پروفېسر فرمان الدین بخشالي، خداے دې سره د خاورو وبخښي، دا نظم پۀ شلم اګست دوه زره اوولسم لیکلے ؤ. د دې کال د مارچ پۀ میاشت کښې ئې دا نظم د یو خط سره د ښاغلي م. ر. شفق پۀ لاس ‘پښتون’ د پاره رالېږلے ؤ.
شهید محمد شعېب خان د جولائي پهــ میاشت کښې شهید کړے شوے ؤ. مونږ د ارواښاد پروفېسر فرمان الدین بخشالي دا امانت د شهید محمد شعېب خان روح ته ډالۍ کوو. )نظم نه وړاندې دا یادګیرنه هم ارواښاد پروفېسر بخشالي لیکلې وه، دا یادګیرنه هم د نظم سره چاپ کړې شوه(.
ارواښاد محمد شعېب سابقه اېم پي اے، د يار حسېن صدر، د ضلع صوابۍ قائم مقام صدر او د عوامي نېشنل ګوند پۀ اهمو څوکیو پاتې شوے دے. هغه پۀ حقیقي معنو کښې د باچاخان پېروکار ؤ، هغه د بابا د عدم تشدد د فلسفې قائل ؤ او دغه فلسفه ئې پۀ عملي ژوند او عملي سياست کښې ليدلې شي؛ دغه وجه وه چې محمد شعېب پۀ خپل عملي ژوند کښې د خوار اولس مرسته کړې ده او پۀ ځانګړې توګه ئې بې شماره د خوار اولس روغې کړې دي.
د دوي د وړومبۍ کلیزې پۀ موقع ستر قامي مشر اسفنديار ولي خان پۀ واضحه ډول خپلې وېنا کښې ووئيل چې محمد شعېب د باچاخان د قافلې کلک ملګرے ؤ او تر اخره ئې دغه لمن کلکه نيولې وه، هغه زمونږ د ټولو قامي شهيد دے.
دا ملنګ زما دوست، زما ملګرے او زما ورور ؤ او د مرګ پۀ سحر د دوي پۀ حجره کښې ناست وم چې راته ووئيل شول چې پروفېسر صاحب! تاسو خو زمونږ د کور يو فرد یئ نو ځکه مې د هغوي پۀ مرګ باندې دا څو شعرونه ليکلي دي چې د ‘پښتون’ مجلې لوستونکو ته ئې وړاندې کړم.
د امن مبلغ وې تۀ د مينې پرستار وې
مريد د باچاخان وې تۀ پۀ حقه پېروکار وې
شعېبه! پۀ ما ګرانه! تل د امن طلب ګار وې
د خپلې نظريې پۀ بام ولاړ وې لوے خود دار وې
ژوندے به ئې ټول عمر تۀ د ژوند د کار سړے وې
پۀ دې خاوره قربان شوې تۀ د دې خاورې بچے وې
ساده باده دې ژوند ؤ خو پۀ عقل کښې لقمان وې
پۀ ټوله صوابۍ کښې د جرګو مرکو شان وې
د مينې نغمه ګر وې څۀ سپېځلے مسلمان وې
خود دار وې حسن دار وې د پښتو د ګدۍ خان وې
دا ستا استقامت ته به دنيا حېرانيدله
هر وخت د باچاخان د خولې نغمې به دې چېړلې
پۀ خوي د شرافت باندې د زړونو ناموره
غېرت د باکو خان کښې د ګجو ملک پِسره
د خوږ زړونو مرهمه زمونږ ياره قلندره
مظلومه اے شهيده د يارانو د زړۀ سره
نمونځ د جنازې لۀ دې کالو بابا راغلے ؤ
جهنډا پۀ لاس د امن باچاخان پۀ زړۀ داغلے ؤ
دا خاوره مردم خېزه ده مرام به ترې پېدا شي
خدمت د قام ملت ته عزېز خان به ترې پېدا شي
مېروېس به ترې پېدا شي باچاخان به ترې پېدا شي
د دې قام رهبرۍ له ولي خان به ترې پېدا شي
لمن د باچا خان به ئې نيولې وي ښه کلکه
دا ستا پۀ شان بچے د ګجو خان به ترې پېدا شي
نغمې ئې چې پۀ ژبه د پښتون د قام وئيلې
اجمل به ترې پېدا شي غني خان به ترې پېدا شي
و زړونو کښې سرتور فقير مستان به ترې پېدا شي
د قوم خدمت د پاره اياز خان به ترې پېدا شي
دا امر د فطرت دے څو ګلان به راټوکېږي
پۀ دې سيمه به ستا پۀ شان نران را پېدا کېږي
تصوير د باچاخان دے او تقدیر د پښتنو دے
دا نر اسفنديار د خوب تعبیر د پښتنو دے
زمونږه هم لېډر دے هم رهبر دے رهنما دے
اواز د هشنغر نه تل خور شوے پۀ دنيا دے
د لر او بر د امن پۀ درشل د ژوند اعلان دے
نمسے د باچا خان دے نر بچے د ولي خان دے
شهیده! تۀ مړ نۀ ئې محفلونو کښې يادېږې
د زړونو پۀ ورشو کښې پۀ شعرونو کښې يادېږې
پۀ کلو پۀ حجرو کښې پۀ کورونو کښې يادېږې
د غونډې پښتونخوا به سمه غرونو کښې يادېږې
د خپل قلم پۀ ژبه پۀ لفظونو کښې تل ستائي
فرمان به دې شعېبه تقريرونو کښې تل ستائي