حسېن حلاج منصور پۀ خپل شعري دیوان کښې صفا ليکلي دي چې هغه ذات يعني د خداے پاک دے چې پۀ خپل ناسوت ئې د لاهوت ثاقب راز څرګند کړے. بيا خپل مخلوق کښې د خوړونکي څښکوونکي پۀ صورت (يعني بنيادم) ښکاره شي، تر دومره پورې چې د هغۀ مخلوق هغۀ هم داسې ليدو لکه چې ليدونکے ليدل کوي.
سبحان من اظهر ناسوته سرسنا لاهوته المثاقب
ثم بدء في خلقهِ ظاهراً حتٰي صورته الاکل والشارب
حق لقد عاينة خلقه کل حظة الحاحب بالحاحب
هم دغه ډول خبره الجيلي هم انسان کامل کښې کوي چې “ما خپل وجود بائيلۀ” بيا هغه (يعني خداے تعاليٰ) زما لۀ اړخه پۀ ما کښې راولاړ شو او دا د يو ستر قیمت پۀ بيعه ؤ، مونږ بیخي يو شو او تر منځه د جګړې پکښې هېڅوک نۀ وو.”
اوس د دې انسان کامل پۀ بابله الجيلي دغه کتاب کښې دا هم ليکلي دي چې “انسان کامل هغه قطب دے چې کائنات ئې لۀ وجوده شتون مومي، هغه ابد نه تر اخره پورې يو دے خو شکلونه او جسمونه بدلوي رابدلوي ځکه پۀ جامه او بدن او پۀ نومونه بېلو وختونو کښې بېل بېل دي خو اصلي نامه ئې محمد کنيت ئې ابوالقاسم او صفت ئې عبدالله لقب ئې شمس الدين دے خو هره زمانه کښې ئې د شکل مطابق نامه وي؛ دغه شکلونه ټول د محمدصلي الله علېه وسلم ذات کښې راغونډ شوي وو او هم دغه شکلونه زما د شېخ شرف الدين اسماعيل الجبرتي پۀ صورت ښکاره شوي دي. ما ته دا پته نۀ ده چې هغه نبي پاک محمدصلي الله علېه وسلم دے، زما خيال ؤ چې زما شېخ دے خودا سعادت مې 776 هجري کښې وموندو او دا راز راته ښکاره شو چې دا نور بېل بېل صورتونه لري ځکه چې څوک ئې د محمد صلي الله علېه وسلم پۀ هغه صورت ويني کوم چې پۀ ژوند د محمد پاک صلي الله علېه وسلم ؤ نو محمد صلي الله علېه وسلم نامه ورته کېږدي خو چې کله پۀ بل صورت ويني او وې پېژني هم ورته هغه نامه اخلي چې ئې د دې جسم وي. دغه نامه محمدصلي الله علېه وسلم در حقېقت صورت محمدي او حقېقت محمدي د پاره اخستلې شي. تاسو ته نشته پته چې کله محمدصلي الله علېه وسلم د شبلي پۀ شکل ښکاره شو نو هغۀ خپل بالکي ته ووې “اشهداني رسول الله” زۀ ګواهي ورکوم چې زۀ رسول الله يم، د غه بالکے هم د عرفان څښتن ؤ . ځکه ئې وپېژندلو او وئيل ئې “اشهد انک رسول الله”، زۀ هم ګواهي ورکوم چې تۀ د خداے تعالي رسول ئې ــــ
يعني د تصوف دا بنيادي عقيده ده چې حضور پاک صلي الله علېه وسلم دا قدرت واختيار لري چې پۀ هر صورت کښې ښکاره شي او طريقه ئې دا ده چې د خپلې زمانې تر ټولو کامل انسان پۀ صورت ښکاره کېږي. دغه حقېقت محمديه د انسان کامل يعني د قطب الاقطاب يا پيرانِ پير پۀ صورت هره زمانه کښې موجود وي. نوموړے صوفي سيد محمد ذوقي پۀ سرِّ دلبران کښې ليکلي چې دا ټول کائنات دغه انسان کامل چلوي او ددۀ فېض او برکت لاندې اولياء ته رسېږي. دغه اولياء د هغه ابدال نجباء، نقباء، مکتوبان، عمد اوتاد، ابرار، امامان دي چې مختلف تکويني ډيوټيانې کوي. د کائنات واړه کاروبار ئې پۀ لاسو کښې دے . دوي کښې ځینې پټ ځينې ښکاره دي . ښکاره پکښې د عام خلقو غوندې ژوند زيست روزګار کوي، پټ پکښې پۀ يوه پښه ټوله دنيا کښې ګرځي شکلونه هم بدلوي لکه اخوند دروېزه چې ليکي چې د خپل ژوند حالاتو کښې ما يوه پېره ښکار کولو، غشے مې راکښلے ؤ چې دوه سپين لباسي بابا ګان راغلل او احسن الخالقين رب العالمين ئې ووې او بيا تري تم ورک شو خو زما ژوند بدل شو. زۀ علم ته کښېناستم او سبق مې شروع کړو.
دغسې عنايت الرحمان ‘سوات کى لوک کہانياں‘ کښې ورکړې ده چې يوه پېره ماښام نه پس سيدو بابا خپله کوډله کښې چيلو چانټو سره ناست ؤ چې پۀ درز دروازه کولاو شوه او يو سخا شلېدلې جامه کښې ملنګ رادننه شو چې يو ترخ کښې ئې کوترے بل کښې پیشونګړے نيولے ؤ . سېدو بابا وارخطا پاسېدو، ورته ودرېدو؛ هغۀ ورته پۀ ملا لاس راکښلو؛ بيا کوډلې نه ووتو. مرېدان ئې حېران ناست وو چې يو بالکي ئې پوښتنه وکړه چې دا څۀ وو؟ سېدوبابا موسکے شو (داسې وخت کښې اکثر مرشد موسکے کېږي)، وئيل ئې دا ناڅاپه راغلے. مېلمه لال شهباز قلندر ؤ. دا کوترے دنياوي لالچ او پیشونګړے شېطان ؤ چې هغه قابو کړي. دې مريدانو ئې چغې کړې چې بيا ئې راوغواړه. سېدو بابا سترګې پټې کړې، بيا ئې ووئيل ‘اوس خو هغه د اټک نه هم اوښتے دے (غالباً ټېکسلا ته به رسېدلے او واپس کېدل ناممکنه وو).
سيد ذوقي سِرِّ دلبران وائي چې د کائنات ټول بندوبست دراصل هم دغه اولياء يا مردان خدا يارجال غيب کوي دوي د علت معلول ماتولو ځنډولو قدرت لري لکه لعل شهباز قلندر کوزه کښې سمندر بندوي، رابعه بصري خانه کعبه پۀ خپل طواف مجبوروي، عبدالقادر جېلاني دولس کاله ډوبه بېړۍ بيا سيند نه راوباسي، شمس تبرېز ملتان کښې نمر لاندې راکوزوي، د عمر فاروق صاحب پۀ خط باندې درياب ودرېږي، بايزيد بسطامي د درياب د پاڅه ګرځي؛ داځکه چې دوي د کائنات بندوبست باندې تصرف هم لري، د دوي پۀ وجه باران ورېږي، فصلونه کېږي، ښارونه،کلي، بانډې ابادې دي؛ خلق ژوند کوي، لښکرونه کېږي، بادشاهتونه چلېږي (البته دجمهوريت پۀ حقله څۀ نۀ وائي). افتونه وباګانې لرې کېږي لکه يوه واقعه کومه چې شمس العلماء ميراحمد شاه رضواني پۀ اخوند پنجو خپل تاليف ‘تحفة الاولياء’ کښې ليکلې ده چې يو ځل اخوند پنجو زنګانۀ کښې سر ورکړے ؤ، مراقبه ؤ؛ دوه درې ګېڼتې پس وبوږنېدو، سر ئې راپورته کړو نو د خولو لوند خوشت ؤ، سترګې ئې سرې وې، جامو نه ئې مالګينې اوبۀ بهېدې؛ خپل خليفه ميا جيو ترې پوښتنه وکړه نو موسکے شو چې يو مريد مې د حجاز پۀ سفر تلو لار کښې ئې کشتۍ غرۀ سره جنګېده نوهغۀ ما ته اواز وکړو. زۀ لاړم هغه کشتۍ مې اوچته کړه، غرۀ نه مې بچ کړه. څۀ موده پس کله چې مريد بېرته راغلو نو شکرانه ئې راوړې وه (دغسې يوه واقعه د دېوبند يو لوے مشر پسې هم ليکلې کېږي).
پۀ دې حقله د اخوند دروېزه او پیر بابا ترمذي واقعه ډېره خوندوره ده چې عنايت الرحمان خپل تاليف کښې راخستې ده چې يو ځل د اخون دروېزه پیر بابا ته ووې چې راځه پيره! نن پټ پټوڼي کوو. پير بابا ورته وې، مخکښې تۀ پټ شه! اخوند دروېزه غرۀ کښې د څرېدونکې ګورمې د يو غوا ښکر کښې پټ شو. پيربابا ورپسي لاړ، وئيل ئې اخوند بې خونده! ښکر نه بهر راوځه! اوس د پیر بابا نمبر ؤ. هغه ناڅاپه غېب شو. اخوند خپل علم الغېب استعمال کړو خو خوند ئې ونۀ کړو؛ يعني بې خونده پاتې شو، اخر ئې زاري وکړه چې بس پاتې راغلم. هم دغه وخت ئې پښو کښې حرکت وشو او پير بابا زمکې نه لکه د ټريمر راووتلو. خاورو دوړونه ډک ورته ئې وې، ما د زمکې پناه اخستې ځکه چې زمکې نه غوره پناه بله نشته، اخر به ټول هر څۀ خاورې کېږي.
اوس دې ټول تناظر کښې دوه خبرې صفا شوې ـــ يوه دا چې ‘مردِ مومن’ اصل کښې قطب الاقطاب دے او قطب الاقطاب د الجيلي ‘انسانِ کامل’ دے. دغه انسان کامل ابن عربي مخکښې پۀ ‘فصوص الحکم’ کښې وړاندې کړے ؤ او هغۀ نه وړاندې حسېن حلاج پۀ خپل کتاب ‘الطواسين’ کښې پېش کړے ؤ. دغه مرد مومن د ټول کائنات بندوبست کوي. د دۀ خپله د نورو ملازمينو اولياؤ لکه څنګه جې ذکر وشو، پوره محکمه ده . دغه ملازمين هم د کائنات د علت معلول د هرې پابندۍ نه مارواء دي بلکې دوي خپله د دغه علت معلول ټاکنه کوي چې څنګه ئې زړۀ وغواړي. د صوفياء ملفوظاتو کښې راغلي؛ دا ټول کرامتونه او خوارق عادت کارونه پۀ کائنات کښې د دوي د لاس وهنې ثبوتونه دي.
سر شېخ محمد اقبال يوخوا کۀ عملي ژوند کښې پۀ دوي باندې ايمان لري او داسې ډېر واقعات بيانوي چې دغه ايمان پرې تازه کېږي . بل خوا ئې شاعرۍ کښې هم د دغه اولياء تر ټولو لوے حکمان د ‘مرد مومن’ پۀ کردار متعارف کړے.
د شېخ سر محمد اقبال نزدې مصاحب نوموړے ليکوال صحافي عبدالمجيد سالک خپل کتاب ‘ذکرِ اقبال’ کښې پۀ دې حقله دا واقعه بيانوي چې اقبال وې زۀ د يوولس کالو وم چې يوه شپه خوب نه پاڅېدم نو مور مې ستاني نه وتله، زۀ ورپسې لاړم نو غولي کښې مې پلار ناست ؤ. د نور هاله ترې چاپېره وه. مور مخکښې پرې نۀ ښودم، واپس ئې کړم. سهار مې تپوس وکړو نو پلار (شېخ نتهو ټولے والے) راته وئيل چې ښار نه پینځويشت میله لرې د کابل يو کاروان دېره دے، هغې کښې د يو کس حالت نازک ؤ، د هغۀ حالت مې بيګا دغه وخت ليدو.
بيا ئې زۀ ځان سره کړم، ټانګه کښې کښېناستو او 25 ميله لرې لاړو. کاروان ته ورسېدو. د کاروان مشر اريان دريان شو. رنځور له ئې بوتلو. د هغۀ غوښې سخا شوې وې. زما پلار پرې څۀ ایره غوندې ومښله، څليريشت ساعتونو کښې هغه رنځور ښۀ شو. څۀ ورځې پس چې کاروان ستنېدو پۀ سيالکوټ راغلو نو هغه رنځور ښۀ ؤ. يوه بله واقعه چې د سر اقبال زوي جاويداقبال ‘زنده رود’ کښې ليکلې ده، داسې ده چې کشمير نه يو سيد پیر زاده راغلو ژړل ئې، وئيل ئې خوب کښې مې د نبي پاک صلي الله علېه وسلم دربار وليدو. نمونځ ته ټول ولاړ وو. نبي پاک صلي الله علېه وسلم پوښتنه وکړه چې اقبال شته کۀ نه؟ يوکس ئې تا پسې ولېږلو. چې کتل مې يوکس راغلو. اوس چې تا ته ګورم نو هغه کس هم تۀ ئې چې مې خوب کښې ليدلے ؤ ځکه ژړا راغله (البته پير زاده خپله نامه او خانواده غالباً نۀ ښائي ځکه جاويد اقبال ئې تعارف نۀکوي).
يوه بله واقعه خو ډېره مشهوره ده کومه چې ‘روزگارِ فقير’ کښې فقير وحيدالدين ليکلې ده. وحيد الدين د لاهور مشهور فقير خاندان دے. د دوي مشر د رنجېت سنګهـ درباري ؤ. هغۀ ورته د ‘فقير’ دا لقب ورکړے ؤ؛ دے ليکي چې يو ځل راته اقبال وې چې داتا دربار ته ځو يو لوے زبرګ راغلے دے. چونکې سر اقبال بیخي لټ او کاهل ؤ نو چې زۀ به لاړم نو تيار به نۀ شو. دې کښې دوه ورځې وشوې. بله ورځ چې لاړم نو سر اقبال وارخطا ولاړ ؤ، وې ئې نن هغه زبرګ خپله راغلے. وئيل ئې تا څۀ پوښتل وايه؟ بيا ئې د مولوي رومي شعر ووئيلو:
گفت رومي هر بنائے کهنه کابادان کنند
توندانى اول ان بنياد را ويران کنند
ما باندې سر وګرځېدو. چې هوش کښې راغلم، زبرګ نۀ ؤ. علي بخش مې ډېر وځغلولو نو هېڅ سراغ ئې ونۀ موندل شو، يعني دا زبرګ هم لکه غېبېدونکي اولياؤ کښې ؤ. اصل کښې اقبال وې چې زبرګ نه به دا پوښتم چې مسلمانان ولې خراب وخته دي. بزرګ ته خپله علم الغېب دا خبره ورسوله او د سر اقبال بار اېټ لاء کور ته راغلو او جواب ئې ورکړو چې هره زړه ابادي چې نوې کوي نو لمړے به دغه ابادي لۀ مونډه کونډه راوباسې ځکه مسلمانان خراب وخته دي.
نۀ يواځې دا بلکې سر محمد اقبال د مزاراتو او قبرونو نه هم د مدد او منت غوښتلو عقيدت لرلو څنګه چې د مسلک برېلوي مطابق دا عام اعتقاد دے. د هغۀ زوي جاوېد اقبال ليکلي دي چې د هغۀ مشهور نظم ‘التجائے مسافر’ هم هغه د نظام الدين اولياء پۀ قبر هغۀ نه مدد د پاره هغه وخت اورولے ؤ چې کله انګلېنډ ته روانېدو.
دا نظم پۀ ‘بانګ درا’ کښې شامل دے او ورسره ئې ليکلي دي “به درگاه حضرت محبوب الٰهي دهلي” د دې وړومبني بند کښې وګورئ، هغه نظام الدين اولياء ته مدح خواني کوي او عقيده لري چې فرښتې ستا د نوم ورد کوي اوهم تۀ ټولې دنيا ته فېض رسوونکے ئې (يعنې قطب الاقطاب ئې)، ټول کائنات ستا لۀ رويه ولاړ دے. ستا د قبر زيارت هم ژوند بخښونکے دے ځکه چې ستا مقام د عيسيٰ علېه السلام غوندې رسول او د خضر د مقام نه هم اوچت دے. خضر خو يو اساطيري کردارد ے خو عيسيٰ ابن مريم علېه السلام خو رسول دے؛ څنګه ترې نظام الدين لوړ مرتبه کېدے شي؟ نو پوښتنه کېدې شي چې ايا دا خبرې هغه د خېټې نه کوي کۀ څنګه؟ نو کۀ چرې مونږ لږ نظري تصوف پله لاړ شو نو هلته يوه لويه کشاله عامو صوفيانو ته شېخ اکبر ابن عربي پېدا کړې ده. ابن عربي پورې غوث او قطب يوه درجه وه خو چې عبدالقادر جېلاني غوندې حسني حسيني سيد صوفي شهرت وموندو او هغۀ د پاره دغوث درجه کمه کوزه ښکاره شوه او نوې اصطلاح د غوث الاعظم پکښې رامنځ ته شوه لکه څنګه چې د سن يو اويايم زېږديز جنګ بائيللو نه لږه موده وروستو د کمانډرانچيف تهري سټار جرنېل عهده پۀ فور سټار چيف اٰف دي ارمي سټاف بدله کړې شوه، دغسې غوث نه غوث الاعظم او پیر نه پیران پير جوړکړے شو چې تصوف کښې هم لکه د دنياوي بادشاهانو د القابو خطابونو زښت شوقيان وي او درانۀ درانۀ شاهانه القاب ـــ دا ځکه د دوي د نومونو برخه وي چې دې نه بغېر انا ته تسکين نۀ رسي.
پۀ هرحال، چې ابن عربي راغلو وې کتل چې زۀ دومره لوے پوهاند يم، زۀ هم غوث او عبدالقادر جېلاني هم غوث!!! نو دغه وخت د قطب الاقطاب مسئله پېدا شوه او دا درجه ئې د غوث نه بره وګڼله. د دې مقابله کښې چې د شېخ جېلاني منونکو د هغۀ هتک محسوس کړو نو هغوي هم دغه وخت د غوث الاعظم ذکر شوې درجه رامنځ ته کړه او غوث الاعظم او قطب الاقطاب ګويا يو برابر شول. دا بېله خبره ده چې د غوث الاعظم دا درجه لکه د فيلډ مارشل ده. د تصوف پۀ نظري کتابونو کښې د دې متعلق ذکر نشته البته تر اوسه د ابن عربي د فلسفې مطابق د غوث کردار مجهول او د قطب الاقطاب لاندې راځي خو ځينې صوفيانو پکښې دا هم ليکلي چې غوث او قطب الاقطاب يوه درجه ده يعني پرېکړه پرې نۀ ده شوې، ځکه چې د قطب الاقطاب ځاے خو غوث نۀ بلکې د هغۀ دګس لاس وزير عبدالرب نيسي چې کار قطب الاقطاب له منځه لاړ شي.
داسې ښکاري د ابن عربي پېدا کړې د قطب الاقطاب او غوث دې کشالې دننه متصوفين مفکرين بې کچه ګډوډ ساتلي خو بل خوا د شېخ جېلان غوندې د پیران پير د حېثيت مسئله هم وه نو دغه ځاے دوي د يوې بلې کليې نه کار واخستو د کومې تر مخه چې قطب عالم چې روحاني پرمختګ کښې فردانيت ته ورسي نو هغه د کائنات د هر ډول تکوين او تصرف نه لاس واخلي او صفائي تجلي (يعني د رنګ ،نُور او بوي کائنات) نه وځي، پۀ ذاتي تجلي (ليس کمثله شئ) کښې ورګډ شي. دا هم ځکه فردانيت چې کله نور مکمل او بشپړه شي نودا د محبوبيت پۀ درجه کښې بدل شي. اوس به تاسو پوهه شوي يئ چې سر محمد اقبال ولې نظام الدين اولياء ته ‘محبوب الٰهي’ وائي ځکه چې هغه د فردانيت نه هم پورته د محبوبيت درجه کښې دے. چونکې د محبوبيت د مقام د اختراع نه پس ډېرو صوفيانو پۀ دې هم دعوې کولې نو احتياطاً وئيل شو چې دې مقام کښې نظام الدين اولياء او شېخ عبدالقادر جېلاني خاص شان لري يعني د غوث الاعظم مقام دلته هم خوندي وساتلے شو. د ‘بحرالمعاني’ يوه حواله زياته نقل کېږي،
“خضر علېه السلام ميفر مود که حضرت شېخ عبدالقاد رجيلاني و حضرت شېخ نظام الدين بدايوني در مقام معشوقي بودند و امثال ايشان ديگرے نه رسيد.”
زما پۀ خيال اوس به مونږ پۀ دې هم پوهه شوي يو چې فرښتې د نظام الدين اولياء د نامې ذکر د خداے د نامې پۀ ځاے ولې کوي؟ ځکه چې هغه فردانيت کښې پۀ ذاتي تجلي کښې خداے سره يو شوے دے، هغه هم لکه د الجيلي د ‘انسانِ کامل’ اوس د خداے دوېمه نامه ده. د سر محمد اقبال دغه ‘مردِ مومن’ هم د درې درجو اطاعت، ضبط نفس او نيابت باندې بره الوهي مقام تر لاسه کوي. نيابت نه مطلب د خداے نائب جوړېدل د سر اقبال مفسرين مونږ ته ښائي خو دا حقېقت داسې نۀ دے. د هغۀ شاعرۍ کښې ډېر تضادات دي خو ځينې ځاے هغۀ خبره بالکل سپېنه کړې ده. لکه د ‘بال جبريل’ يو نظم ‘ذوق وشوق’ کښې د حقیقتِ محمديه لۀ رويه يو بند کښې ئې ليکلي دي،
لوح بهى توقلم بهى تو تيرا وجود الکتاب
گنبد آبگينه رنگ تيرے محيط مين حباب
عالمِ آب و خاک مين تيرے ظهور سے فروغ
زره ريگ کو ديا تو نے طلوع افتاب
شوکت سنجر سيلم تيرے جلال کى نمود
فقر جنيد و بايزيد تيرا جمال بے نقاب
شوق ترا اگر نه هو ميرى نماز کا امام
مرا قيام بهى حجاب ميرا سجود بهى حجاب
تيرى نگاه ناز سے دونون مراد پاگئے
عقل غياب و جستجو عشق حضور و اضطراب
تصوف د دې وضاحت پۀ انسان کامل کښې داسې کوي؛ بنيادم وړوکے کائنات دے خو دے چې څۀ کوي هغه پۀ عقل کوي او دغه عقل د کائنات چلوونکي خداے يا د عالمِ اکبر د عقل جز دے. هم دغه عقل ته چې خداے پرې کائنات چلوي، عقلِ اول او عقلِ کُل وئيلے کېږي. دغه د عقل اول پۀ بابله الجيلي وائي، عقل اول علم او قلم اعليٰ هم يو نُور دے چې نسبت ئې بنده ته شي نوعقل اول وي او چې حق ته شي نو قلم اعليٰ وي. دغه عقل اول چې محمد پاک صلي الله علېه وسلم ته منسوب دے، دې نه لمړے جبريل پېدا شو ځکه محمد صلي الله علېه وسلم د جبريل پلار او د ټول عالم اصل دے. د نبي پاک صلي الله علېه وسلم د نُور نه يو جوهر پېدا شو، دې جوهر نه اوبۀ، اوبو نه ځګ، ځګ نه نور روحونه. ټولو نه وړومبے د نبي پاک صلي الله علېه وسلم خپل روح، بيا د انبياء، بيا د مؤمنانو روحونه، بيا عالم اجسام پېدا کړے شو. ځکه پخوا به پښتو کښې نُور نامې ليکلې کېدې. هغه به اصل کښې هم پۀ دې بنياد وې. هم دلته مونږ پوهېږو چې سر اقبال ولې وائي چې لوح قلم کتاب او دا ټول کائنات اصل کښې د محمد صلي الله علېه وسلم د وجود برکت دے. دغسې ‘طلوع اسلام’ نظم کښې هم سر اقبال وائي،
ولايت بادشاهي علم اشياء کى جهانگيرى
يه سب کيا هے ايک نکتۀ ايمان کى تفسيرين
کوئى اندازه کر سکتا هے اس کے زورِ بازوکا
نگاهِ مردِ مومن سے بدل جاتى هين تقديرين
دلته دايمان خبره شوې ده؛ ايمان نه سر محمد اقبال مطلب “الوهي يقين” اخلي او هم دا ذوق يقين بنيادم نه دروېش، قلندر، مردِ حُر او مردِ مومن جوړوي. دغه يقين مردِ دروېش سدرة المنتهٰي ته رسوي او د جبريل وزر ورته پېدا کوي چې بره عرش ته پۀ دې وزرو والوځي.
جب اس انګارۀ خاکى مين هوتا هے يقين پيدا
توکر ليتا هے بال و پر يهى روح الامين پيدا
يقين پيدا کر اے نادان يقين سے هاتهـ آتي هے
وه درويشى کۀ جس کے سامنے جهکتى هے فغفورى
اوس د دې دروېشۍ مخامخ لوي بادشاهان فغفوران څنګه ټیټېږي د هغې اندازه مونږ ته د صوفياو ملفوظاتو نه لګي چې چا ته بادشاهت ورکوي چا نه بادشاهت اخلي. دا خبره پۀ صدو باندې دومره زياته تکرار شوه چې بيا وروستو به بادشاهانو پۀ رښتيا د دروېشانو ملنګانو پۀ درشل سلامي کوله او دا به ئې ګڼل چې حقیقت کښې بادشاهي د ملنګانو پۀ دعا شي.
لکه ‘راحت القلوب’ چې د فريد ګنج شکر ملفوظات دي او خواجه نظام الدين اولياء ليکلي دي، هغې کښې ليک دي چې کله مغلو پۀ يمن يرغل وکړو نو د يمن والي (نامعلوم) د بزرګ خواجه ابو لليث نه مرسته وغوښته. هغۀ ورته يوه چامبخته ورکړه چې ماښام دا پۀ مغل لښکر ووله. هغۀ چې داسې وکړل ټول لښکر ئې ورته تتر بتر کړو او بېرته وتښتېدو. دا بېله خبره چې تاريخ مونږ ته وائي چې مغلوکله هم پۀ يمن چرته يرغل نۀ دے کړے. هم دې ملفوظاتو کښې بله واقعه ده چې يو ځل يزيد د معاويه پۀ اوږه سور ؤ نو نبي پاک صلي الله علېه وسلم ووې چې د جنتي پۀ اوږو دوزخي سور دے خو يزيد خو د نبي پاک صلي الله علېه وسلم د وفات نه شپاړس کاله پس 26)هجري( زېږېدلےدے خو اولياء کرام تاريخ سره داسې ډېره زړۀ راښکون نۀ لري. نۀ يواځې دا بلکې دوي ته د هر علت معلول هم معلوم وي لکه د يوسف علېه السلام اولاد کښې پېغمبران نۀ دي پېدا شوي نو د دې وجه امير خسرو د نظام الدين اولياء ملفوظاتو “راحت المحبين” کښې دا ښائي چې يو ځل يوسف علېه السلام د خپل پلار يعقوب علېه السلام تعظيم کولو کښې اس نه راکوزيدو کښې وځنډېدو نو جبريل راغے، ورته ئې وئيل چې د دې ګستاخۍ لۀ کبله به ستا اولاد کښې پېغمبر نۀ پېدا کېږي.
دغسې سر اقبال چې خپل شعر کښې يونظر باندې د تقدېر د بدلۍ خبره کوي، هغې نه هم مطلب دغه دے چې دې اولياو پۀ يو کاتۀ زرګونو لکهونو هندوان مسلمانان کول لکه د پښتنو د يو غوث اخوند پنجو بابا متعلق ‘تحفةالاولياء’ کښې ليکلي چې يو ځل د هندوانو جنج اکبر پوره کښې د ا خوند پنجو پۀ ماجت راتېرېدو؛ دې کښې د لسو هندوانو هلکانو نظر د اخوند پنجو پۀ مخ ولګېدو، لس واړه پرغځي شو. چې بيا خود کښې راغلل نو ټول مسلمانان شول. دغه هندوانو کښې يو د اکبر پورې د پراچګانو نيکۀ شېخ اسلام الدين هم ؤ. يعني خبره ښه مستنده کړې شوې ده. وائي چې هندوان به د اخوند پنجو نه ځکه پټېدل چې څنګه به ئې ورته کتل نو هغوي به کلمه طيبه ووئيله، دا ځکه چې اخوند پنجو هم غوث د زمانې ؤ او پۀ نظر به ئې تقديرونه بدلول. دا ئې لا څۀ کوې هندوان خو بيا هم عاجزان انسانان دي، د مردِ مومن نظر کۀ به پۀ سپي پرېوتو، هغۀ ته به هم لوے مقام ملاو شو.
حضرت مولانا اشرف علي تهانوي د خپل پير و مرشد حاجي امداد الله مکي ملفوظاتو “امداد المشتاق” کښې ليکلي دي چې يوځل د جنېد بغدادي مخې ته سپے تېرېدو چې هغوي ورته وکتل نو دا سپے صاحبِ کمال شو او منډه ئې کړه د ښار ټول سپي ترې نه چاپېره شول او دے منځ کښې کښېناستو، مراقبه شو. نو دا دے د مردِ مومن د نظر کمال ـــ پۀ هرحال کښې بره سر اقبال د يقين پۀ زور د روح الامين جوړېدو خبره کوي خو کله چې يقين کامل حد ته ورسي او بنيادم مردِ مومن جوړ شي نو اسمانونو سره جنګ کښې جبريل او اسرافيل هم ښکار کښې راوړي.
افلاک سے هے اس کي حريفانه کشاکش
خاکي هے مگر خاک سے ازاد هے مومن
جچتے نهين کنجشک و حمام اس کى نظر مين
جبريل و سرافيل کا صياد هے مومن
دا ئې لاڅه کوې، دغه مردِ مومن محشر کښې د خپل عشق انتها يعني جنون کښې خداے ته هم لاس اچوي:
فارغ تو نه بيټهے گا محشر مين جنون اپنا
يا اپنا گريبان چاک يا دامنِ يزدان چاک
پاکستاني جعلساز دانشوران او مؤرخين کۀ د مردِ مومن خبره جرمنيانو فلسفيانو نطشے او فشټے ته بوځي چې د سر اقبال د فرسوده ذهنيت ليپاټوپي وکړي خو سمه خبره دا ده، دا هم اخوند دروېزه، اخوند پنجو، نظام الدين اولياء يا د قطب اقطاب کردار دے چې خپله سر شېخ محمد اقبال جنوري 1921ز کښې پروفېسر نکلسن ته خط کښې ليکلي چې د مردِ مومن تصور ما د نطشے د کردار سپر مېن يا اورمېن (Uebermansch) نه نۀ دے راچپه کړے، دا د تصوف مردِ کامل دے. هم دغه خبره د جعلي دانشورانو پۀ ليپاتوپي خاورې اړوي چې مردِ مومن د نطشے د فوق بشر سره چې هغه د ډارون تهيري او اريائي نسل پرستۍ نه راوتے کردار دے، پۀ ځاے دا د تصوف د مرد کامل چربه ده او بنيادي ماخذ ئې د عبدالکريم الجيلي د انسان کامل کردار دے کوم چې هغۀ پۀ دې نامه ليکلي کتاب کښې وړاندې کړے . سر اقبال د هغۀ نه بې کچه اغېزمند ؤ ځکه پۀ 1900 ز کښې ئې پۀ رساله (Indian Antiquary) کښې پۀ هغۀ يوه مقاله
The Doctrine of absolute as Expounded by Abd karim Aljeli
پۀ سرليک ليکلې وه. هم دغسې ئې خپل ډاکټرېټ مقاله د ايراني الٰهيات ارتقاء (The evolution of metaphysics in Persia) کښې هم الجيلي ته پوره يو څپرکے ليکلے دے . د دې باب ساده ټکو کښې خلاصه داسې ده چې وجود دوه قسمه دے؛ مطلق وجود يعني د خداے وجود او عدم وجود يعني فطرت ـــ کله چې وجود مطلق وجود چې مطلقيت نه کناره شي نو درې درجو حديت، غیرت او ذاتيت نه راتېرېږي. حديت کښې اعراض علائق نۀ لري، غيريت کښې اعراض او علائق لري خو بيا هم ظهور نه خلاص وي، ذاتيت کښې ظاهريت خپل کړي او عدم وجود يعني فطرت شي؛ يعني خداے پۀ خارج کښې راښکاره شي. لکه څنګه چې حسېن حلاج شعرونو کښې وئيلي دي.
دانسان کامل د پرمختګ پړاوونه د دې اپوټه دي؛ وړومبے يو خاص اسم باندې استغراق وکړي او ذاتيت کښې داخل شي، دوېم پړاو کښې د عرض دائره کښې داخل شي، دا سالک هم د غيريت دائره ده او درېم پړاو کښې د جوهر دائره کښې دننه شي؛ دا هغه د حديت پړاو دے چې چرته خداے د مطلقيت نه کناره کېدو نه پس داخلېږي. هم دغه پړاو کښې د انسان کامل د خدایتوب امکانات پوره رابرڅېره شي. هغه کائنات باندې تکويني وس لاس ومومي، د علت او معلول تړون مات کړي او خدايتوب شروع کړي.
هاتهـ هے الله کا بندۀ مومن کاهاتهـ
غالب و کار آفرين کارکشا کارساز
خاکي و نوري نهاد بنده و “مولا صفات”
هر دو جهان سے غنى اس کا دلِ بے نياز
البته دلته تصوف دا چالاکي کوي چې د قران اٰيت “وَ اِذا رميت” نه مقصد اخلي وائي چې خداے خپله وائي چې ګيټۍ ويشتونکے لاس د نبي پاک صلي الله علېه وسلم نۀ د خداے پاک ؤ، اګر کۀ هغه يوه تمثيلي خبره ده لکه څنګه چې جنت د تُورو سيورو کښې دے يا د مور قدمونو کښې واله خبرې دي؛ خو تصوف ئې حقيقي معنې اخلي او د انسان کامل مفکورې ته تقويت ورکول غواړي چې دا خپله د تلبيس و تحريف يو عمل دے.
د سر اقبال مردِ مومن دراصل هم هغه عقل حېرانوونکې عجوبه ده چې د صوفياو ملفوظاتو کښې ورپسې قسما قسم کرامات او مکاشفات تړلي وي. د دې کردار دننه د فلسفې وغېره لټون هسې ځان له دهوکه ورکول دي. دغه دهوکه لۀ ډېره وخته پاکستاني دانشوران او ماهرينِ اقباليات مونږ ته راکوي . يوه بله زبردسته خبره نوميالي افسانه نګار ميرزا اديب هم کړې چې مردِ مومن اصل کښې محمد علي جناح ؤ.
(بحواله اقبال شناسى اور بلوچستان کے کالج ميگزين، جلد دوئم، ډاکټر انعام الحق کوثر)
قائداعظم کى زندگي اقبال کے مردِ درويش کى زندگى کا ايک رخ اور اس رخ سے اس کى حيات مستعار کا سب سے نمايان مقصد جو متعين رها هے، وه درجه ذيل شعر مين واضح هے:
هوا هے گو تند و تيز ليکن چراغ اپنا جلا رها هے
وه مردِ درويش که جس کوحق نے دئيے تهے اندازه خسروانه
سر اقبال خو تر دې وهم ځپلے او پۀ ذهني توګه ناقصه دے چې د هغۀ زوي جاوېد اقبال خپل کتاب “زنده رود” جلد اول مخ شپاړسم باندې ليکي چې د هغۀ د پېدائش دوه جنم پتريانې (زائچې) هغۀ يوه د لاهور پۀ راجه نريندرناتهـ او بله د ميسور پۀ پنډټ سر نيواسيه جوړې کړې وې. دا لا څۀ کوئ چې دا هم ليکي (حواله زنده رود وړومبنے جلد مخ 15) چې سر اقبال به غټه غوښه لکه د هندوانو نۀ شوه خوړلې، ځکه کور کښې به ئې چرې هم غټه غوښه نۀ پخېده.
دغه توهم دغه ناقصه ذهنيت د پاکستاني جعلسازو دانشورانو مؤرخينو بنيادي ذهنيت دے. پۀ پاکستاني تاريخ اتهارټي منلے شوے مورخ ډاکټر صفدر محمود خپل کالم صبح بخير (ورځپاڼه جنګ راولپنډي 29جون 2018) کښې ليکلي چې مشهور برزګ صابر کلير چې د خواجه فريدګنج شکر خوریے ؤ، چې مړ کېدو نو وصيت ئې وکړو چې زما مړے جنازه ګاه کښې کېږدئ، يو اس سوار به راځي، هغه به جنازه کوي. چې کله د هغۀ د مرګ نه پس داسې وکړے شو نو ناڅاپه يو اس سوار چې مخ ئې پټ ؤ راغلو، جنازه ئې وکړه خو چې څۀ وخت هغه ستنېدو نو مخ نه ئې پلو لرې شو، خلقو وکتل چې هغه خپله خواجه صابر کلير ؤ؛ يعني خپله ئې خپله جنازه وکړه . ډاکټر صفدر محمود پۀ پوره ايماني جوش دا هم ليکي چې داسې کارونه خواجه باقي باالله او ميا شېر محمد شرقيوري غوندې صوفيانو هم کړي وو. هم دغه کردارونه د سر محمد اقبال لاهوري د مردِ مومن اصليت او حقېقت د پوره پنجابي ذهنيت سره بيانوي او د مردِ مومن کردار ته د دې نه بغېر پۀ هېڅ حواله کتل به يوه بې علمي او لوے خيانت وي.
د مردِ مومن پۀ حواله د دغه تلبیس و تحریف نتیجه کښې نن ټوله پاکستاني معاشره د ذهني پسماندګۍ هغه کندې ته پرېوتلې ده چې هر سړے خپل ذات کښې د څۀ لټون پۀ ځاے یا خو د کوم مردِ مومن، غوث، خواجه، داتا انتظار کښې پروت دے او یا اېچیسن او اکسفورډ کښې د تعلیم دعوې کوونکي هم د بابا فرید پۀ درشل لاوړي باوړي کېږي.
(فااعتبرو يا اولي الابصار)