د تل پۀ شان تېره مياشت پۀ پنجاب پوهنتون کښې ولې يواځې پښتانۀ او بلوڅ محصلين لۀ اسلامي جمعيت طلباء سره لاس او ګرېوان شول؟ ولې د پوليسو لۀ خوا وډبول شول؟ پۀ زندانونو دننه کړل شول او د ترهګرۍ پۀ فعاليتونو کښې پۀ ککړتوب تورن کړل شول؟ پۀ لاهور کښې پۀ دومره زيات شمېر لبرالانو، سوشلسټانو، فيمنسټانو او ترقي پسندانو کښې ولې هر ځل د محکومو قامونو بالخصوص پښتنو او بلوڅو محصلين د جماعت اسلامي دې متشدد اورګان ته مخامخ کېږي؟
يا خو یواځې هم دا د محکومو قامونو وګړي دي چې د تشدد او برلاسيتوب تيکنيکونو منلو او زغملو ته تيار نۀ دي، يا پۀ پنجاب کښې د ټولو نظرياتو منونکي پۀ دې پنجابي قام پرسته ايجنډه سره پۀ يوه خولۀ دي چې پۀ محکومو قومونو کښې به د خپلواکۍ او روښانفکرۍ عناصر مغلوب ساتي او د رياست برلاسيتوب ته به د قانون د عملدارۍ، د ډسپلن او امن و امان د قائم ساتلو پۀ نوم جواز ورکوي.
ايا دا د حېرانتيا خبره نۀ ده چې پۀ لاهور کښې دومره زيات شمېر پنجابي کړۍ چې پۀ اولسي ساحه کښې د بازاري لبرلزم او ترقي پسندۍ حد کوي خو د جماعتِ اسلامي د تشدد لۀ واره همېشه خوندي پاته شوې دي؟ پۀ تېرو دوه لسيزو کښې چې رېډیکلائزېشن او پنجابائزېشن پۀ څومره تېزي لۀ يو او بل سره پۀ اولسي ساحه کښې يو ځای وغوړېدل نو د نسل پرستۍ يوه داسې بڼه ئې خپله کړه چې پۀ معاصره نړۍ کښې به ئې بېلګه موندل ګران وي.
نسل پرستي دا نۀ ده چې د محکومو قامونو وګړي د حاکم قام لۀ خوا د روان ساختياتي تشدد غندنه وکړي، نسل پرستي دا ده چې پر روان ساختياتي تشدد لۀ حاکم قام څخه د مختلفو او مترقي نظرياتو دعويٰ لرونکي څوک خاموش پاته شي. داسې خاموشي معني خېزه وي، “پټه خولۀ اقرار وي.”
اسلامي جمعيتِ طلباء ته د رياست د تشدد پۀ تکنيک کښې برخه ورکول شوې ده، پۀ تعليمي ادارو کښې پر موثرو انتظامي څوکيو د ستراتيژيکي پراختيا رغولو موقع ورکول شوې ده او پۀ لوی سر کښې د رياست پۀ نظرياتي اډاڼه کښې يو مهم رول ورکول شوی دی خو يو تریخ حقيقت دا هم دی چې پۀ اسلامي جمعيتِ طلباء کښې د يو منظم تنظيم ډائناميزم هم موجود دی او دا هغه څۀ دي چې د محکومو قامونو پۀ سټوډنټ تنظيمونو کښې کله هم ورته خاصه پاملرنه نۀ ده شوې.
بايد پۀ زغرده ووايو چې د محکومو قامونو د زده کوونکو يوه لويه ستړې دا پۀ برخه ده چې د ملتپالو او مترقي پوزيشنونو لرلو باوجود پرې د غېرتنظيمي نفسياتو سيوري غوړېدلي دي. پۀ منظمه توګه د يوې دسيسې لاندې د سياسي چوکاټونو پر ځای د کلتوري او ټولنيز فعاليت ساحې ته ټېل وهل شوي دي. پۀ عام ژوند کښې “آزادو” فعاليتونو ته تمايل لرونکي دا طالبعلمان چې کله هم سرکاري او د سرکار د اورپکو اوزارونو چېلنج ته مخامخ شوي دي نو د خپلو ملتپالو ګوندونو د هنګامي مرستې بغېر ئې بله کومه سهاره پۀ څلور کونجه دنيا کښې موندلې نۀ ده.
پۀ طالبعلمانو کښې لۀ سياسته د لرې والي، د تنظيم د نشتوالې یا خوارځواکۍ مسئله او پۀ دې حواله د معاصرو جهاني تمايلاتو، رياستي نظام او تعليمي نصاب د رول موضوع بل وخت ته پرېږدو، دلته مو موخه پۀ دې پوهېدل دي چې لۀ محکومو قامونو سره تعلق لرونکي طالبعلمان د جمهوري حقونو د لاس ته راوړلو او جمهوري رويو د راپېدا کولو دپاره د خوځښت او احتجاج پۀ وخت او هم د اسلامي جمعيتِ طلباء او پوليسو پۀ لاس د تشدد پۀ وخت ولې یواځې پاته شي؟
ايا دا يوه بحث طلب موضوع نۀ ده چې څنګه اسلامي جمعيتِ طلباء ته پۀ پاکستان کښې تر هر ځای زيات د تر ټولو تعليم يافته او ترقي يافته صوبې پنجاب پۀ تعليمي ادارو کښې د تنظيمي او نظرياتي پراختيا زمينه مساعده شوه؟
د پنجاب لۀ خمېره د جماعت او جمعيت ضد سياست ته ولې د ودې چانس ملاو نۀ شو؟ ايا داسې خو نۀ ده لکه پۀ اويايمه لسيزه کښې چې لۀ پنجابه مېجر اسحاق او سي اٰر اسلم د لاهور، فېصل اباد او ګوجرانوالې پر ځای پۀ پېښور، چارسده او مردان کښې د “انقلاب” راوستلو اعلان کړی ؤ؟
پۀ پنجاب کښې مذهبي اورپکې، لبرلې او مترقي ډلې د رياستي نېشنلزم د تکثريت د ماډل اجزاء خو به نۀ وي؟ د خپلې جمهوري او انسان دوستې بيانيې د زباتولو د پاره کۀ مونږ هر څومره دا وضاحتونه وکړو چې لۀ پنجاب څخه زمونږ مراد د پنجاب حکمرانه او برلاسې طبقه ده خو پوښتنه دا ده چې پۀ عامه پنجابي ټولنه کښې جمهوري او مزاحمتي سياست ته د ګنجائش پېدا کولو خواهش کومې بلا خوړلی دی؟ ايا داسې خو نۀ ده چې پۀ پنجاب کښې نظرياتي تضادات یواځې د نعره بازۍ پۀ ساحه کښې ليدل کېدلی شي خو پر زمکه د نظرياتي نوعيت تضادات پۀ ستراتيژيکي توګه لۀ يو او بل سره د پخلاينې بې ساري وړتيا لري؟
هغه مترقي تنظيمونه چې نظرياتي تومنه ئې لۀ لاهوره ده، ولې د پنجاب پۀ تعليمي ادارو کښې پۀ داسې ځای جوړولو کښې کامياب نۀ شول د کوم ځای جوړولو درس چې دوي د محکومو قامونو ځوانانو ته مسلسل ورکوي او خپل ملي نهضتونه ورباندې تخريبوي؟
پۀ پاکستان کښې “سوشلسټ” سياست تل پۀ کېمپسونو کښې تر وړو وړو کونجونو محدود پاته شوی دی او د جماعتِ اسلامي پۀ سټائل پۀ بلاواسطه توګه يا خو خپلو نازولو ته د نوکريو کتلو پۀ کار بوخت وي يا د ملتپالو ګوندونو پۀ اړه د مغالطو خورولو او دسيسو کولو کار تر سره کوي.
استعماريت لۀ ځان سره پخې نخښې پرېږدي. استعمار وئيل، دا اولسونه د حکومت پۀ چل نۀ پوهېږي، لازمه ده چې مستعمره وګرځول شي، د استعمار پۀ جوړو دېوالونو کښې رالوی شوي او روزل شوي “سوشلسټان” وائي چې خلق پۀ سياست نۀ پوهېږي، دوي به ورته سياست ښائي. لبرالانو ئې يو داسې تور پبلک غار رغولی دی چې هر ډول نظريه، سوچ او شرافت پکښې ورک او فنا ګرځي.
مذهبي مکتبِ فکر پۀ ملک کښې د پرتو قامونو د ټولو تاريخي حوالو نفي کوي او د اسلامي شناخت پۀ پنځولو د رياست د نېشنلزم پۀ پروسه کښې بېساري مرسته کوي.
مترقي مکتبِ فکر د عوامو، طبقې او اجتماع د تصوراتو پۀ مرسته کټ مټ هم هغه کار کوي کوم چې د رياستي شناخت پۀ پالیسي کښې د قامونو لۀ وجود سره کېږي. د دې مکتب پۀ نزد د شريکې او موثرې عوامي مبارزې پۀ مخ کښې تر ټولو لوی خنډ د قامونو د تشخص سياست اچولی دی.
لبرالان د خپلې لفاظۍ پۀ سکيندلو کښې د انسانيت پۀ کېټګري کښې د رياست او ټولنې دننه ټول تضادات داسې چخڼې چخڼې کړي لکه د قام، فرقې، جنس او طبقې پر بنياد ولاړ نظريات چې ټول هسې هوائي او خيالي پولاو وي او چرته د پسماندګۍ او جهالت يو انتهائي بې خونده پېداوار وي.
پروسږ کال د اکتوبر او نومبر پۀ مياشتو کښې پۀ قائداعظم پوهنتون اسلام اباد کښې د بلوڅو او پښتنو محصلينو تاريخي احتجاج ته د پاکستان يو تر ټولو مشهور لبرل پروفېسرډاکټر پروېز هود بهائي تش پۀ دې وجه پۀ خپله يوه ليکنه کښې بد رد ووئيل چې پۀ هغه احتجاج کښې پښتانۀ او بلوڅ محصلين لۀ خپل قامي شناخت سره شريک وو، هغۀ پۀ ډېرتصاف سره وليکل چې پۀ قائداعظم پوهنتون کښې روان احتجاج څرګنده کړه چې رياست د قام جوړونې يا نېشن بلډنګ پۀ کار کښې ناکام ګرځېدلی او تر اوسه پر قامي بنيادونو پۀ پوهنتون کښې د محصلينو سازمانونه فعال دي. ډاکټر پروېز د خپل پاکستاني شناخت لۀ مخې د هغې انتظاميې د دريځ ملاتړ وکړ کومه چې لۀ سره تر پايه پر جماعتي او رجعتي وګړو مشتمله وه او دا هغه خلق وو چې ډاکټر پروېز ورسره پۀ عامو حالاتو کښې يو دروغژن تضاد ودان ساتلی وي.
مشال خان څۀ کول؟ د يو پوهنتون د بدعنوانې انتظاميې پۀ مخ کښې خنډ ؤ او د برلاسي دريځ پر خلاف ئې مترقي او ملتپال خيالات درلودل. ډاکټر پروېز هود بهائي د مشال خان د شهادت پۀ غبرګون کښې پۀ جذباتي لهجه وئيلي وو، “لعنت دې وي پر هغه قام څوک چې خپل بچي داسې وژني.”
خو دغه مشر لبرل پروفېسر د قائد اعظم پوهنتون د احتجاج پر مهال د بدعنوانې او جابرې انتظاميې پۀ څنګ کښې ودرېد او د هغو مشالونو خلاف ئې لۀ کنځلو او سپکاوي ډک مضمون پۀ ډان ورځپاڼه کښې وليکلو کوم مشالونه چې د پوهنتون د انتظاميې او سرکار لۀ خوا پۀ بېلابېلو طريقو لۀ بد ترين ذهني ټارچر سره مخامخ شول، ګرفتار شول، مقدمې ورباندې جوړې شوې او بيا د لسو ورځو بهوک هړتال ئې لۀ بدنونو وينه وځبېښله خو مرستې ته ئې پۀ اسلام اباد کښې فعال د انساني حقونو يو مخکښ او کارکن، يو لبرل، يو سول سوسائټي ايکټيوسټ او يو نوم وتی ترقي پسند رانۀ غلو. د بلوڅو او پښتنو د دې مشالونو پۀ حق کښې غږ یواځې د بلوڅو او پښتنو ملتپالو ګوندونو پورته کړ او یواځې هم دا ګوندونه تر اخره لۀ خپلو طالبعلمانو سره ولاړ پاته شول.
مونږ ته دې څوک وښائي چې د مشال خان شهيد او د قائد اعظم پوهنتون د بلوڅو او پښتنو طالبعلمانو پۀ مفکوره او کاز کښې څومره فرق ؤ؟ د عبدالولي خان پوهنتون او قائداعظم پوهنتون انتظامي جوړښتونه او پاليسيانې لۀ يو او بله څومره بدلې وې؟
لۀ دې علاوه، د ډاکټر پروېز هود بهائي د قبيل او سبيل لاډولو لبرل وګړو هغه روشن ضميره پښتنو ته د ستائينې يو ټکی هم وړاندې نۀ کړ چا چې مشال خان د خپل قامي شهيد پۀ توګه نۀ یواځې ولمانځلو بلکې د مذهبي جنونيت د ضابطې او ټيکنالوژۍ د غندلو او ختمولو د پاره مېدان ته لۀ يو څرګند نظرياتي او سياسي پروګرام سره راووتل.
د پښتنونخوا او بلوچستان پۀ تعليمي ادارو کښې د جماعتِ اسلامي او نورو انتهاء پسندو او فرقه پرستو تنظيمونو مخه چې کوم ملتپال سياست ډب کړې ده، د هغه سياست خلاف د ډاکټر پروېز هود بهائي د قبيل او سبيل غړي (سول ملټري سوسائټي) همېشه فعال پاته شوي دي، د پښتنو ملتپال سياست ئې کله پۀ علاقائيت، کله ئې پۀ لسانيت او کله ئې پۀ کرپشن تورن کړی دی. د ترهګرۍ او تزويراتي ژورتيا خلاف عوامي نېشنل ګوند د غرۀ غوندې ودرېد او پۀ قامت د خپلو لوړو غرونو سيال سلګونه کارکنان ئې پۀ تېرو څو کلونو کښې د ترهګرو پۀ لاسونو ورژېدل، چا پۀ پنجاب او اسلام اباد کښې د موم بتي مافيا يوه موم بتۍ د عوامي نېشنل ګوند د کارکنانو پۀ ياد کښې بله وليده؟
سول ملټري سوسائټي چې پۀ مجموعي او ساختياتي توګه پر پنجابي او اردو ويونکو مشتمله ده، د اسلام اباد د “سرۀ جومات” مخ ته خو درېږي او د خپل جومات د “ري کلېم” کولو نعره لګولې شي لېکن پۀ لاهور کښې د خپلو تعليمي ادارو د “ري کلېم” کولو دعويٰ نۀ کوي. پۀ پنجاب کښې جماعتِيان او موم بتيان د بقای باهمي د يوې پرېکړې تحت ښۀ پۀ خوشحالي لۀ يو او بله سره ژوند کولای شي. د رياست د مصنوعي نېشنلزم د پروسې د دې تکثريت ژورتيا ته چې د محکومو قامونو کوم وګړي رسېدلي دي د هغوی شناخت د پنجاب د ټولو فکري مکتبونو لۀ خوا د “نسل پرستو” او “معتصبو” خلقو پۀ توګه شوی دی. د رياستي نېشنلزم د تکثریت پۀ خوږو هغه مډل کلاس پښتانۀ هم ور شريک دي څوک چې پۀ ښاري علاقو کښې د تعلقاتو رغولو او پروژو موندلو پۀ لټه دي.
پۀ فروري 2014 ز کښې چې کله د ورکو شوو بلوڅو پۀ حواله تاريخي لانګ مارچ لاهور ته ورسېد نو د بلوڅو د تحريک يو سپين ږيري مبارز او دانشور استاد مير محمدعلي تالپور وليکل،
“پوهنتونونه د بدلون عمل انګېز ګڼل کېږي خو دا خبره دلته سمه نۀ ښکاري. کله چې د رياست د اسبتداد خلاف ماما قدير او نور مېړني مارچ کوونکي لۀ پنجاب پوهنتون سره تېر شول نو يو ذي روح هم هلته نۀ ؤ او يو چا سم ووئيل چې دا خو داسې ښکارېده لکه مونږ چې لۀ يوې هديرې سره تېرېدو.”
Twitter: @khanzamankakar