د محمد سعید سعید د نظم ببوزي واله توکنه – فېصل فاران

 

پښتو نوې شاعرۍ کښې واقعاتي نظمونه رومانى شاعرانو لۀ وخته ليکل پېل کړي وو. لکه د محمد نواز خټک “فقيره”، د سيد رسول رسا “ښکلې فقيره”، د پرېشان خټک “کوچۍ”، د فضل حق شيدا “رقاصه”، د اجمل خټک “پېغله”، د غني خان “د بت وينزه” څو د يادونې نظمونه دي خو دې ټولو کښې يو قسم رومانيت، مفلسه او ځپلي ښائست باندې څرګندېږي؛ البته ‘پېغله’ نظم کښې رومانيت د قومي پاڅون پۀ هغه بامعني پېغام تمامېږي کوم چې پښتون قامي تحريک سره تړلے دے او تاريخي شاليد کښې د مېوند د ملالۍ تلميح لري.

دې مشرانو شاعرانو پسې بيا صحيح معنو کښې لمړي ځل واقعاتي نظمونو ته محمد سعيد سعيد د مردان د رواج ورکولو هڅه وکړه او د هغۀ دا هڅه باوري ځکه شوه چې هغه وخت يو شمېر شاعرانو د هغۀ د پل نيولو تابيا وکړه چې پکښې طلاء محمد شباب ،حسېن احمد صادق، عبداللطيف سيماب، دانش بنوڅي غوره نظمونه هم وليکل. د محمد سعيد سعيد د مردان نظمونو کښې ‘ببوزي واله’ هم د ذکر جوګه نظم دے.

د دې نظم بنيادي تهيم دا دے چې د هاړ جيټ سره غرمه کښې د ګاډو پۀ اډه کښې يوه بلاربه ښځه چې يو ماشوم ئې په ټوټي وي، هر چا ته ببوزے وهي چې روپۍ دوه روپۍ ورته ورکړي او خلق ئې رټي سکونډي او څوک ئې د ځوانۍ د نندارو نه خوندونه اخلي ـــــ

د ګرېوان وازې خولې ئې ما ته وئيل

زۀ هره ورځ د دې اډې د غېږ نه

داوږدو تږو نظرونو د اور

د تږو تږو هوسونو د زور

د بې وسۍ پۀ سر پنډونه وړمه

دې نظم کښې يو خوا زمونږ د معاشرتي خويونو ښودنه شوې ده نو بل خوا د طبقاتي تضاد غندنه هم پۀ زوروره توګه شوې ده او د شاعر دغه قبيل نورو نظمونو کښې هم دغه دوه عناصر جوت دي. ګويا هغه پۀ دې سر خلاصے دے چې د معاشرې اجتماعي او د فرد انفرادي رويه ټاکنه کښې معيشت پس منظر لري. د شاعر هم دغه لويه ورکړه ده چې هاغه واقعاتي نظمونه کوم چې روماني شاعرانو د انګرېزي روماني شاعرۍ تقليد کښې د ورډزورتهـ د ‘لوسي ګرے’ ټائپ نظمونو تقليد کښې شروع کړي وو، د هغې رخ ئې بدل کړو.

نظم کښې د ‘ببوزي واله’ کردار تعارف چې هغه څنګه کوي يعني سکاڼ رنګ او خپلې ځوانۍ نه بې پرواه حرکات هغه ښائي چې دا کردار زمونږ خواوشا کښې ليدل کېدونکي د کومې کردار دے. چنګياڼ چې بې کوره بې دره ټوله دنيا کښې ګرځېدونکے مخلوق دے، هغه د دې کردار پۀ ذريعه د سرمايه دارانه نظام بوږنوونکے حقېقت طبقاتي تضاد پۀ شاعرانه انداز کښې غندي. طبقاتي تضاد پۀ مذهبي توګه باندې نېغ پۀ نېغه د قسمت او تقدير مسئلې سره هم تړلے دے ځکه هر چرته چې د طبقاتي تضاد کشاله باندې څوک فکر کوي نو ارومرو پۀ خدائي انصاف هم خبره کېږي چې دا څنګه انصاف دے؛ ځکه شاعر دلته هم نظم پۀ دې خبره ختموي او هر څۀ پۀ خدائي انصاف تماموي.

او بيا د هغۀ خدائي قانون داسې دے

..چې د چا ګوتې پۀ شماره ستړې شي

او د چا ګوتې پۀ ببوزي والو

د بخت تقدير دا مروجه عقيده د مسلک اشاعره لۀ مخه مروجه شوې ده چې هغوي بنيادم د ازل ليک ته مجبوره ګڼلے دے. دغه د کلاسيک شاعرانو بنيادي عقيده ده. هم دلته دا پوښتنه کېدې شي چې يو شاعر چې طبقاتي تضاد ته فکري رسېدنه لري، څنګه دا پۀ خدائي انصاف باندې پرېږدي او د دې د منځ نه وړلو د پاره د بنيادم هڅه نۀ شي لېدلې؟ او کنه دا خبره د مذهب غلط استعمال پۀ ګوته کول دي؟

پۀ هر حال، دا ډول نظمونه مونږ ته هغه دوران پۀ ګوته کوي چې کله سوړ جنګ تود ؤ او د شوروي روس پلويانو د افلاس او غربت سوال د قامي مفکورې پۀ ځاے پۀ مارکسي مفکورې باندې کولو؛ ځکه دې نظم کښې هم د مارکسي مفکورې لۀ رويه نړيوال تناظر کښې خبره شوې ده.

يو ځل صوابۍ کښې د دورې پۀ وخت مانېرۍ کښې د باچاخان نه دا پوښتنه وشوه چې تاسو د مارکسزم خبره ولې نۀ کوئ؟ نوهغۀ جواب ورکړو چې کمیونزم معاشي نظام دے، دا هله قائمېدے شي چې وړومبے واک ترلاسه کړے شي . وړومبے پټے خپلول غواړي، د هغې نه پس به پکښې د فصل د کرلو رېبلو فېصله کېږي.

ځکه طبقاتي تضاد پۀ خپل ځاے يو ډېر تريخ حقېقت سهي خو د دې د لرې کولو د پاره ضروري ده چې د نړيوال پرولتار د انقلاب د انتظار پۀ ځاے دې پۀ قامي بنيادونو د خپلواکۍ ترسره کولو هڅې وشي.

د نظم ژبه اسانه خو اردو امېزه ده او د مارکسزم پۀ بنياد شاعرۍ کوونکيو شاعرانو دا لويه مجبوره ده چې دوي هغه اصطلاحات او لفظيات استعمالوي کوم چې اردو کښې دغه قبيل شاعران پکاروي. دا ځکه چې پښتو مترقي سوچ يو قسم خپله د اردودانو مارکسټيانو شاعرانو د سوچ چربه ده؛ عن تر ښاغلي سليم راز د شاعرۍ پورې داسې محسوسېږي چې مونږ د کوم مقامي پښتون شاعر پۀ ځاے د د داسې اردو دان شاعر شاعري لولو چې مجبوراً پښتو کښې شاعري کوي خو د موضوعاتو سره سره منظرکشۍ کښې هم البته محمد سعيد سعيد د مردان د خپلو نظمونو ‘لوکېل’ کښې پښتنه سيمه مونږ ته وړاندې کوي چې پۀ دې وجه ورته مونږ کامياب نظم ګو وئيلے شو.

 

دا هم ولولئ

لټون او تپاس د غني ارټ؛ بنيادي نکته – فېصل فاران

هر کله چې د غني خان د شاعرۍ ټولئيزه توکنه کوو او لنډه جائزه ئې …