پښتانۀ وائي، عمر دې ډېر شه خو تر کومې؟ کۀ څوک ډېر هم وپائي، خو تېر پۀ اخره د مرګ ورځ ټاکلې ده. قران کښې هم الله پاک فرمائي، )مفهوم( “هر ژوندی به د مرګ خوند خامخا ويني، هېڅ څوک لۀ مرګه نۀ شي پاتې کېدی.”
پۀ دې نړۍ کښې څۀ داسې انسانان هم شته چې د هغوي یادونه، خبرې، مینه او مرسته تل تر تله پاتې وي. هغوي کۀ څۀ هم لۀ دې دنیا نه سترګې پټې کړي خو د تاریخ پۀ کتابونو کښې ئې یاد او خبرې ژوندي پاتې شي؛ هغه ځان پسې قام وطن وژړوي. د غېرت، مېړانې، د رښتیا وئیلو توان او داسې نورې قامي مرستې دلته پاتې شي؛ خو تاريخ وائي چې انسان کۀ مړ شي هم، د هغۀ ښه خبره، مینه او مرسته نۀ مري – ځکه داسې ډېر خلق د ځان مرام سره لۀ دې نړۍ سترګې پټې کړي، هغه کۀ بیا پۀ خدائي مرګ مړۀ شي او کۀ د شهادت درجه حاصله کړي!!! او داسې وائي چې، “شهید هېڅ کله نۀ مري.”
خو ځینې انسانان د ځان پسې ډېر زړونه او کورونه ویجاړ پرېږدي، د خپلې مبارزې یادونه، مرسته، مینه، مېړانه دلته پرېږدي او نوم ئې د نړۍ تر بېلابېلو وطنونو پورې لاړ شي. داسې ډېرو پښتنو ځوانانو مشرانو تر اوسه پورې قربانۍ ورکړې دي چې ځانونه ئې د قام او د وطن پۀ نامه قربان کړي دي او مونږ ته ئې د همت او مړانې لارې پرېښې دي – لکه شاعر وائي:
نۀ ئې مرګ شته، نۀ ئې ورکه، نۀ ئې سپکه
هر وګړی چې د خلقو پۀ لار سم شي
يو غنم چې کرونده کښې ځان قربان کړي
تک شين بوټی شي، بيا زر دانې غنم شي
داسې یو وګړی ځوان زلمی شهید ژورنالسټ ولي خان بابر هم ؤ چي د خپل قام او د وطن خدمت، مړانې، مینې، غېرت او رښتیا سره ئې لۀ دې نړۍ نه د شهادت پۀ کفن کښې ګور ته بې روحه وجود وسپارلو.
د شهید ژورنالست خبریال ولي خان بابر د پښتون دراني قبیلې د څانګې بابړ (Babar) سره تعلق ؤ چې د ژوب پۀ سیمه کښې پراتۀ دي. هغه پۀ کال نولس سوه دوه اتیا (1982) کښې د اپرېل پۀ پينځمه نېټه پۀ نارتهـ ناظم اباد کښې د حاجي عالم خان بابړ پۀ کور کښې پېدا شو. حاجي عالم خان بابړ پۀ ږوب کښې کلي ګرده بابړ سره تعلق لرلو او د سرکاري ټهېکدار پۀ حېثیت کراچۍ کښې اباد شوی ؤ.
شهید ژورنالسټ پۀ وړوکوالي کښې د پلار لۀ مینې، وسیلې او روزنې څخه محرومه پاتې شوی ؤ. هغه چې د پينځو کلونو ؤ، پلار ئې لۀ دې نړۍ سترګې پټې کړې. ولي خان بابړ اتۀ وروڼو او خوېندو کښې تر ټولو اخرنی ؤ او پۀ مور ډېر ګران ؤ. د هغۀ د وروڼو دا ارمان ؤ چی دی پۀ ارمي کښې حصه واخلي او د ملک خدمت وکړي او دی ئې د زدکړې د پاره پۀ کېډټ کالج مستونګ کښې داخل کړو، خو هغۀ خپله هېڅ داسې خواهش نۀ لرلو. هغۀ ته ژورنالزم او د خبریالو علوم خوند ورکاوۀ او ځان ئې یو ژورنالست جوړول غوښتل.
شهید ژورنالسټ تر لسم ټولګي پورې زدکړه لۀ کېډټ کالج مستونګ تر لاسه کړه. بیا ئې پۀ 2002 کښې لۀ کراچۍ بحریه کالج څخه د د دولسم ټولګي زدکړه وکړه او پۀ ښو شمېرو سره پاس شو. پۀ مخ د ژورنالستۍ پۀ خوا خپله لاره تر لاسه کوله. هغه پۀ انګلیسي ژبه کښې ډېر پیاوړی ؤ او د انګلیسي ژبې اکاډمۍ کښې ئې هم ښوونه کوله. پۀ انګلیسي ژبه ښۀ مهارت در لودلو سره سره ئې د خپلې مورنۍ ژبې پښتو سره هم ډېره مینه وه او پۀ اردو ژبه کښې هم ښۀ ؤ.
لۀ دې بعد شهید ژورنالسټ د خپلې خوښې ټولګي د پاره پۀ کراچۍ پوهنتون کښې نړيوال تړاو [IR (International Relations)] کښې د زدکړې د پاره داخله وکړه او پۀ 2006 کښې ئې خپله د نړيوال تړاو د علومو سند لۀ کراچۍ پوهنتون څخه پۀ ښۀ شمېره تر لاسه کړو.
شهید ژورنالسټ د خپلې طالب علمۍ پۀ وخت کښې هم د پښتون قام سره ډېره مینه لرله او دا جذبه به ئې همېشه پۀ زړۀ کښې ژوندۍ ساتله. هغه د پوهنتون د طالب علمۍ پۀ دوران کښې هم د قامي ګوند د طالبعلمانو تنظیم “پښتون اېس اېف (PSF) غړی ؤ او د یو غړي پۀ حېثیت ئې پۀ کراچۍ پوهنتون کښې د قوم د هر ځوان وګړي سره مرسته کوله او د ګوند د تنظیم پۀ هر پروګرام کښې به ئې برخه اخستله او د پښتنو د عدم تشدد د فلسفې د ستر رهبر باچا خان بابا د لارې، فلسفې، مبارزې، د خدمت د نظریې او د قام د وطن د مرام لاره به ئې پۀ مخ خوروله.
شهید ژورنالسټ د باچاخان بابا د عدم تشدد د لارې پوخ ملګری ؤ. پۀ هر ځای کښې به ئې د بابا د خدمت او مینې فلسفه او مبارزه خوروله او پښتانۀ وروڼه به ئې د قام خدمت او د باچا خان بابا لارې ته را بلل. هغۀ ځان له ښۀ پلويان پېدا کړي وو.
شهید ژورنالست د خپلو علومو سره سره د قام او وطن د خدمت سره ډېره زیاته مینه لرله او د قام د خلقو به ئې هر ځای کښې د ستونزو حل د پاره ځان پېش کولو او دا هر څۀ ئې پۀ ځان د وینې او مینې فرض ګڼلو.
کله چي به مونږ پۀ کلي کښې دا پوښتنه ترې نه کوله چې ولي خان لالا! تۀ پۀ کراچۍ کښې د پښتنو سره ډېره مرسته کوې، خدمت ئې کوې، پۀ هره ستونزه کښې ورسره یې؛ خدای مۀ کړه کۀ پۀ تا څۀ وشو!!! دۀ به دا تاریخي لفظونه راته هر وخت وئيل، “زۀ د باچا خان د قافلې ملګری او د باچا خان پلوي یم – د قام خدمت، مرسته، د قام سره مینه، ورورولي، پښتونولي پالل، دا جذبه ما د ستر باچا خان بابا د فلسفې څخه زده کړې ده؛ د بابا هره خبره خوږه وه او دا مبارزه به ئې زۀ تر مرګه پالمه.”
او ورسره به ئې دا شعر هم راته وئيلو:
هغوي ته نشته ضرورت د زر زرینو تمغو
د چا پۀ سر باندې چې لاس د باچا خان پروت وي
هم دا رنګه به ئې خپله مبارزه د قامي خدمت کوله او زدکړه به ئې هم کوله.
پۀ دغه وجه شهید ژورنالست د خپل محنت او قابلیت پۀ وجه پۀ 2007 کښې د “جیو” انګلیسي خبرونو د پاره د خبریال پۀ توګه وټاکل شو او ښه پۀ مړانه او بېدارۍ باندې به ئې د خبریال پۀ توګه خپل کارونه پېل کول او پۀ ځانګړي ډول د پښتنو ستونزې او مسئلې به ئې تر خپلو اېنکرانو رسولې. ښۀ پۀ محنت، مړانې او قابلیت ئې خپلې هلې ځلې کولې او پۀ دې وجه لۀ پوره یو کال وروسته د مشهوره چېنل “جیو نیوز” )اردو( د پاره د خبریال پۀ توګه و ټاکل شو.
هغۀ د بې وېرې او ډاګيزې خبريالۍ پۀ زور ډېر زر د هېواد پۀ لویو ژورنالستو او خبریالو کښې مشهور شو او ښۀ نوم ئې پېدا کړو. هغۀ به چرته هم نا انصافي او کمزوري نۀ خوښوله او د مظلومانو سره به ئې مرسته کوله او د ظالم به ئې مخنيوی کولو او د ظالم مخ به ئې نړۍ ته ښکاره کولو.
شهید ژورنالست پۀ مور ډېر زیات ګران او د هغې د سترګو تور او د زړۀ ټکور ؤ؛ ځکه هر سحر به ئې د خپلې مور څخه دعا او دیدار ضرور کولو. ټولو کور والو لۀ دۀ سره ډېره مینه کوله. اکثر به ورته وروڼو وئیل، خان! لږ خیال کوه، حالات ښۀ نۀ دي، خو شهید به خپل مرام، مرسته او رښتیا خبره تر سره رسوله.
خو دلته پۀ دې هېواد کښې څۀ ځناور د انسانانو پۀ جامه کښې ګرځي چې هغوي کله هم د یو رښتیني انسان د حقیقت او رښتیا خبرې نۀ برداشت کوي. شهید ژورنالست به هره شپه د خپل کار نه پس ناوخته کور ته راتلو، خو دۀ ته څۀ پته وه چې څۀ ځناور ظالمان د انسان جامه کښې لۀ وختونو دۀ ته پۀ طمع دي چې یوه ورځ لاره ورته ونیسي. هغۀ ته څۀ پته وه چې داسې ځناور او خونرېزان به د دۀ مرګ ته پۀ طمع وي.
د ژمي شپې وې، یخې هوا وې او شهید ولي خان لالا به اکثر لس بجو ته کور ته ځان رسولو. دا د دیارلسمې جنورۍ دوه زره یوولس 2011 لس بجې وې چې شهید لالا د لیاقت اباد سبزي منډۍ سره پۀ خپل ګاډي کښې د کور پۀ خوا روان ؤ او د رش د وجې لږ ساعت ته ودرېدو چې څو ځناور دښمنان پۀ موټر سائیکل سپارۀ ورغلل او ډزې ئې ور باندې وکړې او ورک شول.
رش ډېر زیات جوړ شو. څو کسانو دی نزدې عباسي روغتون ته پۀ اېمبولنس ورسولو. دې خبرې ټول هېواد پۀ سر واخستو او د شهید د ټپي کېدو خبره تر هېواد دننه او بهرنیو خبریالو او خبرونو ته ورسېده. دا خبره پۀ ټول هېواد کښې د ځنګل د اور پۀ شان خوره شوه او د طبیبانو د کتو لۀ مخه ولي خان بابر د زخمونو د زغم نۀ راوړلو پۀ وجه د همېشه د پاره لۀ دې فاني دنیا او لۀ مونږه سترګې پټې کړې.
دې وخت کښې ئې مشران وروڼه مرتضٰي بابر، ډاکټر اعظم بابر او اسلم بابر د خبرونو نه خبر شو او عباسي روغتون ته ئې ځانونه را ورسول. د هغوي تر راتلو لۀ مخه ولي خان لالا وفات شوی ؤ. د ولي خان بابر قتل ډېر خلق هغۀ پسې وژړول. د وروڼو ژړا نۀ ودرېدونکې وه او اخر ئې پۀ اېمبولنس کښې پۀ کفن کښې پۀ وینو سور خپل ابائي وطن ژوب ګرده بابړ ته د وطن زمکې ته د رسولو انتظام وکړو.
پۀ ټول علاقه غم او ژړا خوره وه. د خپلو ښار والو او کلیوالو پۀ سترګو کښې ئې اوښکې پرتې وې او ژوب ته پۀ رسېدلو سره هر چا د شهید ولي خان بابر جنازې ته مټه ورکوله او ما ته دا شعر رایادېدو:
دا څوک دی چې ئې کټ له دومره ډېرې اوږې راغلې
دا څوک دی چې هر څوک ئې جنازه اخلي او ژاړي!!!
د ټول هېواد پۀ خبرونو کښ د جنازې د خبریالو او د شهید ملګرو غم دنیا ته پۀ خبرونو کښې ورکړو او دا بله شپه پۀ شپاړسمه جنورۍ ئې ږوب خپل کلي ګرده بابړ هدیرې کښې د خپل پلار عالم بابر د قبر څنګ ته خاورو ته وسپارلو:
زمکې قلنګ دې زورور دی
ځوانان در نیسې را لېږې تش پالنګونه
هم دا رنګه د یخ شپه لۀ کراچۍ راغلو خلقو او کلیوالو د شهید د غم د وجې پۀ هدیره کښې تېره کړه او لۀ بېلابېلو سیمو راغلو مشرانو، کلیوالانو، ښاروالو او سياسي، سماجي او ادبي مشرانو ټولو پۀ جنازه کښې ګډون وکړ.
]شهيد ژورنالست ولي خان بابر د باچا خان د لارې پېروکار ؤ او د باچا خان د فکر پر بنسټ هغه خپله پېشه کښې د رښتيا وئيلو او رښتيا ليکلو فريضه تر سره کوله. د رښتيا وئيلو او ليکلو پۀ دغه فريضه کښې هغه هم د کراچۍ پۀ سړکونو داسې مړ شو لکه چې د نن نه دوه کاله وړاندې نقيب مسيد وژل شوی ؤ. دا حقيقت دی چې د رښتيا ويونکو او رښتيا ليکونکو قاتلان کۀ معلوم وي او کۀ نا معلوم؛ هغوي ته سزا نۀ ورکړی کېدل څرګندوي چې ملک کښې د قانون حېثيت د زورورو پۀ ماڼيو، قلعو، پوليس سټېشنونو او پۀ چېک پوسټونو کښې د لاسو پښو نه د تړلي غلام نه زيات نۀ دی.[
پۀ اخر کښې د غني بابا دا شعر د شهید اروا ته ډالۍ کوم:
چې خازې شنې مې پۀ قبر وي ولاړې
کۀ غلام مړ وم، راځئ توکئ پرې لاړې
کۀ پۀ خپلو وینو نۀ وم لمبېدلى
پۀ ما مه پلیتوئ د جومات غاړې
چې قطرې قطرې مې فوځ د دښمن نۀ کا
مورې ما پسې پۀ کوم مخ به تۀ ژاړې
یا به دا بې ننګه ملک باغ عدن کړم
یا به کړم د پښتنو کوڅې ویجاړې