې د ازادۍ جذبه هم رابېداروله. د لوے افغانستان ملي مشر غازي امان الله خان د باچاخان پۀ وېنا پښتو ژبه زده کړه او پۀ دولتي سطح ئې هم پښتو له کار وکړو، باچاخان د شلمې پېړۍ یو نامتو مشر دے، چې پۀ زرګونو خدائي خدمتګار ئې تربیه کړي دي. د کوزې پښتونخوا داسې کلي او ښار به نۀ وي چې باچاخان به ورته تللے نۀ وي، باچاخان پۀ خپل افغانیت ډېر نازیدو او چې مرګ پله نزدې شو نو دا وصیت ئې وکړو چې ما به پۀ ازاد افغانستان کښې خاورو ته سپارئ او هم هغسې وشو. د باچاخان پۀ جنازه کښې د هغه وخت افغانستان مشر شهید ډاکټر نجیب الله او ملي او بېن المللي ستر مشران شریک وو. د باچاخان پاک روح نن ټول مېړني افغان ته دا وائي، چې د دې وطن د سرلوړۍ دپاره یو شئ او د امن دپاره کار وکړئ او د دې د ابادېدو فکر وکړئ.
لوے خداے دې د باچاخان بابا دا ارمان پوره کړي، چې پښتون افغان هم د سیاله قامونو سره سیاله او خوشحاله وي (امین)
خدائي خدمتګار” (۴)
کله چې مونږ د بابا د جوړ شوي مزار لیدنه کوله، نو د کابل، کندهار او ننګرهار څۀ ملګري هم راسره وو. هغوی د نوې ودانۍ پۀ جوړېدو خوشحاله وو، خو ترڅنګ دا فکر هم ورسره ؤ، چې دا وداني دې یوازې وداني نۀ وي، بلکې د بابا د فکر یو مرکز دې هم وي.
هر څوک چې د بابا زیارت ته لاړ شي، ممکن همدا فکر ئې پۀ ذهن کښې راوګرځي: ” فرهنګپال، فعالان او لیکوالان ددې کار هرکلے کوي او د یوه یاد شوي او د عدم تشدد فلسفې د مشر د حق ادائینه ئې بولي چې پۀ افغان حکومت او ټولنه ئې درلوده.
خلق لۀ دې امله د دې کار هرکلے کوي چې دا د یوې تاریخي څېرې مزار دے چې نړۍ کښې خپل ځانګړے نوم او تګلاره لري او دا به ننګرهار کښې د سیاحت کوونکو لپاره یو بل مناسب ځاے وګرځي.
دا مزار به د باچا خان د عدم تشدد فکر د ترویج، د هغۀ او نورو وطن ژغورونکو خلقو پۀ اړه د راټولېدو، مشورو، کلتوري او فرهنګي غونډه یوه ښۀ پته وي.
وئیل شوي پۀ دې مزار کښې یو شمېر هغه اسانتیاوې شته چې پۀ علمي او نورو برخو کښې د ناستو او راټولېدنو لپاره زمینه ئې برابروي او تر ټولو مهم ئې دا بلل کېږي چې د کوزنیو او برنیو افغانانو یو ګډ ارمان پوره کېږي. ” (۵)
پۀ پايې کښې د پایلې پۀ توګه وئیلے شو، چې پۀ ننګرهار کښې د پښتنو د دې تاریخي او علمي هستۍ (باچاخان) د کمپلېکس لۀ جوړېدو او پرانستې سره به نۀ یوازې د یو خدمتګار انسان حق ادا شوے وي، بلکې دې ته به هم لاره هواره شوې وي، چې څۀ ډول یو ځل بیا د دغه ارزښتمن فکر (عدم تشدد) راژوندي کولو ته کار وشي.
کۀ د باچاخان زیارت د همدې فکر د سرچینې پۀ توګه وټاکل شي، پۀ دې اړه ټولې غونډې، کنفرانسونه او تحقیقات لۀ همدې ځایه پېل شي، نو لږ تر لږه د هغۀ روح به مو پۀ دې خوشاله کړے وي، چې لا هم پۀ دې قوم کښې د هغۀ د سپېڅلي فکر لارویان شته او د خپل وس مطابق هلې ځلې ئې نۀ دي پرېښي.
پۀ همدې هیله!
دروېشه چې د قام د ژوند عنوان ئې کړ بدل
پۀ لاس کښې د تقدیر لکه قلم ؤ یو سړے
ماخذونه:
۱. زیار، ډاکټر خالق (۲۰۱۷). د باچاخان خاطره. انلاین: http://www.facebook.com/khudai.khidmat.gar
۲ .د بي بي سي– پښتو یو راپور: https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-53400650
۳. د لر او بر ویبپاڼې یو راپور: https://larawbar.net/50276.html#.X-WePFUzbIU
۴. خدائي خدمتګار (؟) (۲۰۲۰) د باچاخان د قبر شناخته
۵. دروېش، بشر (۲۰۲۰) د فخر افغان کمپلېکس جوړیدل ولې
مهم دي؟. https://yaraan.com/bacha-khan-