د ماسټر کریم ډائري – ډاکټر سهېل خان

 

 

کال نولس سوه شپږ پنځوسم (1956)

د ارواښاد ماسټر کریم دغه ډائري د ښاغلي عبدالله (ترناب) نه تر لاسه کړې شوې ده. د ډاکټر سهېل خان مننه چې دې ډائرۍ له ئې دا بڼه ورکړه. مونږ ئې د عبدالله او ډاکټر سهېل خان پۀ مننه د ‘پښتون’ لوستونکو ته وړاندې کوو.

د ماسټر کریم ټول کال دې شپږ نیم مخونو کښې دے. سیاسي هلې ځلې، خپل نجي ژوند، د کور فکر، د قام جنګ، جرګې، جلسې، روزګار، شوخي، سیاسي دورې، د پولیس چاپې، قېد و بند، ملکي او عالمي سیاست باندې نظر ــــ

د یو کال دا قیصه د یو نۀ ستړې کېدونکي ژوند ستړې قیصه ده ـــ د خدائي خدمتتګار د ژوند قیصه ـــ د رهبرِ تحریک د یار قیصه ـــ د باچاخان د لار قیصه!

12 فروري: د بخت شاه خان سره بدرګې ته پۀ جي ټي بس کښې.

14 فروري: د ساده خان پۀ کلي خان لالا له لاړم. هغه د زرو روپیو چېک راکړو. هغه مې جېب کښې ؤ. چې واپس راتلمه نو د شنو غنمو پۀ ښېرازه پټو کښې چې تر اسمانه غوړېدلي وو، ما زبرګه مياشت وليده چې ډېره روغه پرته وه. نن څوېمه ورځ ده چې د ښي سترګې وروځه مې رپي… چې څۀ خداے ته منظوره وي.

21فروري: شپې له شېخانو ته لاړم. د شېخ محبوب علي خان ځاے مې هم ولېدو. شېخ فضل الرحيم هم.

22 فروري: ورځ پېښور کښې. شپه زېدالله سره. سپاسنامه تياره شوه او چاپ کولو له ورکړې شوه.

23فروري: نن باچا خان، خان لالا او ولي دوي راغلل. شپې له مصطفٰي برګري راغلو. زما ډيوټي د مېلمنو سره د سرانجام پۀ بنګله کښې.

24فروري: نن سحر سيد صاحب (جي ايم)، شېخ عبدالمجيد سندهي صاحب او حېدر بخش جتوئي صاحب دوي راغلل. عنقا صاحب هم راغلو. دوه بجې درنه جلسه پۀ چوک يادګار کښې.

25فروري: نن سحر رياض هاشمي صاحب راغلو. ډوډۍ ولي سره شاهي باغ کښې. د بابړې پۀ شهيدانو جلسه. چاے او د شپې ډودۍ سور ګل لالا سره پۀ قاضي خېلو کښې.

26فروري: نن ډوډۍ مانکي کښې پیر صاحب سره. چاے شاهي باغ ښار کښې. شپه سر انجام سره. شپې له زۀ، شېخ صاحب او عنقا صاحب سرهد د جتوئي ‘حميده’ فلم له لاړو.

27فروري: مردان کښې عظيم الشانه جلسه. د قاضې صاحب پۀ قبر فاتحه. ډوډۍ ګوجر ګړۍ کښې حاجي خطاب سره، چاے مهر دل خان سره. د شپې ډوډۍ ګل اباد کښې يار محمد خان سره.

28فروري: کوهاټ ته. کوهاټ کښې درنه جلسه. ډوډۍ حاجي پردل خان سره. مازيګر نه پس ډېره خطرناکه ګلۍ، نيمه ګېنټه وورېده. د کافور د غټې ګولې هومره. سبا دولس بجې پورې پرته وه.

29فروري: بنو ته. لار کښې د بهادر خېلو د مالګې درنګ. ډوډۍ خطا شوه. پوليس لېن سره درنه جلسه. ډېر عظيم الشان جلوس او هرکلے. ډوډۍ او چاے حميدالله خان سره. شپې له عنقا صاحب، انور خان او ملګرو سره سنېما ته. ‘پردېس’ فلم. باچا خان شپه پۀ ميراخيلو کښې. د څوارلسم نه تر اوسه پورے ډېر ښۀ پۀ طبعه. خداے دې وکړي چې باقي ژوند هم دغسې پۀ ارام او خوشحالۍ تېر شي. ریښتيا چې خندا پسې ژړا او ژړا پسې خندا وي.

1 مارچ: واپس پېښور ته. باچا خان انور خان سره شا هي باغ ته لاړو او مېلمانۀ چپ د عبدالصمد خان نه واپس ګاډي کښې لاهور ته. د خرم کلي سره چې د لتمبر او بهادرخېلو تر منځ دے، ما يوه پېغله خټکه وليده. دنګه غړۍ، الف پوزه، غټې تورې سترګې، لینده وروځې او کاږۀ باڼۀ. سرې د سالو جامې ئې اغوستې، غنم رنګ رنګ. ډکه مسته ځواني. لاس پښې (پۀ نکریزو) سرۀ، د خياله کږه، د ځان او د جهان نه بې پرواه. پۀ مکېزونو تګ.

2 مارچ: طورخم ته عبدالصمد سره. د فريد الله شاه ډېر مشکور يم. زما يقين نۀ ؤ خو زما ئې ډېر لوے خاطر وکړو. ما نن د ډيورنډ کرښه پۀ خپلو سترګو وليده. د خېبر غرونه د پښتنو د ننګ د تاترې څوکه مې وليده. سکندر ګرم نۀ ؤ کۀ پۀ دې لار ئې سمے نۀ ؤ راغلے. پېرنګيان ملامته نۀ وو کۀ دې ځاے کښې ئې وهل وخوړل. مغل لا دووسان وو چې پښتنو پسې دلته راتلل. هري سنګهـ د خر بچے ؤ چې د دې ځاے ګواښ ئې کوۀ. عبدالصمد واپس شو او زۀ کور ته راغلم.

3 مارچ: تنګي ته د عبدالمالک جان کتو له. تر اوسه خو ئې پرچې ښې کړې دي؛ شپې له د طماش کاکا د ورارۀ وادۀ له.

4 مارچ: د ترناب کاکا د ورارۀ وادۀ. ترناو ته جنج سره. محمد کريم او عبدالکريم سره ګپ شپ.

5 مارچ: سکندر مرزا صدر جمهوريه او فضل حق د بنګال ګورنر.

7 مارچ: نن خو باران لږ کم ؤ. شاهي باغ ته لاړم او هغه تله او ترک د الياس باچه وو، هغه مو راوړه. باچا خان سره ليدل. د نستې او ترناو د پاره د جلسو پروګرام.

8 مارچ: ثمين سره پۀ ګړۍ کښې ګپ شپ. طوفان صاحب راغلے ؤ. وئېل ئې د رحمان بابا د مشاعرې بندوست کول پکار دي او د پښتو ادب نمائنده جرګه جوړول پکار دي.

9 مارچ: بدرګه وښو د پاره. خلقو سره ليدل. روغه يوه مياشت د وښو کار بند. د کارخانې نه يوه مياشت ميعاد. هسې سرګړے ۸ من پۀ درګۍ سټېشن او بروزه ۱۲ من پۀ درګۍ سټېشن ــ ګوره کۀ د دې نه ارزان پرېوځي ــــ عبدالاکبر، بهرام او د مردان مېلمانۀ هم راسره وو.

10 مارچ: بدرګې ته بېرته واپسي. د عبدالستار خان پۀ رځړو کښې لاس نيوه. د جلیل د دوو زامنو سنتونه. د شېرپاو عبدالحئ خان سره د وښو باره کښې خبرې اترې.

11 مارچ: پېښور ته. اورنګ او د اورنګ مور مې ولیدل. د دارو درملو غور. کالج ته. د رحمان بابا د مشاعرې او د ادبي جرګې خبرې اترې ــــ د کوثر (غوریاخېل)، خليق صاحب، طوفان صاحب، سنجري صاحب سره. صديق هم ؤ. شپه پېښور کښې. ‘الف لېله’ فلم مې هم وليدو.

12 مارچ: کالج ته عبدالاکبر دوي سره. ډوډۍ کالج کښې. مولانا (عبدالقادر) صاحب سره درې پاوه وخت خبرې اترې. بيا پښتو اکېډمۍ ته راتلل.ښې خبرې وشوې. ګورو چې څۀ کېږي. دوه بجې ترناو ته د جلسې د پاره. واپس کلي ته شپې له. باران ټوله شپه وورېد.

14 مارچ: د غني کلي ته. د رحمان بابا مشاعره. پۀ 21 مارچ 1956 د رحمان بابا پۀ قبر ـــ اول نشست: صدر خان عبدالغني خان، دوېم نشست صدر عبد القادر مولانا. غني سره فېصله وشوه. بيا بهادر کلي کښې اکرم خان سره ليدل، دې باره کښې اجمل (خټک) او فارغ بخاري سره ملاقات. د کتو شیشه مې پۀ پینځۀ روپۍ واخسته.

15 مارچ: ټوله ورځ باران. د اورنګ د مور او ناهید انجکشنونه شروع

16 مارچ: د مور د حج د پاره درخواست مې نن سره د دوو سو روپیو ډرافټ د حبيب بېنک پۀ ذريعه د حج بکنګ افس کراچۍ پۀ نوم ولېږو.

18 مارچ: شاهي باغ ته ولي له. خو ولي نۀ ؤ. شپې له زرین اباد ته. سپینے هم ؤ. سحر ورځ مو سپیني سره تېره کړه.

21 مارچ: د رحمان بابا مشاعره ډېره زوروره. ما پرې مقاله واوروله. بېګا بیا باران شو. شپه ښار کښې. ‘ګونج’ فلم مو وکتو.

22 مارچ: کلي ته او تنګي ته. د جاني امتحان شروع شو. پرچه ئې سخته وه. شپې له کلي ته.

23 مارچ: د پاکستان د جمهوريت اعلان وشو. پۀ اول ځل د ليګيانو د جلسې ننداره.

د مارچ د مياشت ياداشت:

دې مياشت کښې باران ډېر تنګ کړو. تماکو خراب تراب. بټۍ دغسې پاتې. دغه يوه د کال د خرڅ د پاره د امدن لاره وه. خداے خبر چې څۀ به کېږي.

9 اپرېل: پۀ باران او خټو کښې حافظ جي قلعه ته.

11 اپرېل: شېخ عبدالله ته حېدراباد ته هغه د سرې خامتا پندانه لاړه.

12 اپرېل: نن پۀ مردان او تحصيل چارسده کښې روژه وه. زما شپه پۀ ښار کښې وه ولې چې کلي ته راورسېدم نو کلي سره مې کلي والي وکړه او دوه نېمې بجې نه پس زۀ هم روژه شوم. شپې له سپوږمۍ حال ووې چې نن حقه حلاله روژه وه.

د اپرېل د مياشت ياداشت:

تماکو څۀ باران تباه کړل او پاتې څۀ لږ ډېر چې وو هغه پیشکو خلاص کړل. بټۍ پاتې شوې. رښتيا چې ګټه پۀ تاوان کېږي. کۀ ما سره پېسې وې او تماکو مې خرڅ کړي وو نو ولې به رانه پیشکو خوړل. هسې هم د لويو لويه برخه وي. د ولي تماکو هېڅ بلا نۀ دي وهلي. پروس کال منډې ترړې زما پۀ نصيب وې. سږ کال چې تيار کال ؤ، زۀ ترې دوه لاس او دوه پښې راووتلم.خو د ولي خبره زۀ نیستي يم، چې چا ته نزدې شم هغه خراب کړم. ښه ده چې زۀ نۀ يم چې ولي پۀ بوټي شي.

2 مۍ: د شېخ خط د حېدر اباد نه. هغۀ ته پندانه او تار رسېدلي دی. اکبر سره ئې ملاقات هم کړے دے. اکبر ښۀ دے.

4 مۍ: سپیني سره پېښور ته. نن بیا ډېره اعليٰ ورځ ده. اورنګ له فري سکالرشپ منظوري. پۀ دې ذریعه به هغۀ له وظیفه وشي. شاید چې زما هم د ممتحنۍ څۀ کار وشي. د سحر نه تر ماښام چې مې څومره کارونو ته لاس اچولے دے، هغه شوي دي.

5 مۍ: زرین اباد ته. سپین، عبدالاکبر او تاج محمد سره ښۀ سور کړے ګپ. شپه زرین اباد کښې.

6 مۍ: نن کوثر صاحب، زېدالله، طوفان صاحب او صدیق سره شاهي باغ ته باچاخان له.

18 مۍ: پۀ دوره کوهاټ ته. اتۀ نېمې بجې سحر کوهاټ کښې. حاجي پردل خان سره ارام، پس د ماسپخين نه هنګو او ټل ته. شپه ټل کښې.

19 مۍ: د ټل نه کوهاټ. د کوهاټ نه لتمبر. د لتمبر نه کرک ته. کرک کښې د ټهټي نصرتي لارۍ نۀ وې. پياده ټهټي ته او شپه زرکي کښې. ورځ ګرمه ولې شپه ډېره ښکلې يخه وه.

20 مۍ: د زرکې نه بوګارے ته. څلور بجې واپس ټهټي ته. ټهټه کښې ورکرز ميټنګ. شپه واپس زرکي کښې.

21 مۍ: زرکي نه وختي سحر ټهټي ته. د ټهټي نه بنو ته. د حميدالله خان پۀ ځاے کښې ورکرز ميټنګ. شپه رحم زاد خان سره بنو کښې.

22 مۍ: سحر لکي ته. لکي کښې د شپې ورکرز ميټنګ د امان الله خان پۀ ځاے کښې. شپه امان الله خان سره.

23 مۍ: د لکي نه پيزو ته. د پيزو نه ګل امام ته. ګل امام کښې مولانا صاحب سره ډوډۍ. خبرې اترې. ظفر خان سره خبرې اترې. ګل امام نه ټانک ته. غلام محمد تتوړ سره خبرې. شپه ټانک کښې د ډاکټر (ډاکټر شاه جي یا ډاکټر حسن خان وزیري) سره.

24 مۍ: د ټانک نه پيزو ته. پيزو کښې سردار سره خبره. بيا نېغ ټل ته. هنګو کښې باچا خان سره یو ځاے شوم. موټر کښې ورسره ټل ته لاړم. د شپې جلسه. کوثر او طوفان سره ملاقات. شپه ټل کښې.

25 مۍ: د ټل نه نېغ د ولي موټر کښې باچا خان سره کرک ته. کرک کښې ورکرز ميټنګ او شپې له بنو ته. مکمل ارام.

26 مۍ: جان محمد سره حجامت، لامبل او چاے. ورکرز ميټنګ. غرمه امير مختار هېډ ماسټر سره پۀ ميراخېل کښې. ماسپښين لکي ته. رحم زاد خان دوي هم راسره وو. شپه لکي کښې. ورکرز ميټنګ شپې له.

28 مۍ: نن مو مېښه واخسته. شل د پاسه پۀ څلور سوه روپۍ. دا مېښه پۀ شپاړسمه مۍ لنګه شوې ده. روپۍ ورکړې شوې. مېښه پۀ اول ځل لنګه ده. یعني جوټه ده.

16 جون: نن شپه باچا خان ونيوے شو. زما د کور تالاشي هم وشوه. د پوليس د يو زردار سړي د خولې نه معلومه شوه چې یو خارجي سړے باچاخان له د ملاقات د پاره راتلو. لعنت الله علي الکٰذبين. زما د کور پۀ تالاشۍ کښې ئې ‘پښتونستان’ يوړو. زما شپه پۀ زرين اباد کښې وه.

17 جون: زۀ سحر د زرين اباد نه چارسدې ته راغلم. خبر شوم چې باچا خان ئې هري پور جېل ته بوتلے دے. زۀ سره د ملګرو سردرياب ته ميټنګ ته لاړم. بېرته د يار محمد خان سره کلي ته. بيا زرين اباد ته. غرمه زرين اباد کښې. بيا هم پۀ هغه ورځ ولي باغ ته. شپې له کلي ته.

18 جون: نن نوره پاڼه لاړه. زۀ پۀ خپله تللے وم. غرمه واپس شوم. غني، دوست محمد، تحسين الله او پير محمد دوي سره ګپ شپ. د پېښور د جلسې تياري. خو چې د غرمې د خوب نه پاڅېدم، چاے مې لا څښکلې نۀ وه چې ډي اېس پي چارسده، اېس اېچ او چارسده، بل تاڼېدار او دوه تاڼېداران د پېښو ر نه سره د یو جيپ او لارۍ راغلل. زۀ ئې پۀ 124 الف او 123 کښې ونيولم او پېښور ته ئې راوستم. کلي کښې ډېر خلق پۀ پوټي ساعت کښې راجمع شو.

19 جون: نن “بي” کلاس راغے. ډي سي سره بيا پېشي د اوومې مياشتې دوېم تارېخ مقرر شو. زۀ بي کلاس چکو ته راغلم.

20 جون:

ملاقاتونه ازاد شو. هره ورځ ملاقات.

21 جون: نن راته قېديانو عجيبه خبره وکړه. وئیل ئې هغه ورځ د جيلونو د جرنېل مېښه ناجوړه شوې وه. د شپې دولس بجې بارک لرې شو. یو ګوجر بهر ته بوتللے شو. دارو درمل وشو. مېښه بچ شوه او قېدي ګوجر بېرته راغے. سره د دې چې د ګنټۍ نه پس بارک هېڅ چا ته نۀ لر کېږي.

22 جون: نن مې د سحر پۀ بانګ کښې بله ټپه واورېده. اسپتال ته لاړم. د ډيټالو تپوس مې وکړو. وئیل ئې اسپتال کښې يو بوتل ؤ، هغه د جېلونو جرنېل صاحب يوړو.

23 جون: زما ټول ملګري باقاعده وار پۀ وار ملا قات له راځي. څوک مېوه راوړي، څوک سبزي. نور هم د حاجت څيزونه برابر رارسي

25 جون: نن د مېز بادبکے راورسېدو. طوفان صاحب هم مهرباني وکړه. ډېره ګرمي وه. بهر ماشي هم وو. بې د بادبکي نه نۀ کېده. ورور مې اتۀ روپۍ داخلې کړې د بجلۍ د پاره چې پۀ دې بادبکي به لګي. یو د چت بادبکے راته سرکاري لګېدلے دے.

26 جون: مور مې او نسيمه د ملاقات د پاره راغلل. وئیل ئې د مېښې کټے مړ شو.

28 جون: نن اعظم خان ئې راوستو.

2 جولائي: نن مې درېمه پېشي ډي سي سره وشوه. ډېر زيات خلق پېشۍ له راغلي وو. ولي جان هم. سپين، عبدالاکبر او اکرم خان دو راغلي وو. نور هم پۀ سوونو خلق راغلي وو. زما ئې ډېر عزت وکړو.

زما وکيل قيوم شاه صاحب د هغۀ پوسټر چې د کوم پۀ وجه زما ګرفتاري شوې وه، انګرېزۍ ترجمه وغوښته. وکيلان نور هم ډېر راغلي وو. افضل بنګښ، جلال الدين، عبدالله جان، سپين صاحب. تاريخ بدل شو. د اوومې مياشتې نهم تاريخ مقرر شو.

6 جولائي: نن د اعظم خان ضمانت وشو. طماش کاکا، الياس باچا صاحب او نور ملګري ملاقات له راغلي وو.

9 جولائي: نن مې څلورمه پېشي د ډي سي سره وشوه. نن بيا ډېر لوے خلق راغلي وو. د کوهاټ، بنو او مردان ضلعو نه هم ډېر خلق راغلي وو. اکرم خان د شېخانو، صفدر خان حاجي صاحب، سعد ګل لالا، عبدالمجيد باچا او محمد زمان باچا صاحب راغلي وو. ولي، رحم زاد خان، مير داد خان، عبدالاکبر خان، حاجي صاحب، اکرم خان او نور ډېر ملګري ملاقات له راغلي وو.

16 جولائي: نن ګرمي وه. کوثر، طوفان، صديق، زېد الله، اورنګ، غفور خان دوي ټول ملاقات له راغلي وو. د بلوچستان فضل احمد غازي هم ملاقات له راغلے ؤ. ښۀ ګپ شپ وشو. اورنګ له مې د څپلو د پاره شل روپۍ ورکړې.

17 جولائي: بېګا د شپې څۀ کافر باران وشو. هسې سېلابونه ئې وبهيول. نن هم ټوله ورځ باران وشو.

19 جولائي: نن لوے اختر ؤ. دا اختر مو بيا پۀ جېل کښې راغے.

20 جولائي: د امريکې د يوې خبر رسانې ایجنسۍ اے پي اے خبر چې امريکه او انګرېزان د مصر د اسوان بند (ډېم) د منصوبې پۀ امداد ورکولو پښېمانه شول او صاف منکر شول. وړاندې دوي وئېلي وو چې مونږ او ورلډ بېنک به 400 مليونه ډالره مصر ته ورکوي. د اسوان بند د نيل سيند د پاسه جوړېدونکے دے. دې کښې به نهه سوه مليونه ډالره مصر خپل لګوي. دا به درې ميله اوږد او 365 فټه اوچت وي. دا به ديارلس لکه اېکړه مزکه خړوبوي او اووۀ لکهه اېکړو له به زياتي اوبۀ ورکوي او پۀ لويه پېمانه بجلي به ترې هم جوړېږي.

23 جولائي: نن پینځمه پېشي وشوه. ډېر خلق راغلي وو. تاريخ بدل.

28 جولائي: مصر د سويز پۀ کېنال قبضه وکړه. نوې کمپني ئې سازه کړه. پېرنګيانو او فرانسسيانو سمه لته وخوړه.ګوره چې څۀ کېږي ځکه چې دواړه ډېر غصه دي. هغه امريکن ماما هم غصه دے.

4 اګست: نن ولي جان ډېرې ورځې پس ملاقات له راغے. څلور ګېنټې ملاقات مو سره وکړو.

6 اګست: نن پېشي وشوله. دا شپږمه پېشي وه. مقدمه روانه شوه. څلور ګواهان سرکاري پي پي، ايريا افیسر صدر پشاور، پراونشل رپورټر جېلاني او منظور عام پرېس مالک پېش شو. جېلاني به بيا راځي. بله پېشي پۀ شلم شوه. بيا ډېر خلق راغلي وو. ازاد خان بابا د هزارې نه راغلے ؤ.

7 اګست: ازاد خان بابا راسره ملاقات وکړو.

16 اګست: نن راله رېډيو راکړے شو پۀ دې شرط چې د رهایۍ پۀ وخت به یو رېډيو سېټ جېل اېډ سوسائټۍ ته پرېږدم. رېډيو مې چکۍ ته راوړو.

19 اګست: نن ډېر قېديان زما چکۍ ته راغلي وو. د اتوار ورځ وه. چهټي وه. محرم هم تېر شوے ؤ. رېډيو واله ښۀ مجلس وکړو. قېديان ډېر خوشحاله شو. زۀ هم خوشحاله وم چې زما پۀ وجه یو څو بې وسه پښتانۀ خوشحاله شو.

20 اګست: نن بيا پېشي وشوه. ډپټې کمشنر نۀ ؤ. تاريخ بدل شو. بيا د اګست پۀ اوويشتم پېشي ده. عبدالمالک راغلے ؤ. وې جان د کور نه 520 روپۍ وړې دي او خط ئې پرېښے دے. کراچۍ نه لاهور ته تلے دے. وئیل ئې سېل ته مې زړۀ شوے ؤ او ګهړۍ مې هم اخسته نو د پلار د بکس نه مې روپۍ واخستې او لاړم.

27 اګست: نن زما اتمه پېشي وشوه. نن امير محمد لالا او مهردل خان هم پېشۍ له راغلي وو. ملک صاحب اشرف خان نن پولټیکل اېجنټ وغوښتو او پرې ئې ښودو. ډېر ښۀ کار وشو.

د اګست د مياشتې ياداشت:

اګست ډېر ګرم تېر شو. بارانونه هم ډېر وشو. ګرمي هم زياته وه. زما د ګوتو مرض اګست کښې لږ زور وکړو.

3 ستمبر: د باچا خان مقدمه روانه شوه. محمود علي قصوري، ارباب سکندر او ابو طالب د باچا خان وکيلان دي. قاضي اسلم، غضنفر وغېره د سرکاري وکيلانو پۀ حېث ولاړ دي.

4 ستمبر: نن بيا د باچا خان تاريخ ؤ.

5 ستمبر: نن بيا د باچا خان تاريخ ؤ. د عبدالصمد کاکا هم پېشي وه.

6 ستمبر: نن بيا د باچا خان تاريخ ؤ. د عبدالصمد کاکا هم پېشي وه.

7 ستمبر: نن بيا د باچا خان تاريخ ؤ. ملک اشرف ملاقات له راغے. باچا خان خپل بيان ورکړو. د عبدالصمد خان کاکا هم پېشي وه.

8 ستمبر: د باچا خان مکمل بيان مې پۀ پاکستان ټائمز کښې ولوستو. نن خان کاکا عبدالصمد خان بيان ورکړو.

8 ستمبر: نن زما نهمه پېشي وه. یو ګواه تېر شو او بل تاريخ د دوه ويشتم مقرر شو. نن د باچا خان تاريخ دے، د عبدالصمد خان هم.

17 ستمبر: نن درې نېمې بجې خان ثمين جان د زړۀ د ودرېدو پۀ وجه پۀ حق ورسېدو. حق مغفرت کرے عجب ازاد مرد تها.

18 ستمبر: نن مې مور او نسیم، ناهید او دارا ملاقات له راغلي وو. ښۀ ګپ مو ولګوۀ.

19 ستمبر: (انګرېزي متن لیکلې شوے او لاندې ئې ورته دغه یوه جمله مفهوم لیکلے، مونږ پۀ مفهوم راخستو اکتفاء کوو).

نن به مريخ ستورے مونږ ته 221،500،000 ميله زيات نزدې وي.

پاکستان ټائمز ليکلي دي چې د عبدالصمد خان کاکا پۀ مقدمه کښې زۀ هم اتم اکتوبر له د صفایۍ د ګواه پۀ حېث غوښتلے شوے يم. ګورو چې څۀ کېږي.

20 ستمبر: نن د مغربي پاکستان د اسمبلۍ دپاره پۀ ووټونو کښې قيوم پاس شو او کريم خان فېل شو. عبدالاکبر خان (خان ماما) ملاقات له راغلے ؤ. وئیل ئې چې ” مينه” رساله وباسم.

22 ستمبر: بل تاريخ نن بيا وشو. دا لسمه پېشي وه. سره د دې چې باران ښۀ پۀ شېبو باران ؤ، بيا هم ګڼ خلق راغلي وو. يوسف علي خان هم نن راغلے ؤ. حاجي صاحب، اکرم خان، عبدالغفور خان، عبد الاکبر او ګلاب هم ملاقات له راغلي وو. نن د لاهور د هائيکورټ نه سمن راغلے ؤ. د عبدالصمد خان پۀ مقدمه کښې د صفایۍ ګواه يم. اتم تاريخ پۀ هائيکورټ کښې د حاضرۍ دے.

29 ستمبر: لاهور ته زما تګ پاتې شو. د خان کاکا نوے وکيل د صفایۍ نوي ګواهان وړاندې کړل. زما نوم پکښې نۀ ؤ. خبر راغے چې دے مۀ رالېږئ.

3 اکتوبر: نن اورنګ سوات کالج (جهانزېب کالج) کښې داخلې د پاره لاړو. ولي هم نن ملاقات له راغلے ؤ. امير نواب او طوفان صاحب دوي هم راغلي وو. طوفان صاحب راله د حجامت د سامان سِټ راوړو.

5 اکتوبر: نن يوولسمه پېشي وه. غونډ سرکاري ګواهان يعني د استغاثې ګواهان ختم شو. قاضي محبت حسېن نن بيا را غوښتے شوے دے اتلسم له. نن بيا ګڼ خلق راغلي وو. اتلسم له دولسمه پېشي وټاکلې شوه ـــ نن د غفور او اورنګ خطونه راغلي وو چې نن به داخله وشي ـــ عدالت کښې د ليډر د خولې خبر شوم چې سالار صاحب امين جان باندې د مرګ دعويٰ شوې ده. نن پۀ ټول صوبه سرحد کښې د باچا خان د صحت د پاره دعاګانې وغوښتې شوې او احتجاجي جلسې، غونډې او جرګې وشوې.

06 اکتوبر: نن ئې سالار امين جان صاحب پۀ 302 کښې جېل ته راوستو. د ليډر خبره رښتيا شوه. ما بېګا ډېر عجيبه خوب لېدلے دے. پۀ مېره مې ډېرې ابادې زمکې چې ښۀ ښۀ فصلونه پکښې ولاړ دي، وليدل. خپل پټي کښې مې د جوارو پۀ پټي کښې د هندوانیو بوټي لکه د باغ وليدل چې ښې غټې غټې هندوانې پکښې دي. ځان له جوار مې وليدل چې کۀ واړۀ وو نوهم غټ غټ وګي ئې نيولي وو. بيا مې هم پۀ دغه زمکه د هندوانیو باغ وليدو. غټې غټې هندوانې پۀ کښې شوې وې. ما ترې نه هندوانه وشوکوله. چې ما ته مې کړه نو تکه سره وه.

08 اکتوبر: د لاهور پۀ هائي کورټ کښې د خان عبدالصمد خان پۀ مقدمه کښې د صفایۍ ګواه؛ ما پسې خبر شوے ؤ، ولې خان کاکا نور نومونه غوره کړل او زما نوم ئې ترې نه پرېښودو نو زۀ لاړ نۀ شوم.

10 اکتوبر: نن زمونږ د جېل د والي بال ټيم د ګورنمنټ سکول نمبر 3 د والي بال ټيم سره مېچ وشو. مونږ وګټله. د سکول ټیم له مو چاے هم ورکړه.

15 اکتوبر: نادر او احسان الله ملاقات له راغلل. زېدالله او طوفان صاحب او غفور هم د سوات نه راغے. سبا د دوو کسانو پهانسي ده.

18 اکتوبر: نن دولسمه پېشي وشوه. تاڼېدار د جرحې د پاره پېش شو. هغۀ بیخي انکار وکړو چې ما هډو د کريم پۀ مقدمه کښې تفتيش کړے نۀ دے. دېرشم بل تاريخ مقرر شو. پۀ دې ورځ به بحث کېږي.

21 اکتوبر: پۀ لاهور کښې فېروز خان نون ووئېل.

For him, “”Pakistan Islamism was more important than ‘Pan Islamism’ and the welfare of the Pakistani Muslims had prepare to any other matter.”

Pakistan Times, Dated: 21-10-1957

27 اکتوبر: نن مې د پېښور جېل دننه د کوز حوالات د برج نه د فرنټئیر شريک ټيم د پوليس ټيم سره د هاکۍ مېچ وکتو.

28 اکتوبر: نن مې د کوز حوالات د برج نه د پاکستان د اولمپک هاکي ټيم کوم چې به اسټرېليا ته ځي، د فرنټئیر کمبائنډ ټيم سره پۀ لوبه وليدو. زما خو خوښ نۀ شو. څۀ ښۀ ټيم نۀ دے. دوه ګوله اولمپک ټيم وکړل او يو ګول فرنټئیر کمبائنډ وکړو.

30 اکتوبر: نن ديارلسمه پېشي د بحث د پاره وه خو بحث ونۀ شو. شپږم نومبر ته بله پېشي کېښودې شوه. نن شاکرالله، حاجي خطاب، غازي امان، حاجي سعيد، ولي، دوست محمد، امان الله، ايوب، خانزاده او نور ګڼ ملګري راغلي وو. ولي ووئېل ‘د باچاخان ګواهانو پۀ لسټ کښې مې نوم راغلے دے، لاهور ته به ځم.

نن يهود د مصر پۀ علاقه اوړېدلے. دوي د سویز نه شل ميله کښې پۀ مورچه کښې پراتۀ دي.

6 نومبر: نن څوارلسمه پېشي وشوه. بحث وشو. زما پۀ بيان ښۀ بحث وشو. خو فېصله دا وشوه چې زما وکيل به ليکلے جواب ورکوي. ګڼ خلق راغلي وو. بله پېشي به پۀ دولسم وي.

9 نومبر: نن بيا د لاهور هائي کورټ نه اطلاع راغلې ده چې زۀ به د باچا خان د صفایۍ د شهادت د پاره پۀ دوه ويشتم د دې مياشت سحر نهه نیمې بجې لاهور ته ځان رسوم. جېل والو د نولسم تاريخ د پاره د پوليس انتظام کړے دے. زۀ به ډسترکټ جېل لاهور ته ځم.

12 نومبر: نن پنځلسمه پېشي وه. د وړاندیني ډپټي کمشنر پۀ ځاے فريد الله شاه باچا راغلے ؤ. مقدمه چلول ما غوره نۀ کړل نو د مثل د کتو د پاره تاريخ بدل شو. هسې هم زما پۀ دوه ويشتم پۀ لاهور هائي کورټ کښې پېشي ده، پۀ نولسم به ځم. د دولسمې درېم تاريخ مقرر شو. ګڼ خلق راغلي وو.

18 نومبر: نن مير غلام قادر خان صاحب جام لسبېله سره د سعيد خان جرنېل جېلخانه جات جېل ته راغے. ما سره پنځلس منټه کښېناستو. هغه دغه خبرې وشوې. ما ورته د هريپور د جېل نه د ټي بي مريضان او پۀ جېلونو کښې د قېديانو پۀ مشقت کښې د مزدورۍ يعني د ګټې حصه دا تجويزونه وړاندې کړل؛ ښه خو ئې راته وکړل نور به کتے شي. وئيل ئې باچا خان ښۀ روغ دے.

19 نومبر: نن د اتو بجو سحر پۀ ګاډي کښې لاهور ته د دوه ويشتم د پېشۍ د پاره روان شوم. اتۀ بجې د شپې لاهور ته ورسېدم. لاره ډېره پۀ ارام تېره شوه. سټېشن کښې د پوليس لارۍ ولاړه وه، جېل ته ئې بوتلم. لاره کښې پۀ برېګنزا کښې لږ ایسار شوم. ولي سره خبرې اترې وشوې. سي اٰئي ډي والو نه خبر شوم چې باچا خان ناروغه دے او هسپتال کښې دے.

20 نومبر: بېګا نهه بجې د شپې بورسټل (کوټ لکپت) جېل ته ورسېدم. داروغه راته ناست ؤ. د هستپال خوا کښې د قصوري چکۍ پۀ احاطه کښې ئې راله ځاے جوړ کړے ؤ. يوه چکۍ کښې غسل خانه، بله د سامان، بله کښې زما کټ، مېز، کرسۍ وغېره وو. خدمتي هم راسره ؤ او ګپ شپ له نور خلق هم راغلل. بېډ منټن ئې هم راته لګولے ؤ. ډېر ښۀ وخت به مې تېرېدو. اېم او او ډاکټر به راله تلل راتلل. د خوراک څښاک غور به ئې هم زما ښۀ کوۀ. ډېر ښۀ جېل دے. بېنډ باجا، د لوبو بندوبست، د ليک لوست، د وړلو انتظام ټول ډېر ښۀ ؤ. صفائي هم ډېره ښه وه. فضل امجد وغېره داروغه ګان ئې ښۀ وو. لوے داروغه کټر پنجابے کلنکار ؤ.

21 نومبر: د باچا خان د ملاقات د پاره جرنېل جېلخانه جات ته چیټۍ. ورځ ښه تېره شوه. طوفان صاحب، غازي، مير دل خان، سرانجام او بيا مازيګر سالار امين الله خان ملاقات له راغلے ؤ.

22 نومبر: نن د پوليس جيپ راغے. زۀ پکښې ښۀ لکه د خان پۀ شان کښېناستم او ميو هسپتال ته د باچاخان ملاقات له لاړم. ورځ مې ورسره تېره کړه. بيا ماښام بېرته راغلم. باچاخان راله سنګترې راکړې. باچا خان اوس لږ ښۀ دے خو بې وټه جوړ نۀ دے.

23 نومبر: نن ورځ ښه تېره شوه. څۀ خاص خبره تېره نشته. جام صاحب لسبېله بورسټل جېل ته راغلے ؤ. ما له هم راغے. ګپ مو ولګوۀ.

24 نومبر: وخت ښۀ تېر شو. بورسټل جېل د هلکانو جېل دے. دلته مې هندوان، سیکهان هلکان وليدل، بې پاسپورټه پاکستان ته راتلل نو ونېوے شول. ما ورته ووې چې د خرۀ زامنو! دلته زمونږ ځاے نشته چې مسلمانان يو نو ستاسو به څۀ ځاے وشي؟ دا دے د ملک د خدمت پۀ تور جېل کښې ناست يو. تاسو خو زمونږ د ملک دښمنان يئ. یوې خبرې پۀ ما ډېر خراب اثر وکړو او هغه دا چې دلته د قندهار یو هندوکے چې هندوستان ته بې پرمټه تللو نو ونېوے شو. هغه بې د پښتو فارسۍ نه پۀ بل څه نۀ پوهېدو. د پوسټل جېل هلکان چې پنجابيان دي، ده سره ئې ډېر ضد کوۀ او ټکوۀ به ئې ځکه چې دۀ پښتو وئيله؛ ولې هغه نورو هندوانو سیکهانو هلکانو سره به ئې ښۀ پۀ مينه محبت ګپ شپ لګوۀ ځکه چې پنجابيان هندوان سیکهان وو. رښتيا چې د ژبې پۀ لاس د قامونو وېش شوے دے، د مذهب پۀ لاس نۀ.

26 نومبر: نن مې د بورسټل جېل اېم او سره ګپ ولګوۀ. ډېر ښۀ سړے دے. ما ډېر انکار وکړو خو زما د پاره ئې د هسپتال نه پۍ اګۍ وغېره ولګول. ورځ ښه پۀ ګپ شپ تېره شوه.

27 نومبر: نن نهه نیمې بجې هائي کورټ ته لاړم. د تللو پۀ وخت کښې جېل والو ووئېل چې تۀ به د عبدالصمد خان سره پۀ يوه لاره نۀ ځې ځکه چې مونږ ته داسې حکم دے. ما وئيل چې هائي کورټ کښې به مونږ یو ځاے ناست يو. وئيل ئې مونږه د هغه ځاے ذمه وار نۀ يو. هائي کورټ کښې باچاخان او عبدالصمد خان دواړو سره یو ځاے ناست او ډېر ښۀ ملاقات سره وشو. امير محمد، ولي، عبدالستار صاحب، طوفان صاحب، مهردل خان نور ډېر ملګري فضل خان د چارسدې ټولو سره ملاقاتونه. واپس درې بجې بورسټل ته. جج حکم وکړو چې ما پېښور ته واپس ولېږي او پۀ دولسم مې هائي کورټ کښې بيا پېش کړي. د بورسټل داروغه مازيګر ټول جېل کښې وګرځولم.

28 نومبر: نن مې د جېل د ورکوټي ډاکټر سره ډېر ګپ ولګوۀ. بيا بنګالے هم راغے. وخت ښۀ تېر شو. يوه بجه سړے راغے، وئيل ئې پېښور ته د تلو تياري وکړه. اخر دا چې څلور بجې لارۍ راغله او زۀ ډسټرکټ پوليس لائنز ته راغلم. د انټر کلاس ټکټ تيار شو او زۀ اتۀ بجې ګاډي کښې کښېناستم او پېښور ته روان شوم.

29 نومبر: نن سحر وختي پاو باندې اووۀ بجې لاهور نه پېښور ته راورسېدم. لاهور دومره يخ نۀ ؤ. پېښور ډېر زيات يخ دے. ملګري ټول ډېر زيات خوشحاله شو.

30 نومبر: اکرم خان دوي ملاقات له راغلي وو. حاجي صاحب هم ورسره ؤ.

سوال دا دے چې مونږ څۀ غواړو؟ پۀ دې حقله زمونږه نيت صفا او روغ دے. مونږ خپل ژوند د جمهوريت يعني اولسي حکومت د پاره وقف کړے دے. پۀ دې غرض مونږ د پېرنګي خلاف یو شاندار جنګ کړے دے. پۀ دې غرض مونږ د کانګرېس ملګرتيا کړې ده. نو پۀ دې وجه مونږ د هغه وخت ليګ او جميعت علماء د ځان نه شړلي وو او کانګرس پۀ ملګرتيا نيولي وو او ځکه پۀ دې ملګرتيا مونږ قطعاً ستومانه نۀ يو. نن هم مونږ د حکومت نه دغه مطالبه کوو چې پۀ دې ملک کښې به اختيار د اولس وي د پولس به نۀ وي. مونږ فېصله کړې ده چې دا ملک به جمهوري وي. عدالت به هغه څۀ کوي څۀ چې د اولس خوښه ده. دا نۀ چې څۀ د مرزا، دولتانه، ډاکټر ګورماني خوښه ده. دا تشه دعويٰ نۀ ده، مونږ پۀ دې خپل ځان او خپل بچي خوار کړي دي. اوس هم پۀ دغه ځاے ټينګ ولاړ يو او هر ازموده ازمولي يو.

ځکه چې دا وطن د ګورماني، مرزا،سهروردي او ډاکټر نۀ دے. محترمه! د انصاف پۀ کرسۍ ناسته ښاغليه! دغه زما ارادې دي او د دغه ارادو د پاره ما خپل ژوند پنځویشت کاله وروستو پرېښودے دے او کۀ دا جرم وي نو دا جرم باچاخان نۀ، ما کړے دے او زۀ به ئې (بیا هم) کومه.

1 دسمبر: د داود خان او سهروردي مشترکه اعلان د پښتونستان.

2 دسمبر: [د ډائرۍ د پاڼې پۀ سر پۀ ګو ټ کښې ليکل شوي دي]

‘Peaceful coexistence

لنا اعمالنا و لکم اعمالکم’

نۀ پوهېږم چې هغه به کومه ورځ وي چې د اقتدار پۀ نشه مست او د وزارت پۀ نيلي سوارۀ به دا خبر ه ومني چې نور خلق هم پۀ دې وطن کښې داسې شته چې هغوي هم هغه هومره پۀ دې ملک خفه کېږي او هغوي باندې د دې پاکې زمکې لېونۍ خاوره هم دغه رنګې ګرانه ده څومره چې پۀ دوي ده او دوي به پۀ دې غرض د ستنې د سوم هومره داغ هم نۀ وي زغملے او د نورو خلقو د وطن پۀ ننګ سینې غلبېل غلبېل شوي او ماتې پښتۍ ګرځي.

يو اېن او د انساني حقوقو چغې ولې وهي؟

3 دسمبر: نن شپاړسمه پېشي وشوه. بس تاريخ بدل شو او بل تاريخ شلم کېښودے شو، ځکه چې زۀ به پۀ دولسم د لاهور پۀ هائي کورټ کښې بيا د باچاخان پۀ مقدمه کښې عدالت ته ځم. اجمل خټک او اعظم خان دوي راغلي وو. وروستو بيا سپين او عبدالخالق دوي راغلل. ګپ شپ مو ښۀ ولګوۀ.

4 دسمبر: نن کوثر او صديق دوي ملاقات له راغلل. زېد الله هم ورسره ؤ. ولي وړۍ ورکړې وه دوه پونډه. نورې ډېرې خبرې وشوې.

5 دسمبر: غفور له مظفر هغه د جینکو د کوټونو کپړه چې ما نه لاهور کښې پاتې شوې وه، هغه ئې ورکړې وه او مظفر ورله پۀ خپلې نوې جوړه جرابې هم ورکړې، ډېرې اعليٰ جرابې دي.

6 دسمبر: نن پۀ ډيلي کښې ډاکټر امبېډکر پۀ حق ورسېدو.بختور ؤ، د جمعې شپه ورله خداے ورکړه. نن د ډهېري جولاګرام مکرم خان ملاقات له راغلے ؤ.

د ګولې غورځولو نخښه (رېکارډ) د امريکي يو زلمي کېښوده چې دنيا کښې ورته لا تر اوسه څوک نۀ دے رسېدلے.

7 دسمبر: نن راته سپرنټډنټ ووې چې باچاخان پۀ هائي کورټ کښې خپل ډيفنس پرېښودو نو هائي کورټ تا دولسمې پېشۍ له اوس نۀ غواړي. هغه ډي سي ته چیټۍ رالېږلې ده او ډي سي ما ته چیټۍ ليکلې ده نو تۀ به پاتې یې.

12 دسمبر: د باچا خان د مقدمې پۀ باره کښې د ګواهۍ د پاره د لاهور پۀ هائي کورټ کښې پېشي.

اوس کس کا پیام لائی ہے؟

ان فضاؤںمیں کون روتا ہے؟

14 دسمبر: نن شېدا او عزيز راغلي وو.

19 دسمبر: نن جاپان د قومونو د جرګې غړے وټاکلے شو.

نن د باچا خان پېشي وه. قيوم پکښې بيان ورکړو. هم هغه وړومبي غول ئې ؤخوړل. دروغ بکواس چې باچا خان فقير ایپي له تللو او بابړه کښې سرخپوشو وړومبۍ ډزې کړې وې.

20 دسمبر: نن اوولسمه پېشي وشوه. ټوله ورځ انتظار انتظار. اخر دوه بجې ټیلېفون راغے چې تاريخ بدل شو. چو اېن لائي بله ورځ راځي، د هغۀ انتظام او بندوبست کښې ناوزګاره يم نو اووم تاريخ د نوي کال شو. ملګرو سره ګپ شپ. نن مې پۀ دې اووۀ اتۀ میاشتو کښې پۀ اول ځل بهر ډوډۍ وخوړه. ډوډۍ څۀ؟ چاے کباب!!!

29 دسمبر: نن راباندې بله مقدمه جوړه کړې شوه. هغه د پښتونستان کتاب چې پولس پۀ تالاشۍ کښې وړے ؤ، نن ئې نتيجه راوړه. 167 سېکشن کسټډي کښې به پۀ څلورم تاريخ د اسسټنټ کمشنر پۀ عدالت کښې پۀ پېښور جېل کلب کښې پېشي وي.

30 دسمبر: ‘شکور ګلونه’ کۀ ‘ځولۍ ګلونه’؟

شکور ډوډۍ مو اورېدلې ده ولې شکور ګلونه مو نۀ وو اورېدلي.

زما د کتاب نوم ‘ځولۍ ګلونه’ ـــــ

کہیں نظر نہ لگے ان کے دست و بازو کو

یہ لوگ کیوں میرے زخم جگر کو دیکھتے ہیں

غالب

غلام محمد خان لوند خوړ سره د ملګرو پېنډۍ جېل ته چالان.

ياداشت ماه دسمبر:

اب ان سے تشنگی کا کوئی کیا گلہ کرے؟

انگڑائی لے کے کہتے ہیں ہم جام بن گئے

مخمور جالندھری

اپنی حیات بھی کہاں اپنی حیات ہے

ایسے جئے کہ زیست پہ الزام بن گئے

ہمیں دیر و کعبہ سے کیا واسطہ

جبیں کو تیرا آستان مل گیا

نپٹ لیں گے تجھ سے بھی صیاد ہم

چمن میں اگر آشیاں مل گیا

نکالنا تیرا میکدے سے ہمیں

یہ کم بخت زاہد کہاں مل گیا؟

طوفِ کعبہ کیجئے سیرِ کلیسا کیجئے!!!

یہ تذبذب چھوڑئیے، کیوں کیجئے؟ کیا کیجئے؟

سورہے ہیں چین سے وہ خواب گاہ ِناز میں

احتیاط اے نالۂ شب گیر! ہونی چاہیے

 

دا هم ولولئ

باچاخان ټرسټ اېجوکېشن فاونډېشن د نوي سحر پۀ تلاش – ډاکټر سهېل خان

د باچاخان ټرسټ جوړول د سل کلن قامي تحريک هغه مرام ؤ چې بنسټ ئې …