(يادګيرنه:دا ليكنه د خداے بخښلي پروفېسر همايون همدرد وفات كېدو ورځو كښې ليكلې شوې ځكه نو هغه تاثرات پكښې ښكاره پۀ نظر راځي)
د خوېشكو ځمكه د علم اوادب پۀ حواله دومره زرخېزه اوپخوانۍ ده چې زۀ ورته د پښتو ژبې وړومبے سنګر وئيلے شم. د ملا ارزاني خوېشکي علمي عظمت او د روښاني ادب تنستې لۀ دې ځايه راوتلي دي . حدوداربعه كمه خو ذهني اوتهذيبي ميراث ئې دومره ژور دے چې ادبي تاريخ بايد وياړ ورباندې وكړي،د دې خاورې نه راټوكېدلے ګل، يو ذهين اوپياوړے ليكوال پروفېسر همايون همدرد پۀ ځوانۍ كښې د٥٣ كالو پۀ عمر كښې پۀ ناڅاپه مرګ لۀ مونږ نه پۀ ٢٩ جون ٢٠٢٠ع جلا شو، عليين مكان ئې ځاے شه. د يو داسې اديب ،شاعر،نقاد،ډرامه نګار اومحقق مرګ دسانحې نه كم نۀ دے،د پښتو ادب، زمونږه دتهذيب اود ارواښاد د كورنۍ لوے نقصان وشو، الله پاك دې ئې بچو ته وسائل او دسر سايه ميسركړي.
د پښتو يو لوے او مخلصه ليكوال سيدالامين احسن چې زما مينه ناك دوست دے لۀ دې سانحې نه خبركړم،سيدالامين احسن د همايون همدرد سره نزدې تړون درلودلو چې ډېر خواشيني اوزهير ؤ، پۀ رښتيا هم د پاكستان او افغانستان پۀ علمي حلقو كښې د دوي درد محسوس شوے دے. همايون همدردپۀ خپل ځان كښې يوه اداره وه . مونږ نه ډېركشر ؤ خو هغۀ د خپل هنر اود هغهٴ د صيقل كولو د پاره دومره محنت كړے ؤ چې لږ خلقو ته دا نصيب كېږي. عجيبه تخليقي اوعلمي ذوق ئې لرلو چې د لسو كلونو پۀ عمر كښې ئې شاعري شروع كړې وه. د هغوي استاد ډاكټر پروېز مهجور خوېشکي د هغۀ شهادت وركوي، بايدخپل محنت او لياقت پۀ وجه د تنظيمونو ګډون اود ښو استاذانو پۀ محفلونو كښې د هغۀ داسې روزنه وشوه چې ګڼ شمېر موضوعات ئې د ځان پاره وټاكلو. شاعري،نثر،تحقيق،افسانې،ډرامې اوبيا رېډيائي اوبيا دټيلي وژن څپو ته دوي داسې خوندور موضوعات پۀ ګوته كړل چې د معاشرې اوټولنې تربيت د پاره منفي او مثبت كردارونو نشاندهي پۀ خوندورو ډائلاګونو سره تر اولس پورې ور رسؤلو چې يادګاره نمونې پاتې شوې .
دېرش دو دېرش كاله وړاندې ئې يو كتاب ‘روښاني ليكنې’ماته رالېږلې ؤ، ما پۀ “اولس” رساله كښې پۀ هغۀ يو خوندور مضمون چاپ كړے ؤ، اود هغوي حوصله مې ورلوړه كړې وه . هغه وخت همايون همدرد پۀ تحقيقي موضوعاتو اخته ؤ، وروسته د ادبي تنظيمونو تنقيدي غونډو ته به تللو، ځان ئې دومره مصروف ساتلے ؤ چې د ژوند هره ساه ئې د ادب اوتهذيب پۀ سنجؤلواخته وه او راكښله ئې. شاعري اوانتقادي شعور ئې دومره پخته شو چې د تنقيد پۀ خوا ئې رجوع وكړه، د خوشحال بابا دشاعرۍ مطالعه ئې وكړه، يو وړوكے مګر ډېر سنګين كتاب’دخوشحال خټك تنقيدي شعور’ پۀ نامه ئې چاپ كړو.
همايون لۀ ما سره يو ذهني رابطه ساتله خو ناسته مو سره نۀ وه شوې. هر كتاب به ئې پۀ ناز رالېږلو،تقاضا به خامخا وه چې څهٴ ورباندې وليكم ځكه چې وړومبے مې هغه عادت كړے ؤ خو ژوند يو مصروف شواخون دے، د هغهٴ د اردو شاعرانو د شعرونو انتخاب او پښتو ژباړل يو نادره كار ؤ چې د اردو ژبې وچت شاعران لكه فېض احمد فېض، رابندرناتهـ ټېګور او ساحر لدهيانوي كلامونه غوره كول، د اعلى ذهن غمازي كوي . د هغوي افكار ئې د پښتو شعرته پۀ خپل تخليقي هنر داسې شكل وركړو چې دادب قاري ذهني بلوغت ورباندې پخېږي.
يو سېلف مېډ سړے د نورو قلمكارانو پۀ مقابله كښې ډېر څرګند وي. هغه د نوښار، خوېشکي، نيلاب او مردان ساهو ليكونكيو يو مستقل غړے ؤ او هلته ادبي ذوق مباحثې اودكلام تنقيدي جاج ورته يو پوخ شعور وركړو تردې چې د لوے ليكوالو پۀ نظر راغلے ؤ، قلندر مومند به هغه پۀ ځوانانو كښې خوښ شاعر بللو. بيا د هغوي سره ډكشنري پروجېكټ كښې ئې كارشروع كړو ګو د لغت اود ژبې پۀ ژورتيا باندې هم ورته قدرت د ښې ملكې حاصلولو موقع پۀ لاس وركړله. همايون سيمابي مزاج ښكارېدو، هر نوي څيز اونوي موضوع ته ئې هر وخت زړهٴ څپانده ؤ، اومخصوص ذهني رغبت ئې هم لرلو.
د هغهٴ د ادب د پوهنې تدريجي ارتقا ته چې ګورو نو هغه پۀ تسلسل سره د تجربې او زده كړې هر اعلي ترين معيار ته رسېدلے فنكارؤ، خوش اخلاقه،خاموش طبعه،د هرچا غم خور او د دړدېدلي زړونو سره خوالهٴ كوله.
سيدالامين احسن صاحب ته به د هغهٴ د مزاج ښېګړې، بې تكلفي معلومې وي خو لۀ لرې نه د هغهٴ د صداقت او د ژبې سره د مينې اندازه د هغهٴ د مسلسل زيار او نهٴ ستړې كيدونكې جذبې غمازي كوي.
د تنظيمونو سره هغه يو دم د نثر نه شاعرۍ پلو ته لاړو،د حمزه بابا د شاعرۍ او شخصيت نه دتاثر اخستلو سره د هغهٴ د شاعرۍ پېل لۀ هغه نظم نه شروع شوے ؤ چې حمزه بابا ته ئې ‘دخېبر ډيوه’ وړاندې كړې وه، بيا مسلسل د شاعرۍ درې مجموعې، سپېلني، (١٩٩٠ع)، ګلګون (١٩٩٤ع) اوچينه ورته لۀ افغانستان (يوې ادارې) نه چاپ شوې وې. پۀ دې ادبي محفلونو او د كتابونو پۀ ترتيب كښې د نامتو مخلصه ليكوال فرهاد محمد غالب ترين، ډاكټر زبېر حسرت او نامتو ليكوال عبدالكافي اديب سره ګډون كړے ؤ، د هغوي د ناستې خلق هم قابل او صاحبِ ادراك ليكوالان وو، د يو دوست سيد ناظم علي شاه د دوو ورېرونو پۀ مرګ ئې (دمرثيو مجموعه ترتيب )چاپ ئې كړه- همايون لۀ څنګ چې ‘همدرد’تخلص درلودلو-،دغسې د هغۀ نفسياتي اثر د هغهٴ پۀ ژوند او رويه باندې هم شوے ؤ. هسې هم دتخلص نفسياتي اثر ادب والو يقيني بللے دے.
د ټولنې يو داسې فرد چې د شاعرۍ او ليك سره تړون لري هغه دټولنې هر كردار ته پۀ ژورتيا ګوري . د كال ١٩٩٥ز نه وروسته د هغهٴ رجوع رېډيو او ټيلي وژن ته وشوه. دلته سيمابي مزاج همايون همدرد دډرامې پۀ هنر باندې خپلې داسې تجربې وكړې چې هغه يادګار پاتې شوې- ډرامه يو ډېر اهم صنف سخن دے چې د ټولنې كردار اوڅهره پۀ ډېر موثره توګه تر اولس پورې رسولے شي. زما ياد دي چې پۀ كال ١٩٧٤ كښې ټيلي وېژن سنټر كوئټه كښې جوړ شو نو د پښتو مشاعرې،ادبي مذاكرې او ډرامې به مونږ ليكلې. ارواښاد پروفېسر عابد شاه عابد زمونږ مشر ليكوال ملګرے ؤ. د ټيلي وېژن ډرامه ليكل يو مخصوص تكنيك غواړي، منظرنګاري، ډائيلاګ او وحدت تاثر ساتل اهم مقاصد وي. كله چې ما ‘مينه او وينه’ ډرامه ليكله نو خيال مې لۀ يونس قياسي نه اخستے ؤ خو زمونږ د نوكرۍ مصروفيت څۀ داسې ډول ؤ چې ډېر وخت مې پاملرنه وكړه نو د لوي ليكوالو لكه ارواښاد محمداعظم اعظم،ډاكترهمايون هما، نورالبشرنويد پۀ صف كښې درېدلو.د همدرد ډرامې د كليوالي ژوند عكسونه،د منفي كردارونو غندنه او مثبت كردارونه وړاندې كولو سره جانداره ډائيلاګ ليكل د هغهٴ كارنامه ده. تردې حده چې پاكستان ټيلي وېژن له ئې درې يا څلور داسې سيرئيل وليكلې چې پۀ دې هنر كښې ئې داستاد درجه وموندله.’بې وزله’، ‘ګرېوان’ او’ زول’ هغه سيرئيل وو چې اوس ئې هم خلق يادولے شي .ډاكټر ګلزار جلال د همايون د ډرامې پۀ حقله يوه ښۀ جمله وئيلې وه چې “د همايون پۀ ډرامو كښې inner life (داخلي ژوند)دانسان دننه ژونداو outer lifeاو بهرنے ژوند كتلے شي”. د دې ډرامې كردارونه د نن ورځې يو عكس ؤ او د معاشرت د سمولو د پاره ئې خوندور ډائيلاکونه تخليق كول.
د همايون ذهن تخليقي جوړ شوے ؤ ،هغۀ به د ډرامې كولو د پاره د مشهوره افسانه نګارانو پلاټ هم غوره كولو، پۀ دې حقله هغوي د نامتو ليكوالو د افسانو ډرامائي تشكيل كړے ؤ. د منفي كردارونو غندنه ئې كړې، بې وزله، سيريز شوكت علي پروډيوس كړے ؤ، ‘مات ازغي’ ډرامه د تهيم اوكلي ژوند يوه غوره نمونه وه چې پۀ اولس ئې اغېزه كوله، پۀ دې تخليقي زيار باندې ورته د ټيلي وېژن لۀ خوا اېوارډ د ستائينې هم وركول شوے ؤ.
همايون به ادبي ناستو ته تللو نو د هغوي تنقيدي رودادونه ئې هم چاپ كړي وو. ‘دنيلاب تذكره’، او ‘رودادونه’ د هغې نمونه ده ،د دې ادبي مصروفيتونو سره هغه كل وقتي شاعر،اديب اوډرامه نګار جوړ شوے ؤ.
پۀ دې دوران كښې د هغوي درې شعري مجموعې هم راغلې وې . كله شاعر اوكله نعتيه محفل،همايون همدرد دادبي محفل څراغ ؤ. خاموش، متحرك،مينه ناك،خو مسلسل تخليق كونكے بني ادم ؤ.
د هغۀ شاعرۍ كښې سهل ممتنع او اشاراتي مقصديت شامل وو، د نعت دې شعرته متوجه شئ،
ستا زړګے داباسين غوندې درياب دے
ستا تندے لكه ايلم او تاتره ده
توره شپه توره تيارۀ دې پرې خبر شي
ماګټلے د رڼا پۀ كفاره ده
پۀ دې شعرونو كښې د’رڼا كفاره’تركيب دومره نوے دےچې پۀ نوې شاعرۍ كښې ئې مثال نشته . دغسې د هغهٴ نوره شاعري هم د سادګۍ اومعنويت يوه ښۀ نمونه ده، ګنجلك تراكيب نۀ استعمالوي پۀ اسانه ژبه د ژور فكر ترجماني كوي، يو خوږمن انسان ؤ، د هغۀ شخصيت او فكر ونظر پۀ تورو اوتراكيبو كښې څرګندېږي.
زړۀ كښې مات ازغيه څۀ دې كړمه
زما زخمي زړګيه څۀ دې كړمه
د خاكسارۍ او دوستدارۍ يوه غوره نمونه وه، پۀ تيره لسيزه كښې هغه د پښتو استاد مقرر شوے ؤ او دپي اېچ ډي د پاره يوه خوندوره موضوع “د پښتو چاربېتې ګڼ ډولونه” غوره كړې وه او كارهم پوره شوے ؤ ، خو د هغۀ سره عمر وفا ونۀ كړه . د پښتو اكېډيمۍ او پېښور پوهنتون دې هغۀ ته د دې ډګرۍ وركولو اعلان وكړي چې هغۀ استحقاق درلودلو او د دې ډګرۍ سره د هغۀ بچوته محكمه تعليم لۀ خواکۀ څۀ مالي فائده ورسېږي نوداكار هم ډېر مهم دے.
زهٴ د سيدالامين احسن مننه كوم او الله دې همايون پۀ جنت كښې داخل كړي لكه خپله چې ئې داسې وئېلي دي . . .
د جهان ټول نعمتونه به ترې زاركړم
همايون پۀ جنتونو كښې دېره دے