د پاکستان دستور سازې اسمبلۍ ته د باچاخان وېنا 25 مارچ 1954ز – خان عبدالغفارخان

 

جناب صدر! زۀ ډېرې خبرې کوونکے سياسي مقرر نۀ يم خو اوس اوس يو معزز غړي د پښتونستان پۀ حواله څۀ داسې خبرې وکړې چې هغې زۀ پۀ څۀ وئیلو مجبور کړم.

جنابِ! ما ته محسوسېږي چې معزز غړے یا خو د دې معاملې متعلق څۀ علم نۀ لري او يا بيا عمداً پۀ دې حقله يو غلط تاثر تخليقول غواړي. تاسو ته به ياد وي چې پۀ دې ايوان کښې يو ځل جناب لياقت علي خان پۀ دې باره کښې زما نه پوښتلي وو چې ما ډېر پۀ وضاحت سره ځواب ورکړے ؤ. د لياقت علي خان صاحب سوال دا ؤ چې د پښتونستان نه زما اصل مراد څۀ دے؟ ما هغۀ ته وئيلي وو چې وئيلے شي چې مونږ پاکستان کښې پېنځۀ وروڼه اوسېږو؛ يعني سندهـ، پنجاب، بلوچستان، بنګال او مونږ ـــ زمونږ د باقي څلورو واړو وروڼو نومونه شته چرته چې هغوي اوسي د هغې خاورې يو نوم شته؛ د مثال پۀ توګه بنګال د يوې سيمې نوم دے او ټولو ته پته ده چې هلته بنګاليان ژوند کوي. دغه شان چې څوک هم د پنجاب نوم واخلي نو بنده پوهه شي چې د هغې خاورې ذکر کولے شي چرته چې پنجابيان اوسي؛ څوک هم چې د سندهـ نوم واخلي نو اورېدونکے پوهه شي چې دا د سندهيانو د وطن نامه ده. دغه شان زمونږ سيمه هم ده خو د هغې هېڅ نوم نشته. زمونږ د خاورې باره کښې څۀ تصور د چا پۀ ذهن کښې تر هغې نۀ شي جوړېدے تر څو چې د هغې سيمې خپل نوم نۀ وي. لۀ دې وجې زۀ وايم چې زمونږ د علاقې دې يو خپل بامعني نوم وي چې دا پته ترې لګي چې دا د پښتنو سيمه ده، خبره صرف دومره ده خو زۀ حېران يم چې دومره يو معقول سړے هم د پيش نه پیشم خان جوړوي!!!

لږ سوچ وکړئ چې د يو څيز باره کښې د علم حاصلولو بغېر پۀ هغې بحث کولو او هغه پۀ غلط انداز کښې پېش کولو او د هغې مذمت کولو باندې تاسو زمونږ اعتماد حاصلوئ او کۀ بائیلئ؟ ما څو ځله وئيلي دي چې تاسو له پۀ مونږ اعتماد کول پکار دي لکه چې پۀ نورو څلورو وروڼو ئې کوئ. کۀ تاسو پۀ مونږ اعتماد ونۀ کړو او زمونږ سره مو دا سلوک جاري وساتلو نو حالات به د دې نه زيات خراب شي. زما پۀ خيال کښې چې کوم خلق پۀ دې لهجه کښې خبرې کوي، داسې پروپېګنډې کوي او پرېس له داسې بيانونه ورکوي، د هغوي مقصد زمونږ او زمونږ د څلورو وروڼو ترمنځ تعلقات خرابول دي.

جناب! زۀ يو وار بيا دا وئيل غواړم چې زمونږ د خاورې يو نوم پکار دے . پۀ دې نکته تاسو پۀ سنجيدګۍ غور وکړئ! کومو خلقو ته چې زمونږ د دې مطالبې پۀ باب له معلومات نشته، پۀ دې ايوان کښې پۀ هغې د بحث کولو او پرېس کښې د بيان بازو کولو پۀ ځاے دې مونږ له راشي. دغه شان ځينې اخبارونه هم پۀ دې حقله غلط فهمۍ پېدا کوي او خوروي. کۀ د دوي پۀ دې حقله څۀ شکوک او شبهات وي نو ما له دې راشي او ما نه دې پوښتنه وکړي چې د پښتونستان نه زما څۀ مراد دے؟ پۀ دې لړ کښې زۀ د دوي د شکونو لرې کولو د پاره هر وخت تيار يم. زۀ دا خبره دوباره کول غواړم چې تاسو له پکار دي چې پۀ مونږ اعتماد وکړئ، کۀ تاسو پۀ مونږ اعتماد وکړئ نو زمونږ مرسته او تعاون او مينه به تاسو ته حاصله وي کومه چې به د پاکستان د عظمت، طاقت او استحکام باعث جوړېږي. هن! کۀ تاسو پۀ مونږ اعتماد ونۀ کړو نو د دې نتيجه به ډېره پۀ ګرانه تسلي بخش راوځي.

 

دا هم ولولئ

د حضرت باچا خان (رح) وېنا – پښتون

(دا تقرير باچا خان پۀ 29 ستمبر 1939 د سويلي چارسدې يوې درنې غونډې ته …