د عوامي نېشنل پارټۍخېبر پښتونخوا وياندې ثمر هارون بلور سره مرکه – مېډيا سېل ، باچا خان ټرسټ

ثمر هارون بلور د عوامي نېشنل ګوند خېبرپښتونخوا ويانده ده او هغۀ د صوبائي اسمبلۍ د تاريخ دوېمه ښځه غړې ده چې نېغ په نېغه په څوکۍ ټاکل شوې ده۔ له دې وړاندې هم د عوامي نېشنل ګوند بېګم نسيم ولي خان د خيبرپښتونخوا اسمبلۍ غړې منتخب شوې وه۔ ثمرهارون بلور تۀ دا اعزاز هم ترلاسه دے چې هغۀ د عوامي نېشنل پارټۍ لومړۍ ښځه ويانده ده۔ د جولائي مياشت د ګوند د پاره يوه درنه مياشت ده ځکه چې هم د دې کورنۍ (يعنې بلور کورنۍ) يو ځوان او د ثمر بلور خاوند هارون بلور ترهه ګرو شهيد کړو۔ د هغۀ له شهادت وروستو د کورنۍ ذمه واري د مشر حاجي غلام احمد بلور او ثمربلور په اوږو راغله۔ حاجي غلام احمد بلور اوس د ډېر عمر دے خو خوش قسمتي د ګوند او د دې کورنۍ دا ده چې ثمرهارون بلور هم د خپل خاوند حلقه (پي کے۷۸) نه يواځې په سياسي مېدان کښې ژوندۍ وساتله بلکې د ګوند د مهمې څوکۍ (صوبائي ترجمان) په څوکۍ هم وټاکل شوه۔ دا مرکه د پښتون لوستونکو ته د صوبائي وياندې په حېث د هغوي لومړۍ مرکه ده او د پوښتنو په اساس ليکل شوې ده۔ (اداره)

ثمرهارون بلور د بلور کورنۍ هغۀ غړې ده چې د خپل شهيد سخر (بشير احمد بلور) او شهيد خاوند (هارون بلور) د مرګ نه پس ئې نه يواځې کور سمبال کړے بلکې د عوامي نېشنل ګوند د سېوري لاندې ئې سياسي مورچه هم د هر چا نه ښه سمبال کړې ده۔ هغه د خېبرپښتونخوا او عوامي نېشنل پارټۍ د تاريخ دوېمه ښځينه د صوبائي اسمبلۍ غړې ده چې نېغ په نېغه ټاکل شوې ده۔ له دې وړاندې بېګم نسيم ولي خان ته دا اعزاز ترلاسه ؤ چې اولس په ووټ نېغ په نېغه پارليمان ته رسېدلې وه۔ د خپل ابتدائي ژوند په اړه ثمرهارون بلور وايي چې د رڼاګانو په ښار کښې زېږېدلې او هم هلته ئې لومړۍ زد کړې کړې دي۔د او لېول زد کړې ئې کووېنټ آف جيسس اېنډ مېري سکول کراچۍ او بيا او لېول ئې د ليسيم سکول کراچۍ نه وکړې۔ د ۱۸ کالو په عمر کښې د بلور کورنۍ د سترګو تور هارون بلور سره واده وشو او د رڼاګانو د ښار نه د ګلونو ښار (کراچۍ) ته راغله۔

د خاوند د شهادت پورې ئې په کور دننه د خپلو بچو تربيت په ښۀ شان سره ترسره کولو۔ دوه زامن دانيال بلور او باسم بلور اوس لوے دي۔ د خاوند د مرګ نه وروستو د حالاتو په اړه ثمرهارون بلور وائي چې د بشير بلور (شهيد) د مرګ نه وروستو هارون بلور (شهيد) د پلار مشن او مقصد مخ پۀ وړاندې بوتللو خو دښمنانو ته شايد دا قبوله نه وه ځکه چې په کوم شان او کومه جذبه هارون خان سياست او خدمت کولو هغۀ تر ټولو خلکو جدا وه۔ هغۀ به د خپل کور نه زيات وخت د خپلې حلقې د خلکو سره او بيا د پارټۍ په سرګرميو کښې تېرولو ځکه چې دغه وخت هغۀ د عوامي نېشنل ګوند خېبرپښتونخوا د اطلاعاتو سېکتر هم ؤ۔

د هغۀ مرګ نه يواځې د بلور کورنۍ بلکې د ټول پېښور، په خصوصي توګه د پي کے ۷۸ او بيا د عوامي نېشنل ګوند لپاره يو لوے نقصان ؤ۔ دغه خالي ځاے پوره کول ګران وو او دا فېصله هم ګرانه وه چې د هغۀ کورودانه به سياست ته راځي خو د مشر حاجي غلام احمد بلور او بچو په مشوره دا ګرانه فېصله هم وشوه۔ لسمه جولائي په اصل کښې هغه توره ورځ وه چې د بشير احمد بلور (شهيد) د مرګ نه پس پېښور يو وارې بيا يتيم شو ځکه چې هارون بلور د پېښور د خاورې بچے ؤ او پېښور د ترهه ګرۍ د ناسور نه د رغېدو وروستو يو وارې بيا د پرمختګ په لور روانول د هغه ارمان ؤ۔ دغۀ ارمان که څۀ هم هغه پوره نه کړو خو د هغه نه پس اوس دا هڅه کوي چې کوم ارمانونه او خوبونه د خپلو خلکو لپاره ليدلي وو، ثمرهارون بلور به ئې پوره کوي۔

د بلور کورنۍ او د عوامي نېشنل ګوند ترمنځه د هارون بلور د مرګ نه پس او بيا په خصوصي توګه د صوبائي کابينې د ټاکنو په مهال رامنځ ته شوي اختلافات ثمرهارون بلور يوه غلط فهمي بولي او بيا د مرکزي او صوبائي مشرانو مننه هم کوي چې هغوي د جرګې په شکل کښې بلور هاوس ته راغلل، هغوي ته ئې دا عزت وروبخښو۔ هغې يو وارې بيا يادونه وکړه چې کومه پارټي د حاجي غلام احمد بلور ده، کومه پارټي د بشير احمد بلور (شهيد) وه، کومه پارټي د هارون بلور (شهيد) وه، هم هغۀ پارټي د ثمرهارون بلور ده، هم هغه پارټي د دانيال بلور ده۔

د خپلو نوو ذمه وارو په اړه ثمرهارون بلور وائي چې دا که يو اړخ ته د اعزاز خبره ده نو بل اړخ ته ويروونکې ذمه واري هم ده ځکه چې د دې څوکۍ مقصد د پارټۍ ترجماني کول دي۔ کله کله به ډېر تراخه سوالونه هم وي، کله کله به خلک ډېر تنقيد هم کوي او ځواب ورکول ائيني او تنظيمي طور د ترجمان کار دے نو په موجوده حالاتو کښې دا يو ګران کار دے خو هغه د صوبائي صدر اېمل ولي خان ترڅنګ د ټولو مرکزي او صوبائي مشرانو مننه هم کوي چې په لومړي ځل د عوامي نېشنل پارټۍ يوې ښځې غړې ته ترجماني ورکړے شوې ده او خداے پاک دا اعزاز د بلور کورنۍ ته ورکړو۔ هغۀ وائي چې اوس ئې په باقاعده توګه د خپلو ذمه واريو د پوره کولو لپاره د خپل پلان مطابق کار هم پېل کړے دے۔ په لومړي فرصت کښې هغۀ غواړي چې د صوبې د تنظيم او مشرانو په صلاح د ضلعي تنظيمونو سره خبرې وکړي او د هغوي سره يو تعارفي اجلاس نه پس يو شريک هدف وټاکي چې داسې د پارټۍ بيانيه په موثره او ښۀ توګه هر ځاے، هر پښتون او هر انسان ته ورسوي۔ د عوامي نېشنل پارټۍ تاريخ او قربانۍ د هېڅ يو چا نه پټې نه دي، هم دغه قربانۍ دي چې نن په دې خاوره امن دے۔ هم دغه قربانۍ دي چې نن ډېر خلک بلکې نوي خلک اسمبليو ته لاړل، په لويو لويو ګاډو کښې ګرځي۔ که عوامي نېشنل پارټۍ د ترهه ګرۍ خلاف غږ نه وے پورته کړے نو نن به هېڅوک محفوظ نه وو۔ عوامي نېشنل پارټۍ د ترهه ګرۍ په دې جنګ کښې د ۱۰۰۰ نه زيات کارکنان قربان کړل خو د قام په ګټه او د قام لپاره د امن په مقصد او مرام ئې هېڅ سمجهوته ونه کړه۔

د موجوده سياست او په دې کښې د ښځو په کردار ثمرهارون بلور وائي چې عوامي نېشنل ګوند ته دا اعزاز هم حاصل دے چې په دې ګوند کښې د ښځو کوم ځان له تنظيم نشته بلکې د سړو سره برابر يو رنګ تنظيمي عهدې لري او هم دا د عوامي نېشنل ګوند د سياست لار ده۔ له بده مرغه په موجوده حالاتو کښې ښځينه غړو ته يو سياسي ګوند هم هغه رنګ اهميت نه ورکوي لکه څنګه چې ورکول پکار دي۔ هغه مثال ورکوي چې د صوبائي بجټ د ۵۰۰ نه زياتو پاڼو کښې د ښځو لپاره هېڅ ذکر نشته۔ هېڅ يوه منصوبه د هغوي لپاره نه ده راوړل شوې۔ پي ټي ائي حکومت دعوې ډېرې او کار لږ کوي۔ صوبائي حکومت د اپوزيشن يعنې مخالفو ډلو سره د مېرې مور سلوک کوي۔ دلته يواځې ښځينه نه بلکې نارينه غړي هم د فنډونو لپاره عدالتونو ته ځي نو په داسې حال کښې به مونږ يواځې د ښځو خبره څنګه وکړو؟ ها! ښځې د دې ټولنې د نيمې نه زياته شمېره ده او د دوي د اهميت او ارزښت نه انکار نه شي کېدلے خو مونږ په انسانيت يقين لرو او د ښځې نارينه د تفريق نه بغېر د هر چا په خدمت او هغوي د حقونو ورکولو پاليسي د عوامي نېشنل پارټۍ پاليسي ده۔

په سياست کښې د يوې ښځې په توګه د ستونزو په اړه ثمرهارون بلور وائي چې هغۀ خوش قسمته ده چې د خپلې حلقې خلک ورسره دومره مينه کوي چې کله ورته دا محسوسه شوې هم نه ده چې هغۀ ګنې يوه ښځه غړې ده۔ د دې ترڅنګ د هغې د کورنۍ غړي، ملګري او د عوامي نېشنل ګوند تنظيمونه لکه د وروڼو خوېندو يو ځاے کار کوي نو ځکه ورته تر اوسه کوم مشکل مخې ته نه دے راغلے۔

د پېښور د ترقياتي منصوبو په اړه د عوامي نېشنل ګوند صوبائي ويانده ثمرهارون بلور وائي چې له بده مرغه په پېښور کښې چې کوم خلک په صوبائي يا قامي اسمبليو په څوکيو کامياب شوي هغوي پېښور هېر کړے دے۔ له دې وړاندې د پي ټې ائي لومړي حکومت د “بيوټيفيکېشن اف پشاور” په نوم په يوه غېرضروري منصوبې په کروړونو روپۍ ولګولې خو چې کله ئې بيا بله غېر ضروري منصوبه د بي ار ټې په نوم شروع کړه۔ دا منصوبه د هغه وخت د وزيراعلی پروېزخټک په وينا په شپږو مياشتو کښې پوره کېدله خو د دوه کالو نه زياته موده وشوه چې د پېښور خلک ترې پوزې ته راغلي دي۔ د جمرود روډ يعنې يونيورسټي روډ سړکونه او په دې لار کاروبارونه تباه شو، سړکونه لا تنګ کړې شو، په دې منصوبه کښې د ۲۱ نه زيات بدلونونه وشو، لګښت ئې سل اربه روپو ته رسېدلو والا دے خو بيا هم دا منصوبه سر ته نه رسېږي۔ هغه وائي که دا پېسې چرته د صحت، تعليم يا نورو د ترقۍ په کارونو کښې لګېدلې وې نو نن به د صوبې او پۀ خصوصي توګه د پېښور ښار دا حال نه ؤ۔ د دې ترڅنګ هغۀ وائي چې د پي ټي ائي حکومت د راتلو سره نه يواځې منصوبې ودرېدلې دي بلکې په زړو او بالخصوص د عوامي نېشنل ګوند په منصوبو تختۍ لګول کېږي، ورسره يو داسې کال نه دے تېر شوے چې د پي ټي ائي صوبائي بجټ (د ترقياتي منصوبو) پوره لګول شوے وي، پوره خو پرېږدئ چې نيم هم نه دے لګول شوے او روان کال هم ۷۱ فيصده بجټ بېرته مرکز ته لېږل شوے دے۔

د اتلسم ائيني ترميم او د عوامي نېشنل ګوند د دريځ په اړه صوبائي ويانده ثمرهارون بلور وائي چې دا ترميم د باچاخان، ولي خان او د ټولو خدائي خدمتګارو ارمان ؤ۔ دا ارمان د ملي مشر اسفنديارولي خان په مشرۍ کښې پوره شو نو اوس کۀ څوک هر څۀ وائي خو دا د پاکستان د مضبوطيا علامت دے، په دې کښې ګوتې وهل يا خداے مه کړه واپس کول به د پاکستان يووالي ته خطره وي۔ دا وطن يو فېډرېشن دے او دا فېډرېشن به هله مضبوط وي چې کله صوبې مضبوطې وي۔ اتلسم ائيني ترميم په اصل کښې د صوبو مضبوطيا ده نو ځکه مونږ نه يواځې خواست کړے بلکې صوبائي صدر اېمل ولي خان دا اعلان کړے دے چې د دې ترميم په ضد کوم ګام پورته کېږي نو د پېښور خلک (بالخصوص) به قصه خوانۍ ته راټولېږي۔ قصه خوانۍ ټولو پښتنو او بيا د پېښور خلکو ته معلومه ده چې په ۱۹۳۰م کښې کومې قربانۍ ورکړل شوې دي نو هغۀ يادګار ئې اوس هم ګواه دے۔ مونږ د قربانيو نه ويرېدونکي خلک نه يو خو د خپل اولس او خپلې صوبې په حقونو به هېڅ قسمه مصلحت نه کوو۔ صوبائي صدر ولي باغ ته د تللو اعلان کړے دے او دا اعلان يواځې د ګوند نه بلکې بايد ټول پښتانۀ د خپل حق لپاره بيا راوتلو ته ځان تيار کړي۔ زۀ به دلته بيا د خپل مشر شهيد بشيربلور هغه خبره تکرار کړم چې مونږ خودکش دهماکو نه يو ويرولي او څنګه چې هغه ورته وئيلي وو چې “ستاسو جېکټې به ختمې شي خو زمونږ سينې به ختمې نه شي” نو نن ثابته شوه چې د دې خاورې د دفاع او ساتنې لپاره د عوامي نېشنل ګوند سينې ختمې نه شوې او هغۀ جېکټې ختمې شوې۔ هم دا رنګ د خپل حق نه به کله هم وروستو نه شو۔

ثمرهارون بلور پۀ ټولو پښتنو د يووالي غږ وکړو او وې وئيل چې کومه لار باچاخان خپله کړې وه، هغه لار رهبر تحريک خان عبدالولي خان نه تر اوسه د عوامي نېشنل ګوند (د ملي مشر اسفنديارولي خان په مشرۍ کښې) لار ده او دا لاره که څوک هم راټينګه کړي نو د دې وطن او د دې خاورې د حق لپاره غږ پورته کول بيا ګران نه دي۔

د دې پوښتنې پۀ ځواب کښې چې پښتنو ته او بالخصوص د پېښور خلکو ته به د هارون بلور شهيد په دوېم تلين څۀ پېغام ورکوئ؟ ثمرهارون بلور ووئيل چې هغۀ بس دا وائي چې د پېښور خلک بايد خپل مشران وپېژني او څوک د دوي د حق جنګ کولے شي، ګولو ته ځان نيولے شي، د ترهه ګرو خلاف ودرېدلي وو، اوس هم د هغوي د حق لپاره په هر مېدان ولاړ دي، بايد ټول پښتانۀ د هغوي مټې شي ځکه چې دا د حق جنګ بې له اولسه نه کېږي، دا جنګ به پۀ شريکه کوو او منزل زمونږ دے خو که پۀ مونږ کښې اتفاق او اتحاد وي۔

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *