پراجېکټ پشاور پښتنو پسې د تبدیلي سرکار ملنډه – عامر عالم

 

 

د صوبائي حکومت د سېلګرۍ د محکمې (TCKP)

پهٔ مرسته ګڼ ژبيز ټيلي فلم

پراجېکټ پشاور

پښتنو پسې د تبدیلي سرکار ملنډه

“پراجېکټ پشاور” ــــ د خېبر پښتونخوا حکومت د يوې بلې ترقياتي منصوبې نوم نۀ دے کوم چې د اعلان کولو وروستو پۀ شا وغورځولے شي او د کرېډېټ اخستو پۀ چکر کښې ئې کله کله وزير اعليٰ صاحب اعلان کړي ـــ لکه د “پشاور اپ لفټ پراجېکټ” پۀ نوم يا د يو بل پراجېکټ پۀ شان ـــ “پراجېکټ پشاور” پۀ اصل کښې هغه ټيلي فلم يا د دې د ډائرېکټر او پروډيوسر پۀ قول هغه فلم دے کوم چې څو ورځې وړاندې د نمائش پۀ توګه د خېبر پښتونخوا حکومت پۀ مالي مرسته نشترهال پېښور کښې وړاندې شوے دے.

فلمونه د قامونو او معاشرو پۀ ذهني تشکيل کښې مهم کردار لوبوي او دا هم يو حقيقت دے کۀ د خېبر پښتونخوا سنېماګانې فعال وې نو خېبر پښتونخوا کښې به کله هم د ترهګرۍ اور پنځوس زره خلق نۀ خوړل.

زۀ د خېبر پښتونخوا حکومت د انقلابي “تبدیلۍ” دې  “پراجېکټ پشاور ته ته راځم ـــ

“پراجېکټ پشاور” د هالېنډ د سوشل ميډيا د يو استعمال کوونکي نه ګېر چاپېره تاوېږي. د دغه فلم پۀ تکنيکي غلطيانو خبرې نۀ کوو ـــ پۀ جرنلزم کښې چې د فلم کومه موضوع مونږ ته ښودلې کېږي، د هغې پۀ حساب پۀ دغه فلم کښې ډېرې غلطيانې دي خو بيا هم دغه فلم ځوانانو جوړ کړے دے او هر څو کۀ زۀ د دې فلم پۀ تکنیکي اړخ لیکل نۀ کوم نو زۀ ئې دغه تکنیکي تېرونو نه صرفِ نظر کوم.

د فلم پۀ سټوري بورډ او د هغې نه د راپورته کېدونکې نتيجو خبره کوم. د هالېنډ دغه تن چې د دې فلم مرکزي کردار دے، د سوشل مېډيا پۀ ذريعه د پېښور پۀ يوې پښتنې جينۍ مئين شي. دغه دواړه د سوشل میډيا مئېنان شپه او ورځ يو بل سره خبرې کوي او کله کله پکښې د وادۀ خبرې هم وشي. بيا د ورځو نه يوه ورځ وي چې دغه جينۍ خپل دغه مئېن سره خبرې کوي او دغه دوران کښې څو کسان دغه جينۍ اغواء کړي. د هالېنډ دغه مئین صرف د جينۍ اواز واوري خو دا ورته پته ولګي چې جينۍ تښتوونکے څوک دے؟ د هغۀ يو تصوير د دغه مئېن پۀ لاسو راشي او دغه مئېن فېصله وکړي چې د هالېنډ نه به پېښور ته ځي او د خپلې دغه معشوقې پته به لګوي. بيا دغه مئین پېښور ته راځي او دلته د دغه جينۍ پلټنې پېل کوي. د پلټنو دوران دغه مئین هم د هغه اغوا کارو پۀ لاسو ورځي کومو اغوا کارو چې دغه جينۍ تښتولې وي. بيا دغه اغوا کار د هالېنډ د دغه تن نه د پېسو مطالبه کوي او دغه مئین پېسې ورکوي.

د خلاصي وروستو هم دغه مئین ته خپله معشوقه  نۀ ملاوېږي او دے دا ګيي چې لکه جينۍ دغه اغوا کارو يا مړۀ کړې ده او يا ئې ورسره بد فعلي کړې ده. پينځۀ مياشتې دغه مئین نورې هم پۀ پاکستان کښې تېروي او پاکستان کښې جوړې د هالېنډ سفارت خانه کښې د دغه پينځو مياشتو دوران د “پراجېکټ پشاور” پۀ نوم يو کتاب ليکي چې هغې کښې د هغۀ د عشق دغه ټول داستان بند وي.

کله چې د هالېنډ پۀ سفارت خانه کښې د دغه کتاب د مخکتنې دستوره پېل شي او دغه مئین د سفارت خانې نه بهر راوځي نو څۀ ګوري چې هم هغه د دۀ معشوقه هم هغه اغوا کار سره پۀ يو ګاډي کښې ناسته وي او هم دلته د فلم احتتام کېږي او اخر کښې پکښې دا ليکلے کېږي چې د سوشل مېډيا ماهرينو سره هم داسې کېږي لکه څنګه چې دغه ځوان سره وشو.

اوس دلته سوال دادے چې اٰيا لکه د دې فلم د پروډيوسر “خېبر پښتونخوا حکومت” هم دا ګيي چې د پېښور خلق اغوا کار دي؟ د خېبر پښتونخوا د سياحت محکمه هم دا ګڼي چې د پېښور ښځې د پېسو لپاره هر حد ته تلې شي؟ د خېبر پښتونخوا د سياحت محکمې مشير هم دا ګڼي چې د پېښور خلق دوه نمبري دي؟ د خېبر پښتونخوا د سرکاري مشينرۍ سیکرټري هم دا ګڼي چې د پېښور خلق وحشيان دي؟ د پېښور خلق هم دومره بد رنګ دي څومره چې پۀ دغه فلم کښې ښودلے شوي دي؟ دا فلم پۀ دې وطن کښې د سېلګرۍ (Tourism) د ودې او پروموشن د پاره جوړ شوے دے کۀ د پښتنو د روایاتو د مخ تورولو د پاره دا سرکاري خرچه د پښتنو د جېبونو نه د ورکړے شوو ټېکسونو نه شوې ده؟

زۀ دا سوالونه د دې فلم د لیکونکي، د دې ډائرېکټر، د دې فلم د پروډیوسرانو او د صوبائي حکومت د هغه چارواکو نه کوم چې د “ډینګي ډانس” مخنیوي د پاره دومره مصروف دي چې د پنجاب د صحت وزارت ته دلته د راتلو هډو ضرورت پېښ نۀ شو او ځکه دوي ته وخت هم پۀ لاس ورنۀ رغلو چې د دې فلم پۀ قیصه ځان پوهه کړي او مناسب اقدام وکړي.

د دې فلم مرکزي خیال چا ورکړے؟ دا فلم چې هر څنګه جوړ شو، پۀ سرکاري سرپرستۍ کښې دا فلم پۀ نشترهال کښې د سلګونو ښځو او سړو پۀ وړاندې د چا پۀ منظورۍ پېش کړے شو؟ دې فلم کښې د پښتون وطن دننه د سېلګرۍ صنعت ته وده ورکولو د پاره پېغام، منظر او خبره کوم ځاے ده؟

پۀ درېو ملکونو کښې د دې فلم د عکس بندۍ دعوې پسې نۀ ځم، ځکه چې دا خو هډو ښکاري نۀ چې د دې فلم تیارۍ د پاره کومه منصوبه بندي شوې ده ـــ کېمره ورک ئې هم د ادنيٰ درجې نه لاندې دے ـــ بهر حال پۀ دې خبره پوهېږو چې پۀ ګڼو ملکونو کښې د فلم د تیارۍ دعويٰ، ګڼو ژبو کښې د دې د پېشکش لاپه او پۀ انګرېزۍ کښې د دې نوم ایښودل د پېسو ګټلو د پاره ښۀ سوچ دے خو دغه فلم د پېښور نوم سره تړل او بیا پکښې د پېښور د خلقو د علامت پۀ شا د پښتنو مجموعي کردار کشي کول پۀ یو صورت کښې هم د برداشت نۀ دي. دا فلم مقامي خلقو د پاره د ذهني کوفت باعث دے.

د ترهګرۍ پۀ ضد جنګ کښې د پېښور د ژوبل ژوبل وجود احساس هغه خلقو سره هم دے چې نۀ خو پۀ دې ښار کښې پاتې شوي دي او نۀ ئې دې ښار سره د ژبې، کلتور، وینې او مینې رشته لرلې ده ـــ د نړۍ یوې لویې برخې ته د ترهګرۍ پۀ ضد روان جنګ کښې د پېښور د قربانیو تصویر وړاندې کولو، د دې خاورې فطري مینه، مېلمه پالنه، رنګونه او خویونه د دې متقاضي وو چې پۀ یو فلم کښې وړاندې شوي وے ـــ اٰیا دا فلم دغه اهداف پوره کوي؟ اٰیا صوبائي حکومت د دې فلم مرکزي خیال، تهیم، پلاټ او پراډکشن پۀ دې فلم د قام د پېسو شیندلو نه وړاندې د ځان پوهولو یا کم از کم د ځان خبرولو تکلف کړے ؤ؟ اٰیا صوبائي حکومت دې نه خبر ؤ چې د دې فلم قیصه به د صوبې پۀ مجموعي حالت څۀ اثرات پرېباسي؟

د فلم وړاندې کولو نه اګاهو وئیلے شوي وو چې پېښور چې د ګندهارا تهذیب کور پاتې شوے دے، دا پۀ یوه زمانه کښې د دې سیمې لوے تجارتي مرکز ؤ او دلته نه تېرېدونکي “خېبر سفاري ټرېن” به د دې ښار د سېلګرۍ د پاره مهم کردار ادا کوۀ ـــ د تېر وخت دغه منظرونه پۀ دې فلم کښې ښودلے شوي او د دې منظرونو پۀ شا پېښور یو ځل بیا دغسې پُرامنه، منظم او مترقي جوړولو د پاره دې فلم کښې مرکزي خیال ښودلے شوے دے. د فلم پرومو کښې لاپه شوې وه چې د پېښور تاریخي مقامات به د دې فلم برخه وي ـــ خو چې فلم وښودلے شو نو د ګندهارا تهذیب، د تجارتي منظر او د خېبر سفاري ټرېن پۀ ځاے پکښې د دې ښار او د دې ښار د خلقو پۀ مخونو تور پورې کړے شوي وو.

د یو پښتون پۀ حېث چې دې فلم ما ته کوم اذیت راورسوۀ نو زۀ ئې لفظونو کښې اظهار نۀ شم کولے. زما یو متشدد مخ دنیا ته ښودونکي پښتو فلمونه او د اٰئي اېس پي اٰر تر پراډکشن لاندې اردو فلمونو یادولو باندې نن د دې فلم پۀ لیدلو زما زړۀ کښې راغلل چې دغه فلمونه خو بیا هم ما د څۀ غلطې نظریې او جهالت پۀ وجه متشدد ښائي، خو دلته زما د خپلې صوبې د یو مېره او پردي حکومت پۀ وجه زۀ د یو بې اخلاقه، بې کرداره او پرېوتي سوچ څښتن ښودلے کېږم!!!!!

غږ شوے چې پېښور شړشم کولو نه پس دا فلم پۀ لاهور کښې نمائش د پاره وړاندې کېدونکے دے.

د دې فلم د کتونکو، د پښتونخوا د سِول سوسائټۍ، د پېښور د صحافیانو او د دې فلم ښودلو پۀ وخت رابللے شوو اداکارانو )چې ډېره پۀ سپینو سترګو ئې دغلته سپکاوے هم وکړے شو( وېنا ده چې دا فلم پۀ پېښور او د پېښور پۀ اوسېدونکو پسې وشته ملنډه ده.

پېښور د دې ځاے د مقامي خلقو او د پښتون وطن د هرې سیمې نه دلته د ملازمت یا روزګار د پاره د راغلو خلقو یو شریک کور دے. د پېښور مخ داسې نۀ دے، څنګه بدرنګه او سپک چې پۀ دې فلم کښې ښودلے شوے دے.

د ټولو نه وړومبے خو دې حکومت پۀ نورو ښارونو کښې د دې فلم پۀ سکریننګ بندېز ولګوي ـــ صرف پۀ دې ملک کښې نۀ، بلکې د یو قانوني نوټس تر لارې دې هر چرته دا فلم تر هغه وخته نۀ وړاندې کوي ، تر څو چې د فلم پۀ پرومو کښې د فلم د جوړوونکو او د صوبائي حکومت لۀ خوا دا وضاحت نۀ وي شوے چې فلم کښې د هغوي دعوې د پاره کومه خبره یا کوم منظر بطور ثبوت پېش کېدے شي؟ کۀ صوبائي حکومت اوس خپل سر پۀ دې وینځي چې دا فلم مونږ د نوو کارکوونکو او ټېلنټ حوصله افزایۍ د پاره مالي طور سپورټ کړے دے نو دا وضاحت دې هم وکړي چې اٰیا د فلم مټېریل، قیصې، اثر او تاثر ته کتلے شوي وو؟

کۀ فلم نورو ښارونو ته هم ولېږلے شي نو دا به قصداً د سیمې د خلقو جذباتو سره لوبې کولے وي او “پېښور” ته به دا حق حاصل وي چې د “پراجېکټ پشاور” پۀ جوړولو د دې ټیلي فلم د لیکوال، پروډیوسرانو او ډائرېکټر سره سره د صوبائي حکومت نه د خپل توهین تپوس پۀ ائیني او عدالتي طریقه وکړي.

پېښور کښې د بدلون پۀ نامه روانې ډرامې کښې منظرونه ډېر بې باکه، بې ترسه، بې سوچه، بې شرمه او بې پته شول. د دې مخنیوي د پاره باید ټول پېښور پۀ یو رنګ او یو ننګ راپورته شي او خپل تپوس وکړي. مونږ چا له هم د دې خبرې اجازت نۀ ورکوو چې زمونږ د زرګونو کلونو تهذیب او زمونږ ښکلي کلتوري رنګونه دې د پېسو او کمېشنو د پاره نړۍ ته بدرنګه وښائي.

دا هم ولولئ

‘احتساب کمېشن’ او د یو اویا نومونو ټوقه – عامر عالم

  لفظ احتساب داسې خوږ دے لکه شات، خو د هغه چا د پاره څوک …