کاروان لا روان دے   ( ‌‌‌ډرامه) – ليک: انجنئير اعجاز يوسفزے

د پردې شاته د راوي اواز ( چې الهامي او غېبي دروندوالے پکښې دے):

پښتنو قامي تحريک پۀ شپاړسمه پېړۍ کښي شروع کړے ؤ چې کله لا يورپ هم د قام او قامولۍ نه ناخبره ؤ. پير روښان د پيرۍ او مريدۍ پۀ جامه کښې د مغلو د غلامۍ او استعمار خلاف د پښتنو قامي تحريک پېل وکړو. او د مغلو خلاف ئې پښتنو ته غږ پورته کړو. خو مغلو د هغۀ خلاف بل مسلمان مبلغ اخون دروېزه راپاڅولو. پښتانۀ پۀ دوه مسلکونو کښې تقسيم کړے شو، دواړه يو بل ته کېوتل، او مغلو ئې تماشا کوله. پير روښان د پښتنو نه ارماني داسې لاړۀ چې د څلي درک ئې هم نشته.

   پۀ پير روښان پسې يوه پېړۍ پس خوشحال خان خټک راغے. اول د مغلو نمک خوار منصب دار ‌ؤ او د هغوي لپاره جنګېده، خو چې مغلو بې ګناه بندي کړو او د عزتِ نفس ګوزار ئې پۀ پښتون زړۀ وخواړۀ نو يو بې بها پښتون نېشنلسټ ترې جوړ شو او د افغان پۀ ننګ ئې توره وتړله. خو پښتانۀ پرې را غونډ نۀ شو. خو پۀ پښتنو کښې ئې د قامولۍ فکر وکرلو. د پښتنو د بې اتفاقۍ، د خپلې خېلخانې د بې ننګۍ او د خپل زوي بهرام د غدارۍ نه زړۀ ستړے ګور ته کوز شو.

   پۀ خوشحال خټک پسې دوه سوه کاله پس د هشتنغر د خاورې نه باچا خان راپا څېدۀ چې د جديد پښتون نېشنلزم مجسم تصوير ؤ.

د استعمار ماڼو کښې وير شۀ باچا خان راغے

د پښتنو پۀ مړو رګونو کښې طوفان راغے

د جنګ انداز ئې ؤ بدل پۀ داسې شان راغے

چې بې ټوپکه بې خنجرہ پۀ مېدان راغے

باچاخان د خدمت لۀ لارې قامي تحريک وچلولو، خو د تس نس پښتنو د نفاق، د کانګرېس د درغلو او د پښتنو د مذهب پۀ نوم د غولېدو له لاسه د هغۀ د پښتون د خپلواکۍ او ابادۍ تحريک نيمګړے پاتې شو۔ خو دا تحريک لا دوام لري. دا کاروان لا روان دے.

                کاروان لا روان دے

           ———————————

                   وړومبے اېکټ — پردہ وچتېږي

                ————————

کردارونه:

(۱) خوشحال خان خټک (پۀ جوثه برابر، توره پۀ ترخ، واسکټ اچولے، روايتي پټکے پۀ سر، د خپل تصوير هو به هو د ږيرې سره رعب دار دنګ سړے، د پښتنو سردار.

(۲) همېش ګل — پۀ حجره کښې ناست د دغه خېل سړے چې وضع قطع ئې د کليوال اپريدي پښتون ده.

(۳) شماس — حجرہ کښې ناست د دغه چم بل سړے، د شکل نه کليوال کرونده ګر ښکاري.

نندارہ : د پښتنې حجرې نندارہ. مخامخ يو کټ پروت دے۔ پۀ کټ کښې دوہ سړي ناست دي، يو بل سرہ غلې غلې خبرې کوي۔ پۀ ګړونج د اوبو منګے پروت دے او د خاورو کنډولے پۀ منګي نسکور دے۔

بهر نه د اس د هڼېدو اواز راشي لکه چې څوک د حجرې نه بهر د اس نه کوز شول، او اس ئې بهر ودرولو. يو رعب دار سړے (خوشحال خان خټک) حجرې ته راننوځي.

پۀ حجره کښې ناست دوه سړي د مېلمه پۀ راتلو زر د کټ نه پاڅي،او مېلمه سره روغبړ کوي.

همېش ګل: (مېلمه له غاړہ ورکوي- د خبرو لهجه ئې د اپرېدو دہ) ستړے مۀ شې مېلمه !

شماس : پۀ خېر راغلې ، مشره ! (هغه هم پۀ خپل وار مېلمه ته غېږ ورکړي).

خوشحال خان ( رعب دار اواز) خوار مۀ شئ، پښتنو !

خوشحال خان : (د روغبړ نه وروستو ) تږے شوے وم، ما وئيل چې دې حجره کښې به اوبۀ وڅښکم .

همېش ګل: ( خپل ملګري ته) ورشه هلکه د منګي نه مېلمه له يخې اوبۀ راواخله.

شماس: سر پۀ سترګو۔ دا دے اوس کنډول راډکوم ( د ګړونج لوري ته ځى او ډک کنډول راوړي، خوشحال خان خلې ته کنډول نيسي او پۀ شړپ اوبۀ څښکي لکه چې ‌‌‌‌‌‌ډېر تږے شوے وي) د حجرې دواړہ سړي مېلمه ته پۀ ډېر تجسس ګوري.

همېش ګل: مېلمه ، داسې ښکاري چې د لرې نه راغلے يې، راځه (کټ ته اشاره کوي) پۀ کټ کښې لږ دمه شه.

خوشحال خان : زما تلوار دے، دمه کېږم نه. ‌‌‌‌‌‌هاغه غرونو ته به ځان رسوم (خپل ښي لاس باندې مخې ته لرې اشارہ وکړي)

شماس : مېلمه، مونږ  ؤ نه پېژندې، تۀ څوک يې، او دلته څنګه راغلے يې؟

خوشحال خان خټک: زۀ؟

چې قانع د زمانې پۀ خشک وتر يم

کۀ مې پېژنې بادشاه د بحروبر يم

نۀ مې تخت نه مې افسر نۀ مې سپاه شته

پۀ تسخير د کل جهان ختلے نمر يم

لا يو شور راځنې لاړ نۀ وي بل راشي

مګر زۀ پېدا پۀ ورځ د شوروشر يم

زيست روزګار به مې لۀ دې خلقه سره نۀ شي

زۀ خوشحال له واړه خلقه مرور يم.

همېش ګل: (موسکے شي) ښکاري چې اخون يې!

خوشحال خټک: خوشحال خټک يم

همېش ګل!  ؤ نه رسېدم!

 خوشحال خان خټک: زۀ د نظام پور زېړي نه راغلے يم ۔ زۀ د سراې اکوړي خوشحال خان خټک يم۔

زۀ خوشحال د شهباز خان يم

چې تورزن ؤ کان پۀ کان

شهباز خان د يحيي خان ؤ

چې بل نه ‌ؤ هسې ځوان

يحيي خان د اکوړي ‌ؤ

چې پۀ توره ‌ؤ سلطان

همېش ګل: ( پۀ خوشحالۍ او خنده رويه څېره) ښه ، ښه تۀ خو بيا د خټکو لوے او نامتو خان يې؟

خوشحال خان خټک: هو، خان ابن خان ابن خان يم ، نيکۀ او غر نيکۀ مې د اکبر باچا منصبدار ‌وو، پلار مې د شاهجهان باچا منصبدار ؤ، او ماته  د اورنګ زېب باچا منصبداري پۀ وراثت کښې پاتې شوې وہ۔

شماس: بيا خو تا سو د مغل باچاهانو اعتباري ملکان وئ؟

خوشحال خان : هو،

لکه زۀ وم د مغل پۀ نوکرۍ کښې

د مغل پۀ خدمت نه ؤ بل افغان

د مغل لپاره ما تورې وهلې

پښتنو به راته کړې ډېرې کنځلې

څلوېښت کاله مې خوږه کامراني وکړه

څۀ شو چرخ کۀ مخالف شو يو نيم کال

کۀ هزار کاندي پښتون مغل به نۀ شي

بويه دا چې له زړۀ وباسي دا خيال

ما وې زۀ به د مغل پۀ نوکرۍ کښې

رکيېونه کړم د سرو د سپينو نال

همېش ګل : خان بابا! نو د مغلو پۀ دومره لوے منصب کښې دې څۀ وګټل او څۀ دې بائيلل؟

خوشحال خان خټک: عزتِ نفس مې بائيلو، خو پښتون ننګ مې پۀ کښې وپېژندو.

کۀ هزار کاندي پښتون مغل به نۀ شي

بويه دا چې  لۀ زړۀ وباسي دا خيال

      شماس: خان! هغه څنګه؟ خبره دې ‌‌‌‌‌‌ډېره ژوره وکړه (د نا خوالۍ خندا) خو زما د سر د پاسه لاړه.

خوشحال خان: ( سوړ اسوېلے کوي)

پرورده کۀ د مغلو پۀ نمک يم

‎  د اورنګ لۀ جوره هم لۀ غرېوه ‌‌‌‌‌‌ډک يم

پۀ ناحق ئې پۀ زندان کړم څو څو کاله

خداے خبر دے که پۀ خپل ګناه زۀ شک يم

اور ئې پورې پۀ منصب پۀ نوکرۍ شه

چې تر فهم و تر نظر د مغل کک يم

پۀ خپل نام و ننګ چې راشم لېونے شم

خبردار کله پۀ سود و زيان د لک يم

د افغان پۀ ننګ مې وتړله توره

ننګيالے د زمانې خوشحال خټک يم

شماس: (د افسوس د اظهار سره) اوهو ، اوهو، دا خو ډېر نااعتباره مغل دي، پۀ کوم تور او کوم قصور ئې  درته لاس واچوو؟ خان!

خوشحال خان: ( پۀ خپل جلال کښې )

لکه زۀ وم پۀ راستۍ او پۀ درستۍ کښې

د مغل پۀ خدمت نه ؤ بل افغان

پۀ ناحق د اورنګ زېب پۀ بند بندي شوم

خداے خبر دے پۀ تهمت او پۀ بهتان

زۀ پۀ ځان کښې ګُناه نۀ وينم پۀ خدائيګو

ولې نور خلق خبرې کا شان شان

د ګناہ مې څۀ رشته نۀ ده معلومه

مګر خپل هنر د ځان وينم تاوان

   همېش ګل (ډېر پۀ اطمينان سره) : دا خو د خداے لوے احسان دے چې د عزت نفس دې ګوزار د مغل د يو منصبدار نه يو پښتون ننګيال جوړ کړو. پښتنو ته الله پۀ دې بهانه يو نر مشر ورکړو. خان! مغل ته خو به دننه دننه ښه خوټکېږي؟

خوشحال خان:

څو وانۀ خلي لۀ غليمه انتقام

مرد نۀ خوب کا نۀ خوراک کا نۀ ارام

چې د ننګ او د ناموس اندوه ئې نۀ وي

د هغه سړي به نۀ وي احترام

دا هم شکر چې مې وتړله توره

زما تورہ پۀ جهان شوه مشهوره

شماس: خان بابا! جوړ تورہ دې د غليم پۀ وينو ښۀ لړلې ده، د زړۀ تا‌ؤ دې پرې ويستے دے! جنګونه خو به دې مغول سره ډېر کړي وي؟

خوشحال خان: هو، يو څو تاودۀ جنګونه مې د ملګرو پۀ مرسته د مکار مغولو سره وکړل؛

پښتنو زلميو ښۀ لاسونه سرۀ کړل

لکه باز منګلې سرې کړه پۀ خپل کار

د خېبر دره ئې سره کړله پۀ وينو

پۀ کړپه ئې هم روان کړو دندوکار

تر کړپه تر باجوړہ سمې غرونه

پۀ لړزا پۀ زلزله شو پۀ بار بار

درست پښتون د قندهاره تر اټکه

سره يو د ننګ پۀ کار پټ او اشکار

اول جنګ د لوړې شا د تهترو ؤٔ

چې څلوېښت زره مغول شول تار پۀ تار

۔۔۔۔۔ خو افسوس صد افسوس! ………

شماس  : (پۀ ډېر تجسس کښې) خان ، ولې افسوس؟  بيا څۀ چل وشو؟

خوشحال خان: ( پۀ تاسف سره ) مغول د پښتنو د رنځ او حرص نه ښۀ خبر وو. هغوي  د پښتنو د لالچ، حرص او د خرڅ پۀ نسخه کار وکړو، او پښتانۀ څۀ چې خټک او زما څۀ خېلخانه ئې هم پۀ بيعه واخيستله…

پُښتانۀ لکه مګس ورباندې ګرځي

ورته ايښے و مغول د حلوہ تال دے

خزانې د هندوستان ئې راخورې کړې

سرہ مهران دي ننوځي پۀ کوهسار

پښتانۀ پۀ عقل پوهه څۀ ناکس دي

کوټه سپي د قصابانو د جوس دي

بادشاهي ئې د مغول پۀ زرو بائيله

د مغول د منصبونو پۀ هوس دي

سر ئې هورې قندهار بل ئې دمغار دے

تر دا مېنځ همه مېشتۀ واړه عبس دي

 همېش ګل: خان، مشران وائي چې پښتون د پښتنې دے۔ خان بابا! تۀ پۀ پښتنو ونۀ ګرځېدې؟ سوال منت او جرګه مرکه دې پرې ونۀ کړه؟

خوشحال خان :

تيراہ مې وليد راغلم تر سواته

پښتون مي وليد دا لوے لوے ذاته

عقل همت مې د چا ‌ؤ نه ليد

پۀ بېرته راغلم ناست يم ملا ماته

پۀ لاچۍ پۀ څوتره وګرځېدلم

اوس مې ګشت د اپريديو پۀ مېدان شي

لکه باز پۀ غرهٔ ګرځي بل ګوري

بيا نظر زما د سوات پۀ کوهستان شي

کۀ مې چرې ننګيالي پۀ لاسو کښېوځي

پرې به لرې دا زما د زړۀ ارمان شي

و مغول وته به هسې کار ښکاره کړم

چې راضي راڅخه روح د فريد خان شي

همېش ګل: خان! لکه ستا د زړۀ ارمان ستا پۀ زړۀ کښې ښخ پاتې شۀ، د خپلو پښتنو لۀ لاسه؟دا څۀ بې ننګي ده؟

خوشحال خان:

اتفاق پۀ پښتانۀ کښې پاتې نۀ شو

ګڼه ما به د مغول ګرېوان پاره کړ

د بې ننګو پُښتنو لۀ غمه ما

لوې پرېښوہ، ونيوله کمه ما

هغه ملا مې چې پۀ هوډ سره لوے غر ؤ

پۀ ناکامه کړه و مغول ته خمه ما

پۀ هغو لويو خبرو شرمسار يم

چي ھر چا وته ويستے له فمه ما

بل سړے: خان، زۀ خو تاته پۀ خپله پښتونولۍ ډېر کچه شوم (ژړغوني اواز کښې ) پښتنو پۀ خپل ننګيال هوډ ننګ ونۀ کړو؟ او ستا لويه کورنۍ هم د مغولو منصبونو او لالچونو ته تا سره ونۀ درېده؟

خوشحال خان :

اقربا راته عقرب شول

رضامند مې پۀ تعب شول

دواړه تروڼه مې نا اهله

ابو جهل بو لهب شول

رشوتونه ئې قبول کړو

پۀ تلاش کښې روز و شب شول

دا هم ځاے د تعجب دے کۀ ئې وينې

چې لښکرې پۀ خوشحال کا بهرام خان

څوک بهرام غوندې منحوس، بد بخت، بخيل شي

پۀ شامت ئې خېلخانه شي تار پۀ تار

( پۀ جلال کښې) تا هُنر د سردارۍ نۀ زده بهرامه

سرداري دې پۀ خپل دور کړه بدنامه

نور دې نوم زما د زويو پۀ شمار مۀ شه

د خوشحال خټک وېنا پۀ دا تمامه

  ( لږ ساعت له چپتيا خوره شي )

خوشحال خان بابا: زۀ د موسي درې د اپرېديو هاغه ( پۀ لاس مخې ته اشاره وکړي) روان يم او زما يقين دے چې زۀ به دغلته نه ژوندے را نۀ شم، خو پښتنو زما دا وصيت د ځان سره غوټه کړئ؛

پُښتانۀ کۀ بل څۀ فکر کړه ناپوه دي

بې له تورې خلاصے نشته پۀ جهان

درست پښتون لۀ کندهاره تر اټکه

سرہ يو د ننګ پۀ کار پټ و اشکار

پُښتانۀ پۀ تورہ ښۀ دي تر مغلو

کۀ پۀ پوهه پُښتانه وے څه هوښيار

پۀ دا هسې وخت چې وخت د نام وننګ دے

دا بې ننګه پُښتانۀ کړه څۀ رفتار

خوشحال خان: (د حُجرې سړو ته) ملګرو اوس ماله اجازت راکړئ، خداے خبر کۀ بيا ليدل کتل وشي۔ ما ته او زما اس سيلۍ ته ‌‌‌‌‌‌ډېر مزل پاتې دے۔

خپل تدبير توره مې کېښوه پۀ کندو کښې

دا دے ځان مې لۀ عالمه کناره کړو

د حجرې دواړہ سړي همېش ګل او شماس پۀ چغو چغو ژاړي او خوشحال خان ته تر غاړہ وځي او وار پۀ وار پۀ ژړا کښې دا شعرونه وائي)

همېش ګل :

د خوشحال قدر کۀ اوس پۀ هېچا نشته

پس لۀ مرګه به ئې ياد کا ډېر عالم

بل سړے:

کۀ توفيق د اتفاق پُښتانۀ مومي

زوړ خوشحال به دوباره شي پۀ دا ځوان

 (پردہ پرېوځي او د پردې لۀ شا دا اواز راځي)

“خان علين مکان د اپريدو پۀ ډمبره نومې غر کښې دېره شۀ، خو دغلته ډېر وخت ژوندے پاتې نۀ شو. او پۀ شلمه د فرورۍ ۱۶۸۹م د خوشحال خان مړے د خپل اس د سيلۍ د لاش سره جوخت پۀ ډمبره کښې وموندے شو. مشر زوي اشرف خان هجري چې خپله هم پۀ زندان کښې ؤ، د خپل ستر اتل پلار پۀ مړينې داسې زړۀ خوږونکې مرثيه وئيلې ده…

يعني نن هغه امام د ننګيالو

پهٔ ډنبره غريب ولاړ ډکه ئې خوا ده

مسافر شو هغه شېر د جبالونو

چې زهره ځنې اوبۀ د اورنګ شا ده

نۀ ئې زويه پرې حاضر نۀ برادر ؤٔ

ساه ئې قبضه لۀ غمونو پۀ صحرا ده

نۀ ئې مخ پۀ سترګو وليدۀ د خپلو

نۀ ئې کړے چا پۀ رنځ کښې دلاسا ده

مرور له خلقو لاړ دے را به نۀ شي

ستا پۀ باب ئې دعا کړې د بدا ده

نور به سترګې پۀ مخ وا د ښادۍ نۀ کا

کۀ پۀ تا د هجري مينه پۀ رښتيا ده

     —————————-

  دوېم اېکټ—- پرده وچتېږي

کردارونه :

(۱) باچاخان: يو دنګ لوړ پوخ ښکلے سړے، د باچاخان پۀ جُثه او جامه همشکل چې اواز ئې ټيکاؤ او انداز ئې باوقارہ وي. خړ څادر، پۀ پښو څپلۍ، خړې د خامتا جامې اغوستې، چې لستوڼي ئې ګول او د قميص د غاړې ګول پټۍ لري، پۀ سر سرتور (چې پټکے يا ټوپۍ نۀ لري).

(۲) سالار پښتونيار: د خدائي خدمتګارو سالار، پۀ سره وردۍ او کمر پټۍ کښې د تقريباً ٤٠ کالو د عمر سړے، چې پۀ لاس کښې ورسرہ وړه د بانس سرہ چوکه وي.

(۳) شربت خان: د څلوېښتو کالو، بې ږيرې او د غټو برېتو سړے چې د تيلۍ ټوپۍ ئې اچولې دہ، د مړز ساتلو شوقين دے او خلته کښې ورسرہ مړز دے.

 (۴) شېرو: د شربت خان د مړز نوم.

(۵) نوروز: هم د څلوېښتو کالو د عمر بل سړے، چې د سپو جنګولو شوقين دے۔ د دۀ هم غټ برېت دي او ديروجۍ سپينه ټوپۍ ئې پۀ سر دہ۔

                      (پردہ وچتېږي)

نندارہ:

 د يوې کچه حجرې منظر۔.. يو کټ مخامخ او بل کټ ورسرہ عمودي پروت دے۔ د مخامخ کټ مخې ته چيلم ولاړ دے۔ شربت خان پۀ مخامخ کټ کښې ناست دے، د کټ پښې ته ئې د مړز تشه خلته ځوړنده کړې دہ او مړز پۀ لاسو کښې لوبوي، او مخوکه ورله هم ښکلوي۔ ورسرہ بل کټ کښې نوروز ناست دے، د چيلم نه کوړ وباسي او نرے لوګے هوا کښې پرېږدي۔ دواړہ ملګري خپلو کښې ګپ لګوي۔

شربت خان: ( خپل مړز پۀ مښوکه ښکل کړي او نوروز ته وائي) يرہ نوروز خانه! تېرہ ورځ خو شېرو پۀ شهباز ګړهه کښې ميدان داسې وګټلو چې … چې خلقې ورته پۀ تماشا وو۔ ( پۀ جېب لاس کېږدي)  او پوره څلور سوہ روپۍ انعام مې جېب کښې راوړۀ. د شهباز ګړهې د تور ملک د بګېلي نه ئې هسې بڼې وويستې، … بڼې۔

نوروز خان: شربت خانه، د چرګانو او مړزانو به لا څۀ جنګ وي؟ بېخي مې ورسرہ نۀ لګي . جنګ خو د بُل ټېر او د بُلډاګ مزه کوي چې لکه د زمرو غرېږي (د ښي لاس پنجه وچته کړي او وغرېږي) او سرې سرې وينې بهېږي ، او ورسرہ ۔۔ د سړي وينه تودېږي ۔ تا نۀ دي اورېدلي چې؛

لکه لکۍ سپي —- يو تر بله غرغرې کا

ناګهانه پۀ خړوب شي — پۀ سرو وينو شونډې سرې کا۔

خوند خو د سرو شونډو جنګ کوي، د سرو شونډو او د سرو سترګو۔ دا ځل به دې کۀ خې روي هوتي ته د ځان سرہ ……..

( پۀ دې وخت يو لوړ باوقارہ خو سادہ پوش سړے (باچا خان) او ورسره سالار پښتونيار حجرې ته راننوځي۔ شربت خان زر خپل مړز خلته کښې ځوړندوي).

باچاخان: ( د حجرې کسانو ته) اسلام علېکم

( نوروز او شربت خان ورته د وعلېکم سلام سرہ سمدستي پاڅي او دواړو مېلمنو سرہ ګړه بړه کوي)

شربت خان: راځئ مېلمنو کټونو کښې کښېنئ…

سالار صېب: نۀ ورورہ، خداے دې قدرمن کړه، پۀ ولا ړہ يو څو خبرو له راغلي يو.

نوروز : دا څنګه کېدے شي، څۀ چاے، اوبۀ، وار وکړه زۀ سوال جواب لېږم…

سالار صېب: (پۀ لاس ئې منع کوي) بېخي پۀ کښې نۀ يو، ډېرې حجرې مو پۀ سر دي۔

( باچاخان او سالار صېب پۀ سټېج يوې غاړې ته او شربت خان او نوروز بلې غاړې ته ودرېږي، يو پرانستے V غوندې جوړ کړي.)

نوروز (سالار صېب ته) : دا مېلمه مې ونۀ پېژندو؟

سالار صېب: دا خان عبدالغفار خان دے، پۀ باچا خان او فخر افغان باندې هم مشهور دے۔ د چارسدې نه راغلے دے، د پښتنو پۀ حجرو ګرځي۔ د  اُتمانزو د مشر خان به ۔۔۔۔۔۔۔۔۔

( باچاخان سالار صېب د لاس پۀ اشارہ چُپ کوي او نيمګړې خبرہ ترې اخلي)

باچاخان: زۀ عبدالغفار يم ۔ خدائي خذمتګار يم۔ د خداے پاک خدمت ته هېڅ حاجت نشته، بلکې د خداے پاک خدمت د مخلوق پۀ خدمت کښې دے، پۀ دې وجه زۀ د الله د مخلوق خدمتګار يم۔ د پښتنو خدمتګار يم۔

شربت خان: (د خوشحالۍ اظهار سرہ) ۔ ښه ښه ۔ زۀ دومرہ وړوکے وم ( پۀ لاس د ځمکې نه بره د  نهو کالو د ماشوم قد جوړ کړي) چې تۀ ما ليدلے وے، تا د ميټها خېلو پۀ حجرہ کښې جارو وهله او بيا دې خلقو سرہ خبرې کولې۔ زۀ هغه وخت ستا پۀ خبرو نۀ پوهېدم۔ وخت لکه د مارغۀ الوځي! دا دي کلونه تېر شول!

نوروز: ( د هلکوالۍ د وخت  د خبرې د يادېدو د خوشحالۍ او جوش پۀ لهجه کښې): ماته ھم ياد شوې، تا د لنګرخېلو پۀ جومات کښې د مازيګر د مونځ نه پس تقرير کولو، ‌‌‌‌‌‌ډېر خلق درته پۀ بروزه ناست وو او ما ليدل چې د جومات امام باز اُستاذ مخ ته لاس نيولے ؤ او هغه ستا شاته پۀ محراب کښې پۀ مصله ناست ؤ او لاس شاته به ئې پټې پټې څېرې پېښې کولې۔ ما ته ياد شي چې زۀ ستا د خبرو اورېدو نه زيات د باز اُستاذ د نخرو پۀ نندارہ وم ۔ ستا يوہ خبرہ ھم راته يادہ نۀ دہ۔

باچاخان: ھو،  څنګه چې د انسان دوه لاسونه دي، دغه شان د پښتنې ټولنې  ھُم دوہ لاسونه دي، يوہ حُجرہ او بل جومات۔ د پښتونولۍ دا دواړہ اھمې ادارې دي، ما د دې دواړو ځايونو نه استفاده کړې دہ۔ د دې دواړو ځايونو مشران زما ملګري وو. پۀ دې دواړو کښې چې توازن وي نو ټولنه به هله سمه پۀ تول روانه وي۔ دا توازن چې ګډوډ شي نو پښتنه معاشرہ ھم بې توله شي۔ ما د دې توازن ‌‌‌‌‌‌ډېر خيال ساتلے دے۔

سالار صېب: بلکل هم داسې دہ، د حجرې مشران لکه عبدالاکبرخان، خادم محمد اکبر، حاجي عبدالغفار، عباس خان، شاہ نواز خان او ميا احمد شاہ د باچاخان ملګري وو او بل طرف ته د جومات عالمان مولوي عبدالعزيز، مولوي فضل محمود مخفي، مولوي فضل ربي، او د ګدر د دارلعلوم مهتم مولوي تاج محمد د باچاخان پۀ دې نېکۍ کښې شريک وو۔ بلکې د دېوبند دارالعلوم باچاخان ته د رئيس الاحرار پټکے ھُم پۀ سر کړے ؤ۔

باچاخان: (سالار صېب ته اشارہ کوي او د حجرې سړو ته وائي) دا پښتونيار د خدائي خدمتګارو سالار  دے۔ خدائي خدمتګار د قام بې وسلې فوج دے۔ د دې ټولو تربيت پۀ مرکز عاليه سردرياب کښې شوے دے۔ دا ټول خدائي خدمتګار خپلو کښې وروڼه دي۔ دوي د يو بل ملاتړ دي، ځکه چې پۀ خدمت کښې اختلاف نۀ راځي، اختلاف د خود غرضۍ نه پېدا کېږي. د دوي غرض صرف د قام خدمت دے۔

سالار صېب: (د حجرې سړو ته):

د سردرياب پۀ مرکز کښې غټ او نرے نشته۔ ھلته خوار او موړ ټول يو شان پۀ ځمکه کښېني، يو شان يو پخ کړے او يوه ډوډۍ خوري، او د خوراک نه پس هر يو خپله رکېبۍ پۀ خوا کښې سيند کښې وينځي او واپس ئې سمبالوي۔ دا د بې مثاله خپلوي، د مينې او محبت مرکز دے۔ مرکز د خدائي خدمتګارو د پرېډ، پيادہ مارچ، د فوځي مشقونو، تعليم او تربيت ادارہ وہ۔ دا مرکز خدائي خدمتګارو پۀ خپلو لاسو جوړ کړے ؤ، باچاخان پۀ کښې ھم پۀ خپله د مزدور کار کړے دے۔

شربت خان ( باچا خان ته): باچاخان بابا، تا دا دومرہ لوے کار، خدمت او کړاو څنګه شروع کړو؟ دلته خو سړے د خپلو کارونو نه  سر ګرېدو ته نه وزګارېږي؟.

باچاخان: (لږ موسکے شي) ما د پېښور پۀ مشن سکول کښې سبق وئيلو، نو زمونږ يو استاذ ؤ چې وِګرم نوم ئې ؤ۔ زۀ د هغۀ د انسان دوستۍ او خدمت نه ډېر متاثرہ وم۔ ما کښې چې د انسان دوستۍ، قوم پرستۍ، ورورولۍ، عزيزولۍ، وطن دوستۍ او د خداے د مخلوق د خدمت جذبه پېدا شوې دہ، نو دې کښې زما د استاذ او د سکول د هېډ ماسټر وګرم ډېر لاس ؤ۔ ما به دا فکر کولو چې دا پردے سړے د څومره لرې نه راغلے دے او زمونږ خدمت کوي۔ او دا زمونږ خپل وطن او قام دے، او مونږ د دوي د پارہ هېڅ هم نۀ کوو. پکار ده چې مونږ کښې هم د خپل قام د ښېرازۍ تلوسه وي. هم دغه جذبې زۀ د پښتنو خذمت ته تيار کړم. زه پۀ قام وګرځېدم او د دغه احساساتو ملګري مې ځان له پېدا کړل.

سالار صيب: اللہ تعالي پښتنو له د باچاخان پۀ شکل کښې داسې لارښود ورکړے دے چې د پښتنې معاشرې نباض دے، د پښتون قام ټول رنځونه ورته معلوم دي او علاج ئې ھم ورتہ ښۀ معلوم دے۔

باچاخان: پپښتنه ټولنه د جاھليت او تشدد پۀ ولقه کښې دہ۔ واړۀ ئې بې تعليمه ايراړ ګرځي، زلمي ئې مړزان، چرګان، سپي او سنډاګان جنګوي ( شربت خان او نوروز يو بل ته پۀ شرمندګۍ کښې وګوري) او مشران ئې بې غورہ دي۔ مليانو خو پښتانۀ د انګرېز پۀ سکولونو کښې د تعليم نه منع کول خو پۀ خپله ئې هيڅ انتظام نۀ کولو. اسلام پۀ نر او ښځه علم فرض کړے دے خو زمونږ بچي د اسلام پۀ نوم د تعليم نه محرومه کړے شو۔ ما پښتانۀ د جاھليت د تيارو نه راويستل غوښتل۔

سالار صېب ( د حجرې سړو ته): پۀ دې وجه باچاخان د ترنګزو د حاجي صېب پۀ ملګرتيا کښې د اسلامي مدرسو پرانستو ته بډې راښکلې او ھغۀ سرہ ئې يو ځاے اسلامي مدرسې پرانستې۔

باچاخان: خو بيا ما او زما ملګرو دا فکر وکړو، چې يوازې تعليم زمونږ مسئله نۀ دہ۔ بلکې پۀ دې ٹولنہ کښې د دشمنو، تربګنو، مقدمه بازو، جنګ جګړو، خراب رسمونو او د بې اتفاقۍ ‌‌‌‌‌‌ډېر رنځونه دي، چې اصلاح غواړي، پۀ دې وجه مونږ پۀ ۱۹۲۱ کښې د “انجمن اصلاح الافاغنه” تنظيم جوړ کړو چې د دغه رنځونو علاج وکړو او د پښتنو طاقت نور ضايع کېدو ته پرې نۀ ږدو او د دوي نه د خپلواکۍ د تحريک تکړه مبارز جوړ کړو.

سالار صېب: د انجمن اصلاح الافاغنه د سېوري لاندې تقريباً د يو سل او دېرشو نه زيات ازاد سکولونه پرانستے شو۔ چې د اسلامي تعليم سرہ پکښې عصري او کسبي تعليم هم ورکېدے شو۔ او دغه ازادو سکولونو د پوهه او قام پاله پښتنو يو نوے فصل زرغون کړو. د باچاخان خپل ځامن غني او ولي ھم د اتمانزو پۀ ازاد سکول کښې داخل وو۔ ولي خان به د قادر ټانګي والا زوي سره پۀ يو ټهاټ ناست ؤ.

نوروز: باچاخان بابا، دا يو حقيقت دے چې پښتانۀ هر وخت خپلو کښې کېوتي وي. دشمنۍ، مقدمې او جنګ جګړې ئې ٹول عمر روانې وي، د دې مرضونو علاج خو ډېر ګران دے؟

باچاخان: اؤ، پښتون يو جذباتي، زوراور او خودسره قام دے، خو خپل زور او توان پۀ خپل مېنځ کښې ضايع کوي، پۀ ‌‌‌‌‌‌ډېران ارټ بائيلي او د لختي پۀ اوبو مړي کوي او بيا سروالے بروالے ګرځي. ما دوي ته د صبر او عدم تشدد فلسفه ورکړه. دا فلسفه ما د ګاندهي نه نۀ وه اخيستې، بلکې د صبر او عدم تشدد عقيده ما د خپل خوږ پېغمبر صلي الله عليه وسلم نه خپله کړې وه، هغۀ د مکې پۀ ټول عمر او بيا پۀ صلح حدېبيه کښې د صبر نه کار اخستے ‌ؤ .

سالار صيب: ناپوھه خلق د عدم تشدد پۀ مطلب نہ پوهېږي ځکه ورپسې پچموزې کوي او کمزوري ئې ګڼي.

باچاخان: عدم تشدد د بزدل سڑي کار نۀ دے، عدم تشدد د تشدد نه ګران کار دے، دا د بہادر او نر سړي شېوہ دہ۔ د عدم تشدد وسله تبليغ او د تشدد وسلہ ټوپک دے۔ څنګه چې د تشدد يو نظام دے دغسې د عدم تشدد هم يو مکمل نظام دے۔ عدم تشدد پۀ خلقو کښې محبت، ھمت او جرات پېدا کوي او تشدد پۀ خلقو کښې نفرت، وېرہ او بزدلي پېدا کوي۔

سالار صيب: د عدم تشدد دا معنا نۀ دہ چې يو مخ درله څوک ووھي نو بل ورته ونيسه، بلکې عدم تشدد يو ژواک دے۔ د عدم تشدد د مزاحمت ډېر اړخونه او پړاونه دي۔

باچاخان: خو ۔۔ پۀ يو کوھي کښې چې مردارہ پرته وي نو چې ھر څومرہ بوقرې ترې راوباسئ نو کوھے نۀ صفا کېږي، تر څو چې دې ترے اول مردارہ نۀ وي راويستې۔ مونږ فکر وکړو چې د ټولو رنځونو نه لوے رنځ غلامي ده. پېرنګے د زرګونو ميلونو نه راغلے دے او مونږ ئې غلامان کړي وو. چې تر کومې پورې دا ملک د پېرنګي نه ازاد شوے نۀ دے او د دې ملک واک اختيار د پښتنو پۀ لاسو کښې راغلے نۀ دے تر ھغې پورې پښتون ابادېدے نۀ شي۔ پۀ دې وجه مونږ د پېرنګي خلاف د ازادۍ مبارزہ پېل کړہ۔

شربت خان: پؤ ۔ دا خو ڈېر جابر او زوراور دشمن سرہ کېوتي وئ، چې د چا پۀ سلطنت کښې نمر نۀ ڈوبېدۀ!

باچاخان: دې جابر دشمن خدائي خدمتګارو سرہ ډېر جبر شروع کړو۔ د سن تيس پۀ څلورو مياشتو دننه ئې د قصه خانۍ پۀ بازار کښې پۀ سوونو پښتانۀ پۀ سرو وينو کښې ولمبول، يو مياشت پس ئې پۀ ټکر کښې پۀ ښځو او ناريناؤ ګولۍ وچلولې، او پۀ سوونو ئې شھيدان کړل۔

سالار صيب: ( پۀ غمژن اواز کښې) پۀ ټکر جنګ دے۔۔ ګولۍ ورېږي ۔ او اونې پاڼې ريژوينه۔

باچاخان: ( خپله خبرہ جاري ساتي) او د ټکر د غميزې نه صرف درې مياشتې پس پېرنګيانو پۀ سپين تنګي ھاتھي خېلو کښې د خدائي خدمتګارو پۀ احتجاجي جلسه ناتاره ډزې وکړې او اتيا کسان پۀ موقع شھيدان شول۔ د دې نہ علاوہ پۀ سوونو خدائي خدمتګار ئې پۀ زندان کښې واچول۔ پۀ لږ وخت کښې پۀ خدايي خدمتګارو دا ځمکه د دوزخ پۀ مثال کړې شوه.

سالار صيب: باچاخان پۀ دغه وخت د ګجرات پۀ جېل کښې ؤ چې ميا جعفر شاہ او د قاضي خېلو ميا عبداللہ شاہ ورله ملاقات ته راغلل او دا ئې ورته ووئيل چې حکومت پۀ جبر زمونږ تحريک چقول غواړي، ښۀ بہ دا وي چې خدائي خدمتګار يوے لوے ملک ګير پارټۍ لہ لاس ورکړي، چې مضبوط مرستيال ئې پېدا شي.

باچاخان: د خدائي خدمتګارو جرګه ميا جعفر شاہ او عبدالاکبر خان وړومبے مسلم ليګ ته د مرستې لپارہ ولېږله خو ھغوي پۀ دې وجہ انکار وکړو چې مونږ د پېرنګيانو د وتو پۀ حق کښې نۀ يو او تاسو پېرنګيان ويستل غواړئ۔ بيا دوي د کانګرېس د مشرانو سرہ وليدل نو ھغوي ورتہ ډېر پۀ خوشحالۍ  پۀ وروڼ تندي هرکلے وکړو او د مرستې لاس ئې ورکړو او ورتہ ئې ووئيل چې د کانګرېس او د خدائي خدمتګارو مدعا يوه ده او منزل مو د پېرنګي نه زادي دہ۔ پۀ دې سبب د خدائي خدمتګارو د کانګرېس سرہ الحاق وشو، خو مونږ خدائي خدمتګار تحريک ھم ژوندے وساتلو۔ د پښتنو ازادي د هندوستان د ازادۍ نه بېله نۀ شوه تر لاسه کېدې، پۀ دې وجه خدائي خدمتګارو د کانګرېس سره شريکه د ازادۍ مبارزه شورو کړه. د کانګرېس مشرانو مونږ سره وعده وکړه چې هند او پښتانۀ به يو ځاے ازادي اخلي۔

سالار صېب: باچاخان او خدائي خدمتګارو د پېرنګي نه د ازادۍ د پارہ د کانګرېس سرہ يو ځاے پۀ ازغنه لارہ سفر شورو کړو۔ دا د تکليفونو او کړاؤنو سفر ؤ۔ باچاخان د اتمانزو د مشر خان خان بہرام خان زوے ؤ۔ دۀ کولے شول چې د نورو خانانو غوندې ئې د عېش و عشرت او مستۍ ژوند تېر کړے وے۔ د نورو شتمنو غوندے ئې د بري امام پۀ مېلہ کښې مستۍ کولې او يا ئې نورې موج مستۍ کولې خو دۀ  د خانۍ پۀ ځاے د ملنګۍ ژوند اختيار کړو۔ پۀ کړکېچنه لار کښې ئې د غر ھومرہ ځواني ويلې کړہ۔ او د ازادۍ پۀ تحريک کښې د دۀ خدائي خدمتګارو ھم د قربانيو مثالونه قائم کړل۔

باچاخان: خدائي خدمتګارو د ازادۍ لپارہ څومرہ سختۍ زغملې دي، څومرہ ظلمونه ئې برداشت کړي دي، څومرہ زندانونو ئې بدنونه خوړلي دي، څومرہ سينې پۀ ګولو غلبېل شوي دي، څومرہ کورونه تالا شوي دي، څومرہ مياندې بورې شوې دي، د څومرہ خوېندو پېغلتوب ويلې شوے دے، څومرہ واړۀ يتيمان شوي دي، او څومرہ تور سرې پۀ سمسور پېغلتوب کښې کونډې شوي دي، د دنيا پۀ مخ د ازادۍ پۀ يو تحريک کښې چا دومرہ قربانۍ نۀ دي ورکړې۔

سالار صيب: بېشکه. اکثرو خدائي خدمتګارو د شلو شلو کالو نه زيات زنداني ژوند تېر کړے دے۔ باچاخان د پېرنګي پۀ دور کښې پنځلس کاله د تورو تمبو شاته تېر کړي دي او د پاکستان پۀ وړومبي اتلسو کالو کښې د مسلمان واکمنو لۀ لاسه ئې پنځلس کاله پۀ جېلونو کښې او وروستو اتۀ کاله بېلتون ئې پۀ افغانستان کښې تېر کړے دے. او دا د اوسني جېل پۀ شان اسان جېل نہ ؤ بلکې د اذيت او مشقت سرہ به د تنھايۍ قېد ؤ۔ د خدائي خدمتګارو دا ځانګړتيا ھم وہ چې چرته پۀ ضمانت بھر نۀ دي راوتلي، بلکې ڈېر خو پۀ مرګ ھم خپلو کورنيو ته نۀ دي ورکړے شوي۔ د ھري پور د جېل پۀ ھديرہ کښې دفن کړے شوے دي۔

باچاخان: خو کله چې زمونږ پۀ کوششونو پېرنګے د ھند نه پۀ وتو مجبور شو، او ھندوستان ازادېدۀ، نو کانګرېس پښتنو سرہ درغلي وکړہ۔ د کانګرېس مشران د ھغه وعدې نه پۀ شا شول چې ګوندې پښتانۀ او ھنديان بہ پۀ يو وخت ازادي مومي۔ مونږ خو ازاد شوي وو او پېرنګيان لۀ ملکه تلونکي وو خو د لارډ ماونټ بېټن ، نھرو او سردار پټېل پۀ سازش مونږ د غلامانو غلامان شو۔ زۀ پۀ دې خبرہ دومرہ خفه نۀ يم ځکه کۀ پښتون پښتون شي نو دې څوک غلام ساتلے نه شي، خو خفه پۀ دې يم چې د خدائي خدمتګارۍ هغه تحريک چې پۀ ‌‌‌‌‌‌ډېرو خوارو، مصيبتونو، تکليفونو او قربانو جوړ شوے ؤ، ھغه ئې تس نس او ګډوډ کړو۔ مونږ ته پېرنګيانو وئيل چې د کانګرېس ملګرتيا پرېږدئ نو مونږ چې څۀ هندوستان ته ورکوو د هغې نه زيات به تاسو له درکړو لېکن مونږ کانګرېس پرې نۀ ښود او دوي مونږ پرېښودو، دوي مونږ د پښو او لاسو وتړلو او مسلم ليګ ته ئې حواله کړو. ما ګاندهي جي ته ووئيل چې تاسو زۀ شرمخانو ته واچولم.

        د زړه پۀ باغ مې ږلۍ وشوه

       بويه چې بيا سپرلے راځي سپړي ګلونه

سالار صيب: پېرنګي د ھند نہ کډہ پۀ سر کړې وہ، خو ھغه د خپلو مفاداتو د ساتلو پۀ خاطر دلته د خپلو لاس پوڅو د پاره يو ملک جوړول غوښتل. د انګرېزانو د پاکستان تلوسه د مسلم ليګ نه زياته وه. هغوي د پاکستان د زبرګۍ داسې نقشه جوړه کړه چې پښتانه ئې شمکور کړل. نوابانو، خانانو، پيرانو او مليانو وئيل چې پاکستان کښې به د خداے او د هغۀ د قران نظام وي، دا به د اسلام قلعه وي، داسې بيانيې ئې جوړې کړې چې “پاکستان کا مطلب کيا؟ لا الہ الااللہ”۔ يو ځل بيا ساده پښتون پۀ مذهب باندې وغلولے شۀ. د باچاخان د خدائي خدمتګار تحريک د اول صف ګڼو مشرانو لارې بدلې کړې، او پۀ کلو کښې خو ‌‌‌‌‌‌ډېر مخلوق د مذهبي بيانيو پۀ دې سېلاب کښې لاهو شول. پۀ سياست د مذهب رنګ غالب شۀ. او د مذهب پۀ نوم يوه لويه دهوکه شورو شوه.

باچاخان : سالار صېب! د ماڼکي پير صېب امين حسنات ليدو ته تلے وم. هغۀ راته لۀ جېبه يو کاغذ راوويستو او راته ئې ووئيل چې دا ماله جناح صېب راکړے دے او پۀ دې کښې ئې ليکلي دي چې پاکستان جوړ شو نو پۀ دې کښې به اسلامي شريعت وي. ما ورته ووئيل چې څټه يې. پير صېب حيران شو او راته ئې ووئيل چې ولې؟ ما ورته ووئيل چې پۀ اسلامي شريعت کښې د جناح صېب ځاے شته؟ نو تاله به ئې څنګه جوړ کړي….

سالار صېب( زر خبرہ کښې راودانګي) ھاؤ، پۀ شريعت کښې بيا ځاے چرته وي؟ ( باچا خان پۀ ناګوارۍ سالار صېب ته د غلې کېدو اشاره وکړي)

سالار صېب: باچاخان بخښنه غواړم، خو کوم خلق چې پۀ خپل شپږ فټه وجود کښې شريعت نۀ شي راوستے نو هغوي به ټول ملک کښې شريعت څنګه راولي؟ دا سراسر د مذهب پۀ نوم دوکه وه۔

باچاخان: هند د ازادۍ لور ته روان ‌ؤ خو پښتانۀ د سپين بادار نه د تور بادار غلامۍ کښې کېوتل. ما د هند د وېش د فيصلې نه پس د دولسم جون 1947 نه تر فرورۍ 1948 پورې پوره اتۀ مياشتې د پښونخوا توپاني دورې وکړې، پۀ پښتنو وګرځېدم، د هغوي پۀ نبض مې لاس کېښودل. پښتنو ته د ازادۍ يوه بله مبارزه مخې ته پرته وه. خو پښتانۀ خواروزار، ستړي او زپلي وو. د مذهبي جنون د نعرو پۀ غوغا کښې ما هغوي د کلمه ګو مسلمانانو سره پۀ يو نوي امتحان کښې اچول نۀ غوښتل. فضا بدله وه. زۀ يو عملي او حقيقت پسند سړے يم، خيالي خوش بينۍ کښې نۀ اوسم، د ممکنه نتائجو له مخې فېصله کوم. ما وئيل چې انتظار او څارنه وکړم . پۀ هېڅ حال کښې ما د عدم تشدد لمن نۀ پرېښوده. د خدائي خدمتګارو جرګې پاکستان کښې د ارتقا او بقائے باھمي لارہ خوښه کړه او ما د دغه فېصلې پۀ رڼا کښې پۀ درويشتمې فرورۍ پۀ کراچۍ کښې د پاکستان سره د وفادارۍ څوګند وچت کړو، د سياست يو نوے سفر مو شروع کړو. دا سفر پۀ پاکستان کښې دننه د يو خپلواک پښتون يونټ د سياست سفر ‌ؤ۔

نوروز: د پاکستان د سياست نوے سفر څنګه ‌ؤ؟ د مسلم ليګ اوکر درته څنګه ؤ ؟

سالار صيب: د حلف د اخيستو نه څلور مياشتې پس ئې باچاخان سره د ملګرو پۀ پنځلسم جون 1948 د کوهاټ سره نزدې ګرفتار کړو کله چې دوي د نجو بابا او سالار منير خان سره د خدائي خدمتګارو پۀ بلنه بنو ته روان ‌وو او درې کاله ئې قېد کړو. د باچاخان د وفادارۍ د حلف ايله پينځ نيمې مياشتې شوې وې چې د دوي د ګرفتارۍ خلاف د بابړې پۀ احتجاجي جلوس د سرحد حکومت ناتار ګولۍ وورولې او پۀ اسلامي جمهوريه پاکستان کښې پۀ پښتنو وړومبۍ کربلا جوړه شوه. دا پۀ نوي ملک کښې د پښتنو د وينو وړومبۍ کهاته پرانستې شوه چې لا تر اوسه د پښتنو وينه څښکي. ( پۀ پس منظر کښې د عبدالمالک فدا د نظم دوه کړۍ غږېږي— کفن پۀ ترخ کښې د سيالۍ مېدان له ځمه — مرګيه مۀ راځه درځمه)

شربت خان: بابا، د پاکستان پۀ سياست کښې ستاسو ملګري تاسو سره کلک ودرېده او کۀ نه تس نس شو؟

باچاخان: بچے! د پاکستان د سياست حرکيات بېخي بدل ‌وو. ‌‌‌‌‌‌ډېرو خلقو لارې بدلې کړې. د نوي ملک پروپېګنډہ مشينرۍ زما او زما د ملګرو دومره کردارکشي وکړه چې د پښتنو اکثريت مونږه هندوان ګڼلو. او پۀ شېروانو کښې ملبوس دغه خلق ئې ريښتوني نجات دهنده ګڼل، دا هغه خلق وو چا چې پۀ سن تيس، سن بتيس، او سن بياليس کښې د پښتنو کورونه لوټ کړي وو، هغوي ئې وهلي، ټکولي او پۀ ګولو ويشتي وو. ما به ورته وئيل چې اے پښتنو! ولې ستاسو قصه خانۍ، ټکر، اتمانزۍ، سپين تنګۍ او بابړه هېره شوه؟ اے ننګيالو، تاسو د پېښور، ھري پور ، ډېرو، مچھ ، منټګمري، ګجرات ، لاھور او ھزاري باغ زندانونه بېخي د ياداشت نہ ونړول؟ اے پښتنو! تاسو د جناح صېب د حکم پۀ انتظار کښې د خدائي خدمتګارو وژلو ته وخکلې تورې ناست يئ؟ کۀ چرته هر څومره يو سړے زورور، هوښيار او پوهه ولري خو چې خپل قام ورسره مل نۀ شي نو کاميابېدلے نۀ شي.

سالار صيب : ( پۀ ژړغوني اواز کښې) باچاخان! پښتونيار سالار به مړ کړې پۀ دې خبرو۔ نور بس کړہ ، پۀ چړو دې زخمي زخمي کړم، نور د زغم بند مې ګورې ماتېږي۔

باچاخان: پښتنو کښې پۀ پېړو پېړو قامي تحريکونه وچلېدل خو پښتنو کښې اتفاق او قامولي رانغلہ۔ خود غرضي او ډلې پرې نورې زياتې شوې۔ د پښتنو نه ډېر وروستو پۀ يورپ کښې اولس د فرانس انقلاب راوستو، قامونه جوړ شو او قامي رياستونه جوړ شو۔ مونږ ھغه شان تس نس يو، ھجوم يو خو يو قام نۀ شو۔ ما پښتنو ته ډېر مخکښې چغه وھلې وہ چې اے پښتنو! لا به يو کېږو ګنڼ ورکېږو۔ ما خو پښتانۀ د سيالو قامونو پۀ قطار کښې ودرول غوښتل، ما خو د پښتنو د زړونو او بدنونو نه خيرے وينځل غوښتل، ما خو د دوي لارې کوڅې جارو کول غوښتل، ما خو د پښتنو يوہ ورورولي جوړوله، ډېرو کۀ بې مثاله قربانۍ ورکړې نو د ھغوي نه ډېرو زمونږ مخه ونيوله۔ زما د قام بچي لا تر اوسه پۀ دې تذبذب کښې دي چې زۀ ھندو يم کۀ مسلمان؟

سالار صېب: (خپلہ د سالارۍ لخته خکته غورځوي، پۀ چغو چغو ژاړي او د باچاخان نه دواړه لاسونہ چاپېروي) اے فخر افغانه! نور بس کړہ۔ نور غلې شه ګنې دا زړۀ به مې ټک وچوي۔ نور صبر نۀ شم کولے۔ تا خو د خپل قام نه چرته پۀ وازہ خولۀ ګله ھم نۀ دہ کړې۔ تا خو چرته پښتنو تہ د بې ننګۍ او بې وفايۍ نرے پېغور ھم نۀ دے ورکړے۔ تا خو چرته د خپل قام نه مايوسي نۀ دہ ظاھرہ کړې۔ د دې بې ننګه پښتنو نه خو پير روښان پۀ قبر کښې محفوظ نۀ دے پاتې شوے، ځامن ورله پښتنو قتل کړل او ښځې ئې ورله وينزې کړې۔ ستر خوشحال هم د پښتنو نہ زړۀ ستړے لاړ دے۔ خو پښتنو ته ئې جوخت جوخت پېغورونہ ورکړي دي؛

مغول بې قدرہ پښتون بې ننګه

توبه لۀ تورې توبه لۀ جنګه

تسبې پۀ لاس کښې پۀ نظام پور کښې

ناست پۀ مسجد کښې جمدر تر څنګه۔

باچاخان: ( سالار صېب ته پۀ لاس د غلې کېدو اشارہ کوي او وائي) نه نه سالار صېب! عبدالغفار د مايوسۍ سړے نۀ دے۔ اللہ تعالي بندہ ته يقين ورکوي؛

ترجمه: “د الله تعالي د رحمت نه مۀ ناامېده کېږئ”.

دا د قامولۍ او ورورولۍ تحريک به روان وي۔ دا مزل به تر ھغې دوام لري چې تر څو پښتانۀ خپل مرام او پړا‌ؤ ته رسېدلي نۀ وي. خدايي خدمتګارو خپله برخه کار وکړو، زمونږ نه پس به پښتانه زلمي دا د قامي فکر او عمل لا ټېن بل ساتي او د دې پۀ رڼا به نيمګړے مزل سر ته رسوي. دا د وفا لاره به نۀ شاړېږي.

سالار صيب، شربت خان او نوروز: ( پۀ يو اواز) انشااللہ انشااللہ۔

باچاخان: زما يو ارمان دے۔ زۀ غواړم چې د پښتنو دا تس نس پرګنۍ پۀ يو دريځ راغونډې شي۔ د بولان نہ تر چترالہ پورې يوہ ګرګه او يو وجود جوړ شي، خپل واک او اختيار ولري۔ زما دا ارمان دے چې دوي د پرو، جمبو او ډلو پۀ ځاے پۀ يو کوټلي قام کښې بدل شي، اختلاف او تفريق زوراور قامونه هم پرې باسي. زۀ تلوسه لرم چې دوي تعليم، تہذيب او تمدٌن ولري، زما تمنا دہ چې پۀ پښتنو کښې اجتماعي ژوند او فکر پېدا شي، پۀ خپلو پښو ودرېږي، اباد شي، د ترقي يافته قامونو پۀ قطار کښې ودرېږي، خپل طاقت پۀ دشمنيو او تربګنو کښې ضايع نۀ کړي بلکې پۀ خپله ترقۍ او سوکالۍ کښې ئې استعمال کړي، او بيا زۀ ترقي يافته نڑۍ ته غږ کړم او چېلنج ورته ورکړم چې “راشئ کنه ما ته پۀ دُنيا کښې د دوي نه زيات سپېځلے او پياوړے قام وښايئ”۔

زما قامه کېدے شي بيا تاسو سرہ زما داسې خبرې ‌ؤ نه شي۔

[باچاخان خپل ښے لاس د “خداے پۀ امان” پۀ اشارہ وچت نيولے وي او د خپل قلار خوي پۀ شان پۀ ورو ورو، ستړو ستړو خو کوټلي قدمونو د حجرې نه روان شي. سالار صېب ورپسې پۀ ژړا پۀ قدم کښې وروستو روان وي، ورپسې شربت خان او نوروز هم روان شي او پۀ لستوڼو سترګې وچوي۔]

د باچاخان د وتلو پۀ دې ټول سين کښې دا ترانه غږېږي؛

    زما وطنه د خوشحال او د رحمان وطنه

    د سور نشان وطنه – د باچاخان وطنه

           د باچاخان وطنه

  ترانه ختمېږي – پرده پرېوځي

————

دا هم ولولئ

دوحه تړون: امن يا بائيلات؟ (ډاکټر سيد اختر علي شاه) – ژباړن: انجنئير اعجاز يوسفزے

د امرېکې او طالبانو تر منځ اخر کار د هیلې، نا امیدۍ، د خدشاتو او …