ښاغلي خان عبدالولي خان سره درې ملاقاتونه – م . ر . شفق

ښاغلے عبدالولي خان ــــ د عالمي شهرت يو دروند خوږ شخصيت ؤ. هغۀ سره زما د ملاقات سوال نۀ پېدا کېدۀ خو کله کله داسې کار وشي چې د بنده پۀ خوا خاطر کښې هم نۀ راځي. ژوند کښې مې ورسره درې ځله اتفاقاً ليدۀ کاتۀ شوي دي.

ما ته ياد شي. د اطلاعاتو صوبائي محکمه (پېښور) کښې نوے نوے ملازم شوے وم. د 1971ز جنګ پۀ نتيجه کښې ملک دوه ټوټې شوے ؤ او باقي پاتې پاکستان (مغربي پاکستان) کښې د پاکستان پيپلز پارټۍ د چئيرمېن ذوالفقار علي بهټو عبوري حکومت ؤ. د اطلاعاتو وفاقي وزير مولانا کوثر نيازي ؤ. دا هم راته ياد شي چې مولانا کوثر نيازي د پېښور رېډيو سټېشن پۀ دوره راغلے ؤ او د رېډيو افسرانو ته ئې دړکه ورکوله چې د پيپلز پارټۍ پۀ منشور به عمل درامد يقيني کوئ. پروډيوسر ميا افسر شاه کاکاخېل ورته نېغ پۀ نېغه جواب ورکړے ؤ چې رېډيو د حکومت محکمه ده او مونږ د حکومت پۀ پالېسۍ د عمل کولو ذمه وار يو. د چا سياسي ګوند پابند نۀ يو. مولانا کوثر نيازي پرې سترګې سرې کړې نو ميا افسر شاه ورته هم سترګې برندې کړلې او بيا ئې د احتجاج پۀ توګه استعفيٰ ورکړه. ميا صاحب سره اسسټنټ سټېشن ډائرېکټر ښاغلے اشرف مفتون او پروډيوسر نثار مغموم هم د پښتو پۀ ننګ غېرت استعفاګانې ورکړلې. دغه ورځې وې چې زما والد صاحب (مولانا عنايت الله) پېښور ته پېښه وکړه. خواهش ئې ښکاره کړو چې اجمل خټک سره ملاقات وشي. خټک صاحب د نېشنل عوامي پارټۍ جنرل سېکتر ؤ. جناح پارک ته مخامخ د ورځپاڼه “شهباز” دفتر ته ورغلو. اجمل خټک صاحب سره يو دروند خوږ مېلمه ناست ؤ. د رنګه تور ؤ خو پۀ کړۀ وړۀ ښکلے ؤ. خټک صاحب ددۀ پېژندګلو وکړه. مېلمه قسور ګردېزي ؤ. د نېپ لوے عهدېدار او د عبدالولي خان د راتګ پۀ انتظار ؤ. خټک صاحب ورته ووې چې دا مولانا د باچا خان د قافلې اول دسته کښې دے. ګردېزي صاحب خوشحاله شو، وئېل ئې “د داسې بزرګ خدائي خدمتګار پۀ ليدو د سړي ايمان تازه شي. دا زمونږ قومي اثاثه ده” او اجمل خټک بيا بيا داجي ته دا شعر وئېلو.

من و مجنوں ہم سبق بو دیم درِ دیوان عِشق

اُو بہ صحرا رفت ومن در کوچۂ رسوا شدم

دې مهال کښې ښاغلے عبدالولي خان (د نېشنل عوامي پارټۍ صدر) هم راورسېدو. دنګ لوړ، سور سپين، پۀ سترګو ئې تورې چشمې لګولې وې او قراقلي ټوپۍ ئې پۀ سر وه. يو ډېر ښائسته مثالي ځوان ؤ. دا زما پۀ ژوند کښې وړومبے ځل ؤ چې ولي خان مې د نزدې نه وليدو. دوي يو تربله د خېر خېريت اښتنې پوښتنې کولې چې د ورځپاڼې “شهباز” د چلوونکي يو غړے ولي محمد طوفان راغے او پۀ ولاړه ولاړه ئې د ولي خان نه اجازت وغوښتو چې دې هلکانو د رېډيوملازمت نه احتجاجاً استفعفٰي ورکړې ده. پکار دي چې يوه ذېلي اداريه پرې وليکو. ولي خان ورته ووې چې ستاسو خوښه ده نو وليکئ. طوفان صاحب چې لاړ نو ولي خان صاحب زما والد صاحب ته مخ راوګرځولو، وئېل ئې،

“مولانا صاحب! زۀ شخصي طور د دغو زلمو استعفٰي ورکولو سره اتفاق نۀ لرم. سياست خو مونږ کوو کنه او پۀ ډاګه مېدان ئې کوو. زمونږ د سياست مقصد دا دے چې د قام زلمي پۀ روزګار شي او پۀ مختلفو ادارو کښې د خپلو تعليمي او تخليقي صلاحيتونو اظهار وکړي او د قام او ملک پۀ ښېګړه راشي. حکومتونه به بدلېږي، کېدے شي سبا له زمونږ حکومت راشي نو دا زلمي به زمونږ پۀ ښه راځي.”

وئېل ئې، “عبدالمجيد خانه! تاسو بهر ولې کښېناستئ، دننه راځئ کنه…” مجيد خان ورته ووې “زمونږ مقصد خو ستاسو يو نظر ليدۀ وو، ستاسو ګاډے بهر ولاړ دے لکه چې چرته روان يئ نو ځکه بهر کښېناستو چې تلو تلو کښې به ملاقات وشي.” ولي خان وخاندل، وې “دا خو زۀ د سحره داسې روان يم، دې منځ کښې مېلمانۀ راشي نو ايسار شم. يوه لاسنيوه ده، خېر وروستو به لاړ شم، نن ئې درېمه ورځ ده.”

بيا چې دننه ورغلو نو چوپال کښې ناست احمد کاکا او نور مشران هم راسره وو. برنډه کښې کښېناستو سره ولي خان د چايو ست وکړ خو مجيد خان ورته معذرت وکړو، “بس جي! ستا خېريت مو معلومولو، شکر دے چې ستاسو سر ته خېر شو.”

عبدالحميد اېډوکېټ ورته ووې “دې حالاتو کښې زيات احتياط ضروري دے، ځان سره خپل محافظ هم ساتئ نو ښۀ به وي. ولي خان موسکے شو، وئېل ئې کومه ګولۍ چې زما د پاره مقرر وي، هغه کۀ زۀ کور ناست يم هم به ما له راځي. د ورځپاڼې چيف بيورو راته هم ستا غوندې وئېل ډېر اختياط کوئ، خداے مۀ کړه کۀ تاسو مړۀ يا ژوبل شوي وئ نو دا به يوه عام حادثه ګڼلې شوه. د سرکار واردات خو تاسو ته معلوم دي کنه؟” ولي خان ووئېل، ما ورته ووې چې سياست کوو نو دې هر څۀ ته مو سينه لويه نيولې ده، بنګړي نۀ شو پۀ لاس کولے.” دغه وخت زۀ ولي خان ته بالکل مخامخ پۀ کرسۍ ناست وم. د موقعې نه مې فائده پورته کړه، پوښتنه مې وکړه.”جي! ستاسو کتاب (ريښتيا ريښتيا دي) لا چاپ شوے نۀ دے او خلق مو اوترول؟”

د ولي خان نه مخکښې مجيد خان ووې “جې! زمونږ دا ملګرے ليک لوست سره تعلق ساتي، ځکه ئې تپوس وکړو”. بيا ولي خان ډېر پۀ تفصيل سره او شګفته انداز کښې زما د پوښتنو جوابونه راکول.

زۀ اوس خيال کوم چې د ولي خان ليکلے کتاب “ريښتا ريښتيا دي” پۀ اصل کښې د “باچا خان او خدائي خدمتګاري” مقدمه يا سريزه ده. دا کتاب د قومونو او قبائېلو وزارت (افغانستان) کابل 1987 کښې چاپ کړے دے. ترتيب او د املاء او انشاء اهتمام ورله ښاغلي جمعه خان صوفي پۀ 11 جنوري 1987 کړے دے او سريزه (يو څو خبرې) پرې اجمل خټک ليکلي دي.

د دې کتاب د پاره چې ښاغلي خان عبدالولي خان پۀ خپل زيار او کړاو د “انډيا اٰفس لائبرېري” لندن نه کوم تاريخي دستاويزات راوړي وو، وئېل ئې “دا ماسره پراتۀ دي، څوک چې شوق لري، ما سره تلے شي او دا کتلے شي يا دې پۀ خپله لندن ته لاړ شي، “انډيا اٰفس لائبرېري” کښې پرانستي پراتۀ دي. ولي خان صاحب ووې چې ما پۀ خپل کتاب کښې “د پېرنګي وظيفه خورو” ټول نومونه نۀ دي ليکلي ځکه چې اوس به د هغوي زامن، نمسي او کړوسي هم را لوے شوي وي. هغوي ته به پرې ځان ملامته ښکاري” دا بحث چې پايې ته ورسېد نو احمد کاک ورله پام راوګرځولو. “ولي! دا زلمے دې وپېژندو؟ دا د طورو د مولانا صاحب کشر زوے دے” پۀ دې خبره عبدالولي خان د خندا نه پۀ شا لاړ او ما ته ئې ووې،

ولي خان “بچے! تا خو ماسره ګوته وکړه.”

زۀ: “هغۀ څنګه؟”

ولي خان: “تۀ چې د مولانا صاحب زوے ئې نو دا دومره تپوسونه دې زما نه ولې وکړل؟ دا ټول معلومات خو هغوي ته د مخکښې نه معلوم دي.”

زۀ: “تاسو صحيح وايئ، خو تاسو چې کوم معلومات راوړي دي، تصديق ئې پېرنګيانو پۀ خپله کړے دے.”

ښاغلي عبدالولي خان سره درېم ملاقات اېم اېن اے هاسټل اسلام اباد کښې شوے ؤ. ماسخوتن مې 255 ــ اے (ستاره مارکيټ) کښې پۀ رېډيو خبرونه اورېدل چې وزيراعظمه محترمه بېنظير بهټو د چين د دورې نه واپس راورسېده نو دلته ئې درېو سياسي مشرانو خان عبدالولي خان، نواب زاده نصرالله خان او ملک قاسم سره خاص ملاقات وکړو. دې کښې د کوڅې ور وډبېدو. د ادبي سوسائټۍ چئيرمېن عبدالغني خان خټک، مظارف شاه اپريدے او رسول خان خټک راننوتل. دوي اېم اېن اے هاسټل نه عبدالولي خان سره ملاقات له روان وو. زۀ ئې هم ځان سره ملګرے کړم. پۀ لاره لاره مې فکر کوۀ چې د بحث ايجنډا به څۀ وي؟ صرف د خپلو موشادو ورښکاره کولو نه خو څۀ نۀ جوړېږي. هاسټل ته چې ورسېدو، ګنټي مو وغږوله نو يو ساده باده کلي وال څادر ئې لۀ ځانه تاؤ کړے رابهر شو. غني خټک صاحب وپېژندو. دا د سېنټ غړے بشير خان مټه ؤ. ووې “اوس چې دومره راغلي يئ نو يو پینځه شپږ منټه ورسره کښېنئ او بيا ترې پۀ خپله اجازت وغواړئ.” مونږ چې ورننوتو نو ښاغلے ولي خان صاحب مېز ته ناست ؤ. پۀ خندا کښې ئې راته ووې، “مېلمنو! هر کله راشئ! مونږ خو دلته پۀ سوراړا کښې دېره يو، د دوه تنانو خوړې بندوبست پۀ کښې وي، نور خېر صلاح.” مونږ ورته ووې، تسلي لرئ مونږ ډوډۍ خوړلې ده. ولي خان زر ووې “دا پۀ مېز مېوې دانې پرتې دي، مالټې کېنوان، د دې نه واخلئ، دا ورسره اوچه مېوه ده او دا چارسدواله ګوړه لکه زما به ستاسو هم خوښه شي، خوړې پسې چې يوه چکۍ ګوړه نۀ وي، خوند نۀ کوي.”

پۀ دې طريقه خوندور مجلس تود شۀ. اووۀ منټه پس چې مونږ د پاڅېدو اجازت وغوښتو نو ولي خان پۀ خندا کښې ووې “خبرو خو ايله اوس چک واچوۀ…. زۀ ورسره تازه شوم. اوس چې راغلي يئ نو څۀ ساعت نور هم کښېنئ او څوک چې تلي دي هغۀ واپس نۀ دي راغلي.”

پۀ دې موقع مونږ ولي خان سره ښۀ زياتې خبرې کړې وې. پۀ دې حقله ما يو مضمون “دوه ملاقاتونه” ليکلے هم دے. زه ئې بيا د خپلې حافظې پۀ مدد ليکل غواړم. مونږ د خپل پرېس پۀ حواله خبره کړې وه. وئېل ئې “باچا خان خپل اخبار “پښتون” او يو مرکز جوړولو ارمان ګور ته يوړو کوم چې د کار او زياتې تجربې ملګري وو، هغوي اوس ستړي او مات ګوډ دي او کوم چې نوي زلمي دي، دوي سره جذبه شته خو تجربه نۀ لري.”

د پښتو ادبي سوسائټي اسلام اباد پۀ حقله ورته ما لنډ غوندې بيان تېر کړو چې د دې ټول غړي څوک پۀ يوه محکمه کښې او څوک پۀ بله سرکاري اداره کښې ملازمت کوي، نو ولي خان د ډېرې خوشحالۍ اظهار وکړو چې زۀ پۀ اخبار کښې د “ادبي سوسائټۍ” د ادبي سرګرمیو خبرونه لولم. غني خټک صاحب ورته ووې مونږ خپلو ادبي غونډو او کنفرانسونو له اجمل خټک صاحب، افضل خان لالا دوي راغوښتي وي، غواړو چې تاسو هم راشئ؛ نو ولي خان پۀ خندا خندا کښې خبره واړوله، وئېل ئې تاسو چې د پښتو ژبې، ادب او ثقافت پۀ نوم هلې ځلې کوئ نو دا ستاسو ائيني جمهوري حق دے، پۀ دغه دائره کښې بند پۀ اخلاص خپله وظيفه ترسره کولې شئ. څوک درته پاس هم نۀ شي کتلے، پاتې شوه زما د درتګ خبره، نو کۀ ستاسو ګپ ته زړۀ کېږي زاهد خان ته به ووايو د چايو بندوبست به هم هغه وکړي. د هغۀ ځاے کښې به ځان له راغونډ شو نو ښۀ پۀ پرانستو تڼو به خبرې وکړو. ستاسو ادبي دستورې له کۀ درځم نو مونږ خو د ازغو ډک يو، هر وخت د حکومت پۀ مخالفه ډله کښې يو، زۀ به تقرير وکړم بيا به لاړ شم او تاسو به برناحقه بيا کړېږئ، نو غوره دا ده چې خپل صلاحيتونه او وختونه خپلې ژبې او ادب ته وقف کړئ، د تحريک د پاره ژبه بنيادي توکے دے.”

دې ملاقات کښې ترې مونږ د خبرونو پۀ حواله، بېنظير بهټو سره د ملاقات پوښتنه وکړه. محترمه پۀ وړومبي ځل وزيراعظمه شوې وه. وئېل ئې بېنظير مونږ ته ووې تاسو له مې تکليف پۀ دې وجه درکړو چې زما لارښودنه وکړئ، ټيليفون وشي، هدايت نامه راته بيان کړې شي، داسې به وکړې هغسې به وکړې، خو زۀ چې تپوس وکړم تاسو څوک خبرې کوئ نو سلسله کټ شي. عبدالولي خان ورته ووې “ستا نه مخکښې دلته يو وزيراعظم ؤ (جونېجو ما به تقريرونو کښې وئېل دا د شګو بوجۍ ده، ضياء صاحب د خپل حفاظت د پاره مخې ته اېښې ده، خو دلته اسلام اباد کښې راته معلومه شوه چې جونېجو د شګو بوجۍ نۀ وه لکه د اوسپنې کلک سړے ؤ، هغۀ ته به چې دغسې هدايت نامه ورکولې شوه نو پۀ جواب کښې به ئې ورته د وزيراعظم بهټو صاحب د وخت نقشه ورمخ کړه چې د وزيراعظم پروټوکول او دا اختيارات وي، اوس تۀ فکر وکړه، تۀ يوه منتخب وزيراعظمه ئې، ستا يوه لويه سياسي پارټي ده، پۀ تېره تېره د ذوالفقار علي بهټو لور هم ئې، نو وېرېږې څۀ له؟ يواځې شونډې مۀ سرې کوه، لږې دا سترګې دې هم راسرې کړه” او بيا ترې مونږ تازه او خوشحاله خوشګوار ماحول کښې رخصت شو.

دا هم ولولئ

تشدد او عدم تشدد – ليکنه: خضر حيات خان – ژباړه: م.ر شفق

د هندوستان د ازادۍ د پاره دوه قسمه تحريکونه را پورته شوي وو. يو د …