نور ليکوالان

اپریل, 2020

  • 9 اپریل

    باچا خان، رهبرِ تحريک او “پښتون سټوډنټس فيډرېشن” – ميا افتخار حسېن

    هغه يادونه چې کله هم افسانې نۀ ښکاري نيازبين ميا صاحب دغه ليکنه زمونږ د ليکلے شوو تپوسونو د ځوابونو صورت کښې کړې ده. لوستونکي دې د دې د لوستلو پر مهال دغه نکته پۀ پام کښې ونيسي. د ټولو نه اول خو به زۀ د “پښتون سټوډنټس فيډرېشن” پۀ …

  • 9 اپریل

    باچا خان بابا پۀ هزاره کښې – ګلاب ناصر يوسفزے

    د فخرِ افغان بابا د تلين پۀ حواله د مشاورتي کمېټۍ غونډه کښې دا وړانديز مخې ته راغلو چې د باچا خان د ژوند څلور مهمې برخې چې يوه برخه ئې پښتونخوا کښې، دوېمه برخه افغانستان کښې، درېمه هندوستان کښې او څلورمه برخه جېلونو کښې تېره شوې ده، د مختلفو …

  • 9 اپریل

    سندهي قام پرستو سره د باچا خان تعلقات – اجمل خټک کشر، کراچۍ

    A Man to match his Mountains )د خپل غرونو پۀ شان دروند او لوړ انسان( – دا د کتاب نوم دے. د دې نوم نه اندازه لګېدلې شي چې دا کتاب به پۀ څومره دروند انسان باندې ليکلے شوي وي او د هغه شخصيت، خوي بوي،اخلاق و کردار به څومره …

دسمبر, 2019

  • 31 دسمبر

    زمونږ بونېر ےلیکوال – رحمت شاه سائل

      طاهر بونېري ته مې”زمونږ بونېرے” ځکه ووې چې اوس راته پوره يقين وشو چې دے زمونږ د قلم قبيلې يو داسې ملګرے دے چې مونږ ئې پۀ ځان پوهه هم نۀ کړو او زمونږ نه دومره مخکښې لاړو چې لا سر ئې د کومې دے؟ سر خو ئې اوس …

  • 31 دسمبر

    د اکرام الله ګران لا شخصیت – قېصر اپریدے

      د فنکارانو پۀ خاصیتونو د غور کولو پۀ وخت زمونږ ذهن سم لۀ واره د فن او شخصیت پۀ دوو بېلو بېلو لیکو تقسیم شي – بیا نو مونږ هڅه کوو چې د فنکار شخصیت بېل او د هغۀ فن پۀ بېل ډول د بحث لاندې راولو یا بیا …

  • 31 دسمبر

    د پښتون سټوډنټس فیډرېشن بلوچستان پوهنتون کنونشن قراردادونه – عالمګیر مندوخېل

      د نن پۀ ګزارش کښې یو څو داسې غېر ګزارشي خبرې درسره هم شریکوم کومې چې د نن ورځې د کار برخه نۀ دي خو د نن د پروګرام برخه ضرور دي. ممکن لۀ دې خبرو پرته دا ګزارش هم څۀ نیمګړتیا وښائي نو نۀ غواړم چې تر خپله …

  • 31 دسمبر

    پښتو، پښتون، پښتونخوااو خالق زیار – نور الوهاب هېروشوال

      د پښتونخوا پۀ خاوره مېشته پښتانۀ به پۀ شپږ ویشتم دسمبر د پښتو ژبې د لوے شاعر، ادیب، ژباړن او د انسان دوست ارواښاد ډاکټر خالق زیار درېم تلین نمانځي. پۀ پښتو، پښتون او پښتونخوا مئین ډاکټر خالق زیار پۀ لر او بر بښتنو کښې یو شان پېژندګلو لرله …

  • 31 دسمبر

    توربېلا خان کۀ کرشټن – نعیم مخلص

      توربېلا خان دې خداے وبخښي خو بخښي به ئې نۀ، تک تور انسان دے. يعني نوک پورې تور. د هغۀ پۀ بدن کۀ څۀ لږ ډېر سپين ښکاري نو هغه د هغۀ نوکان دي. دغه هم سپین لږ او زیړ بخن زیات ښکاري. اوس به تاسو وايئ چې ولې …

  • 31 دسمبر

    کاسمېټک سیاست – مسرور موسٰي خېل

      پر افغان وطن پۀ خاصه توګه پۀ لر بر پښتونخوا وطن پۀ عمومي توګه لۀ دا اویا لسیزو د مذهب پۀ نامه یوه ړنده جګړه تپلې شوې وه. کۀ څۀ هم پۀ درسته نړۍ کښې د مذهبي جګړې را وروسته نړۍ د ترقۍ خوب پوره کړی دی، پۀ بېشترو …

  • 31 دسمبر

    د پښتونخوا معدنیات د تور ښامار پۀ خولۀ کښې – جاوېدثاقب

      د ډیورنډ کرښې سره پرته سيمه )پخوانۍ فاټا( چې د دوه زره اوولس د سر شمېرنې مطابق پۀ کښې “پنځوس لکهه شپاړسوه شپږ اويا (5,001,676) انسانان ژوند کوي[1]، د پېرنګي پۀ تېرۀ خنجر د خپل وجود نه د شوکېدو پس تر نن ورځ پورې یوې مستقلې بد بختۍ سره …