د اسلام اصلاح المعاشره او انجمن اصلاح الافاغنه – مولانا خانزېب

انساني ټولنه پۀ تاريخ کښې د مختلفو ارتقائي پړاوونو نه راتېره شوې او د پرمختګ ډګر ته رسېدلې، د يوې ټولنې دننه پرمختګ او بدلون بالکل يو فطري عمل وي چې دغه د يو حال نه پۀ بل حال اوړېدل کوم اتفاقيات نۀ وي بلکې د دې شاته يو څۀ اسباب او علتونه وي . تقدير او تدبير د خداے خوښه ده خو پۀ تقدير ايمان او پۀ تدبير کولو انسان مکلف دے، تدبير د تقدير پۀ عقيده پرېښودل د تقدير نه انکار دے، تقدیر د خداے پرېکړه ده او تدبير د انسان . انسان چرې هم خداے اوچ کاڼے نا بلکې مختار او صاحب اراده ګرځولے، هم دغه تدبير د قران پۀ اصطلاح کښې پۀ عزم او اراده او د خداے د پېغمبر پۀ عمل کښې د خداے پۀ خدايۍ د باور پۀ نامه ياد شوے چې پۀ انساني تدبر، اراده او عمل ولاړ وي . د انساني ټولنې دغه پرمختګ او بدلون پۀ نظر کښې ساتل او دغه عېن فطري عمل د خپلې ټولنې پۀ حق کښې ګټور ګرځول د يو ټولنې دننه د پوهانو او د خاورې د رشتيني خلکو کۀ يو اړخ ته ذمه واري وي نو بل اړخ ته د هغوي او د هغه ټولنې د اجتماعي شعور نفسياتو او د نوي کهول د جذبې ازمېښت هم وي . کۀ پۀ دغه مهم ارتقائي ډګر کښې د يوې ټولنې باشعوره خلک ناراستي وکړي، تش د تقدير د ،کړس ،پۀ ډاډ ډډه ووهي نو بدلون خو بۀ خامخا راشي خو ډېر پۀ بدرنګ او ناهيلي شکل کښې.

کۀ مونږ د ټولنې د اصلاح پۀ اړه د اسلام د نظره خبره وکړو نو څومره هم چې پېغمبران رالېږل شوي دا پۀ حقيقت کښې د خپلې ټولنې مصلحين هم وو او سياست مدار هم؛ هم دغه د اصلاح عمل ته پۀ يو حديث کښې هم اشاره شوې ،”كَانَت بَنُو إسرَائِيلَ تَسُوسُهُمُ الأَنْبياءُ”، د بني اسرائيلو سیاست مدار دا بۀ پېغمبران وو کۀ دا حديث يو اړخ ته مونږ ته د اسلام د ټولنې د اصلاح پۀ اړه اهميت راڅرګندوي نو بلخوا داد پېغمرانو پۀ شان د سپېځلو خلکو د سياست پۀ شان د يو ټولنيز عمل ارزښت او درناوښت هم جوتوي . دا حديث او د اسلام د سياست د اهميت پۀ اړه دريځ هغه چا ته ډېر جوت جواب دے چې څوک د خپلو سیاسي موخو لپاره يوه ټولنه غېر سیاسي کوي او پۀ سياست ډول ډول تورونه لګوي . هم دغه راز سياست چې د واک او اقتدار نه زيات د اصلاح عمل دے، هغه خلکو ته دا ښکاره کوي چې څوک د ټولنيز اصلاح پېغمبرانه عمل شاته غورځوي او د اسلام تعبير تش د څوکۍ او واک پۀ لاس کښې د اخستلو نه تعبير کوي ځکه مونږ دا ګڼو چې د اسلام دغه د واک او زور اړخ بې حکمته تعبير کولو پښتنه ټولنه او د نړۍ دننه پۀ ډېرو ټولنو کښې ستونزې پېدا کړي چې مقصد پکښې د خلکو خپلې ګټې وي او بدنامي د اسلام د سپېځلي دين پۀ برخه کړي. هم دغه راز دا حقيقت هم څرګندېږي چې د پېغمبرانو کار د څوکۍ او واک اخستل نۀ وو بلکې د ټولنې اصلاح کول وو، دغه د اصلاح پۀ تعبير ټول پېغمران بيا کامياب بلل شي خو کۀ مونږ د خپلو سياسي موخو لپاره سياست تش واک وګڼو نوپۀ نتيجه کښې د زیاتره پېغمبرانو ناکامي بۀ ثابت شي ځکه د شمار د يو څو پېغمبرانو نه پرته کوم پېغمبر واک ترلاسه کړے خو حقيقت دا دے چې سياست يو ټولنيز اصلاحي عمل دے چې واک پکښې پۀ خپل وخت ارزښت لري؛ کۀ واک پۀ يو قامي طبقاتي مبارزه کښې راشي هم ډېره ښۀ خو کۀ رانۀ شي نو واک چرې هم نصب العېن نۀ وي . هم دغه راز کۀ مونږ راشو د قران د اصلاح تعبير ته نو د خداے د پېغمبر د مکې ژوند د دې شاهد دے چې پۀ مکه کښې ټول پۀ ټوله د پېغمبري خوارۍ مقصد د ټولنې او افرادو اصلاح وه او هم د دغه ټولنيز اصلاح برکت ؤ چې د خداے د پېغمبر خبره تر مدينې ورسېده، حال دادے چې د خداے پېغمبر مدينې ته لا تلے هم نۀ ؤ . د قران شروع د زده کړو پۀ حکم ده؛ پېغمبر ص ته معلم وئيل شوي دي، د اصحاب صفه پۀ شان خلک زده کړو ته کښېنول شوي وو چې د اصحاب صفه او انجمن اصلاح الافاغنه د ازادو مدرسو عمل او زيار بالکل ورته دي. د ټولنې اصلاح څنګه راځي پۀ دې اړه د قران خپل اصول او لار ښودنې دي چې پۀ هغې کښې اول مخاطب د انساني ټولنې وګړي ګرځوي . اسلام د ټولنې بنسټ فرد ګرځوي، د فرد نه افراد او بيا ټولنه جوړېږي، هم دغه لامل ؤ چې د خداے پېغمبر کلي پۀ کلي او کوڅه پۀ کوڅه پۀ خلکو پسې ګرځېدلے . د رياست يا قوت نافذه شکل پۀ ټولنه کښې ډېر وروستو وي ، چې ترڅو د افرادو اصلاح و نه کړے شي نو کله هم يو قام يوه ټولنه پۀ شعوري ډول پۀ خپلو پښو ټينګه ولاړه نۀ شي پاتې کېدې. پۀ سوره بقره کښې خداے پاک د بني اسرائيلو د مذهبي مشرانو غندنه پۀ دې ټکو کوي چې خپله اصلاح نۀ کوي او نورو ته وېنا کوي ، “اتامرون الناس بالبر وتنسون انفسکم” . ترجمه . نورو ته خو د ښۀ بلنه ورکوئ خو پۀ خپله مو ځان هېر کړے؛ هم دغه راز شاه ولي الله د سوره بقره پۀ اړه وائي چې پۀ دې لوے سورت کښې خداے پاک درې غټې خبرې د انساني ټولنې د اصلاح پۀ تړاؤ کړي ؛يو تهذيب نفس ، دوېم تدبير منزل، او درېم سیاست مدني ! مولانا عبېد الله سندهي د ټولنيز اصلاح پۀ اړه وائي چې درې کاره لازم وي نو هله بۀ يوه ټولنه اصلاح کېږي؛ يو ، ګوند جوړول ، دوېم ،نصب العېن ټاکل، او درېم، تګ لاره او پروګرام جوړول چې منزل ته مزل اسان او لنډ شي. کۀ مونږ خبره وکړو د پښتون قامي تحريک پۀ اړه نو لکه د نړۍ د ډېرو قامونو پۀ شان پښتانۀ هم د تاريخ پۀ اوږدو کښې خپل د قامي تاريخ جورې ريښې لري چې د پير روښان نه واخله تر باچا خان پورې غځېدلې او خورې شوي خو د قامي تاريخ پۀ دغه تسلسل کښې د ټولو نه منظم سائنسي سياسي او د ټولنيز اصلاح کوم اړخ چې پروت دے نو د هغې شروع د شلمې پېړۍ پۀ درېمه لسيزه پۀ وړومبي د اپرېل پۀ کال ۱۹۲۱ کښې د “انجمن اصلاح الافاغنه” پۀ شکل د باچا خان پۀ مشرۍ کښې سره د ډېرو ملګرو شوې. باچا خان د پښتنې ټولنې يو ستر نبض شناس ؤ، هغۀ د خپلې ټولنې کره کتنه د خپل تاريخ جغرافيې او نفسياتو پۀ رڼا کښې کړې وه، د خپلې ټولنې ټولنيز رنځونه هم ورته معلوم وو او د هغې د درملنې لار او ګودر هم ورته معلوم وو . کله چې پۀ ۱۹۱۰ کښې تر د ۱۹۱۵ پورې حاجي صېب د ترنګزو د پېرنګي د مشنري سکولونو پۀ ضد د ازادو مدرسو کار پېل کړو نو باچا خان ورسره پۀ دې کار کښې کلک مرستيال ؤ . ډاکټر سهېل پۀ دې اړه وائي چې د ترنګزو باباجي د ازادو مدرسو کار پۀ حقيقت کښې د مولانا فضل محمود مخفي د سوچ او سیاسي تدبر نتيجه وه او “انجمن اصلاح الافاغنه” د مخفي صېب د ارمانونو جنج ؤ چې دغه د ټولنې د اصلاح کار ته ډېر پۀ تنظيمي ډول کار ووئيل شو. مولانا او باچا خان دا ګڼله چې د پښتنو د ټولنې د ټولو نه ستر رنځ جهالت دے چې د هغې لپاره تشې خبرې نا بلکې پۀ اولس کښې نېغ پۀ نېغه کار کول دي چې د ازادو مدرسو شکل ئې ډېر عملي شکل ؤ . باچا خان پۀ دې اړه ليکي چې کله مونږ پۀ ۱۹۲۰ کښې افغانستان ته پۀ هجرت لاړو نو پۀ دغه کار کښې ستونزې راغلې نو ما غوښتل چې زۀ خپل تعليمي کار ته پام وکړم نو د افغانستان نه د باجوړ پۀ لور د ملګرو سره راغلم . ولي خان پۀ خپل کتاب،”باچا خان او خدائي خدمتګاري” ،کښې د “انجمن اصلاح الافاغنه” پۀ اړه ليکي چې باچا خان د افغانستان نه پۀ راتلو خپل تعليمي کار ته پام راواړولو او دا ځل ئې پۀ منظم ډول کار پېل کړو؛ پۀ اتمانزو کښې ئې د سيمې د مشرانو يوه لويه غونډه وکړه او د “انجمن اصلاح الافاغنه” بنسټ ئې کېښود؛ موخه ئې دا وه چې دوي بۀ د پښتنو بچو لۀ تعليم ورکوي، د پښتنو ترمېنځ دشمني ختمول، د پښتنو د معاشرې اصلاح کول او پۀ پښتنو کښې اتفاق او ورورولي پېدا کول ئې ستر مقصدونه وو. هم دغه راز ولي خان د خدائي خدمتګار تحريک پۀ اړه هم وائي چې دا کوم ګوند نۀ ؤ بلکې د پښتنو ورورولي وه چې بنسټ او منشور ئې اسلام او پښتونولي وه . پۀ اتمانزو کښې د وړومبي ازاد اسلاميه سکول بنسټ کېښودل شو، د اتمانزو د پريچ خېلو حاجي محمد اکرم سکول لۀ ځاے ورکړو، زۀ لا د پينځو کالو هم نۀ وم خو زۀ پۀ دغه سکول کښې د زده کوونکي پۀ حېث کښېنول شوم بل راسره مظفر نومې هلک ؤ چې د قادري ټانګي وال ځوے ؤ، پۀ ټوله سيمه کښې د انجمن ښاخونه جوړېدل او د سکولونو کار خور کړے شو. باچا خان او ملګري بۀ پۀ دورو تلل او پۀ پښتنو کښې د تعليم شوق پېدا کړے شو، سکولونو کښې هلکان ډېر شو، استاذان د تنخاه نا بلکې د خدمت پۀ جذبه بۀ راتلل، پښتنو تعليم ته مخه وکړه، يو خاموش انقلاب پۀ پښتنو کښې راغے، باچاخان زر ونيول شو، درې کاله زنداني شو خو د انجمن کار روان ؤ . ډاکټر سهېل د ترنګزو باباجي د مدرسو شمېر تر پينځۀ دېرش پورې ښائي او ځنې څېړنکار تر اويا، هم دغه راز د انجمن اصلاح الافاغنه د ازادو سکولونو شمېر هم د سلو نه د پاسه ؤ . د انجمن اصلاح الافاغنه پۀ اړه باچا خان پۀ خپل کتاب کښې ليکي!

د افغانستان او ازادو قبائيلو حالت چې مې وليد او پينځلس کاله مې پۀ هندوستان، پۀ قبائيلو او افغانستان کښې ،غورزې پرزې وکړې نو پۀ دې نتيجه ورسېدم چې ،انقلاب د منډې کار او دومره اسان څيز نۀ دے . انقلاب د سړې سينې کار دے،انقلاب عمل او پوهه غواړي . انقلاب عالمان او پوهان غواړي چې د قام تربیت اوکړي او انقلاب ته ئې اماده کړي . د انقلاب لپاره د اشخاصو ضرورت وي . تۀ ګوره چې زمونږ جذباتي ملګري څومره پۀ جوش راوتلي وو او لاړ خوارۀ وارۀ شو.

نو کښېناستم او د ځان سره مې فکر وکړو نو پۀ دې نتيجه ورسېدم چې زموږ دقام نۀ د تجارت خواته توجه شته، نۀ د صنعت خواته، نۀ د زراعت خواته او نۀ دتعليم خواته .

پۀ رسمونو رواجونو کښې تر غوږونو پورې ډوب دي او پۀ خانه جنګيو اخته دي.

داسې قام انقلاب نۀ شي راوستے، خو دا قام د دې بلاګانو نه خلاصول هم غواړي چې سیاسي شعور پکښې راشي او دا کار يوه پرامنه فضا غواړي نو تر دغه وخت پورې زۀ هم پۀ دغه عقیده وم چې دا ټول کارونه انقلاب غواړي او تشدد راته انقلاب ته نزدې او دکاميابۍ لار ښکارېده .خو د تجربې نه پس راته معلومه شوه چې دجنګ پۀ وخت کښې اسونه نۀ تيارېږي نو ځکه مې اراده وکړه چې خپل کلي ته واپس شم او د عدم تشدد د اصولو پۀ بنا بۀ کار کوم، اول به د انقلابي اشخاصو د تعليم او تربيت دپاره قامي مدرسې جوړوم نو ځکه اتمانزو ته راغلم چې د هغه مدرسو د بېرته جاري کولو کوشس مې کولو چې پېرنګيانو د جنګ پۀ زمانه کښې بندې کړې وې.

ما بۀ پۀ خپله هم ماشومانو ته سبق وئيلو ځکه چې تنخاګانې مونږ ته يوه ستونزه وه، د سکولونو استاذان به رانه پېرنګي وېرول او د ډېرې تنخا پۀ لالچ به ئې بل ځاے ته بوتلل، ددې هرڅۀ سره مونږ همت نه بائيللو او پۀ خلکو کښې مو ژوند پېدا کولو. “انجمن اصلاح الافاغنه” پښتانۀ د زده کړو سره بلد کړل او پښتنه ټولنه ئې پۀ شعوري ډګر ډېره مخکښې بوتله، هم دغه لامل دے چې نن پۀ پښتونخوا کښې څومره هم سياسي قامي شعور دے نو داد قامي تحريک برکت دے، پۀ افغانستان کښې دغه شان قامي تحريک او ستر خلک نۀ دي پاتې شوي نو نن هم د افغانستان ټولنه پۀ قبائيلي ساخت ولاړه ده او د سیاسي شعور نه ډېره لرې ده ځکه علم د ټولنې بنسټ ګر دے، پۀ پخوانو ټولنو کښې علم تش د يو خاص طبقې حق ؤ، عام اولس بۀ ددې حق نه محروم ؤ، د باچا د بچو لپاره بۀ خاص اتاليق ټاکل شوے ؤ. کوم وګړي بۀ چې پوهه خوروله هغه به مجرم ګڼل شو، لاسونه او ژبه بۀ ترې پرېکول شوه او يا بۀ پۀ تېزندي کول شو. پۀ انګلستان کښې تر د 1663پورې د کتاب ليکونکو ته د مرګ سزاګانې ورکول شوې . پۀ دغه کال کښې يو سړي يو کتاب ليکلے ؤ خو د ليکوال نامه پرې نۀ وه . پۀ دغه کتاب کښې يوه کرښه دا وه چې ( باچا اولس ته جوابده دے، کۀ چرې باچا د اولس استحصال او ځبېښاک کوي نو اولس ته د بغاوت حق دے ) چارواکو د پبلشر ،جون ټائن نه د ليکوال پوښتنه وکړه، هغۀ ليکوال نۀ ښودلو، دا تکړه والے هم د کتاب پۀ سبب پۀ دغه سړي کښې راغلې ؤ، د کتاب چاپ کولو پۀ جرم کښې جون ټائن تېزندي کړے شو. د سقراط د وژلو پۀ جرمونو کښې لوے تور دا لګول شوے ؤ چې دې د نوي کهول ذهنونه ګمراه کوي .

زما د “انجمن اصلاح الافاغنه” د کار او زيار پۀ اړه يو خپل نظر دے او هغه دا چې يو خوا کۀ دا پۀ ظاهره سماجي تحريک ؤ خو پۀ حقيقت کښې دا سياسي غورځنګ هم ؤ ځکه چې سياست او سماج سره مونږ چرې هم نۀ شو بېلولے او کۀ څوک سياست او سماج سره بېلوي نو بيا هغه يوه اېن جي او خو کېدې شي خو سياسي قامي تحريک چرې هم نه ! دوېم دا چې “انجمن اصلاح الافاغنه” پۀ حقيقت کښې د خدائي خدمتګار غورځنګ نه وړاندې د اولس د سياسي روزنې او چمتووالي يو زبردست د تېارۍ پړاؤ ؤ، درېم دا چې د “انجمن اصلاح الافاغنه” طرز او طريقه هم د خداے د پېغمبر د مکي ژوند پۀ طرز وه چې د خداے د پېغمبر د مکي ژوند د عربو د سماجي کلتوري رنځونو او د شلمې پېړۍ د پښتنو د ټولنې پۀ تاريخي ،تقابل ،کښې ډېر کم توپير دے . عدم تشدد هم د دغه وخت نه د باچا خان او د پښتنو د مقابلې لويه وسله وه تر دغه دمه باچا خان نۀ ګاندهي ليدلے ؤ او نۀ د کانګرس سره ئې کومه اړيکه وه ځکه دا خبره پۀ تاريخي توګه ناسمه ده چې باچا خان د ګاندهي نه دغه فلسفه اخستې وه.د باچا خان او د هغۀ د غورځنګ د “انجمن اصلاح الافاغنه” نه راواخله تر خدائي خدمتګار نظريه پۀ عدم تشدد ولاړه وه، د عدم تشدد دغه فکر هم د قران د دې اېت نه اخستل شوے چې ، یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اسْتَعِیْنُوْا بِالصَّبْرِ وَ الصَّلٰوةِؕ- ، اے د ايمان والو ! مرسته واخلئ پۀ مونځ او صبر سره؛ دغه هم د عدم تشدد مقصددے ځکه چې جمله مفسرين پۀ دې اړه اتفاق لري چې صبر پۀ درې ډوله وي ،صبر علي المصیبت ، صبر عن المعاصي ، صبر علی الطاعات ، د دغه درې واړه ټينګښت خلاصه پۀ هر ډول سخته کښې ثابت قدم او باوري پاتې کېدل دي چې د ظالم خلاف هېڅ ډول پۀ شا کېدل نه او د هغۀ د تېري پۀ زغم او حوصله سره مقابله کول دي . عدم تشدد د ظالم پۀ ضد چپ کېدل او جواب نۀ ورکول دي لکه څنګه چې باچا خان پۀ خپل کتاب کښې پۀ خپله ددې خبرې سپيناوے کړے چې عدم تشدد لکه د حضرت عيسی مونږ دا نه ګڼو چې ظالم يو پړق درکړي او ته ورته بل مخ ونيسه بلکې عدم تشدد مزاحمت دے خو پۀ دليل او ژبه سره مقابله ده هم دغه راز زما پۀ فکر عدم تشدد د حضرت عيسی د وېنا مطابق تسليم کېدل نۀ دي بلکې عدم تشدد لکه د قابيل پۀ مقابله کښې د هابيل مزاحمت دے چې کله هابيل، قابيل ته وائي چې زۀ پۀ تا لاس وړومبے نۀ وچتوم، زۀ ستا د مرګ اراده نۀ لرم خو کۀ تۀ پۀ ما ګذار کوې نو زۀ بۀ خپل مدافعت کوم چې دا يو ډېر مناسب او موزون تشريح او جواب دے.پۀ قران کښې کۀ مونږ وګورو نو بېشمار ايتونه د صبر، معافۍ او د زغم تلقين کوي، ډېر کم ايتونه پۀ خپل محل او موقعه او لوازماتو سره د جهاد تلقين کوي خو کۀ د مفسرينو او احاديثو وېناوې وګورو نو جهاد هم پۀ حقيقت کښې د ژبې او وېنا کوشش ته وئيل شوے،وسلواله مبارزه پۀ قتال سره ياده شوې چې دا حقيقت جوتوي چې د قران حقيقي تعبير هم د عدم تشدد د تعبيراتو سره سمون خوري او وسلواله جګړه تش د رياست او يا ډېر پۀ محدود شکل د ټولنې پۀ يو ځانګړي حال کښې حق بولي. هم د عدم تشدد فکر او غورځنګ دے چې د دشمن پۀ ضد پۀ عقل دليل، پۀ قامي بېدارۍ د دشمن بيانيه پۀ دلیل سره د رسوا کولو، د دشمن پۀ سترګو کښې سترګې ورکول، پۀ اولس کښې سياسي بېدارۍ د زورور مخې ته د ودرولو توان او حوصله او د هر ډول زور او جبر پۀ ضد ډاډه زړۀ د قام پۀ مټ او ملاتړ خبره کول، د رياست د جبر مخې ته ډال کېدل د رياست د تشدد تګ لارې چېنلج کولو ته عدم تشدد وائي. د قام دننه قامي شعور بېدارول او د قام خور وور لښکر تنظيم کول چې هروخت ځان د اصلاح کولو سره سره د قامي ګټو لپاره د قامي نظريې پۀ زور چمتو ودرول وي. هم د دغه قامي غورځنګ لپاره باچا خان او د هغۀ ملګرو د “انجمن اصلاح الافاغنه” نه راواخله تر د خدائي خدمتګار او بيا تراوسه پۀ مختلفو ډولونو پۀ ټولنه کښې نېغ پۀ نېغه کار کړے ؤ او پۀ عملي توګه د پښتنو هرې سیمې، کلي، حجرې جومات او ډبې ته پۀ خپله رسېدلي وو او د قام د شعور سويه ئې جګه کړې وه .

دا هم ولولئ

پښتنه ټولنه او عدم تشدد

پښتانۀ سیاسي فعالان د قامي سياست پۀ اړه خپل يو حقيقي نظر لري، پۀ دلیل …