سټوډنټس یونینز: مارشل لاء، عدالت او جمهوریت – سلېمان ایسپزے

 

اٰوټ ډېټډ نصاب، د فيسونو زياتوالے، د هاسټلو غېر معياري او ناکافي سهوليات، د پِک اېنډ ډراپ سروس ختمېدل، د ضروري ورکشاپونو عدم موجودګي، د استاذانو خپلو کلاسونو ته نۀ راتګ او لو کمټنټ ليول، د سېل او لوبو فيسونو اخستو باوجود نیشتوالے، هم نصابي سرګرمۍ او د کالجونو پوهنتونونو څخه د جریدو او مجلو بندېدل او داسې نورې ګڼ شمېر هغه مسئلي دي چې د محصلينو نه ئې رو ګودر خطا کړے دے.

دا محصلين فرياد چا ته وکړي؟ څوک د دوي اواز واوري او ولې ئې واوري؟ او کۀ ئې څوک اواز واوري هم نو څۀ فائده لري کۀ نۀ؟

د دې ټولو سوالونو جواب د سټوډنټس يونينز بحالي ده. د حکومت لۀ خوا دغه يونينز دې د پاره جوړ وو چې محصلين ځان له د خپل مشر انتخاب پۀ خپله خوښه وکړي او د هغۀ پۀ ذريعه خپلې مسئلې هوارې کړي. د تعليمي ادارې لۀ خوا به د يونين صدر ته دفتر، اختيار او ډېر سهوليات ورکړے کېدل چې هغه به صرف د محصلينو مسئلو اورېدو ته ناست ؤ او هغه مسئلې به ئې حل کولې. خو ولې نن د دغه يونينو د نشتوالي لۀ وجې پۀ کالجونو او يونيورسټيو کښې د محصلينو کړاوونو کښې ورځ تر ورځه زياتوالے راځي. مختلف سياسي سټوډنټس تنظيمونه تر خپله وسه د دغه مسئلو حل د پاره کوششونه کوي خو ولې د تعليمي ادارو منتظيمينو د طرف نه خپل پردے او عدم تعاون دغه کوششونه ناکامه کوي.

جنرال ضياء چې کله په غېراٰئيني، غېر جمهوري او غېراخلاقي لاره باندې پارلېمنټ ته دننه شو نو پۀ عوامو خپل ځان او حکومت منلو د پاره ئې پۀ ملک کښې داسې قانون او پاليسۍ مسلط کړې چې د عوامو څرمنې ئې پرې وويستلې. داسې قسمه پاليسيانو خلاف د هر باشعوره انسان ودرېدل فطري وي خو ولې دغه اوازونه بندولو د پاره قسما قسم حربې استعمال شوي چې پۀ هغې کښې پۀ ۹ فروري 1984ز کښې پۀ سټوډنټس یونینز پابندي هم ولګېده.

د دې بندېز خلاف بلها احتجاجونه وشول، د سټوډنټس ليډرز نه جېلونه ډک شول خو باپندي برقرار پاتي شوه او دغه پابندي د ضياء پۀ مرګ او جمهوري حکومت بحالۍ تمامه شوه او بېنظير بهټو پۀ 1988ز کښې دغه يونينې بيا بحال کړې، خو ولې پۀ 1993 کښې د پاکستان مقدسې ادارې سپريم کورټ لکه د ضياء د اٰئينِ پاکستان مکمل خلاف ورزي وکړه او پۀ دغه يونينو ئې پابندي ولګوله. دا پابندي د اٰرټيکل 17 مکمل خلاف ده چې پکښې د ملک هر وګړي ته ازادي ده چې د خپل خواهش مطابق د ايسوسي اېشن جوړولو حق ورته حاصل دے. سپريم کورټ دې پابندۍ له دا تواز بيان کړو چې دې سره به پۀ تعليمي ادارو کښې پۀ جنګ جګړو قابو راوستې شي. خو ولې دې فېصلو نۀ صرف د مختلف الخيال خلقو ترمنځه يوه غټه خلاء پېدا کړه بلکې د ډيبېټ کلچر/ مکالمې روایت ئې هم ختم کړو چې د هغې نتيجې مونږ ته د مختلفو نظريو پالونکو ترمنځه د عدم برداشت صورت کښې ښکاري.

د يونينو پابندۍ باوجود بې شمېره محصلين پۀ تعليمي ادارو کښې مړۀ کړے شول او د انجنېرنګ يونيورسټۍ ټرائبل هاسټل کښې پۀ 2010 کښې د بنو عدنان واقعه چې د جمعيت څو هلکانو ډېر پۀ بې دردۍ پۀ وهلو مړ کړو، د هېچا هېره نۀ ده او دغه رنګ پۀ 2017 کښې د مشال کېس هم د نړۍ سترګې ځان ته کړې چې د مردان پۀ پوهنتون کښې مخې ته راغله.

دا واقعات دا ثابتوي چې پۀ تعليمي ادارو کښې د جنګ سبب يونين نۀ بلکي نور څۀ دي چې حکومت له پرې غور کول پکار دي.

د سپريم کورټ دغه پابندۍ د اٰئين خلاف ورزۍ سره سره د پارلېمنټ پۀ اختيار هم قبضه وکړه خو پارلېمنټ نۀ پۀ هغه وخت پۀ خپل اختيار د قبضې تپوس وکړو او نۀ ئې اوس کولے شي. باوجود د دې چې پاکستان کښې دا مسلسل دويېم جمهوري حکومت دے چې خپل اٰئيني مدت پوره کوونکے دے.

پۀ 22 اګست 2017 پۀ سېنټ کښې پۀ اکثريت سره يوقرارداد هم د يونينز بحالۍ د پاره منظور کړے شو خو ولې اتۀ مياشتي تېرېدو نه پس هم پۀ دغه قرارداد څۀ پېش رفت ونۀ شو او سټوډنټس يونينز چې څنګه د 35 کالو نه ځوړند دي، هم هغه شان پاتې شول.

د ملک دننه د سیاسي قیادت مخې ته راتلو کښې چې سټوډنټس یونیز کوم کردار ادا کولو، دغه کردار ریاست پۀ دغه یونینز د بندېز صورت کښې منقطع کړے دے او څومره زر چې د دې یونینز بحالۍ د پاره لاره پرانستې شي، دومره به ښه وي.

 

دا هم ولولئ

د پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021 د کال نوې کابينه – علي يوسفزے

د عوامي نېشنل ګوند ذيلي تنظيم پښتون سټوډنټس فېډرېشن د 2021ء کال د اګست د …