اجمل خټک کمیونسټ نۀ ؤ – فېصل فاران

د ملګري فېصل فاران دا لیکنه پروسکال باچا خان مرکز کښې د ارواښاد اجمل خټک بابا د تلین دستوره کښې هغۀ پۀ خپله اورولې وه. د ‘پښتون’ لوستونکو د پاره دا لیکنه د یوې اړینې یادګیرنې سره وړاندې کوو.

ارواښاد ډاکټر خالق زیار پۀ باچا خان مرکز کښې د اجمل خټک بابا د تلین پۀ ویاړ تابیا شوې دستوره کښې وئیلي وو،

‘(اجمل) خټک صاحب ډېر څۀ مونږ ته ښودلي دي، ډېرې خوارۍ ئې راسره کړې دي، زمونږ استاذ دے او د هغوي جدائي زمونږ د پاره یو لوے زیان دے.

یوه بله خبره چې زۀ ئې محسوسوم، هغه دا چې زمونږ سره یو خاص رنګ دے ــ یو روایت راروان دے او هر څوک چې بیا مونږ کښې نۀ وي، برش مو راخستے وي او هم هغه رنګ ورله ورکوو. ما پۀ خبرو کښې داسې څۀ (دلته) واورېدل چې هغوي پۀ خټک صاحب د دې سود کوي ــــ خو زۀ وایم چې داسې نۀ ده پکار ـــ هغۀ خپل فکر، خپل سوچ، هغۀ خپله نظریه د چا نه پټه نۀ ده ساتلې ـــ بیا مونږ ولې د هغۀ د خپل رنګ د پاسه د خپلې خوښې رنګونه خېژوو؟ بیا دا چې بې شکه خټک صاحب هم پۀ سیاسي مېدان کښې ؤ، زمونږ سیاسي پارټي هم پۀ سیاسي مېدان کښې ده ـــ د سیاست څۀ مصلحتونه وي او هغه پۀ کارول د سیاست دان کار دے؛ هغوي به هم څۀ خبرې کړې وي ـــ خو دغه خبرې چې د یو خاص سیاسي مصلحت لاندې شوې دي، د هغې پۀ رڼا کښې د هغۀ د کردار عمارت ودرول زما پۀ خیال د هغوي سره زیاتے دے.

مونږ پۀ خپله دې تجربې نه اوس تېرېږو، خپل غم راسره هم پېدا کېږي ـ ـ ـ ـ ـ

نن به بې شکه چې اکثریت زمونږ سره نۀ وي، دې سوچ سره به نۀ وي، یا به پۀ دې نظریه پوهېږي نۀ، یا به دغه ځاے ته رسېدلي نۀ وي ــــ خو د دې مطلب دا هرګز نۀ دے چې مونږ د اولسي شهرت حاصلولو د پاره هغه بنیادي سوچ ته، پۀ کوم چې زمونږ د راروان وخت قامي عمارت ودرېږي، هغه مونږه د سره وران کړو او د خپلې خوښې رنګونه پرې وخېژوو.’

دغه ویډیو پۀ دې لنک اورېدې او لیدې شئ ــــــ http://www.youtube.com/watch?v=EgJG0L11mSc

د اجمل خټک پۀ تلین دغه دستوره کښې د اجمل خټک هر رنګ زغملے کېدو خو د هغۀ سیاسي سُور رنګ تتولو د پاره پرې نور نور رنګونه پورې کېدل. د خالق زیار دغه وېنا خامخا واورئ ـــ دغه وېنا کښې هغۀ وئیلي دي، ‘”زمونږ” سیاسي پارټي هم پۀ سیاسي مېدان کښې ده’ ـــ دا اندېښنه ئې هم څرګنده کړې ده چې ‘مونږ پۀ خپله دې تجربې نه اوس تېرېږو، خپل غم راسره هم پېدا کېږي’ ــــ د خپل مرګ پورې عوامي نېشنل پارټۍ ته “زمونږ سیاسي پارټي” ویونکي او د ‘پښتون’ مجلې د ‘مشاورتي کمېټۍ’ د غړي ډاکټر خالق زیار اندېښنه د هغۀ د تلین پۀ وړومبۍ او دوېمې دواړو دستورو کښې رښتونې ثابته شوه. ‘د اولسي شهرت حاصلولو د پاره’ یو څو سیاسي مزدوران، مترقي بورژواګان او قلمي دیاړیمار هم د هاغه نېشنلي ډاکټر خالق زیار پۀ قبر ودرېدل، د خپلو لېلام شوو شخصیتونو، کنګالې مبارزې او ګاڼه شوي قلمونو پۀ بې شرمۍ ئې نېشنل پارټۍ پسې خبرې وکړې. د اجمل خټک نه چې کوم شوخ نېشنلي رنګ تروړلو د پاره شوې رویې باندې ډاکټر خالق زیار پۀ خپل ژوند احتجاج کړے ؤ، هغه شوخ نېشنلي رنګ ډاکټر خالق زیار نه د تروړلو هڅه وشوه ــــ د غېرت د چغې او د سُور بېرغ اجمل خټک د عوامي نېشنل پارټۍ ویاړ ؤ، دے او وي به. ډاکټر خالق زیار د عوامي نېشنیل پارټۍ ویاړ ؤ، دے او وي به.

د اختلاف حق هر چا ته حاصل دے، هر څوک دې خپل دغه حق کاروي ـــ د چا د سپکاوي حق چا ته هم حاصل نۀ دے. ‘پښتون’ پۀ دلیل سره د ځواب کولو اصولي حق هم خوندي لري او د دغه حق د استعمال د پاره د لفظونو انتخاب او د لهجې د تناسب ئې هم زده دے ـــــ پېغور زاد او پېغور خېل هوشیار باش!!!

د اجمل خټک د نامې اورېدو سره سم ذهن ته د نړۍ د لويو مترقي ليکوالانو لکه رسول حمزه توف، پابلو نرودا، ناظم حکمت او شېخ اياز نومونه راځي او دې کښې شک هم نشته چې اجمل خټک هم د دغه شاعرانو د پایې شاعر دے؛ خو دا هم ذهن کښې ساتل دي چې هغه پۀ خپل مترقي شاليد کښې هم د دغه شاعرانو غوندې شخصيت لري ــــ يعني مترقي شاعر ضرور دے خو شاعري ئې پۀ کميونسټ مېنيفسټو باندې پوره نۀ خېژي.

پۀ دې حقله زما يوه مقاله وړاندې چاپ ده چې کۀ مونږ د اجمل خټک شاعري ګورو نو هغه د کميونسټ مېنيفسټو د هر معيار لکه وطن، قوم، مذهب او جغرافيې خلاف ده؛ ځکه هغه مترقي شاعر ضرور دے خو کميونسټ شاعر نۀ دے. زما د دې ليک نه اپوټه پۀ ځواب کښې ښاغلي سليم راز بيا يو ليک هم کړے ؤ چې هغې کښې ئې هره خبره اړولې راړولې وه خو څۀ مضبوطه تجزيه ئې نۀ وه کړې. زياتره ئې د هغۀ د شخصيت او کردار پۀ حواله خبره کړې وه خو لۀ بده مرغه تنقيد د شخصيت کردار ته کم او فن پاري ته زيات ګوري. د اجمل خټک فن مونږ ته دا وائي چې هغه د سوچه مترقي قام پرست تحريک عهده دار هم پاتې شوے دے. دا هم مونږ ځکه ګورو چې د اجمل خټک پېغام قام پرست دے اګر کۀ دې کښې د طبقې خبره هم شته او د غاصب د استبداد، د رنګ او نسل د تميز نه بغېر د سر غړاوي او د تميز خبره هم شته. خو دا خبرې هم د ترقي پسند تحريک سره نۀ بلکې د خدائي خدمتګار تحريک د ‘پوره وي کۀ سپوره وي پۀ شريکه به وي’ ماټو سره او د دې تحريک د عملي مبارزينو د ژوندي تاريخ سره شاليد لري. هم دغه تحريک ؤ چې د رنګ او نسل، کسب او حسب خبره ئې ختمه کړې وه. دې کښې پښتانۀ هم او خانان هم وو، مزدوران هم وو، مياګان هم وو، کشميريان هم وو او هندکيان هم پکښې وو. ځکه اجمل خټک کۀ وائي،

چې نشه د استبداد لري پۀ سر کښې
ما ته يو دے کۀ مغل دے کۀ افغان

نو کۀ دا څوک کميونزم سره تړي، دا به بیخي د هغه څروپې ناروا تکرار وي چې د رحمان بابا غوندې صوفي نه ئې د ترقي پسند شاعر جوړولو هڅه کړې وه. پۀ دې نيوکه نۀ شي کېدې چې د رحمان بابا شاعرۍ کښې مترقي افکار شته او څېړل برڅېرل ئې پکار دي، ځکه چې مترقيت يوه انساني ذهني رويه ده.دا د کومې نظريې او مفکورې نه بغېر هم کېدې شي. خو پۀ دې نيوکه کېدې شي چې د دغه ذهني رویې لۀ رويه د يو صافي صوفي شاعر ټول شخصيت د کارل مارکس نه اغېزمن انقلابي وښودل شي. نو د اجمل خټک شاعرۍ کښې د انقلاب د بلند اٰهنګ اعاده او تکرار هم د مارکسسټ کردار نه زيات د خدائي خدمتګار تحريک اغېزه ده. دې کښې هم شک نشته چې اجمل خټک د مترقي ادب باقاعده لوسونکے ؤ او اثر ئې ترې نه اخستے ؤ خو دغه اثر دومره ؤ چې هغه فکري توګه چمتو کړي او زيات ئې وپاروي. دې شاليد کښې هم کتل پکار دي چې د وېش نه پس مقامي سياست کښې يو بدلون دا راغے چې قامي تحريک د مملکت خداداد نورو ځپلي قامونو سره هم يو والے وکړو او د پيپلز پارټۍ نه تر نېشنل عوامي پارټۍ پورې دا يو والے پۀ نظر راځي او هم دې پس منظر کښې اجمل خټک شاعري کړې ده. نو لازمي ده چې شاعرۍ کښې به ئې ځاے پۀ ځاے د طبقاتي مسئلې پۀ حقله غږ هم زورور وي ځکه چې نېپ کښې د ټول محکوم قامونو د وفاق پۀ ضد یو والے د خپل قامي او طبقاتي زبېښاک پۀ ضد پۀ سياست کښې د ځواک منده ټولي برخلاف ولاړ ؤ او هم دغه نقطه د دوي تر منځه د تړون نقطه وه او هم دغه نقطه ده چې د اجمل خټک شاعرۍ کښې د طبقاتي تضاد اٰهنګ هم اوچتوي. مونږ ګورو چې د وېش نه وړاندې د خدائي خدمتګار تحريک د شاعرانو ليکوالانو ټول زور پۀ ازادۍ او خپلواکۍ ؤ خو د وېش نه پس دغه زور پۀ پښتون وحدت باندې تمامېږي او پۀ دې حقله نمائنده شاعر ولي محمد طوفان او اجمل خټک دي. ډاکتر نصيب الله سيماب يوه ډېره د کار خبره کوي چې ترقي پسند تحريک د خدائي خدمتګار تحريک پۀ زيار خاورې اړولې دي ـــ دا خبره بالکل سمه ده چې ترقي پسند تحريک چې پښتنو کښې ئې مويد محترم صنوبر حسېن کاکاجي ؤ، د وېش نه پس چې کله پښتانۀ مشرتابه قېد او بند کښې وه نو تحريک سره تړلے د نشر او اشاعت کار بند ؤ نو د رضا مهمندي د وېنا مطابق کومه چې انور خان ديوانه مرتب کړې، کتاب صنوبر حسېن کاکاجي کښې ليک ده؛ کاکا جي به پۀ سرکاري دفترونو او حجرو ګرځېدو او خلق به ئې د پښتون قامي تحريک نه منع کول او د تحريک خلاف به ئې پرچار کولو او بيا ئې د اولسي ادبي جرګه پۀ نامه داسې يو اچاري شانې ادبي غونډه جوړه کړه چې هغې کښې مسلم ليګ، کميونسټ او غېر جانبداره ليکوالان راغونډېدل. قامي مشرتابه پۀ جېلونو کښې وه او دې جرګې به پۀ قافيه رديف خبرې کولې او رودوادونه به ئې اورول. دې ادبي جرګې کښې به د سي اٰئي ډي کسان هم باقاعده حاضرېدل او د دوي رپورټ به ئې ‘مثبت’ لېږو. ما سېوا د ځينو قام پرستو ليکوالانو لکه همېش خليل، اجمل خټک نه چې ګرفتار کړے شو؛ د دې ادبي جرګي ټول رپورټ سوچه روان ؤ. البته دا ئې وکړل چې نیمچه قوم پرست ليکوالان ئې هم ترقي پسند کړل. ځکه مونږ ګورو نو سېف الرحمان سليم کۀ وائي:

مينه د وطن کۀ مې د ټولو مينو میره ده
مينه د انسان مې هم پۀ زړۀ کښې عالمګيره ده

دغه ‘عالمګيره’ مينه چې بيا د ښاغلي سليم راز پۀ لاس راشي نو د وطن مينه ورکه شي او صرف يوه نعره پاتې شي چې “سرحدونه مې نظر کښې نۀ ځائېږي”ــــ

د تحريک خلافت او د تحريک کميونزم تر مخه هم دغه اشتراک دے چې ټولې دنيا نه پښې راتاوهل غواړي. دې بلند پروازۍ کښې د کميونسټ مېنیفسټو يعني د کميونزم د بنيادي نظريې لوے لاس دے او هم دغه بلند پروازي دوي د قامي تحريکونو خلاف استعمالوي. د جمهوري معروض او د موضوع تر مخه دغه بنيادي تضاد دے چې مونږ ګورو کميونسټان هر دور کښې د قامي تحريک خلاف د حکومتِ وقت ملاتړ کړے دے لکه آل انډيا کميونسټ پارټي د آل انډيا مسلم ليګ سره د وېش منصوبه کښې پوره مرستياله وه. نېپ (بهاشاني ګروپ) او نورو کميونسټانو د نېپ (ولي خان) د مبارزې خلاف د جنرل ايوب خان سره خفيه ساز باز کړے ؤ. وروستو مزدور کسان پارټۍ (افضل بنګش) د ولي خان خلاف د موليانو او د قيوم خان حمايت کړے ؤ. وروستو بیا نوميالي کميونسټان، لبرل خېل او ‘نیو نېشنلسټان’ هم د ولي خان بالمقابل د مولانا حسن جان او د شېرپاو ګروپ کښې وو. دا ځکه چې د دوي نظر کښې سرحدونه نۀ ځائېږي او قامي تحريکونه همېش د نورو قامونو سره د خپل سرحد تعين غواړي چې د پُر امن بقاء باهمي سره وخت تېروي.

د سرحدونو دا تماشه د کميونزم کمه او د کميونسټانو ډېره لويه مسئله ده؛ ځکه سليم راز صاحب بل ځاے وائي،

پولې هم ستاسو د اوبو کرښې دي

کله اټک کله جهلم يادوئ

خو بل خوا مونږ ګورو چې د اجمل خټک پۀ شاعرۍ کښې د دغه پولو او کرښو ډېر تقدس دے چې د يو قام د جوړښت مهم توکي جغرافيې سره تعلق لري او د پښتانۀ قوم جغرافيه خو معلومه لۀ امو تر اباسينه پورې ده. د اجمل خټک پۀ شاعرۍ کښې د دغه جغرافيې حواله د يو وکيل لويه منظر نامه پرته ده ـــ لکه کۀ مونږ دلته يواځې د هغۀ د شعري مجموعې ‘ګل پرهر’ مثال واخلو نو دې ټولګه کښې د پغمان شهزاده، د خوشحال ليد، اکوړيه، د بولان باد، محسود، زما خوږه وطنه!، د ډېرو جېل ته؛ دغه د امو تر اباسينه پورې علاقه پۀ نخښه کوي. بل خوا دا نور نظمونه کۀ تاريخي نظم، زما قلم، زما الميه، چاربېته، شهيد ملګري ته، درې فقيرې. پښتنه شاعره. زېرے، تخيل کۀ حقيقت، زما ورارۀ، سوے سپرلے، لور ته، د جېل دنيا، د شاعر احساس، خپل ارمان ته، د الجزائر شهيدانو ته، حسرت ته، هغه لعلونه زما لېلا، دوه مزدورې، د خيال لېلا او ملګري؛ پۀ سر ليک سوچه نظمونه صرف قام پرسته شاعر ليکلے شي. دا ذهن کښې ساتل دي چې يو کميونسټ شاعر کله هم قام پرست نۀ شي کېدے خو يو قام پرست ليکوال د کميونزم بنيادي سوال طبقاتي تضاد باندې يقين لري او هم دغه يقين دے چې مونږ ‘ګل پرهر’ کښې ئې د اولس، شاعر او جنګ، فېصله غوندې نظمونه هم ليکلي دي چې بنيادي معاشي ناهموار والے دے. کوم څوک چې د دا قسمه نظمونو پۀ موجودګۍ کښې پۀ اجمل خټک د کميونزم ټاپه لګوي. زما پۀ خيال هغوي يوه لويه تېروتنه کوي. د دغه انقلابي هېجان پۀ سر زورۍ بیا د رحمان بابا نه هم پۀ دوو شعرونو باندې د کميونسټ شاعر جوړولو سرزوري وکړې شي. ‘د غېرت چغه’ او ‘ګل پرهر’ د نظمونو د مواد شاليد کښې چې کومه جغرافيه، نفسيات، سياست او تاريخ شتون لري؛ هغه د پښتون قام دے. د دې شا ته پروت کردار خپل تشخص کښې پښتون دے نۀ چې د بې قامي تشخص نه محض يو بنيادم دے چې قامي پېژندګلو ئې نشته. زما پۀ خيال چې اجمل خټک پۀ دې هم د ستائینې وړ دے چې خپله زمانه کښې د کميونزم او کېپیټلزم د ټول زور دباو باوجود هغۀ پۀ تخليقي عمل کښې پښتونيت ژوندے ساتلے دے. ښاغلے علي خان مسید خپل کتاب ‘د اجمل خټک سیاسي هلې ځلې’ کښې لیکي چې کمیونسټانو سوشلسټانو ډېره هڅه وکړه چې اجمل خټک د ‘ولي باغ’ خلاف ودروي خو هغوي خپلو هڅو کښې ناکامه شول نو بیا به ئې اجمل خټک ته د خانانو د دوستۍ پېغورونه ورکول.

داسې حال کښې چې کۀ یو خوا کميونزم قامي تشخص نړولو او ردولو نو بل خوا د کېپیټلزم تر لاندې مذهب قامي تشخص او قومیت کفر ګڼلو. نۀ يواځې دا بلکې خبره تر دې حده تلې وه چې رېډيو پاکستان کښې د ‘پښتون’ لفظ ليکلو باندې پابندي وه. غني خان خټک خپل کتاب کښې ليکلي دي چې سرکاري دفترونو کښې به چا پۀ پښتو کښې خبرې وکړې نو د هغۀ رپورټ به پۀ بره تلو او ترقي به ئې بنده شوه. نو داسې د جبر و جور ماحول کښې چې کميونسټان، مسلم ليګيان او جماعتيان د قام پرستو د پاره يوه ډبلۍ شوي دي، پۀ درې مختلفو محاذونو ئې وهلي؛ د اجمل خټک پۀ شاعرۍ کښې پۀ قامي تشخص د هغۀ مضبوط اعصاب ښائي. دې کښې هم شک نشته چې دې دوران کښې د وقتي مصلحت لۀ کبله کميونسټان د حکومتي جبر نه خلاصي دپاره نېپ کښې شامل شو؛ ښکاره ده چې دې ګډون به پۀ ګوند دکميونزم اغيزه هم زياته کړې او د دې اجتماعيت لۀ کبله ‘د غېرت چغه’ کښې د طبقاتي تضاد هم غوره مرقع ليدې شي، خو هغه لکه دکاکاجي صنوبر دا نۀ وائي چې ملک ازاد شو، راځئ چې اوس شعر و ادب کښې کار وکړو او رحمان بابا راژوندے کړو او بیا ئې ترقي پسند کړو؛ بلکې پۀ نيمګړې ازادۍ او د هندوستان پۀ وېش نظم ليکي، سپرلے او سوال پورته کوي چې سپرلي داسې نۀ وي چې يواځې پۀ ګلونو راځي، دا څنګ سپرلے دے؟

اجمل خټک خپل ژوند ليک ‘قیصه زما د ادبي ژوند’ کښې دا هم ځکه د کاکاجي د دې فکر خلاف رد عمل هغۀ سره وړومبي ملاقات کښې داسې ښائي چې د فارغ بخاري پۀ تعارف کولو دوه پېرې د هغۀ د پېژندګلوۍ نه انکار وکړي ـــ يوه پېره وائي کوم کاکاجي؟ چې هغه ورته وائي صنوبرحسېن نو بيا وائي، کوم صنوبرحسېن؟ اګر کۀ کاکاجي هغه وخت ښۀ مشهور شوے وي او تر دې چې خپله اجمل خټک ليکي چې دغه زمانه کښې د پښتو مجلو پۀ ډېکلئرېشن بندېړ ؤ، پښتنې رسالې د عتاب ښکار وې خو د قيوم خان وزير تعليم منحرف خدائي خدمتګار ميا جعفر شاه کاکاجي د مومندو نه خپله راوستو او رساله ‘اسلم’ ئې پرې شروع کړه. ښکاره ده ‘اسلم’ رساله د يو تشدد پسند مبارز ‘اسلم’ پۀ نامه وه ـــ داسې قيوم شاهي ګويا د ذرائع ابلاغ پۀ لاره پښتو کښې د عدم تشدد مخنيوے کول غوښتل. ‘اسلم’ رساله مکمل ادبي رساله وه. ډاکټر همايون هما د پي اېچ ډي مقالې کښې لیکي چې دې رساله کښې به د سرکاري پالیسیو خلاف خبره قدرې نۀ وه، البته پۀ اداريوکښې به ئې دا ليکل وو چې د قائد اعظم او شهيد ملت غوندې تاريخي هستيانو نومونه د ذاتي فائدې د پاره استعمالول خود غرضي ده. دا اووۀ ورځنۍ رساله هله بنده کړې شوه چې کله کاکاجي بيا د معاهدې خلاف چې هغۀ سره ‘قيوم شاهي’ وزير جعفر شاه کړې وه، یعني د قومي تحريک مخنيوے او سياست کښې ئې هلې ځلې پېل کړې؛ بيا ئې الېکشن هم کړے ؤ، د کميونسټانو او ليګيانو خپلو کښې ورانېدو نه پس کاکاجي ونيول شو.

غالباً اجمل خټک به کاکاجي نه پۀ دې زړۀ موړے ؤ چې دې نه لږ پخوا حاجي امين نعت خوان مياشتنۍ رساله ‘الصادقه’ باندې د قومي تحريک خلاف کار کولو، پښتانه ئې جهادي کول، دو قومي نظريه ئې خپروله ــــ بل خوا د ‘شهباز’ اخبار د پاره شريف نومې پنجابے قيوم خان راوستے ؤ ـــ دې خوا کاکاجي هم قومي تحريک خلاف ټول ليکوالان مترقي کول او قومي سوچ نه ئې بېن الاقوامي کول ـــ بل خوا رېډيو کښې هم ټول مترقي راغونډ وو د پښتون کاز خلاف به کار کېدو او اجمل خټک باندې خپله د رېډيو ملازمت دې زمانه کښې پۀ سر اقبال او جناح صاحب د دوي د ورځو پۀ مناسبت نظمونه لیکلے شوي وو؛ دا ئې ملازمتي مجبوري وه ـــ ځکه اجمل خټک د دې ډېرو ساده ټکو کښې سپېناوے کوي چې رېډيو کښې به چې کوم څۀ راباندې بد ولګېدل نو تپ به مې بهر وتو. هم د رېډيو ملازمت دوران ئې اجمل خټک بندي خانې ته ليږلے ؤ او د هغۀ فيچرې، ډرامګۍ او اصلاحي ډائيلاګونه او دا ټپه ئې د هغۀ خلاف پۀ دې شهادت وړاندې کړې وه چې دے د خطونو جوابونه ورکولو نه وړاندې دې کښې د جېل ملګرو ته پېغام ورکوي؛

څانګه به نن سبا کښې ګل شي

ما ئې پۀ سر کښې سرې غوټۍ ليدلې دينه

د انوسټیګېشن ډېپارټمنټ دا خيالي مشاهده درسته وه. دا معني خېزه ټپه د خدائي خدمتګار تحريک مشاعرې هغه طرحې تشريح وه چې،

رابه وړي غنچې د ګلو نن سبا کښې تلي دي

جنګ د ازادۍ له پښتانۀ زلمي وتلي دي

اجمل خټک د دې طرحې سره د خپلې خوښې ذکر ژوندليک کښې کړے دے، ځکه دا معني خېزه ټپه د خطونو جواب نه مخکښې وئيل بې معنې عمل نۀ ؤ. دا ‘سرې غنچې’ د هغۀ د افسانو ټولګه هم ده او هم دا ‘سرې غنچې’ د ازادۍ بيا د هغۀ شاعرۍ کښې د مرام سره ډولۍ پسې هم ګرځيدلې دي. دا پوره يو نفسياتي عمل د هغۀ شعري تجربه کښې راښائي. دې بنديتوب دوران هغه د صحت پۀ اړه ډېر خراب شو، تر دې چې خلاصون نه پس ئې صحت زيات خراب شو نو ماسټر کريم راوستو. د جېل سختيانو هغه اخر خراب کړے ؤ نو پلوريسي (دسينې پړده کښې سوزش) ورته شوے ؤ. اجمل خټک خداے دې نه وساتلو خو ماسټر کريم باندې هم دا مرض ولګېدو او هغه ترې وفات شو. هر کله چې د هغۀ د ژوند نه هم ملګري مايوسه شو نومهدي شاه مهدي باچا د هغۀ کلام چاڼ کړو او ‘د غېرت چغه’ ئې چاپ کړه چې هغه پۀ خپل ژوند دا ارمان رېژېدلے ويني، يعني ‘د غېرت چغه’ دا ستره شعري کارنامه د مهدي شاه باچا د ذوق و شوق د ازمېښت دوېمه نامه ده.

اجمل خټک ته چې کاکاجي د دې بې مخه کېدو باوجود مخصوصه طريقه کښې شفقت ورکړي، صفتونه ئې وکړي، د بېګاني رېډيائي نظم ستائينه ئې وکړي نو هغه هم نرم شي ـــ نو ځکه دلته هم برېکټ کښې ليکې چې ‘هغه (صنوبر حسېن) مې وليد نو خوشحاله شوم او خفه هم شوم’ ـــ دلته دې نه مطلب خپلې مخکښې خبرې ته دے چې ‘کاکاجي’ ئې د باچاخان د تحريک يو مومند زلمے راپېژندلے دے او بیا دغه زلمے د کانګرس سره پۀ اتحاد د نوجوان بهارت سبها غړے جوړ شوے ؤ ـــ يعني اجمل خټک د کاکاجي تعارف هم د خدائي خدمتګار پۀ توګه کول غواړي ځکه خوشحالي او خفګان دواړه کوي چې د خدائي خدمتګار تحریک یو زلمے صنوبر حسېن اوس د تشدد پلوال دے او اوس صنوبر نه زیات پۀ هغه کاکاجي مشهور دے چې د کمیونسټانو مشر ګڼلے کېږي. اجمل خټک دخپل اولين مترقي کميونسټ مشر محمد حسېن عطا پۀ ذکر کښې هم د هغۀ د مفاد پرستۍ ذکر داسې پۀ طنزيه انداز کښې پۀ ګوته کوي، ‘هغۀ سره د کميونسټ ګوند د پېښور سکتر پۀ حواله وړومبي ملاقات کښې هغه کمزورے او مفلس بد حال ښائي او لیکي،

“يوه کوټه وه چې نۀ پکښې مېز شته نۀ کرسۍ، نۀ څۀ فرش او نۀ څۀ ظرف؛ صرف يو زوړ کټ پروت دے، يوه پۀ زمکه درۍ غوړېدلې ده او يو سړے پۀ درۍ ناست دے…. دا سړے پۀ رنګ جثه داسې کمزورے ښکارېدو لکه چې مريض وي.’

څلوېښت کاله پس دا کس محمد حسېن عطا د هزارې د هوټلونو مالک او تجارت کوونکے ښائي او دا هم ليکي چې کميونسټ ګوند ئې پرېښودے دے او ليکې چې،

‘کراچۍ کښې دېره شو؛ هلته ئې هوټل جائيداد او تجارت جوړ کړو ـــ اوس څۀ شے دے؟ دا به هغۀ نه تپوس وکړئ.’

يعني هر ځاے کميونسټان پۀ ناګواره تاثر راوړاندې کوي. اجمل خټک ليکي چې د دې وړومبي ملاقات پۀ وخت زۀ د سکول استاذ سپورټس انچارج وم او دۀ راته دوه کتابه ‘مشين او انسان’ او ‘سرمايه’ راکړي وو. ګويا کميونزم سره هغه ناوخته متعارف شوے ؤ، ولې قوميت سره د وړوکتوب نه بلد ؤ او د خدائي خدمتګارو پرېټونو کښې ئې برخه هم اخسته. دا هم ليکي چې ‘پښتون’ رساله به زموږ حجرې ته راتله او خلق به ناست وو، دا به يو کس اوروله ـــ تر دې چې کورونو کښې تور سرو به ئې نظمونه يادول او يوې بلې ته به ئې اورول. دې نه اندازه کېږي چې ‘پښتون’ دغه زمانه کښې د پښتون قام د ثقافت برخه ګرځېدلې وه. د خپل قوم مترقيت چې هغه پرې تر وروسته پاتې شو، راز نه هغه پرده داسې پورته کوي چې لیکي، کله نولس سوه درې پنځوسم کښې بنديخانې ته لاړم نو کميونسټ لټرېچر به مې بنديخانه کښې لوستلو (يعني دا لټرېچر جېل کښې ازاد؟) يوه ورځ جېل کښې د امير محمد خان لالا خوا ته لاړو، هغۀ چې زما ترخ کښې ‘کميونسټ پارټي کی تاريخ’ کتاب وکتلو نو رانه ئې واخستلو؛ وې کتلو ـــ بيا ئې وې چې شاباش! داسې د کار کتابونه ګوره! پۀ فضولياتو وخت مۀ ضائع کوه. خو يوه خبره مې واوره چې دا کتابونه لولئ نو د خپل قوم حالت نظر کښې ساته ــــ او اجمل خټک دا لیکي چې “د دۀ دا وېنا ما ته د عمل سبق شو.” دغسې د خپل تقرير او خطاب صلاحيت هم هغه د باچاخان د حوصله افزایۍ ورکړه ګڼي ـــ ليکي چې ما به تش نظمونه اورول خو د لاچۍ يوه جلسه کښې مې خپلو خټکو ته د نظم نه مخکښې د خوشحال خټک پۀ ژوند اوکلام خبرې وکړې؛ بيا مې د باچا خان سره د يو کېدو خبرې وته وکړې. د دې جلسې نه د راستنېدو پۀ وخت راته باچا خان ووې چې دغه شان خبرې کوه کنه خټکه! د بابا دا وېنا زما د پاره سحر و جادو شوه چې زما خولۀ ئې پۀ تقرير پرانسته. تر دې چې زۀ مقرر شوم. باچاخان هم پۀ دا ډول حوصلې ورکولو رحمت شاه سائل نه هم قومي شاعر جوړکړے دے. هم دغه د عمل سبق ؤ چې نن اجمل خټک يو کميونسټ نۀ ولې سوچه مترقي قومي شاعر دے. د هغۀ د شاعرۍ لوکېل کښې پښتونيت د منظر او مترقيت د پس منظر حېثیت لري. د دې برخلاف د هغۀ پۀ شاعرانه اهميت به خبره هم داسې وي لکه چې رحمان بابا د کميونزم پلوال وښودلے شي.

 

دا هم ولولئ

لټون او تپاس د غني ارټ؛ بنيادي نکته – فېصل فاران

هر کله چې د غني خان د شاعرۍ ټولئيزه توکنه کوو او لنډه جائزه ئې …