زاهد د ژوند د حسن شاعر – م. ر. شفق

حېران یم خلق دښمنۍ څنګه پۀ مینه پالي 

مونږه خو خپلو الفتونو ته وزګار نۀ یو 

زاهد

ج

هغۀ چې کرۍ ورځ محنت مزدوري وکړه، د زرعي تخمونو د اونو بوټو زهرژنو دارګانو لۀ دوکانه پۀ تیارۀ ماښام کور ته ستړے ستړے راغے؛ د ماسخوتن نمونځ او بیا ډوډۍ نه لږ وزګار شو، نو پۀ موبائیل فېسبوک ته مخامخ کښېناست ـــ مور ئې غوښتل چې ریچې ریچې وجود له به لږه دمه ورکړي خو د خوږمنې مور خاموش احتجاج له، ښه وه، د ماشومانو مور د اظهار ژبه ورکړه ــ وې وئیل:

‘یه سړیه! تۀ ټوله ورځ ستړے نۀ شوې؟ کۀ د ماشومانو غم درسره نشته نو پۀ ځان رحم وکړه!!! دا دې لا څۀ پۀ “شر” ځان اخته کړے دے.’

هغه ځان سره موسکے شو، د لاس پۀ اشاره ئې کور ودانه غلې کړه، لکه چې د خاموشۍ پۀ ژبه ورته وائي، ‘مټ کښې به خبرې نۀ کوې، دا اوس د ‘اٰمد’ او ‘نزول’ شېبې دي’ ـــ خو څو لحظې پس د هغۀ د ژوند ملګرې صبر نۀ شوه او بیا ورته پۀ وېنا سر شوه، ‘دا څۀ چل درباندې وشو؟ اے نو دا سر ولې خوځوې؟’

دے بیا موسکے شي، پۀ قلاره لهجه کښې ورته وائي، ‘چپ شه مړې! پۀ ارام کښېنه! تماشه کوه! ستا پۀ سر کښې څۀ دي چې د سر خوځولو پۀ سُر تال به پوهه شې!!! کۀ پۀ دې راز دې سر خلاص شو نو تۀ به هم شاعره شې.’

تاسو ته به دا مکالمه څۀ فرضي غوندې ښکاري خو دومره فرضي هم نۀ ده. د راز خبرې دي نو د هر چا نه زیات پرې ښاغلے سلیم راز پوهېږي ـــ د هغۀ نظر تېز دے نو دغه منظر ته د تنقید پۀ سترګه کتلے شي، ځکه پۀ ‘یقین’ سره وائي:

‘…. د زادهد شاعري د داخلیت پۀ ګرداب کښې د سر ړقولو شاعري نۀ ده بلکې د معروضي حقائقو پۀ رڼا کښې، د خارجي عناصرو نه، د حرارت او حرکت موندلو، د ژوند او قوت نه ډکه، د بېدار ضمیر د غږ پۀ غېږه کښې تخلیق شو، د انساني شرف او عظمت شاعري ده چې د خواري کښو چخڼي شوې ارزوګانې، د هغوي د عزم او زغم د ترانو پۀ ترنګ پئیلې پۀ کښې لکه د زخم پۀ خندا ښکاري ـــ ځکه زړونه او زهنونه متحرک کوي ـــ پۀ کښې د څۀ کولو جذبه او تحریک پېدا کوي.’ ‘روښانه سباوون’، مخ 12

او زاهد پۀ خپله وائي:

ډېر کۀ د کار یو خو ملګرو! هېڅ د کار نۀ یو 

چې پۀ دې خپل لېوني زړۀ هم د اختیار نۀ یو 

ځواني مو بائیله، زړۀ مو بائیلو، پۀ لاس هېڅ رانغلل 

بیا هم د درد د کاروباره پۀ قلار نۀ یو 

د ښاغلي عبدالحمید زاهد )تخت بائ، مردان( د کلام مجموعه ‘روښانه سباوون’ پۀ وړومبي ځل جنوري 2008ز او پۀ دوېم ځل ستمبر 2015ز کښې د ښاغلي سلیم ناشاد د مینې پۀ زور د طباعت پۀ کالیو ښائسته شوې ده. کۀ چرې پۀ دوېم ځل د اشاعت وجه دا وي چې د شاعر کلام د کتاب پۀ شکل کښې پښتو لوستوننکو ته لاس پۀ لاس رسېدلے دے او زیات خوښولے شي نو یقیناً چې د خوشحالۍ خبره ده؛ نور ګنې حالت څۀ دومره زړۀ پورې نۀ ښکاري، ځکه نو دغه تېره راته محقق ادیب او شاعر عبدالکریم بریالي صاحب پۀ غوږ کښې وئیلي وو چې:

‘مونږ لېوني یو چې پښتو کښې کتابونه چاپوو، دلته خو ئې څوک لولي نۀ، اعتراف او تحسین به ئې شاید پۀ بل جهان کښې وي.’

پۀ شعوري یا غېر شعوري توګه، د زاهد د زړۀ نه هم د دړد دغسې یوه څړیکه پورته شوې ده،

د الفت د قبیلې ترجمان نۀ شوم 

خو بس هسې سپینې پاڼې تورول دي 

پۀ ‘روښانه سباوون’ د جلال او جمال شاعر اجمل خټک، پیاوړي نقاد سلیم راز او د ‘پلوشو شاعر’ محمد اقبال اقبال کوټلې، سپېځلې او تنقیدي تبصرې کړې دي. بل خوا ښاغلي زاهد د خپلو تخلیقي فنپارو پۀ بابله یو شعر وئیلے دے:

ما پرې تمام کړو د خپل ذهن او د ګوتو هنر 

د تبرک د پاره لاس پرې د ‘اٰزر’ پاتې دے 

د ‘زاهد’ پۀ فن د برکت لاسونه پراتۀ دي. همعصر شاعر اسردار د طورو یو نظم ‘څهرې’ کښې محمد اقبال اقبال مرحوم ته ‘د غزل د بُت اٰزر’ خطاب ورکړے دے ـــ نو د دغه ‘اٰزر’ لاس هم پرې پروت دے. د دې یادګیرنه مونږ د زاهد پۀ دې شعر کښې ورکولې شو:

چې ستا پۀ شان ښۀ غمګسار وي او خلوص پېژني 

زاهده! چرته دې د داسې کس موندنه کړې 

محمد اقبال اقبال د ‘روښانه سباوون’ شاعر ته د خپل عصر یو ښۀ شاعر وئیلے دے او پۀ دې الفاظو کښې ئې ستائینه کړې ده:

‘هغه شاعري کوي خو د خپل ذات پۀ حواله د ذاتي حصار نه بهر، اولس خپله معاشره، خپل قام او خپل تاریخ او ثقافت د خپلې شاعرۍ عنوانونه ګڼي.’

اجمل خټک د ‘لېوني زاهد’ سرخط لاندې سریزه کښې فرمائي:

‘…. زمونږ د پښتنو پۀ وینه کښې د خپلې خاورې د عشق تاو دے. پۀ زړۀ او ذهن مو د وطن د غم اور بل دے او پۀ شعور او احساس مو د خپل اولس د محرومیت کړاوونو د درد او د ارمان څړیکې دي. وخت زمونږ خاوره، اولسونه او عوام د ژوند د حالاتو پۀ تنور کښې غورځولي د ـــ نو پښتون شاعر باندې دغه لمبې بلېږي ـــ ولې انساني مینه او وینه ئې د لطیف احساس او جانان د عشق خوشبو هم محسوسوي؛ نو د هغې تاثرات ئې هم پۀ شعر و ادب کښې فن او ښکلا شي. روښانه سباوون، مخ 9

اجمل خټک صاحب د ‘روښانه سباوون’ شاعر، د دغه وخت خاورې او اولس پۀ هغو شاعرانو کښې شمارلے دے چې د غېرت وینې، د ژوند احساساتو او د حالاتو تودو ترخو رالړزولے دے.

دغسې محترم سلیم راز هم ‘زاهد’ د خپل عصر او خپل سماج یو ریښتونے شاعر او نمائنده فنکار ګڼي چې ‘پۀ شاعرۍ کښې ئې د خپلې خاورې د رنګ او بوي امتزاج او د اولس د خوبونو ارمانونو احتجاج یو شان پۀ غورځنګ دے او د زاهد د شاعرۍ مزاج او اٰهنګ ګرځېدلے دے.’ روښانه سباوون، مخ 11

د دغو پوهانو د وېناګانو ترمخه بې شکه چې ‘روښانه سباوون’ یوه داسې هېنداره ده چې مونږ پۀ کښې د خوږ وطن دړدناکې سیاسي منظرنامې د خپلو سماجي رویو، پښتو پښتونولۍ، د خپلې خاورې خوشبوئي، د اولسي محرومیو ناکامیو او د ژوند د قدرونو عکسونه لیدلے شو.

د بېدار احساس او ژوندي فکر شاعر پۀ هره جذبه او فني تجربه کښې د ژوند حسن غزونې کوي. د راپېښو حالاتو پۀ زړۀ ورتوب ترجماني کولې شي ـــ نۀ یواځې مسئلې پۀ ګوته کوي بلکې د مسئلو هوارولو د پاره لار هم ښئیلې شي:

د دړدېدو د پاره دړد له زړګے هم پکار دے 

خو د حالاتو د ستم مخ نیوے هم پکار دے 

زمونږ اوږې د جنازو کټونو ستړې کړلې 

اوس غاصبانو له زاهده! مرګے هم پکار دے 

یو بل شعر دے چې:

یا به سم ورک شو یا به خپله پښتونخوا وګټو 

د دې نظام او زمونږ منځ کښې بس یو شر پاتې دے 

ښاغلي عبدالحمید زاهد د ژوند پۀ سخته ازغنه لار سفر جاري ساتلو د پاره کور کلے پرېښے دے. مردان او پېښور ترې پاتې دي. مزدور کار سړے دے، د خپلو بچو د ‘روښانه سباوون’ پۀ ارمان اسلام اباد کښې سنګینې شپې ورځې تېروي او د خپل چاپېرچل تماشه پۀ غړېدلو سترګو کوي:

چې د بې وسه قام پۀ حق لکه د مار چجه شي 

پوهانو هغه ښار له نوم اسلام اباد ایښے دے 

او بیا زاهد صاحب یوه سکوټه فېصله د اولس مخې ته ايښې ده:

بس دے زاهده! د نصیب لاسو ته نۀ شو کتے 

ځان له پۀ خپله راولو چرته د کار موسم 

وشوه، زۀ به ښۀ لوستونکے نۀ یم، خو د ‘روښانه سباوون’ د لوستنې پۀ مهال کښې پۀ ځینو مصرعو او شعرونو زما نظر کیري بیري شي. ځینې ‘تېروتنې’ خو مونږ د ‘کمپوزر’ روح ته د ثواب رسولو د پاره بخښلې هم شو، البته ځینې شعرونو کښې معنوي ‘کږلېچ’ یا څۀ ‘ابهام’ غوندې محسوس شي. لکه یو شعر پۀ مخ 59 پۀ دې ډول دے:

یو یئ غزل غزل کاته او صحرائي حُسن ئې 

بل چې قطمیر له مخه لر کړي مازیګر او دروي 

خیال مې ‘قطمیر’ ټکي سره ونښتو ـــ د ‘اصحاب کهف’ د سپي نوم قطمیر دے ـــ کۀ دا ‘قطمیر’ هغه وي نو د صنعتِ تلمیح یو مثال به ؤ، ولې داسې نۀ ده ـــ ‘قطمیر’ د کجورې نرۍ جلۍ ته هم وائي؛ نو د شعر معنٰي به داسې وکړم ـــ صحرائي حسن چې د مخ نه نرۍ پرده یا جالیدار نقاب اخوا کړي نو د حسن او جمال دې منظر ته به مازیګر هم پۀ تماشه شي )د حوالې د پاره وګورئ یو پخوانے فلم ‘عشقِ لېلا’ یا هندوستانے فلم ‘شیرین فرهاد'(.

خو دا شعر ما د عوامي شاعر استاد عبدالوهاب ‘دستي’ د تعریف پۀ رڼا کښې ‘سري دست’ پاس کړلو. دستي صاحب د ‘اوازِ ملاکنډ’ رسالې یوه مرکه کښې فرمائیلي دي:

‘ښۀ غزل هغه وي چې درانۀ درانۀ ټکي پۀ کښې استعمال شي او پۀ وزن برابر وي.’

یو بل شعر هم راته سترګه وهي ــ پۀ ظاهره اسان او ساده سوده دے، ولې ما ته خپلې ناپوهۍ ګران کړے دے ـــ

‘خېبر’ ئې کړم خو ‘تاتره’ ئې نۀ کړم 

د پښتني تاریخ حصه ئې نۀ کړم 

ما به وې ګنې ‘تاتره’ د ‘خېبر’ د غرونو د لړۍ یوه دنګه څوکه ده او پۀ دې به کاروانونه او لښکرې اوړېدلې، خو ما ته چې د خپل پلرني کلي د تاریخ جغرافیې او رقبې پته نشته نو د خېبر وادۍ، ابادۍ او د غرونو د سلسلې به څۀ ووایم؟ خېبر او تاتره کۀ لۀ یو بله جدا غرونه وي هم، د پښتون قام د لرغوني تاریخ او عظمت یو شان علامتونه دي ــ څۀ فرق پۀ کښې نۀ وینم ـــ او کۀ څۀ فرق وي نو هغه د پښتو یوه ټپه کښې بیان شوے دے:

پۀ ‘تاتره’ راشه جانانه!

د خېبر لارې اپریدو نیولې دینه

عبدالحمید زاهد چې د فکر او فن پۀ لحاظ د حسن شاعر دے، خپل کور کلي، چاپېرچل، ټولنه او وطن څۀ چې ټول ژوند کښې د حسن پۀ لټون دے؛ ځکه د هغۀ پۀ لهجه کښې حسن دے، د هغۀ پۀ فکر او خیال کښې حسن دے، او د هغۀ پۀ لفظیاتو کښې هم حسن دے. لوے فلسفي شاعر غني خان وائي:

“…Beauty is the essence of Civilization and Culture that includes almost all human creative activities like paintings, sculptures, songs and music etc. Without the search for beauty in thought, word and deed we cannot have any kind of civilization.”

Abdul Ghani Khan: A Renaissance Man, Pg. 7-8

یعني حسن او ښکلا د تهذیب او ثقافت روح دے. دې کښې د انسان ټولې تخلیقي سرګرمۍ، مصوري، مجسمه سازي، شاعري او موسیقي وغېره شامل دي. فکر، قول او عمل کښې د حسن نه بغېر د هېڅ قسمه تهذیب تصور نۀ شي کېدلے.

ښاغلے عبدالحمید زاهد د انساني ژوند او ټولنې د پاره د دغسې ښائسته سپېځلو قدرونو پامته دار دے. کۀ یو ملي تهذیب او ثقافت کښې انساني مینه، خواخوږي او رواداري نۀ وي، نو هر څۀ به اړنګ دوړنګ شي. هلته به ارومرو د دهشت، وحشت او بربریت زور غلبه شي ـــ نو داسې ماحول کښې به د ژوند د فکر او حسن شاعر خامخا د احتجاج نعره پورته کوي ـــ

مونږ پۀ دې خاوره باندې تل د ګلو کر کړے دے 

تاسو پرې ولې ورورئ بیا د بمونو باران؟ 

مونږ خو چې کله هم دعا غواړو نو داسې وایو 

خدایه راکښې کړې پۀ نړۍ د رحمتونو باران 

د ‘روښانه سباوون’ بسم الله د یوې ‘دعا’ او دوو نعتونو ځنې شوې ده. حمد او نعت چې څومره محترم دي، دومره د معنې او مضمون، فن او افسون پۀ لحاظ ډېر نازک اصناف ګڼلے شي. دا پۀ سپېځلو روایاتو او حسینو معتقداتو اړه لري. زمونږ د حسن شاعر یواځې دا نۀ چې ښۀ روایت پۀ ځاے ساتلے او رسم پوره کړے دے، بلکې د حسن پۀ دربارونو کښې ئې بیخي پۀ نوي انداز کښې د مینې او عقیدت ځانګړي سوغاتونه وړاندې کړي دي. بیان او لهجه کښې حسن داسې چې د جدت او ندرت انګازې او زمزمې ترې خپرېږي:

یو بهار راولې خدایه! 

چې هر څۀ ښائسته ښائسته شي 

بلبلان پۀ خپلو چغو 

دا ویران چمن تازه کړي 

پۀ رنګینو فضاګانو 

لږ دا خړ غرونه ماړۀ کړي 

دا سپېرۀ سپېرۀ تندي لږ 

د راحت پۀ خوب اودۀ کړي 

شاعر چې د رب ذوالجلال پۀ درانۀ حضور کښې دعا کوي نو د حسن د جلال کېفیت هم پۀ کښې څیره وهي:

یا اواز د داود راکړه 

چې هر شے نغمه نغمه کړم 

یا طاقت د ابراهیم را 

چې بُتان رېزه رېزه کړم 

د حرمېنو پۀ سفر کښې حسنِ اتفاق دا دے چې زاهد سره خپله مور هم تلې وه. مدینه منوره او هلته چې د الله پاک محبوب او نازولي پېغمبر محمد مصطفٰي صلي الله علېه وسلم د روضې سلام ته ځي نو د انساني عاجزۍ او احترام پۀ جذبو کښې د حسن او جمال رنګونه او کېفیتونه راڅرګند شي ـــ

سترګې مې ټیټې دي لۀ شرمه درتلے هم نۀ شمه 

پښتنه مور مې پۀ جرګه کښې درولمه، درځم 

زاهده! خلق پۀ احرام کښې هم ښکلا لټوي 

زۀ مې د مور څادر لۀ ځانه تاوهمه، درځم 

د دوېم نعت بڼه هم روایتي نۀ ده خو د مینې، عقیدت او احترام پۀ لهجه کښې یو حسن دے چې غزونې کوي:

یو خوا جمال بل خوا جلال او منځ کښې زۀ ګنهګار 

ځان ته حېران ؤ لۀ کعبې چې تاوېدۀ ګنهګار 

د ملائیکو قطارونه تماشې له راغلل 

پۀ خپلو اوښکو چې حرم کله وینځۀ ګنهګار 

مننه.

 

دا هم ولولئ

تشدد او عدم تشدد – ليکنه: خضر حيات خان – ژباړه: م.ر شفق

د هندوستان د ازادۍ د پاره دوه قسمه تحريکونه را پورته شوي وو. يو د …