نمر لکه چې اور ورولو، زمکه د تنور پۀ شان توده وه. دې ګرمۍ ته انسان ټینګېدے نۀ شو. د اسمان مرغۍ هم د ګرمۍ د لاسه هپ کېدې. لکه د بټ پۀ زمکه دانې ورتېدې. د ګرمۍ دا حال ؤ چې د کور د دېوالونو نه هم د ګرمۍ چغې راختې. بیا بیا به مونږ اوبۀ پۀ ځان راړولې. د پکي لاندې به کښېناستو، ولې ګرمۍ د کمېدو نوم نۀ اخستو.
یو طرف ته د ګرمۍ شدت ؤ، بل طرف ته د خداے د روژې احکامات وو چې پۀ روژه کښې کوتاهي رانۀ شي.
اخر ورځ پۀ تېرېدو شوه. د ماښامي سیوري راپۀ خورېدو شوي وو. د نمر د اننګو سرخي رو رو تتېدله او تاو ئې پۀ ماتېدو شوے ؤ. روژه ماتي ته به ګېنټه نیمه پاتې وه.
ښځه چې پۀ سختیو کښې لکه د سندان ولاړه وي، د کِچن دېوالونه د ګرمۍ د لاسه لکه د تانبې سرۀ وو. زۀ هم پۀ دغه اور ورېدونکې ګرمۍ کښې پۀ کچن کښې پیکوړو پخولو ته ودرېدم. څنګه چې به پۀ تېلو کښې پیکوړې سرې کېدې، داسې به زۀ هم پۀ ګرمۍ کښې پخېدم. د وجود پۀ خولو لونده خوشته وم.
ناڅاپه د دروازې د ډب اواز مې تر غوږو شو، خو ځان مې پرې ناغرضه کړو، ځکه چې ګرمۍ ډېره بې دمه کړې وم. خو دروازه پۀ مخه ډبېده. زر زر مې د پیکوړو پۀ اوړو ککړ لاسونه ووینځل، پۀ خپل پلو مې لاسونه وچول او ور له ورغلم. چې ومې کتل یوه بوډۍ ښځه ولاړه ده، پۀ تندي ئې خولې راروانې دي، ګونجي ګونجي مخ ئې د تېر عمر افسانه بیانوي، وېښتۀ ئې ببر وو، څادر ئې ښیرن ؤ ـــ رو رو ئې پۀ سر سم کړو. ما ته ئې ښکته پورته پۀ حېرانتیا سره وکتل ـــ یوه تمبه بېرته وه، دننه ئې وکتل او وې وئیل،
“چیرې خالي کير وو نۀ یي؟ ميژ کډوول یي.”