د دنيا پۀ مخ ډېر خلق او ډېر حکومتونه اباد شوي او تېر شوي دي خو د هرحکومت او د هر اولس خپل خپل تاريخ او خپل خپل مقام وي. اوس به مونږ پۀ حکومتي سطح باندې او اولسي سطح باندې خپل وطن پاکستان ته راشو چې دا يو جمهوري ملک دے. د ډېرو پښتنو پۀ قربانو او د اتلانو پۀ قېدوبند او د جېلونو پۀ تېرولو ازاد شوے دے. خلق قسم قسم دعوېٰ او خبرې کوي نو د هغوي خولۀ څوک نۀ شي نيولے. خو تاريخ خپل ځان پۀ هر حال کښې څرګندوي. پاکستان د ازادۍ نه پس پاکستان د خپلو مفادو پۀ نظر کښې خلقو ته پۀ لاس ورغلو نو پۀ جمهوري او امريتي شکل کښې داسې حکومتونه وکړل چې د کار او بې کاره خلق ئې څرګندکړل. پۀ دې کښې د جمهوري حکومتونو او امريتي حکومتونو پۀ صوبائي اوقامي اسمبليو کښې د خپل دور او خپل مقصد پوره کړے دے او د هغوي کارکردګي پۀ رېکارډ ده. کۀ چا پۀ اسمبلۍ کښې ښۀ کردار کړے دے او کۀ بد، کۀ چا د خپل ملک او حلقې خبره پۀ اسمبلۍ کښې کړې ده او کۀ سپکې خبرې ئې کړې دي خو نن هغه خلق کتے شئ. د پاکستان تاريخ ډېر لږ دے خو پۀ دې تاريخ کښې مونږ داسې حکومتونه او دورونه وليدل چې نن هم زمونږ پۀ ذهنونوکښې پراتۀ دي او راتلونکيو نسلونوته پرې خبرې کوو. د نن نه وړاندې ډېر حکومتونه تېر شوي دي خو پۀ هغوي پۀ اخلاقي او جمهوري توګه څۀ نۀ څۀ کارونه او تاريخونه داسې شوې دي چې سړے ئې نن هم تاريخ کتلے او وئيلے شي. کۀ پۀ قامي اسمبلۍ کښې به وو او کۀ صوبائي اسمبلۍکښې به وو. د خپل کلي وطن کښې به ئې ضرور څۀ نه څۀ دخلقو مسئلې حل کړې او د خپلو حلقوپۀ مسائيلو او ترقياتي کارونو به ئې خبرې کولې. او پۀ ملکي او غېر ملکي مسائيلو به ئې بحث کولو خو چې د کله نه د پاکستان تحريک انصاف کسانو حکومتي ذمه وارۍ سمبالې کړې دي نو د جمهوريت، سياست او د اخلاقياتو جنازه اوچته شوې ده. اوس به مونږ خپل مضمون او عنوان ته راشو.
دوه زره اتلسم نه تر نن تاريخ پورې پۀ پاکستان کښې د تحريک انصاف حکومت راغلے دے او يا راوستے شوے دے نو د تحريک انصاف حکومت او د بخښنې سره خو لپنګو او شرخوښو، خيرات خورو پۀ کور کښې څوک فرق نۀ شي کولے څنګه چې لپنګ او شرخوښي کله يوځاے شي نو خلق د دوي نه پناه غواړي . څنګه چې دوي سپک سپور او تميز نۀ وي او نۀ د چا پۀ غېرت ئې څۀ پرواه وي. او د ټولو خبرې چې واوري نو بيا خېرات غوښتنو باندې سر شي او د هر چا دروازه ټکوي او د خلقو نه خېرات غواړي. خو د لپنګو پۀ باره کښې دوه خبرې مشهورې دي. اول اول يو لپنګ يا سوال کوونکي ته چا وئيلي وو چې د چانه شرم درځي نو دۀ ورته ووئيل چې يو خپل سيال يعنې تربورنه شرم راځي او د هغۀ برابر خپل ځان بولم. او دوېمه خبره دا ده چې پښتانۀ وائي چې د سوالګري خوراک د سپي وي څنګه چې سوالګري ټوله ورځ کور پۀ کور ګرځي او خېرات غواړي نو دومره ډوډۍ او ترکاري را يو ځاے کړي چې هغه ټوله پۀ دوي باندې زياته شي نو بيا ئې سپو ته ورکړي. نو اول خو سوالګري هم پۀ خپل کار او روزګار کښې د عمران نيازي او د هغۀ حکومت سره سم د ترۀ ځامن دي څنګه چې مونږ د دوي کار او روزګار ته نظر وکړو نو يو خو عمران نيازي او د هغه نازولي حکومت نه سوالګري هم ښۀ دي ځکه چې سوالګري دخپل سيال تربور نه شرم کوي خو د عمران نيازي او د وزيرانو ئې نۀ سيال شته او نۀ تربور شته چې شرم ترې وکړي نو ځکه داسې پۀ خلاص مټ بداخلاقي کوي او خلق سپکوي او پۀ خلقو پورې سپکې سپورې وائي. دوېمه خبره د سوالګرو اونيازي صېب يا نازولي صېب ترمخه ده چې څنګه د سوالګري خوراک د سوال وي نو دغه رنګه عمران نيازي ته کومې چندې يا امدادي پېکج د بهر نه څوک را وړي د هغې پته هم نيازي صېب ته نۀ وي چې زما راوړې چنده او امداد چرته لاړو اوچا يوړو او څۀ غواړو او څۀ وشو. ځينې ځينې ځاے خو نيازي صېب داسې مجبوره شي چې د امداد خو پرېږده د خپل ځان تپوس هم نۀ شي کولے. مشران وائي چې زور د زوره راوځي خو نيازي صېب او د هغۀ ملګري پۀ دې خوشحاله دي چې زمونږ حکومت تراوسه پورې ښۀ پۀ ترقۍ روان دے او هر څوک د سرو زرو پۀ ډېران ناست دي. اوس تاسو ته د تېرو ورځو د قامي اسمبلي خبره يادوم. چې ستاسو ترمخه پۀ سوشل ميډيا، ورځپاڼو او ټيلي وېژن باندې پۀ قامي اسمبلۍ کښې څۀ د بې عزتۍ عمل وشو او دا سلسله لا روانه ده. پۀ قامي اسمبلۍ کښې د تحريک انصاف ګوند اود نوازشريف ډلې يو بل ته ښکنځل، غلط الفاظونه پۀ يو بل تورونه او د يو بل ذاتي خبرو حد پورې تلل. د قامي اسمبلۍ پۀ نړۍ کښې او قامي سطح باندې بې عزتي ده. پۀ قامي اسمبلۍ کښې د ائين کاپيانې خرابول او کرسيانې ماتول او د اسمبلۍ نه د جنګ مېدان جوړول دا يو ډېر لوے نقصان دے او دا سلسله کۀ بنده نۀ شوه نو دا زيات تاوان هم کېدے شي. دې خلقو نه ځکه ډېره ګېله کېدے شي چې دوي اولس او د خپلې حلقې خلقو کارونو د پاره پاس کړي دي چې دوي به پۀ قامي اسمبلۍ او صوبائي اسمبلۍ کښې زمونږ د حقوقوجنګ کوي. مونږ ته به سړکونه، هسپتالونه، سکولونه او نور د ترقۍ او خوشحالۍ کارونه کوي او زمونږ پۀ مذهبي او دنياوي مسئلو به خبرې کوي خو نۀ د اپوزيشن کسانو او نۀ د حکومت کسانو تر نن ورځ پورې د خپل اولس او علاقې پۀ باره يوه خبره نۀ ده کړې. بغېر د سپکو سپورونه. زۀ د اپوزيشن او د حکومت کسانو نه دا تپوس کوم چې تاسو کله پۀ کورونواوحجرو ګرځېدئ او د خلقو نه مو ووټونه غوښتل نو تاسو دې خلقو ته څومره خبرې کړې وې او نن د هغوي پۀ ووټونو او د دوي پۀ حقوقو داسې لوبې کوئ چې دنيا کښې د پاکستانيانو سر مو د شرم نه ښکته کړے دے . د تحريک انصاف کسانو نه خو زما ډېره ګيله ده . نواز شريف او د پيپلز پارټۍ او نورو پارټو کسانونه نۀ ده چې دوي خو درې درې او څلور څلور ځله حکومتونه کړي دي او هر وخت پۀ اپوزيشن کښې وي نو هغوي نه دومره لوے ظلم د خپل اولس د حق سره او ووټونو سره ولې کوي او دوي پۀ اسمبلۍ کښې هغه کارروائي نۀ کوي چې د څۀ مقصد د پاره دوي اسمبلۍ ته تللي دي. قامي اسمبلي خو د هر کس شريک کور دے او دلته خو خلق يو بل نه سبق زده کوي چې زما نه څۀ غلط الفاظ استعمال نۀ شي او زما د پاره د غلطۍ سبب جوړ نۀ شي. خو نۀ اپوزيشن والا دا خبره خپله کړې ده او نۀ حکومتي کسانو خو خپله زياتي او اناپرستۍ پۀ وجه مونږ ملکي سطح باندې او غېر ملکي سطح باندې د خلقو د خنداګانو شو. زۀ د يو پښتون پۀ حېث دا خواست د اپوزيشن او حکومتي کسانوته کوم چې دا ملک او وطن پۀ ډېرو تکليفونو ازاد شوے دے او پۀ دې ډېر قيمتي ځانونه قربان شوي دي او پۀ دې د ډېرو اتلانو پښتۍ ماتې شوې دي نو دا داسې پۀ اسانه نۀ دے ازاد شوے . د دې ملک د ازادۍ تاريخ وګورئ او د دې ملک د ازادۍ قربانو ته نظر وکړئ نو بيا به تاسو ته پته ولګي چې د ملک پۀ ازادۍ کښې څومره وخت او څومره ځانونه قربانېږي. خداے ته وګورئ او دخپل اولس او وطن د خوشحالۍ او ترقۍ د پاره يو شئ. او دا د سوالګرو دکور او ژوند لاره پرېږدئ او پۀ اتفاق او خوشحالۍ او پۀ امن ژوند تېر کړئ. او کۀ تاسو د پښتنو د اتلانو قربانو ته نظر ونۀ کړو نو تاسو به همېشه د پاره د جنګ او تباهۍ پۀ طرف لاړ شئ. الله تعالي دې زمونږ ملک د هرقسم تکليفونو نه پۀ امان کړي امين.