“د صوابۍ تاريخ” (۲۰۰۰م نه ۱۹۴۷ز پورې) او د تاريخ صفائي – م ر شفق

“د صوابۍ تاريخ” د ډاکټر بشريٰ خاتون د پي اېچ ډي مقالې يوه برخه ده. کتابي بڼه کښې، سره د حوالو او لرغوني نخښو نخښانو پۀ دوه سوه اووۀ پنځوس مخونو مشتمل ده. د ډاکټر بشريٰ خاتون دا ځانګړې علمي ادبي او تحقيقي زيار او کار پۀ هر ډول د ستائنې، مننې او مبارکۍ جوګه دے. کومو محترمو پوهانو چې پۀ دې کتاب سريزې ليکلې دي ، تنقيدي جاج ئې اخستے دے او علمي بحث پرې ئې کړے دے، مناسب دے چې هم د هغوي د الفاظو نه استفاده وکړم.

د کتاب شاپاڼه د ګورنمنټ سپرئيرسائنس کالج پېښور پښتو څانګې چيئرمېن پروفېسر فضل نصيراسير ليکلې ده. اعتراف کوي چې د ډاکټر بشريٰ خاتون “د صوابۍ تاريخ” د تخليق له رويه، د نامتو پوهانو د نګرانۍ نه پس د پېښور پوهنتون يوه سند يافته مقاله ده.

پۀ دولس مخونو خور “تقريظ” مشهورافسانه نګار، اديب او نقاد سيد طاهر بخاري ليکلے دے او دا خبره ئې منلې ده چې “سيالې يوسفزۍ سکالرې پۀ ډېر محنت او کړاو سره يو مستند تاريخي او تحقيقي کتاب ليکلے دے… قابل قدر خبره دا ده چې ژبه ئې صفا ده. ټول تحرير ئې پۀ “ټېټ” يوسفزۍ لهجه او محاوره مشتمل دے” .

د پښتو اکادمۍ پېښور پوهنتون پخوانے ډائرېکټره پروفېسر ډاکټر سلمٰي شاهين د چا پۀ نګرانۍ کښې چې ډاکټر بشريٰ خاتون دا تحقيقي کار سرته رسولے دے. د محترمې خاتون مناسب پېژندګلو کړې ده او د دې د زيار او کار ستائنه ئې کړې ده. ليکي چې:

“دا کتاب به راتلونکو وختونو کښې د Reference پۀ توګه استعمالېږي او ډېر محقيقين به ځان ته متوجه کړي”.

پروفېسر ډاکټر نسيم خان د لرغون پوهنې څانګې پېښور پوهنتون ډائرېکټر دے، دا تاثر ورکړے دے چې د صوابۍ تاريخ ډېر خور وور او پاڼې پاڼې پروت ؤ. بشريٰ خاتون پۀ ډېر محنت او زيرک نظر، دغه خوارۀ وارۀ پخواني او وروستني مواد مورنۍ ژبه کښې راغونډ کړل او د خپلې جائزې سره ئې لوستونکيو ته وړاندې کړل. او دا کار د پوهانو د پاره يوه اهمه کارنامه ده. پي اېچ ډي سکالر، پښتو اکادمۍ پېښور پوهنتون، محترم فېصل فاران د لرغون پوهنې او ژبپوهنې پۀ حواله يوه زړۀ پورې سريزه ليکلې ده چې د ادب طالب علمان ترې زياته ښېګړه پورته کولې شي. ښاغلے فېصل فاران ليکي:

“دې کتاب کښې ….. ډېرې ناوياته خبرې او مباحث دي چې د هغې نه تراوسه پورې مونږ روشناس نۀ يو خو اغلې ډاکټر پۀ کړاو او زړۀ چاودن رابرڅېره کړي دي”

فېصل فاران صاحب د کتاب د روان دوان ښائسته اسلوب ستائنه کړې ده او وائي: “د دې اسلوب شا ته د ليکونکي شخصيت د څۀ ابهام يا پېچيدګۍ سره وړاندې نۀ دے ځکه د دې څېړنې د کتاب تړون نېغ پۀ نېغه د ادب سره هم جوړېږي ځکه چې ښکلے نثر خپله د اسلوب لۀ رويه فنپاره شي”.

“خپلې خبرې” کښې ډاکټر بشريٰ خاتون د دې ګران کار پۀ سرته رسولو کښې د يو شمېر ليکونکيو او خپلو وروڼو محمد طاهرصاحب او فضل ربي صاحب د مرستې او کومک شکريه ادا کړې ده. او سپيناوے ئې کړے دے چې د مقالې اولنۍ د تاريخ برخه “ د صوابۍ تاريخ” خاتون پۀ خپله چاپ کړه او د ثقافت او فولکور برخه “ صوابۍ د ثقافت هنداره” به کلچر محکمه چاپ کوي (ماشاء الله)

د ښاغلي فېصل فاران د فکر ترمخه د لوستونکي پام يوې تاريخي پېښې ته را ګرځي.

ډاکټر بشريٰ خاتون پۀ ص ١٧١ ليکي:

“ پۀ ٦ فروري ١٨٢٩ز کښې يوه لويه غونډه وشوه چې د ټولې علاقې عالمان، خانان او عوام پۀ کښې را جمع شول، د زېدې اشرف خان د هنډ ښادي خان او د پنج تار فتح خان، سره د خپلو خلقو پۀ دې غونډه کښې شرکت وکړو. علماؤ د شريعت اسلاميه د نفاذ فېصله هم واوروله. ډاکټر خاتون وائي چې “اشرف خان خادي خان (ښادي خان) او فتح خان پۀ دې فېصله خوشحاله نۀ وو. د مجبورۍ نه ئې ورته غاړه کېښوده. او دا چې د سيد احمد شهيد کوم شرعي اصول نافذ کړي وو هغه د پښتني رواياتو خلاف وو”.

ځکه نو سيد احمد برېلوي او مولوي شاه محمد اسماعيل د علماؤ بله اجتماع وکړه. علماؤ فتوي ٰ ورکړه چې” د باغيانو سزا قتل ده” د خادي خان نه نور برداشت ونۀ شو او اخر ئې سيد صاحب ته ووئيل چې “ مونږ پښتانۀ خلق د رياست پۀ کاروبار پوهېږو او دا مشوره مليانو کړې ده. مليان زمونږ اسقاط او خېرات خوري، دوي د رياست پۀ کاروبار څه پوهېږي؟ سيد صاحب پۀ دې غصه شو…….(ص ١٧٣)

سيد طاهر بخاري صاحب خپل “تقريظ” کښې د ډاکټر بشريٰ خاتون دغه عبارتونه ټکي پۀ ټکي رانقل کړي دي او د هغۀ (ښادي) خادي خان مرسته ئې پۀ دې الفاظو کړې ده.

“کۀ انصاف وکړو او رښتيا وئيل برداشت کړو نو د خادي خان خبره سل فېصده صحيح ده (ص ١٠”)

طاهر بخاري صاحب ليکي:

“خادي خان سره دښمني کول بالکل غېر مناسب وو”.

مطلب دا چې د اسلامي شريعت نه خو څوک انکار نۀ کوي کۀ پۀ ځينو معاملو کښې خادي خان د سيد صاحب ملګرتيا نۀ کوله نو پۀ دې هغه کافر خو نۀ شو کېدے. سره د دې :

“پۀ ٨ اګست ١٨٢٩ز جناب سيد صاحب د هنډ په قلا يا خادي خان حمله وکړه، خادي پکښې قتل شو او د هغۀ د کور زنانه او ماشومان سيد صاحب ځان سره د قېديانو پۀ شکل کښې بوتلل. دا هم د پښتون روايت او ثقافت برخلاف وو… (ص ١١_ ١٢”)

محترمه ډاکټر بشريٰ خاتون او محترم سيد طاهر بخاري پۀ خپله دانست کښې د هنډ خان صفائي وکړه خو د تاريخ صفائي به څوک کوي؟ “ د سيد صاحب پاليسيو سره اختلاف؟ نو دې ته کفر نۀ شي وئيلے… د محترم سيد طاهربخاري دا خبره سمه ده خو د هنډ پۀ قلا د حملې او د ښادي خان د قتل وجه بل څۀ ده دا د سياسي اختلاف يا د کفر او اسلام خبره نۀ ده. خو د تاريخ پاڼې پۀ غور لوستل هم غواړي.

د مردان صوابۍ د ټولو پښتنو، سيد احمد بريلوي او شاه اسماعيل سره همدردي وه. عملي مرسته ئې کوله، دغوکښې يواځې د زېدې اشرف خان ،د هنډ ښادي خان او د پنجتارفتح خان نۀ ؤ. د پښتونخوا دوه روحاني پېشوا او عالمان د کوټهې حضرت صاحب، مولانا سيد محمد اميرعلېه الرحمة (١٣١٠هـ.. ١٢٩٤هـ) او د سوات صاحب حضرت شېخ اخوند عبدالغفور(١٢١٢هـ… ١٢٩٥هـ) او د دواړو صاحبانو پۀ زرګونو مريدان او عقيدتمندان هم شامل وو. سيد احمد صاحب چې کله طورو ته تشريف را وړے ؤ نو بهادرخان ورسره پۀ ډاګه ډګلۍ مرسته کړې وه او بيا وروستو د سکهانو پۀ حمله کښې وژلے شوے ؤ. د دې خان شهيد نه علاوه د طورو د روحاني پېشوا، ميا محمد حسن علېه الرحمة يو زلمے زوے سکهانو سره د نوښار پۀ جنګ کښې شهيد شوے ؤ.

سيد صاحب ته د هنډ خان دا پېغور چې:

“مليان زمونږ اسقاط او خېرات خوري” کۀ سپک نظري نۀ ده نو کم فهمي ضروري ده. سيد احمد شهيد (١٢٠١هـ ٢٩ نومبر ١٧٨٦ز) (١٣٤٦هـ ٦ مۍ ١٨٣١ز) د امام الهند حضرت شاه ولي الله پۀ علمي کورنۍ کښې د حضرت شاه عبدالعزيز او مولانا عبدالقادر نه ديني علم او تربيت حاصل کړے ؤ. او د تصوف پۀ سلسلو کښې ئې ترې د خلافت خرقه حاصله کړې وه او د ټونک رياست والي نواب اميرخان پۀ فوځ کښې ئې اووۀ کاله فوځي زده کړه حاصله کړې وه. لوے عالم، فقيه او محدث ؤ. شاه اسماعيل شهيد پۀ خپله د شاه ولي الله صاحب نمسے او د دغه کورنۍ د علم مشال ؤ خو بدقسمتي ده چې د هنډ، مرورخان دوي پخلا نۀ کړے شو او د ښادي خان زړۀ ورته صفا نۀ شو. حالانکې د سيد احمد صاحب واحد مقصد د اسلامي شريعت نافذ کول، دحضرت شاه ولي صاحب او د “حکومت الٰهيه “ تصور عملي کول او معاشره کښې د غلطو رسمونو او رواجونو ختمول وو، د اقتدار هوس نۀ ؤ.

محقق اديب او عالم عبدالحليم اثرافغاني خپل تاليف “روحاني تړون” کښې يوه تاريخي واقعه بيان کړې ده . کومو ورځو کښې چې سيد احمد شهيد د مجاهدينو مرکزي مقام هنډ مقرر کړے ؤ نو يوه ورځ سيد احمد بريلوي ، حضرت شاه اسماعيل، سيد محمد امير د کوټهې ا و حضرت اخوند شېخ عبدالغفورد سوات پۀ يوه بنده کوټه کښې دا صلاح مشوره وکړه چې د اټک پۀ قلا به يوه لويه حمله کوو. د کوټهې سيد محمد امير د اټک او خضرو مريدان سره د سازو سامان تيار کړي وو. دا پټ راز د سوات اخوند عبدالغفور خپل عقيدتمندو ښادي خان د هنډ ته ښکاره کړو چې ځان د اټک پۀ قلا حملې کولو ته تيار کړه. دے خو د مجاهدينو پۀ اقتدار خفه ؤ نو اخوند صاحب د سوات ئې پۀ ځان پوهه نۀ کړو. د خپل يو نوکر پۀ خولۀ ئې د اټک قلا کښې د سکهانو لوے افسر “ونتهورا” ته دا خبر ورسولو. د ذاتي ا عتبار د پاره ئې پۀ خپله حضرو کښې “ونتهورا” سره ملاقات هم وکړو. نتيجه دا شوه چې “ونتهورا” د هرڅۀ نه اول د حضرت سيد امير نه کوټهې د مريدانو او تعلقدارانو تالاشئ وکړې . ټول ساز و سامان ئې را اوويستو او د کومو ذکر چې ورته ښادي خان کړے ؤ هغه ټول کسان ګرفتار کړے شو. بيا ئې ورته پۀ لويو لويو کړهيو کښې تېل سرۀ کړل د مجاهدينو دغه همدردان او د کوټهې د سيد امير دغه ټول مجاهد مريدان ئې پکښې وسېزل. حمله پۀ ځاے پاتې شوه. سکهان د هنډ پۀ ګودر د پورې وتو پۀ تکل کښې وو. سيد احمد شهيد د هنډ نه د مجاهدينو مرکز پورته کړو او پنجتار ته لاړو. د کوټهې حضرت ورسره ؤ پۀ دې پېښه د سوات حضرت اخوند عبدالغفور د ښادي خان پۀ غدارۍ دومره زهير شو چې د هلته نه ئې تشريف يوړلو او نمل کښې دېره شو.

“روحاني تړون” پۀ ص ٩٢٣ ليکي:

“د سکهانو فوځ پۀ اباسين را پورې وتلو، ونتهورا ئې مخکښې ؤ. ښادي خان ورسره ؤ، پۀ پنجتارئې حمله وکړه ليکن ناکاميابه شوه. پۀ اباسين واپس پورې وتلو.”

عبدالحليم اثر افغاني ورپسې ليکلي دي:

“وروستو ښادي خان هم د دغه جرم پۀ پاداش کښې د مجاهدينو د لاس نه وژلے شوے ؤ. پۀ تاريخي اعتبار سره دا د ١٢٤٥ه واقعه ده”

“د سياست پۀ کاروبار پوهېدونکي او د حکومت د انتظامي معاملو دعوېدار چلوونکي دې پۀ خپله انصاف وکړي چې د اسلام د مجاهدينو خلاف سکهانو ته مخبري کول کوم غېرت او کومه پښتو وه.؟ او پۀ خپله دې فېصله وکړي چې د “غدارۍ” سزا څۀ کېدلے شي!!؟ د پښتونخوا پۀ خاوره د سکهانو بادشاهي وه او سيد احمد بريلوي خو د سکهانو خلاف جنګ کولو.

د پښتون قوم لوے خدمتګار، محسن او مصلح عبدالغفارخان (باچاخان) “زما ژوند او جدوجهد” کښې ددې حالاتو صفا تجزيه کړې ده او د تاريخ صفائي ئې داسې کړې ده:

“د هندوستان د هغه سر نه سيد احمد بريلوي او اسماعيل شهيد پۀ دوي يعنې پۀ پښتنو باندې ننګ او غېرت کوي او د سکهانو د مقابلې د پاره د پښتنو خاورې ته راځي، د هغه وخت د حکومت افغانستان له طرفه د دۀ سره مرسته ونۀ شوه. بلکې يار محمد خان له خوا ورسره جګړه وشوه. لکه څنګه چې د پښتو د دې زړې چاربېتې نه څرګندېږي.

روان شو يار محمد سيد وباسي د پنجتاره

سيد له برے ورکړې الٰهي پروردګاره

“د دې علاقو د پښتنو همدردي د سيد صاحب سره وه. دۀ غوښتل چې ملک کښې شريعت نافذ کړي او د شرعي قانون سره سم د خور او لور ولور بند کړي او پۀ ميراث کښې ښځو لۀ هم شرعي برخه ورکړي. او ځينې غلط رسم او رواج اصلاح کړي. پۀ خانانو او ملايانو د دي بد اثر وشو . شور زوږ ئې جوړ کړو چې يو سکهـ لاړو او بل سکهـ راغے. د پښتنو او مسلمانانو پۀ دې همدردانو ئې د “وهابي” فتويٰ ولګوله. پۀ پښتنو کښې قومي او سياسي شعور نۀ ؤ نو د برېلوي صاحب او د دۀ د ډلې پۀ ضد را پورته شول څۀ ئې ووژل او څۀ ئې پۀ اباسين هزارې ته پورې ويستل. د هزارې ځينې مسلمانانو پۀ ځاے د دې چې د بريلوي صاحب مرسته وکړي ، سکهانوته ئې مخبري وکړه. “

باچاخان خپله ژوند ليکنه کښې د تهکال ارباب بهرام خان څوک چې سيد احمدشهيد سره بالاکوټ کښې شهيد شوے ؤ. واقعه بيان کړې ده چې ګوجرانواله کښې ورته دوو پښتنو مېرمنو د کوهي پۀ غاړه فرياد وکړو چې سکهانو پۀ زور راوستي يو او دوه دوه بچي مو هم پېدا شوي دي. ارباب بهرام خان چې برېلي کښې خپل مرشد سيد صاحب ته د ګوجرانواله واقعه بيان کړه نو هغه د جمعې پۀ ورځ منبر ته وختو او د جهاد اعلان ئې وکړو.

باچاخان ليکي:

“د افسوس خبره ده چې سيد صاحب د پښتنو پۀ ښځو ننګ وکړو او بې ننګه پښتنو دوي سره ننګ ونۀ کړو. چې سيد صاحب سکهان د پښتنو د خاورې نه ويستل نو د افغانستان حکومت، سيد صاحب ته ووئيل چې اوس دا ملک مونږ ته پرېږده.”

د هنډ ښادي خان ته دې الله خپل تقصيرات معاف کړي . د تاريخ پۀ هر دور کښې د پښتنو ځينو بادارانو “ د رياست او سياست پۀ کاروبار” پوهيدونکو خانانو خپل قوم له تاوان ورکړے دے او د اغيارو شان ئې وچت کړے دے.

د بې ننګه پښتنو لۀ غمه ما

لوئي پرېښوه ونيوله کمه ما

چې د ننګ ګوهرمې مات شو دواړه سترګې

پۀ ژړا نۀ کړې يو دم بې نمه ما

(خوشحال خان)

دا هم ولولئ

تشدد او عدم تشدد – ليکنه: خضر حيات خان – ژباړه: م.ر شفق

د هندوستان د ازادۍ د پاره دوه قسمه تحريکونه را پورته شوي وو. يو د …

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *