‘خدائي خدمتګاران’ بل عبدالمالک پېدا شو – سجاد ژوندون

خبره کۀ د پښتنو پۀ تاريخ شي نو پۀ دې موضوع خو دومره کار شوے دے چې هغه د عبدالرحيم روغاني شعر چې: شه داخل پۀ دين کښې دومره څومره چې پکار دے تۀ دومره داخل شوې چې ترې پورې ووتي کۀ پۀ دغه تاريخ ليکونو نظر وکړو نو زمونږه …

نور ولولئ »

خاکه وِرجن فلسفي Virgin Philosopher – سجاد ژوندون

دا د کال دوه زره شپاړس خبره ده چې د عادت مطابق د خپل هاسټل بلاک سي پۀ درې شپېتمه کمره کښې د غرمې درې بجې اودۀ وم، پامير جان راته زنګ ووهۀ چې هلکه! زما يو ملګرے د ارسټوټل پۀ کمره کښې ناست دے، زما انتظار کوي؛ ورشه کمرې …

نور ولولئ »

ټول حسن د ‘جمدون’ د مرګ د تورو سترګو تور دے د غني خان د تصورِ حسن، مرګ او رب تنقیدي تعبیر – سمیع الدین ارمان

د هېګل پۀ نزد حقیقت یو تصور دے او دا پۀ وجود باندې نۀ صرف مقدم دے بلکې د دې باعث هم دے. دا رنګ هغه شعور د مادې نه، روح د جسم نه او فکر د عمل نه مقدم ګڼي. خو دې سره سره د هېګل د حقیقت تصور …

نور ولولئ »

د نفوسو بم – اشتیاق بېګ – ژباړن: نور احمد فطرت اڅکزی

د پاکستان پۀ ابادۍ کښې د تېرو څو لسېزو څخه چې کومه زياتونه را روانه ده، دغه هر ژوندي ساه پۀ حېرت کښې اچولې ده. د مسئلې دروندوالي ته پۀ کتلو سره د پاکستان د سترې محکمې (سپريم کورټ) مشر ثاقب نثار (ثاقب صاحب اوس پۀ جنورۍ کښې ريټائرډ شو) …

نور ولولئ »

جواهر لال نهرو – ژباړن: مېوند افغان

پۀ مونږ کښې د ډېرو خلقو دا خيال ؤ چې د هندوستان د ټولو نه لويه بدنصيبي دا ده چې هلته مختلفې ډلې او اقليتونه اباد دي چې هندوستان ئې ډېرو مسئلو سره مخامخ کړے دے. خو حقيقت دا دے چې دا مسئلې نورو هېوادونو ته هم رامخې ته شوې …

نور ولولئ »

د قام ارمان – خان زمان کاکړ

@khanzamankakar د روان کال د فرورۍ پر دويمه نېټه مې د خپل يو ډېر نزدې ملګري د شهادت اعصاب لړزوونکی خبر واورېد. لۀ پښو مې زمکه ووته. کۀ څۀ هم محمد ابراهيم ارمان لوڼی به اکثره خلقو د يوې کلنې احتجاجي څپې لۀ کبله پېژندو او هم ئې پۀ تاريخ …

نور ولولئ »

پینځۀ اویا کاله مخکښې د پښتو یوه رساله – اسرار د طورو

د باچاخان پۀ ادارت کښې د پېښور نه د “پښتون” پۀ نوم مياشتنۍ رساله د مۍ 1928ز مطابق ذيقعده 1346هـ قمري کښې شائع شوه. دا اولنۍ مجله پۀ څلورڅلوېښت مخونو خپره وه. پۀ دې مخونو کښې څلور مخه د رسالې د پاڼو نه راتاو د غټ کاغذ دوه دوه اوراق …

نور ولولئ »

د عوامي نېشنل پارټۍ د پخواني مرکزي صدر، مترقي شاعر، ادیب او لیکوال اجمل خټک بابا د نهم تلین دستوره – حیات روغانے

د اجمل خټک قَلم او عَلم ــــ یو تاثر د عوامي نېشنل پارټۍ د پخواني مرکزي صدر، مترقي شاعر، ادیب او لیکوال اجمل خټک بابا د نهم تلین دستوره د فرورۍ پۀ اوومه نېټه وشوه. سږ کال دې تلین زړه قیصه پۀ بل رنګ نوې کړه. سږ کال ‘چا’ فېصله …

نور ولولئ »