د ښاغلي سقیم دا لیکنه د تاریخ د یو خونړي پړاو د بې خونده تکرار اندېښنه ده – دا اندېښنه مونږ ټول لرو او وینو چې پۀ ډېره ځغلنده توندۍ سره حالات دغه اړخ ته روان دي. د تاریخي واقعاتو تر منځ د تکرار او د کردارونو د رویو ذکر هم پۀ حقیقت اډاڼه دے.
زمونږ ملاحظه دې حالاتو کښې دا ده چې کۀ منتخب غړي نۀ وي نو څوک به وي؟ کۀ پۀ موبائیل د چینجو ګېمونه کوونکي نۀ وي نو څوک به وي او کۀ جمهوري عمل دوام ونۀ لري نو څۀ به وي؟
باید افغانان ټول د “افغانستان” سره ودرېږي او نړۍ مجبوره کړي چې د افغانستان پۀ اړه کومه پرېکړه کولو کښې افغانانو ته د فریق پۀ توګه ځاے او درناوے ورکړي، افغانستان ته ځاے او درناوے ورکړي. خو کۀ د فېسبوک پۀ پاڼو د وړومبي او دوېم نمبر د “مفکرۍ” بابولالې غږېږي، د “ملي خائن” او “ملي اتل” شګفتې وهل کېږي او روانو حالاتو نه د بېزارۍ عمل کېږي نو خداے مۀ کړه، د باتور ملت د بیا غرقېدو څپه زمونږ پۀ درشل ولاړه ده.
عوامي نېشنل پارټۍ د افغانستان پۀ خاوره تل د جنګ ضد غږ پورته کړے دے – د باچا خان او ولي خان بابا دا بیانیه تر مونږ رارسېدلې ده او کله چې طالبانو سره د مذاکراتو لړۍ قطر کښې روانه شوه نو د هغه ورځ نه اسفندیار ولي خان هم دا خبره کوي چې “د افغانستان دولت ته مذاکراتو کښې ځاے نۀ ورکول د مذاکراتو دغه عمل مشکوکوي هم او بې نتیجه به ئې هم کړي. باید مذاکرات د افغانستان دولت او طالبانو تر منځه وشي او امریکا، روس او چین دې کښې ثالث هم نۀ، بلکې “ضامن” شي.
د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته اکثره افغانان د باچا خان او ولي خان بابا پۀ خبرو دومره پرهرېدو، غوڅېدو او وژلېدو سره هم پوهه نۀ شول؛ خداے دې وکړي چې د اسفندیار ولي خان پۀ خبره خو پوهه شي – نۀ غازي امان الله خان سره ودرېدل او نۀ ډاکټر نجیب سره – خداے دې وکړي اشرف غني* سره ودرېږي.
* د “اشرف غني” نامه د یو فرد نۀ بلکې د جمهوري عمل د علامت پۀ توګه کارول شوې ده.
کم و زيات اتۀ ويشت کاله وړاندې پۀ افغانستان کښې جګړې لکه د اوس ګرمې وې. بيا “د سولې خبرې” لکه اوس تودې شوې. شهيد ډاکټر نجيب الله د ملي روغې جوړې غږ پورته کړو او پر حکومت ئې “د ملي وحدت حکومت” نوم کېښود.
هغه مهال “دوستم” د ارګ پۀ خوا کښې ولاړ ؤ، د شمال “جهادي توپکيان” اپوزيشن وو، لۀ “پاکستان” سره د حکومت اړيکې سمې شوې، جياېچکيو د ملي وحدت حکومت ته پۀ حکومت کښې د ننوتو اشرارو يو اوږد لسټ ورکړو.
“ګارنېزنونه” جوړ شول، ملېشې او “اربکيان” وسله وال شول خو د جنګ لمبې د کښېناستو پر ځای لا ژبغړاندې شوې.
نا امنۍ د هېواد لۀ لمنو راوخوځېدې، مرکزونو ته ئې خولۀ ورکړه، “لويې لارې توپکيانو ونيوې”، داړه داړه به پر لويو لارو د پاټکونو پر سر ولاړ وو، لۀ روانو موټرو به ئې “باج” اخست؛ ځينې موټرونه به ئې تشول او ځينې به ئې درول.
سوکه سوکه لۀ پاکستان سره اړيکې بېرته ترينګلې شوې. بيا پسې تر بدو بترې شوې او بالاخره شهيد اولسمشر نجيب “سر ورکوم خو سنګر نۀ پرېږدم” چغه پورته کړه. د “وطن یا کفن” خبره ئې ياده کړه او هېواد لۀ پاکستان سره عملاً د جګړې ډګر ته ښکته شو.
ډېورنډ ته پر څېرمه پرتو سيمو د پاکستان بريدونه پېل شول. د ننګرهار حماسه پۀ دې وخت پېښه او د پنجابيانو او جهادي توپکيانو پۀ شرم پای ته ورسېده خو حکومت د داخلي کشمکشونو تاب را نۀ وړی شو.
وروسته “دوستم لاره بېله کړه“، ملېشې او اربکيان پۀ بدو واوښتل، سيمې يو پۀ بل پسې د حکومت لۀ لاسه ووتې، ذهنونه مغشوش او فکرونه ګنګس شول. خلقو هم دا چغې وهلې چې نجيب دې واک پرېږدي او بيا د ملي وحدت حکومت وروستۍ سلګۍ ووهلې؛ تخت نسکور شو او افغانستان اور واخست.
ملامت به نۀ ياست کۀ فکر کوئ چې زۀ د اوسني وضعيت او اوسني حکومت قیصه کوم.
دا د تاريخ بېخونده تکرار دی. هغه ملتونه چې لۀ تاريخه عبرت نۀ اخلي، پر جغرافيو ئې تاريخي پېښې بيا بيا راګرځي او بيا بيا تکرارېږي خو ښائي د نړۍ هېڅ اولس به دغسې ټکي پۀ ټکي تکرار نۀ وي ليدلی لکه مونږ چې ئې ګورو.
څۀ باندې څلور کاله مخکښې د ډاکټر اشرف غني احمدزي پۀ مشرۍ “د ملي وحدت حکومت” جوړ شو. “دوستم” به سهار پۀ ارګ کښې منډې وهلې او د څاښت پر مهال به ئې لۀ رسنيو سره د ارګ پۀ سلام خانه کښې د خبرو پر وخت خولې وچولې.
لۀ “پاکستان” سره هغه مهال اړيکې ښې شوې، يو تړون هم لاسليک شو خو اړيکې بېرته ترينګلې شوې، تړون لغوه شو او بيا اولسمشر پۀ خپلو څرګندونو کښې ووئيل چې “لۀ پاکستان سره پۀ نا اعلان شوې جګړه کښېوتی دی.”
پخواني “جهادي توپکيان” بيا پۀ اپوزيشن کښې دي او لۀ حکومت سره پۀ ډغرو کښې پر نظام داسې وارونه کوي چې د دې نيمه نيمځاله نظام ستنې ورسره ښوري.
“دوستم” پخوانۍ ملېشې بيا وسله والې کړې، تر دوو درېو لښکرکشيو او مانورونو وروسته ئې ارګ تر شا پرېښود او يو ځل بيا د حکومت مخ ته ودرېدو.
پۀ تېرو کلونو کښې “نا امنۍ” تدريجي زياتې شوې، اولسوالۍ سقوط شوې، ولايتونه لۀ ګوتو ووتل، غزني اور واخست، پر فراه قيامت راغی، د قندوز د څلور-لارو پر فوارو طالبانو استنجاوې وهلې او پۀ کوڅو کښې ئې توپک پۀ اوږه قوماندانانو پۀ موبائیلونو کښې د چينجي ګېمونه وهل.
پر “لويو لارو” اوږدې ږیري وځړېدلې، لمنې وروختې، لۀ موټرو باج اخستل پېل شول، شکمن مسافر پۀ نيمه لار کښې لۀ موټرو ښکته کېدل پېل شول او اوس د هېواد حلقوي سړک د طالبانو د عوائدو لويه برخه جوړوي.
دا دی بيا “د سولې خبرې” خولۀ پۀ خولۀ کېږي. يو پۀ بل پسې د سولې ناستې کېږي او بې نتېجې ختمېږي. اولس نۀ پر ډيموکراسي باور لري نۀ ئې د وطن راتلونکي ته طمع پاتې ده. د جنګ د دوام تاب ختم دی خو د سولې لۀ پروسې هم د خپلو اولادونو د وينو بوي ورځي.
اولس بيا ګنګس دی، اذهان مغشوش دي او لۀ فکرونو د حل لارې ورکې دي.
ځينې ځينې اوس بيا چغې وهي چې اولسمشر دې واک خوشی کړي. ځينې نور کټ مټ لکه څۀ کم درې لسيزې وړاندې د مؤقت حکومت ډول پۀ غاړه ګرځوي، ځينې لۀ نظامه دننه دښمن ته لکۍ ښوروي، ځينې ئې پۀ حکومت کښې دننه د واک پر سر پۀ کمکشو اخته دي او حکومت لۀ دننه لۀ پښو غورځوي.
“ملېشې او اربکيان” بيا پۀ بدو اوښتي، حکمتيار ژوندی ګرځي، د مسعود پر ځای شل مسعودان نور ناست دي، د رباني زوی ئې تر پلار لوړ کښېني، سياف تر پۀ خوا تر و تازه دی، دوستم تر بغل زوی هم درولی، اسماعيل خان لا هماغه چهارخانه ئي دسمال تر سر پېچلی او پاتې نور توپکيان چې مخکښې ئې دا وطن ټوکر ټوکر کړو؛ لا هم ژوندي، ګړندي او د نظام پۀ دښمنۍ کښې ښۀ خونړي دي.
کۀ د تاريخ دې بېخونده تکرار ته پۀ ځير وګورو، يواځېنی بدلون چې راغلی هغه د اولسمشر پۀ نوم کښې دی، خو نومونه هم دوه پۀ درې حصې سره ورته دي.
“ډاکټر نجيب احمدزی”، “ډاکټر غني احمدزی” –
کلونه وروسته تاريخ بيا تکرارېږي. د ساعت عقربه سوکه سوکه د سقوط نقطې ته نزدې کېږي. مونږ لکه پر ټايم بم چې سپارۀ يو؛ هره لحظه چې تېرېږي د انفجار وخت رالنډېږي. زمونږ لاسونه او پښې د خپل حماقت پۀ رسۍ تړلي او د خپلې خود خواهۍ پۀ چاړۀ لکه د قربانۍ اوښ اووۀ واره حلالېږو.