پر افغان وطن پۀ خاصه توګه پۀ لر بر پښتونخوا وطن پۀ عمومي توګه لۀ دا اویا لسیزو د مذهب پۀ نامه یوه ړنده جګړه تپلې شوې وه. کۀ څۀ هم پۀ درسته نړۍ کښې د مذهبي جګړې را وروسته نړۍ د ترقۍ خوب پوره کړی دی، پۀ بېشترو …
دسمبر, 2019
-
31 دسمبر
د پښتونخوا معدنیات د تور ښامار پۀ خولۀ کښې – جاوېدثاقب
د ډیورنډ کرښې سره پرته سيمه )پخوانۍ فاټا( چې د دوه زره اوولس د سر شمېرنې مطابق پۀ کښې “پنځوس لکهه شپاړسوه شپږ اويا (5,001,676) انسانان ژوند کوي[1]، د پېرنګي پۀ تېرۀ خنجر د خپل وجود نه د شوکېدو پس تر نن ورځ پورې یوې مستقلې بد بختۍ سره …
-
31 دسمبر
د باچا خان اعلانِ حق (ژباړن:ہفت روزہ ’چٹان‘، لاہور، (قسط اول) ۱۷ ستمبر ۱۹۵۴، (قسط دوم) ۲۴ ستمبر ۱۹۵۶) – انور علي انور، کراچۍ
باچا خان د خپل اتۀ نوي (98) کلن ژوند هره درېمه شپه زندان کښې تېره کړې ده، ژوند ئې د پښتنو لارو کوڅو او وړومبے د پېرنګي، بیا د پېرنګي د بچي د عدالتونو پۀ چکرونو کښې تېر کړے دے. د هغۀ “ژوند او جدوجهد” پۀ دې ټپه سر …
-
31 دسمبر
افسانه- درېدلی وخت – اېمل پسرلی
يو ځاى مې لوستي وو چې د اونې عمر د هغې تنې ته پۀ کتلو معلومېږي. ستا د هديرې چنارونه چې ګورم، لکه چې ډېر کلونه اوښتي دي. اصلاً مې پام شوى نۀ دى، دا وخت درېدلى دى کۀ زۀ پۀ تېر وخت کښې بند پاتې شوى يم؟ پۀ …
نوومبر, 2019
-
1 نوومبر
چړې (لنډه قیصه) – وږمه سبا عامر
زما اوس هم یخني کېږي؛ بدن مې رېږدي، زړۀ راته وبرېښېږي، د هغوي سترګې رپېدلې، خبرې ئې سره نۀ کولې. د هر یوۀ لاسونه ترشا کلک تړل شوي وو. ټول کلی راټول شوی ؤ. تېر ماښام ئې د کلي د جوماتونو پۀ لاسپیکرونو کښې پۀ وار وار اعلانونه کېدل چې سبا ته …
-
1 نوومبر
الف جان خټکه: د پښتو شال – عثمان خټک
خدايه سپرلے کړې چې دا سرې وينې ګلونه شي بيا د خوېندو مېندو لوپټې سرۀ نشانونه شي بيا اجمل خټک پۀ څوارلسم ستمبر دوه زره نولسم ماښام چې څۀ وخت د الف جان ورارۀ طاهر ضياء ما ته د الف جان د مرګ خبر راکړو نو پۀ يو طرف مې …
-
1 نوومبر
هېر به مې نۀ شي حضرت الله بابا – @SaleemK37205727
د “سپېځلي کردارونه” پۀ نامه د خدائي خدمتګار غورځنګ یو شمېر سپېځلي کردارونه د “پښتون” سینه کښې خوندي شوي دي. د “پښتون” بیخي وړومبۍ دوره کښې د “هېر به مې نۀ شي” تر سرخط لاندې د داسې واقعاتو او خاطرو د جمع کولو هڅه شوې ده چې د پښتون قامي …
-
1 نوومبر
الف جان خټکه – شګفته محمدزۍ
پښتانۀ د شپږ اووۀ زره کلونو راهسې د دوو لویو سیندونو امو او اباسین تر منځ پۀ یوه داسې خاوره اوسېږي د کومې پۀ پېدایښت چې خداے د ښائست حد کړے دے. دلته موجود غرونو، سیندونو او ځنګلونو د دې ښکلا لا زیاته کړې ده. نړۍ کښې دا یوه ځانګړې …
-
1 نوومبر
د الف جان خټکې مرثیه
د پښتو مور لاړه، خټکه قدر دانه لاړه پۀ پټو سترګو د دنيا نه الف جانه لاړه د پښتنو د باغ ګلاب لاړلو مړاوے شولو فضا غمژنه د ادب شوله چې ګرانه لاړه چا چې ټول عمر د پښتو ژبې خدمت کړے دے چا چې وطن سره بې کچه محبت …
-
1 نوومبر
د صوابۍ د علاقې دوره – ارباب عبدالغفور خان
او پۀ مانېرۍ کښې د یوې ناخوشګوارې واقعې پېښېدو پۀ وجه د فخرِ افغان صاحب د درې ورځو د روژې اعلان پۀ یوولسم اپرېل مونږ د چچ د دورې نه واپس شو. د هنډ پۀ ګودر را پورې وتو. دلته پۀ هنډ کښې مو جلسه وکړه. ماښام صوابۍ ته راغلو. …