د بابړې د خونړۍ پېښې تاریخي پس منظر – ډاکټر سهېل خان

 

د ډاکټر سهېل خان دا څېړنیز زیار پروسکال د ‘باچاخان ټرست ریسرچ سنټر’ لۀ خوا د کتابګوټي پۀ بڼه خپور شوے ؤ.

د خپلو لوستونکو پۀ غوښتنه دا لیکنه مونږ یو ځل بیا د ‘پښتون’ پۀ پاڼو دلته وړاندې کوو.

د بابړې د خونړۍ پېښې تاریخي پس منظر

د بابړې د خونړۍ پېښې د پاره د هغه وخت د ریاستي دروغژنو الزامونو حقیقت

د دې مقالې دوه برخې دي:

وړومبۍ برخه کښې د بابړې د واقعې تاریخي پس منظر باندې رڼا اچولې شوې ده او دوېمه برخه کښې ددې “کربلائے ثاني” د سترګو ليدلي حالات بیان کړے شوي دي.

  • وړومبۍ برخه:

د بابړې د واقعې اصلي پس منظر څۀ ؤ؟

يو منتخب حکومت ختمول او غېر جمهوري طريقه باندې د يو جلاد حکومت جوړول د بابړې د واقعې اولنې کړۍ ده.

پۀ انګلستان کښې د لېبر پارټۍ د نوي جوړ شوي حکومت وزیراعظم اېټلي (Clement Attlee) د ټولو نه وړومبے د هندوستان د مسئلې حل کولو اعلان کړے ؤ. د دوېم نړیوال جنګ نه پس انګلستان د خپلو سامراجي مفاداتو د تحفظ کولو نه پس د هندوستان د پرېښودلو فېصله کړې وه او هندوستان کښې انتخابات کول د دغه فېصلې پۀ نتیجه کښې وو.

[Broadcast of C. Attlee, London, 19 September 1945]

هم د دې برطانوي فېصلې پۀ نتیجه کښې پۀ فروري 1946ز کښې د صوبه سرحد )اوس خېبر پښتونخوا( د صوبائي اسمبلۍ انتخابات وشول ]د دې انتخاباتو د پاره ووټونه د شپږویشتمې جنورۍ او څوارلسمې فرورۍ ترمنځه اچولے شوي وو [او پنځوسو (50) کښې دېرش (30) سیټونه خدائي خدمتګارانو وګټل. د ډاکټر خان صاحب وزرات جوړ شو. څۀ اصلاحات وشول او څۀ شروع وو چې دا دومره عوامي خدمت ونۀ زغملے شو او سازشونه شروع شول.

د پاکستان د جوړېدو نه پس بايد چې دا منتخب عوامي حکومت جاري وے، ولې پۀ ډاکټرخان صاحب دا تور ولګولے شو چې د پاکستان د بېرغ اوچتولو دستوره کښې هغۀ د شرکت نه انکار کړے دے او پۀ دې وجه د دۀ حکومت برخاست کولے شي.

Minhaj ul Islam, NWFP Administration under Abdul Qayum Khan: 1947-53,

A Ph.D Dessertation, University of Peshawar, Pg. 50

سوال دا پېدا کېږي چې پۀ ډاکټر خان صاحب او د هغۀ پۀ کابینه لګولے شوے دغه الزام صرف یو الزام ؤ او کۀ حقیقت؟ مونږ وړومبے پۀ دې خبره کوو.

د بېرغ اوچتولو دستوره پۀ پنځلسم اګست 1947ز راغوښتې شوې وه، راځئ لږ دې نه مخکښې ځو.

پۀ اووم اګست قيوم خان جناح صاحب ته لېږلے شوي خط کښې د ډاکټر خان صاحب د حکومت ختمولو غوښتنه کوي چې دغه لړ کښې جناح صاحب وائسراے ماونټ بېټن (Mountbatten) ته خط ليکي. ګورنر لوکهارټ (Lockhart) وائسراے ته خط ليکي او د ډاکټر خان صاحب د حکومت ختمولو مخالفت کوي. زۀ تاسو ته د دې خط لږه حصه بيانوم.

‘د مسلم ليګ خواهش دے چې د ډاکټرخان صاحب وزارت دې د پنځلسم اګست نه مخکښې برخاست کړے شي؛ ما او ما سره نورو اهلکارو د مشورې نه پس دا فېصله وکړه چې د پاکستان حکومت د دې د پاره ضروري وګڼي چې دا به څۀ رنګ کوو. زما فېصله د دې خلاف ده. دا به د پاکستان د پاره دلخراش وي.’

National Archives, S.No 634, 11 August 1947, Pg. 161, Special Branch

ريټائرډ جسټس ميا برهان الدين ليکي:

‘زۀ او قيوم دوه ځله ګورنر سره ملاو شوي وو چې د ډاکټر خان صاحب وزارت دې ختم کړے شي.’

NWFP Under Abdul Qayum Khan Administration: 1947-53, Pg. 50

ددې جواب کښې ماونټ بېټن وائي چې مسلم ليګ له زۀ د مشاورتي حېث (Advisory Statuse) ورکولو ته تيار يم خو د ډاکټر خان صاحب وزارت ختمول نۀ صرف غېر جمهوري دي بلکې غېر ائيني هم دي.

Erland Jansson, India, Pakistan or Pakhtunistan?

Uuniversity of Uppsala, Sweden, 1981, Pg. 228

پۀ لسم اګست 1947ز ماونټ بېټن لياقت علي خان ته خط ليکي چې ما ته سېکرټري اٰف سټېټ حکم کړے دے چې د ډاکټر خان صاحب وزارت دې ختم نۀ کړے شي، ځکه چې دا غېرجمهوري اقدام دے او غېر اٰئيني هم دے.

National Archives, S.No. 10(S), File No. 46 – GG/47, Islamabad

لياقت علي خان جناح صاحب ته پۀ يوولسم اګست 1947ز خط ليکي. زۀ د دې خط ترجمه دلته نقل کوم:

‘زما خوږ قائد اعظم!

زۀ تاسو ته دې خط سره د وائسراے خط درلېږم کوم چې هغۀ ما ته راليږلے دے او هغۀ ته د ګورنر نه راغلے دے. تۀ به سبا جارج کننګهم سره ملاوېږې. تۀ هغۀ سره پۀ دې معامله پۀ تفصيل سره وغږېږه. زۀ محسوسوم چې وائسراے مونږ لاندې کول غواړي او دوي د کانګرس لاسو کښې لوبېږي.”

ستا مخلص

لياقت علي خان”

National Archives, Islamabad, S.No 10(S), File No. 46, GG-47

ددې خطونو نه دا پته ولګېده چې مسلم ليګ د خان صاحب د وزرات ختمولو تابيا د مخکښې نه کړې وه او د بېرغ نۀ پورته کېدو تور صرف يو تور ؤ چې د ډاکټر خان صاحب د وزارت ختمولو د پاره استعمالېدو ـــ او عجيبه خبره داده چې دا هر څۀ د پاکستان جوړېدو نه مخکښې شروع شوي وو.

د اګست د میاشتې نه وړاندې ګورنر کننګهم غوښتل چې د فرنټئیر کانګرس او مسلم ليګ دا ډېډلاک ختم کړي او دوي باچاخان د جناح صاحب سره د خبرو کولو د پاره پۀ ملاقات کولو هم رضا کړو خو جناح صاحب خبرې لا څۀ چې د سره د ملاوېدو نه سکوټ انکار وکړو.

Dr. Sayed Waqar Ali Shah, Ethnicity, Islam and Nationalism,

Oxford University Press, Karachi, 1999, Pg. 228

سید وقار علي شاه کاکاخېل د خپل دغه کتاب یوه حاشیه کښې د جناح صاحب د انکار وجه د باچاخان دا وړاندې کړې شوې درې مطالبې ښائي:

  1. مکمل صوبائي خودمختاري.
  2. د صوبې اختیار د پښتنو هغه علاقو ته خورول کومې چې پۀ مختلفو وختونو کښې د دې صوبې نه شوکولې شوې دي ]پۀ دې کښې بلوچستان سره جبراً تړلې شوې پښتنې سیمې او موجوده فاټا ته اشاره ده[.
  3. څۀ رنګ چې یو رياست د کامن وېلتهـ نه د وتلو اختيار لري، دا اختيار دې د ریاست پۀ باره کښې صوبې له هم ورکړے شي.

Mievelle to Jinnah, 20 July 1947

[Enthnicity, Islam and Nationalism, Pg. 240-41]

د ډاکټر خان صاحب د جمهوري حکومت پۀ غېر جمهوري او غېر ائیني طریقه د ماتولو پۀ سلسله کښې تحقیق کوونکي تاریخ پوهان دا خبره ډېر تسلسل او توارد سره کوي چې د جناح صاحب او لياقت علي خان غوږونه قيوم خان ډک کړي وو او ورته ئې وئيلي وو چې ډاکټر خان پۀ پنځلسم اګست د پښتونستان اعلان کوي؛ او بله دا چې خدائي خدمتګار به د سِول نافرمانۍ تحريک چلوي [Erland, Pakistan, India or Pakhtunistan, Pg. 228] خو کله چې مونږ د دې خطونو او د قیوم خان، لیاقت علي خان او جناح صاحب تر منځه د خبرو اترو رېکارډ ګورو نو دا خبره واضحه کېږي چې اصل کښې مسلم لیګ د جناح صاحب نه واخله د یو وړوکي عهدېدار پورې هم د پښتنو د تحفظاتو نه یو اړخ ته د دې خاورې د مکمل لیګي اختیار مطالبه کوله. د ایسټ انډیا کمپنۍ پۀ نوم راغلي او پۀ ډېره بدرنګه پالیسۍ د ټول هندوستان او بیا د پښتنو د وطن برخه نیوونکي انګرېز سامراج هم پۀ تلو تلو کښې پۀ خپله لمن د ډاکټر خان صاحب د حکومت د ماتولو غېر جمهوري او غېر ائیني داغ پۀ ځان نۀ برداشت کولو.

باچاخان د اشنغر دوره کښې ټولو خدائي خدمتګارو ته ووې چې دې افواګانو باندې يقين ونۀ ساتئ او کۀ څوک پنځلسم اګست نمانځي نو چې تاسو پکښې هېڅ مداخلت ونه کړئ.

D.G. Tendulkar, Abdul Ghaffar Khan: Faith is Battle, Popular Prakashan, Bombay, 1967, Pg. 450

ګورنر کننګهم وائسرائے ته پۀ 14 اګست بيا خط ليکي او ورته وائي چې:

‘ډاکټر خان صاحب لوظ کړے دے چې هغه او د هغۀ نور وزيران به د بېرغ پورته کولو غونډه کښې شرکت کوي او د کانګرس بېرغ به را کوزوي. چې تر څو هغه CM دے، د پاکستان د ائين خلاف به هېڅ کار نۀ کېږي. کۀ مرکزي اسمبلي داسې قانون جوړوي چې دے ورسره د مرستې کولو جوګه نۀ وي نو پۀ خپله به استعفٰي ورکوي. کۀ چرې جناح صاحب د هغۀ وزرات ختموي نو هغه به دا فېصله منظوره کړي او کۀ چرې د هغۀ پۀ ځاے د مسلم ليګ وزرات د جوړېدو اعلان کېږي نو دا به تکليف ده وي.’

National Archives, S.No. 10(S), File No. 46-GG/47, 31

کننګهم وړاندې ليکي

‘ډاکټر خان ته دې د راتلونکو انتخاباتو پورې د کار کولو اجازت ورکړے شي.’

]د نېشنل ارکائیوز اسلام اباد هم دغه پورتنۍ حواله[

پنځلسم اګست راغے او پۀ غونډه کښې ډاکټرخان او د هغۀ ملګري د مسلم ليګ ګارډز د شرکت نه منع کړل او د استعفٰي مطالبه ئې وکړه کومې نه چې ډاکټر خان انکار وکړو. اخر پۀ 22 اګست، د هندوستان د وېش نه شپږ ورځې پس د ډاکټر خان صاحب وزرات برخاست کړے شو.

Ethnicity, Islam and Nationalism, Pg. 230

پۀ غېر جمهوري، غېر ائیني، غېر قانوني او غېر اخلاقي طریقه د دې منتخب حکومت ماتولو سره د جناح صاحب او مسلم لیګ د ‘پاکستان مکمل د مسلم لیګ اختیار کښې’ ارزو سر ته ورسېده.

دې نه پس مرکز سره درې لارې وې چې دې کښې ئې یوه خپله کړې وے:

  1. ګورنر راج ئې قائم کړے وے،
  2. د نګران حکومت جوړولو سره ئې د نوو انتخاباتو اعلان کړے ؤ
  3. د In House بدلون د پاره ئې داسې وزارت جوړ کړے وے چې د منتخبې اسمبلۍ اعتماد ورته حاصل وے.

عبدالولي خان، باچاخان او خدائي خدمتګاري، دوېم جلد، مخ 126-124

خو ددې درېو واړو پۀ ځاے دلته قيوم خان رواستے شو چا ته چې نۀ د اسمبلۍ اعتماد حاصل ؤ او نۀ د خپل ګوند مسلم ليګ. ځکه چې ارباب عبدالغفور او غلام محمدخان لوند خوړ د مسلم ليګ MLA جناح صاحب ته خط ليکلے ؤ چې قيوم خان دې هيڅ کله هم اختيار مند نۀ شي.

NWFP Administration under Abdul Qayum: 1947-53, Pg.64-68

د دې هر څۀ باوجود د ګورنر جنرل جناح صاحب او وزیر اعظم لیاقت علي خان پۀ ډاډ او ملاتړ قيوم خان پۀ 23 اګست د صوبې د نوي وزیر اعليٰ پۀ حېث سوګند پورته کړو. 23 اګست 1947ز د بابړې د خونړۍ واقعې یو بنياد ؤ.

د کانګرس د دوو ممبرانو عباس خان او ميا جعفر شاه د وزارت قبلولو نه پس هم اسمبلۍ کښې د کانګرس اکثريت ؤ. دې اکثریت ختمولو د پاره اووۀ خدائي خدمتګار ممبران ګرفتار کړے شول. د مسلم لیګ د خپلو غړو لۀ خوا جناح صاحب ته پۀ شپاړسم دسمبر 1947ز خط د اسمبلۍ ماتولو د پاره خط لیکلے شوے ؤ چې دا پۀ قیوم خان د خپلې پارټۍ د عدم اعتماد ثبوت هم دے او دا هم ښائي چې د لیګیانو د جدا ملک مطالبه هم ځان له یوه باچاهي جوړول وو.

National Archives, Islamabad, File No. 51-F-196/GG47, GoP

پۀ يو نوي ملک کښې د امريت، هارس ټرېډنګ، زور جبر، ظلم زياتي ابتداء وشوه. ثبوت ئې دا دے چې د خپل شمېر پوره کولو د پاره پۀ 23 اګست 1947ز د جوړې شوې اسمبلۍ اجلاس پۀ پنځلسم مارچ 1948ز کېږي ـــ اووۀ میاشتې پس. خدائي خدمتګار ممبران وهلے کېږي، ټکولے کېږي، دباوونه پرې کېږي، مقدمې پرې جوړېږي، بې عزتۍ ئې کېږي، جائېدادونه ئې لېلامېږي.

دې نه پس د باچاخان او جناح صاحب د قانون سازې اسمبلۍ پۀ موقع ملاقات کېږي. جناح صاحب باچاخان ته وائي چې ستا د صوبې مسلم ليګيان صوبه نۀ شي چلولې او تۀ مسلم ليګ کښې شامل شه. باچاخان ورته وائي چې زۀ به خپلو ملګرو سره صلاح مشوره کوم او تاسو له دعوت درکوم چې “مرکز عاليه سردرياب” ته راشئ، زۀ به خپل ملګري راغونډ کړم.

جهانزېب نیاز، زما د ژوند قیصه، څۀ لیدلي څۀ اورېدلي،لاهور، ملت پرنټرز، جنوري 2005ز، مخ 140-135

جناح صاحب دعوت قبول کړي. دلته قيوم خان وائي چې کۀ داسې کار وشي نو زمونږ خېر نشته ـــ دا څۀ کېږي؟ دوي ټولو مشورې وکړې. دا افواه خوره کړې شوه چې کۀ جناح صاحب مرکزِ عالیه ته لاړو نو خدائي خدمتګاران ئې وژني.

جناح صاحب نۀ خو د انګرېز خلاف د ازادۍ جنګ د پاره د خدائي خدمتګارانو د عدم تشدد د واقعاتي تاریخ څۀ احساس وکړو، نۀ ئې د قیوم خان خلاف د هغۀ د خپل مسلم لیګ خطونو ته توجه ورکړه او نۀ ئې د دومره ظلم زیاتي باوجود پۀ قانون سازه اسمبلۍ کښې د باچاخان لۀ خوا مسئلې پۀ خبرو اترو د هوارولو د جذبې قدر وکړو ـــ پېښور ته چې راغلو نو باچاخان ئې ګورنر هاوس ته وغوښتو او ورته ئې ووې چې تا خپل یو اخباري بیان کښې پاکستان ته د شګو ډېرے وئیلے دے؟ باچاخان د دغه اخباري بیان نه انکار وکړو. جناح صاحب باچاخان نه د یو تردیدي بیان غوښتنه وکړه. باچاخان ورته ووئیل چې ستا د حکومت يو اخبار هم زما بيان چاپ کړے نۀ دے، زۀ ترديد څنګه وکړم؟ ستا پۀ مخکښې ئې ترديد کوم کنه!!!

دې نه پس جناح صاحب ووئيل چې تۀ ما ځکه سردریاب ته غواړې چې هلته ما بوځې او مړ مې کړې؟

باچاخان ورته ووئیل چې نېک بخته! ستا پۀ وژلو به ما ته څۀ ملاو شي؟ ما خو خپل ملګري تيار کړي دي چې د پېښور نه سردرياب پورې ستا استقبال وکړي. بهر حال، جناح صاحب سردریاب ته راتللو نه انکار وکړو.

ډاکټر جهانزېب نیاز، زما د ژوند قيصه، مخ 140-135

جناح صاحب خپل ذهن ته تاله وهلې راغلے ؤ. هغۀ صرف مرکزِ عالیه ته راتګ نه انکار ونۀ کړو بلکې د خدائي خدمتګارانو او مسلم لیګ منځ کښې د څۀ تفاهم پېدا کېدلو یوه اهمه موقع ئې هم لۀ لاسه ورکړه.

پۀ مۍ 1948ز کښې د مرکزي قانون سازې اسمبلۍ د اجلاس نه پس باچاخان واپس راغے او د پېښور او مردان دوره ئې شروع کړه. حکومت دا دورې زغملې نۀ شوې. باچاخان د خدائي خدمتګارانو ملګرو نجو کاکا او سالار منیر خان سره د کوهاټ د دورې پۀ موقع پۀ پنځلسم جون 1948ز د بهادر خېل کلي سره ګرفتار کړے شو. دې سره ئې خان عبدالولي خان او زر (1000) نور مهم خدائي خدمتګاران هم ګرفتار کړل.

Ahmad Salim, Pakistan and Jinnah: The Hidden face, Lahore, Brothers Publishers, 1993, Pg. 27-28

دا د اسلام پۀ نوم جوړ کړے شوي ملک کښې د باچاخان وړومبۍ ګرفتاري وه. باچاخان لکه د پېرنګي د تېرو وختونو پۀ شان د ضمانت نه انکار وکړو او د صوبائي سېفټي ارډيننس لاندې درې کاله قېد کړے شو. د خدائي خدمتګارو د صوبائي جرګې غونډه وشوه او څلور قراردادونه پکښې وړاندې کړے شول:

  1. چونکې پۀ باچاخان دا تور لګولے شوے ؤ چې فقير ايپي له ئې رقم وړلو، نو د دې رقم تفصيل دې بيان کړے شي او د دې رسيد دې شائع کړے شي
  2. پۀ باچاخان دې يو ازاد عدالت کښې مقدمه وچلولې شي او کۀ دا ثابته شوه چې هغه د پاکستان خلاف هلوځلو کښې لګيا دے نو خدائي خدمتګار به ټول د هغۀ نه بېل شي.
  3. مسلم ليګ دې قوم سره وعده کړې وه چې دلته به اسلامي قانون راوستے شي، نو دا جرګه مطالبه کوي چې دلته دې اسلامي قوانين نافذ کړے شي.

]یاده دې وي چې د پاکستان جوړولو کښې د مدد پۀ بدل کښې جناح صاحب او مسلم لیګ ټولو مذهبي خلقو او ملیانو سره دا وعده کړې وه چې د ملک پۀ جوړولو به دلته د اسلامي شریعت نفاذ کېږي؛ پۀ دغه تناظر کښې د مسلم لیګ اصلیت ښکاره کولو د پاره د اسلامي شریعت وړومبۍ مطالبه خدائي خدمتګارانو پۀ دې قرارداد کښې وړاندې کړې وه[.

  1. پۀ يو ازاد ملک کښې دې اوس نوي انتخاب وکړے شي.

جرګې دا فېصله هم وکړه چې د روژې نه پس به چارسده کښې د فصيح الدين باچا د حجرې نه د غازي ګل بابا جومات پورې يو جلوس ويستلے کېږي چې دا به پُر امنه احتجاج وي.

محمد شفیع صابر، تاریخ صوبه سرحد، پشاور، یونیورسټي بک اېجنسي،1986ء، ص 36-10

دوېمه برخه:

دا د دولسم اګست 1948ز ورځ وه. خدائي خدمتګار د زرګونو پۀ تعداد کښې د فصيح الدين ميا حجرې ته راجمع شول.

ډاکټر جهانزيب نياز پۀ خپل ژوند لیک ‘زما د ژوند قیصه’ کښې لیکي،

‘د 12 اګست د شپې پۀ زرګونو خدائي خدمتګار د پېښور، نوښار صوابۍ اشنغر او د صوبې د ګوټ ګوټ نه راوچلېدل. اګر چې حکومت اکثرې لارې بندې کړې وې، ټرېفک ئې بند کړے ؤ خو د دې باوجود پۀ زرګونو سر فروشان چارسدې ته راورسېدل. سحر وختي چې خلقو وليدل نو د غازي ګل بابا پۀ جومات کښې پۀ چت مشين ګنونه لګېدلي وو او د فرنټئير فورس ځوانان پۀ ډېر لوے شمېر کښې د جومات د احاطې د پاسه او چاپېره ولاړ وو او پۀ ټوپکو اومشينونو ئې ګوتې ايښې وې. د چارسدې ناکه بندي شوې وه؛ نۀ دننه نه څوک بهر ته تلے شو او نۀ بهر نه دننه راتلے شو. جلوس بابړه کښې د فصيح باچا پۀ ځاے کښې تيار شو او فېصله ئې وکړه چې مونږ به د جلسې د پاره مقرر شوي ځاے ته خامخا ځو. دغه وخت سالار امين جان چې د ټولې صوبې سالار ؤ، د جلوس پۀ سر کښې روان ؤ. جلوس د خلقو د ډېروالي لۀ کبله پۀ څلورو پینځو لارو د غازي ګل بابا جومات ته روان شول. خو چې جلوسونه د کلي نه راووتل او د جلسې ځاے ته ور نزدې شول نو د فائر حکم وشو او ظالمانو داسې فائر وکړو لکه د مړزو ئې د سرو جامو ځوانان وغورځول. جنډه چې د چا پۀ لاس کښې وه، هغۀ ته به ئې سپين ملنګ وې. هغه خو پۀ اول ډز شهيد شو خو جنډه ئې پرېوتو ته نۀ پرېښوده. بې شمېره ځوانان پرې شهيدان شول.

عجيبه نظاره وه!

يو خوا ته توپې مشينونه

دا پاکستان واړه فوجونه

بل خواته قام خالي لاسونه

مقابلې ته مې کتل حېرانېدمه

مرګيه مۀ راځه درځمه’

جهانزېب نیاز، زما د ژوند قیصه، مخ 140-135

هغوي وړاندې لیکي:

‘زنانو قران مجيدونه پۀ سر کړي وو، جلوس سره سمې روانې وې، ډېرې شهيدانې شوې، ډېرې زخمي شوې، زمونږ د سبق ملګرے چې حميدالله نوم ئې ؤ او د زرين اباد د نصرالله خان زوے ؤ، هغه هم پکښې شهيد شو او کوېدن کړې جينۍ ترې پاتې شوه. زما مور او زما ننګيالۍ خور تاجو د مېدان پۀ منځ کښې ولاړې وې، مړي ئې را غونډول، لوپټې به ئې شلولې او زخميانو له به ئې زخمونه پرې تړل.

ډېر مړي حکومت د چارسدې پۀ سيند کښې لاهو کړل او ورثاو له ئې ورنۀ کړل. ماښام تيارۀ قيصه ختمه شوه او د فرنټئير فورس او پوليس سپاهيان د خلقو پۀ کورونو ور ننوتل. ډېرې ستردارې ئې بې ستره کړې، د کور کالي کنډولي، کټونه ئې مات کړل، نارينه ئې بربنډ کړل، خټې به يې پرې وتپلې او بيا به ئې کور ته پۀ زور وردننه کړل. د شمر او د يزید ظلم د خلقو نه هېر شو او څۀ ورځې پس ئې د ګولیو خرڅ لس زره روپۍ جرمانه خلقو نه وصول کړه. د مړي د کور نه پنځوس (50) روپۍ او زخمي نه سل (100) روپۍ، ځکه چې قيوم خان وې چې دې زخميانو باندې عبث ګولۍ خرابې شوې دي.’

]یادګیرنه: د اقیصه جهانزېب نیاز ته سالار امین جان پۀ پېښور جېل کښې هم پۀ دولسم اګست وئیلې وه، کله چې هغه ګرفتار شو او پېښور جېل ته بوتلے شو.[

يو بل سترګو ليدلے حال د عبدالاکبر خان اکبر د ژوند لیک نه بيانوم:

‘دا واقعه داسې وه چې خدائي خدمتګارو د امين جان سالار پۀ سرکردګۍ کښې د باچاخان د قېد او نورو خدائي خدمتګارو د ګرفتاریو او د هغوي سره د سختیو پۀ سلسله کښې د بابړې د فصيح باچا د حجرې نه تر د مقبرې د لوے جامع مسجد پورې د يو پُر امن خاموش جلوس اعلان کړے ؤ. حکومت دفعه 144 لګولې وه. مونږ قطار کښې را روان شو. د بعضې مشرانو پۀ سر قران شريفونه هم وو چې پۀ هغې کښې د ترنګزو حاجي سرفراز خان هم ؤ. دې جلوس کښې زنانه هم وې. چې د جلوس اوله جته يعني ټولے د مقبرې دې ځاے ته راورسېدو چې اوس پکښې “مسجدِ شهيدان” دے، نو د چارسدې اسسټنټ کمشنر (چې پۀ دغه ورځو کښې مشهور ؤ، ډېر رشوتي، نالائقه، خوشامدګر د ډېره اسماعيل خان اوسېدونکے ؤ) پوليس له د فائر حکم ورکړو. دلته د مقامي پوليس نه علاوه د ښار د سپېشل فورس سره مشين ګنونه هم راغوښتے شوي وو. بيا څۀ وو لکه د نېنو يوه پړقا وه. ولې افرين شه پۀ دې ښځو نرو چې بې شمېره خلق به پۀ ګولیو لګېدل او دوي پۀ مخکښې تلل. يو قيامت ؤ، چې زۀ ور ورسېدم نو د زرين اباد د نصرالله خان يو ښکلے د اتلسو کالو زلمے زوے ولګېد، زما نه څو قدمه مخکښې را پرېوتو. ما د هغۀ سر پۀ جولۍ کښې کېښودو، د وينو شوړ پوړ د اخیري سلګیو ؤ. زۀ بيا پۀ ځان پوهه نۀ شوم. پۀ پړانګ چارسده او بابړه کښې يو وير ؤ، ماتم ؤ ـــ ولې افرين شه د بعضې زنانو پۀ حوصلې، چې د چا خاوندان او زامن شهيدان شوي وو، هغوي به پۀ ژړا کښې ستائينې کولې چې خلقه مبارکي راکړئ چې زامن مو د خپل قام مذهب پۀ خدمت کښې د خداے پاک د ديدار مستحق وګرځېدل، زمونږ د ټولو سترګې خداے پاک اولس ته اوچتې کړې. د دې واقعې نه پس هم ډېر خلق ګرفتار کړے شول. د کورونو بې عزتۍ وشوې. قيوم خان د 23 اپريل 1930ز د واقعې نه زيات د هغې پۀ شان خونرېزه واقعه وکړه. پۀ دواړو کښې دا مماثلث دے چې خپل رعب پۀ بې کسه رعايا قائم کړي. فرق دومره دے چې هغلته ګورا پوځ ګولۍ چلولې او دلته د اسلام پۀ نوم جوړ شوي رياست پۀ خپل رعايا ګولۍ ورولې. پۀ قصه خوانۍ کښې څۀ لږ تشدد شوے ؤ، ولې پۀ بابړه د هېڅ قسمه تشدد يا فساد وېره نۀ وه.’

عبدالاکبر خان اکبر، د برصغیر پاک و هند پۀ ازادۍ کښې د پښتنو برخه، پېښور، یونیورسټي بک اېجنسي، اګست 2009ز، مخ 206

مخکښې يو ډېر دردناک تفصيل بيانوي او وائي:

‘د قيوم خان کاردارانو د علماء او نورو سپين ږيرو ږيرې پۀ موټو ويستلې وې. ډېر ځوانان ئې د خپلو خور مور پۀ مخکښې بربنډ کړي شرمولي وو.’

عبدالاکبر خان اکبر، د برصغیر پاک و هند، مخ 308-305

پۀ دې حقله پکار ده چې دلته د وړو اقتباسونو صورت کښې د ولي خان بابا تاثرات هم د دې خونړۍ پېښې پۀ پس منظر کښې ځکه رانقل کړم چې یقیناً د هغۀ تاثرات پۀ خپل ځاے د یو تاریخي شهادتي دستاوېز درجه لري. دا اقتباسونه د “باچاخان او خدائي خدمتګاري” د دوېم ټوک نه اخستے شوي دي:

‘پۀ 15 جون 1948ز باچاخان د بنو پۀ دوره لاړو. زۀ او غني دادا هوتي ته د امیر محمد خان لالا او مهردل خان سره د ګپ شپ د پاره لاړو. زۀ څۀ ماسپښين دوه بجې به وې چې کور ته راغلم، څۀ ګورم چې چاپېره بې شمېره پولس پۀ پټو کښې ولاړ دي. د ټول کور او باغ محاصره ئې کړې ده….. ]مخ [120

ماښام ئې زۀ هريپور جېل ته ورسولم…..]مخ [121

سحر چې پاڅېدم نو خبر شوم چې بېګا ئې زما نه وروستو عبدالعزیز خان کاکا د زېدې او سالار یعقوب خان د بنو رارسولي دي. دا اطلاع هم راغله چې باچاخان ئې هم د سالار منیر خان او نجو بائي سره کوهاټ احمدي بانډې سره ګرفتار کړي دي….. ]مخ [122

پۀ څلورمه جولایۍ 1948ز د سرحد حکومت یو ارډیننس جاري کړو. خدائي خدمتګار تنظیم ئې خلاف قانون وګرځولو. پښتون رساله ئې بنده کړه. د حکومت مخالفینو له ئې د پاکستان د مخالفینو او د قام د غدارانو او اسلام د دښمنانو نامې کېښودې. عدالت کښې پېشي خو پرېږده، دا هم د دغې ارډیننس یوه دفعه وه چې هېڅ یو عدالت حکومت پۀ دې نۀ شي مجبورولے چې مجرم ته دې د خپل کړي جرم وضاحت وکړي….. ]مخ [124

د دې ارډیننس د لاندې د نظر بند ټول منقوله او غېر منقوله جائېداد حکومت ضبطولے شو. پېرنګي ګورنر چې ارډیننس جاري کړو نو د سر د پاسه ئې پرې پۀ واضحه الفاظو کښې لیکلي وو چې دا ارډیننس زۀ د ګورنر جنرل قائد اعظم محمد علي جناح د هدایاتو مطابق جاري کوم….. ]مخ [124

قاضي صاحب )قاضي عطاء الله خان( چونکې وکیل ؤ، قانون دان ؤ، نو هغۀ به اکثر دا تپوس کولو چې دا څنګه کېدے شي؟ دا کوم قانون دے؟ ما به ورسره خندل چې قاضي صاحب! هغه د عبدالاکبر خان اکبر خبره چې “حق به هم حق وي خو زور حق دے”….. ]مخ [124

پۀ دیارلسم اګست خبر شو چې د چارسدې پۀ دغه غونډه د بابړې پۀ مقام ګولۍ وچلېدې او پۀ سوونو نارینه او زنانه پکښې شهیدان شول. د زخمیانو خو څۀ شمېر نۀ ؤ معلوم، ولې چې اول خو هسپتالونو ته حکم ؤ چې زخمیان مۀ پرېږدئ، بیا ورته هدایات وو چې زخمیان پولیس ته حواله کوئ. نو د دې وجې نه اکثر زخمیان پټ پاتې شو. څنګه چې قېدیان راتلل نو نور تفصیل معلومېدو….. ]مخ [125

څنګه چې دا جلوس جومات ته ورنزدې شو نو بې د څۀ تنبیه نه د بره نه د ګولیو باران شروع شو….. ]مخ [125

دا بې وسلې او د عدم تشدد پۀ اصولو کاربند زلمي او بوډاګان پۀ زمکه پراتۀ وو او د جومات نه پرې ګولۍ چلېدې. بلکې تر دې شهادت تېر شوے دے چې مارټر بمونه راغورځولے شوي دي ]د بابړې د خان ضمیر کاکا پۀ سپینو او پتونانو کښې د بم پتري ننوتي وو چې د خداے بخښلي سره قبر کښې دفن کړے شو[…..]مخ [126

د مېندو خوېندو د سر لوپټې کوزې شوې، د زخمیانو پټۍ ترې نه جوړې شوې…..

ما پۀ خپلو سترګو پۀ ګولیو سوري قرانونه لیدلي دي او هغه ننګیالۍ او غېرتي پښتنې مې هم لیدلې دي د چا پۀ ګوګل چې نن هم د دغه سوري شوي قران نه د وتلې ګولۍ نخښې شته…..

د بې درېغه او بې حسابه ګولیو چلولو اندازه د دې نه هم لګي چې داسې زخمیانې زنانه هم وې چې هغوي پۀ کلي دننه د خپلو کورونو پۀ کوټو ناستې لګېدلې وې….

وروستو سرکار ووې چې دوي د هغې دفعې خلاف ورزي کړې ده کومه چې د ضلع مجسټرېټ لګولې وه…..

هغه ورځو کښې زمونږ د ضلعې ډپټي کمشنر د طورو هدایت الله خان ؤ او هغۀ ما ته پۀ خپله دا خبره کړې ده چې ما نه نۀ چا تپوس کړے دے او نۀ ما دفعه 144 لګولې وه…..

د دې قتلِ عام پۀ سبا پولیس او ورسره د مسلم لیګ نېشنل ګارډ د خدائي خدمتګارانو پۀ کورونو سر شول….. ]مخ [127

پۀ سبا یعنې څوارلسم اګست د پاکستان د جوړېدو ورځ وه. جشن ؤ، باجې او ډول سرنا وې. د مسلم لیګ مشرانو جلوسونه ویستل، بیم باجې ئې غږولې او پۀ هغو لارو او ګورونو ئې دا باجې او ګډاګانې بوتلې د کومو کورونو چې د زلمو لا وینې هم نۀ وې چکه شوې او نۀ د دغه شهیدانو د تختې اوبۀ اوچې شوې وې…..

د بابړې د قتلِ عام نه پس د قېدیانو زور ولګېدو. هر ماسپښين به چې ګاډے راغے نو شېبه پس به د هري پور جېلخانې ته د قېدیانو یوه مضبوطه ډله راورسېدله.” ]مخ [128

دا هغه حقیقتونه دي چې کتابونو کښې ثبت شوي دي. ډېر اهم واقعات اوس د څېړنې دي يا ناچاپه دي.

د بابړې واقعه يو تاريخي حقيقت دے. دا د جمهوريت د تحفظ او بقاء لپاره وړومبے اجتماعي قدم ؤ چې بل چا نۀ، صرف پښتنو پورته کړے ؤ. دې پښتنو پۀ دې مېدان کښې د يو تحقيق مطابق شپږ سوه يوولس شهيدان د قامي، سياسي، جمهوري، معاشي، ازادۍ او خپلواکۍ نه قربان کړل. دې واقعه کښې څۀ کم دولس سوه کسان زخميان شول او يزيديت ته وګورئ چې دوه سوه او دوه اویا (272) مړي ئې د چارسدې پۀ سيند کښې لاهو کړي وو.

او بيا د صوبې د مشر دې بيان ته وګورئ، کوم چې دۀ پۀ ستمبر 1948ز کښې د اسمبلۍ پۀ وړاندې کړے ؤ!!! دۀ وئیلي وو:

‘ما پۀ بابړه کښې دفعه 144 لګولې وه. کله چې خلق نۀ خورېدل نو د فائرنګ حکم وشو. دوي خو ډېر خوش قسمته وو چې پوليس سره ګولۍ ختمې شوې ګني مونږ يو خدائي خدمتګار هم ژوندے نۀ پرېښودو.’

بيا ئې د کانګرس څلورو ممبرانو طرف ته اشاره کړې وه او وئیلي ئې وو چې،

‘کۀ دوي هم مړۀ شوي وے نو مونږ پروا نۀ کوله.’

Assembly Proceedings, 1948, PA, Library

دلته غواړم چې ضمناً د قیوم خان ذکر وکړم.

قیوم خان پۀ کال 1901ز کښې پۀ چترال کښې پېدا شوے ؤ. ددۀ پلار عبدالحکيم خان چترال کښې د هندوستان حکومت اسسټنټ ؤ. نيکۀ ئې محمد قاسم خان ؤ او قر نيکۀ ئې د کشمير نه پېښور ته راغلے ؤ. دۀ د مشن هائي سکول پېښور نه علاوه کوهاټ، ډېره اسماعيل خان او مردان کښې سبق وئيلے دے. پۀ کال 1926ز کښې ئې باراېټ لاء وکړه. د خلافت مومنټ نه ئې سياسي هلې ځلې شروع کړې. پۀ کال 1930-32ز کښې چې ډاکټر خان صاحب وزير اعليٰ شو او د مرکزي لجسلېټیو اسمبلۍ سيټ ئې پرېښودو نو د ډاکټر خان صاحب لۀ برکته دے پۀ دغه سيټ کامياب شو. دۀ پۀ کال 1945ز کښې Gold and Guns on the Pathan Frontier نومې کتاب وليکلو چې د ډاکټر خان صاحب ډېر تعريفونه ئې پۀ کښې کړي وو. د دې کتاب تړون د قیوم خان لفظونو کښې داسې ؤ:

To

Doctor Khan Sahib

for his unceasing fight against corruption

in public life and in public services

this book is respectfully dedicated.

Abdul Qaiyum, Gold and Guns on the Pathan Frontier, Hind Kitabs Publishers, Bombay, 1945, Pg. 3

دې کتاب کښې قیوم خان د پاکستان د جوړولو سخت مخالفت کړے ؤ او دا خبره ئې پۀ وضاحت سره کوله چې مسلم لیګ د پښتنو پۀ خاوره خصوصاً او پۀ هندوستان کښې عموماً د فرقه واریت او مذهبي تنافر تبلیغ د برطانوي مفاداتو تحفظ د پاره کوي.

Abdul Qaiyum, Gold and Guns on the Pathan Frontier,Pg. 72-76

هم دې کال يعنې 1945ز کښې ددۀ مقبوليت کانګرس کښې پۀ کمېدو شو او دۀ د ټکټ نۀ ملاوېدو لۀ کبله مسلم ليګ کښې شمولیت وکړو. کله چې 1946ز کښې د صوبائي اسمبلۍ د انتخاباتو اعلان وشو نو د قيوم خان اصلي مخ ښکاره شو. زړو مسلم ليګيانو له ئې ټکټونه ورنۀ کړل چې هغوي کښې سردار عبدالرب نشتر هم شامل ؤ. دغه رنګ سعدالله خان، سردار اورنګزېب، ثمين جان خان او بخت جمال خان هم د ټکټونو نه محرومه کړے شول. د ټکټ ورکولو صرف يوه طريقه وه او هغه د قيوم خان سره ذاتي عهد وه ـــ چې دې نه به چا انکار وکړو، د هغۀ به مسلم ليګ کښې بدې ورځې وې. پۀ 1946ز انتخاباتو کښې کانګرس 30 سيټونه وګټل او ډاکټر خان صاحب وزيراعليٰ جوړ شو.

پاکستان جوړېدو سره د جمهوریت پۀ مرۍ چاړۀ راکښله او قیوم خان وزیر اعليٰ جوړ کړے شو.

حوالې:

  1. عبدالاکبر خان اکبر، د برصغیر پاک و هند پۀ ازادۍ کښې د پښتنو برخه، زما د ژوند سره تړلي حالات، پېښور، یونیورسټي بک اېجنسي، اګست 2009
  2. خان عبدالولي خان، باچاخان او خدائي خدمتګاري، دوېم ټوک، ولي باغ، 1994
  3. جهانزېب نیاز، زما د ژوند قیصه، څۀ لیدلي څۀ اورېدلي، لاهور، ملت پرنټرز، 2005
  4. محمد شفیع صابر، تاریخ صوبه سرحد، پشاور، یونیورسټي بک اېجنسي، 1986
  5. NWFP Assembly Proceeding 1946-47, KP assembly, NWFP library
  6. National Archires, File 46-44/47, S.No. 10(S), Peshawr
  7. KP Archives, S.No. 634, P.161, 11August 47, Special Branch
  8. Erland Jansson, India, Pakistan or Pakhtunistan? University of Uppsala, Sweden, 1981
  9. Sayed Waqar Ali Shah, Ethnicity, Religion and Nationalism, Karachi, Oxford University Press, 1999
  10. D.G. Tendulkar, Abdul Ghaffar Khan: Faith is Battle, Bombay, Popular Prakashan, 1967
  11. Zarina Aslamat, Pakistan: 1947-58, A Histrocal review, N1HacR 1992
  12. The Pakistan Times, Lahore, 21 July 1948
  13. Ahmad Salim, Pakistan and Jinnah: The hidden face, Lahore, Brothers Publishers, 1993
  14. Minhaj ul Hassan, NWFP Administration Under Abdul Qayum Khan: 1947-53, Ph.D Thesis, Department of History, Uo Peshawar, 2001
  15. Government documents from National Archives, Govt. of Pakistan

احتجاج
وژني مې بیا، خبرہ ومنم کۀ ونۀ منم؟
اوس د بابا خبرہ ومنم کۀ ونۀ منم؟

زۀ د کلهم انسانیت نجات غوښتونکے یمه
مینه وېشم د اٰدمیت نجات غوښتونکے یمه
د ښائستونو د عظمت نجات غوښتونکے یمه
پۀ دې نړۍ د محبت نجات غوښتونکے یمه

وایم چې دا خبرہ ومنم کۀ ونۀ منم؟
اوس د بابا خبرہ ومنم کۀ ونۀ منم؟

زما د درد سړیکې اوس ما ته پېغورونه کوي
د خپل وجود لمبې پۀ ما پسې زورونه کوي
ځوانۍ لوګے لوګے سوزېږي بس اورونه کوي
سړے به اوس د کوم کوم زخم ټکورونه کوي

شومه تالا خبرہ ومنم کۀ ونۀ منم؟
اوس د بابا خبرہ ومنم کۀ ونۀ منم؟

جبر ئې زخم زخم وژني بې اجله بابا!
ژوندے وتے نۀ شي پښتون لۀ دې مقتله بابا!
پېغام د امن څوک مني نۀ ساده ګله بابا!
ستا نه قربان شم پۀ خپل ځان کښې مکمله بابا!

دا ناروا خبرہ ومنم کۀ ونۀ منم؟
اوس د بابا خبره ومنم کۀ ونۀ منم؟

د امن خوب د تعبیرونو شوګیرو وخوړو
د محبت احساس د جبر سلسلو وخوړو
د ژوند سکون د قیامتونو حادثو وخوړو
ګلاب ګلاب ښائست لمبې وکړې لمبو وخوړو

یم وارخطا، خبرہ ومنم کۀ ونۀ منم؟
اوس د بابا خبرہ ومنم کۀ ونۀ منم؟

د امن سوچ باندې د مینې پۀ پېغام قتل شم
د محبت زېرے راوړمه ګام پۀ ګام قتل شم
ګناہ مې نۀ وي هم سحر او هم ماښام قتل شم
هم پۀ درشل وژلے کېږم هم پۀ بام قتل شم

دا د ګناہ خبرہ ومنم کۀ ونۀ منم؟
اوس د بابا خبرہ ومنم کۀ ونۀ منم؟

سر مې شیندلے دے تکل مې د پرواز کړے دے
د حق مرستیال یم هر پښتون راباندې ناز کړے دے
سلګۍ سلګۍ راته د قام خاورې اواز کړے دے
اوس ما غنیم سرہ د نوي جنګ اغاز کړے دے

د ابتلاء خبرہ ومنم کۀ ونۀ منم؟
اوس د بابا خبره ومنم کۀ ونۀ منم؟

پټوہ مۀ کۀ څۀ یقین او څۀ ګمان درکښې وي
سترګې دې سترګو ته راوړاندې کړه کۀ توان درکښې وي
مخې له راشه د غېرت کۀ څۀ امکان درکښې وي
قاتله مخ دې راښکاره کړه کۀ ایمان درکښې وي

ژاړی فضا خبرہ ومنم کۀ ونۀ منم؟
اوس د بابا خبره ومنم کۀ ونۀ منم؟
پروفېسر اظهار الله اظهار

 

دا هم ولولئ

باچاخان ټرسټ اېجوکېشن فاونډېشن د نوي سحر پۀ تلاش – ډاکټر سهېل خان

د باچاخان ټرسټ جوړول د سل کلن قامي تحريک هغه مرام ؤ چې بنسټ ئې …