سعادت خان جلبل، ډ. سهیل خان

د پښتنو خاوره د هر قسم قدرتي وسائلو نه ډکه ده. دې سره پۀ بشري صلاحيتونو هم غني ده. خو بيا هم د قدرتي وسيلو مقابله کښې ئې د علم او فکر مېدان نيمګړے نېمه خوا دے. بله خبره دا ده چې پښتنو کښې انفرادي هڅې د تاريخ پۀ پاڼو کښې ډوبې دي، يا دا هم کېدې شي چې علم وفنون دا ځانګړتيا کمه هم وي. البته اجتماعي تحريکونو باره کښې خو مونږه دا پۀ دعوې سره وئيلے شو چې دا کم دي. د پښتنو تاريخ د دغه اجتماعي تحريکونو او شخصياتو تجربې پۀ خپله لمنه کښې خالي کړي دي. دې تحريکونو د اجتماعيت روغې جوړې ، وطن پالۍ ، واکمنۍ او ازادۍ له پاره کار کاوۀ او د دوي د ژوند بنياد پۀ پښتونولۍ ولاړ ؤ. انجمن اصلاح الافاغنه او خدائي خدمتګار تحريک د پښتنو پۀ تاريخ کښې تر ټولو ډېر پياوړي اجتماعي تحريکونه وو او د دې دوه لوئې وجې وې؛ يو دا چې دې تحريک د پښتنو د ټولنيز ژوند شلېدلے څادر وګنډلو. دوېمه دا چې ګڼ شمېر همه جهت شخصيات او مشران ئې راپېدا کړل. د انجمن اصلاح الاافاغنه بنياد چې کله کښېودے شو او پۀ يکم اپرېل۱۹۲۱ء د وړومبي ازاد سکول بنياد کېښودے شو نو د هشنغر او خواوشاه سيمو قام مئين خلقو خپل بچي دې کښې داخل کړل.

کۀ يوخوا پۀ دې کښې عبدالولي خان غوندې زيرک، مدبر، دانشور، سياستدان، نو بل خوا ئې د پښتنو ادب پنګه دومره درنه کړه چې ماسټر کريم غوندې اديبان هم د دې سکول پۀ تخليقي ماحول کښې ځان وسپړدو. ماسټر کريم سره پۀ سکول د اتمانزو کلي يو بل ماشوم هم حکمت خان کاکا داخل کړو چې نوم ئې سعادت خان ؤ او تخلص ئې جلبل ؤ. سعادت خان جلبل پۀ کال 1914ز کښې سترګې غړولې وې پۀ خټه محمد زے ؤ. پۀ کال 1922ز کښې پۀ ازاد هائي سکول اتمانزو کښې داخل شو. دې نه مخکښې پۀ ازاد سکول ترنګزو کښې داخل شوے ؤ. لۀ بده مرغه پۀ 1933ز کښې پۀ ازاد سکول ترنګزو چا قبضه واچوله نو ټول زده کوونکي ازاد هائي سکول اتمانزو کښې داخل کړے شول. پۀ دې حقله عبدالاکبرخان اکبر پۀ خپل کتاب “د برصغیر پاک و هند پۀ ازادۍ کښې د پښتنو برخه” کښې وائي چې “جلبل صاحب پۀ ترنګزو هائي سکول او بيا پۀ اتمانزو کښې سبق وې، لا ډېر وړوکے ؤ چې دے او عبدالکريم به مونږه ځان سره جلسو ته بوتلل. ډېر خوش اوازه ؤ . کريم خان او سعادت خان اوس هم ښۀ خدائي خدمتګار دي. څو څو واره قېدي شوي دي.” مخ 322

  • ادبي خدمات:

د سعادت خان جلبل ځينې ليکونه چاپ دي او ځينې ناچاپه چې څۀ پۀ دې ډول دي:

د مزدور دنيا )چاپ کال 1942ز(

پاک زړګے )چاپ کال 1963ز(

وروستے پار )چاپ کال 1967ز(

سپين سحر )چاپ کال 1971ز(.

هم دغسې ناچاپه اثار ئې “قامي ګلونه” او د “ملتان پنجره” پۀ نوم پراتۀ دي.

فني خدمات:

د عبدلاکبر خان اکبر ډرامه “تربور” پۀ کال 1926ز پۀ اتمانزو کښې سټېج شوې ده. دې ډرامه کښې سعادت خان جلبل د يتيم هلک د مشر ورور کردار ادا کړے ؤ. پۀ کال 1927ز کښې هم د ازاد سکول اتمانزو سالانه جلسې کښې ډرامه “تهذيب جديد تعلیم جديد” سټېج کړې شوې وه. دې کښې سعادت خان جلبل پۀ کورس کښې ملي او قامي سندرې وئيلې وې. پۀ کال 1928ء کښې پۀ پېښور کښې د جمعيت علماء هند پۀ کليزه کښې سعادت خان جلبل د نورو ملګرو سره دا نظم اورلے ؤ:

د خداے د پاره عالمانو!

مونږه روان کړئ پۀ يو لاره

مونږه ډوبېږو مونږ غرقېږو

کۀ اواز يوکړئ خداے د پاره

هم دغسې د امير نواز خان جليا پۀ ډرامه “درد” کښې هم سعادت خان جلبل کردار ادا کړے ؤ.

سعادت خان جلبل او قېد و بند:

د قيصه خوانۍ د واقعې نه پس د جلبل صاحب د ګرفتارۍ وارنټ هم جاري شو، ولې سعادت خان جلبل ګرفتاري ورنۀ کړه او بدل کښې انګرېزانو د هغۀ سپین ږیرے پلار حکمت خان کاکا قېد کړو. پلار ورته د جېل نه خبر ورکړو چې قامي خدائي خدمتګار ټول جېل کښې دي خو د قامي مشرانو غېر موجودګۍ کښې د ازادۍ تبليغ جاري ساته. د ګاندهي ارون پېکټ لاندې وروستو حکمت خان کاکا رها کړے شو.

کال 1931ز کښې يو ځل بيا د سعادت خان وارنټ جاري شو. پوليس د دۀ پۀ کور چاپه ووهله خو چې د دۀ عمر او جذبې ته ئې وکتل نو ګرفتار ئې نۀ کړو. پۀ کال 1932ز کښې د شاه ډهنډ مېرې نه ګرفتار کړے شو چې د چارسدې مجسرېټ عبدالغفور خان ورته د تعيلم حاصلولو نصيحت وکړو. هغۀ ته ئې پۀ جواب کښې دا ټپه وليکله:

تعليم به هله بيا کومه

چې د وطن پۀ ازادۍ مشرّف شمه

د دې ټپې پۀ جواب کښې مجسرېټ هغه درې کاله قېد کړو.

درې واړه کاله ئې د هري پور جېل کښې تېر کړل. پۀ کال 1935ء کښې ئې عبدالطيف افندي صاحب سره ”طوطئ“ ازاد سکول جوړ کړو چې پۀ بدل کښې د ملاکنډ پوليټيکل اېجنټ افندي صاحب او جلبل صاحب ګرفتار کړل. جلبل صاحب څو ورځې د هري چند بنګله کښې او بيا وروستو ملاکنډ کښې بندي ؤ. پۀ 1942ز کښې انګرېز د جلبل صاحب کور وسېزو چې پکښې ئې ټوله غله ايرې ايرې کړه.

پۀ 1961ز کښې د اسلامي جمهوريه پاکستان رياست ګرفتار کړو او مجسټرېت ته ئې پېش کړلو. مجسرېټ ترې تپوس وکړو چې دلته تۀ د افغانستان اېجنټ ئې. جلبل صاحب ورته ووئیل چې زۀ خو یو خدائي خدمتګار یم، اېجنټ به تۀ ئې چې سرکار نه تنخا اخلې؛ پۀ دې ځواب ئې د درې کاله قېد حکم ورکړو.

د پېښور، کېمبل پور، ملتان او ډېره اسماعيل خان جېلونه ئې پرې وکتل. اخر کار سعادت خان جلبل پۀ 17 اګست 1979ز کښې وفات شو.

د شاعرۍ نمونې ئې څۀ پۀ دا ډول دي:

چې غېږ له مې راځې نو پښه نيولے مۀ راځه!

پۀ ټيټه ټیټه ما له پښه نيولے مۀ راځه!

شډلې پښتنې سترګې دې ولې دي سرې شوې؟

کتے دې مخ ته نۀ شم ژړېدلے مۀ راځه!

چې وار دې خطا نۀ شي غماز هېڅ کولے نۀ شي

د وېرې ساه نيولے بوږنېدلے مۀ راځه!

نۀ کېږي نۀ ده شوې د اوښانو غلا پۀ ټيټه

تهمت کښې ملامته غرېو نېولے مۀ راځه!

پۀ رنګ د مينې رنګ شه د تهمت نه مۀ وېرېږه!

موسکے موسکے راځه! پۀ غم لړلے مۀ راځه!

راځه چې دواړه کښېنو د زړۀ ووايو حالونه

د لاسه د رقيب زړګے داغلے مۀ راځه!

خبر درباندې نۀ شي د بېلتون جاسوسان ګرځي

جلبل له پۀ رڼا ورځ مونډ ختلے مۀ راځه!

د ظالم پۀ يو قدم به وس پرې نۀ ږدم

لاس کښې به واخلمه توره د توکل بيا

چې ژوندے يم نو پۀ قام به هم ژوندے يم

کۀ شهيد شومه نو شم به يو پۀ سل بيا

سرې سر وټکې ورته ښکاري سرۀ ګلونه

چې چالان شو د وطن پۀ سر جلبل بيا

ـــــــ

دا هم ولولئ

باچاخان ټرسټ اېجوکېشن فاونډېشن د نوي سحر پۀ تلاش – ډاکټر سهېل خان

د باچاخان ټرسټ جوړول د سل کلن قامي تحريک هغه مرام ؤ چې بنسټ ئې …