د اووۀ کالو ماشوم د خپل کور ډېوډۍ نه بهر پۀ باغيچه کښې لوبې کولې چې نيا بې بې ئې کونټۍ پۀ لاس هغه لاس نيولے ډېوډۍ ته رادننه کړو، پۀ يوه پښه کښې ئې ورله زنځير واچولو. دغه شان سحر به ئې تړلو، ماښام بۀ ئې پرانستلو. ماشوم به هر وخت مور پلار يادول. هغه پۀ د ډېوډۍ پۀ پرانستي ور هره ورځ د لرې نه ډېر بوډاګان، زلمي، سړي او ښځې ليدلې چې د “پاکستان زنده باد”، “قائد اعظم زنده باد” ،”نعرۀ تکبير الله اکبر” نعرې بۀ ئې وهلې. د ماشوم نيا بې بې د دغه خلقو څۀ حصه راجمع کول د ټيم واسکټونه او د اوسپنې تُورې به ئې ورله ورکولې. کله کله به ناڅاپه چغې شوې، ډزې به شوې، اور به لګېدلے ؤ، ماشوم به اکثر د خپلې نيا بې بې نه تپوس کولو. هغې به ورته بس دومره ووې،
‘بچیه! پاکستان جوړېږي!!!’
خو د هغه ماشوم پۀ ذهن کښې به دا خبره نۀ واضحه کېدله. د شپې به هغه د خپلې نیا بې بې سره د کوټې پۀ چت څملاستو نو وئېل به ئې، نيا بې بې! دا اور چرته لګېدلے دے؟ د کلي نوم څۀ دے؟ بيا به ئې تپوس وکړو چې دا اور چا لګولے دے؟ هندوانو کۀ سيکهانو؟ دا اور ولې لګوي هن نيا بې بې؟
نيا بې بې به بيا جواب ورکړو،
‘بچیه! پاکستان جوړېږي کنه’.
‘نيا بې بې! د اور لګولو سره پاکستان جوړېږي؟’
نيا چې به ئې ډېره تنګه شوه، زر به ئې ورته ووې،
‘چپ شه! اودۀ شه!’
ماشوم به غلے شو. يوه ورځ کور ته اخبار راغے چې پکښې د يو سړي تصوير ؤ. د اَس د پاسه سور ؤ، قراقولي ټوپۍ ئې پۀ سر وه، پۀ لاس کښې ئې جنډه وه. د چم محلت نورې ښځې هم راغلې او تصوير ئې کتلو. چې ټولې ښځې لاړې، ماشوم خپلې نيا بې بې ته ووې،
‘دا تصوير د چا دے؟’
نيا بې بې ورته ووې، د قائد اعظم’.
ماشوم ووې، قائد اعظم څوک دے؟’
‘دا زمونږ ليډر دے کنه بچیه! پاکستان راله جوړوي.’
‘ښه نو دا هغه سړے دے چې روزانه زمونږه پۀ کلو کښې اور لګوي؟’ نيا بې بې ورله زر يوه تلېدلې څپېړه پۀ مخ ورکړه، ماشوم پۀ ژړا ژړا د ډېوډۍ ګوټ کښې کښېناستو. خپله يوه پښه کښې اچولے شوي زنځير سره ئې لوبې شروع کړې. ترور او چاچي ئې ضروري سامان زر زر د غوانو پۀ ګاډي کښې کېښودل، د خفګان نه ترې مخونه راځوړند وو. نيا بې بې، ترور، چاچي او هغه ماشوم ئې هم پۀ ګاډي کښې کښېنول. د ماشوم د پښې نه د ټول عمر د پاره رنځير لرې کړے شو. هغۀ ډېر خوشحاله ؤ خو پۀ لاره چې به ئې د سړو ښځو، ماشومانو، هلکانو، جينکو مړۀ وجودونه وليدل نو د ترور پۀ وجود پورې به کلک ونښتو. اخر يو داسې ځاے ته ورسېدل چې ګېرچاپېره ترې نه کانټاتار لګېدلے ؤ، خواوشا کښي سپاهيان پۀ څوکۍ ولاړ وو، ګرمۍ هم ښۀ زور کړے ؤ چې انسانان به پۀ جامو کښي لکه د بټ د ورتو نېنو ښکارېدل. ماشوم زر ترور نه تپوس وکړو،
‘دا هغه پاکستان دے؟’
‘نه بچې! اوس نزدې دے.’
دلته څو ورځې د اودي اسمان لاندې د شنې او خړې خاورې د پاسه تېرې شوې. ټرکونه تلل او راتلل، خلق به ئې بوتلل. اخر يو ټرک راغے چې ماشوم، ترور، چاچي او نيا بې بې سره پکښې سوارۀ شول. چې څۀ مزل نه پس ودرېدل نو بيا د ‘قائد اعظم زنده باد’، ‘الله اکبر نعرۀ تکبير” نعرې وهلې کېږي. ماشوم نور هم خوشحاله شو ځکه چې د هغۀ د وړې پاپۍ نه د عمرونو د پاره زنځير لرې شوے ؤ.
دا اووۀ شپېتۀ کاله تېرل شول. پاکستان جوړ شوے دے. هغه دا دے بوډا شو خو ولې پۀ ذهني توګه لا هاغسې پخوانے ماشوم دے، ځکه چې هغه اوسه پورې دا سوچونه کوي چې هغه څۀ حالات وو چې د هغې پۀ سوب پاکستان جوړ شو؟
شايد د دې وجه دا وي چې هاغه زنځير چې د دې وړوکي ماشوم پاپۍ ته پۀ وړوکوالي اچولے شوے ؤ، پاکستان جوړېدو نه پس ئې اوس هم ذهن ته پروت دے.
_________
یو خوا غرمه بل خوا روژه ده
جانان سړے راولېږۀ چې را دې شینه