د باچاخان اوونۍ #BachaKhansWeek – مشتاق احمد درانے

د تېرې مياشت پۀ شلمه نېټه د فخر افغان خان عبدالغفار خان باچا خان د دېرشم تلين پۀ وياړ باچا خان مرکز پېښور کښې د “باچا خان اوونۍ” پۀ نوم دستوره وشوه چې پکښې د عوامي نېشنل ګوند د مشرانو سره سره ماشومانو، طالبعلمانو، د مدني ټولنو غړو او ښځو پۀ ګڼ شمېر کښې ګډون وکړو.

دستوره کښې يو شمېر برخې لکه د حمدالله ارباب، حامد خېشګي او زلمي انځورګر سیال شهزاد انځوريز نندارتون، د ‘باچاخان مرکز کتابپلورنځي’ او د پښتو کتابونو ترویج د پاره زیار باسونکي تنظیم ‘ډسټ اٰن بک’ د کتابونو سټالونه, د وړۍ نه پۀ لاس جوړو شوو (هېنډي کرافټس) او اغوستن سټالونه, د جنوبي پښتونخوا نه د هنرمند ‘مبارز’ پۀ لاسو د خټو نه د جوړو شوو سامبولونو سټالونه، مشاعرې، د ښوونځو د ماشومانو د پاره تقريري مقابلې، سټېج ډرامې او خوندورې موسيقۍ د ګډون کوونکو د پاره زړۀ راښکون لرلو.

د باچا خان اوونۍ پرانسته د باچا خان ټرسټ د مشر اېمل ولي خان او د قامي اسمبلۍ غړي حاجي غلام احمد بلور پۀ لاسو وشوه. د انځوريز نندارتون پرانسته د عوامي نېشنل ګوند مشر لطيف لالا اېډوکېټ وکړه چې پکښې د افغانستان د نامتو هنرمند حمدالله ارباب، پير حامد خېشګي او زلمي انځورګر شهزاد سيال د لاسو جوړ شوي د باچا خان او ولي خان انځورونه ګډون والو د پاره اېښودے شوي وو.

د بلوچستان نه راغلي ملګرو لۀ خوا، چې نمائندګي ئې ملګري ‘مبارز’ کوله، د بتانو د سټال پرانسته پخواني وزير او د عوامي نېشنل ګوند مرکزي ستر سېکتر ميا افتخار حسېن وکړه.

د ‘ډسټ اٰن بک’ او باچا خان کتابپلورنځي لۀ خوا لګولے شوي د کتابونو د سټال پرانسته د تاريخ پوهه بشير مټه او ښاغلي افراسياب خټک پۀ لاس وکړې شوه چې پکښې د پښتو ګڼ شمېر ليکوالانو کتابونه پۀ ارزانه بېعه د کتاب مينه والو د پاره اېښودے شوي وو.

د باچا خان ښوونځو د ماشومانو لۀ خوا د هېنډي کرافټس د سټال پرانسته د قامي اسمبلۍ پخوانۍ غړې مېرمن جميله ګېلاني وکړه. پۀ دې موقع محترمې ګډون کولو ته دا خبره څرګنده کړه چې د باچا خان پۀ نوم پۀ فاټا او پښتونخوا کښې دا وخت پنځلس ښوونځي خپلې هلې ځلې کوي چې پکښې د پښتنو بې وسه ماشومانو ته ويړيا زدکړې کولې شي. هغې ووئېل چې دا د باچا خان پۀ لاس پېل شوي د ازادو مدرسو تسلسل دے او دا اوس زمونږ ذمه واري ده چې دا ښوونځي هم دغه شان روان وساتو.

د دستورې باقاعده پېل حیات روغاني د قران د سپېځلو ايتونو نه وکړو. د سټېج چارې نامتو سندر غاړي بختيار خټک او نائیله شمال صافئ تر سره کړې. د باچا خان مرکز منتظم اعليٰ محترم اعجاز ايسپزي ټولو مېلمنو ته هر کلے ووئېلو. د هرکلي دې وېنا کښې هغۀ ووئیل چې باچاخان مرکز د پښتنو شریک کور دے او دلته مونږ د داسې ادبي، سماجي او اقتصادي هلوځلو پۀ تګلاره عمل کوو چې هغه د قام وړاندې پرتو چېلنجونو باندې بري موندلو کښې مرسته وکړي. دې لړ کښې کۀ یو خوا د باچاخان څېړنیز مرکز ملګري پۀ مختلفو موضوعاتو تحقیقي کارونه مخ پۀ وړاندې بوځي او دغه لړ کښې د دې نننۍ ورځ پۀ ویاړ د باچاخان کتاب ‘زما ژوند او جدوجهد’، د ډي جي ټنډولکر د تاریخي اثر پښتو ژباړه ‘عبدالغفار خان: عقیده مجاهده ده )ژباړن: محمد احمد(، د اجمل خټک د شاعرِ امن پیر ګوهر لۀ خوا د اجمل خټک د منتخبو غزلیاتو اردو ژباړه ‘غزلیاتِ اجمل’، د روښان ایسپزي مقاله ‘باچاخاني کیا هے’، د کُرم ایجنسۍ د 1908 د ګزټئېر ژباړه چې انور علي خان اورکزي کړې ده، او داسې نور څېړنیز کارونه مخ پۀ وړاندې روان دي، نو بلې خوا ته ‘پښتون’ مجله هم د قام غږ مخې ته راوړلو د پاره پۀ باقاعدګۍ سره هره میاشت چاپ کېږي. هغۀ زیاته کړه چې د مرکز نه ‘امن’ ټي وي د پښتنو کلتوري، فني او فکري روزنې د پاره خپل ټول وسائل پۀ کار راولي او دغه رنګ ‘غږ راډیو’ هم مختلف صوتي اثرونه د قام د شعور ویښولو د پاره پۀ برېښنائي بڼه خوندي کوي. هغۀ خپلو خبرو کښې ووې چې باچاخان مرکز د نزدې نزدې یوې پېړۍ د سیاسي مبارزې امین مرکز دے او د دې تاریخي حېثیت پۀ تناظر کښې مونږ خپل ټول وسائل پۀ کار راولو چې د قامي شعور روښانه کولو کښې مرسته وکړې شي.

دې نه پس د پښتنو قامي ترانه “اے زما وطنه” وړاندې کړې شوه چې احترام کښې ئې تول ګډون وال لاس پۀ سینه ایښي ولاړ وو.

د دستورې پۀ اوله برخه کښې تقريري مقابلې کښې برخه اخستونکو د بېلا بېلو سکولونو ماشومانو “موجوده وخت کښې د باچا خان د عدم تشدد ضرورت ” د سرخط لاندې خپل تقريرونه وړاندې کړل، ښاغلے نور الامین ایسپزي او پروفېسر سمېع الدين ارمان د منصفۍ چارې تر سره کړې. مقابله کښې ګډون کوونکو ماشومانو ته د محترمې جميله ګېلاني پۀ لاس توصيفي سندونه او انعامونه ورکړے شول. دې مقابله کښې ماشومه قرة العېن )باچاخان سکول، شهبازګړه( د وړومبي او عکراش )اېور ګرین پبلک سکول، پېښور( د دوېم انعام حقدار وګرځېدل. درېم پوزیشن عابدالله )اېور ګرین پبلک سکول، پېښور( واخستو.

د وړومبي پړاو نه وروستو ځلمي سندرغاړي علي بابا خان د ساز او اواز پۀ ژبه باچا خان ته د عقيدت پېرزونې ‘زۀ یم روح د باچاخان’ وړاندې کړې چې ښاغلي فېروز اپریدي لیکلې وې.

د باچاخان اوونۍ دې پړاو کښې د باچا خان، ګاندهي جي، جناح صاحب او نن دور کښې د پښتون وطن د يو وګړي پۀ اړه يوه سټېج ډرامه وړاندې کړې شوه. دا ډرامه پۀ دې ډول هم يوه ځانګړې ډرامه وه چې پۀ تاريخ کښې پۀ وړومبي ځل باچا خان، ګاندهي جي او جناح صاحب پۀ يو ځاے پۀ سټېج ولاړ وو. د ډرامې مرکزي خیال د یو کردار ‘اولس’ پۀ خولۀ د ملک موجوده حالات د تاریخ دغه درې مشرانو ته مخې ته ایښودل وو او د تاریخي حالاتو د دغه تسلسل نه پس ‘اولس’ دې فېصلې ته رسېدل وو چې هغوي باید کومه سیاسي لاره خپله کړي؟ دا درامه پۀ عدم تشدد عمل، د سیاسي عمل برخه کېدل او پۀ قام پرست اپروچ سره سیاست کښې برخه اخستلو د پاره کتونکو ته بلنه ورکول وو. ډرامه ښاغلي حیات روغاني لیکلې وه. شهاب محمدزي د باچاخان، حېدرجان د جناح صاحب او ضیاء بنګش د ګاندهي جي کردارونه تر سره کړي وو.

د سټېج ډرامې نه وروستو شاعر او سندرغاړي عليم شلمان د باچا خان اوونۍ د پاره تېاره کړې قامي سندره وړاندې کړه چې قامي شاعر امیر رازق امیر لیکلې وه او ګډون والو نه ئې داد تر لاسه کړو. د سندرې وروستو انځور ګر شهزاد سيال ښاغلي افراسياب خټک او د باچا خان ټرسټ مشر اېمل ولي خان ته د باچا خان پۀ لاسو جوړ شوي انځورونه ډالۍ کړل.

د باچاخان ټرسټ مشر اېمل ولي خان دستورې ته د وېناپۀ وخت د ټولوګډون والو مننه وکړه او زياته ئې کړه چې زۀ نن ډېر زيات وياړ محسوسوم چې د باچا خان ټرسټ د مشر پۀ هېڅ ما سره داسې ملګري راغونډ دي چې هم فکري دي، هم علمي دي او هم عملي ـــ او د باچا خان د تلين نه دېرش کاله وروستو دا يوه داسې دستوره ده چې د خدائي خدمتګار تحريک د سالانه جلسې ياد ئې تازه کړوځکه چې هغه ټول څيزونه د دې دستورې برخه دي کوم چې به مونږ د خپلو مشرانو نه د دغو سالانه جلسو پۀ اړه اورېدل. هغۀ زياته کړه چې هم دغه رنګ دستورې به مونږ د پښتونخوا پۀ ګوټ ګوټ کښې کوو او د باچاخان فکر به کور کور ته رسوو. هغۀ پۀ ليکوالانو زور ورکړو چې د قام شعور بېدارولو د پاره خپل ټول صلاحیتونه پۀ کار راولي. هغۀ ووئیل چې کۀ څۀ داسې خبرې وي چې د وخت د ناموزونیت پۀ وجه ئې سیاست نۀ کوي نو باید چې شاعران لیکوالان ئې قام ته یادوي. محترم افراسیاب خټک هم پۀ خپلو مختصرو تاثراتو کښې ووې چې دا نن دستوره پۀ دې وجه ډېره غني ده چې دې کښې هر هغه څۀ راټول دي کوم چې به باچاخان پۀ ژوند د خدائي خدمتګارانو سالانه جلسو کښې کېدل. او زۀ ډېر خوشحاله يم چې نن مونږ د باچا خان پۀ شلم تلين پۀ ریښتيا معنو کښې د هغۀ ياد نمانځو.

د نوموړي ليکوال او شاعر شمس بونيري، د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي کلچر سېکرټري پۀ صدارت کښې د مشاعرې پېل وشو چې مشر مېلمه ئې د نوي دور قامي شاعر ممتاز اورکزے ؤ. پۀ دریځ ورسره د ‘باچاخان ټرسټ رېسرچ سنټر’ اعزازي مشر فېصل فاران هم ؤ ـ مشاعره کښې ښاغلو لقمان کېمور، امیر رازق امیر، رحم زمان خټک، اقبال شاکر، معظم جان معظم، زېبا اپریدۍ، بخت زاده دانش، خان زمان کاکړ او سمسور بونېري سره نورو شاعرانو ملګرو هم خپل کلامونه وړاندې کړل. مشرانو لیکوالانو شاعرانو ښاغلو سعدالله جان برق، اسیرمنګل، عصمت خټک، الیاس ټلوال، سمیع الدین ارمان، مجیب خټک، سعید احمد ساحل، مسلم خان وصال، طارق خان پښتونیار، انور علي خان انور، طلال بېدار اصلزي او لطیف اورکزي پۀ خپله موجودګۍ دستوره لا خوندوره کړې وه.

د دستورې پۀ اخره کښې پۀ ‘د باچاخان اوونۍ’ یادګاري شیلډونه او سندونه د دې اوونۍ د یادګار پۀ طور ښاغلو مېلمنو ته ورکړے شول.

دا هم ولولئ

د میا مشتاق او ‘قاسم’ قسمتونه او ریاستي قلعه – مشتاق احمد درانے

د کنېډې نامتو ليکوال وليم پال ينګ خپل ناول “دي شېک” کښې ليکي چې “دروغ …