د خدائي خدمتګار تحريک لۀ بنسټ ايښوولو څخه 90 کاله پس د زمکې پر سر پۀ يوه بېخي بدله نړۍ کښې مونږ د پښتون قام د برخليک د بدلولو پۀ لړ کښې د هغې مفکورې يوې نوې تشريح ته اړتيامن يو د کومې مفکورې پۀ مرسته چې د هند لۀ نيمې وچې د پېرنګي استعمار د ټغر ټولولو پۀ لار د احمد شاهي افغانستان د بشپړې زمکنۍ خپلواکۍ د اخستلو او د افغانانو د ملي او جمهوري خپلواکۍ د يقيني ګرځولو مرام ته پۀ ژمنتيا نۀ يواځې اولسونه د ټولنې پر کچه د فکري بېدارۍ او پاڅون پړاو ته جګ کړل شوي وو بلکې د افغاني ټولنې د پرانيستيا د پاره د هند لۀ خپلواکي غوښتونکو، سوله ايزو او سيکولرو اولسونو سره د همکارۍ يو خورا روښان نظرياتي او تنظيمي ميکانيزم هم رامنځ ته شوی ؤ. د پښتنو د شلمې پېړۍ لۀ سياسي او ټولنيز تاريخ څخه زما يو برداشت دا هم دی چې د خدائي خدمتګارو نهضت د پښتنو ټولنه پۀ داسې وخت کښې لۀ سياسي يواځيتوب څخه وژغورله چې د سيمې پر کچه نيژدې ټولې مستعمرې د جغرافيوي او اقتصادي انجماد پۀ ترڅ کښې د داخلي شکست و ريخت لۀ مرحلې تېرېدې او دا هم د دې نهضت برکت دی چې تر اوسه د بدترين ساختياتي او هم لوڅ تشدد پۀ زور استعماري ځواکونه پۀ دې توانېدلي نۀ دي چې پښتانۀ پۀ حېث د قام د اوبو د ولاړ ډنډ پۀ توګه ايسار وساتي. د بهرنيو تاړاکونو پۀ مخ کښې چې پۀ پرله پسې توګه لۀ پښتنو څخه د مزاحمتي ابتکار حوالې پنځېږي، رېښه ئې د خدائي خدمتګارۍ پۀ هغه پروسه کښې موندل کېدې شي چې د نړۍ د دې وړې او وروسته پاته برخې د خواريکښو انسانانو پۀ سرښندنو پالل شوې ده.
خو د اوسمهالې خدائي خدمتګارۍ تقاضا دا ده چې د ښاري ژوند پۀ پراختيا کښې چې کوم نوی پښتون او د پښتنو کومه نوې متوسطه طبقه منځ ته راغلې ده، د هغوي د ارمانونو پۀ ترجماني کښې دې د باچا خان ګوند د مبارزې پۀ تاکتيکونو کښې يو لړ داسې نوښتونو ته کافي وخت ورکړي لکه پۀ يوه زمانه کښې چې د خلقو پۀ کوڅو کښې پۀ جارو وهلو د قام تصور او د شراکت احساس ته د ودې بخښلو هڅه کېده. پخوا به يو ښار ؤ، پېښور به ؤ، اوس ئې شا و خوا کلي د ښارونو پۀ کچه پراخ شوي دي او د ژوند نوي معيارونه پکښې رغېدلي دي. د کليوالو ، وړو زميندارو او بزګرو پښتنو پۀ منځ کښې د راپورته شوي خدائي خدمتګار تحريک تسلسل پۀ اوسمهال کښې د تاجرانو او د هغوي د اتحاديو يا انجمنونو د ستونزو پۀ شريکولو فعال ساتل کېدلی شي. پر دې لاره لۀ پاکستاني رياست سره د پښتنو د تعلق يو مضبوط او مربوط وضاحت کېدلی شي. دا هم بايد پۀ ياد ولرو چې د سرمايه دارانه نظام لۀ غځېدلو سره د پښتنو پۀ وطن کښې د زمکې حېثيت هم زرعي سوال بدل شوی دی. نن ښائي پنځوس ايکړه زمکه يو پښتون ته دومره سوکاله ژوند ور پۀ برخه نۀ کړي، څومره سوکاله ژوند چې د پنځوسو زرو مياشتنۍ تنخوا لۀ کبله يو پښتون ته رسېږي. زما د مشاهدې لۀ مخې د زميندارانو اتحاديې نيژدې ټولې د هغو ډلو لاس ته پرېوتې دي چې نېغ پۀ نېغه د قام د مفادو پر ځای د رياست پۀ ګټه تمامېږي. د برق او اوبو کمبوت واړۀ زمينداران پر ارزانه مزدورۍ او د زمکې پر خرڅولو مجبوره کړي دي. لۀ رياست سره د مرستې پۀ عوض ټهېکې موندونکي اوس د لويو زمکو خاوندان هم دي، د دې د پاره لۀ يوې سيمې بلې سيمې ته خوځښت اوس يوه عادي خبره ده او دغه ټهېکه داران پۀ لوی سر کښې يا خو لۀ پوځ سره نېغ پۀ نېغه ملګري دي يا د پوځ د لاسپوڅو سياستونو ملګري دي؛ پۀ ملتپال سياست کښې ئې محدود ګډون هم انتهائي ستراتيژيک وي، يا چې کله ملتپال پۀ حکومت کښې وي نو دوي د هغوي طرف ته رادرومي او يا تش د دې موخې د پاره لۀ ملتپالو سره ملګرتيا کوي چې د هغوي د رېډيکال نبض حرکت پۀ کنټرول کښې واخلي. پۀ دې کار کښې څومره برياليتوب ور پۀ برخه شوی دی، دا ځان ته سوال دی خو يو سوال دا هم دی چې زمونږ د وطن ټهېکه داران او تاجران لۀ عوامي نېشنل ګوند سره د مياشتې يا کال څومره مرسته کوي؟ باچاخان مرکز او باچاخان ايجوکېشن فاونډېشن چې د اوسمهالې خدائي خدمتګارۍ دوه بنسټونه دي، هغوي لۀ ګوند سره پۀ دې برخه کښې خپلې مهمې تجربې شريکولی شي. پۀ عامو انتخاباتو کښې د ګوند کانديدان هم پۀ دې حقله مهم معلومات وړاندې کولی شي. د دې ډول تجربو او معلوماتو پر بنياد پۀ راتلونکي کښې کولی شو چې لۀ پنجاب، هم لۀ خواريکښو پښتنو سره د دې طبقې د تعلق د وضاحت او هم د بدلون پۀ برخه کښې څۀ ګټور اقدامات وکړو او هم داسې پۀ ټولنه کښې د دې طبقې رول لۀ نوي سره متعين کړی شو. د بېلګې پۀ ډول دا وخت چې د ځائي ټهېکه دارانو پر ځای پوځي شرکتونو ته د ټېنډرز ورکولو کوم عمل روان دی، د دې پۀ مقاومت مونږ پۀ ټولنه کښې سياسي واک او هم ملتپالنې ته پراختيا وربخښلې شو. نن زمکه وال نۀ بلکې ټهېکه داران پۀ ټولنه کښې د رياست د نمائندګانو پۀ توګه موجود دي. د دوي دغه رول چېلنج کېدلی شي، د دوي پر خپل منځي تضاد باندې سياست کېدلی شي. خدائي خدمتګاري د استحصال پۀ تر ټولو لوی او هم پۀ تر ټولو واړۀ شکل کښې د مظلوم پۀ حق کښې د طرفدارۍ نوم دی. د دې تر څنګ لۀ افغانستان سره د ډيورنډ پر کرښه پۀ لارو بندولو چې ځائي کاروبار ته کوم زيان رسېږي، د دې پۀ حواله پۀ اواز پورته کولو سره زمونږ سياست هغو ځايونو ته رسېدلی شي چرته چې تر اوسه د ملتپالو د پاره لارې تړلې پاته دي.
د دغه نوي او ښاري ژوند پۀ برکت مذهبي جنونيت د برلاسيتوب د يوې جديدې ټيکنالوژۍ پۀ توګه اوس د پښتني ټولنې سياسي او اقتصادي جوړښت احاطه کوي او د يوې ضابطې پۀ توګه اوس د هر ورځني ژوند اٰرډر رغوي. پر دې ټيکنالوژۍ د رياست اجاره دارۍ اوس دننه پۀ ټولنه کښې دومره پراخ رضاکارانه نفسيات پېدا کړي دي چې د رياست تر باقاعده نظامي قواو مخکښې د رياست رضاکاران لۀ خپلو نظرياتي مخالفينو، “د اسلام او پاکستان” لۀ دښمنانو سره خپل حساب برابرولی شي. پۀ هم دې روانه مياشت کښې به مونږ د مشال خان شهيد دوېم تلين لمانځو، د تنقيدي شعور او نظرياتي مقاومت دا مشال د رياستي د مذهبي جنونيت د ټيکنالوژۍ پۀ زور وژل شوی وو. پۀ نورو ټکو، د رياست رضاکارانو د د مذهب د کنټرول د تکنيک پۀ مرسته د يوې داسې ټولنې د رغولو اظهار کړی ؤ چې د رياستِ پاکستان پۀ شان لوبېږي او ګړېږي. د مشال شهادت يوه انفرادي پېښه نۀ وه بلکې دا د “پاکستاني ټولنې يا قام” د رغولو د پروسې د يو خطرناک پړاو اظهار ؤ. مشال کومو “جاهلانو” نۀ دی وژلی بلکې هغه د يوې ضابطې ښکار شو او دا يوه نوې استعماري ضابطه ده چې د اولسونو د اشغال او ښکېلاک د پاره پۀ موثره توګه پۀ کار راوړل کېږي. دا د ملتپالنې ضد ضابطه ده. د خدائي خدمتګار تحريک سيکولر او غېرمتشدد اصل د دې ضابطې د ماتولو د پاره بايد پۀ اوسمهال پښتون سياست کښې تر ټولو مهم ځای ولري. دا د سياست سوال دی، د مشالونو قاتلان کۀ اباسين ته هم وغورځول شي خو د مذهبي جنونيت او تشدد ضابطه به د ځان پالونکي پېدا کوي ځکه چې د رياست د پانګونې پۀ زور دې ضابطې لۀ ځانه سره د “پاکستان” پۀ شان ټولنه پېدا کړې ده؛ اوسمهاله خدائي خدمتګاري به ارومرو د دغې ټولنې اېنټي تهيسيز منځ ته راوړي او دا لبرل مغالطه به ارومرو ځوابوي چې د شرحِ تعليم او توندروۍ تر منځ کوم بالعکس تناسب وجود لري. بالعکس تناسب يواځې د خدائي خدمتګارۍ او توندروۍ تر منځ کېدلی شي. دا ډول تناسب يواځې د خدائي خدمتګارۍ او رياستي تعليم تر منځ رغېدلی شي. د لومړنيو خدائي خدمتګارانو لۀ جملې د يو مخکښ مبارز محمد اکبر خان خادم شعر دی:
دا تعليم چې ورته وائي تعليم نۀ دی
سم تعليم چا ته ورکړی غليم نۀ دی
د خدائي خدمتګار تحريک د پېل لۀ وخت څخه واخلې تر نن ورځې پورې رسمي تعليم د ملتپالنې ضد نسلونه رغولي دي. تعيلم د مذهبي جنونيت پۀ ډول د واکمنۍ او کنټرول يو تر ټولو مهم تيکنيک پاته شوی دی او همېشه ورځنې د خلقو د سياستونو پۀ ضد د يوې موثرې وسيلې پۀ توګه کار اخستل شوی دی.
خان عبدالولي خان د لوی خدائي خدمتګار ماسټر عبدالکريم پۀ حقله پۀ خپل يو مضمون کښې ليکي؛
“منم چې کريم يواځې نۀ ؤ، پۀ زرګونو، لکهونو مخلصو ايماندارو او پۀ قام مئينو پښتنو پۀ دغه دښمن پسې ملا تړلې وه، ولې کريم پۀ هغو څو رسېدلو مشرانو کښې ؤ چې نن هم پۀ ګوته شمېرلی شي، ډېر ګړندي راغلل او چې څومره ګړندي راغلي وو، هم داسې ګړندي لاړل. چا د وېرې نه مېدان پرېښود، څوک د دنيا لالچ او حرص وښويول، څوک هسې ستړي شول، پۀ خصوصيت سره هغه څوک چا چې دوه جماعته سبق وئيلی ؤ. زما تعليم يافته وروڼه به خفه کېږي نۀ کۀ زۀ دا ووايم چې زمونږ د ازادۍ د جنګ يو تريخ حقيقت چې د هر يو پښتون پۀ سترګو کښې غړېږي، هغه د تعليم يافته وو اجتماعي بې رخي ده، د قام سره بې مروتي ده او ډېره زياته د افسوس خبره دا ده چې د قام د راپورته کولو دا پاک فرض ټول عمر د پوهانو او تعليم يافته خلقو پۀ غاړه وي، ولې چې د هغوي سترګې د علم او عرفان پۀ ذريعه بینا شوې وي نو د دې نه زياته بدقسمتي او بدنصيبي به څۀ وي چې دغه بينا او ويښه حصه د قام نه ځان راونغاړي او نۀ يواځې دا چې د قام پۀ تکليف او مصيبت کښې ملاتړ نۀ شي بلکې اپوټه د جابر او ظالم حکومت مټې مضبوطې کړي.”
د دغه استعماري تعليم د انفراسټرکچر لۀ پراخېدو سره د تعليم يافته خلقو پۀ بې رُخي کښې هم خطرناکه اضافه وليدل شوه، د تعليم شرح چرته هم لۀ سياست، ملتپالنې، جمهوريت او امن سره پۀ راست تناسب کښې ونۀ ليدل شوه. کۀ تر دې خبره لږ نرمه کړو نو وئيلی شو چې تعليم به ښائي د کومې ناروغۍ علاج وي خو د پښتنو ټولنې ته چې کومې ناروغۍ ورپېښې وې د هغوي درملنه متأسفانه د انګرېزانو او پاکستان پۀ تعليم ممکنه نۀ شوه. باچاخان او خدائي خدمتګارانو چې د تعليم کوم متبادل رغولی ؤ، د پاکستان لۀ جوړېدو او د نوي تعليم لۀ عامېدو سره هغه تسلسل ايله اوس پۀ دې تېره يوه لسيزه کښې د “باچاخان ايجوکېشن فاونډېشن” پۀ رامنځ ته کېدلو سره بحال کړل شو خو دې ماډل ته چې قام پۀ کومه کچه اړتيا لري، هغومره پراختيا پکښې يواځې او يواځې د قامي تحريک پۀ لومړيتوبونو کښې د يو کېفيتي بدلون پۀ مرسته يقيني ګرځېدلې شي. “باچاخان ايجوکېشن فاونډېشن” د اوسمهالې خدائي خدمتګارۍ يو غوره مثال دی خو پۀ شلمه پېړۍ کښې د پښتنو د شعوري انقلاب د نيمګړي څپرکي د بشپړتيا د پاره به دې تعليمي بنسټ ته زمونږ پراخه پاملرنه او پانګونه پکار وي او دا به پۀ هر لحاظ لۀ خپلې ټولنې سره مربوط ساتل وي. ګوند بايد خپل دې نظرياتي اصل او فصل ته جدي پاته شي.
لۀ دې سره جوخت چې کومې مسلکي ډلې رامنځ ته شوې دي، پۀ هغوي کښې د ګوند استازيتوب چې د “ملګري وکيلان”، “ملګري ډاکټران” او “ملګري استادان” پۀ نومونو وجود لري، لۀ دغو ډلو سره د ګوند د هر ورځنيو هلو ځلو پۀ برخه کښې تعلق بايد تر دې حده توانمن وي چې نۀ يواځې د ټولنيزې ښېګړې پۀ مورد کښې د ګوند ابلاغ وکړی شي بلکې پۀ ګوند کښې د ننه د يوې مسلکي کچې پۀ تراشلو سره د ګوند هم د قام هغه مجبوريتونه تر يوه حده هوار کړی شي چې د ملټري او بېوراکرېسي مستبدو ضابطو ورباندې اچولي دي. د دې مسلکي ډلو پۀ مرسته د نوې متوسطې طبقې يو لړ سوالونو ته هم ځواب وئيل کېدلی شي او هم داسې د مرکزيت پسندۍ د دفاع پۀ پار پۀ ادارو کښې دننه فعال پوځ ذهنيته جماعتي، مسلم لېګي، سونامي او تبليغي نېټ ورکونه ګواښل کېدلی شي. پۀ نورو ټکو، د ګوند مسلکي ډلې بايد د روزمره سياست پر بنياد فعاله وي ځکه چې د اولس د لنډ مهالو اړتيا پۀ پوره کولو سره د حتمي مرامونو پۀ لور پۀ مزل کښې اسانتيا پېدا کېږي او هم داسې د نهضت د پاره پۀ ټولنه کښې دننه سياسي ساحه پراخېږي. تر سياسي ساحې پورې رايادېږي چې پۀ پاکستان کښې زورواکې او ټولواکې نظامي قووې نۀ يواځې د عوامي نېشنل ګوند غوندې ضدِ استعماري حرکت د پاره زمکه تنګه ګرځولې ده بلکې پۀ ټوله کښې د سياست د پاره هم ورځ پۀ ورځ زمکه تنګېږي. پۀ داسې حال کښې د سياسي ساحې د خونديتوب او پراختيا سوال د نن تر ټولو مهم سوال دی او د اوسمهالې خدائي خدمتګارۍ يوه موخه هم دا د خلقو د پاره د سياست کولو او راغونډېدلو اساسي حق ګټل دي. خدائي خدمتګارانو او د هغوي وارثانو د اولسواکۍ، د رايې او ووټ حق خلقو ته واخست خو د هغه حق د ازادانه استعمال پۀ پروسه کښې نن تر بل هر وخت زيات خنډونه حائل دي؛ دا د خدائي خدمتګارۍ تقاضا ده چې خلقو ته بايد دغه بنيادي حق بېرته واپس کړی شي. پۀ کومه توګه چې اوس دا رياست پۀ مخ کښې روان دی، د خدائي خدمتګارۍ پر داعيه ولاړ ګوند لږ تر لږ چوپ نۀ شي پاته کېدای، پۀ اخري تجزيه کښې به مقاومت لازمي پامېږي.
دا حقيقت اوس يو ډول د عمومي پوهې برخه ګرځېدلې ده چې پۀ پاکستان کښې پر اولسواکۍ يرغل نېغ پۀ نېغه د جنګي اقتصاد پۀ پراختيا تمامېږي او د پښتنو وطن دلته هم متأسفانه د يو تر ټولو ګټور ډګر پۀ توګه ثابتېږي. اوسمهاله خدائي خدمتګاري د جنګي اقتصاد د مخنيوي سياست ته وئيل کېږي. د انسان لۀ ژوند سره پۀ لوبه د اقتدار تضمين يو غېر مشروع عمل دی، د اولس ارمانونو ته ژمن سياست يا خدائي خدمتګاري به ئې پۀ زغرده د استرداد لارې چارې لټوي. پۀ دې مورد کښې قبائلي سيمو ته پر هنګامي بنيادونو د ګوند داخله او مخاطبه پکار ده ځکه چې پۀ فاټا کښې د ترهګرو او نظامي ځواکونو ايتلاف، د سياسي ګوندونو د اېکټ 2011 غځېدل او لۀ خېبر پښتونخوا سره د دغو سيمو د انضمام د پروسې پېل کېدل پۀ اصل کښې د پښتنو پۀ وطن کښې د يوۀ نوي سياسي دور پېلامه ثابتېږي او د خدائي خدمتګارانو وارثينو ته نيژدې يوه پېړۍ پس هلته د سياست زمينه مساعدېږي. د خېبر پښتونخوا پۀ دې نوو اضلاعو کښې د اولس د ارمانونو ترجماني ښائي يواځې پۀ انتخابي کمپاين ممکنه و نۀ ګرځي، د دې د پاره به څۀ نور تدابير نيول وي چې پۀ لومړي فرصت کښې به هلته د پوځ د زورواکۍ ماتولو د پاره خپلو هلو ځلو ته احتجاجي بڼه ورکول وي. پۀ دې جنګ ځپلو سيمو کښې د اولس پۀ برخه لۀ رسېدلې ساډوبۍ څخه خلاصون پۀ ورو او ارامه مبارزه ګران ښکاري، هلته يوه سياسي خلا ده، کۀ پۀ بيړه ئې د ډکولو هڅه ونۀ شوه نو ښي لاسو او توند روه قوتونو ته به هلته پښې ټينګول بېخي اسان وګرځي. د پښتونخوا دې نوو اضلاعو ته د ملتپال نهضت ننوتل د پوځ د سيکورټي سياست لۀ چېلنج کولو پرته ممکن نۀ ښکاري. هلته تر دې حده اولس د ژوند او مرګ پۀ بريد درول شوی دی چې څوک به د اتلسم ائيني ترميم، عن د دې ترميم پۀ نفاذ هم د خلقو توجه د ځان پۀ لور راجلب نۀ کړي. د پاکستان افغان پاليسي چې قبائلي سيمې د افغانستان پۀ خلاف د يوې مورچې پۀ توګه پۀ خپلو منګولو کښې اخلي، لۀ عوامي نېشنل ګوند څخه پۀ لومړي فرصت کښې د يوۀ داسې پراخ بنسټه احتجاج غوښتنه کوي چې پاکستاني رياست ته دا پېغام ورسوي چې نور پۀ افغانستان کښې ستاسو مداخله مونږ ته د زغملو وړ نۀ ده. زما موخه لۀ دې وئيلو څخه دا ده چې د خدائي خدمتګارۍ د اصولو مسؤول ګوند بايد پۀ افغانستان کښې د پاکستان د مداخلې د بندولو د پاره د اولسي پاڅون وسيله پۀ کار راوړي. زۀ پوهېږم چې دا يو ډېر ګران کار دی خو زۀ پۀ دې هم پوهېږم چې پۀ پاکستان کښې پۀ اوسني حالت کښې د پښتنو اوسېدل تر دې هم ګران کار دی.
خدائي خدمتګارو تل ګران کارونه اسانه کړي دي. هغوی يو پۀ قبيلوي او جغرافيوي کرښو مات مات قام ته يو بې مثاله تنظيم ورکړ. پۀ يوه وروستو پاتې ټولنه کښې ئې د سيمې تر ټولو موثر جديد ضدِ استعماري سياست معرفي کړ. پۀ يوه مذهبي ټولنه کښې ئې اجتماعي برخورد د صلحِ کُل او سيکولر ازم د اصولونو پابند کړ. پۀ يوه پلارواکه او نرواکه ټولنه کښې ئې د ښځو ټولنيز او سياسي نقش ته نۀ يواځې ارزښت ور پۀ برخه کړ بلکې د هغه نقش د لوبولو د پاره ئې يوه پراخه زمکه هم سازه کړه. يو بې مطبوعاتو قام ته ئې يو معياري اخبار ورکړ. “خانان” ئې د “کسبګرو” د “جرنېلۍ” پابند کړل. د قبيلوي تشدد پر بنسټ د ولاړ ټولنيز جوړښت سياسي ټرانسفارمېشن ئې د اجتماعي نظم او تنظيمي برخورد – عدمِ تشدد – پۀ ذريعه ممکن کړ. لۀ خدائي خدمتګارۍ سره علمي جمود مات شو، د پښتو ادبياتو يو نوی دور او يو نوي تحريک زڼی ونيو. شعر د “قام شرعې” ته سم کړل شو او هم نور ادبي اصناف. د قامي شعور د انکشاف د دورې يو پړاو هغه ؤ چې د غازي امان الله خان لۀ مشروطيت غوښتنې سره پۀ مطابقت ئې د افغاني ټولنې د اصلاح او پرانستنې کار پر مخ بېوۀ. دوېم پړاو ئې د غازي امان الله پۀ غېر موجودګي کښې د هندوستان خپلواکي غوښتونکو اولسونو ته د ملګرتيا لاس ورکول وو. درېم پړاو استعمار ماته خوري، هندوستان تقسمېږي، د مبارزې تسلسل هم زړونه ماتېږي. څلورم پړاو زړونه بېرته رغېږي، نېشنل عوامي پارټي جوړېږي، د قامي سوال او بېن الاقوامي سوال يو تر ټولو منطقي امتزاج ته وده ورکول کېږي. پۀ پینځم پړاو کښې پاکستان ماتېږي، ائين جوړېږي خو پر نېپ بندېز لګېږي، د محکومو او مترقي اولسونو لوی سياسي اتحاد پاشل کېږي. شپږم پړاو پۀ افغانستان کښې انقلاب او د رد انقلاب پۀ منګولو کښې هغه خوار ځواکی ملت لوېږي چې خدائي خدمتګارانو پکښې پۀ ډېرو خواريو او سرښندونو يو تنظيم راپېدا کړی ؤ. پۀ نويمه لسيزه کښې چې پۀ افغانستان کښې رياست نېژدې نسکور شوی ؤ، پر پښتون قامي تحريک د خپل تاريخ تر ټولو سختې ورځې تېرېدې. لۀ نائن الېون وروسته د بون د طرحې لۀ مخې چې پۀ افغانستان کښې کوم نوی پړاو پېل شو، دلته د پښتون قامي تحريک د قابو کولو د پاره پاکستان د زندانونو پر ځای د ځانمرګو طريقه معرفي کړه. د عوامي نېشنل ګوند تنظيمي او نظرياتي مرکزه تر ګوزار لاندې راوړل شوه. ای اين پي يو خوا د ستراتيژيکي ژورتيا د پاليسۍ خلاف ولاړه وه او بله خوا ئې قام ته د شناخت او واک راوړلو پر سياست کار کاوۀ. پښتونخوا ئې پښتونخوا کړه. د مضبوط مرکز برخه ئې ناروا کړه. پښتو ئې پۀ مکتبونو کښې روا کړه خو تاوان هم ډېر زيات شوی ؤ، ګوند داسې ملګري بائيللي وو چې حساب ورباندې کېدۀ. روغې رمټې سيمې بائيلل شوې وې، پوره فاټا لۀ ګوتو وتلې وه. پوره متوسطه طبقه پۀ نوکريو پسې خوځېدلې وه. د پښتنو کورونو ته ټي وي سکرين راغلی ؤ، لۀ ځانه سره ئې خړ ګونګټ او هم ئې کرکټ راوړی ؤ. انټرنيټ او پۀ ځانګړې توګه سوشل مېډيا يو داسې سياسي کلتور ته وده ورکړې وه چې پر اېډ هاک بنيادونو باندې چلېده. لنډه دا چې د ای اين پي د پاره د معاصرې خدائي خدمتګارۍ پۀ غوښتنو د پوهېدو يو سخت دور پېل شوی ؤ. خدائي خدمتګاري پۀ سختو وختونو کښې د سياست نوم دی. سياست د خلقو پۀ منځ کښې کېږي. سياست د پښتون پۀ پوښتنه کېږي. پښتون کۀ هر څومره بدل شوی دی خو نن هم لۀ پوښتنې دی او نن هم د خدائي خدمتګارۍ بنيادي اصول؛
“زمونږ فرض د دنيا نه ظلم ورک کول دي او مظلوم د ظالم نه خلاصول دي؛ کۀ ظالم زمونږ ورور او مسلمان هم وي.”
پرون پېرنګی ظالم ؤ، نن رياستِ پاکستان ظالم دی.
تش د خولې پۀ ورورولۍ او اسلام تېروت
د خپل ورور وینې ئې وڅښکې، افغان پرېوت
سر ټیټي چې ئې پۀ عمر کړې نۀ وه
د اغیار پۀ پښو کښې ستړے ستومان پرېوت
لکه ړوند ئې لاس د بل پۀ اوږو ايښي
پۀ ګړنګ کښې د ذلت او ارمان پرېوت
پۀ پېړو پېړو ئې کړې بادشاهي وه
کاغذونه ټولوي، پۀ ډېران پرېوت
چې جذبه ئې د قامي شعور سړه شوه
ګوري یو خوا کله بل خوا، حېران پرېوت
نامراده نۀ د دین نۀ د سادین شو
د پرون شهسوار نن پۀ مېدان پرېوت
نور قامونه علي والوتل خلا ته
د پرواز وزر ئې مات دے، افغان پرېوت
علي زر خان علي، پجمڼ