سردار اودهم سنګهـ، میا راشد حسېن او هارون بلور درې زلمي روحونه – حیات روغانے

د تشدد او عدم تشدد د ردعمل دوه بېلګې

زمونږ وړاندې درې زلمي روحونه دي –

  1. سردار اودهم سنګهـ 31 جولائي 1940
  2. میا راشد حسېن 24 جولائي 2010
  3. هارون بلور 10 جولائي 2018

زمونږ د وړاندې د 1919 نه د 2019 پورې د سل کلونو مزل دے.

مونږ د سلو کالو پۀ وړومبي سر د جلیانواله باغ قصه کوو.

پېرنګي ‘رولټ اېکټ’ جاري کړو. د دې پۀ ضد احتجاجونه شروع شول. د کانګرس دوه مشران ‘ستیا پال’ او ‘سېف الدین کچلیو’ د دغه اېکټ پۀ ضد احتجاج کښې ونیولے شول )یاده دې وي چې د باچا خان بابا د ژوند وړومبۍ ګرفتاري هم د رولټ اېکټ خلاف احتجاج باندې شوې وه او سږ کال د مۍ میاشت کښې د دغه ګرفتارۍ سل کاله پوره شول(. دغه ګرفتاري د یو بل احتجاج جواز شوه. پۀ لسم اپرېل 1919ز کېدونکي احتجاج باندې پېرنګي ډزې وکړې. درې ورځې پس پۀ دیارلسم اپرېل بل یو احتجاج د امرتسر ‘جلیانواله باغ’ کښې کېدو. د یتیم خانې نه یو هلک ‘اودهم سنګهـ’ د خپلو ملګرو سره پۀ مظاهرچیانو اوبۀ ګرځولې. د مهذب پېرنګي بې ترسه ډزې دغو ماشومو سترګو لیدلې وې. هغۀ لیدلي وو چې څنګه به د مرمۍ د شنګ سره وینو دارې وهلې.

چې زلمے شو د بهګت سنګهـ تر اثر لاندې ئې انقلابي سیاست پېل کړو. 1924 کښې د جلیانواله باغ د خونړۍ واقعې نه پينځۀ کاله پس، پینځویشت کلن ؤ چې د برېطانوي استعمار ماتولو د پاره د ‘غدر پارټۍ’ غړے شو. 1927 کښې هغۀ سره بې لائسنسه وسلې، بارود او د غدر ګوند اخبار “غدري گونج” ګڼې ونیولې شوې او پینځۀ کاله قېد کړے شو. 1931 کښې ازاد شو او د پولیس سترګو نه پټ کشمیر ته او کشمیر نه جرمني ته لاړ. 1934 کښې ئې ځان انګلستان ته ورسولو. انګلستان ته هغه د جلیانواله باغ غچ )انتقام( د پاره لاړو – یو ګمان دې تر پامه وي؛ د جلیانواله خونړۍ پېښې کېدو پۀ وخت د ‘پنجاب’ لېفټننټ ګورنر میکائل اډوائر (Michael O’Dwyer) ؤ او پۀ بې وسلې خلقو د ګولیو چلولو حکم کوونکے برېګېډئیر جنرل ډائر (Rignal E. H. Dyer) ؤ. ګمان کېږي چې اودهم سنګهـ پۀ O’Dwyer او Dyer کښې تېروتے ؤ. داسې به ځکه نۀ وي چې جنرل ډائر پۀ څلېریشتمه جولایۍ 1927 پۀ خپل مرګ مړ شوے ؤ او کۀ یو چا یویشت کاله د غچ سکروټې پۀ زړۀ ګرځولې نو دومره به خبر ؤ چې ‘اډوائر’ او ‘ډائر’ څوک وو؟

د جلیانواله باغ د خونړۍ پېښې نه یویشت کاله پس (1940) کښې کېکسټن تالار (Caxton Hall) کښې اودهم سنګهـ میکائل اوډوائر ووژلو او درې څلور نور ژوبل شول. ډزو نه پس هغۀ لاس اوچت کړل، پولیس ونیولو، پۀ وړومبي اپرېل 1940 ئې پرې باضابطه مقدمه درج کړه او پۀ یو دېرشمه جولایۍ 1940 د جسټس اټکنسن اورولې شوې سزا سره سم پېنټنول جېل (Pentonville Prison) کښې تېزندي کړے شو.

:1947

د مورلے منټو (Morley-Minto Reforms) اصلاحات (1909) ‘د مذهب پۀ بنیاد جداګانه انتخاب’ تصور سره د درېم جون 1947 پلان راغلو.

څلور څلوېښت ورځو کښې دننه هندوستان د ‘دو قومي نظریه’ پۀ دلیل دوه ځایه شو.

پۀ 14 اګست 1947 پاکستان جوړ شو.

پۀ اتمه ورځ پۀ 22 اګست 1947 د ‘صوبه سرحد’ منتخب حکومت مات کړے شو. د تاریخي دستاوېزاتو نه دروغ ثابت شوو نورو الزامونو سره پکښې یو الزام جنډې ته سلام کولو نه انکار ؤ.

:1948

د ‘صوبه سرحد’ “جدید پاکستاني مسلمان” حکومت پۀ څلورمه جولايۍ د یو ارډیننس پۀ زور ‘خدائي خدمتګار تحریک’ غېر قانوني وګرځوۀ.

پۀ دولسم اګست د بابړې خونړۍ پېښه مخې ته راغله.

:2019

عوامي نېشنل پارټي د خدائي خدمتګار تحریک د مفکورې رڼا کښې د عدم تشدد پۀ بنیاد سیاست کوي. دې ګوند د عدم تشدد او امن بیانیه مخ پۀ وړاندې وړې ده، د جنګ او جنګي اقتصاد لار ئې بنده کړې ده، پۀ خپله خاوره د خپل اختیار مطالبه ئې د سیاسي پارلېماني جدوجهد پۀ ذریعه د ‘اتلسم ائیني ترمیم’ منظورۍ او د ‘فاټا’ خېبر پښتونخوا سره ادغام ته رسولې ده.

د جولائي میاشت کښې د عوامي نېشنل پارټۍ د دوو شهیدانو، میا راشد حسېن او هارون بلور د شهادت ورځې هم نمانځل کېږي.

تاسو میا راشد حسېن هم پېژنئ او هارون بلور هم.

کۀ د جلیانواله باغ او بابړې د خونړیو پېښو کردارونو او نوعیت ته وګورو نو جلیانواله باغ کښې چې څۀ کردار د میکائل اوډوائر ؤ، د بابړې واقعه کښې هم دغه کردار د جناح صاحب ؤ. کوم کردار چې جلیانواله باغ کښې د جنرال ډائر ؤ، د بابړې واقعه کښې هم دغه کردار د قیوم خان ؤ. څنګه چې مېکائل اوډوائر او جنرل ډائر هندوستان خپله مستعمره ګڼله، د جناح او قیوم د پښتونخوا پۀ حقله هم دغه ‘قابض’ سوچ ؤ.

د باچا خان پاکستان کښې دننه د پښتنو جغرافیائي وحدت، پۀ وسائلو اختیار او فېصلو کښې د شراکت ائیني جمهوري مطالبې تر دې دمه د ریاستي جبر، ميډیا ټرائل، ‘غېر ریاستي’ عناصرو، خودکش بمبارانو او اهدافي وژنو سره مخ وې او مخ دي –

د بابړې د ‘سپین ملنګ’ نه د پېښور ‘سرتاج خان’ پورې –

انګرېز البته د خپل تهذیب د دعوې لحاظ وساتلو– د جلیانواله باغ پۀ واقعه د شوي احتجاج نه پس ئې اوډوائر هم معزول کړو او پۀ جنرل ډائر ئې هم مقدمه وکړه – هر څو کۀ دا مقدمې بیخي داسې وې لکه چې د اٰرمي پبلک سکول د اووۀ شلې تنکو ګلونو د قتل سره د نورو بلها اجتماعي قتلونو اعتراف کوونکي احسان الله احسان باندې مقدمه “ده” – د ژوند ټول بنیادي ضروریات او یقیناً سهولیات ورته دستیاب دي. د جلیانواله باغ د ردعمل نتیجه کښې د تهذیب د دعوې لحاظ ساتونکو د اودهم سنګهـ اقدام له دا جواز ورکړو چې ‘د جلیانواله باغ پېښه د انګرېز د انصاف پۀ لمن داغ ؤ، اودهم سنګهـ پۀ حقه ؤ’.

د بابړې د پېښې نه پس قیوم خان اسمبلۍ کښې وئیلي وو، ‘دوي دې شکر کوي چې ګولۍ ختمې شوې وې ګنې مونږ نۀ پرېښودل.’

د ‘کېنکسټن تالار’ پۀ واقعه ګاندهي جي خپل ردعمل کښې دې ته ‘An act of insanity’ وئیلے ؤ او هیله ئې کړې وه چې انګرېز به دغه ردعمل د ټول هندوستان نمائنده نۀ قیاسوي. د نهرو هم دغه رنګ پېغام ؤ )نهرو بیا وروستو خپل خیال بدل کړو( او هندوستان اودهم سنګهـ ته خپل اتل او ‘شهیدِ اعظم’ ووې. 1974 کښې د هند د اسمبلۍ غړي سادهو سنګهـ د اودهم سنګهـ باقیات هند ته د راوړو خواست وکړو او اندرا ګاندهي، شنکهر دیال شرما او زېل سنګهـ دغه پوېتر باقیات ترلاسه کړل. د هغۀ سیمه ‘سونم’ کښې د هغۀ یادګار جوړ کړے شو، انوپ ګړهـ کښې ‘شهید اودهم سنګهـ چوک’ ونومولے شو، اوترکهنډ کښې یوه ضلع ‘ضلع شهید اودهم سنګهـ’ پۀ نوم کړې شوه.

پېښور کښې قلعه بالاحصار ته مخامخ یوې لویې شنې سپینې جنډې نه هم د ریاست سترګې ونۀ سوزېدې او د پښتنو شهیدانو پۀ نامه د کومې څلور لارې یا کومې صوبې نامه ایښودل خو لرې، پۀ درې ویشتم مارچ د شهید بشیر بلور د زوي شهید هارون بلور نامه هم قدرې سول اېوارډونو کښې شامله نۀ کړې شوه. مونږ پۀ دې هېڅ رسمي احتجاج ځکه نۀ کوو چې مونږ کښې دا احساس یو شدت سره مخ پۀ وده دے چې ‘څنګه چې مېکائل اوډوائر او جنرل ډائر هندوستان خپله مستعمره ګڼله، د جناح او قیوم د پښتونخوا پۀ حقله هم دغه “قابض” سوچ ؤ. د باچا خان پاکستان کښې دننه د پښتنو جغرافیائي وحدت، پۀ وسائلو اختیار او فېصلو کښې د شراکت ائیني جمهوري مطالبې تر دې دمه د ریاستي جبر، ميډیا ټرائل، ‘غېر ریاستي’ خودکشو او اهدافي وژنو سره مخ وې او مخ دي –

د بابړې د ‘سپین ملنګ’ نه د پېښور ‘سرتاج خان’ پورې –’

د دغه ‘قابض’ سوچ تشریح پۀ دوه مثالونو سره ډېره ښه کېدې شي:

اتلسم اپرېل، 2011

اتۀ ویشتم جون، 2019

هندوستان اودهم سنګهـ خپل کړو، زړۀ کښې ئې ځاے ورکړو او د هندوستان ‘شهیدِ اعظم’ ئې ورته ووې.

مونږ ‘جناح پارک’ کښې د پاکستان د ټولو نه دنګې جنډې ته مخامخ پۀ قلعه بالاحصار کښې د مهاراجه رنجیت سنګهـ تصویر باندې هم حېران نۀ یو – مونږ لاهور کښې د مهاراجه رنجیت سنګهـ پۀ مجسمه لګولو حېران نۀ یو – مونږ پۀ دې هم حېران نۀ یو چې د LoC دواړو خواو ته ‘هندوستاني پنجابیان’ او ‘پاکستاني پنجابیان’ د خپل شریک مؤرث اعليٰ مهاراجه رنجیت سنګهـ یو سل اتیایمه کلیزه نمانځي.

قسم مو دې پۀ ربِ ذوالجلال وي چې کۀ د ‘لر او بر پنجابیانو’ لۀ خوا د مهاراجه رنجیت سنګهـ ‘من حېث القوم’ پۀ کلیزه نمانځلو مو یو سوتر هم چروت خرابېږي، البته ‘دوه قومي نظریه’ او ‘نظریۀ ِ پاکستان’ ته دغه پنجابۍ کنځلې پۀ زوره زوره وائي چې خېر دے، ‘سوتر نیم حېران شئ!’

سوخت البته زیاتېږي –

د پاکستان ټولو نه دنګې جنډې نۀ خو شهید بشیر بلور لۀ مرګه بچ کړو او نۀ د هغۀ د سیاست او شهادت وارث شهید هارون بلور.

شهید بشیر بلور ته د پاکستان د ټولو نه د دنګې جنډې لګولو هېڅ حاجت نۀ ؤ – پاکستان کښې د پاکستان جنډه د چا هم د ژوند ضمانت نۀ دے؛ جنډې ته د نۀ سلامي کېدو الزام پۀ ډاکټر خان صاحب ؤ، خو د مغربي پاکستان د وزیر اعليٰ ډاکټر خان صاحب نامه دې چرته د پاکستان د ‘شهیدانو’ سرکاري فهرست کښې لیدلې ده؟ نه! ولې؟ دغه خبره پرېږده! د بشیر بلور د ژوند ضمانت ؤ کۀ خپله سینه ئې خودکشو ته نۀ ډبوله، کۀ د هغو جېکټونو ته ئې ګواښ نۀ کولو، کۀ د جنګي بیانیې پۀ ضد نۀ ودرېدلو، کۀ سور بېرغ ئې پرېښودلو.

شنه جنډه به د تئیس مارچي چهـ ستمبري چوداګستي خرمستۍ یوه نخښه وي، زمونږ بدبختو سرو وینو سره د شنې جنډې قصې پۀ بدقسمتۍ تړلې دي، خو درې واړه قصې واوره او حېران شه!

یوه قصه خو د ډاکټر خان صاحب ده – دغه محض الزام ؤ. خو کۀ د شنې جنډې د سلامۍ نه د “مبینه” انکار پۀ وجه ډاکټر خان صاحب بخښلے شوے نۀ ؤ، نو د مغربي پاکستان پۀ وزارت اعليٰ خو ئې هم پۀ تابوت شنه جنډه نصیب شوې نۀ وه!!!

دوېمه قصه د شهید بشیر بلور تر ټولو دنګه جنډه ده، پۀ هغې نوره خبره نۀ کوو.

درېمه قصه د میا افتخار حسېن ده. د سوات د ‘سقوط’ وروستو شنه جنډه ملاکنډ ډویژن نه کوزه کړې شوې وه. طالبانو سره جرګې نه پس میا افتخار حسېن دغه جنډه خېژولې وه. دلته د دلچسپۍ خبره دا ده چې طالبانو میا افتخار حسېن د خېبر پښتونخوا حکومت د ترجمان پۀ حېث پۀ نخښه کړو او بیا درېم زلمے روح مخې ته راغلو.

پۀ خپلو وینو کښې پروت د تنکي معصوم راشد حسېن تصویر–

زۀ چې کله د میا افتخار حسېن پۀ سر توره ټوپۍ وینم، سوخت مې لا زیات شي. زما د هغۀ پۀ سر توره ټوپۍ نۀ خوښېږي خو زۀ د یو پلار د سوخت احترام ته څۀ ووایم؟ زۀ میا افتخار حسېن ته څنګه ووایم چې زما مشره! زما اسمانه! زما پلاره! توره ټوپۍ لرې کړه! خو زۀ د سوخت پۀ معنٰي هم پوهېږم او د دې لېونۍ څړیکې هم پېژنم نو ځکه ورته نۀ وایم –

میا افتخار حسېن چې د خپل اولس نه شوکولے شوے دے، هغۀ ته چې هتکړۍ لاسو ته اچولې شوې وې، هغه چې د میا راشد قاتل له د ریاست لۀ خوا د اېمنسټي ورکولو پۀ مزاحمت زور مومي، هغۀ پسې چې زین کړي اسونه ځغلول کېږي؛ هغه پوهېږي. هغه پۀ دې هر څۀ ډېر ښۀ پوهېږي.

د میا افتخار حسېن ماتم د پښتنې خاورې ماتم دے. د هغۀ پۀ سر دغه توره ټوپۍ د مېکائل اوډوائر او جناح صاحب د یو رنګ رویو خلاف د ‘معصوم’ احتجاج علامت دے.

میا صاحب ته د تورې ټوپۍ پۀ سرولو هېڅ ضرورت نشته.

څوک چې د رنګونو پۀ معنیو نۀ پوهېږي، توره ټوپۍ به ئې احساس څۀ وسکونډي؟ زۀ میا افتخار حسېن ته څنګه ووایم چې زما مشره! زما اسمانه! زما پلاره! تکه سره ټوپۍ پۀ سر کړه! سور دے د ژوند او د امید او د باچا خان رنګ –

زۀ کۀ د سوخت پۀ معنٰي د پوهېدو او د لېونو څړیکو د پېژندو لاپه کوم نو د خپلې دې ناپوهۍ بېباکه اعتراف هم کوم د ژوند او د امید او د باچا خان رنګ د میا افتخار حسېن نه زیات زۀ نۀ پېژنم.

اودهم سنګهـ عدالت کښې خپل بیان کښې وئیلي وو،

ما یویشت کاله انتظار وکړو چې د جلیانواله باغ د ظلم بدل واخلم – دا زما شخصي فېصله وه او زما شخصي فعل دے. زما هېڅ یو تنظیم یا پارټۍ سره تعلق نشته. زۀ د مرګ نه نۀ وېرېږم. زۀ پۀ خپل اقدام نۀ ستومانه یم او نۀ پښېمانه.

د هندوستان د هغه وخت سیاسي مشرتابه هغه Disown کړے ؤ.

مونږ له باچا خان، مونږ له خدائي خدمتګارانو، مونږ له ولي خان، مونږ له اجمل خټک، مونږ له اسفندیار ولي خان، مونږ له حاجي غلام بلور، مونږ له میا افتخار حسېن دا جرأت او دا غرور راکړے دے او مونږ دغه جرأت او غرور ژوندي ساتلي یو چې نۀ د خپل تنظیم او پارټۍ نامه اخستو کښې وېره ترخه لرو او کۀ د سر پۀ بیعه هم وي، د خپل سور بېرغ هسک ساتلو نه ډډه نۀ کوو – مونږ چې کومو شرمخانو ته غورځول شوي یو، سترګه مو ترې هم سوزي نۀ –

مونږه تل د احتساب ګواښونه کوونکو ته مخامخ ولاړ یو او د هغۀ پۀ ژبه ورته وایو ‘احتساب کرو!’ – زمونږ غږ پټوونکو د پاره چغې وهو ‘میډیا کو ازاد کرو’ –

یو څوک به مونږ پۀ څۀ بلېکمېل کړي؟ مونږ به ترې څۀ اېن اٰر او وغواړو؟ مونږ به ترې څۀ د پاره رعایت غواړو؟

د چا هغه مېکائل اوډوائر هم دا وس نۀ لري چې د مرګ نه بغېر مونږ سره بل څۀ وکړي.

مونږ نېشنلیان روحونه به نور پۀ څۀ وېروي؟

درې زلمي روحونه دي –

سږ کال د جلیانواله باغ د قتلِ عام سل کاله وشول.

درېو زلمو روحونو کښې یو روح د جلیانواله باغ سره منسوب دے. هغۀ ردعمل د پاره د تشدد لاره خپله کړې وه او ځکه ئې ضروري ګڼلي وو چې عدالت کښې ئې د کوم تنظیم، کومې پارټۍ یا جنډې سره د خپلې غېر وابستګۍ اظهار کړے ؤ. د هاغه وخت د هند مشرتابه هم، لکه چې وئیلي مو دي، Disown کړے ؤ.

دوه زلمي روحونه د باچا خان د نامې سره منسوب دي، د خدائي خدمتګارۍ سره تړون او عوامي نېشنل پارټۍ سره نسبت لري. نۀ خو هغوي خپل تنظیم، خپلې پارټۍ او خپلې جنډې سره د غېر وابستګۍ اظهار ضروري ګڼي او نۀ د هغوي مشرتابه – دوي پۀ خپل تنظیم، پارټۍ، جنډه او مشرتابه ویاړ وکړو – تنظیم، پارټي، جنډه او مشرتابه پۀ دوي ویاړ کوي.

پرون “د پېښور د سر تاج” هم مغروره، برندې سترګې، هسکه غاړه پۀ دغه لاره لاړو.

د پېښور ‘جناح پارک’ کښې قلعه بالاحصار ته مخا مخ تر ټولو دنګه جنډه او د رنجیت سنګهـ مجسمه دوه علامتونه دي، دوه رویې دي، دوه نظریې دي.

قلعه بالاحصار ته مخامخ تر ټولو دنګه جنډه د صلح حدیبیې غېر رسمي بلنه او لاهور کښې د “لر او بر پنجابیانو” لۀ خوا د مهراجه رنجیت سنګهـ مجسمه د ‘دو قومي نظریه” نه افیشل انکار دے.

مونږ پۀ ځان پړه، ملامته او تور نۀ لرو.

 

دا هم ولولئ

“Gregorio Lope) – “A Letter to God)، د خداے پۀ نوم چيټۍ – ژباړن: حيات روغانے

چرته ډېره پخوا مو دا لنډه قصه لوستلې وه – اوس چې د کرونا نړوبا …