منځنۍ پښتونخوا او د قامي تړون ارتقاء – مولانا خانزېب

کله هم يوې محکومې طبقې ته حقوق پۀ منتونو ورکولے نۀ شي بلکې دغه حقوق اخستلے شي. دغه د حقوقو اخستل قامي يووالے، تګلاره او سياسي بېداري غواړي. پۀ هره زمانه کښې هر پېغمبر د خپلې ټولنې د اجتماعي اصلاح خبره کړې او دغه اصلاح ته لار د افرادو پۀ اصلاح تلې. د يوې ټولنې د بدلون لپاره د ځان ځانۍ هڅې کله هم ګټې نه راوړي او نۀ کوم مثبت بدلون راوستے شي تر څو پورې چې د مزاحمت غبرګون اجتماعي نۀ شي نو يو کس څو کسان خو به شهيدان اتلان ياد شي خو د قربانۍ کومه ګټه به ئې ټولنې ته نۀ وي.د پښتنو پۀ خاوره د قام پلورنې او ژغورنې پۀ بهير کښې د اوس نه، نه د ډېر پخوا نه د سياست ډېر اړخونه دي. د دغه مختلف الجهات اړخونو پېژندل،د نظريې ، تېر وخت ، او د راتلونکي وخت، د تګلارې ، پۀ رڼا کښې پېژندل د يو قام پاله سياسي وګړي لپاره ډېر اړين وي. نن د يو پردي سړي ستائنه او بله ورځ ښکنځل هم د دغه فکري اړخ د خام کېدو نخښه وي. دلته هېڅ نوي او نااشنا نۀ دي، خو لږ ورته پۀ پټو سترګو نه پۀ برندو سترګو ځېر کېدل غواړي. قامي سياست د تذبذب نه د خپلې خاورې د تاريخ پۀ رڼا کښې د فکري يون او تړون نوم دے.

پېرنګي چې کله د پښتنو خاوره اشغال کړه نو د پښتنو پۀ خاوره ئې د خپلې پالیسۍ “ډيوائډ اېنډ رول” لۀ لارې تقسيم کړه او حکومت ئې پرې وکړو. ګڼې کرښې ئې راښکلې چې ځاے پۀ ځاے ئې د پښتنو يو وجود د يو بل نه وشلولو چې يوه کرښه پۀ کښې د منځنۍ پښتونخوا د نورې پښتنونخوا نه د”فاټا” پۀ نامه هم وه. د فاټا انضمام پۀ حقيقت کښې د پښتنو د پاکستان دننه د قامي وحدت پۀ لور يو ستر تاريخي او بريالے ګام ؤ چې د سياست قامي شعور او عدم تشدد پۀ فکر ډېر پۀ پرامنه توګه سرته ورسولو.

د پښتونخوا نوې ضلعې چې د پښتونخوا وطن زړۀ دے وړومبے پېرنګي او بيا پاکستان د خپل تاريخي مرکز پېښور نه يو اويا کاله غوڅې وساتلې خو دا هم حقيقت دے چې د تاريخ جبر کۀ هرڅومره اوږد شي خو يو ورځ دغه ” جغ ” ژوندي قامونه د څټ نه غورځوي هم. داسې د قامي تاريخ د يون او تړون د ارتقاء عمل د سياسي شعور او بېدارۍ پۀ زور پۀ منځنۍ پښتونخوا کښې هم ترسره شو او هغه د راتلونکي وخت دسيسو او پلانونو ته کمين ونيول شو چې د منځنۍ پښتونخوا نه به د پېرنګي ميرات خور د پښتنو د لوے کور د ورانولو لپاره ” ځواک من دفاعي لغمونه” کنستل ۔

ددغه ناوړه عمل پۀ نتيجه کښې يو وخت داسې هم ؤ چې د پاکستان د ولقې نه هم دا سيمې ووتلې او عملاً پکښې د پاکستان واکمنۍ سقوط کړے ؤ.

پۀ۲۴ د مۍ ۲۰۱۸ز کښې د قامي اسمبلۍ نه د فاټا اصلاحاتو بل هغه تاريخي ګام ؤ چې تل به پۀ تاريخ کښې ستائيلے شي. کۀ تر اوسه پورې هغه ژمنې چې کوم پۀ پينځويشتم ائيني بدلون کښې شوي، هغه شان سل پۀ سله نۀ دي ترسره شوي خو بيا هم هيله ده چې پاتې نيمګړتياوې به هم د اولس پۀ بېدارۍ زرتر زره ترسره کړے شي. دلته د پښتونخوا د صوبائي اسمبلۍ ټاکنې د عدالت شبکه راتلل، اېف سي ار ختمېدل او نور ملکي ادارې راتلل ممکن شوي او پاتې هغه کارونه چې لا نۀ دي، پوره کړے شوي. هم به پۀ راتلونکي کښې ممکن کولے شي خو د دې سيمې د اولس بېداري لازم ده ځکه چې پۀ اوس وخت کښې د اے ډي ار پۀ نامه يو ځانګړے قانون هم پۀ حقيقت کښې د عدالت مخې ته ځنډ او خنډ جوړول دي چې پۀ هېڅ شکل د منلو وړ نۀ دے.

اے ډي ار د اېف سي ار دوېمه څهره ده ځکه د پښتونخوا سياسي ګوندونو هم پۀ کلکه رد کړو. خو د پښتونخوا پۀ نوو ضلعو کښې چې کوم د سياسي ګوندونو مشران دي د هغې لۀ خوا کوم سپين دريځ نۀ راتلل د دغه مشرانو پۀ سياسي بصيرت او فراست پوښتنې جوړوي، هم دغه راز پۀ دې سيمو کښې پۀ تېر وخت کښې ډېر د سياسي ګوندونو مشرانو هم لکه د مراعات يافته طبقې پۀ شان مراعات خوړل ( مال مفت دل بې رحم ) ډېر لکه د ملکانو پۀ نوي نظام او خپلو مراعاتو د لاسه پۀ ورکولو اوس خفه دي خو دا خبره ډېره جوته ده چې د پښتونخوا سره يووالے د ټول پښتون اولس د ډېر ښۀ راتلونکي پۀ هيله دے. پۀ مخ وړاندې يوه سيمه او ټولنه بوتلل وخت خامخا غواړي، پۀ تلي کښې څۀ هم نه زرغونېږي .د ځنې خلکو د ستومانه کېدو پۀ ځاے بايد چې هغه حقوقو له غوښتنې وشي کومې ژمنې چې د دې سيمې سره پۀ ائين کښې شوي.

جرګه د پښتنو د پښتو دود دے، دا يو اولسي او ټولنيز عمل دے، د ملکي نظام سره د جرګې تړون او يا خپل روايات د نظام پۀ هنداره کښې کتل د خپل ټولنيز دود د تاريخ او ارزښت نه ناخبري ده.

اے ډي ار نه بلکې دلته دې هم لکه د نورې پښتنونخوا پۀ شان ډي ار سي چي کومه پۀ تاڼو کښې مصالحتي جرګه وي وغځول شي. کۀ څوک پۀ ابتدائي مرحله کښې مصالحت کوي هم ډېره ښۀ او کۀ باقاعده عدالتي عمل ته ځي نو خوښه ئې ده. د نورې صوبې نه ځانګړے عمل جوړول ډېرې نورې اندېښنې جوړوي چې د منلو وړ هېچرې نۀ دي.

قانون فطرت دادے چې هر نظام او تګلاره د وخت سره اصلاح کول لازم وي. د پېښ چاپېريال د بدل حالاتو سره ځان بلد کول او بدلول اړين وي چې کله هم داسې نۀ کېږي نو بيا فطرت پۀ خپل زور سره بدلون راولي او نۀ بدلېدونکې نخښانونه د وخت د سېلاب پۀ چپو کښې لاهو کېږي. د نوي عصر نوې غوښتنې او کړنې ځان له ځاے جوړوي او هغه وجود او حقيقت زغمي چې د وخت بدلون ته لارې نۀ نيسي.

‏د نوي نسل دې بېداره یون ته لارې نیسي

د وخت ردي خلک د وخت بدلون ته لارې نیسي

سائل

یونانی حکیم “فيثا غورث” وائي چې ژوند د رسم پۀ مثال دے هرڅوک پۀ کښې د بدلون کوشش کوي خو دا ښۀ او بد جوړول د دغه وخت د پوهانو او فلاسفه کار دے. يعنې بدلون، دا خو نۀ بدليدونکے حقيقت دے خو کۀ دغه بدلون ته لار نيولے شي هغه کۀ ښۀ وي خو ډېره ښۀ خو کۀ بد وي دغه بدلون نو کۀ د خپل چاپېريال ، سماج ،تاريخ، او کلتور سره پۀ سمون کړے شي نو ډېره ښۀ ده . هم دغه پوښتنې ته جواب د پښتونخوا د نوو ضلعو او د پښتونخوا تاریخي وجود سره د يووالي پۀ اساس څېړو ځکه ځنې خلک د خپل تاريخ نه هم نۀ وي خبر او دا ښودل غواړي چې ګنې دا پښتانۀ د نړۍ نه ځان له مخلوق دے خو حقيقت دا دے چې څنګه د نور پښتونخوا وطن پښتانۀ دي هم دغسې ،روايات، مذهب ،کلتور، تاريخ او ټولنيز ژوند هم دا پښتانۀ لري خو دا خو د خپل غرضونو لپاره اول پېرنګي او بيا پاکستان ځان له بېل پۀ “شو کېس” کښې سل کاله بند وساتل نو ځکه اوس خلکو ته ځان بل بل شان ښکاري.

جوړ سامان د عياشۍ کړم وايم وخت کوي غوښتنه

وخت زما دے ګوډاګے خو بهانه پېدا کووم

حمزه شينواري

پۀ قبائيلي سيمو کښې د پخوا راهسې دوه ډوله اولسي مشران پاتې شوي دي . يو د قام وطن او دين پۀ ننګ ولاړ، دوېم هغه خلک چې تل ئې د پېرنګي نه راواخله تر ننني وخت پورې کله هم د اجتماعي مفادو خبره نۀ ده کړې بلکې همېشه د هر زياتي خور پۀ صف کښې ولاړ پاتې شوي ۔ دغه راز د ترهګرۍ پۀ نامه پۀ جنګ کښې هم زياتره وطن پال خلک وژل شوي او ډېره کمه صله هغې ته ورکړې شوې بلکې ډېر داسې پاتې شوي چې پۀ خپل همت ځان نن هم ساتي تش پۀ نامه ورته سېکيورټي ورکړے شوې. د دغه خلکو سپېشل نوکري هم نۀ وي. دغه د غېرت ډک خلک د دې دېرش دېرش سپېشل تنخاګانو سره هم بلد نۀ دي پاتې شوي او کۀ څۀ ورسره وو او ترې اخيستل شوي نو د خپل غرض لپاره ئې سړکونه چرته نه دي بند کړي .

خبره چې مونږ کوو نو دا د هغه تش پۀ نامه د مشرۍ دعوي کوونکيو کوو چې د پښتنو د يووالي خلاف دي. د اېف سي ار ملګري وو او ټول عمر ئې پۀ خولۀ جرندې وهل شوې وې او ډېر د خپلو کړو او غلطو پۀ سبب قرباني شوي نور اولسي قام پاله مشران مو د سر ګلونه دي خو چې څوک د قام سره پۀ تاريخ کښې روڼ نۀ دي پاتې پۀ هغې به پۀ تاريخ کښې خامخا خبرې کېږي.

کله چې د اېف سي ار طبعي عمر د پاکستان پۀ چوکاټ کښې اويا کاله پوره شو او ارذل العمر ته ورسېدو، اخري خاتمه ئې نزدې وه. د پښتونخوا د سیمې مدني فعالانو او سیاسي وګړو دغه د وخت اواز او حقيقت ته ښۀ راغلاست وئيلے ؤ، کوشش روان ؤ چې ډېرې ګټې د دې سیمې لپاره د راتلونکي پۀ اړه پۀ قانون اساسي کښې د ائيني ژمنو پۀ باور پۀ بشپړ ډول خوندي کړے شي خو دلته هغه مراعات يافته طبقه چې ټول عمر ئې د دغه نظام “کوچ” خوړلي وو، د وخت دغه بدلونونو منلو ته تيار نۀ وو، د ذهني او فکري انتشار ښکار وو. د‌ وخت پۀ درست تعبير نۀ رسېدل. پۀ ځاے ددې چې دا ئې وئيل چې هېڅ نۀ منو نو څۀ ښۀ وړاندېزونه ئې د قام د ښۀ راتلونکي پۀ اړه بايد چې مخې ته کړې وې خپلې غوښتنې ئې پۀ نوي نظام کښې خوندي کړې وې او د قام د خېر ځاے غوښتې وې. دغه مراعات يافته ملکانو کله هم د قام او د خاورې خبره نۀ ده کړې. ټول عمر به ئې د پوليټيکل اېجنټ د سلامۍ نه بغېر بل کار نه ؤ خو چې کله د لاقانونيت نظام د اېف سي ار تور ټغر غونډېدو نو دا ملکان پۀ خواږۀ خوب اودۀ وو. وئيل مړه څوک به اېف سي ار ختم کړي او دا خو ئې هډول پۀ ګمان کښې نه وه ګنې چې پۀ کور تنخواه اخستونکي شل شل لېوي به ترې څوک واخلي. پښتانۀ وائي چې کوم مارغۀ د هوا نه کوږ روان وي نو وزرې ئې ډېرې زرماتېږي. مولانا فضل الرحمن صاحب به ورته سینه ډبوله چې زۀ ژوندے يم نو غم مۀ کوئ، هېڅ نۀ کېږي خو پۀ خپله وړه نړۍ کښې بنديان او د نړۍ د غوښتنو نه دا خلک پۀ رښتيا ناخبر وو چې بدلون خو اوس حقيقت دے کۀ تۀ ژاړې او کۀ خاندې.

دوه کاله مخکښې ډېره ښۀ موقعه وه چې کۀ دې ملکانو د قام غم خو هسې هم نۀ کولو خو خپلې غوښتنې پکار ده چې کړې ئې وې. د نظام د ښۀ والي او يا د اولسي ځانګړې ګټو ! نو ممکن وه چې څۀ نه څۀ ځاے به ئې نيولے وے. اوس ترې اوبۀ د ورخه تېرې دي چې څوک تنخواه اخلي نو ډيوټي به کوي. د سپېشل لېوي او خاصه دارو پۀ نامه د وطن لوټ کولو زمانه اوس تېره ده. پۀ فرضي نومونو به ډېرو خلکو تنخاګانې اخستې. د ماشومانو نومونه به ئې ليکلي وو، د هغې پۀ سر به ئې تنخاګانې اخستې، يوځل به ئې زوے ريټائرډ شو، پۀ تحصيلدار به ئې زوړ فائل ورک کړو، زوے به ئې بيا بهرتي کړوځکه د پېدائش پۀ اول کال به پۀ “سوزنۍ” کښې نوکر کړے شوے ؤ. پۀ ٢٥کالو پۀ عمر کښې به ريټائرډ شو. او ٢٥ کاله کښې به بيا بهرتي کړے، شو ښوونځے به د دغه ملک صېب دغواو غوجل وه او څلور پينځۀ به پۀ کښې نوکران هم وو. د مياشت به ورله پوليټيکل اېجنټ دقام پۀ مال کښې د خرچې پۀ نامه خپله برخه هم ورکوله. پۀ کال کښې به د لونګۍ پۀ نامه بېله خرچه وه، هر د پرمختګ سکيم او پروژه به د دغه ملک صېب اجاره وه، د پولیټيکل اېجنټ د دفترونه به جرګې بېلې وې چې انصاف به پۀ باقاعده توګه پۀ معلوم نرخ خرڅېدو خو لنډه دا چې يو باچاهي وه چې پۀ دغه مراعات يافته طبقه باندې نسکوره او ړنګه شوه اوس دغه خلکو ته درې کاله پس پته ولګېده چې کله ترې اوبۀ د ورخه تېرې شوې . وائي دا څۀ وشو، دا خو زمونږ هرڅۀ لاړل، يقيناً چې هرڅۀ مزې او خرڅې سيند وړي اوس هېڅ نۀ کېږي، هغه افسران چې پۀ کروړونو روپۍ به ئې دې سیمو ته پۀ رابدلېدو ورکولې اوس سپوره خولۀ ناست وي، د پوليټيکل اېجنټ د شبکې غرور او فرعونيت د خاورو سره خاورې شوے. هر ډول مراعاتو سر خوړلے. څۀ ورځې وړاندې يو مراعات يافته ملک پۀ مومندو کښې لګيا ؤ وئيل ئې زۀ اوس هم انضمام نۀ منم ! هلکه مه ئې منه کنه ! تا نه منلو او وشو نو چې اوس ئې تۀ نۀ منې نو هسې زړۀ ښۀ کوه خو اوس هېڅ نۀ کېږي. اوس کۀ څۀ راځي نو يو ملک له نه ! اولس له به راځي. کومو خلکو چې پۀ تېر وخت کښې مراعات اخستل نو يقين وکړئ چې دا ئې د قام لپاره پۀ کوم ننګ نۀ دي اخستي بلکې ټول عمر ئې د پولیټيکل اېجنټ هرې ناروا ته به “ښه صېب” وئيلو ځکه به ورته دغه مراعات ورکولے شو ځکه پۀ خپله هم دغه خلک وائي مونږ له پاکستانه دا مراعات څۀ تا خو نۀ دي راکړي دا مونږ له انګرېز راکړي انګرېز.

ماما پۀ تاريخ کښې غلط شوې، دا مراعات يواځې انګرېز نه د هغۀ نه څو سوه کاله مخکښې “مغل بادار” هم د خپل پښتون د ،ځبېښاک، پۀ سر درکړي وو او بيا انګرېز هم پۀ دغه ، امنا وسلمنا، درکړي وو. کومو خلکو به چې د مغل او پېرنګي سره د قام پۀ سر ډغرې وهلې د هغوي به ئې کورونه ورانول وژل به ئې او تا له ئې دا مراعات درکول تۀ څۀ د”شمس التبريز” مريد خو نۀ وې خو پخوا هم د قام پۀ مرۍ خپسه وې او نن هم. ځکه خو درنه د خوشحال بابا زړۀ هم چاودے ؤ.

پښتانۀ لکه مګس ورباندې ګرځي

ورته ايښے دے مغل د حلوا تال

دلته نور اولس د رياست ،حاکميت ،او شتون غواړي، پرمختګ او د نړۍ سره سیالي کول غواړي. د ژوند ژواک ښې اسانتياوې غواړي، نور ټوپک پۀ اوږه کول د اولس نه د سټېټ ذمه واري ده ځکه چې د عمراني تړون ترمخه سټېټ او وګړي د يو بل سره د برابرۍ پۀ بنياد پۀ راکړه ورکړه تړل شوي وګړي ټېکس ورکوي او سټېټ‌ به څوکيدار وي. پۀ امن، صحت، تعليم او روزګار ورکولو پړ دے .

دلته يو يو کس له د دېرش دېرش مفتو خاصه دارو ضرورت نشته ځکه چې يو کس چاقول د وطن ابادي نۀ ده بلکې ټول وطن چاقول غواړي، پکار ده چې د ذاتي ګټو غوښتنو او نور د ځان شرمولو پۀ ځاے د قام او خاورې د ښۀ والي پۀ بنسټ غوښتنې وشي ځکه ځنې خلک اوس هم لا د اېف سي ار پۀ خوبونو کښې پراتۀ دي او د اولس د نا هيلي کولو ناکامه هڅې کوي. غريب اوس هم د پوليټيکل اېجنټ د زرګون پۀ طمعه دے خو دغه هر څۀ نور پۀ سمندر لاهو شوي، دغه خبرو او کارونو دا وطن برباد کړو نور بس اولس ابادول غواړي…

د حکومت د مراعاتو پۀ ځاے څۀ حلال محنت خواري او روزګار کوئ. يقين وکړئ چې پۀ سکون او عزت کښې به يئ، نورو له ورکړه کوئ.

پخوا چې به کله پۀ دې سيمو کښې پوليټيکل اېجنټ او د هغۀ چارواکي وو نو پۀ بندوبستي سيمو کښې به سم دم انسانان وو خو چې دې سيمو ته به کله راغلل نو د خدايۍ دعويٰ به ئې وکړه. دروازې به ئې پۀ ځان پسې بندې کړې، يو ورځ يو پوليټيکل اېجنټ ته زمونږ د پنځوس کسانو جرګې دوه ګهنټې انتظار وکړو خو سړے نه راوتلو، زۀ راپاڅېدم ما وئيل مونږ د دۀ پۀ کوټه کښې نۀ يو ناست ځئ چې ترې ځو چې راروان شو نو پوليټيکل اېجنټ سمدستي راووتلو خو مونږ ورته راستانه نۀ شو خو دومره چې خپل ايمان مو پرې تازه کړ وځکه چې دلته به هر چارواکے هم مقننه هم عدليه او هم انتظاميه ؤ، دومره بې سرو پښو اختياراتو به د هغۀ ټول خوئي بوئي يو دم بدل کړو.

دوېم د خلکو پۀ وينو زوو داسې يو مراعات يافته ډله د خوشامندو طمعه دارو او د لباري خلکو جوړه کړې شوې وه چې هر وخت به ئې ورته پۀ غوږ کښې دا وئيل چې د عام اولس سره چرته مېلاؤ نۀ شي، دوي هر وخت سپک ګڼو نو ستا قواره به جوړوي.

اوس هغه د پېرنګي د وخت يادګار سره د خپلو بړېڅو سمندر برد شو خو دلته بدلون اوس هم لا پوره نۀ ښکاري ځکه چې بدلون به لږ وخت اخلي او هغه ائيني ژمنې چې ترسره شي نو څۀ نه څۀ اثرات به ښکاره شي.

يو اړخ ته کۀ د نظام ښۀ والے لازم وي نو بل اړخ ته ښۀ ايمانداره چارواکي هم د يو ښۀ نظام څهره وي.

پۀ تېر وخت کښې دلته د اے پي اے ډپټي پولیټيکل افسر ، پۀ نامه چارواکي به چا پۀ سترګو هم نۀ ليدو خو اوس هر وخت پۀ بازارونو کښې زغلي او د اولس رسېدل ورته ډېر اسان شو. دوېم د اختياراتو ارتکاز د فرد واحد د ذات پۀ ځاے پۀ اداره جاتي شکل کښې وېشل شوه خو بيا هم ډېرڅۀ کمے لا شته چې تر څو مو سياسي نمائندګي کمزورې وي نو ستونزې به وي.

پۀ تېره روژه کښې به هر بازار ته هر اسسټنټ کمشنر هره ورځ تلو، نرخونه به ئې کتل خو د نرخ پۀ قابو کولو کښې دغه چارواکي سل پۀ سله ناکام وو، تشې جرمانې ئې د خلکو نه اخيستې او يا به ځنو هسې ډرامه بازي کوله چې خپل رېنک پرمختګ ته بهانه جوړه کړي خو اولس ته پۀ ښېګړه ورکولو کښې بېخي پنچر پاتې راغلي وو.

پکار ده چې دغه چارواکي د دروغو د نمائش پۀ ځاے خپله تنخواه حلاله کړي او د ځان نه د اولس لپاره کار وکړي .

چې يوې خاورې ته نوے نظام راځي نو هغه پۀ خپلو پښو ودرېدو لپاره لږ وخت اخلي. يو نوي خپل کورته کۀ کډه هم يوسي نو يو وخت پورې ډېر څۀ نيمګړي وي ۔ پۀ نوو ضلعو کښې يو اويا کاله چې کوم رسمي نظام نه ؤ هسې پۀ چپ کپ باندې کار روان ، نو اوس چې پۀ رسمي توګه يو نظام ټينګول وي نو د يو وخت پورې به کړپ کړوپ پۀ کښې خامخا وي خو د دې مطلب دا چرې هم نۀ دے چې مونږ دې د يو نظام نه انکار وکړو او يا دې د مخکښې تلو پۀ ځاے پۀ شا لاړ شو.

دغه ستونزې پۀ سيمه کښې حل کول او کمول د سياسي قیادت او پۀ اسمبليو کښې د اولس د مشرانو د ناست خلکو ذمه واري وي چې دوي څومره د خپلو سيمو لپاره ګړندے کردار ادا کولے شي خو چې اسمبلۍ ته مو داسې خلک لېږلي چې پۀ اسمبلۍ کښې چپ غلي ناست وي د نالۍ اوسړک نه ئې سوچ پورته نه ځي هغه هله پۀ ډډه اوړي چې کله ترې پۀ بله ضلعه کښې څوک پۀ خپله ټوپکې واخلي نو داسې خلک به ستاسو ستونزې بياڅۀ حل کړي .

د پښتونخوا د نوو ضلعو ستونزې پۀ ائين کښې پۀ بشپړ توګه د يو اوږد مهاله سياسي مبارزې پۀ نتيجه کښې حل شوې خو پۀ ځنې کارونو کښې پۀ عمل کښې او پۀ ښه والي کښې مشکلات دي. دغه ستونزې ډېرې هغه چارواکي هم جوړوي چې پخوا به دې سيمو ته پۀ کروړونو روپو راتلل، پۀ فاټا سيکرټرېټ چې د غلو لوے مرکز ؤ ناست به وو او خپل منځ کښې به ئې د ګورنر پورې د اولس مالونه او حقونه وېشل، ځان له به ئې ددې سيمو نه لس چنده روپۍ وړلې، د اېف سي ار ختمېدو سره د دغه چارواکو د لاس نه د ” سرو مرغۍ” الوتې او اوس ئې د رانیولو ناکامه هڅې کوی .

هم دغه راز د نورې صوبې د مصالحتي جرګې نه غېر د ( A D R) پۀ شکل کښې د عدالت متوازي يو بل د اېف سي ار شکل جوړول هم غواړي چې ګټې دوي ته وي او تاوان د دې سيمو د اولس وي خو د پښتونخوا لويو سياسي ګوندونو دغه هر څۀ رد کړي.

دغه ډول شاته د تلو خبرې ټولې د ناکامۍ سره مخ کېږي. د ائين او قانون متصادم يوګام اخستل هم دلته ښۀ کار نۀ دے ځکه چې د ګټې پۀ ځاے به نور تاوانونه راوړي. جرګه ايز نظام د زرګونو کالو نه دے، جرګه نظام پۀ اېف سي ار پسې تړي او دا وائي چې جرګه نظام زمونږ ختم شو هسې پۀ هوا کښې پۀ پټو سترګو غشي ويشتل دي او د خپل دود دستور او تاريخ نه ناخبري ده .

کۀ څوک هم د دې سيمو د خپلو دفاعي موخو لپاره د بېرته ستنولو هڅه او اراده لري نو دادې ياد لري چې پۀ دې سيمه کښې به بيا د ازادۍ چغه پورته کېږي.

د ټولو نه لويه لانجه پۀ دې سیمو کښې پۀ انتظامي امورو کښې د شخړو مالي ده چې د اين اېف سي اېوارډ درې برخې نۀ ورکول دي.

پۀ دغه ستونزو کښې يوه د سيمې د امن لپاره “لېوي ځواک” ته وسائل او اسانتیاوې نۀ ورکول هم دي چې پۀ اوس وخت کښې د تحريک انصاف ګوند حکومت پۀ دغه هرڅۀ پوره کولو کښې ناکام دي او دلته چې څۀ هم اوس پېښېږي دوي ذمه وار دي ځکه پۀ صوبه کښې هم واک لري او پۀ مرکز کښې هم.

دوېمه دا چې پۀ لېويز ځواک کښې د پينځويشت زره نوي ځوانانو د بهرتۍ ژمنه هم پاتې ده کۀ دغه لوظ پوره شي دوه ګټې به راشي يو زمونږ پۀ زرګونو وزګار تعليم يافته ځوانان به د دغه ځواک برخه شي چې پۀ نوي نظام هم پوهه به وي او هم پۀ چلولو به ئې پوهېږي. دوېمه دا چې د باجوړ نه تر وزيرستان پورې د ( S H O ) نه واخله تر د ( D S p ) پورې ناست د F C R دوخت د لېوي ځواک چارواکي زياتره نالوستي دي اوس چې پۀ يوه تاڼه کښې ناست ذمه وار کس نالوستے وي د ټول ځواک مشر نالوستے وي نو د قانون لاندې يو نظام څنګه چلوي ؟ .

پکار ده چې دغه خلکو ته دې ښۀ پۀ عزت سره هر ډول مراعات ورکړے شي او پۀ درانۀ ډول دې ” تقاعد” ريټائرډ ، کړے شي خو داسې اورو داسې ګنګوسې دي او تر ډېره حده به حقيقت هم وي چې دغه د لېويز ځواک سره تړلي خلکو د عدالت نه سټے حکمونه راخستي او ځان کورته لېږل نۀ غواړي کۀ داسې وي نو بيا دوي هم د نوي نظام پۀ شنډ کولو کښې ګرم دي . پکار ده چې پۀ اسمبلۍ کښې ناست خلک د دې لپاره غږ پورته کړي چې پۀ زرګونو تعليم يافته ځوانان دې د لېوي ځواک دننه داخل کړے شي چې د هغۀ نظام چلولو لپاره د هغۀ خلکو سم ځاے ونيسي چې د زمانو نه پۀ دغه څوکو پاخۀ ناست دي.

يوڅو ورځې مخکښې د لېوي ځواک د يو مشر سره مېلاؤ شوم ما وئيل ستاسو څۀ ستونزې دي، يوګهنټه تقرير ئې راته وکړو خو پۀ خداے که پۀ يو خبره ئې هم پوهه شوے يم ما وئيل تاسو خو ډېر احتجاجونه هم وکړل څوځل مو اورېدلي چې اعلان وکړئ چې خبرې مو کاميابې شوې احتجاج ختم کړئ خو خپل مسائل به ليکلي درسره وي ماله ئې لږ راکه چې زۀ صحيح پوهه شم. وئيل ئې ليکل خو مونږه سره نشته او دغه زباني خبرې دي. ما وئيل تکړه شئ بيا دغه شان مست ګرځئ چې يو سړے پۀ خپلو ستونزو پوهه نۀ وي نو بل به څۀ پوهه کړي او يا به ورته د حل څۀ لار وباسي.

د نړۍ د انسانانو ځنې خويونه ډېر ناشنا وي چې کله څۀ ښېګړه راشي نو هرسړے پۀ دې زور کښې وي چې بس د دې ټول ښۀ والي ستائنه ،کرېډټ، ماته راشي خو کۀ لږ کار وران شي نو بيا هرسړے کوڅې پناه کوي. پۀ کور کلي کښې هم دې کۀ لږه پښه خطا شوه نو ښۀ به دې څوک نۀ يادوي خو کمزوري به دې يو يو راغبرګوي. د هرسړي هڅه وي پۀ داسې وخت کښې چې زۀ پۀ کښې بېخي ياد نۀ شم ځکه خو يو فلسفي وائي چې کۀ چرته هټلر ماتې نۀ وې خوړلې او سټالنګراډ او لېننګراډ د هغۀ ملا نه وې ماته کړې بريالے پاتې شوے ؤ نو نن به ټولې نړۍ د هټلر ستائنې کولې او دۀ ته به ئې د شلمې پېړۍ ستر نړيوال رهبر او فاتح وئيلے خو چې ماتې ئې وخوړه نو د يهودو پورې هر سړے وائي هټلر لوے ظالم ؤ. کله چې د اېف سي ار خلاف د ډېر وخت نه پۀ منځنۍ پښتونخوا کښې يو ملي جنبش روان ؤ، د دوه زره شپاړس نه پۀ کښې تېزي راغله، د اولس غږ بريالے شو او د اېف سي ار ټغر ورغونډ شو. ملک شاهين هغه بله ورځ راته وئيل چې دا ټغر غونډېدل خو نور مۀ يادوئ خو زۀ دا به وايم چې اېف سي ار پۀ سمندر لاهو شو دغه وخت کښې دغه يو قامي غبرګون ؤ، د يو کس کار نه ؤ بلکې د دغه مبارزې سره د دېرش څلوېښت کاله نه ډېر خلک پاتې شوي وو. څۀ معلوم څۀ نا معلوم. زما پۀ فکر دا د قامي چغې يو زور ؤ، د دې سيمې د يو کروړ اولس د ائيني قانوني سیاسي سماجي معاشي معاشرتي او د بشري حقوقو غوښتنه او مقدمه وه چې د يو قامي تحريک د مختلفو پړاؤونو نه د تېرېدو پۀ څېر دغه هم د دغه وخت يو سياسي عمل ؤ. بس چا لږ کردار ادا کړے او چا ډېر ټول د قامي مبارزې برخه وه او څوک څومره وو دا به تاريخ يادوي . د دې سيمې ستونزې څۀ وې او حل څۀ پکار ؤ، د قامي سیاست د پلويانو پۀ دې سر ډېر مخکښې خلاص ؤ خو څو کاله وړاندې مو ډېر خلک داسې ليدلې وو چې د دې سيمې د ائيني غوښتنو پۀ اړه د دوه دوه ښکار وو. د سرتاج عزیز پرېکړو دغه خوارۀ وارۀ فکرونو له پۀ يو کولو کښې مهم کردار ادا کړے ؤ.

خو اوس چې لږ پۀ هغه ژمنو کښې سستي راغله کومې ژمنې چې پۀ ائين کښې ددې خاورې سره شوي ۔ د نظام د راتلو او پۀ ځاے کېدو پۀ اړه لږه سستي ده نو څوک وائي زوړ نظام ښۀ ؤ، څوک وائي څۀ بدلون راغلے. څوک وائي سیاسي ګوندونو غرق کړو او ځنې ځانته سیاسي ويونکي پۀ کښې هم لکه د څۀ مخکښې پۀ شان اړو پړ ښکاري پۀ ګډو وډو او د فکري انتشار ښکار وي او ډېر خلک ځان شاړې شاړې کوي خو حقيقت دا دے چې اېف سي ار پۀ دې خاوره يو جبر ؤ، د سامراج یادګار ؤ، د اېف سي ار نه پس څۀ پکار وو غالب رايې د انضمام وه او ځکه بريالۍ شوه. مېدان ئې وګټو هېڅ کوم د امریکې او مغرب اېجنډا نۀ وه بلکې دا خبره چې څوک کوي نو هغه د تاريخ پهيه بېرته پۀ شا ګرځول غواړي او پۀ حقيقت کښې دغه خلک د اېف سي ار پلويان او د مراعات يافته طبقې خواخوږي دي. کۀ کوم سیاسي بصیرت دغه خلکو لرلې يا د اولس خواخوږي وې نو لس شل کاله مخکښې به ئې لکه د نورو سياسي فعالينو غږ کړے وے. ځان له صوبه څۀ چې ځان له ملک هم پښتنو له ښۀ دے خو د ځان له صوبې خبرې د لېوني خوب دے چې هېڅ کوم تعبير نۀ لري. پۀ تاريخي جغرافيائي او ټولنيز چاپېريال کښې ممکن نۀ ده . د پاکستان نظام هم کوم مثالي نۀ دے خو کم از کم د پښتونخوا د نورو سيمو حال زمونږ د حالت نه ډېر ښۀ دے. کۀ امن دے، کۀ تعليم دے، کۀ صحت دے او کۀ روزګار پۀ تاريخي توګه هم د دې سيمو مرکز ټول عمر پېښور پاتې شوے، دا صوبه چې کوم خلک نۀ مني نو د هر يو پۀ پېښور کښې کور دے، ځان له خو ئې پېښورخوښ دے خو قام له نه ! کوم خلک چې د سياست پۀ جامه کښې ځان له صوبه يادوي نو د هغې مقصد خپلې سياسي ګټې پۀ دې کښې دي چې پۀ دې چل ول دغه مراعات يافته طبقه د خپل سیاست پلوي کول غواړي. حقيقت دا دے چې دا څۀ بربادي چې پۀ دې خاوره راغلې. دا د دغه نظام د لاسه وي، ناهيلې کېدل نۀ دي پکار؛ چې يو نوي کورته کډه هم يوسې نو دوه درې کاله کښې لوښي کنډولي هم نۀ پوره کېږي. دا بدلون د ښۀ راتلونکي پۀ اړه دے، څۀ وخت پس به هرڅۀ ټيک شي ۔ دا سيمه او د دې ځوانان به د هر چا نه مخکښې ځي خو لږ غږ حرکت لازم دے. بايد چې کوم کمے وي هغه دې پۀ ګوته کولے شي او د هغې لپاره دې اواز کولے شي. پۀ اوس وخت تحريک انصاف ګوند د صوبې د نوو ضلعو پۀ اړه مجرمانه کردار ادا کوي چې کومې ائيني ژمنې دي د هغې پۀ پوره کولو کښې پاتې راغلے. دلته کۀ تېر وخت کښې لږ ډېرڅۀ وو نو پۀ راتلونکي کښې به ددې نه څو چنده سېوا هر څۀ راځي او دغه څۀ لږ ډېر کۀ تېر وخت کښې دې سيمو ته ورکول شو نو دا د کوم اېف سي ار برکت نه ؤ د دې خاورې او جغرافيې خپل زور او اهميت ؤ. دغه د کم مراعات يافته طبقې او يا د کوم اېف سي ار ښۀ نه ؤ . د دغه جبر خلاف څومره مبارزه شوې، څۀ ورځې وړاندې پۀ خپل کتابتون کښې پۀ يو کتاب کښې‌ راته د اخبارونو شل کاله زړې څۀ ټوټې مېلاؤ شوې چې د نن څۀ څوارلس کاله مخکښې چې سماجي رسنۍ نۀ وې. د سيمي ناامني پۀ زور کښې وه نو مونږ ورځ پاڼو ته پۀ هغه وخت کښې هم د ليک د لارې خپل قامي فريادونه رسول، حقوق مو غوښتل پۀ هغه وخت کښې دا خبرې ځنې خلکو ته هسې د لېونو چغې ښکارېدې خو پۀ حقيقت کښې داد قام اواز ؤ چې پۀ دغه دوه ليکنو کښې څوارلس کاله مخکښې ياد کړې شوې وې. بيا اخ وډب زيات شو او څۀ لس دولس کاله د ليک لوست نه غوڅ پاتې وو ۔ دا لیکنې د اردو ژبې د ” آج” ورځ پاڼې ليکوالانو يو عنايت الله فېضي او بل د نثار مظلوم د ليکنو برخه وې . نثار مظلوم يو ډېر پوهه ليکوال ؤ، اړيکه به ‌مو ورسره پۀ فون کله ناکله وه خو د ملاوېدو نصيب مو نۀ ؤ، يوه ورځ د ورځپاڼې پۀ ذريعه خبر شو چې د نړۍ ئې سترګې پټې کړې دي ۔ روح دې ښاد وي .

د نوو ضلعو پۀ اړه يو مهمه غوښتنه پۀ پښتونخوا اسمبلۍ کښې نمائندګي وه ځکه دا ډېره د شرم خبره وه چې پۀ اسلام اباد کښې د پنجابي، سندهي اوبلوچ سره خو زمونږ خلک ناست وو خو د پښتنو سره پۀ خپل تاريخي مرکز پېښور کښې نۀ پرېښودل شو.

دلته صوبائي ټاکنې ترسره شوې، اولس خپل نمائندګان وټاکل خو دا ‌ډېر پۀ افسوس سره وايو چې د نثار مومند او مير کلام وزير نه غېر اولس ټول غېر سياسي کمزورې او سرمايه دار خلک ولېږل چې نن حال دادے چې سردار بابک خو زمونږ پۀ ستونزو غږېږي خو د دغه دوه کسانو نه غېر نور ټول چپ دي او ښکاره او خپلو شخصي ګټو له لګيا دي .

چپ داسې نۀ دي چې ګنې خبرې نه ورځي خو د قام او اولس پۀ ستونزو د خپلو ګټو لپاره د مصلحتونو ښکار دي او چپ لا تقل شوي دي . څو ورځې مخکښې مو زمونږ يو اېم پي اے صېب به ليدلے ؤ چې کله ئې خپل ګرېوان ته لاس غورځول شوے ؤ نو څومره زور ئې ښکاره کړو او څومره پۀ تصنع ئې پۀ اسمبلۍ کښې خبرې کولې.

دا ياد لرئ چې ووټ کوم انقلاب نۀ راولي خو کم نه کم کۀ نر غېرتي سياسي سړے مو لېږلو نو د باجوړ نه تر وزیرستان او د پېښور نه تر کابله ستاسو پۀ هره ستونزه به داسې چغېږي لکه نن چې نثار مومند د جاني خېلو او پۀ باجوړ کښې د شوې پېښې پۀ اړه غږېږي.

دا هم ولولئ

پښتنه ټولنه او عدم تشدد

پښتانۀ سیاسي فعالان د قامي سياست پۀ اړه خپل يو حقيقي نظر لري، پۀ دلیل …