دَ رهبرِ تحریک خان عبدالولي خان ادبي تنقیدي شعور او دَ سمندر د بدرشو کتاب – فېصل فاران 

دَ رهبرِ تحریک خان عبدالولي خان ادبي تنقیدي شعور او دَ سمندر د بدرشو کتاب – فېصل فاران 

ليت او لار

رهبرِ تحريک خان عبدالولي خان د يو نابغه سياستدان سره سره غوره مؤرخ، محقق، مقرّر او مفکر هم ؤ. د هغۀ کتابونه “باچاخان او خدائي خدمتګاري” څلور ضخیم ټوکه د تاريخ، “ريښتيا ريښتيا دي” د څېړنې او “ملغلرې” د ټپو انتخاب ټولګه، د عبدالاکبر خان اکبر د شعري ټولګې “خواږۀ تراخۀ” د شاعرۍ راټولونه او پۀ بېلابېلو کتابونو باندې د هغۀ لمنليکونه، دغسې يو  شمېر لیکونه کوم چې هغۀ اخبارونو، کتابونو او مجلو کښې کړې دي، د دې راڼۀ ثبوتونه دي.

د دې هر څۀ نه پرته هم د هغۀ د نثر اسلوب دومره ځانګړے، خوږ، هوار او سوچه پښتو باندې اډاڼه دے چې داسې نثر ليکنه د ښو ښو منلے شوو ليکوالانو پۀ برخه هم نۀ وي.

ستر محقق، لوے پوهاند علامه عبدالحئ حبيبي د پښتو د نوي نثر بنيادګر باچاخان ګڼلے دے. پۀ دې اړه باندې چې بيا کوم ليکوالان د باچاخان د نثر مکتب کښې راځي هغو کښې ماسټر عبدالکريم، سعادت خان جلبل، عبدالخالق خليق، عبدالاکبر خان اکبر، عبدالوهاب خان، مولانا شاکر الله، خان میرهلالي، فضل الرحيم ساقي، کرامت شاه فولاد، امير نواز جليا، فضل حق شېدا، سید رسول رسا، غني خان او خان عبدالولي خان د سر نامې دي ـــ دا هغه نومونه دي چې پښتو نثر ئې د فارسۍ ژبې ګران بارۍ نه خلاص کړو. پۀ مختلفو کتابونو د رهبرِ تحريک د لمنليکونو نه اندازه کېږي چې د هغه د مفرّس او معرّبه پښتو بیخي خلاف ؤ کوم چې دغه زمانه کښې عامه وه او ورستو بيا ددې ځاے د روماني شاعرانو شاعرۍ کښې اردو نما پښتو ونيولو.

دا ساعت به د رهبرِ تحريک د لوست لاندې راغلے د سمندر د بدرشو د کتاب “ليت او لار” پۀ حقله خبرې وکړو. “ليت او لار” د څو نورو کتابونو سره رهبرِ تحريک ته پۀ شپږم دسمبر1948ز سنټرل جېل هري پور کښې ترلاسه شوے ؤ. د پروفېسر جهانزېب نیاز پۀ نوم د رهبرِ تحریک د خطونو ټولګې “سوغات” نه معلومېږي چې جېل ته به هغۀ ته دغه کتابونه عبدالخالق خلیق استول او بیا ورپسې دور کښې د غني خان کور ودانې روش بي بي او جهانزېب نیاز د ذمه واري پۀ خپل سر اخستې وه. دې کتاب باندې د چا بي اے قاضي لاسليک داسې کښلے شوے

“B.A Qazi A/C – Not Objectionable”

دا کس جېل انچارج کېدے شي. دغسې پرې د رهبرِ تحريک پۀ لاسلیک سره عبدالولي شاهي باغ سنټرل جېل هري پور دسمبر 1948 هم ليک دي او بيا پسې د سمندر خان سمندر د تصوير نه لاندې يو خوا پېدائش 1-1-1901 او بل اړخ ته يکم جنوري 1901 سره دا شعر هم ليکلے شوے دے:

يو څاڅکے يم  پۀ  شګه       څۀ کۀ نوم مې سمندر دے

دې نه اندازه کېدې شي چې پۀ توګه د يو شاعر سمندر خان سمندر د رهبرِ تحريک د پاره د زړۀ راښکون وړ ليکوال ؤ. سمندر د بدرشو پۀ حقله د خطونو ټولګه “سوغات” کښې هم درې ځایه یادګیرنه شوې ده ـــ یو ځاے ورله د مینې ډک سلام لېږي او بل ځاے د مچ جېل نه د یویشتمې فرورۍ پنځوسم خط کښې لیکي چې جېل ما د پاره د خداے لوے فضل شو چې چا ما سره د جېل دا نیکي کړې ده، هغوي ته مې زړۀ دعا کوي. دلته به څوک تنګ شي؟ د قران شریف د تفسیرونو او تذکرو نه علاوه شاعري شته، خوشحال بابا او رحمان بابا، سمندر خان سمندر، رسا، مفتون دي ـــ د مشغولتیا درک لګي. تاریخي کتابونه شته. د پښتنو تاریخ، د هندوستان قیصې، د سکندر اعظم معرکې وغېره وغېره شته. د سوشیالوجي پوهان حاضر دي. وغېره.

دا ياد ساتل دي چې سمندر د بدرشو هم وړومبے د خدائي خدمتګار تحريک د ملاتړ ملګرے ؤ او پۀ دې حقله ئې شاعري کړې ده  خو وروستو هغۀ هم لکه فضل حق شېدا، سېد رسول رسا او خادم محمد اکبر غوندې خپله پټلۍ بدله کړې ده.

د جون جولائي1931ز “پښتون” مجله کښې د سمندر د بدرشو د خپور شوے دا نظم د هغۀ د خدائي خدمتګار تحريک سره د جذباتي تړون ژوندۍ نمونه ده.

نظم

 ساعت ګړۍ له ګوره!

خاوند ئې رابېدار شو غل به وباسي لۀ کوره

ساعت ګړۍ له ګوره!

د سپين مخ پۀ دهوکه به ترې نه نۀ کوي غلا نوره

ساعت ګړۍ له ګوره!

زلمو کړې جامې سرې )او( جينکو لوپټې ملا ته

راووتل غزا ته

ورور مخکښې ځي لۀ خوره، کۀ خور مخکښې لۀ وروره

ساعت ګړۍ له ګوره!

پښتون د اتفاق توره کړه پاکه نن لۀ زنګه

خبر شه اے فرنګه!

کۀ نۀ ئې خبردار د پښتنو د لويه زوره

ساعت ګړۍ له ګوره!

زمونږه پۀ سينو کښې پرته وينه د وطن

ستا لاس کښې مشين ګن

راځه چې مخامخ شو کړو معلومه سپينه توره

ساعت ګړۍ له ګوره!

اولاد د ابراهيم يو نن بيا وخت د امتحان دے

ګټلے مو مېدان دے

هېڅ وېره زمونږ نۀ کېږي، نمروده ستا لۀ اوره

ساعت ګړۍ له ګوره!

تا وې قیصه خواني ده مونږ بازار د شهداء کړو

د ملک حق مو ادا کړو

مونږ زور لرو پۀ ځان کښې څلور چنده لۀ خپل شوره

ساعت ګړۍ له ګوره!

دا يو عبدالغفار نۀ دے چې تۀ به ئې سمبال کړې

عبث به دغه خيال کړې

مونږ هر يو پۀ عمل عبدالغفار پېدا لۀ موره

ساعت ګړۍ له ګوره!

د زرک پۀ شان ئې خوښ دي کاڼي شګې پۀ مېرو کښې

خوښ نۀ دي پۀ پنجرو کښې

طوطيان د دې سرحد تياره نه خوري چوري نوره

ساعت ګړۍ له ګوره!

نيت کړے پښتنو دے د وطن د ازادۍ

بيا خاص د سرحدۍ

يا ځان به پرې تباه کړي يا پۀ بل به کړي نسکوره

ساعت ګړۍ له ګوره!

څومره پورې چې د سمندر د بدرشو د کتاب “لیت او لار” خبره ده نو دا کتاب سر نه پايې پورې رهبرِ تحريک لوستے دے او د کتاب پۀ کانټۍ دننه د24-05-1949 سره لاسلیک نه جوتېږي چې دغه ورځ ئې لوست پوره کړے ؤ. رهبرِ تحریک ځاے پۀ ځاے د خپلې خوښې پۀ شعرونو باندې ټک مارک لګولے.

وړومبي نظم “دعا” او ورپسې قطعاتو کښې ئې دا شعرونه د خوښې شعرونه ګرځېدلي دي چې دغه انتخاب د هغوي خدا پرستي، همت، لويه حوصله او قام وطن سره د مينې بيانيه پۀ ګوته کوي.

*              ليت مو لږ او لار اوږده او توره شپه ده

   مونږ ته توان د ګړندو پۀ دې سفر را

*              ما د جالې او د جال لۀ غمه خلاص کړه!

       پۀ اوږو باندې وزر لکه عنقا را

*              چې د خپل وطن دا زمکه ګلستان کړم

         لکه تخم د ګل ما ته مزاج را

*              چې د ګلو غوټۍ ويښې کړم لۀ خوابه

      راکړه بيا کۀ راکوې قبر قفس را

دې شعري ټولګې کښې د رهبرِ تحريک حاشيه ارائي پۀ سواليه نخښو “؟” د شعر لاندې راکښلو کرښو، پرانستي برېکټونو او ځنې لنډو تبصرو پۀ شکل څرګندېږي لکه سواليه نخښه پۀ دې شعرونو شوې دي.

*                     اے قاصده وايه وايه جانان څۀ وي

پۀ خوبانو کښې سپوږمۍ د اسمان څۀ وي؟

سواليه نخښه هلته راکښلې شي چې چرته شعر مبهم وي، مصرعو کښې ربط نۀ وي، اصليت نه لرې وي. د سيد رسول رسا د شعري ټولګې “د بېديا ګلونه” د غزل د يو شعر نه اندازه کېدې شي چې د سواليه نخښې نه د رهبر تحريک مطلب هم بې معنويت وي. د سېد رسول رسا د دې شعر سره ئې سره د سواليه نخښې ليکلي “څۀ مطلب؟”

*              د عاشق معشوق غلام زرخريد نۀ وي

   دغه طمعه چې عاشق لري بې جا ده

وروستو دغه شعري تولګه د خان عبدالغني خان د لوست لاندې ځنې راغلې نو هغۀ ځاے نیم کښې د رهبرِ تحريک د راکښلو نخښو ځوابونه هم کړي دي. دې شعر سره د “څۀ مطلب؟” نه لېوني فلسفي دا معنٰي اخستې چې ګوندې هغه پۀ شعر پوهه شوے  نۀ دے، اګر کۀ داسې نۀ ده ـــ شعر د هغه درجې  نۀ دے چې پوهي نه بالا وي. د “څۀ مطلب” پوښتنه، د شعر د ناقصه مضمون او ناقصه ژبې پۀ حقله ده. د شعر مضمون دا دے چې عاشق دې دا طمع نۀ لري چې معشوق به لکه د غلام زما پۀ اشارو ګډېږي. د غزل د شعري روايت لۀ مخه دا مضمون بې ځايه دے، بلکې پۀ دې انداز کښې راړول خو ئې هېڅ معنٰي هم نۀ لري ځکه چې غزل کښې خو همېش عاشق د معشوق د اشارې منتظر وي بلکې تر دې حده لاندې پرېوځي چې د هغې د سپي پۀ چټ خوراک غواړي، بلکې ځان ته د معشوق سپے وئېل سړيتوب ګڼې لکه

*                     تر هغه وخته بۀ سړے نۀ شمه

څو چې د يار د کوڅې سپے نۀ شمه                     حمزه شينواري

خبره دا ده چې د وړومبۍ مصرعې ژبه هم ناقصه ده. دا شعري ژبه څۀ چې د ښۀ نثر فقره هم نۀ شي کېدې. دا مصرعه پۀ څو ځايه داسې هم کېدې شوه او دې سره به د عاشق معشوق برغدنه هم ختمه شوې وه:

*    د عاشق غلام  معشوق زرخريد نۀ وي

*    معشوق نۀ وي  د عاشق غلام پلورلے

*    د عاشق نۀ وي غلام معشوق پلورلے

*    د عاشق غلام معشوق پلورے نۀ وي

*    زرخريد غلام معشوق د عاشق نۀ وي

پۀ هر حال د سواليه نخښې لګولو نه د رهبرِ تحريک اشاره هم ځکه ناقصه مضمون يا ناقصه ژبه يا د اصليت خلاف يوه خبره وي لکه د سمندر د بدرشو دغه شعر ته کۀ ځير شو نو دې کښې هم ډېرې خبرې کېدې شي، لکه  قاصد خو عامو معنو کښې د بادشاه ايلچي وي چې نامه بر يا پيامبر ته هم وئېلے شي، د دې لفظ د پاره پښتو کښې استازے دے، دلته شعر کښې البته د قاصد مترادف لفظ رېبار دے ـــ رېبار د رهبر مفغن يا مپشط ډول دے خو پښتو شعري روايت کښې دا د مينې استازي د پاره عام منلے شوے لفظ دے. دې هر څۀ ته چې ګورو نو دغه سواليه نخښه دلته هم د شعر د معنې پۀ حقله د ابهام خبره نۀ کوي بلکې ناقصه مضمون او ناقصه ژبې ته اشاره ده چې د هغې لۀ کبله ئې شعري حېثيت مشکوکه شوے دے او دا يو مجهوله شعر ګرځېدلے دے. هم دغه شاليد کښې برغدي سواليه نخښې د نظم “ارمان دے زلميتوبه” دې بند سره هم راکښلې شوې دي:

چې رابېدار شوم دوه دېرشم ؤ                   د تن پۀ کور کښې مې ماتم ؤ

غـاښ ښـورېدلے زور مې کم ؤ       ملا کښې مې هم څۀ قدر خم ؤ

ما ته مشکله ګزاره وه بې د چوبه

ارمان دے زلميتوبه!

درحقيقت دلته هم برغدې سواليه نخښې د بند مجهولتيا او د واقعيت خلاف کېدو ته اشاره کوي ځکه چې دوه دېرش کلن عمر کښې نۀ د چا غاښونه ښورېدلي دي، نۀ ئې ملا کښې ټيټوالے وي او نۀ پۀ ډانګورۍ ګرځي، نۀ د زلميتوب ارمان کوي. دغسې څۀ قدر خم هم سمه ژبه نۀ ده، باید دا “ملا کښې مې هم څۀ قدرې خم ؤ” یا “ملا کښې مې هم لږ شانې خم ؤ” لیکلې شوې وه. د سمندر د بدرشو شاعرۍ کښې اکثر د واقعيت خلاف داسې خبرې راځي لکه پۀ دې حقله يوه لطيفه ډېره کېږي چې يو ځل مشاعره وه، هغې کښې ئې خپل يو نظم واورولو چې هغې کښې  يوه مصرعه وه:    

زما اشنا پۀ تندر سورے راغے

نو ميا تقويم الحق کاکاخېل چې هغه لوے سوګړي ؤ او ځاے بې ځايه به ئې ګلونه دوړول نو سمندر د بدرشو ته ئې وې چې سمندر صاحب! ستا اشنا چې پۀ تندر سور راغلے دے نو دا لاندينۍ برخه خو به ئې ښه سوزېدلې وي! کۀ چرې د قهر و غضب د پاره پۀ تندر سور راتلۀ د بدرشو محاوره وي لکه څنګه چې د سترګې کلکولو پۀ معنيٰ د مانېرۍ د مندڼو محاوره سترګو له د تندر اوبۀ ورکول دي، د دې محاورې اساس دا دے چې پخوا به تُورې، لور، چړې ته د کلک والي لپاره د تندر اوبۀ ورکولې کېدې، نو کۀ دغه محاوره د قهر و غضب د پاره مقامي محاوره نۀ وي نو بيا خو د اصليت لۀ رويه د اولس د منلتيا شرط نۀ لري او د واقعيت خلاف ګرځي.

دغسې يو نظم “سېل د ګلستان” باندې د رهبرِ تحريک تبصره داسې ده چې “دې ته وائي پښتو”.

ددې نظم وړومبۍ برخه “پټې سترګې کلۍ” هغوي د يو شعر نه علاوه ټول خوښ کړے، بند داسې دے:

دا چې څانګو، زانګوګانو کښې للۍ دي

څنګه پاکې ماشومانې دا کلۍ دي

شپه او ورځې حېن تر حېن د دوي خوبونه

خلوتونه، رنګ، رنګين د دوي خوبونه

پلو نۀ دے د يو مخه اوړېدلې

يا نسيم ورباندې نۀ دے بلوسېدلې

يا بلبل ئې غوږ کښې کړے اذان نۀ دے

پېژندلے ئې سپرلے او خزان نۀ دے

پۀ اورړو د شنو رېښمو کښې تړلې

څنګه ښکلې زېږېدلې، څنګه غلې

دنياګانې دي  اُودې  پرتې سړې دي

ښکاري داسې لکه اوس پۀ خوب مړې دي

هر جهان د خواږۀ خوب ته جهان خوږ دے

کلۍ نۀ دي اودې شوې پۀ ځان خوب دے

دې بند کښې دوېم شعر د “حېن تر حېن” د اجنبي ترکيب لۀ کبله د خوښې د نخښې نه بهر پاتې شوے دے چې دا ښائي چې رهبرِ تحريک پۀ شعر و ادب کښې د سوچه پښتو څومره منونکے ؤ، خو دې نظم کښې هم مخکښې بند کښې هغوي دې  شعر سره سواليه نخښه کړې ده او مخکښيني دوه بندونه “غړېدلې سترګې کلۍ” او “ګلونه” نومې سرخطونه لرونکو کښې بیا کم شعرونه د هغوي د خوښې ګرځېدلې دي:

قېس پۀ لېونتوب کښې لېلا ګله وه موندلې

څۀ رنګه به ئې مومې؟ اے د ځانه بېګانه!

د دوېمې مصرعې لاندې کرښه هم راکښلې شوې ده،دغه سواليه نخښه هم دلته د شعر د مضمون غربت ته اشاره ده ځکه چې دغه مضمون هم د شعري روايت اپوټه دے چې قېس همېش پۀ سچه عشق باندې ستائېلے شوے او سچه عشق يو روحاني تصور دے چې ددې لۀ مخه چرته هم عاشق خپله معشوقه پۀ ژوند ځکه نۀ مومي چې دغسې به هغه د بدن د غوښتنې لۀ مخه د شهوت ښکار شي، د عشق د دې روماني تصور لۀ مخه د معشوق نۀ موندل دراصل موندۀ دي خو سمندر د بدرشو دا شعر وائي چې قېس پۀ مئېنتوب کښې لېلا نۀ وه موندلې ځکه تۀ به هم بې خودۍ کښې محبوب نۀ شې موندلے؛ دا تصور د خودۍ د هغه تصور لۀ مخه دے کوم چې سر محمد اقبال بار اېټ لاء خپور کړے ؤ خو دې نه وړاندې د محبوب موندنې تصور پۀ مشرقي شعر و ادب کښې د بې خودۍ ؤ، ځکه شراب او خمار همېشه کلاسيکي شاعرانو ستائېلي دي ځکه دلته سواليه نخښه دغه هر څۀ ته اشاره کوي.

د غسې د نظم “دا به مومې پۀ هزارناقرارو کښې” دې شعر سره ئې “ډېر ښۀ” ليکلي دي:

غوږ سورے د پښتنو جينکو نۀ دے

شعر درمي وړي ډېران ته پۀ ايرو کښې

دې شعر کښې د غوږ سورے او شعر درلاندې کرښې هم راکښلې شوي چې مطلب ئې د مضمون لفظ و معنوي ربط ته اشاره ده. دې شعر سره بره د رحمان بابا دا شعر هم ليکلے:

د رحمان شعر پۀ غوږ د بې هنرو

لکه در پۀ لاس د طفل هسې خوار شي

يو شعر نه د چا شاعر دغه ډول اخذ د “رفو صنعت” کښې راځي، داسې ښکاري چې رهبرِ تحريک شاعرۍ کښې صنعت تجنيس سره دلچسپي نۀ لرله ځکه دغه مصرعې چې پکښې د تجنيس صغت پکارونه شوې ده، د هغې لاندې ئې کرښې راکښلې او سمه خبره خو دا ده چې د صنعت اشتقاق هر څوکۀ شاعر پۀ خپل نيز صوتي اٰهنګ د پاره کوي خو دغه هڅه اکثر شعوري وي ځکه چرته کم کوز صوتي اٰهنګ جوړ هم شي، خو د شعر مضمون بې ربطه کړي يا معنيت ورته مسخ کړي لکه د “لیت او لار” د مختلفو نظمونو چې رهبرِ تحریک ترې لاندې کرښې راکښلې دي، دا مصرعې وګورئ.

داسې زردار شولو بې زاره د بې زره

(زردار، بې زاره، بې زره)

قېس پۀ لېونتوب کښې ليلا کله وه موندله؟

(لېونتوب، لېليٰ، کله، موندله)

تورې وريځې اخوا دېخوا ځغلي ځغلي

(اخوا دېخوا، ځغلي ځغلي)

مرګ ورته اسان دے خو ژوندون پۀ غريب ګران دے

(اسان، ژوندون، ګران، دے)

پاڼ خوړلې معشوقې دي موسيدلې

(خوړلې، موسيدلې)

ګل دلۍ دلۍ، بوي هم سيلۍسيلۍ

(دلۍ دلۍ، سيلۍسيلۍ، کلۍ کلۍ)

ګل ئې د ګل مخ پۀ ليدو پاڼه پاڼه لاړو

(ګل، ګل مخ، ليدلو، لاړو، پاڼه پاڼه)

دې ټولو مصرعو کښې صعنت اشتقاق التزام مصرعې بې خونده کړي او د دغه صعنت التزام د پاره داسې ښکاري مصرعه پۀ زور بڼلې شوې وي.

دې کښې د پاڼ خوړلو والا مصرعه د پام وړ ده چې پاڼ پښتو شاعرۍ کښې لۀ وخته سره د دهلي هندوستان کلچر پۀ توګه اخستلے شوے او د دې سياسي معنيت خو هډو خوشحال خان خټک پۀ ګوته کړے ؤ چې کله هغۀ د مغل استعمار نه سرغړاوے وکړو نو ووئېل ئې:

د پيپلو پاڼې خوره پۀ غرۀ کښې اوسه

نۀ چې پان د هندوستان خورې زما جهنده

دا ځکه چې پان خوړنه د دهلي د اشرافيه ټولي لۀ وخته سره عادت ؤ؛ نۀ يواځې پان بلکې بېړي هم د هغوي د خوراک کلچر برخه ده، ځکه محاوره کښې هم “پان بيړي” لکه د “چاے پاني” يو ځاے وئېلے کېږي. مونږ چې واړۀ وو هم کراچۍ کښې بۀ روژه کښي دا سندره ماشومانو لارو کوڅو کښې وئیله:

کوژہ خور اللہ کا چور    ہاتھ میں بیڑی منہ میں پان                  سیدھا راستہ قبرستان

دا ځکه چې هندوستان مهاجرو کښې د روژې نيولو رواج نۀ ؤ او پان بيړي به ئې کولاو کول. پۀ هر حال، وروستو د قامي تحريک منحرف ليکوال د سېد رسول رسا غوندې ليګيانو لنګ هم چې د پنجابي ثقافتي نخښه ده او پان ډېر پۀ چابکدستۍ هندوانو او هندو سياست سره د تړلو هڅه وکړه، لکه خپل نظم “ټيګور او اقبال” کښې ئې وئېلي دي ـــ ښکاره دې وي ددې نظم وړومبۍ برخه کومه چې د ټيګورد فلسفې لۀ مخه وه، د رهبر تحريک هم خوښه ده:

تۀ هغې روباه هندو ته وايه اے ټيګوره!

هېڅ چې ئې فرېب د وړاندې زور دے د پلنګ

ژوند کښې مردي زده کړه د مردۍ توره پۀ لاس

اے چې پان پۀ خولۀ کړې پښې کړې ګېرې پۀ سپين لنګ

دې بند کښې ئې “روباه هندو” يعني “لومبړه هندو” نه مطلب ګاندهي جي دے چې هغه ئې د پيشو پړانګ (پلنګ) نه زيات مکار ګڼلے دے.

رهبرِ تحريک ئې هغه مصرعو نه لاندې هم  کرښې تېرې کړې دي چې لفظي جوړښت ئې ناقصه دے يا د لفظ او معني درست استعمال پکښې نۀ ښکاري، لکه د نظم “د سمندر ملغلرې” دا مصرعې:

  • دوزخ جنت ته پۀ عمل، نۀ دےميراث پدري
  • سوز شته ساز هم شته پۀ سر کښې غوږ کوم دے
  • کۀ ملا دې ټينګه نۀ وي نامه پښتون مۀ ږده

دې کښې وړومبۍمصرعه د تعقيد لفظي ښکار دے يعني “جنت دوزخ پۀ عمل دے نۀ دے ميراث پدري” پکار ؤ. دوېمه مصرعه مجهول بيان دے، “سوزوساز سره سر کښې غوږ” بې ځايه راغلے معلومېږي.

نظم “د فکر ټال” دې مصرعو کښې هم رهبر تحريک “د غم شوې جنازه ده” کښې د محاورې لۀ رويه “د غم وتې جنازه ده” ليکلې،

“ټولې خوشحالۍ دي د غم شوې جنازه ده”

دغسې نظم “پېغله فقيره” چې هغې کښې زيات شعرونه رهبر تحريک خوښ کړي خو درې ځايه ئې دا مصرعې د کرښې لاندې راوستې دي.

  • ګل ئې د ګل مخ پۀ ليدو پاڼه پاڼه لاړو
  • حسن د دولت کوڅې ته ځې ځولۍ نيولې
  • غلې غم ځپلې، زړۀ ختلې، ډګېدلې

وړومبۍمصرعه کښې يوه چپه کمه ده چې “ليدو” پۀ “ليدلو” بدل شي، دغه بې وزني بۀ ورکه شي. دغه درې واړو کښې د تجنيس صنعت هم پکارولے شوے. دوېمه مصرعه د مضمون لۀ رويه د نظم موضوع سره انصاف نۀ کوي. شاعر خبره د افلاس کوي خو دلته داسې ښکاري لکه حسن چې ځان پلورے وي. درېمه مصرعه صرف د حرف “ل” د صوتي اٰهنګ د پاره بڼلې شوې ده. ددې نظم وړومبےدوېم وروستنے شعر هم د رهبرِ تحريک د خوښې لاندې نۀ دے راغلے. وړومبي شعر کښې د محاورې خلاف د لوږې دپاره “سپينې سترګې”راوړلې شوي، اګر کۀ سپينې سترګې سپيتوب او نهرتوب د پاره محاوره ده خو لوږې د پاره نۀ ده.

اف پېغله فقيره سترګې ئې سپينې دي د لوږې

ګپه ډوډۍ نۀ مومي څۀ خواره زمانه ده

دغه دوېم وروستني شعر کښې د تخيل محض بې خرته استعمال شعر بد رنګه کړے.

زړۀ مې انغرے، اوښکې سرو ټکې، سترګې لار

ژبه مې ورغلې د خولې چاؤدي ته پانه ده

نظم “د خېبر پۀ خولۀ کښې” هم دې شعر کښې د جنت ټهېکداران  ترکيب لاندې کرښه راکښلې شوې ده او شعر خوښ کړے شوے دے. شعر کښې سمندر د بدرشو زاړۀ اسلامي سوبمن ستائي او د نوي مذهبي مدعيانو غندنه کوي:

پاتې شوي د جنت ټهېکداران دي

هېڅ خبر نۀ دي پۀ خېر او نۀ پۀ شر

دې نظم کښې سمندر د بدرشو د سوټ، بوټ، هېټ، ټائي، مفلر، پوډر، هر څۀ غندنه کوي. کېدے شي د دې غندې پۀ وخت ورله بابائے قوم نۀ ؤ ياد، ګوندې احتياط نه به ئې کار اخستے ؤ. عجيبه خبره دا ده چې سمندر د بدرشو خو ځه پټکي لونګي واله شاعر ؤ، نو سېد رسول رسا چې هغه سوټ بوټ واله بېوروکرېټ ليکوال ؤ، هغۀ هم نظم “د نوې زمانې شاعر” کښې د پېرنګي مادي ثقافت هم دغسې اکبر اله ابادي واله سټائل کښې غندنه کوي.

نظم “پلار او زوے” چې ماخوذ نظم دے، رهبرِ تحريک سر تر پايه ټول خوښ کړے. بره ئې د ټِک نخښه کړې، بيا ئې د نظم بندونه پرانستي برېکټ کړي. دې کښې وروستنے شعر داسې دے:

ما هور او زړګے خور او قرض پور ليدلے نۀ دے

دادا ولې تا هم د مينې هور ليدے نۀ دے؟

دې  شعر سره رهبرِ تحريک دا مصرعه ليکلې ده:

بابا  تو  جلوه ‍ٔ رخِ جاناں نہ ديده اي

دې نه دا جوتېږي چې د رهبرِ تحريک ادبي تنقیدي شعور ډېر پخته ؤ او هغۀ خپلې ادبي لوستنې کښې دې پخته تنقيدي شعور نه کار اخستو، ځکه مونږ ګورو چې دې تجزيې توکنې کښې مونږ ته ځنې نکتې پۀ لاس راځي، هغه دا دي:

  • د مفرسه معربه ژبې پۀ ځاے سوچه پښتو پکارول
  • د صنعت تجنيس بې ځايه پکارونې نه ډډه
  • شعر کښې د اصليت لۀ رويه د مضمون خيال ساتل
  • اخذ او استفادې ته د شعري روايت پۀ نظر کاتۀ
  • د مصرعې ساخت د اولسي ژبې جوړښت ته نزدې ساتل
  • يعني تعقيد لفظي او تعقيد معني نه ډډه کول
  • شعر کښې معروضيت او حقيقت ته پاملرنه کول او تخليل محض نه ځان ساتل

دا هم ولولئ

لټون او تپاس د غني ارټ؛ بنيادي نکته – فېصل فاران

هر کله چې د غني خان د شاعرۍ ټولئيزه توکنه کوو او لنډه جائزه ئې …