ارواښاد بايزيد انصاري پښتو ژبې ته څۀ ورکړل – ليک اوڅېړنه: پروفېسر نور احمد فطرت

پښتو ژبه يوه زړه تاريخي ژبه ده. دغه ژبه د ټولنې ټول ضرورتونه پوره کولے شي. پښتنوتل هڅه کړې ده چې خپله ژبه او پښتونولي وساتي.دغه لږه ساه چې نن پۀ پښتو ژبه کښې پاتې ده دا ټول د پښتنو شاعرانو او ځينو نوموړو ليکوالانو د زحمت پايله ده. دغه اديبانو د حکومت د سرپرستۍ او همکارۍ پرته د پښتو ژبې کتابونه، مجلې او ورځپاڼې چمتو کړي دي او د خپلو راتلونکو نسلونو پۀ چوپړ کښې ئې وړاندې کړي دي. انسانان د يو بل سره د خبرو پۀ وسيله پېژندل کېږي او معرفت پېدا کوي، د ټولنې د تکامل بهير پۀ ژبه سره مخي ته ځي وده کوي او راتلونکو نسلونو ته استول کېږي. د ژبو يادونه د فرهنګي سرمايې پۀ نامه شوې ده او ورته د ملي پنګې پۀ سترګه کتل کېږي. کله چې پۀ يوه ټولنه کښې د فرهنګ د ساتلو او د هغې د ودې خبرې کېږي نودا پۀ واقعيت کښې ژبه ده چې د ټولنې پرون او نن سره تړي او هغې ته وده ورکوي. هسې خو د تاريخ پۀ اوږدو کښې ډېرو خلقو مور پښتو ته چوپړ وهلے دے مګر ارواښاد بايزيد انصاري چې کوم کار پښتو ژبې ته کړے دے دا به تل ترتله د تاريخ برخه وي او پښتون ملت به د دۀ دغه د اخلاصه ډک زيار همېشه ياد ساتي او تل به د دۀ پۀ ښودله شوې لاريون کوي او هدف ته به ځان رسوي.

بايزيد انصاري د پښتو او پښتنو لپاره بېخي زياتې کارنامې ترسره کړي دي . د دۀ پۀ برياو کښې يو ستر برياليتوب دا دے چې دۀ پښتو ته يوه پوره دوره ورکړله. د پښتو دادبي تاريخ د وړومبۍ دورې څخه کۀ تېر شو نو د پښتو ادبياتو د تاريخ دوېمه دوره پۀ بايزيد انصاري، د دۀ پۀ اولادۀ او د دۀ د مريدانو پۀ عملي کارنامو بشپړه کېږي. پۀ قول د زلمي هېوادمل “د پښتو ادبياتو دوېمه دوره چې منځني (متوسطه) دوره هم ورته وئيلے شو، د لسمې هجرۍ پېړۍ له اواسطو پېل کېږي او د څوارلسمې هجرۍ پېړۍ تر لومړيو دوه درې لسيزو پوې رارسي. د پښتو د ادبي تاريخ دوېمه دوره له لومړي دورې څخه پۀ هر لحاظ کامل توپيرونه لري. د دې دورې يوه عمده ځانګړنه دا ده چې مونږ د دې دورې بشپړ او مکمل ادبي او فرهنګي اثار پۀ واک کښې لرو. پۀ دې دورې پورې مربوط پۀ سوونو دېوانونه، پۀ سوونو اثار او پۀ زرونو اولسي سندرې له مونږ سره شته چې د پښتو د ادبي تاريخ د يوې سترې پانګې پۀ توګه هراړخيز بحثونه ورباندې کولے شو. دې دورې ته مونږ د منظمو اثارو دوره هم وئيلے شو او دا ځکه چې پۀ وړومبۍ دورې پورې مربوط اثار زياتره متفرق دي. د بايزيد د هلوځلو درې اړخونه ذهن ته راځي؛ يو د هغۀ د ښودنو ديني اغېزه ده، پۀ دغه اړه ئې مسلک اوس بس د تاريخ يوه برخه ده. منونکي ئې نشته، بل ئې جنګي اړخ دے. بايزيد د ژوند پۀ وروستي پړاو کښې لۀ مغلو سره جنګېدلے هم ؤ. د دۀ توره پۀ مېراث کښې د دۀ خپل اولاد ته پاتې شوې وه او هغوي ښۀ پۀ نره د مغلو خلاف کارولې وه. پۀ قول د خوږ ژبي شاعر دروېش دراني بايزيد پۀ پښتنو کښې يا د پښتون ملت پۀ تاريخ کښې د لوړ مقام حقداره پۀ دې دے چې پۀ لومړي ځل ئې اولس ته يوه داسې وسله وښودله چې تر دې وړاندې هغۀ نه وه کارولې، هغۀ تل توره کارولې وه او (دوي) پوهه وو چې پۀ توره د زخمونو تخم کرل کېدے شي. زخمونه کۀ هر څو وکرې مېوه ئې ډېره نۀ وي، د دغه کار لپاره هم زمکه بدلول پکار ده او هم تخم. هغۀ د انسان لپاره د تخم برابرولو اړتيا وليده او دغه کار ته ئې ملا وتړله او خپل کتاب ئې د کتاب پۀ بڼه پۀ دې نيت وړاندې کړو چې د پښتنو پۀ ذهنونو کښې “حرفونه” د تخم پۀ شان وکري. اوس نو دغه د ټولو پښتنو د ذهن زمکه هغه زمکه ده چې بايزيد د کولمبس پۀ شان تر ټولو وړومبے ورته را ورسېدۀ. کولمبس اروپايانو لره امريکا وموندله او بايزيد د پښتنو لپاره دغه زمکه پېدا کړه او د دغه زمکې د ودانولو لپاره ئې له کتابه کار واخست.

بايزيد د خپلو خلقو د پوهولو د خپلې عرفاني لارې د تبليغ او عامو خلقو ته د ديني او شرعي احکاماتو دښودلو پۀ منظور پۀ پښتو، فارسي، عربي او هندي ژبو اثار وليکل. پۀ فارسي او پښتو ژبو يومنظوم او منثور اثار لري چې لۀ دغو څخه ئې ځينې اوس هم مونږ ته پاتې دي چې له هغو څخه “صراط التوحيد”، “مقصودالمومنين”، “فخرالطبالين”، “حالنامه”، “د رسم الخط رساله”، تذکره او فرحت المجتبي او “خېرالبيان” ډېر مشهور دي. د بايزيد روښان ډېر فهيم اثر خېرالبيان دے چې پۀ څلورو ژبو تاليف شوے دے. دا کتاب څلوېښت بيانونه لري. پۀ خېرالبيان کښې عقائد، شرعي احکام، عرفاني او اخلاقي مباحث راغلي دي. د حلالو او حرامو بيانونه، فقهي حکمونه او د عباداتو برخه پۀ دې کتاب کښې پۀ تفصيل سره بيان شوې ده. جناب محقق عبدالحي چې پۀ خپل کتاب د پښتو ادبياتو تاريخ (بشپړ) کښې پۀ مخ (٧٠٦) کښې د خېرالبيان پۀ حقله ليکي “د پيرروښان کتاب چې د پښتو ادب يوه غوره ذخيره ده، خېرالبيان نومېږي چې راورټي ئې نوم خوريان هم ليکلے دے اوس د دې کتاب نسخې خورا لږې دي او فقط يوه نسخه ئې د جرمني د ټونبګن پۀ کتاب خانه کښې شته چې ما ئې ذکر د مخه کړے ؤ. د دې کتاب متن پښتو دے او پۀ منځ منځ کښې ئې د قران شريف ايتونه يا ځينې احاديث او عربي معقولې او داسلافو خبرې پۀ عربي رانقل شوې دي او د دغو عربي برخو ترجمه پۀ فارسۍ ژبه پۀ حاشيه پۀ يوه بل خط چې د اصلي متن خط نۀ دے ليکلے شوے او د کتاب پۀ ابتدائي څو مخو کښې ځينې جملې د پنجابي ژبې هم شته چې دا به ضرور د پنجابي هغه لهجه وي چې جالندهر کښې وئيل کېدې”. (٣)

د خېرالبيان د نامکملې نسخې سره سره يوه بشپړه نسخه د حېدر اباد دکن دسالارجنګ پۀ لرغونتون ( موزيم) کښې هم خوندي ده. د هند پۀ نسخه کښې ټول مضامين پۀ څلورو ژبو راغلي دي. د المان د نسخې له مخې پۀ ١٩٦٧ز کال پۀ پېښور کښې او پۀ ١٣٥٣هـ ش کال پۀ کابل کښې خېرالبيان چاپ شوے دے.

د خېرالبيان يو متن قلندر مومندهم پۀ پېښور کښې چاپ کړے دے. د پښتو ژبې د ودې او پرمختګ لپاره د خېرالبيان تر ټولو ستره ځانګړنه دا ده چې دا کتاب د پښتو ژبې پۀ موجوده نثر کښې د ټولو څخه زوړ نثر ګڼل کېږي. سره د دې چې د حبيبي صاحب د دعوې مطابق پۀ ٦١٢هـ کښې سلېمان ماکو د تذکره اولياء د نوم يو کتاب پۀ نثر مرسل کښې ليکلے ؤ او پۀ پښتو کښې د نثر نويسۍ دغه انداز تر ډېرې مودې مقبول او مروج ؤ. بيا محمد علي البسي پۀ ٧٥٠هـ مطابق ١٤٨٢ز کښې تاريخ سوري ليکلے ؤ، د دې دواړو کتابونو ذکر د محمد هوتک پۀ “پټه خزانه” کښې موجود دے. د خېرالبيان د پښتو ژبې لپاره دوېمه ګټوره ځانګړنه دا ده چې د دغه تر اغېز لاندې ميرزاخان انصاري، طلا ارزاني خېشکي، دولت لواڼي، واصل، علي محمد مخلص او داسې نورو روښاني شاعرانو او پوهانو پۀ پښتو کښې د علم او ادب هغه بنياد کېښودو چې وروسته خوشحال خان خټک او د هغۀ د کورنۍ، رحمان بابا او د هغۀ پېرويانو او حميدبابا او د هغۀ د مکتب نورو شاعرانو د خپل خپل هنر سترې ماڼۍ ورباندې ودرولې. نور خو لا څۀ کوې پۀ خپله اخوند دروېزه صاحب او د هغۀ د ډلې نور ټول پوهان او عالمان هم د خېرالبيان پېداوار دي او دغه خبره تقويم صاحب هم مني، هغه ليکي “د خېرالبيان نه مخکښې که پۀ پښتو کښې د دين کتاب نۀ ؤ نو دبې دينۍکتاب هم نۀ ؤ او دا خطره نۀ پېښېده چې پښتانۀ د ليک او لوست پۀ لاره ګمراه کړے شي. د بايزيد پښتو کتاب خېرالبيان پۀ پښتنو ډېر اثر وکړو. رښتيا دا دي چې د دې تحريک اصلي روح دغه کتاب ؤ. اخوند دروېزه بابا محسوسه کړه چې ترڅو پښتنو ته بل کتاب ورنۀ کړے شي د خېرالبيان اثر ورکول ګران کار دے”. دروېش دراني پۀ خپل مضمون يا مقاله چې سر ليک ئې دے، “بايزيد انصاري او د هغۀ د نبوغ زړي” کښې ليکي “پۀ هر حال د خېرالبيان تر ټولو لوے خېر چې پښتنو ته رسېدلےدے هغه دا دے چې د دوي پام دې ته را وګرځوي چې جنګ يوازې پۀ توره نۀ کېږي پۀ کتاب هم کېدے شي بلکې زيات ګټور هم دغه د کتاب جنګ دے، مونږ چې څومره تورې وهلي دي د هغې ګټه زياتره بل وړې ده خو د کتاب پۀ جنګ کښې چې کومه ګټه راغلې ده پۀ هغې نن هم مونږ غنيان يو، اوس هم کتاب هغه يوازينۍ وسله ده چې د ژوند پۀ لوبه کښې پۀ رښتيا مونږ ګټه پرې کولے شو. پښتون اولس کۀ دغه لوبه ګټل غواړي نو پکار ده چې له کتابه کار اخستل زده کړي، داسې پۀ ګډه دعا وکړو چې خدايه پۀ دغه څيز ته د دوي ور پام کړې. امين” (٥)

د ارواښاد پيرروښان پۀ شپږ اووۀ کتابونو کښې چې دۀ د پښتو ژبې د ودې لپاره ليکلي وو يو پۀ کښې د رسم الخط رساله وه، دا رساله د خېرالبيان پۀ پېل کښې راغلې ده. پۀ دې رساله کښې بايزيدروښان د پښتو خاصو اوازونو لکه (ښ، ږ،څ،ځ، ډ) او نورو لپاره ځينې ځانګړي اشکال وضع کړي دي چې د دۀ دا وضع کړے ليکدود پۀ پښتو څېړنو کښې د روښاني ليکدود پۀ نامه يادېږي. دلته بايد دا خبره واضحه کړو چې د پښتنو ليکدود (رسم الخط) د محمود غزنوي پۀ زمانه کښې جوړ شوے دے. بايزيد روښان پۀ پښتو ليکدود کښې اصلاحات راوستلي دي. کۀ د پښتون ملت پراخه تاريخ ته وګورو يا د دوي ادب او پلټنو ته ځېر شو نو وبه منو چې دا خو صرف ميا روښان نۀ ؤ چې دۀ پۀ خپله يوه ځانګړې رساله کښې پښتو ليکدود ته ځانګړے کار کړے بلکې پښتنو ليکوالو وخت پۀ وخت دغه “سترې علمي مسئلې يا کشالې” ته پاملرنه کړې وه او د بېلګې پۀ ډول خوشحال خان پۀ خپل وخت کښې د “ځنځيري” پۀ نامه پښتو ليکدود ته کارکړے ؤ. د پښتو ليکدود دا طريقه خوشحال خان ايجاد کړې وه. پۀ وروستيو کلونو کښې د خوشحال زنځيري ليکدود، ښاغلي حبيب الله رفيع له ډېرو تشريحاتو سره رابرڅېره کړو او پۀ کابل او پېښورکښې د خاص اثر پۀ توګه چاپ شو. زنځيري يو داسې ځانګړے ليکدود ؤ چې تر خوشحال بابا پورې پاتې شو. مروجه نۀ شو يعنې دغه ليکدود بيا وروسته هېچا تعقيب نۀ کړو او پۀ ځاے پاتې شو. هسې هم د زنځيري رسم الخط نه علاوه مشر بابا خپل نظم او نثر پۀ يو داسې ليکدود ليکلے دے چې دغه هم د دۀ يو ځانګړے علميت بلل کېدلے شي. ښاغلے زلمے هېوادمل پۀ خپل کتاب د پښتو ادبياتو تاريخ دوېم چاپ مخ ١٤٠ باندې د خوشحال بابا پۀ حقله ليکي: “خوشحال لا د شلو کالو نوے زلمے ؤ چې پۀ شعر وئيلو ئې پېل وکړو. دۀ چې کوم وخت شاعري پېل کړه نو د پښتنو غوريانو او سوريانو د ادبي جريان خاطرې د پښتونخوا پۀ دې پېڅه کښې د چا پۀ حافظ کښې نۀ وي پاتې او د پښتنو پۀ فرهنګي او ديني، عرفاني حلقوکښې د روښانيانو، د اخوند دروېزه د پلويانو او نورو عارفانو او مذهبي شاعرانو نظمونو رواج درلود. خوشحال بابا دغه جريان ته پۀ انتقادي نظر وکتل. دۀ پۀ ليک کښې د دغه جريان پېروي ونۀ کړه بلکې د خپل استعداد او سالمې شعري قريحې او لوے علميت پۀ مرسته ئې د پښتو ادبياتو کښې داسې لاره پرانستله چې هغه د دۀ خپله ابتکاري ادبي لاره وه او تر دۀ وروسته که چا پۀ دې لاره يون کړے دے نو هغه ګرده د دۀ پېروان دي. دۀ پۀ خپله قيصده کښې د خپلې زمانې ادبي اثار پۀ دې ډول نقد کړل :

پۀ پښتو شعر کښې ماعلم بلند کړو

د خبرو ملک مې فتح پۀ سمند کړو

د مرزا ديوان مې ومانډۀ پۀ ګوډي

مسخره مې ارزاني خېشکي زمند کړ

کۀ دولت ؤ کۀ واصل ؤ کۀ دا نور وو

پۀ خبرو مې د هر يوه رشخند کړو

کۀ ووايم پښتو رسم الخط يا پښتو ليکدود ته ترخوشحال بابا د دۀ د کورنۍ او د دۀ د ډېرو پېروانو وروستو هم ډېر کار وشو، مستشرقينو هم دغه مسئله را پورته کړه. ډېرو غرب پوهانو پۀ پښتو ليکدود باندې کار وکړو. د ثبوت لپاره تاسو پۀ دغه باندې د ارواښاد حبيب الله صاحب دوه کتابونه لکه پښتون او “د مشرق پۀ اسمان کښې د مغرب ستوري” کتلے شئ. دغه رنګه تر مستشرقينو وروسته هم پۀ لويه پښتونخوا او ازاد افغانستان کښې ډېر ګټور کار منځ ته راغلے، پۀ ځانګړي ډول ” پښتو ادبي ټولنې کابل” پښتو ليکدود ته ډېر له ارزښته ډک کار کړے حتي د کابل پينځو ستورو خو دغه ژبه پۀ هره حواله غني کړه. د پښتو ليکدود د مسئلې د هواري لپاره د افغانستان او تاريخي پښتونخوا ليکوالان څوڅو واره سره غونډ شول او غونډې ئې وکړې.

پۀ ١٣٢١هـ ش کال کښې د جوزا پۀ ٢١مه د ١٩٤٢پۀ جون کښې د پښتو ټولنې پۀ غوښتنه دافغانستان ٢٥ تنه ليکوال او پوهان پۀ پښتو ټولنه کښې راغونډ شول او پۀ ٢١ اختلافي موادو باندې ئې وروسته له بحثه پرېکړه وکړه. پۀ درېمه فېصله کښې ئې د لر او بر پښتنو يعنې د پېښور او بلوچستان د پښتنو ليکوالو او د افغانستان د ليکوالو غونډه د پښتو ټولنې پۀ بلنه پۀ کابل کښې د ١٣٣٧ز ش کال د سنبلې پۀ ٢٥مه د ١٩٥٨ د اګست پۀ ٢٧مه وشوه چې پکښې هم ډېرې پريکړې وشوې (د دې لپاره تاسو د اروښاد ګل باچا الفت علمي کتاب “ليکوالي املا وانشاء ” مطالعه کولے شئ.)

دغسې پۀ انفرادي ډول هم ځينو ليکوالو پښتو ليکدود ته ډېر کار وکړو چې پۀ هغې کښې د ارواښاد محمدګل خان مومند، عبدالکريم بريالے او د سوېلي پښتونخوا ادبي او سياسي ستورے خان شهيدعبدالصمد خان نومونه د هېرولو نۀ دي حتي د خان بابا پښتو ليکدود کتاب خو دا مسئله دومره توده کړه چې بيا وروسته پۀ دغه کتاب باندې پۀ کابل او پېښور کښې ډېرې ناوياته غونډې يا دستورې وشوې چې ځينو دغه کتاب د پښتو پۀ ګټه بالي مګر ځينې بيا دغه کتاب پۀ علمي دلائيلو ردوي يا ئې رد کړے او خان بابا ته ئې مشورې ورکړې چې ستا مخصوص ليکدود پښتو ته هېڅ ګټه نۀ شي رسولے. بايد د دغه علمي مسئلې څخه لاس واخلي ځينې خو لا دا هم وائي چې پښتنو ليکوالو د کابل د محمد ګل خان مومند سره د دۀ مخصوص ليکدود هم و نۀ منلو. او د هغۀ ليکدود هم لکه د خان شهيد ليکدود نيمه خوا پاتې شو او هېچا پۀ ليک کښې تعقيب نۀ کړۀ. او داسې نور د پښتو ليکدود پۀ مسئله کښې پۀ پښتنو ليکوالو کښې هسې خو بېخي زيات اختلافات شته مګر ځينې ئې چې ډېر سخت دي بايد هوار کړل شي د بېلګې پۀ ډول ځينې پښتو پوهان ليکي چې مونږ بايد پردي لغات پۀ خپله ژبه کښې قبول نۀ کړو مګرځينې بيا وائي چې… نه. مونږ بايد پردي الفاظ قبول کړو ولې کۀ چرې مونږ پردي توري ونۀ منو نو زمونږ ژبه به پس پاتې شي او بيا به هېڅوک دغه ژبه نۀ وائي ځينې بيا وائي چې بايد مونږ پردي لغات هم هغسې پۀ ژبه کښې وليکو لکه څنګه چې دي. لکه ظالم، جابر، بدمعاش، زمين وغېره مګر ځينې بيا وائي چې بايد مونږ پردي لغات خو اخلو مګر دغه توري يا الفاظ بايد مونږ زمونږ پۀ ژبه کښې بدل کړو لکه کمېشن، کمېسون، سټېشن، ټېسن او داسې نور. پۀ “پښتو څنګه وليکو” کښې ښاغلےګل باچا الفت ليکي “ځينې وائي پښتو بايد سوچه کړو پردي لغات ترې نه وباسو يو ټکے فارسي يا عربي پکښې پرې نۀ ږدو دا نظريه پۀ ډېر افراط بناء ده او دا کار کېدونکے نۀ دے ځکه چې هره ژبه له بلې نه څۀ اخلي او څۀ ورکوي، دا فکر بايد له مغزو وباسو او هېڅ کله دا ونۀ غواړو چې پۀ پښتو کښې دې نورکلمات نۀ وي مګر د دې معنٰي دا نۀ ده چې مونږ د پښتو وجود اومستعمل لغات غورځوو او پۀ عوض کښې ئې پردي لغات بې ضرورته قبلوو ځکه چې دا کار هم ژبې ته زيان رسوي. مونږ بايد ژبه د جمود پۀ حال پرې نۀ ږدو او وخت پۀ وخت د زمانې لۀ ضرورت او احتياج سره سم نوي تعبيرات او نوي نومونه پېدا کړو او کوشش وکړو چې د ژبې لغوي استعداد او افادي قوت زيات شي او دا کار هله کېږي چې مونږ د پرديو لغاتو او اصلاحاتو پۀ قبلولو کښې له غور او سنجش نه کار واخلو او هر څۀ پۀ پټو سترګو بې ضرورته قبول نۀ کړو.”

پښتو ژبه پۀ پېړيو پېړيو له ليک او لوست نه لرې پاتې شوې ده او نورې ژبې د پښتنو پۀ هېواد کښې د دفتر او ديوان ژبې وې. پۀ هم دغه وجه نن د قلم ژبه د پښتو له ډېرو لغاتوسره نااشنا ده. ډېر ژوندي لغات چې د عوامو پۀ محاوره کښې ډېرزيات استعمالېږي د ليکوالو پۀ خوله نۀ راځي او پۀ ځاے ئې پردي لغات ليکل کېږي. مونږ اوس د تش پۀ ځاے خالي ليکو، زړور ته دلېر او زمري ته شېر وايو، د دروند پۀ ځاے سنګين او د مينې پۀ ځاے محبت ليکو او ترکاڼ ته نجار وايو، پردي رانه بېګانه شو او د پښتو لمر او سپوږمۍ رانه پۀ فارسۍ کښې پنهان شول ځکه ئې ځاے افتاب و مهتاب يا شمس قمر ونيوۀ او توري پۀ حرف بدل شو او داسې نور.(٧)

د ملګرو ملتونو د يوې څېړنې له مخې دا وخت پۀ ټوله نړۍ کښې پۀ زرونو ژبې وئيل کېږي چې پۀ هغې کښې نيمې ژبې د ورکېدو پۀ حالت کښې دي. ددغو ژبو د ژوندي ساتلو لپاره يا د خسمانې لپاره څۀ پروژې جوړې شوې دي، ملګروملتونو پۀ دغه لړکښې پښتو ته هم کار شروع کړے دے چې د پښتو د ليک دود (رسم الخط) مسئلې هم هوارې کړي. پۀ نن وخت کښې د ليک دود اووۀ نمونې پۀ کار راوستل شوي دي چې د هغې اړه يا بنسټ د بېلا بېلو سيمو وېناګانې دي . امېد کېدے شي چې د پښتو ژبې د ليک دود مسئلې هوارې کړل شي او دغسې پښتو ليک دود ته يو شکل ورکړل شي خو د دې څخه علاوه نورې تکنيکي مسئلې هم راپېښې دي. پښتانۀ د يو شان غږونو د پاره ډېر اوازونه او حرفونه وائي، دغه توري چې يو شان غږونه ترې پېدا کېږي يو اواز ته راوړل پکار دي. غروال چې يو ليکوال دے “د پښتو ژبې مسئلې” ترسر ليک لاندې ليکي. “د ژبې ارتوالے او اوږدوالے د دې پروا نۀ لري چې د هغې الفبا څومره اوږده ده او يا هغې کښې د يو غږ د پاره څومره حرفونه ليکل کېږي پۀ کومو ژبو کښې چې د يو غږ د پاره يو حرف ليکل کېږي نو د هغې ژبې ليک لوست اسان وي . . . ف، پ، ث، څ، س، ص، ځ، ذ ،ز، ظ، ض، ت، ط،ګ، ق، ج، ژ، ګ، ږ.. يوازې دا نه چې دا الفبا يو شان غږونه ورکوي بلکې پۀ دغه کښې ځينې د پښتو خپل لرغوني توري هم نۀ دي لکه ط ظ ص ض…. او دغسې نور بېخي ډېرې لږې کليمې دي چې د دغه الفبا سره جوړېږي او ځکه چې د طاقت… ظلم، صاحب، ضعيف او داسې نورو تورو لپاره مونږ د پښتو د اوازونو توري يا توري پۀ کار نۀ راولو نو ځکه د ملګرو ملتونود راپور له مخې پښتو ژبه د ورکېدو پۀ حالت کښې ده کۀ تاسو فکر وکړئ نو پوهه به شئ چې د پښتوځينې الفبا حرفونه بېخي د عربۍ د وېنا سره تړلي دي لکه ف، ق، ط، ظ او داسې نور. کۀ مونږ ليکو(فکر) خو وايو پکر او دغسې (طاقت) تاکت. مونږ نۀ يوازې دا چې وېنا اړوو بلکې خپل ليک دود هم ورپسې بيايو. عربي چې د (پ) (چ) ډ او ټ توري نۀ لري نو عربيان داسې کليمې د خپلې ژبې سره برابروي نه چې خپله ژبه پۀ کليمو پسې ګرځوي.

د ځينو نورو ژبو پۀ شان د پښتو ژبه هم جوړول پکار دي، روسيانو دوه وارې پۀ خپله ژبه کښې اصلاح کړې ده نو ځکه ئې بهرني شاګردان پۀ اسانه زده کولے شي. دا حال پۀ هند کښې د ځينو ژبو هم دے. دحجاج بن يوسف د زمانې څخه وروستو عجم د عربۍ پۀ ليک لوست باندې پوهه شول هله ئې اصلاح يا سمون وشو. د پښتو رغول اسان ځکه دي چې دا نۀ خامپوڅي (خړ پوسې) وهي او نۀ ماشومه ده. د يوې ژبې لپاره د نورو ژبو نه اثر اخستل بده خبره نۀ ده، بايد چې خپله لمن پرې پراخه کړي خو داسې هم نۀ ده چې د خپلې ژبې ټول پۀ ټوله توري پۀ کښې وبائيلي او د نورو نه پور يا قرض شروع کړي او داسې نور. د بايزيد روښان د ليکدود رساله د پښتو ډېر مخصوص توري را اخلي لکه د “ټ” دا شکل اوس هم شته او پۀ خېر البيان کښې هم دغسې دے. مثلاً اټکل، پټول چې کټ مټ ئې مونږ هم دغسې ليکو، دغه رنګه څ ئې پۀ څ سره ليکلې ده لکه څلور، خرڅ او څوک او داسې نور مګر ځ بيا داسې نۀ ليکي لکه ځ بلکې دا تورے ئې بېخي زيات بدل کړے دے. د مثال پۀ ډول يعنې بايزيد روښان د (ځ) کښې د ر لاندې يوه نکته کوي. او داسې نور ډ او ړ داسې ليکي لکه چې اوس ئې مونږ ليکو مګر (ږ) او (ژ) کښې د (ژ) ږغ بلکل نۀ ليکي مثلاً روژه ( روږه) ژبه (ږبه) وژني (وږني) او داسې نور ليکي دغه رنګ (ښ) کټ مټ پۀ اوسني شکل کښې ليکي لکه ښېګړه، پښه، فرښته، کښې او داسې نور نور… دغه ډول مونږ پۀ اوسنۍ زمانه کښې هم پۀ دغه تورو کښې د جنجال سره مخامخ يو. راځئ چې د پښتو دالفبا پۀ باره کښې سره غونډ شو او دغه د تورو اختلاف لۀ منځه وباسو.

کۀ چرې پۀ پښتو ژبه کښې ټول منلي اصول ومنل شي نو د دې سره به نۀ يوازې پښتو ژبه سپېځلې شي بلکې ليک لوست به ئې هم اسان شي او د راتلونکي وختونو د پښتو لپاره به هم دا ژبه چمتو شي. کۀ مونږ فکر وکړو نو پوهه به شو چې د دنيا ټولې ژبې هغه لوئې دي کۀ وړې، د انسانانو د يو شان کړمو، ضرورتونو او پېښو له کبله جوړې شوې دي، پۀ دې توګه د ټولو ژبو اړه يا بنياد يو دے. د پښتنو د ژوند پۀ مقابله کښې د عربو ژوند ډېر ساده دے خو ژبه ئې ډېره پراخه ده ولې چې ليک لوست پکښې ډېر دے. کۀ مونږ غواړو نو کولے شو چې پښتو ژبه د نورو ژبو سياله کړو نو دا خو هله کېدے شي چې مونږ پښتو ژبې ته د پښتو پۀ سترګه وګورو او داسې نور. راځئ پښتو ته د يو شاعر پۀ سترګه وګورو، شاعران ژبې ته پۀ ډېر لوړ نظر ګوري. زمونږ يوې خور چې “نورين شمع” نومېږي، پۀ پښتون مجله فروري ٢٠١٧ز کښې خپل يو شعر چاپ کړے دے، راځئ دغه دعقيدت ګلونه راواخلو او وې لولو چې مونږ ته د پښتو ژبې پۀ حقله څه وائي، لکه چې وائي:

زما ځواني زما سينګار پښتو

زما ژوندون زما معيار پښتو

د هشنغر پېغله يم ګپ خونۀ يم

څنګه دې هېره کړم در زار پښتو

چې پۀ تا ځان خوري خوار به چرې نۀ شي

چې څوک دې خوري تل به وي خوار پښتو

درسره لوظ کوم در به ئې کړم

کۀ زما سر دې شو پۀ کار پښتو

قسم دے تا به د دنيا ژبو کښې

ډېر د عظمت سره کړم شمار پښتو

شمع به خپل لفظونه خپل حرفونه

يوځل کړي ستا دغاړي هار پښتو

د خپلې مقالې پۀ پاې کښې يو وار بيا وايم چې پير روښان د خپلو دغو دوؤ ذکر شوو کتابونو پۀ څېر نور کتابونه هم ليکلي وو. د دۀ پۀ ښو کتابونو کښې يو کتاب حالنامه ده. د روښان يو شاګرد دغه حالنامه بشپړه کړې ده او له سره ئې ليکلې ده. پۀ حالنامه کښې د بايزيد دکورنۍ او اولادې حال او احوال نوشته دي، د دغه کتاب ژبه فارسي ده. د ميا روښان بل کتاب صراط التوحيد دے. دا کتاب بايزيد پۀ فارسۍ او عربي ژبو ليکلے دے. بايزيد روښان داکتاب پۀ ٩٧٨هـ ق کال کښې تاليف کړے ؤ. دا کتاب پۀ ١٩٥٢ز کال پۀ پېښورکښې هم چاپ شوے ؤ. د صراط التوحيد سره سره پير روښان يو بل کتاب د مقصودالمومنين پۀ نامه هم ليکلے ؤ. دا کتاب بايزيد د خپل مشر زوي شېخ عمر پۀ غوښتنه پۀ عربي ژبه ليکلے ؤ ټول ٢١ فصله دي. دا کتاب هم پۀ ١٩٧٥ز کښې پۀ اسلام اباد کښې ليکوال دوکتور ميرولي خان چاپ کړے ؤ. بل کتاب ئې د فخرالطالبين پۀ نامه دے. د دغه نوم پۀ حالنامه کښې راغلے دے خو تر اوسه نۀ دے پېدا شوے. حالنامه وائي چې بايزيد دغه کتاب د بدخشان مرزا سلېمان ته استولے ؤ، دغه ډول تذکره هم يوه رساله وه. دغه رساله پۀ ١٣٥٥هـ ش د روښاني رسالې پۀ نامه او پۀ ١٣٦٤هـ ش کال د علم رساله پۀ نامه چاپ شوې ده. د رسالې نوم تذکره ده . دغسې پيرروښان يوه بله رساله هم د فرحت المجتبي په نامه ليکلې ده. دا د بايزيد روښان يوه بله منظومه پښتو رساله ده چې د پښتو د اولسي شعر پۀ اهنګونو کښې ئې نظم کړې ده. دا رساله اوس نۀ ده چاپ شوې . مضامين ئې د عرفاني مسائيلو بيان ته وقف شوي دي. د بايزيد روښان د اثارو له کتنې څرګندېږي چې دۀ پۀ عربي، هندي، فارسي او پښتو ژبو د څۀ ليکلو توان درلود او خپل عرفاني افکار او پۀ ديني او شرعي تبليغ پورې مربوط مسائل پۀ دغو څلورو ژبو بيان کړي دي او بس پۀ قول د جناب زلمي هېوادمل “دۀ پۀ فارسي نثر او نظم او پۀ پښتو د سجع نثر ټوټې او منظوم اثار ليکلي دي. د بايزيد روښان پښتو اثار هنري ارزښتونه نۀ لري خو دا چې بايزيد د يو داسې نهضت باني او سرلارے دي چې افکارو ئې پۀ پښتو ادبياتو خپل اغېز ښندلے دے او د دۀ پېروانو پښتو ادب ته ډېر څۀ ورکړي دي، نو د دغسې ادبي اثارو د تحليل او څېړنې لپاره لازمه برېښې چې پير روښان او د دۀ پۀ اثارو او افکارو هم څۀ لنډ بحث وشي.

د بايزيد اثار کۀ ادبي ارزښت ونۀ لري خو دغه اثار د ژبې د لغاتو او ترکيبونو يوه عمده ذخېره لري او د پښتو ژبې د تحولاتو پۀ عمومي مطالعاتو کښې خپل ځاے لري. د بايزيد اثار پۀ پښتو ژبه کښې هغه لومړني اثار دي چې يوه مشخصه عرفاني نظريه پۀ بشپړه توګه پکښې بيان شوې ده . کۀ څه هم تر بايزيد دمخه هم مونږ پۀ پښتو کښې د عرفاني اثارو څرک مومو خوهغه اثار لږ دي او داسې نور اوس پۀ پاې کښې خپله دغه مقاله پۀ دغه شعر سره پاې ته رسوم لکه چې وائي:

دغه درې اصله مې درې جهانه ارزي

چې انسان يم مسلمان يمه افغان يم

حوالې:

1 . هېواد مل زلمے، د پښتو ادبياتو تاريخ (لرغونې او منځني دورې) وړومبے ټوک دوېم چاپ

2 . د دراني دروېش ليکنه (بايزيد انصاري او د هغۀ د نبوغ زړي) مياشتنۍ “پښتون” مۍ ٢٠٠٧

3 . حبيبي عبدالحۍ (د پښتو ادبياتو تاريخ) وړومبے اودوېم ټوک

4 . کاکا خېل تقويم الحق (د مخزن مقدمه)

5 . د دراني دروېش ليکنه (بايزيد انصاري او د هغۀ د نبوغ زړي) مياشتنۍ پښتون مۍ ٢٠٠٧ز

6 . هېواد مل زلمے، د پښتو ادبياتو تاريخ (لرغونې او منځني دورې) وړومبے ټوک دوېم چاپ

7 . ليکوالي املا وانشاء دالفت ګل پاچا کتاب پښتو ټولنه کابل (دوېم چاپ)

8 . غروال (برېډ فوډ انګلستان) مضمون د پښتو ژبې مسئلې (مياشتنۍ پښتون جولائي ٢٠٠٦ز)

9 . مياشتنے پښتون فروري ٢٠٠٧ز

10 . هېواد مل زلمي د پښتو ادبياتوتاريخ (لرغونې او منځني دورې وړومبے ټوک دوېم چاپ)

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *