د غولانځې ناسور B r e a s t C a n c e r – حسیب جان همراز

 

 

چې دنيا اباده وي او پکښې ژوندي انسانان، ځناور او بوټي ژوند کوي نو د ناروغۍ وجود به خامخا موجود وي. د دنيا پۀ سر پۀ قسما قسم ځناورو، انسانانو او بوټو کښې پۀ زرګونو ناروغۍ داسې دي چې هر وخت د دوي پۀ چاپېرچل کښې پۀ ګردش کښې وي. د ستر عالمي نوموړو ډاکټرانو مطابق هغه ناروغي لا هم خطرناکه شي د کومې چې پۀ وخت علاج ونۀ شي يا پټه وساتلې شي. پۀ مغربي هېوادونو کښې د ناروغۍ پټ ساتل ناممکنه ده خو چې کوم مشرقي هېوادونه دي لکه هندوستان، پاکستان، افغانستان، ايران وغېره نو پۀ دې کښې زياتره خلق داسې وي چې هغوي د خپلو ځينو ناروغیو پۀ ښکاره کولو کښې شرم محسوسوي او پۀ تېره تېره ښځې خپلې ناروغۍ پټوي.

کۀ د پښتنو پۀ معاشره نظر وګرځوو نو دلته ښځې او سړي دواړه د خپلې حيا او شرم د وجې هم خپلې ناروغۍ چا ته نۀ ښکاره کوي بلکې د دې پۀ طمع وي چې دا ناروغي به پټ پۀ پټه ښه شي او څوک به ترې خبر هم نۀ شي. ځینې ناروغۍ خو پۀ ټولنه کښې داسې نومولې کېږي چې نامه اخستل ئې هم عېب ګڼلے شي.

نن سبا پۀ ګړده نړۍ کښې يوه ډېره خطرناکه ناروغي پۀ تېزۍ سره خورېږي او تقريباً پۀ ټوله ‘درېمه’ دنيا کښې ئې ښځې پۀ لوے شمېر متاثره کړې دي. دا ناروغي د غولانځې )سینې( د ناسور ناروغي ده کومې ته چې پۀ انګرېزۍ کښې “Breast Cancer” وئيلے کېږي. ددې ناروغۍ علاج ډېر پۀ اسانه کېدے شي خو کۀ پۀ وخت باندې ښکاره کړې شي او متعلقه علاج ئې شروع کړے شي.

د نړیوالو څېړنو تر مخه دا ناروغي د پنځۀ پنځوس کاله نه واخله تر شپېتۀ او ورپسې زيات عمر کښې پۀ ښځو راځي خو پۀ پاکستان کښې دا د عمر حد تر خطرناکه حده کم شوے دے او داسې کېسونه هم مخې ته راغلي دي چې د څلوېښتو کالو ښځو ته هم ناسور لګېدلے دے. بيا پۀ خېبر پښتونخوا کښې د يوې سروے مطابق دا مرض د اتلس نه تر دېرشو او پنځۀ دېرشو کاله جینکو او ښځو کښې ډېر تواتر سره ښکاره شوے دے . دغه شان د يوې امريکائي سروې مطابق پۀ امريکه کښې پۀ روان کال کښې د دوه لکهه شپږ شپېتۀ زره شپږ شلې (266120) کېسونه مخې ته راغلي دي.

کله چې د غولانځې د ناسور نامه مخې ته راشي نو د خلقو پۀ زړونو کښې يو وحشت خور شي ــ اخر دا مرض د څۀ وجې خلقو ته لګي؟ څۀ علامتونه ئې داسې دي:

  1. د غولانځې )سینې( سوزېدل )کۀ پاړڅوب وي او کۀ نۀ(
  2. د تي سرۀ کېدل )لکه څنګه چې د څۀ الرجي کېدو پۀ وجه د وجود څۀ حصه سره شي( يا د سينې د څرمن لاندې طرف ته تلل
  3. د تي دننه اړخ ته ټومبلي کېدل
  4. د سينې يا د تي درد
  5. د تي يا د تي د څرمن سوروالېے، غټېدل، ورکوټي کېدل يا پړڅېدل
  6. د تي نه پۍ بهېدل )بې د ماشوم د رودلو(

تے د ښځې پۀ وجود کښې واحد داسې عضو دے چې د نوي زېږېدلي ماشوم پۀ وجود کښې پۀ فطري طریقه د خوراک پۀ شکل کښې ژوند پېدا کوي. د غولانځې ناسور يواځې ښځو ته نۀ بلکې سړو ته هم لګي خو د سړو پۀ نسبت ئې پۀ ښځو کښې شرح زياته وي ځکه چې دا سړو ته پۀ هاغه حالت کښې لګېدے شي چې کله د هغوي تيونه غټ وي. پۀ سړو کښې د دې ناسور شرح سلو کښې يو (1%) ده، پاتې یو کم سل پۀ سل (99%) ښځې د دې ناروغۍ ښکار کېږي. پۀ ښځو او سړو کښې د دې ناسور د لګېدو لوي وجوهات دا دي:

  • د ښځو سینې د درېو نه څلورو کالو کښې تر د څوارلس کالو عمر پورې تر ډېره يا پوره حده پورې جوړې شوې وي خو پۀ سړو کښې دا عمل جدا دے؛ د سړو سينې پوره نۀ جوړېږي او ګلېنډ )غدود([1] پکښې هم نۀ جوړېږي.
  • د سينې خليې )چې کله پوره جوړې شي(، د ښځې د وړومبي حمل پورې ډېرې کچه او سرګرمه (active) وي او هم پۀ دې وجه دا Estrogen )د ښځو جنسي هارمون چې د حمل د عمل باعدګي ساتي( او نورو هارمون )د ژوندو انسانانو پۀ وجود کښې د خليو نه خارجېدونکې کیميائي مادې چې پۀ وينه کښې شاملېږي( ته ډېر هربجه (responsive) وي. د دې نه پرته دا د ماحول نورو خطرناکو هارمون ته هم هربجه وي.
  • د سړو د سينې خليې غېر سرګرمه وي او د ښځو پۀ نسبت پۀ سړو کښې د Estrogen شرح ډېره کمه وي.

د دې ناروغۍ ډېر سببونه دي چې د هغې د وجې انسان د دې ښکار کېږي. پۀ هغې کښې څۀ سببونه لانديني دي او بايد چې مونږ ترې ځان وساتو:

  1. پۀ خاندان کښې د غولانځې د ناسور )دلته د خاندان نه مراد د وينې رشته لرونکي دي(:

کۀ چرې د يوې ښځې پۀ کور کښې د هغې پۀ نیا، مور، خور، ترور يا ورور وغېره کښې د دې ناروغۍ نشاندهي شوې وي نو بيا دغه ښځې پۀ دې ناسور د پرېوتو خطره هم زياته ده.

  1. د پينځو نه تر د لس فيصده برېسټ کېنسر ناروغو د تفتيش نه پس دا معلومه شوې ده چې برېسټ کېنسر هغې ته د مور يا پلار نه پۀ وراثت کښې لګېدلے دے يعني کۀ د يوې ښځې يا سړي پۀ مور پلار کښې مخکښې دا ناروغي تېره شوې وي نو د دې خطره هم شته چې دا ناروغي هغې يا هغۀ ته هم ولګي. دې عمل ته پۀ سائنسي ژبه کښې “Genetical Disesase” وائي.
  2. کۀ پۀ خاندان کښې داسې خلق وي چې هغوي ته د Prostate )د شرمګاه او مثانې تر منځه عضو( کېنسر، د معدې کېنسر يا داسې بل کېنسر وي نو د هغوي نه هم د خاندان بل تن ته د برېسټ کېنسر لګېدو خطره شته.
  3. پۀ خاندان کښې داسې ښځه يا سړے چې د دواړو سينو کېنسر ئې وي، د هغې نه هم برېسټ کېنسر لګېدے شي.
  4. کۀ چې چا ته د مخکې نه پۀ سينه يا مخ تابيت (Radiation) وي نو دا هم د غولانځې د ناسور لګېدو وجه جوړېدې شي.
  5. چې پۀ تي کښې څۀ بدلون راشي لکه داسې داغ جوړېدل څنګه چې د اپرېشن نه پس جوړېږي، نو دا د دې ناسور لوے علامت دے او د لګېدو خطره ئې ډېره زياته ده.
  6. د وجود وزن د حد نه زياتېدل هم د دې ناسور علامت دے. پۀ دې حالت کښې چې کله BMI(Body Mass Index) د 25 نه زيات شي.
  7. د دېرشو کالو نه پس چې کومه حامله ښځه بچي راوړي، هغې ته د هاغه ښځې کوم چې د دېرشو کالو نه مخکښې بچي راوړي، د دې ناسور د لګېدو خطره زيات وي.
  8. ماشوم له د سينې پۍ ورکول د دې ناسور د لګېدو خطره کموي؛ پۀ خاصه توګه هاغه ښځه کومه چې خپل بچي له تر د يو کال پورې پۍ ورکوي. هم دغه شان کومه ښځه چې خپل بچي له پۍ نۀ ورکوي، هغې ته پۀ دې ناسور د پرېوتو خطره هم زیاته وي.
  9. هاغه جينۍ چې د دولسو کالو نه مخکښې ئې جامې کېدل (Menses) شروع شي، پۀ راتلونکي ژوند کښې ورته د دې ناسور د لګېدو خطره شته. هم دغه شان کۀ د يوې ښځې جامې کېدل د پنځوسو کالو پۀ عمر کښې ختم شي )يعني نور حېض ئې نۀ راځي( نو هغې ته هم دا ناسور لګېدے شي.
  10. پۀ غټو او کلکو سينو کښې هم د دې سرطان لګېدو علامت موجود وي. دا هم ممکنه ده چې د يوې جينۍ يا ښځې د مور سينې غټې او کلکې وي او د هغې هم دغه شان وي.
  11. سیګرټ نوشي )چې زمونږ ټولنه کښې خو ئې ښځې نۀ کوي او کۀ کوي هم نو د نيشت برابر دي( هم د برېسټ کېنسر سبب جوړېدے شي. سړو ته هم د سیګرټ څښکلو نه د دې ناسور خطره مخې ته ولاړه وي.
  12. هاغه ښځې کومې چې شپې کار کوي لکه د کارخانې کار، د پوليس ډيوټي، د ډاکټرۍ کار، نرسنګ يا پۀ دفتر کښې کار ته د دې ناسور د لګېدو خطره د هاغه ښځو نه زياته وي کومې چې د ورځې کار کوي.
  13. ډائيټ )لږ خوړل يا مکمل خوړل بندول( هم د دېرشو نه څلوېښت فيصده پورې د برېسټ کېنسر لګېدو ذمه وار دے. خوراک نۀ کول يا لږ خوړل د برېسټ کېنسر پۀ نۀ لګېدو هېڅ اثر نۀ غورځوي؛ البته ښۀ خوراک کول د دې ناسور مخنیوي کښې مرسته کولې شي.
  14. د ښځو د سینګار سامان کوم ته چې کاسمټکس وئيلے کېږي، هم تر ډېره حده پورې د غولانځې د ناسور پۀ لګېدو کښې ککړ دے. د مېک اپ پۀ سامان کښې بعضې داسې کيميکل شامل وي چې هغه د ناسور سبب جوړېږي خو لا تر اوسه د دغه کيميکل نشاندهي نۀ ده شوې.
  15. د خوراک پۀ څيزونو کښې کيميکل هم د دې علامت جوړېدے شي. دا هاغه کيميکل وي کوم چې پۀ مېوو او سبزیو باندې پۀ پټي کښې د چينجو، وېنو او مږو وغېره نه د ساتلو دپاره اچول کېږي.

د دې ناسور نه د ځان ساتلو تدبيرونه:

  1. پۀ باقاعده توګه د څلورو نه تر پنځو ګېنټو پورې ورزش کول.
  2. ځان سره د اوبو څښکلو د پاره خپل ګلاس يا جام ګرځول يا چڼ )فلټر( شوې اوبۀ څښکل.
  3. د بند بوتل د مشروباتو کوم ته چې سافټ ډرنک وائي، نه ځان ساتل.
  4. د پلاسټک پۀ لوښي کښې خوراک نۀ پخول يا تودول )مثال ئې اون (Oven) دے کوم چې نن سبا هر ځاے استعمالېږي(. ددې نه علاوه د پلاسټک ګوتۍ کښې هم د خوراک څيزونه نۀ راوړل.
  5. خپل جسماني وزن د زياتېدو نه ساتل
  6. ځان د ماحولياتي ګرد او دوړو، لوګو وغېره نه ساتل.

د غولانځې د ناسور پينځۀ غټې مرحلې (stages) دي:

سټېج زيرو:

دا وړومبۍ مرحله ده او هم د دې نه ئې شروعات کېږي. پۀ دې مرحله کښې پۀ غولانځ کښې پۀ لږ مقدار کښې خليې غېر معمولي جوړېدل شروع شي خو لا خورې شوې نۀ وي. پۀ دې مرحله کښې د دې يقين دهاني هم نۀ شي کېدے او ځکه دې ته ‘زیرو’ سټېج وائي.

سټېج ون:

دا د دې ناسور ابتدائي مرحله ده. پۀ دې مرحله کښې پۀ سينه کښې غوټه )رسولۍ( جوړه شي خو د دوه ګوتو (2 cm) نه زياته غټه نۀ وي. کۀ ټېسټ وکړے شي نو پۀ هغې کښې ډېر پۀ لږ مقدار ظاهرېدے شي. دلته نه کۀ علاج پېل شي نو د دې ناسور د ختمېدو امکانات سل پۀ سله وي.

سټېج ټو:

پۀ دې کښې ظاهره شي چې ناسور پۀ خورېدو دے او پۀ سينه کښې جوړه غوټه هم د دوه ګوتو نه غټه شي. دې مرحله کښې هم کۀ د ناروغۍ پته ولګي نو علاج ئې ممکن دے )هر څو کۀ بیا هم وخت او کړاو به ئې زیات وي(.

سټېج تهري:

ډاکټران دا مرحله د غټه او خطرناکه مرحله ګڼي. پۀ دې مرحله کښې د سينې غوټه وړه هم کېدې شي او غټه هم کېدې شي، داسې هم کېدې شې پۀ ټوله سينه باندې خوره شي او د سينې پۀ څرمن باندې حمله وکړي او پۀ نتيجه کښې ئې د سينې سوزېدل يا د څرمن ناسور جوړ شي.

سټېج فور:

پۀ دې مرحله کښې دا ناسور د سينې سره سره د بدن پۀ نورو حصو کښې هم خور شي.

د دې ناسور علاج پۀ لاندينيو طريقو ممکن دے:

  1. د اپرېشن پۀ ذريعه پۀ سينه کښې د جوړې شوې رسولۍ لرې کول. دا اپرېشن پۀ دوه قسمه وي:
    1. Lumpectomy: پۀ دې اپرېشن کښې د سينې نه صرف رسولۍ لرې کولې شي.
    2. Mastectomy: پۀ دې اپرېشن کښې ټوله سينه لرې کولې شي.
  2. Lymph node removal and analysis: پۀ دې علاج کښې د سينې د خليو نه د ناسور متاثره شوې خليې لرې کولې شي.
  3. پلاسټک سرجري: دا اپرېشن دے چې پلاسټک سرجري ورته وائي او پۀ دې ټوله سينه دوباره جوړولې شي. دې ته Lymph node removal and analysis وائي.
  4. يو علاج ئې دا هم دے چې د ښځې نه ټوله سينه پرې کړې شي او د هغې پۀ ځاے ورله مصنوعي سينه جوړه کړي. دې علاج ته پۀ ډاکټري ژبه کښې External breast forms (Prostheses) وائي. ډاکټران دغه مصنوعي سينه د سليکان (Silicon) او نورو نرمو څيزونو نه جوړوي.
  5. رېډي اېشن تهېراپي (Radiation Therapy):

پۀ رېډي اېشن تهېراپي کښې د يوې زوردارې اېکسرې پۀ ذريعه باندې د ناسور ځپلې خليې ختمولې شي.

زمونږ د پښتنو پۀ معاشره کښې شرم او حيا ډېره زياته ده خو بعضې وخت او بعضې کارونو کښې دغه حيا هم ناسور جوړ شي چې د خپل رنځور د سر خوړلو نه بغېر نۀ تمبېږي.

زما يو ملګري څو ورځې مخکښې ما سره د دې ناسور پۀ حواله خبرې کولو کښې يوه داسې قيصه تېره کړه چې اورېدو سره ئې پۀ ما غوني ځیږ کړل. هغۀ وئیل چې زمونږ پۀ کور کښې د يوې ښځې کېنسر ؤ او د دغه ناروغۍ پټه ساتلو پۀ وجه هغه تر دې حده راورسېده چې علاج ئې ناممکنه شو او ډاکټرانو دا تجويز وړاندې کړو چې د دې ښځې نه به يوه سينه پرې کوي او هم دغه شان وشول. بد قسمتي دا وه چې دا ناسور نور بدن ته هم خور شوے ؤ او څۀ میاشتې پس هغې ساه ورکړه.

پښتنو له پکار دي چې د خپلو مېرمنو پۀ خولۀ د دې ناسور پۀ حقله خپل کور کښې نورو تور سرو ته د دې شعور ورکړي. زمونږ لوستې مېندې خوېندې باید د دې ناسور متعلق معلومات خپلو کورنیو کښې نورو ښځو او سوېلیو سره شریک کړي. کۀ چا کښې هم د دغه ناسور نخښه ښکاره کېږي، هغوي باید بې د څۀ وېرې او شرم نه خپلې مور، خپلې خور، خپلې ورندار او خپل مېړۀ سره پۀ وخت دغه خبر شریک کړي.

د دې ناسور مخنیوے زمونږه انساني او ټولنیزه ذمه واري ده.

حوالې:

www.breastcancer.org

www.cancer.net

www.cancer.org

)پۀ دې وېبپاڼه بشپړ معلومات تر لاسه کېدے شي(

https://www.cancer.net/cancer-types/breast-cancer/treatment-options

  1. ګلېنډ (gland): د انساني جسم د خليو مجموعه ده چې جسم نه د کيميکلو اخراج کوي يا ئې جسم ته دننه کوي.