خيبر پښتونخوا سره د فاټا ادغام
د جمعې ورځ، مارچ پینځمه نېټه 1948ز نه د زیارت ورځ، د مۍ څلیریشتمه نېټه 2018ز پورې د پنځویشت زره شپږ سوه اووۀ څلوېښت ورځو سفر ــــ د جمعې ورځ پینځم مارچ 1948ز هغه ورځ وه چې فخرِ افغان باچاخان د پاکستان قانون سازه اسمبلۍ کښې د پښتنو د یو جغرافیائي وجود مطالبه مخې ته ایښې وه او پینځویشت زره شپږ سوه اووۀ څلوېښت ورځې پسې د تېرې مۍ د میاشتې څلیریشتمه نېټه هغه ورځ وه چې د پاکستان مرکزي اسمبلۍ خېبر پښتونخوا سره د فاټا د ادغام فېصله وکړه. هر څو کۀ ‘ازاد قبائیل’ یادېدل خو د تک تور اېف سي اٰر ولقه کښې د بنیادي انساني حقونو نه محروم اولس ته د انسانانو پام قدرې نۀ کېدو. اوس ئې د دعوې ځاے هم ښکاره شو او د خپلو وروڼو پښتنو سره به خپل تاریخي ټاټوبي کښې د یو قانون او یومعاشرتي نظام لاندې ژوند کوي.
د پاکستان دننه د پښتنو د یوې جغرافیائي صوبې د پاره د باچاخان اویا کاله وړاندې شوې مطالبه یوې ساه د پاره هم معطل پاتې نۀ شوه. د ‘ون یونټ’ او ‘ون یونټ’ ماتېدو نه پس هم د پارلېمان دننه او د اولس پۀ وړاندې د دې ائیني مطالبې غږ د پښتون قامي تحریک د منشور مهمه برخه پاتې شوې ده. عوامي نېشنل پارټۍ پۀ خپله تېره حکومتي دوره کښې د قبائیلي مشرانو او نمائندګانو سره دوه پنځوس جرګې د تاریخ حصه ده. کله چې هم پۀ دغه سیمو کښې کومه انساني المیه مخې ته راغلې ده، غېر حقیقت پسندانه اپروچ سره د اولس ذهنونه د سیمې د اصلي مسئلو نه د تمبولو هڅه شوې ده، خو عوامي نېشنل پارټۍ دا مونډیز موقف وړاندې کړے دے چې کۀ د دغه سیمو د اولس کړمنې او ستونزې منځ نه وړل غواړئ نو د دې صرف یو او یو حل دا سیمې خېبر پښتونخوا سره پۀ ائیني او انتظامي توګه یو کول دي.
د نړیوال سیاست او افغانستان کښې د روان جنګ دننه د مختلفو طاقتونو د مفاداتو خیال او پۀ دې جنګ کښې د پاکستان کردار او تزویراتي پالیسي د خېبر پښتونخوا سره د دې سیمو د ادغام پۀ لاره کښې لوي خنډونه وو. حالات پۀ مخ روان وو او عوامي نېشنل پارټي پۀ خپل تاریخي او منطقي دریځ ولاړ د حالاتو سمت بدلولو کښې بوخت وو. پرون چې کومو قوتونو د ‘پښتونخوا’ نوم نۀ زغملو، نن هغه قوتونه هم د ادغام غږ سره ودرېدل. دا د عوامي نېشنل پارټۍ د اصولي او اخلاقي سیاست یوه لویه لاس ته راوړنه ده. ملي مشر اسفندیار ولي خان قام ته د مبارکۍ ورکولو پۀ وخت ووئیل، ‘دا صوبه اوس ‘خېبر پښتونخوا’ شوه.’ د دې خبرې پۀ معنوي اړخونو به سیاسي پوهه لرونکي پوهه شوي وي.
د دې ادغام عمل کښې راتلونکي خنډونه او وخت پۀ وخت د مرکزي واکمن ګوند تیندکونه د دې ادغام د اهمیت څرګندونه کوي. کۀ د دوو ګوندونو پۀ استثناء سره، سیاسي ګوندونو هم غوښتله او پوځ هم غوښتله نو بیا دا ادغام د دومره ځنډ ښکار ولې شو؟ دا هر څۀ د دې مسئلې د نزاکت او اهمیت څرګندونه کوي.
د ادغام اعلان نه پس هم څۀ خبرې داسې دي چې هغه سپیناوے غواړي، څۀ نکتو کښې اوس هم کږلېچونه او ابهامونه منځ کښې پرېښودے شوي دي ــــ د عوامي نېشنل پارټۍ واضح موقف دا دے چې هېڅ ډول ائیني او انتظامي کږلېچ او ابهام دې نۀ وي. ادغام دې ټول پۀ ټوله وشي او داسې نۀ چې کۀ حکومت یو ځاے غواړي نو اصلاحات دې نافذ کړي او کۀ بل ځاے نۀ غواړي نو نۀ دې نافذ کوي. یوه خبره چې ډېر ښکاره ئې تحفظات زېږولي دي، دا ده چې پۀ د دې کال پۀ دولسمه جنورۍ مرکزي اسمبلۍ د پېښور هائي کورټ او سپریم کورټ دائره کار )پخوانۍ( فاټا ته د غزولو بِل منظور کړے ؤ، پۀ پینځلسم اپرېل سېنټ دغه بِل منظور کړے ؤ خو د دې کرښو لیکلو پورې مونږ سره صرف دا معلومات دي چې د پېښور جوډیشل کمپلکس نه تېره میاشت )پخوانۍ( فاټا کښې عدالتي نظام قائمولو د پاره پۀ انتظامي چارو د لګښت ابتدائي رپورټ لېږلے شوے دے. دا څۀ معنٰي لري؟ اٰیا دا نۀ ثابتوي چې د اسمبلۍ او سېنټ نه پس، د صوبائي اسمبلۍ نه هم د ادغام د بِل پاس کېدو وروستو به دا عملي کولو د پاره نور غائب لاسونه د ځنډ کوشش کوي؟
دا ټولې خبرې به د کوم کږلېچ او ابهام پرته یو مخیز حل غواړي. لکه څنګه چې ائین دا حق تسلیموي، د دغه سیمو پۀ زمکه، پۀ غرونو ځنګلونو او معدنیاتو به د ځائي خلقو حق تسلیمولے شي. د ادغام د پاره د شوي سیاسي جدوجهد خواري دې څوک هم پۀ کومه کنسپائرېسي نۀ لاهو کوي. دا وئیل چې ‘اوس اسټېبلشمنټ دا غواړي’، کله هم یوه منطقي توجیه نۀ ده ـــ د ادغام د پاره د پاکستان قانون ساز اسمبلۍ کښې د باچاخان مطالبه د یو تاریخي استشهاد او پۀ نویمه لسیزه (90s) کښې پېش کړے شوے قرارداد د سیاست د مطالبې دلیل دے. دا وخت پاکستان د خپلو تاریخي غلطیو د کفارې پۀ درشل ولاړ دے، نن پاکستان هغه ‘جهاد’ ته فساد وائي چې زمونږ مشران به ئې پرې غداران، د هندوستان جاسوسان، د روس پلویان او د افغانستان لاسپوسي بلل ـــ نن ښکاره د ترهګرۍ خلاف غږونو، روس سره د ښۀ تعلقاتو د پېل هڅې او د سیمې امن د پاره د جهادي بیانیې نه پۀ شا کېدو سره د پاکستان ریاست غېر اعلانیه طور دا تسلیموي چې د باچاخان د خبرې، د خان عبدالولي خان د دلیل او د اسفندیار ولي خان د مطالبې پۀ ضد اخستے شوے هر قدم غېر عقلي او غېر منطقي ؤ. نن پاکستان هغه کرښه باندې سر ايښے دے چرته چې د پښتنو غېر فطري تقسیم ختمېږي.
یو دېرشم ائیني ترمیم یو تاریخي اقدام دے ــــ مونږ دا هیله لرو چې دا به پۀ کاغذ یو څو تور ټکي نۀ وي، دا به د دې خاورې د امن، سوکالۍ او تهذیب پله د یو سفر تمهید وي. د جنګي اقتصاد د پاده د دې خاورې د استعمال اراده به ترک کولې شي او دا خاوره به ‘د اېشیاء د زړۀ’ پۀ لاره ‘د امن کوریډور’ پرانسته وي. پاکستان به د دې ادغام تر لارې امن خوښې نړۍ له دا پېغام ورکوي چې پاکستان پۀ دې سیمه د جنګي عملیاتو لړ کښې خپلې لمن نه هر داغ وینځل غواړي چې نتیجه کښې ئې د چین غوندې دوست او ایران غوندې بردار اسلامي ملک هم د پاکستان پۀ ضد ووټ کوي.
د ډېورنډ د کرښې پۀ حقله د افغانستان لۀ خوا احتجاج د بېن الاقوامي سفارتي کوډ برخه ده. د ډېورنډ کرښې متنازعه حېثیت باندې د افغانستان او پاکستان د ریاستونو تر منځه خبرې نه یو اړخ ته؛ افغانستان او پاکستان کښې د روانې ترهګرۍ پۀ شا چې د دې سیمې څنګه استعمال او استحصال کېږي، د ادغام سره دغه شدت کښې د کمي راتلو باور ساتلے کېدے شي او دې د پاره د ادغام نه پس راتلونکي صورت کښې باید دواړه ګاونډي هېوادونه دا حقیقت تسلیم کړي چې کۀ د دې سیمې اولس ته د یو پُر امنه، سوکاله او مهذب ژوند اختیار ورنۀ کړے شي نو د کرښې دواړو خواو ته به هم ترهګري د یوې قبولې شوې ښېرې پۀ توګه کورونه ورانوي.
د قبائیلي سیمو خېبر پښتونخوا سره د ادغام نه پس د عوامي نېشنل پارټۍ د مرکزي صدر، ملي مشر اسفندیار ولي خان پۀ حکم ټوله پښتونخوا کښې د باجوړ نه تر کوئټې جشنونه ونمانځلے شول. عوامي نېشنل پارټي د دغسې جشن نمانځلو ویاړ او حق دې لړ کښې د خپل تاریخي کردار لۀ مخه لري.
‘پښتون’ د قبائیلي سیمو خېبر پښتونخوا سره ادغام د پاره د عوامي نېشنل پارټۍ د ټولو مشرانو، عهدېدارانو او کارکنانو مننه کوي چې دا تاریخي پړاو ئې تر سره کړو. دې لړ کښې چې کومو سیاسي ګوندونو او ټولنیزو ادارو، سره د پوهانو، لیکوالانو، شاعرانو، منورینو، صحافیانو، زلمو او پېغلو دې لړ کښې خپل غږونه د عوامي نېشنل پارټۍ او د قبائیلي سیمو د اولس سره ملګري کړي دي، ‘پښتون’ ورته د باچاخان پۀ لویه سپېځلې اروا مبارکي وائي.
د قبائیلي سیمو د خېبر پښتونخوا سره د ادغام مبارکۍ اخستلو سره سره به پۀ ډېرې باریک بینۍ هغه ابهامونه هم مخې سره رڼوو چې د مکمل ادغام او دلته د ائیني او انتظامي اصلاحاتو د نفاذ لاره کښې خنډونه اچوي.
د نګران وزیراعظم د ټاکنې مبارکي او راتلونکي انتخابات
د نګران وزیر اعظم پۀ توګه مرکز کښې د حکومتي ګوند او حزب اختلاف لۀ خوا د نګران وزیر اعظم د پاره د پخواني چیف جسټس ښاغلي ناصر الملک پۀ نامه اتفاق راتلل یو ښۀ فال دے. د راتلونکو عامو انتخاباتو د ځنډېدو پۀ حقله چې کومې اندېښنې وخت پۀ وخت منځ ته راوړې کېږي، داسې نېک فالونه د جمهوریت خوښو زړونو له ډاډ ورکوي. خو بل خوا لا د دې کرښو لیکلو پورې د یوې صوبې لۀ خوا هم د نګران وزیر اعليٰ نامزدګي نۀ کېدل د سیاست المیه ده. پۀ خېبر پښتونخوا کښې د نګران وزیر اعليٰ ټاکلو پۀ حقله راغلي خبرونه هم ملنډه ده چې د حاکم ګوند او حزب اختلاف د یوې مهمې پارلېماني پرېکړې پۀ حواله د غېر سنجیدګۍ عملي تصویر دے. د انتخاباتو ځنډولو د پاره الېکشن کمېشن ته، یا نګران وزیر اعظم ته، او یا سپریم کورټ ته د خواستونو کولو او درخواستونو لیکلو د روایت حوصله شکني پکار ده. دې لړ کښې داسې بیانونه ورکول هم پۀ انتخابي عمل اثر انداز کېدل دي چې د هغې سره د سیاسي ګوندونو انتخاباتي ارتکاز خرابېږي او هغوي د انتخاباتو پۀ حقله د بې باورۍ ښکار کېږي.
پۀ ملک کښې د انتخابات د انعقاد او شفافیت ټولې ذمه وارۍ پۀ الېکشن کمېشن وي او د الېکشن د انعقاد او شفافیت پۀ حواله د بلې کومې ادارې نامه اخستل به نظام کښې duplication مخې ته راوړي چې پۀ یوه حواله هم راتلونکو ټاکنو، سیاست، پارلېمان، اولس او ملک د پاره ښۀ شګون نۀ دے. مونږ د نګران وزیراعظم رېټائرډ جسټس ناصر الملک نه هیله کوو چې خپل نیوټرل کردار لوبولو او الېکشن کمېشن له د معتدل ماحول ورکولو کښې به خپل منصبي کردار لوبوي. سیاسي ګوندونه ډېر پۀ انهماک سره انتخاباتي عمل ته ګوري، باید هېڅ قسم ابهام ته لاره ورنۀ کړې شي او الېکشن کمېشن باندې د کومې ادارې لۀ خوا راتلونکي فشار زائل کولو د پاره دې ګامونه پورته کړے شي. دا د الېکشن کمېشن او نګران حکومت شریکه ذمه واري ده چې ټولو سیاسي ګوندونو له د هغوي منشور او نکات اولس ته رسولو د پاره مساوي موقعې او یو شان سازګار حالات ورکړي او پۀ ټاکلې نېټه د انتخاباتو انعقاد یقیني کړي.
نوي انتخابات 2018 او زړې تراوېح
راتلونکي عام انتخابات به د دې کال (2018) د جولائي د میاشتې پۀ پینځویشتمه نېټه بې واقعې لۀ خدایه کېږي. څومره چې انتخابات ته ورځې نزدې کېږي، دومره د انتخابات لرې وتلو، د انتخابات د ځنډېدلو، د انتخابات د نۀ کېدلو او داسې نورې ډېرې خبرې چاپېره چورلي، بلکې کماحقهمٌ، دې چورلېدو د پاره باضابطه د swing ورکولو اهتمام کېږي.
یو خوا کۀ ډېر پۀ زور شور سره د حسېن حقاني پۀ ‘مېمو ګېټ سکېنډل’ کښې د رابللو د پاره اردو اخبارونه سرخۍ راکاږي نو بل خوا د اصغر خان کېس هم اړوي راړوي. اصغر خان کېس انتخاباتو کښې د بېنظیر بهټو د مخې نیولو د پاره پۀ مبینه توګه د اٰئي اېس اٰئي د مشر لۀ خوا د ‘اسلامي جمهوري اتحاد’ (IJI) رغوڼې د پاره ورکړے شوي امداد باندې ده چې د یوې وېنا مطابق څوارلس کروړه روپۍ یو کم څلوېښت (39) سیاستدانانو ته ورکړې شوې وې ـــ بل روایت د پنځوس کروړه روپیو دے چې دې سره د درې اربه (3,000,000,000) روپیو ‘بِلا ضمانت قرضې’ هم شاملې وې. دا کېس 1996 کښې شروع شو او دوه کاله پس بند کړے شو. بیا دوه زره اتم کښې شروع شو او 2012 کښې بند کړے شو. د مهران بېنک د یونس حبیب نه تر مرزا اسلم بېګ، اسد دراني، نوازشریف او داسې نورو، الېکشن ته نزدې یو ځل بیا دغه زیارت نه منجوري شروع کړې شوه.
پاکستان کښې د انتخاباتو نفسیات هم داسې وي ــــ لویې لویې مسئلې د منځ نه اخوا کړې شي او وړې وړې ډرامې دومره وپړسولې شي چې اصل مسئلې ئې شا ته پاتې شي. داسې وخت کښې زاړۀ مړي قبرونو نه راوځي. د کانز فلم فیسټیول کښې د ماهره خان موجودګي او نهه کاله پس د میرا د نکاح در نکاح خبر هم انتخابي موسم کښې د قراردادِ مقاصد نه زیات اهمیت ولري. دغه روایت کښې د کالاباغ ډېم مړے هم دے. مونږ د انتخاباتو دوران کښې د کالاباغ ډېم د تعمیر د پنجابۍ مطالبې اورېدو کښې سپین ږیري شو. د عوامي نېشنل پارټۍ د 2008 انتخاباتي منشور کښې د ‘کالاباغ ډېم’ فېصله کول وو او دغه فېصله شوې ده. اوس کۀ څوک ‘کالاباغ کالاباغ’ کوي نو دا به هم یو مړي کښې د ساه پوکلو شنډ وقتي کوشش وي تر څو سیاسي کارکنان یوه نان ایشو کښې ونښلوي. سیاسي کارکنان باید دغه زړو رکعتونو کښې د کېوتلو پۀ ځاے خپل سیاسي منشور کور کور، حجرې حجرې، جومات جومات او دوکان دوکان ته د رسولو کوشش وکړي.